دافغانستان ستر سياسي ، فرهنگي ، علمي شخصيت او دافغانستان دلنډ مهالې ادارې دپوهنې وزير رسول امين داسټريليا دملبور په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد .
نوموړې په ١٩٣٩ دمى دمياشتي په لسمه نيټه دکونړ ولايت په مرکز پورې اړوند دواټا پور په کلي کې دمحمد امين خان په کور کې زيږيدلي و لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سرته رسولى او دمينځنيو او لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره په ١٣٣٤ کال کې پېښور ته راغلى و په پېښور کې يې يو کال دانګريزي او اردو ژبې زده کړه وکړه او بيا دمينځنيو زده کړو دسرته رسولو دپاره د فارورډ سکول اينډ کالج کې شامل شو او په ١٩٦٠ کال کې ترې فارغ شو دلوړو زده کړو دپاره دپېښور په اسلاميه کالج کې داخله واخيسته ، چې بيا ١٩٦٠-١٩٦١ کلونو کې دزده کړې په دوره دخيبر يونين (دخيبر محصلينو اتحاديه ) عمومي مرستيال وټاکل شو .
په ١٩٦٤ کې يې BA او په ٩١٦٦کې دماسټرۍ سند ترلاسه کولو وروسته بيرته افغانستان ته ستون شو . رسول امين افغانستان ته په بيرته ستنيدو دپښتو ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ او بيا دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علمو په پوهنځي کې داجتماعي علومو داستاد په توگه وټاکل شو ، چې دمهاجرت تر وخته دکابل په پوهنتون کې دخپل هيواد دځوانانو په روزنه بوخت و پروفيسر امين په ١٣٥٨ کال کې دوخت د رژيم دمخالفت په اثر زندان ته وليږل شو او د زندان څخه تر خلاصيدو وروسته په افغانستان باندې دسرو لښکرو دراتگ سره جوخت پېښور ته مهاجر شو د.
١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٥ کالو پورې په پېښور کې دملي اسلامي محاذ په تنظيم کې او هم دافغان اطلاعاتي مرکز کې کار کاوه په ١٩٨٥ کال کې ، چې دده او يو شمير نورو وطن پالو افغانانو له خوا دازاد افغانستان دليکوالو ټولنه (وفا) جوړه شوه دې يې درييس په توگه وټاکل شو وروسته دغه ټولنه دافغانستان دمطالعاتو په مرکز بدله شوه چې بيا هم پروفيسر امين يې مشري کوله رسول امين دهجرت په دوران دمرکز له خوا يو لړ ملي او نړيوال سيمينارونه او کانفرانسونه جوړ کړل .
دخپلواکۍ په نوم مجله ، دوفا مجله ، دوفا اخبار ، دافغانانو جريده او په سلگونو کتابونه يې ددغه مرکز څخه چاپ او خپاره کړل . همدارز دافغانستان دمسيلى په اړه په ډيرو ملي او نړيوالو سيمينارونو او کانفرانسونو کې هم کډون وکړ ، چې دهغې په ترڅ کې دامريکي متحده ايالاتو ، انگليستان ، فرانسي ، المان ، مرکزي اسيا ، ډنمارک ، هالينډ ، بلجيم ، سويس ، يونان ،ايټاليا ، ناروى ، مصر او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل کله چې په روم کې دافغانانو له خوا دافغانستان دمسئلې دحل په اړه افغانان سره راټول شول رسول امين يې دمخکښانو دډلې څخه و او بيا وروسته کله چې دبون دتاريخي پريکړې وروسته په افغانستان کې لنډ مهاله اداره رامينځته شوه .
رسول امين دلنډ مهاله ادارې دپوهنې دوزير په توگه وټاکل شو درسول يو شمير ليکني اثار چاپ شوي او هم دنورو ژبو څخه يې ډير اثار ژباړلي او چاپ کړيدي . پروفيسر امين دلنډ مهالې ادارې تر شپږ مياشتو پورې وزارت څخه وروسته دافغانستان دمطالعاتو درييس په توگه خپله موسيسه پر مخ وړله او له دې لاې يې دخپلو افغانانو په خدمت کې و او په پاې کې د ٢٠٠٩ کال داکتوبر دمياشتې په ٣١ داسټريليا دملبورن په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو .
د لراوبر ويبپاڼه د ارواښاد استاد رسول امين د مړيني له امله د ژوري خواشينۍ څرګندونه کوي او دا مړينه د افغانستان په علمي ډګر کي يوه ضايعه بولي ، له خدايه ورته د بخښني په دعا لاس پورته کوو ، روح يې ښاد او ياد يې تلپاتي .
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي اداره
د خواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواښېنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هيواد د پوهنې پخوانى وزير، نوموتى سياست پوه او ټولنيز شخصیت، پروفيسر عبدالرسول امين، د شنبې په ورځ د ١٣٨٨ لمريز کال د عقرب په ٨ مې نيټې د آستراليا هيواد په ميلبورن ښار کې د ورپيښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې كړې.
انالله وانا اليه راجعون
نوموړې مرحوم د خپل عمر گڼ کلونه د هيواد د پوهنې، رسنيزو فعاليتونو، فرهنگ او سياست په ډگر کې په خدمت کې تير کړې، چې د افغانستان د جهاد په دوران کې او په را وروسته کلونو کې يې د هيواد په بيارغاونه او د وضعيت په سمون کې د قدر وړ ونډه درلودلې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت مشرتابه هيئت او ټول منسوبين يې په داسې حال كې چې د دغه لوى خدمتګار مړينه د پوهنې وزارت او هيواد په كچه يوه لويه ضايعه بولې، نوموړي ته د لوى خداى له درباره د فردوس جنت، او د كورنۍ پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوم.
روح د يې ښاد وي
فاروق وردك
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير
دپروفيسر رسول امين دمړينى په اړه دمحمد ظاهر بابرى دخواشينۍ پيغام
پېښور ( 31-10-2009 ) په ډير خواشينۍ سره خبر شوم ، چې دافغانستان ملي ، فرهنګي ، سياسي او علمي شخصيت پروفيسر عبدالرسول امين ددې نړۍ سترګې پټې کړى .
دپروفيسر امين مړينه دافغانستان دټولو اولسونو دپاره ستره ضايع ده او زه دمرحوم پروفسير رسول امين دپاره دپاک الله څخه دفردوس جنت غوښتنه کوم او له کورنۍ سره او دوستانو سره يې په دې غم کې ځان برابر شريک بولم روح دې ښاد وي .
محمد ظاهر بابري په پېښور کې دافغان کونسلګرۍ دفرهنگي چارو مشر
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر ﻻسه کړ، چې د هېواد نوموتی سياست پوه او ټولنيز شخصيت پروفيسر عبدالرسول امين له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد د ورپېښې ناروغۍ له امله ، د شنبې په ورځ د ١٣٨٨ لمريز کال د لړم په ٩ مه نېته ، سيمه ييز مهال 7:15 بجې په اسټراليا هېواد کې حق ته ځان سپارلی .
د روهي ويب پاڼې اداره د نوموړي مړينه د هېواد لپاره يوه لويه ضايعه ګڼي او د ده کورنۍ او دوستانو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي . موږ ورته د لوی او نياومن الله ( ج ) له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوو او کورنۍ ته يې د جميل صبر او زغم غوښتنه کوو .
روح دې ښاد وي !
د پروفیسر امین په مړینه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غمرازی
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)
Presidential Secretariat
جرمنی: ۳۱/۱۰۲۰۰۹
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د پوهنې پخوانی وزیر د ازاد افغانستان د لیکوالانو د ټولنی (وفا) مشر د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر پروفیسور عبدالرسول امین د۲۰۰۹ ع کال د اکتوبر د میاشتی په ۳۱ نیټه د خالی (شنبی) په ورځ د سهار په اوه بجو په اسټرالیا کی د ورپیښی شوی ناروغي له امله لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
داروا ښاد جسد به د هغی په پلرنۍ هدیره کې د کونړ ولایت کې خاوروته سپارل کیږی.
ارواښاد پروفیسر امین علمي سړیتوب (شخصيت)، سیاستوال وطنپالوونکی او د پښتو ژبی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه لیکلی او بی شمیره څیړني ئی کړی دی ، په تيره بيا له انګریزی او نورو بهرنیو ژبو څخه ئی ګڼ شمير ارزښتناک کتابونه پښتو ته ژباړلی دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستراو تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی چی تل به یاد ساتلی شی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند، د ارواښاد پروفیسور عبدالرسول امین په مړينه د ژور غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په درباره پروفیسر امین ته جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو ته ئی صبر او زغم غواړی
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاری کمیسون
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې د خواخوږۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ سره موهمدانن خبر تر لاسه کړ چې د هيوا د سياسي ، فرهنگي او علمي شخصيت اودپوهنې پخوانۍ وزيرښاغلي پروفيسر عبدالرسول امين دورپېښې ناروغۍ له امله د ١٣٨٨ لمريز کال د عقرب په ٨ مه داسټريليا دملبور په ښارکې له دې فاني نړۍ نه دابد لپاره سترگي پټې کړې .
انالله وانا اليه راجعون
مرحوم پروفيسر عبدالرسول امين دهيواد ديوې پېژندل سوې اووتلې څېرې په توگه د خپل عمرزيات کلونه په هيوادکښې دعلم اومعرفت،پوهنې،فرهنگی فعاليتونو او سياست په ډگر کې نه هېرېدونکی خدمتونه کړېدي.
موږ پداسي حال کښي چي دنوموړې بې وخته مړينه دټول هيوادستره ضا يع بولو،ځانونه دمرحوم دکورنۍ پاتې کسانو،اړوندانواوټولودوستانوسره پدې ستر غم کي شريک بولو .
د لوى خداي له درباره مرحوم رسول امين ته فردوس جنت،او د كورنۍ پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو . روح د يې ښادا وياد دې ابدي وي
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
ددې خواشيني خبر په اوريدلو سره زيات خواشينې شو. د ارواښاد عبدالرسول امين مړينه افغانستان او په ځانګړې توګه د کونړ لپاره لويه تشه ده.
مونږ د ارواښاد عبدالرسول امين د غمځپلې کورنۍ سره په دې لوى غم او وير کې ځانونه شريک ګڼو. خپله خواشيني او تسليت د ارواښاد کورنۍ او همدارنګه د ښاغليو جمندر او اکبر کورنيو ته خپله غمرازي څرګندوو. لوى الله دې ارواښاد امين صيب ته د فردوس دروازه پرانيزي او کورنيو ته دې يې جميل صبر ورکړي. امين يا رب العلمين.
انا لله و انا اليه راجعون
محمد نادر سرشار
اوسلو- ناروې
De marhom professor Rasul hijrat la de fani doonia deer ghamgin karram, ma de da sara doosti de marhom professor Hakim Taniwal po wasila po Kabul ke paida shwa aw halta mo hamish de chai sara chwaga majlassona kawal aw de mong tamas po peshawar kee ham dawam darlood, hagh na yewazi star Alem, hagha zig aw po watan maien Afghan wo, de da majlass hamish de toko sara malgarei wo. Po 2001 kee mo sara walidal aw chabari de Bonn po bara kee sara sharikee shwee, wa ie woel che za wor tila shawei yem ta bochtawar ye che po de gham kee na ye doob, hamdai dalil wo che deer zar ie de wozarat chawkee khwashee krra.
Khoda Pak de ghairatee aw star ALEM aw MELLI Dost wobakhshee aw famil, khpalwano aw dostano ta ye tasalee po hela yam. Dosta Rasol khodai de janat po nasib krra!
دخواخوږي پیغام
دپروفیسر عبدالرسول (امین )دمړیني په اړه دعبدالاحد سرتيپ دخواخوږې پیغام :
په ډیره خواشینی موخبرترلاسه کړي چي دافغانستان یووتلې سیاست وال ، ناتوملې اوفرهنګي شخصیت پروفیسررسول ( امین ) په حق رسیدلي دي .
انالله وانا الیه راجعون .
زه دخپل ځان اوخپلې کورني لخوا دهغه مرحوم دکورني غړواوټولودوستانواوملګروته دزړه له کومي دډآډګیرني مراسم وړاندي کوم . دلوي اومهربان خداي له درباره څخه و خدای بخښلې پروفیسررسول امین صاحب ته جنت فروس کورني اودوستانوته ېي صبرجمیل غواړم
دپروفیسررسول ( امین ) مړینه دګران افغانستان دپاره داسي یوضایعه ده چی ددې تشي ډکول اسانه نه دي .خدابخښلي نه یوازې دسیاسی تجربو اوفرهنګي لیحاظه یوه ستره پانګه وه بلکه دهغه دوطن پالني احساس دهررښتني افغان دپاره یوه مدرسه وه . پروفیسررسول ( امین ) ډیرباحوصله ، ډیرمهربانه ، پرخاوره اووطن مین ،مفتکراووړاندې لیدونکی شخصیت ؤ. نوموړې به همیشه ویل راځی پرافغانستان فکروکړو . نه پرکلو، قبیلواوبانډو. کله چي امین صاحب په موقته اداره کي دپوهني وزیرؤ ، زه دهغه نږدي همکار اوداسخدام ریس وم . دهغه دمهرباني اوزړسوي اوکومه مینه چي ده دافغانستان دښووني اوروزني خصوصا داستادانواوشاګردانوسره لرله هیڅکله دهیرولونده .
دده دوزارت لومړنﺉ ورځي وې . یوه استاد چي تازه دمهاجرت نه راګرځیدلي ؤ ماته يي دخپلي مقرري عریضه راکړه مادهغه استادعریضه دنوروکاغذوسره یوځاې واخیسته اودامین صاحب دفترته ورغلم ریس داسناداوارتباط راته وویل چي امین صاحب نن نه راځي .زه راغلم هغه استاد ته مي وویل چي ته سباراسه هغه راته په ډیرعجز وویل چي ریس صاحب زه نن هم دپغمان نه په پښو(پیاده )راغلې یم اوبیرته به پښوځم پیسیي نه لرم سبابه بیا په پښوراځم ماهغه ترپغمان پوري دتلوراتلوکرایه ورکړه ، سبامي امین صاحب ته دهغه استاد دمقرري عریضه دسوابقوسره یوځاې وړاندي کړه دهغه دمشکلاتوکیسه می هم ورته کړه . امین صاحب ماته ولیکل چي فوراېي دده وکورته په نږدې ترینه ښوونځې کی مقررکړه . اوپه خوله راته امروکړي ورسه دوزارت نقدي معتمد راوغواړه زما دیوې میاشتي معاش وهغه استادته ورکه . ماچي کله نقدي معتمد راوغوښتې امین صاحب ورته امروکړي چي زما دیوېي میاشتي تنخوا ه هغه استادته ورکړه چي دې ېې درښې ، معتمد ورته وویل چي وزیرصاحب ستاسی معاش لاتراوسه نه دي معلوم چي ځومره دي تراوسه ېې تخصیص وزارت مالیي نه دي رالیږلي . ده ماته مخ راواړاوه چي ورسه سل ډالره دچانه قرض کړه بیا به ېې زه درکړم اودغه استاد ته یی ورکړه مادهاشمی صاحب پنامه دیوه مدیرنه سل ډآلره قرض کړه اواستاد ته می ورکړه چي داوزیرصاحب ستادپاره راکړیدي . هغه هم خوشحاله سواوهم حیران سوچي په نورودفتروکی وزیران اوریسان له خلګوپیسي اخلي اودوي یی ماته راکوې . استاد ویل چي زه حتما وزیرصاحب ګورم اودده دمهرباني شکریه اداکوم . ماورته وویل چي هغه ډیرمصروف دي هغه استادډیرټنګارکاوه چي زه حتما هغه ګورم . ماامین صاحب ته تلفون وکړي چي دااستادوايي زه وزیرصاحب حتما وینم هم دمقرري اوهم ددې مرستی مننه تري کوم اوله نږدي ېې وینم چي داڅومره مهربانه وزیردي ؟ ده راته وویل چي یاره خداي ته وګوره ماته ېي مه راوله زماسره اوس پیسې نسته چي ورېې کړم بیګاه مي ټوله شپه دده بچیان په زړه کي ګرځیده راکرځیده ده چي دپغمانه ترکابله کرایه نه درلوده نودبچیانوډوډﺉ به ېي له کومه وه ؟.ماورته وویل دادي په تلفون کي به مننه درنه وکړي . ده راته وویل چي همداسل ډالره ورکړه نورمي مه ځوروه تلفون یی بندکړي . پروفیسررسول امین دژوند تراخري ورځي داخبره کوله چي افغانستان په بارتونه جوړیږې داداسي ماغزه غواړي چي په سترګوکي دافغانستان نقشه بریښیی نه شخصي جیبونه ،نه کلي اودري . نه بانډونه اوقبیلي ، امین صاحب ددي ټولوښوخویونوترڅنګ ډیروفاداره اوپه ملګرې کلک سړي ؤ دفرهنګي شخییتونویي ډیرقدرورسره ؤ ماته به ېې ویل چی ټول کندهاریان مي دعبدالبارې جهانې صاحب اورشادصاحب په سبب ترسترګوښه ایسي : خوپه څنګ ېې له چاپلوسانوډیربد راتله . کله چي دپوهني وزارت نه لیري سو نوهغه ریسان چي دده په وخت کي یی ورسره کارکاوه دوه دري کسانوبه يي پوښتنه کوله نورېې پوښتنی ته نه راتله . یوه ورځ ېې رانه پوښتنه وکړه چي دازماخوپه لس ګونه ریسان وه اوس تاسي دوه دري کسان زماپوښتنه کوي دانورچیري دي ؟کله چي زه وزیروم ټوله ورځ به رانه تاوه هغه چي دوزارت په دوران کي به مي په پښوکی نه تاویده اوس مي پوښتنه کوې . خوهغه چي سهاراوماښام به راته ناست وه اوس ورک دي داچیري دي ؟ماپروخندل ماویل چي هغه ورځ درپه یاد کړه چي تا له ماګیله کوله چي نورټول ریسان دورځي دوه دري ځله راځې اوته په میاشت کي یوځل هم نه راځي ماهغه وخت درته عرض کړی ؤ چي داخلګ دي وخت ضایع کوي اوتانه منل داستاریسان وه ده به ویل یاره قصاب شناخته ؤ هسې هډوکي راباندې تیرکړیوه . کله چي دولسمشرﺉ لومړې ټولتاکني ترسره سوي .اوازه سوه چي پروفیسررسول ( امین ) بیا دپوهني وزیرکیږي نودده ورک ریسانوبیاراپیداسوه اوهره ورځ به یوځل ورته راتله ، ډیرتري تنګ سوې ؤ ماته ېې تلفون وکړي ویل یاره خداي ته ورګوره ددي چاپلوسانونه مې خلاص کړه . ماورته وویل ځوک دې ؟ هغه زاړه ریسان دې . ماورته وویل چي ددفترپردروازه ولیکه چي دچاپلوسانوننوتل منع دي . ډیرېې وخندل ول بچوداداسي ړانده دې دي دالیکنه بیخي ولاکه وویني دوې خوړانده دي موږېې لاړانده کړی یو ، ته نه ګورې کرزې صاحب ېې ځنګه ړوند کړید ي مالاپه سترګونه ویني . یوه ورځ یوه ته مخامخ وویل چي بیا دي زمادوزارت اوازه اوریدلي زه نه وزیرګیږم خوچي بیا دي ونه وینم . اخري چي له افغانستان نه استرلیاته تلې دهواېې ډګر نه ېې تلفون راته وکړي اوپه خنداېي راته وویل چي ګوره که داځل مړسوم اوبیانه راغلم دیوځودربارې چاپلوسانونومونه ېې راته واخیستل چي دوې به زماهدیري ته نه راپریږدې چي په مرګ لاددوې کرغیړن مخونه ونه ګورم . ددمرګ نه یوهفته وړاندي مې ورته تلفون وکړي په ډیره ګانګوړه ژبه ېې دهغودوستانوپه هکله چي ما پیژندل رانه پوښتنه وکړه اودځینودتلفونولمبرونه ېې وغوښتل خداي په امانې واخیسته اوپه ډیره ورجنه لهجه ېې راته و ویل بچودوعاکوه پرښایسته افغانستان مې سلام وایه . نورورسره دخبروحوصله نه وه پاته اونه مي بیا دده اوازترغوږوسو چي ځوورځې وروسته مي تلفون ورته وکړي ورورېې احمدشاه امین ګوشکه پورته کړه پسله سلامه مي تري وپوښتل چي امین صاحب دخبرودي هغه راته وویل چي متاسفانه خبرې نه سې کولاې . دپروفیسررسول امین لکه چي تخلص ېې امین ؤ همداسي دګران افغانستان اوافغان ولس پرامن اوسلامتیامین ؤ روح دِي ښادوې .
عبد الاحد سرتیپ
We are unhappy about Rasool Amin
خدای بښلی پوهاند امین یو زړور، روښانه او د ژور تحلیل خاوند و. مخامخ او صریحه وینا او خوږ مجلس یې درلود، او د افغان او افغانستان د پرمختګ او اعتلا او د ځوان نسل له زده کړې سره یې ډیره مینه وه.
الله دې یې وبښي،
د خواشينۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد نوموتی ليکوال او ټولنيز شخصيت پروفيسور رسول امين له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله او انااليه راجعون
د هڅاندو ځوانانو خپلواکه ټولنه يې مړينه يوه نه جبرانېدونکې ضايع ګڼي، په غم کې يې ځان شريک بولي او کورنۍ ته يې د صبر او زغم دعا کوي .
ارواښاد ته دې خدای په خپل رحم او کرم سره جنت فردوس په نصيب کړي.
شکران خالد
د هڅاندو ځوانانو خپلواکې ټولنې مشر
جلالکوټ
بسم الله الرحمن الرحیم
د خوشینۍ پیغام
انالله و انا الیه راجعون!
په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه چې د هېواد د فرهنګ، ژورنالیزم او تعلیم د ډګر وتلې څېرې پروفیسور رسول امین د غربت په دیار کې له خپل کلي او ولس څخه لیري له فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي. د پروفیسور امین مړینه د افغان ولس لپاره ستره ضایعه ده، اما دده فرهنګي میراث، شاګردان، دوستان، لارویان او ملګري هغه اثاثه ده چې افغان ولس به ورنه دهمیش لپاره په خپلو ملي، سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او فرهنګي سیاستونو کې ګټه اخلي.
د میدان وردګو ولایت مشرتابه او دمیدان وردګو ولایت د ولس په استازیتوب نوموړي ته فردوس جنت او دده کورنۍ، دوستانو، لارویانو او ملګرو ته جمیل صبر او دده په لاره د تلو توفیق غواړم.
آروا دې ښاده او یاد دې تل وي
محمد حلیم فدايي
دمیدان وردګو والي
اروا دي يې ښاده وي. ارواښاد رسول امين په واقعي مانا باندي يو داسي عالم و چی زه په خپله په افغاني ژونديو روشنفکرانو کي داسي کسان دګوتو په شمېر وينم. ارواښاد دپاچا دسولي دپروسې دلاري دکابل د ګوډاګي او مزدور رژيم سره که څه هم يو څه کار وکړ خو ډېر زيات ونه چلېد. بېله شکه چي د افغانستان دپاره لويه ضايعه ده.
په ډیره خواشینئ سره مې خبر ترلاسه کړ چی دهیواد پیاوړی علمی شخصیت ،پوهاند عبدالرسول امین له دی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد رسول امین د پښتو ژبی وتلی لیکوال اوسياسي شخصيت ؤ چی ارزښتناک علمي اوسياسي کتابونه ئی د پښتو ژبی لپاره لیکلی اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی ارواح يي ښاد او کورنۍ ته يې صبر جميل غواړمه
دارواښاد پوهاند عبدالرسول امين په مړينه دبیاباني ابراهیم خېل د کورنۍ لخوا دخواشينۍ پيغام.
مـــــــــتن : په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ازاد افغانستان دليکوالو ټولنې (وفا) دفتر محترم مشر پوهاند عبدالرسول امین تېره شنبې (خالي) ۳۱ م د اکټوبر د ورته پېښې ناروغۍ له امله د هېواد د پوه اندو له کتاره د تل لپاره د حق لارې په لور وکوچېده او له دې فاني نړۍ څخه ېې سترګې پټې کړې ، اروا دې ښاده او جنت دې ځای وي . انا لله وانا اله راجعون
د بیاباني ټوله کورنۍ د ارواښاد د کورنۍ سره په دې وير کې ځان شریک بولي او د الله ج څخه ېې ټولې کورنۍ ته صبر او حوصله غواړي.
اروا دې ېې ښاده وي
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړي چي د هېواد نوميالي سياست پوه او ټولنيز شخصيت پوهاند رسول امين د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد پوهاند امين د کابل پوهنتون استاد، د وفا ټولني مشر او د پوهني د وزير په توګه چاري تر سره کړي وي.
ارواښاد پوهاند د پښتو ژبي پياوړي ليکوال وو چي ارزښتناک ليکني او ژباړني ېي کړي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس، و کورني، دوستانو او فرهنګپالو ته د زړه صبر غوښتونکي دي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
دافغانستان دنومیالی شخصیت ارواښاد استاد امین د خواشینونکې مړینې له امله په هندکې ددغه اړواښاد دوستان خپله ژوره خواشینۍ څرګندوي او دده درنې کورنۍ ته له پاک خدای ځخه د تسلیت هیله کوي .
امین صاحب دافغانستان په اوسني سیاست کې یوه وتلې ځیره وه چې دده ځای به په دغه برخه کې ترډیروبورې خالي وي.
اروایی ښاده
جنتونه یې خای
ټولو درنو او عزتمنو ته سلامونه او خوا خوږي وړاندي كووم !
د استاد په مړينه ډير خواشينى يم او دا د ګران ټاټوبي سياسي او ادبي ډګر ته ستره نيمګرتيا او كمښت بولم، لوي څيښتن تعالي دي استاد وبښيي او كورنى او د داستاد په درد ټولو درديدلو ته دي د زړه صبر وركړي. امين
په درنښت
اندړ – برلين
د آريانا پوهنتون مرستيال د رسول امين او نعمت الله پژواک په مړينو خواشينې څرگنده کړه.
پيښور: د آريانا پوهنتون مرستيال محمد انورظفري د scprd.com خبري څانگې ته د ټيليفون په ليکه د پوهنې د دوو وزيرانو هر يو رسول امين او نعمت الله پژواک په مړينه ژوره خواشيني ښودلى او څرگنده کړې يې ده، چې دغه دواړو شخصيتونو د پوهنې په ډگر کې ولس او هيواد له ډېر خدمتونه کړي چې کورنيو ته يې د تسليت پيغام وړاندې کوم او زه په دې غمونو کې د دوى سره ځان شريک بولم بلخوا افغان ليکوال مياهدايت الله محمدي هم د غمرازۍ په يو پيغام کې د رسول امين او نعمت الله پژواک په مړينو ژوره خواشينې ښودلې.
I am unhappy on the death of Rasool Amin Becuase he is from my village
دکونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی د خواخوږئ پیغام
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دهیواد پیاوړی علمی او سیاسی شخصیت ،پوهاند عبدالرسول امین لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد رسول امین د پښتو ژبی وتلی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه لیکلی اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی .
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنه، د ارواښاد پوهاند امین په مړينه خفګان څرګندوی . او پدی غم کی ځان شریک ګڼي او دده مړینه هیواد ته ستر تاوان بولی . ارواښاد ته د لوي خداى له درباره جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، ته ئی صبرجمیل غږښتنه کوی
روح دی ښاد وی
په درناوی
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله
عزیز سرشار
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چی دهیواد پیاوړی علمی او سیاسی شخصیت ،پوهاند عبدالرسول امین لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد رسول امین د پښتو ژبی وتلی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه لیکلی اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی خدمتونه کړی دی .
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنه، د ارواښاد پوهاند امین په مړينه خفګان څرګندوی . او پدی غم کی ځان شریک ګڼي او دده مړینه هیواد ته ستر تاوان بولی . ارواښاد ته د لوي خداى له درباره جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، ته ئی صبرجمیل غږښتنه کوی
روح دی ښاد وی
په درناوی
د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی دکار ډله
i will just quote Khushal Khan on the demise of this great man…..
CHE DASTAR TARI BESYAR DI
DA DASTAR SARI PA SHMAR DI
Professor Abdul Rasul Amin was one of those few men of DASTAR
may ALLAH rest his soul in eternal peace AMEEN