کور / نثر / نن مې ډېره په زړه اورې نن مې ډېره رايادېږې

نن مې ډېره په زړه اورې نن مې ډېره رايادېږې


نن بيا ټوله ورځ درته سترګې په لار يم، ټوله ورځ مې ستا انتظار کړى، هره شېبه راته يادېږې او هره شېبه دې انتظار کوم. ستا د راتلو په تمه تمه مې ټوله ورځ تېره کړه؛ خو لاهم نه ته راغلې او نه دې کوم خبر.
ډېره مې يادېږې او ډېره مې په  زړه ورېږې، نن پس له ډېره وخته غواړم تا وګورم، غواړم تا ووينم او غواړم درسره خبرې وکړم.
نن ټوله ورځ په همدې خيال کې يم؛ چې څنګه دې وګورم. رنګ رنګ سوچونه او وسوسې مې په زړه دي؛ چې کله به ته راشې او څنګه دې زه وګورم، څه وخت به دې ښکلې او زړه راښکوونکې سترګې ووينم، څه وخت به دې ښکلى او په زړه پورې غږ واورم او کله به دې ګلابي حسن يو ځل بيا ووينم، څه به درته ووايم، او ته به زما پر وړاندې له کوم دريځه کار واخلې؟.
ما نن هره لاره څارلې که ګوندې ته پرې راشې، زه پوهېږم چې ته نه غواړې له ماسره وګورې، ته له ما کرکه او نفرت لرې؟ او يا که زما په شان ته هم زما د ليدو هيله او ارزو لرې،  خوښېږي دې چې له ماسره خبرې وکړې او زما له احواله ځان خبر کړې؛ خو دوخت او حالاتو جبر دې نه پرېږدي؛ چې له ماسره خبرې وکړې، ما ووينې او زماله احواله ځان خبر کړې؟
دا دى مازيګر شو؛ خو لا هم نه ته راغلې او نه دې په  اړه کوم معلومات لرم؛ چې ته به راشې او کنه؟ پوهېږم چې ته نه راځې خو لېونى زړه مې لاهم اجازه نه راکوي چې ستا د لارو څارل پرېږدم او هغه دشاعر دا خبره يې منلې چې:
نه راځې جانانه ښه پوهېږمه
بيا هم انتظار وي چې دا ولې وي
نو که ته راځې اوکنه خو يو لېونى مين به دې په انتظار وي …
اوس همدومره