د میدان وردګو والي محمد حلیم فدايی چې مخکې له ولایت د سفما یا په افغانستان کې د سويلي اسيا د خپلواکو رسنیو د ټولنې بنسټګر او مشر و، په خبره پوه په ژورنالستیکو اصولو خبر او تکړه ژورنالیست او لیکوال بلل کیږي، چې په فرهنګي کړیو کې هم ورته د درنښت په سترګه کتل کیږي.
او د ښاغلي کرزي په حکومت کې هم یو له لوړ پوړو مقاماتو څخه شمېرل کیږي.
په نړیواله کچه هم غښتلې اړیکې لري چې ښه بېلګه یې څه موده وړاندې میدان وردګو ولایت ته د امریکې او ترکیې د سفیر انو، ډېر شمېر بهرنیو دیپلوماتو او د کابینې د یو شمېر غړو ورتګ دی.
خو خبره دا ده چې په دې غونډه کې څه وشول، تاسو ته به یې لاندې تصویر وښيي
دا تصویر چې د میدان وردګ ولایت په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی تاسو یې هلته هم کتلای شئ.
زه ددې پاڼې له چلونکو او خپله له والي صاحب نه په درنښت هیله کوم چې د یوه مطلب ماخذ دې نه ورانوي، ځکه دا د لیکوال په حق تیری دی، او د ژورنالیستیکو اصولو خلاف کار دی
http://www.mwardag.gov.af/?pg=1&post=173§ion=29
او که بیا هم وران شوی وي نو لاندې تصویر کتلی شئ.
موږ مخکې یادونه وکړه چې محترم محمد حلیم فدايي په ژورنالیستیکو اصول پوه او په دې ښه پوهیږي چې د یوې رسنۍ مایک باید خپله د ژورنالیست په لاس کې وي، او په دې هم ښه پوهیږي چې که داسې ونه شي ډیر کله داسې کارونه د یوې رسنۍ باور خاورې کوي.
او دا ښاغلی خو یوه وتلی او په حالاتو خبر ژورنالیست هم دی، د هیوادوالو خواخوږی هم دی، په بغلان ولایت کې د شپږ اتیایم کال د چنګاښ په پنځلسمه نېټه د شوې پېښې نه هم ښه خبر دی چې پکې څه کم سل کسه شهیدان او یو سل او لس تنه ټپیان شول، چې د شهیدانو له ډلې یې تر شپېتو پورې د ښونځيو شاګردان و، فدايي هغه وخت چې د هېواد بیرغ د دریو ورځو لپاره نیم ځوړند و، دا کار یې ستایه، او د ولسمشر په دې فرمان چې د چنګاښ په اوه لسمه خپور شو ډېر خوښ ښکاریده چې پکې راغلی و:
په تشریفاتي مراسمو کې د محصلینو او متعلمینو څخه استفاده کول منع دي.
د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې په موخه د کورنیو چارو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او د ټولو ولایتونو والیانو ته سپارښتنه کوم چې د شاګرانو او محصلینو د لپاره د د زده کړو ښه زمینه مساعده کړي او په تشریفاتي پروګرامونو سره د هغوی ژوند په خطر کې نه اچوي او نه د د هغوی د درسي ساعتونو او پرګرامونو په منځ کې خنډ واقع کیږي.
خو تاسو وينۍ چې دا کوم ښونځی نه دی بلکې یو دوکان دی چې راځړېدلې سودا پکې له ورایه ښکاري، او تاسو د ولاړو کسانو تر شا د امریکايي ځواکونو مرمۍ ضد موټر هم وينئ، همدارنګه تاسو د همدې ودانۍ په سر وسلوال کسان هم وینئ.
هغه ماشومان چې په جګړو کې زیږېدلي وي، او په جګړو کې را لوی شوي وي او لږ تر لږه یې د کورنۍ یو یا دوه غړي د همداسې وسلوالو لخوا له لاسه ورکړي وي، ایا دا سې کارونه به یې په زړه او ذهن بد اغېز وکړي که نه؟
او که په دې ځای کې جنګ پیل شوی وای بیا به هم دی ښاغلی او ورسره بهرنیان به یې مرمۍ ضد موټرو ته ختلی وای او په جګړه کې به دا ټول ماشومان شهیدان شوي وای.
او که کوم ځانمرګی شوای وای بیا به یې هم زیان د ښونځيو ماشومانو ته رسیده او کوم دوه چې ژوندي پاتي و هغه به وروسته د بهرنیانو لخوا په مرمیو ویشتل کیدل چې دا پېښې له ځانمرګو وروسته د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې په لسګونو ځله تکرار شوي دي.
خو اصل خبر داده چې فدايي نه ژورنالست و او نه دی، له مجبورۍ یې د ځینو نورو غوندې دې کار ته لاس واچوو، او سیاست ته هم کوڼ، ړوند ننوت.
هېواد تل د هغو کسانو له لاسه د جګړو او ورانیو کندو ته ور ټیل وهل شوی چې نابلده په سیاست ګډ شوي دي چې دا د سقاویانو نه راپاتې میراث تر اوسه دوام لري.
هغه څوک چې د ولسمشر فرمان هیروي، اساسي قانون هیروي، د پېښو شالید یې هېر وي، روانه وضعیت هم نه شي درک کولای، نو لوستونکي دې پرېکړه وکړي چې د یوه ولایت چارې به څنګه په مخ یوسي.
دا خو د ښاغلي پخواني ژورنالست او اوسني دولتي چارواکي هغه تصوير دى چې خپله دده د ډلې خوښ شوى او ويبپاڼې ته يې پورته کړى خو که دده نور انځورونه وګورئ چې د رسنيو نه رسيږي او يا دده هغه سحنې وګورئ چې د تصويرولو امکان يې نه وي نو که ژورنالست وى له خپلې دندې به مو نفرت وشي.
فدايي صیب یو تکړه افغان، ژورنالست، لیکوال، شننونکي او همدارنګه یو ډېر ژور سیاستوال دي. ما له نوموړي سره ۱۷ کاله په رسمي او غیر رسمي مجلسونو او غونډو کې ګډون کړیدي. زه يي ډېر له نیژدي پیژنم. هغه څه چې زه دده په اړه انځورولاي شم، دي همیشه د علمي، عقلاني او منطقي پاک، له دروغو ازاد سیاست پلوي دي. نه ولس او هیچا ته هم دروغ نه وايي.
تر کومه چې تر کوم تصویر پوري تړاو لري. یو تصویر هغه هم چې بل چا اخیستي وي. ددي نماینده ګي نکوي چې یوه سړي به نه ژورنالست وي، نه لیکوال. دا تصویر ویباڼي ته هم شاید ده نه خېژولي او نه يي لیدلي وي. دا د نورو مطبوعاتي مسوولینو دنده ده.
فدايي یو خه تکړه مدیر، شفاف، ولسی مشارکت او همدارنګه ولسي او نړېوالو اړیکو کي غښتلي مقام لري.
نوموړي يي چې کله د سفما مشر وو. سفما ځلیدلي، غوړیدله او د ژورنالسټانو خدمت يي کاووه. اوس د سفما حال وګوري!!!
دوردګ ولایت په نړېواله او ملي کچه دده په دوره کې دومره ځلېدلي، اوس موږ فکر کوو چې شاید وردګ د مطرح کېدو له پلوه لومړي ولایت وي! په هرحال، څنګه چې زه نومړي له کلونو راهیسي پېژنم، دده په اړه پورتني تصویر او په اړه يي تبصیره له انصافه لري بولم! هر انسان کمزوري ټکي لري، فدايي یي هم شاید ولري.
زموږ بدبدختي داده چې موږ همیشه خپل هوښیار او عاقله مشران بدنام کړیدي، یا مو وژلي دي او یا مو په یو او بل نوم رسوا کړیدي!
په پښتو ویپاڼه کې په پښتون مشر او زړه سوانده مشر پسي دا ډول تبلیغات د افسوس خبره ده! لېږ له فاړسیوانانو هم شرم وکړي! لېږ له خپل تربور څخه هم زده کړه وکړي. زموږ تربور همیشه پښتون وي!
په درنښت
جمیل بارکزي
په سلامونو مو لمانځم!
قدرمنو لیکوالو ورنوته د زړه درد لیکم.
دخدای لپاره ولې دخپلو پوهو او تکړه خلکو پسې مو رالګولې ده اخر دادچاء په لمسون او دچا دګټو لپاره، خو افسوس دی (حمیدکابلی) ریښتیا چې ډيره پلټنه او ډیر وخت دی ضایع کړې ددې پرځای چې وخت دی هم نوو ضایع شوې او خلکو هم درته افرین ویلې وو په داسې يوه لیکنه به دی کار کړې وو چې موږ څنګه کولای شوو پښتانه سره یوځای او دشته ستونزو دحل په لارو چارو سره وغږیږو، له یوې خوا به لږترلږه تاسو دخپلې مورنۍ ژبې دخدمت په اړه یوقام پورته کړې وو او له بلې خوا به دی دخپل اصلي نوم په لیکلوسره ځانته یومقام ورکړې وو، خو زه ستا دیوې پښتنې خور په توګه ستاپه پښتون ولۍ او لیکنه باندې شرمیږم او لعنت درباندې وایم،هغه هم کاش چې اصلي نوم دی لیکلې وو خو تاغوندې خرڅ شوې پښتانه تل دپښتو د ودې پرمخ خنډ شوې، ددې پرځای چې دهغه چاپرضد لیکنه وکړي چې دپښتنو د بربادولو پسې یې شپې ورځې مټې رانغاړلې دی، تا دیو داسې تکړه ژورنالیست،پوهه او سیاست مدار پسې لیکنه کړې چې دسلیم عقل خاوندان به هیڅ کله ستا دلیکنې ننګه ونکړﺉ، هغه څوک چې ښاغلي فدایي پیژني ستا دلیکنې په لوستو سره به دهغه مینه دهغوۍ په زړونو کې دوچنده شي خو کاش چې ته پوهیدلې؟؟؟زه تا نه ملامتوم تا دخپلې پوهې سره سمه لیکنه کړې او له تا ګیله هم نلرم.ځکه شاید تا دیوې مړۍ ډوډۍ دترلاسه کولو لپاره په دغه لیکنه د شمالۍ ټلوالې او یا هم دایران څخه پیسې ترلاسه کړې وی. خو ددې پیسو پرځای درته ځان وژنه ښه وو.
په درنښت
دپښتنو دیوالي په هیله ستاسو خور فرشته موسکا
سلامونه ما لیکنه هم ولوستله او نظرونه مې هم ولوستل، حمید جانه هر څوک چې یې په قلم د برکت، دا موږ ته چې لوی، لوی ځانونه کوي تر دې واړه خلک نشته. حلیم فدایي زه له نږدې پېژنم او فکر کوم کومو خکلو یې چې ننګه کړې دوی یې هم پېژني، خو اوس به دده په ننګه کې خپل وجدان ته خجل وي، ځکه چې ضرور به یې د کوم مطلب لپاره دا کار کړی وي، دوی کله د هغه میندو له زړو خبر دي چې ماشوم یې ښونځي ته لیږلی او بیرته یې ټوټې ټوټې وجود ورته راوړي او والي هم پړه په طالبانو واچوي او بیا خو به دوی ملامت نه وي چې دا دوی ورته د ښه راغلاست لپاره درولي و، زه به ښېرې نه کوم نه غواړم چې یوه مور هم بوره شي او کنه اوس به مې ویلي وای چې ستاسو ملاتړو حال همداسې غواړم، د جمیل بارکزي ورور چې فکر کوم رښتیا هم له والي سره نږدې پاتې شوی، نو بیا خو به په ډېرو کارونو کې ورسره شریک وي، او ډېر رازونه به یې ورسره وي، هغه ددې ننګه کړې چې تصویر بل چا اخیستی، دا سمه ده چې تصویر بل چا اخیستی، خو د ښاغلي والي تصویر یې اخیستی، هغه خو به دا ژورنالیست رانډه ته ویلي و چې دا مایک واخله او خپله یی ونیسه او او دا خو به یې په یاد وو لکه په لیکنه کې چې راغلي چې ماشومان مه کاروﺉ، کنه دا ښاغلی یی د بهرنيو بادارانو په غلامۍ کې داسې ړوند شوی چې هېڅ نه ويني.
ستا ښاغلي په خبره چې فدايي یو (خه) تکړه مدیر، شفاف، ولسی مشارکت او همدارنګه ولسي او نړېوالو اړیکو کي غښتلي مقام لري، موږ خو دده ښاغلي له دې ټول یو هم ونه لیده، هو وردګ په نړیواله او ملي کچه رښتا هم وځلیدل، ځکه چې قران کریم ته پکې اور اچول کیږی. هره ورځ پکې بمباري کیږي او هره ورځ پکې بیګنا کسان وژل کیږي او بیا یې هم امنیت ورځ تر بلې خرابیږي، پرته د ولایت له انګړ، دڅو ولسوالیو له انګړ، نور دوه ولسوالۍ عملا د طالبانو په لاس کې دي او پاتې خاوره خو ټوله د طالبانو په لاس کې ده، رښتیا هم چې وردګ به د مطرح کیدو له پلوه په لمړۍ درجه کې راشي، خو تا ښاغلي نه دي ویلي چې له کومه پلوه زه به درته ووایم د نا امنۍ له پلوه، نه یواځې دا چې پکې رابه شي بلکې راغلی دی، زموږ بدبختي همدا ده چې تل مو ویلي چې ځه پښتون دی، او هغه پرته له دې چې د پښتنو بېخ یې ایستلی نور یې هېڅ نه دي کړي. تاریخ ددې شاهد دی او اوس حال هم.
زه نه پوهېږم چې دا زړه سواندي او مشري یې له کومه ورته پاتې شوه.
او د فرشتې موسکا خور په اړه به دومره ووایم چې که د فدايي له اخلاقیو کمزوریو خبره شې نو بیا به د یوې پښتنې په توګه په خپل ځان تو لعنت ووایې.
ما چې کله دا لیکني ولوستي، خوشحاله شوم او چارواکې ځینو مسایلو ته متوجه کول ډیر ښکار دي. خو تر هغه حده چې د متوجه کولو تر شاه شخصی غرضونه موجود نه وي او صرف د اصلاح په نیت وي. ځیني خلک د بیان له ازادي، د مطبوعاتو څخه او همدارنګه له نورو رسنیو څخه د سمت، ژبي، قوم او جیب ډکولو په موخه استفاده کوي.
کوم حمید-کابلي چې لیکنه کړیده، له ده نه خو په دې هم ګیله نشته چې دي کابلي شویدي. څوک چې د کلیوالو په ژبه کابلي شي او هغه نو بیا …. کوي او په خپل قوم، ژبه او ولس شرمېږي.
ما د کابلي ورور چې څېړنه وکړه او خپل چې څومره په انټرنیټ پوهېږم ومي کتل: حمید کابلي او محمد علي یو کس دي. له یوه کمپیوټر څخه لیکنه پورته کړیده.
موږ باید په چا شخصی تعرض ونکړو! له ځانه دا پوښتنه وکړو؟ چې فدايي ولي د ایرانیانو هدف دي؟ که دا ورور پوهه شی او لېږ عقل او سیاسي شعور هم ورپکې وي، د قران کریم د سوځولو ترشاه د ایران او ځینو آي، ایس، آي لاس دي؟ ولي ترکومه چې موږ ځېړنه کړېده قرانکریم افغان او بین المللي قواوو نه دي ځولي، نو ولي یي وردګ انتخاب کړیدي؟ د فدايي به اړه د ایراني مطبوعاتو او ایران پلوه افغاني ایجنټانو لیکني او تبصري ولولي، تاسو پوهېږي چې فدايي د خپل قوم لپاره څه ښه پروګرامونه پر مخ نه بیايي؟ په هر حال، دورګو والي هم باید د شمشاد ټلویزیون خبریال ته ویلي واي چې دا کار مه کوه، دا تصویر ښکاري چې په یوه کلیوال بازار کې اخیستل شویدي، شاید په عجله کي وي او داسي هم ښکاري، شاته يي د قصاب دوکان هم دي. خو کله چې موضوع شخصي تعرض او په دروغه د اخلاقو موضوع مطرح شوه، زه پوره متیقین شوم چې ددې تصویر په بهانه يي غوښتل چې له ښاغلي فدايي شخصي انتقام واخلي!
زموږ د قوم بدبختي هم داده چې چې را په کې د خبري سړي پیدا شي، فورا ورپسي ټوپک یا منفي قلم راواخلو او په دې ځان ښاغلي کوو چې زه ډېر سپین ګو یم.
زه هم په یوه نړېواله موسسه کې کار کوم او له فدايي سره ډېري نېږدي کاري اړیکي لرم، ښه اجتماعي شخص دي، په کار پوه شخص دي، اشتباه چې وکړي، فوراٌ یی مني! ښه ټکي ډېر لري، کمزوري ټکي هم لري، موږ نوموړي ته دده کمزوري ټکي په شخصي مجلسونو کې ویلي دي اما په ویباڼه کې او هم یوه مسلکي موضوع بلي خوا ته بیول او له هغه د سیاسي ابزار په حیث استفاده کول، په خپله ژورنالسیتکي اصول نه دي. کله چې په یو چا د یو څه انتقاد کوو، باید په خپله په هغه عمل وکړو. زه به فرشتي خور ته ته دا لاندي پښتني لنډي وړاندي کړم.
کله له سړو نه پوره نه شوه
خداي ګو لالیه (فدايي) جینکي (فرشته) به د ساتینه
په پښتنۍ مینه
عبدالله له ډنمارک څخه
زه فكر كوم چې دا به د فدايي غوښتنه نه وي چې د ښوونځي زده كوونكو ته مايكونه په لاس وركړي ترڅو ورسره مركه وكړي ، ممكن كومه دسيسه وي . بله خبره دا چې زه هم قدرمن فدايي لږ څه پيژنم په رښتيا چې پوه سړى دى . كله چې د افغانستان څڅه ځينې واليان امريكې ته تللي و او ما له آرنولډ (د كاليفورنيا و الي) سره د دوى مركه وليده نو پدې پوه شوم چې نوموړى له آرنولډ سره برابري كولاى شي.
په درناوي
احمد وليد
حميد جانه سلامونه
ما ستاسو ليکنه له سره ترپايه ولوستله، خو باور وکړئ چې لاهم په دې نه يم پوهېدلى چې ستاسو هدف څه وه او ليکنه مو د څه لپاره کړې وه. تاسو که څه هم په خپله ليکنه کې په فدايي صيب تور لگولى چې له مجبوريته يې ژورناليزم ته مخه کړې وه، خو که تاسو خبريال يا د ژورناليزم د برخې کوم کارکوونکي ياست، د خداى لپاره لږ مو په لوستونکو يا اورېدونکو ورحمېږئ، داسې څه وليکئ چې لږ تر لږه خلک ورباندې پوه شي.
ستاسو ليکنه بې ربطه، نا منظمه او داسې ده چې پوهېدل ورباندې ډېر گران دي. د قلم اوچتول او يو څه ليکل اسانه خبره ده، خو دا په کې ډېره مهمه ده چې ليکنه په تول پوره او داسې وشي چې لږ تر لږه ستاسو خپل هدف خو په کې افاده شي.
په مينه
there is no bad points if student take mike in hand,please don,t be selfish.
2:karzai is not proper president than how peoples follow or accept farman?.
زه نور څه نه ليکم يوازې دومره وايم چې ک څه هم د افغان دولت وسلوالو مخالفينو په ښوونځيو باندې د خپلو بريدونو په لړ کې هم د سپيڅلي کتاب ډېرې نسخې سوځولې دي خو تاسې په وردګو کې د اشغال ګرو پوځونو لخوا په قصدي توګه د قران کريم د سوزولو د پېښې لپاره هغې سيمې ته ورشئ، البته که د ميدانښار مسولينو د امنيت ډاډ درکړ، او دهغه سيمې د خلکو په تېره بيا د ښځو نظر واخلى چې څه در ته وايي. والي صيب بيچاره به په څه خبر شي، آيا تاسې خبر ياست چې د ښاغلي فدايي په ولايت کې د ميدانښار د بادام له سيمې څخه څو افغان مېرمنې ، دڅو ورځو لپاره امريکايانو له ځان سره وړې وې؟ ښه خبر دا ده چې له دې خبرو تېر شو ځکه دا خبرې هسې هم ځاى نه نيسي، ځکه زمونږ د هېواد چارې د بل چا په لاس کې دي او وردګ ولايت هم د افغانستان يوه برخه ده، داسې برخه چې په ډېر شمېر امريکايي پوځونه پکې مېشت دى او آن د ولايت عادي چارې سمبالوي.
علی محمد سلامونه
دغه انځورداښی چی که هرڅوک دولتی چارواکی شی لمړی یی هوش له منځه ځی اواصول ترپښولاندی کوی
افسوس افسوس افسوس!
په ډيرو عبس شيانو خپل وخت تيروى.
ما د ټولو لیکني ولوستي!
افغانستان ۳۴ والیان لري، تاسو ټول په ۵ دقیوقو او یا ۱۰ دقیقو کې ژر ژر نومونه واخلي، زه پوره ډاډمن یم چې د فدايي نوم به په لومړیو ۱-۵ کسانو کې حتما راځي. په دې مانا چې شاید ډېري لیکوالان د ټولو والیانو نومونه اصلا اوریدلي نه وي.
د فدايي کمال دا وو چې په ډېر کم وخت کې يي په وردګو کې ډېر نوښتیز پروګرامونه شروع کړل چې هم يي د ولس، مرکزي حکومت او نړېوالو توجه را وګرځوله!
ځیني پښتانه لیکوالان بدبختانه د تربګني په مرض اخته دي، دانشي زغملاي، چې څنګه فدايي په کم وخت کې دومره ستر سړي شو!
راځي فدايي سره له کمزوریو ونازوو ترڅو داسي نور ښه کارونه وکړي چې کمزوري يي په خپله له منځه ولاړي شی. تر هرڅه مهم، یوه تکړه بښتون، مسلمان او نیت يي ولس ته ډېر ښه دي. په نظام کې دننه هڅه کوي چې د امنیت، حکومتداري او بیارغوني پروسه پرته له تبعیضه د ولس په خدمت کې کړي.
په درنښت
نعیمزوي، له پکتیا څخه
ښاغلی حامد جانه
هیواد په سرو لمبو کښې سوځي او خبر نه یم چي ته په کومو اوتو بوتو باندي خپل وخت خبرابوې او د لوستونکي وخت هم خرابوې
ته هم یو له هغو پښتنو راته ښکارې چي یوازي او یوازي په پښتنو مشرانو پسې دي راخیستې ده او بس.
وروره لږ ساړه خوره
(ژوندی دي حامد کرزی د افغانستان ژغورونکی)
بیاهم سلامونه او نیکې هیلې
په ریښتیاهم زما وړاندوینه پرځای ولیګده همغه حمید محمد علی ایرانیوالاصله افغان وښوت چې دایران په اشاره په داډول پروژو کار کوی، ته فکرکوی چې ټول خلک ړانده دي او یوازې دنوم په تغیر سره دخلکو په سترګو کې شګې شیندې، په ریښتیا له تا څه ګیله پکاره ده لومړی ته په خپل نوم او اصلي استوګنې پرځای شرمیږي نو په همدې موخه لومړی حمید کابلی او بیا محمد علی له کابل څخه څرګندشوې ، ستا لیکنه او ستانظر د ستاینې وړ دی ځکه ته ملامت نه یې تا دخپل ظرفیت سره سمه لیکنه کړې ده او پاتې شوه داخبره چې تا دښاغلي فدایي په شخصیت باندې هم جرحه وکړه له دې معلومیږي چې ته او ستاکورنۍ داخلاقي کموزوریو سره لاس او ګریوان دي، ځکه ترهغه ځای چې موږ دښاغلي والی کارونو او لاسته راوړنې له نژدې څارو نو پرته له تا یو کس هم دهغه په اړه کومه بده خبره نه ده کړې، زه دیوې پښتنې لور په توګه اوس هم دښاغلي فدایي ننګه کوم او دیو مسلمان،پښتونپال او زړه ور پوهه افغان په توګه ورته درناوې لرم،او که خدای مکړه له تا او یا ستا له کورنۍ سره یې کومه ……کړې وی هغه هم مهربانی وکړه ویې لیکه ځکه تا غوندې خرڅ شوې پښتانه دخپل شرم په ډاګه کولو هم نه شرمیږي…
په درنښت
محترمې موسكا جانې،
د حميد كابلي د ليكنې اصلي موخه دا ده چې د دولت لوړ پوړي چارواكي پدې پوه كړي چې د ښوونځي زده كوونكي دا شان مراسمو ته دعوت نه كړي چې ژوند يې له خظر سره مخامخ شي . نوموړي په خپله ليكنه كې د فدايي مثبت ټكي هم ډېر څرګند كړي او تا قدرمنې ته لازمه نده چې بې حده زياته جدي شي، پدې پوه شه چې ژر جدي او احساساتي كېدل د انسان د ناكامۍ لامل كيږي . يوازې يو وړنديز يې ومنه .
په درنښت
پكتياوال
محترمې موسكا جانې،
د حميد كابلي د ليكنې اصلي موخه دا ده چې د دولت لوړ پوړي چارواكي پدې پوه كړي چې د ښوونځي زده كوونكي دا شان مراسمو ته دعوت نه كړي چې ژوند يې له خظر سره مخامخ شي . نوموړي په خپله ليكنه كې د فدايي مثبت ټكي هم ډېر څرګند كړي او تا قدرمنې ته لازمه نده چې بې حده زياته جدي شي، پدې پوه شه چې ژر جدي او احساساتي كېدل د انسان د ناكامۍ لامل كيږي . يوازې يو وړنديز يې ومنه .
په درنښت
پكتياوال
هو درنو لوستونکو زه له بوميا سره موافق يم چې په عبس شيانو وخت مه تېروئ. فدايي په دې نه ارزي چې څوک دې ورباندې دومره وخت ضايع کړي هسي په عبسياتو کې راځي.
Freshte khor ta laka che na kararezhee zaka che mashkel pa ta ke dai aw ka na bia ba za de wali seb la hagha karono parda porta kram che hagha razona la ASIF NANG, Danish krokhel, bomia , Rahimullah samandar sara aw mata malom dee no ka ghware che za ye darta Takai pa Takai wawayam kho bia ba de ywe pashtane pa toga zan ta to lanat wawayee aw ka narina wee no khor aw lor ba laree no dase ye wabola laka sta khor aw lor che la fidayi nanga wakree AW BI HAGHA BAD AKHLAQA WAKHEZHEE
NO PREKRA PA TA PORE ARA LAREE
محمد علی جانه!
اوس خو په انګریزي لیکنه کوي، پښتو د هم پرېښوده! کومه پښتو چې د په انګریزي لیکلي ده، له هغې معلومېږي چې ستا اصلیت هم معلوم نه دي؟ زه یوه نره موسکا یم او غواړم دا ثابته کړه چې یوه پښتنه خور د یوه بښتون ورور څخه پرته له شرمه دفاع کولاي شي.
داچې دا د ځینو نورو افغان وروڼو ذکر کړیدي، له هغې څخه هم معلومېږي چې ته غواړي ددوي ترمنځ د نفاق تخم وکري، که چېرته داسي نه وي، خپل اصلي نوم دي هم ولیکه او د ټلیفون شېمره هم او راځه چې سره مخامخ خبره وکړو. ته که رښتیا نر يي، اصلي نوم او ټلفون دي ولیکه، زه په خپله ټلفون درته کوم او راځي مخامخ دا ثابته کړو چې ته ولي مسلمان، افغان او پښتون مشر بدناموي؟ دا یو ملي خیانت دي؟
تا دا هڅه هم کړېده چې نور پښتانه له فدايي صیب سره په جنګ واچوي او دا ټیم هم بدنام کړي، دا ایران پلوه کسان کوي!
که ته په ريښتیا افغان يي، مسلمان يي، بښتون يي، زه یوه ښځه یم او راځه سره وګورو. د ټیلفون شمېره دهم راکړه چې زه ته دا موضوع مخامخ حل کړو. که چیري تا دا ثابته کړه چې فدايي ستونزي لري، زه او ته به په ګډه ورته ووایو چې دا اصلاح کړي. کنه دا توطيي پرېږده.
یوه بله خبره هم معلومېږي چې ته شاید دهمدغو پښتنو وروڼو په منځ کې یو څوک يي او هغوي شاید له تاسره ټوکي ټکالي کوي او ته هغه بل ډول تعبیروي، خو د الله په خاطر او د بښتون قوم په خاطر زموږ په درنو مشرانو پسي داسي لیکني مه کوه، که ته يي ريښتیا دوست يي ورشه او مخامخ ورته وايي.
پښتون همیشه مخامخ وار کوي، د انټرنیت له شاه څخه نه!
دا ګز دا میدان
وروڼو او خویندو!
سلامونه مي ومني!
فدايي صیب هم زموږ په شان انسان دي، کمزوري هم اما ډېر ښه خویه او عادتونه لري. راځي ښه يي یاد کړو او بد يي پرېږدو!
ټول راځي په دي اتفاق وکړو، چې هغه یوه تکړه والي، تکړه ځوان، ښه نوښتګر، لیکولان، ژورنالسټان او علم يي خوښېږي.
که چېرته د اخلاقو خبره وي، شاید هدف يي دا وي چې ښځي به يي خوښېږي. حامد جانه خامه غوښه د چا نه خوښېږي؟ ته په الله قسم وخوره چې ستا به نه خوښېږي؟ ته الله ته مخ کړه او موږ ته شاه کړه چې تا به کله …… نه وي کړي؟ ډېر اخلاق اخلاق مه یادووي، په اردو کې یوه مقوله ده چې اس حمام ميڼ سب ننګی هیڼ. په دې حمام کې ټول لوڅ دي.
والي هم ځوان دي، هم قدرت لري، هم پیسي، ته چې حامد جانه په غریبي کې خامه غوښه خوري، هغه له دومره وسه سره ونه خوري! دا شخصي موضوعات دي، هیڅوک په هیجا والله که یو شاهد هم راولي. اما د انسان نور ډېر اړخونه دي او والي صیب په هغوي کې ډېر غښتلي دي. دا شخصي کمزوریانو ټول لرو.
زموږ په پښتنو کې چې په یو چا کې نور څه پیدا نکړو، نو ژر يي په اخلاقو ورمنډه کړو. ترکومه چې زه والي صیب پېژنم په والیانو، رییسانو او وزیرانو کې دنوموړي په شان تقوا دار نشته. سیاسي تقوا لری، له فساده خالي دي، شفافیت يي عملي کړیدي، په ولس يي زړه خوږېږي، ښه علمیت يي لري، تحلیل يي دومره غښتلي دي، چې شاید په کابینه او والیانو کې دومره غشتلي نه وي! همدا بس ده، نور خو ملایکه له اسمانه څخه نشو راوستلای.
په درنښت
لعل ګل له کابل څخه
د افغانستان خلګ به د جینایتکاره امریکایی يرغلګرواودهغوﺉ دلاسپوڅی اجرتي او ګمارل شوي جګړه ماران ،غله ،مریان هیڅکله ونه بخښی بلکې دغو خاينان او غلو د هيواد خپلواکې په یو څو ډالره خرڅه کړی ده .
خو د دغه جګړه مارانو ژوند ته به الله د پای ټکی کښیږدی ، هغه وخت به ر اور سيږي چې ټول يرغلګر او د هغوی لعنتی بیغیرته مزدوران زمونږ له وياړلي هيواد څخه ووزي او د افغان ولس د ارمانونوسمبول اسلامي خپلواک نظام قائم شي.
داوباما دنوې استراتیژۍ په هکله دمحترم ملا برادراخندمطبوعاتي څرګندونی
د اوباماله لوري افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو د ليږلو په اړه تر يوي مياشتي انتظار او تردد وروسته بالاخره د امريکا د مشرانو په جرګه کې د مسلحو قواوو د کميټي مشر سناتور کارل ليفن اعلان وکړ چې اوباما غواړي ددغي جرګي له لاري يوه داسي لائحه تصويب کړي چې له مخي به یې په افغانستان کې دوسلوال مقاومت د له منځه وړلو په غرض د طالبانو په مينځ کې د هغوي ځينو افرادو ته پيسي او مالي مرسته ورکړل شي ترڅو دپيسوپه بدل کې هغوﺉ جهاد ي مبارزه پریږدی.
مونږ اوباماته وايو چې دغه يوه زړه اوناکامه وسله ده.
په نولسمې پيړي کې انګريزي يرغلګرو دغه وسله استعمال کړه خو ناکام شول بيا پخواني شوروي اتحاد دغي وسلي ته لاس واچاوه هغه هم پکې له ناکامي سره مخ شول
. دافغانستان مجاهد ولس او د سنګر مجاهدين دتيرو دري لسيزو پخې تجربې لري او ددښمن ټولې حربې ورته ښې معلومې دي.
تاسو چې د پرمختللې تکنالوژي په مټ ميدان ونشو ګټلاي ،تبلغاتي یرغل موپه شا وتمبیده ،نړیوال متحدین مویو په بل پسي میدان پریږدي،داخلي ټوپک مارمودځان دفاع نه شي کولای ،مکررې جوړیدونکې پالیسۍموټولې ناکامه شوې نوڅنګه به يې اوس په دي بدناموشيطاني تدبيرونو وګټي چې هغه لا ترمخه زموږتجربه کاره ولس ته معلومې دي.
له همدي امله د افغانستان اسلامي امارت په داسی حال کې چې ددښمن دغه پریکړه دهغوﺉ دنهایت ضعف ،کمزورۍ اودنورو ټولوپروګراموڅخه دمایوسۍ او ناکامۍ نښه بولي د سپينې ماڼۍ وارخطا چارواکوته لاندني ټکې اعلانوي:
۱ـ د اسلامي امارت ټول مجاهدين د يوه عقيدوي تعهد له مخې په پشپړ اتحاد سره د امريکايانو په ګډون د ټولو یرغلګرو په خلاف په جهاد بوخت دي. د هغوﺉ په ليکو کې د منځلارو او توندلارو اصطلاح ګانې امريکایې تقسيمات دي نه واقعي پديده.
۲ـ د اسلامي امارت مجاهدين د يرغلګرواودهغوﺉ دلاسپوڅو په څير اجرتي او ګمارل شوي جګړه مار نه دي بلکې هغوﺉ د هيواد د خپلواکې او هلته د يوه شرعي نظام د پلي کولو لپاره په جهاد بوخت دي. دغه جګړه به هغه وخت پاي ته رسيږي چې ټول يرغلګرزمونږ له وياړلي هيواد نه ووزي اوهلته زمونږ د ولس د ارمانونوسمبول اسلامي نظام قائم شي.
۳ـ اوباما او د سپينې ماڼۍ ټولو چارواکوته ورپه يادوو چې په غير عملي حربو خپل وخت مه ضايع کوﺉ بلکې د دې ستونزې په اصلي حل غور وکړﺉ ،زمونږله وياړلي هيواد نه ټولې قواووي وباسي او د تروريزم تر ناموجه عنوان لاندې د مسلمان ولس د وينو تويولواستعماري لوبه پاي ته ورسوﺉ.
۴ـ اسلامي امارت د سپينې ماڼۍ سربداله چارواکو ته خبرداری ورکوي چې کوم لګښت چې تاسویې په افغانستان کې په عسکري قشلو او عملياتو کوۍ او يا یې دنویواو وار دمخه ناکاموستراتیژیوپه تطبیقولولګوﺉ، هغه به ستاسو ملا ماتوونکی اقتصادي بحران نورهم زیات کړي ،نړیوال اعتباربه مولازیانمن شي او ولس به موپه لازیاتومشکلاتو کې راګیراو په لاډیرو رواني ناروغيوبه مبتلاشي .
تاسي باوروکړﺉ چې ستاسي په داډول ناسنجیده پریکړواونامعقولوستراتیژیوپسې افغانان خاندي .
۵ـ امریکایي چارواکي دي دافغانستان قهرمان ولس په هغو څوتنو وطن پلورنکوافغاني الاصله امریکایانو نه قیاسوي کوم چې دوﺉ په کلونوکلونو دسی، آی، اي په سمڅو کې تر بیه کړي، دلته که له یوې خوا دپیسو او منصب په بدل کې دین او وطن پلورل یواسلامي جرم بلل کیږی همدا رنګه یو ستر تاریخي پیغور او په عنعنوی ډول یو تر ټولو له شرمه ډک عمل اودابد دپاره یونه بښونکی جنایت هم بلل کیږی .
که تاسو په دي خبره باور نه کوﺉ نودانګلیسي غلام شاه شجاع اودپخواني شوروي لاس پوڅي ببرک کارمل اودهغه دملګروتاریخ او په ولس کې دهغوﺉ ارزښت مطالعه کړﺉ، افغانان او په تيره بيا مجاهدين هيڅکله دا نه غواړي چې د استعمار داستخباراتي شبکو په بسپنو او نغدي امکاناتود خپل ژوند اقتصادي ستونزي حل کړي ،داپه اسلام او وطن مین ولس خپل سپیڅلي هدف ته درسیدولپاره خوراډیرې مالي اوځاني قربانۍ ورکړې.
مجاهدینو د حق او باطل ترمنځ معرکې ته د مادي اهدافو دحصول لپاره نه دي رادانګلي بلکې مخې ته لوړ اسلامي او ملي اهداف لري چې يوازي د هغو په ترلاسه کولو سره به دغه معرکه پاي ته رسيږي. ان شاء الله .
دا فغانستان داسلامي امارت نایب ملابرادراخند
ټولو ته سلام۰
صرف وایم چه موږ باید د انتقاد یا نیوکو کولو هنر زده کړو او ورسره یي د تحلیل کولو جوګه شو۰ نیوکی ډیر وخت اصلاحی اړخ هم لری چه پام باید ورته وشی۰ زه پخپله سره له دی چه فدایی صاحب ته احترام لرم او د یو عالم او وطنپال افغان په حیث یی پیژنم خو د دی کار مخالف یم چه ماشومان یی را بللی رسمی مراسمو ته او ژورنالیسټیکی اصولو ته یی پام ندی کړی۰
بری مو په برخه۰
Granoo lostoonkoo, Salamoona.
Komi sargandawani chi Mula Biradar Akhond da Obama da nawi Strategi pa hakla kari di, wroosta ba pa tafsil sara pa dagha hakla darta wa likoo. Kho pa land dawal di dranah lwastoonki aw Mula Biradar khabar shi:
Dagha Sargandawani ka jawar wurta zir shi da Mula na balki da Punjabi ISI di chi na ghwari, chi Amrikayan Pashtoon Olas ta salah aw Mohimaat war kri aw zaan da Punjabi Istemaar aw Arabi shekhanoo na AZAAD kri aw khpal da ratloonki Azaadai aw hoqooqoo faisala pa khpala wakri aw zaan da punjabianoo tsakha azaad kri.(Pashtanoo wa na gholeji),Dagha os os pa salhawoo Pashtana (pashtane Khwendi, miandi aw mashoomaan) pa Wazristan ki da Punjabianoo tar bambar landi be gonah wajal shawi di aw hara wraz wajal kiji.ISI na lar aw bar Afghan Pana gholawalai shi aw na Pashtoon olas.
wasalaam
Yew zal bia da AFGHANISTAN DA ISLAMI IMARAT NAIB MULA BIRADAR AKHON TA DA DA DA SARGANDAWONOO PA JAWAB KI:Mohtaram Naib Saheb, Te wayee chi Amrikayan di da Afghanistan tsakha wawzi. Moj pohijoo chi ta byaa Panjabian Kabul, Kandahar aw toll Afghanistan ta rawale. Da sahih da chi Shah Shuja da Inglis GHOLAM woo, Kho MULA OMAR DA PUNJABI GHULAM GHULAM WOO.Ta WAyee chi zino Afghananoo watan pur Amrikayanoo khars karai dai.Kho moj wayoo chi ta la pakhwa watan pur Panjabianoo(Gholam Ganeral Hamid Ghul none Pashtoon) khars karai woo.AW LOE KHIANAT DI DA KHPALI MOR SARA (WATAN) sara da woo chi MAAREF DI PA WATAN KI BAND KAR; TER SO STAA KHWENDI MEANDI PUNJABI TA ARI SHI: NA DI ISLAM TA KHIDMAT WA KAR AW NA AFGHANISTAN TA AW PURA BAWAR LARE CHI JANAT TA BA WLAR SHE:WASALAM
هسی خپل وخت مه خرابوي تاسو کله هم دعطا محمد نور يا نورو دري ژبو واليانو په اړه دهغوي له خلکو کوم منفي ټکی دخپلو واليانو په اړه اوريدلی ؟ يوا زی ګنهګار پښتانه سياستوال دی ؟ دپښتون يو سپۍ د عطا نه شرف لرۍ دا خو تا سو والی فدايي ياده وۍ
زه دمسکا جانی نظر تا ييده ووم او غو ښتنه کوم چه پښتانه مشران مه سپکوی هغه که کرزۍ وی که ملا عمر وی او که کوم بل پښتون
Salam tolo ta,
Muska jane dere de nar kane ma kawa. Kha bu da wee che khezina, kho kha pate she aw leka Afghana mong ta zanm ham marifi kerai. Za Khaghelai Fedayee na pe zhanem, kho de tasweer na da si khekari leka de kuministanu de dawre leader che peshahngan bu raghawkhtel. Ze ma pa nazar hits tsok mutlaqan kha na dai, kho ke kha bu yeah kha wee aw bad bu yea bad wee. Likawal par de tasweer likana kerai, na de Fedayee pa shakhsyat. Mannanna
Ehsam Jana,
Taso de Muska nazar tayeed kerai. Za staso na pukhtem : Aya staso pa melk yane Kanada ke, staso tol leader yawazi pa kha bandi yadigy aw ke noro charo ta yeah ham staso Kanadayan gori? Ke de Palhatanu har leader kha dai, no bya hits mushkel na sht aw har tsa de bel gonnah da. De psychological disorder staso melk Kanada ke "self-atribution bias wayee". Kha waraz
د بېنوا په ويب پاڼې كې هم اوس داسې كسانو ځاى نېولى چې پښتانه سپكوي . همدا اوس مې يوه موضوع چې سرليك يې ( د وردګو پاټكسالار والي او ښاروال په پاټك پيسې اخلي) وليده چې د ليكونكى نوم يې جمال بلوچ و. موضوع داسې ښكاريده چې د پنځم ټولګي زده كوونكي لخوا ليكل شوې وي. په لاندې پته يې كتلاى شئ:
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=30260
ډېرو درنو لوستونکو!
ما د ټولو وروڼو او خویندو څرګندوني ولوستلي، څو مسایل مي ورنه استناط کړل:
۱) د فدايي دوستان له بدبینو څخه ډېر دي
۲) دفدايي په علم، پوهه او اهلیت هرڅوک باور مند دي
۳) سابقه يي ډېره روښانه ده، ټوپک سالار نه، بلکې قلم سالار دي
۴) د ښځو حقونو ته هم توجه کوي
۵) په داخل او بهر کې دوستان لري او له ده څخه ملاتړ کوي
۶) فدايي یو مطرح والي دي، شاید په راتلوونکي کابینه کي وزیر هم شي، ځکه د یوه دریم درجه ولایت په والي باندي د یوه نامعلوم، بي نومه چې شاید ژورنالست هم نه وي، په لیکنه دومره زیاتي تبصري په دې معنا ده چې فدايي هم دوستانو او بدبینانو ته اهمیت لري، اما دوستان يي زیات دي.
۷) فدايي صیب کمزوري ټکي هم لري، اما قوي ټکي یی زیات دي.
۸) د طالبانو د لوړ پوړي چارواکي ملا برادر اخوند څرګندوني دلته اچول، داسي څرګندوي چې لومړني لیکنه هم یوه طالب یا طالب دوسته کړېده او یا داچې په وردګو طالبانو په مخامخ جګړه کې شکست خوړلي دي، دوي اوس د بدنامولو پروسه شروع کړیده. یوځلي يي په دروغو اوازه خپره کړه چې قرآن کریم خارجیانو سوځولي دي، بیا يي دلته یو تصویر واچاوه او اوس یي په بینوا کې هم یوه لیکنه کړیده چې ما په خپله هلته ولاړم او له ټولو اړخونو څخه مي پوښتنه وکړه چې دا موضوع ۱۰۰ فیصده له حقیقت څخه لري ده. زه فکر کوم چې مخالفین او طالبان د چریکي جګړي ترڅنګ د سایبر جګړه چې زیاتره شاید د مطرحو اسخاصو د بدنامولو په موضوع متمرکزه وي، په لاره واچوي
۹) زما ټولو پښتني ویپاڼو څخه هیله داده چې دا ډول بي مسوولیته لیکنو ته هیڅ کله اجازه ورنکړي چې دا په هیڅ ډول د پښتنو په ګډه نه دي.
په درنښت
کمال له احمدشاه بابا میني څخه
Taso fiker kawee da kha kar dai che mashuman de dawlati aw ya de dawalat mukhalifu charwaku la khwa kash kerir shee aw bya de tablighatu la para gata tri wakhestel shee? Hila da che mata qazawat rakerai zeka che za na ghawrem che zema mashuman de dawalt aw de dawlat de mukhalifinu de jagre qurbani shee. zema mashman khuwanzee ta zee che yaw tsa zeda keri, aw Walee Sahib ke har tsa poh, kha aw takra wee, hagha de Walee Sahib khpel kar dai aw mata hits gata na rasawee. Ze fiker kawem che Walee Sahib zema de mashumanu na more aw na ham pelar dai, no zeka wayem che pa de anzoor ke Walee Sahib sahwa aw ya ham terai kerai dai. Pa de ham takeed kawam che larawbar kha keri che mong ta yeah de intiqad la para imkanat jur keri. Dera ziata mannana
موسکا جانې! سلام ، نېکې هيلې او درناوی
زه د ليکنې د ليکوال په اړه هېڅ ډول قضاوت نه شم کولی ،البته د ليکنې په اړه او ستاسې د جذباتي تبصرو په اړه ويلی شم چې ته ګرمه يې .
ما ډېری وخت د وطن په ډېر حساسو موضاعوتو ليکنې کړي ؛خو خپرې کړې مې نه دي ؛بلکې سوزولې مې دي ، يواځنی لامل يې دا دی چې ستا غوندې په پټو سترګو د حفيظ د غونډارو له واروونکو نه ډارېږم، زمونږ " ستا په شمول " د ځنو ملګرو بد عادت دا دی چې که څوک په کرزي انتقاد کوي نو ورته وايو به چې ته ايران پلوه او په پښتنو کې د ايران اجنټ يې ، غواړې پښتانه مشران نوم بدي کړې کنه ولې په ډاکټرعبدالله نيوکه او انتقادي ليکنه نه کوې ،چې تېرې ټاکنې يې کره بېلګه ده.
که څوک په فهيم خان ليکنه کوي نو ستا په څېر ملګري مو په ناندرو شي چې ته د شمال ټلوالې پلوی يې کنې ولې د ډاکټر عبدالله په لومړي مرستيال ليکنه نه کوې ، که څوک د رحيم وردګ ، ګلاب منګل ، خرم ، ……… ،نورو کمزورۍ او نور هغه ناوړه کارونه چې ملت ورنه رنځيږي ور په ګوته کوي ؛نو زمونږ لومړی ګوذار په نوموړي ليکوال همدا دی چې (( ته د نظار شورا کاسه خور يې )) ؛نو ته او خدای ګرانې؟! چې دا زمونږ د ځنو ليکوالو منطق او استدلال دی. مونږ به تر کله په دې مرض اخته يو؟
په پورته ليکنه کې حميد کابلي ؟؟ د ښاغلي فدايي هېڅ ډول سپکاوی نه دی کړی پرته له دې يوې جملې چې لږه تېزه ده .
(( خو اصل خبر داده چې فدايي نه ژورنالست و او نه دی، له مجبورۍ یې د ځینو نورو غوندې دې کار ته لاس واچوو، او سیاست ته هم کوڼ، ړوند ننوت.))
پرته له دې پورتنۍ جملې يې چې هغه هم کېدی شي له ډېره درده ليکل شوې وي نوره ټوله ليکنه تر ډېره د ليکوالۍ او انتقاد په تول پوره ليکنه ده ، که نه ! ته رښتيا هم " نره " يې د ښاغلي فدايي ټول درباري او غير درباري ليکوالان او غير ليکوالان ملګري دې راټول کړه او د همدې ليکنې يواځې دې برخې ته ځواب ووايه .
(( او که په دې ځای کې جنګ پیل شوی وای بیا به هم دی ښاغلی او ورسره بهرنیان به یې مرمۍ ضد موټرو ته ختلی وای او په جګړه کې به دا ټول ماشومان شهیدان شوي وای.
او که کوم ځانمرګی شوای وای بیا به یې هم زیان د ښونځيو ماشومانو ته رسیده او کوم دوه چې ژوندي پاتي و هغه به وروسته د بهرنیانو لخوا په مرمیو ویشتل کیدل چې دا پېښې له ځانمرګو وروسته د هېواد په بیلا بیلو سیمو کې په لسګونو ځله تکرار شوي دي )).
ليکوال کومې کنځلې نه دي کړي چې ته دومره ورسره جدي کېږې او ناندرې ورسره وهې !
که نه راشه او په ارامو مغزو دې په خپلو دې جملو فکر وکړه ، قضاوت هم ستا په لاس خو د حليم فدايي د فکر له زاويي څخه نه ؛بلکې په پورته تصوير کې د همدې ماشوم د مور د فکر له زاويي نه ورته وګوره ، د يوې ليکوالې او ژورنالستې د فکر له زاويي نه ورته وګوره بيا فيصله وکړه .
1 (( تا نه ملامتوم تا دخپلې پوهې سره سمه لیکنه کړې او له تا ګیله هم نلرم.ځکه شاید تا دیوې مړۍ ډوډۍ دترلاسه کولو لپاره په دغه لیکنه د شمالۍ ټلوالې او یا هم دایران څخه پیسې ترلاسه کړې وی. خو ددې پیسو پرځای درته ځان وژنه ښه وو.))
2 (( ته او ستاکورنۍ داخلاقي کموزوریو سره لاس او ګریوان دي ))
3 (( له هغې معلومېږي چې ستا اصلیت هم معلوم نه دي؟ ))
4 (( لرم،او که خدای مکړه له تا او یا ستا له کورنۍ سره یې کومه ……کړې وی هغه هم مهربانی وکړه ویې لیکه ځکه تا غوندې خرڅ شوې پښتانه دخپل شرم په ډاګه کولو هم نه شرمیږي… ))
اوس ته ووايه چې د يوې درنې پښتنې ليکوالې له شان سره څومره مناسبه ده چې تر دې حده جدي لاړه شي چې په انټرنېټ پاڼه کې (( …….. )) وليکي ؟ ؟
پېغلې ته وايه چې لږ خيال د لوپټې ساتي
ريښه يې رسي چې د پلار نيکه شملې پورې
که ليکوال په خپل نوم وي ، کور يې ودان او که په مستعار نوم وي هم کوم باک ځکه نه لري چې د وطن حالات تا ته بهتره معلوم دي ، نه چې د ښاغلي هوډمن غوندې سبا چا د ملي امنيت په کسانو نيولی وي .
زه په دې ښه پوهېږم چې ته به د خپل احساساتي فکر له مخې پورتنۍ ليکنه ضرور په ما را اړوې ؛خو زه درته د الله په وحدانيت وايم چې يواځې او يواځې د (( رښتينولۍ )) له مخې د پورتنۍ ليکنې پلوي کوم، کنه ولاکه يې نه ليکوال پېژنم او نه تا !! .
زه اوس پر ښاغلي ګلاب منګل او ښاغلي صديق پتمن ليکنې لرم ، دا دی په همدې شېبه يې سوځوم ، خپروم يې نه ! د ملي امينت؟ له ډاره نه؛ ځکه ما پسې ملي امنيت؟ دلته نه شي راتللی ؛ يواځې د يوې بلې (( احساساتي فرشتې موسکا)) له ډاره ، نه ،چې سبا مې د رباني وراره يا د عطا نور " خسربوره " معرفي کړي ،چې له خفګانه به مې زړه وچوي ؛ځکه چې هکه حلاله مزدوري کوم ، پنځه ورځې مکتب ته ځم ، دوه ورځې کار کوم او کله کله لا د شپې هم مزدري کوم .
د حليم فدايي د شخصيت په اړه ډېر ژور معلومات نه لرم ؛خو د دې ليکنې د موضوع په هکله د حميد کابلي ؟ پر ځای زه درته ټټر وهم ګورم چې يوه " پښتنه خور " څنګه يو " پښتون ورور " ته قناعت ورکولی شي، دا دی شمېره او ايميل ادرس مې درته ليکم راځه !! دا ګز دا ميدان
jalalamarkhil@hotmail.com
0032492502993
جلال امرخېل / بلجيم
سلامونه!
ما ګواښ وکړ چې که د والي پلویان خبره پرېنږدي نو دا والي به راباندې د باد بڼکه کړﺉ، دې ته مې مه مجبوروﺉ چې درته د خلکو نومونه واخلم، د ځایونو نومونه واخلم او د تلیفون ریکارډونه درته کیږدم، خو دا بیا هم د پښتونوالي په خاطر نه کوم، ځکه د حمید لیکنه د والي په شخصیت نه بلکې د والي په کړنو ده، خو دده څو څمڅو کیسه بلې خواته بوتله او په لوی لاس یی د والي په اخلاقیاتو خبر را وڅرخوله،نو والي چې تاسو څومره فکر کوﺉ همغومره بد اخلاقه دی.
نو کله چې ما لمړۍ ځل خبر یاده کړه نو دوی په غصه شول خو والي صاحب ته دا خبر باید ورسول شي چې دا خلک چې ستا دفاع کوي په لوی لاس غواړي تا سپک کړي، ځکه چې په ځای ددې چې تاسو ته ووایي چې داسې خبر ده او دا رښتیا هم بد کار شوی نو په ننګه لاس پورې کوي او اوس به هم معلوم شي چې دې خبرې ته څوک کش ورکوي او څوک غواړي چې دا کیسه پسې نوره هم اوږده شي، زه هیله لرم چې ماته د والي صاحب میل پته راته ولیکل شي څو زه دا ټولې خبرې ورته وکړم او هغه شیان ټول خپله ورته واستوم.
په هغو کسانو کې خو داسې کسان هم وو چې په لوی لاس یی خپله خپلې پښې وهلې، لکه عبدالله چې وايي څوک چې کابلی شي نو بیا څه ګیله وايي کم عقل دومره په بل نه کوي لکه په ځان یی چې کوي، ورور جانه ته په لوی لاس د کابل دا ډیری پښتانه چې په کابل کې شته ټول پردي کړه شاباس ستا په پوهه او نظر، د کابل ټولې ولسوالۍ او شاوخوا سیمې لکه پغمان، للندر، چهار اسیاب، خاکجبار، ده سبز، سروبي، او ټولې پښتنې سیمې دي چې د کابل اړوند راځي، او خلک یې ځان کابلیان بولي، او پرته له هغه په زاړه کابل او اوسني کابل کې هم تر نیمی ډير پښتانه اوسي، شاباس دا هم د دري ژبو ولایت کړه او ووایه چې کابلی خو پښتون نه وي.
هر چا چې د والي دفاع کړې ددې لیکنې په اړه ما په اول ځل هم وویل خدای دې یې اولادونه ورته همداسې ټوټې ټوټې راوړي چې دوی یې په تمه ناست وي او ووايي چې اوس به مې زوی له ښونځي راشي او هغه د یوه عاشق واکمن چې تر واک هر څه قربانوي قرباني شوي وي. بیا به د بغلان په پېښه کې د بورو میندو او بې زویه پلرونو د زړونو درد در معلوم شي.
دویمه دا چې والي صاحب اصل کې د نیوکې زغم نه لري ځکه چې له لیکنې یی تصویر ایستل، د خدای په روی چې یو والي دومره زغم ونه لري چې یو رغنیزه نیوکه ونشی زغملای نو څه به وزغمي او دا چې تاسو یې یادوﺉ چې ډېر کار یې کړی، د خدای په روی تاسو ټولو ته معلومیږي چې په میدان وردګو کې څه حال دی، که بیا هم تاسو نه وﺉ خبر د خدای په خاطر له یوه وردګ نه پوښتنه وکړﺉ چې څه حال یې دی، تاسو د وردګو رسمي پاڼې ته لاړ شی چې ستاسو پښتون والي د پښتنو سیمو لپاره څه کړي دي. او د هزاره میشتو سیمو لپاره یې څه کړي دي. د پښتنو په سیمو کې بمبارﺉ وګورﺉ او مرستې یې وګورﺉ چې کوي یې ورسره.
له ټولو درنو لوستونکو ته د خدای روی ور اچوم هغه چې خبر دي چې په وردګو کې څه حال دی هغوی خو خبر دي او چې نه دي خبر هغوی دې له یوه او یا لسو داسې کسانو پوښتنه وکړي چې په کلي کې یې څه حال دی، او دا ښاغلي والي ته په کومه سترګه ګوري ایا د یوه هزاره خادم په سترګه ورته ګوري که د یوه زړه سوانده والي په توګه او د امنیت په برخه کې دې یې هم پوښتنه وکړي، زموږ پښتنو په اوږو تل داسې پښتانه سپاره وي چې وژلي یې یو او بدنام کړي یې یو.
بس همدا پوښتنه وکړﺉ او که داسې نه وو بیا پرېکړه خپله ستاسو ده.
دا څو ورځې په ویبپاڼو کې پرله پسې د وردګو والي محمدحلیم فدایي د پاټک په اړه لیکنې ګورم. دادی اوس یوه بله لیکنه هم نشر شوې ده، له دې سره ماته یوه بله خبره هم رایاده شوه.
څو ورځې وړاندې په ټول افغان کې د وردګو د والي محمدحلیم فدایي او د لغمان د والي لطف الله مشعل یو تصویر اوښته را اوښته چې ترې لاندې لیکل شوي وو [دوه ځوان همنظره والیان]. کله چې مې د وردګو د والی د پاټک او نورو شکونو په اړه لیکنې ولوستې د لغمان د والي صاحب کارنامې هم رایادې شوې او په زړه کې مې وویل رښتیا چې هم دواړه ښاغلي همنظره دي.
یوه شپه د لغمان له قرغیو ولسوالۍ څخه یو میلمه چې زما د پلار پخوانی دوست دی، زموږ کور ته راغی، د لغمان د ولایت د امنیت، پرمختګ، د خلکو د ژوند ژواک، عایداتو، محصولاتو او نورو ډیر شیانو په اړه مې ورسره بنډار وکړ، خو چې په هره برخه کې به یې لږ توضیحات راکړل له یوه اسویلي سره به یې وویل. کاش چی لغمان ته یو سم والی راغلی وای.
اخر می تری ددی اسویلي او کاش لامل وپوښت، میلمه وویل: بس وروره نه پوهیږم چی ولی د لغمان د خلکو قسمت خراب شوی دی، پخوا خو داسی نه و، حسن خان ګردیزی دې خدای وبښي، کور په کور ورته خلک دعا کوي داسې کارونه یې لغمان کې کړي دي چې تر سلو نورو کلونو به له خلکو هېر نه شي. خو تیرو والیان په تیره بیا دا اوسنی والي خو یوازې په همدې مقصد راغلی چې خپل جیبونه ډک کړي، خدای مې دې غاړه نه بندوي سل روپۍ رشوت هم اخلي، پر هر ډول عریضۍ د لاسلیک کولو نرخونه معلوم دي.
میلمه کاکا راته وویل چې د لغمان خلک احسان فراموشه نه دي، والي حسن خان ګردیزی د هر چا په خوله کی دی، خو دا نور د کار شیان نه دي. د مشعل خان چی د لغمان ټلویزیون کی وګوری ته به وایي په دې ځوانۍ به دومره حرص نه لري خو بس سړی ورته حیران شي حتما به غریب پیسو ته اړتیا لري.
د میلمه کاکا په وینا چې د لغمان والي چی له اره دیوه غریب سړی زوی دی، اوس یې چیری په کابل کی لوکس بلډینګ شروع کړی اوس نو ضرور ده چی د لغمان د خلکو له خولې یوه ګوله ډوډۍ را وګرځوي او په هغو پیسو بیا د کور ډول او سینګار جوړ کړي. خدای به له کرزي نه دداسې والیانو د مقررولو پوښتنه وکړي.
ډېره جالبه وه په هغه شپه مې هېڅ خوب ونه کړ، پوښتنې راسره پیدا کېدې چې ایا کرزی صیب دنظارت او ارزیابۍ کوم ټیم لري او که نه چې د والي صاحبانو حال احوال معلوم کړي، تر کومه چې زه خبر یم په هر ولایت کې والیانو یو څو چاپلوسان ساتلي وي، چې کله کوم دولتي چارواکی له کابله ورځي دا غوړه مالان ورته د والي صاحب دومره ستاینې وکړي چې له دولتي میلمنو لاره ورکه کړي. اخر داسې یو څوک هم شته که نه چې په پټه د حکومتي چارواکو د کارونو څارنه وکړي، ایا د محلي ارګانونو اداره د وردګو د خلکو لیکنې لولي یا ترې خبرېږي او که نه غوږونو کې یې مالوچ ایښي دي، ددوی له چوپتیا خو داسې معلومېږي چې دوی هم ورسره په جرم کې شریک دي، ځکه ددغسې پاټکونو او چور او تالان حد اقل یوه ټیلفوني پوښتنه خو باید وشي چې ایا دغه خبرې رښتیا دي که دروغ.
له ښاغلي کرزي نه خواست دی چې د اوباما غوښتنه دې په ټینګه عملي کړي او خپله اداره دې له غلو او چپاولګرو وزیرانو، والیانو او ریسانو نه پاکه کړي که دا کار یې ونه کړ بیا به نو د افغانستان لانجه په راتلونکو کلونو کې نوره هم زیاته شي.
Afghan Arghawan
ُټولو لوستونکو ته سلامونه!
زه هم دا لیکنه ستایم او حمید کابلي ته وایم چې په قلم د برکت شه! او له تاسو نه هم هیله لرم چې داسې لیکنې وکړي چې یو چارواکی حد اقل خپلو منفي ګړندلارو ته متوجه کړي. زما په نظر خو تر اوسه زموږ په مشرانو کې داسی څوک نشته چې دا ډول حوصله ولري او یا یو انتقاد په ورین تندي بې له دې چې پرې بده ولګیږي ومني او په همدې ډول زموږ په لیکوالانو کې هم داسې کسان تر هغو ډیر کم دي چې دداسو والیانو او چارواکو چې تل یې موږ په سرو لمبو کې سوځولي یو او تل یی له خپلو کورو بی کوره کړي یو ملاتړ کوي، بدو ته یی ښه او ښه یی د مډالونو وړ بولي او زموږ سترګې او غوږونه یی تل په دا ډول احساساتي لیکنو او نارو غولولي دي.
زما په نظر راځی له همدې ځایه یی پیل کړو ښو ته ښه او بدو ته بد ووایو او له احساساتو نه لاس واخلو او نور داسې بیځایه او له اخلاقو لرې تبصرې د چا د خوښولو لپاره ونکړو.
په خپل ګریوان کې وګورو او ځان د همدې ماشومانو د پلار او مور په ځای فرض کړو او بیا دا فیصله وکړو چې دا پورتنی لیکنه څنګه ده؟ اود والی صاحب پلویانو دې لپاره چې ځان نور هم دهغه ښه ملګړی وښیی د هغه سره څڼګه غبرګون وښود. حتې موسکا خور خو د داګز او دا میدان خبره وکړه. یانې تر بله هر چا په دې لیکنه دا ډیره خواشینې شوې. خو زه ګومان کوم چې دا ډول تبصره زموږ خویندې نه لیکي او داسی ټټر هم نه ډبوي دا فکر کوم چې دا د هغه پستو لیکوالانو له ډلې کوم لیکوال دی او غواړي زموږ خوندې داسې بی ادبه وښیي.
ټولو درنو لوستونکو ته !
لراوبر ډاټ کام د خپل ولس د يووالي ، تر منځ يې د اړيکو پراختيا او پرمختګ لپاره کار کوي ، د لراوبر ويبپاڼي د تبصرو څانګه د زياتو هغو لوستونکو په غوښتنه په دې هيله پرانستل سوه چي ګوندي له دې لاري خپل ولس ته د نظر څرګندولو چل وښيو ، يو له بله زده کړه وکړو او د خپلو هيوادواو نظرياتو خپرولو لپارهم اسانتيا موجوده اوسي ،مګر له بده مرغه کله چي هم کومي موضوع ته د تبصرو اسانتيا ورکړه سوې ده ددې پر ځای چي يو پر بل سالمه نيوکه وکړو ، يو بل ته سمه لاره وښيو يو بل ته ښه مشوره او وړانديز وکړو ، خبره سپکو سپورو يا شخصي حريم ته وړه کيږي چي د لراوبر ويبپاڼي اداره په هيڅ ډول دداسي څه غوښتونکې نه ده او له دې امله له خپلو هغو لوستونکو چي دا ډول کړنه کوي سخته ګيله څرګندوي . تاسو هم پښتانه ياست ، تاسو هم ددې وطن بچيان ياست ، تاسو ددې پر ځای چي له خپلي يوې رسنۍ سره د پرمختګ په کارونو کي مرسته وکړی د بدنامۍ هڅي يې کوئ . لږ د خپلي ژبي ، خپل لراوبر پښتون قام او خپل راتلونکي په اړه هم فکر پکار دی ، موږ يوازي يو بل ته د لاس ورکولو او يوبل سره په يووالي ځانونه له دې افتونو خلاصولای سو خو له بده مرغه زموږستاسو په منځ کي اوس هم داسي وګړي سته چي د خپل ځان او خپل قام لپاره د ګټي پر ځای د زيان عمل ترسره کوي .
په لراوبر افغانستان کي د يووالي او سوکالۍ په هيله ددې موضوع لپاره پر ټولو لوستونکو د تبصرو اسانتيا بندوو . موږ ځانته د خپل يوه هيوادوال په اړه د نيوکي خپرولو حق او اجازه ورکوو خو د افرادو او اشخاصو د سپکاوي اجازه نه خپله ځانته ورکوو نه نورو ته ، له هغوی چي ددې تبصرو له لاري ناوړه خبري ورته ليکل سوي دي بخښنه غواړو .
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي د تبصرو څانګه