کور / کیسه / سيلۍ

سيلۍ

محيب الله رحمتي



 
 مني شو هواورځ په ورځ سړيده خلګودژمي دسړودغم خوړولولپاره داړتياوړكارونه په خوراچټكي سره پرمخ بيول ،دبوټيوډكه ټيله چي سپيرې دوړي پرګرځيدې دنوي كلي په كوڅوكي راتيره شوه څلوركسه مولونه وهلي سپيره ميره پرتركتورناست و ځوكسه يې ترمخ پرسيكلوسپاره روان ودسليمان دكورترمخ ودريدل،خلګوپروياله له لاس اومخ مينځلووروسته كوټې ته ولاړل ،سليمان كورته ولاړى ګوري چي خسريې راغلي دي له روغبړورسته  يې ميلمنوته ډوډۍ وركړه بوټي يې خوندى كړل اشرباڼې له چايوځښلووروسته ولاړل ،خسريې په لورپسې راغلي چي دلانديوشپي ورسره تيري كړي ،سهارله ماشومانوسره ولاړل.
سليمان دخبروسړى و، په هره روغه ورانه كي به ناست وپه كوټه كې دځوانانومجلسونه كيدل ،دمسجد ميلمه يې هم له غاړي و ،دكليوالوپه خوښي اوغم كي به ترهرچا دمخه ترسترګوكيدو،دكليوالوپه خدمت او دره ناوي سره يې دهرچاپه زړه كي ځاى نيولي و،سږكال خوشاله ښكاريدو،ګزاره يې ښه وه كال ابادو. دباغ تاكان يې ترتيروكلونوډك ول  ډيركشمش يې وكړل  په ښه بيه يې وپلورل.
دمني د كارونوله بيغمه كيدوسريې ورځ په ورځ بڼه بدليدله دنوركله په شان به خوشاله اوبانډاري نه ښكاريدوپه چورتونوكي به ورك و.داسې ښكاريدوته به وايې په زړه كي يوه نامالومه ځړيكه لټيدلي ده چي دده ذهن يې ګډوډكړي، خپله هم دذهن په ستړيانه پوهيدو.
ناځرګندوفكروپرسراخستي و،ځورونكي فكرونه چي پټه بوختيايې وراچولي وه اودده دزړه په وينويې ګزاره كوله،هرځونه چي بې له ځان سره چورت وواهوولي خپه دى ؟ځه شئ يې ځوروي؟ داچورتونه له كومه  راپيداشول،په ورځني ژوند كي داسې څه ونه موندل چي په اړيې تشويش وكړي هر څه سم روان ول.زړه ته يې ډاډوركاوخوغيري ارادي فكرويې دتسل مخه هم نيولي وه چي ذهن پري ارام كړي.
 ،دشپي ترناوخته به ويښ و،لټ پرلټ اوښت خوب نه ورتو چي كله به ويده شوپه خوب كي به ويريدو.كله به وازه خوله توره داړه وره بلاراغله پركوربه يې راكښته شوه ،كله به طوفان راغلى ددوي كوربه يې يووړ،كله به دوږيووحشي ليوانوپه منځ كي ولويدوله هر ي خوابه يې داړي پر لګولې ، ويريدلي به له خوبه راغوځارشوشاوخوابه يې وكتل هيڅ شئ به نه و،خوله ده به يې  ارام اوسكون واخيست.
 چورتونوپرسراخستي و،څوشپې همداسې تيري شوې سهار له لمانځه وروسته له كريم سره چي كليوال اوملګر يې وولاړى. د زړه خواله يې ورسره ګډول،هغه دده په ليدوسره چي تل خوابدى ښكاريدو په انديښنه كي و.پرچايوسره ناست وملګري تري وپوښتل:
ياره ولي دي په دي ورځوكي دونه چورت خراب دي خيرت خوبه وي ؟
– هو اوس خوظاهيره خيرت دى، زه خپله نه پيږم څه ټكه راباندي لويدلې ده ناحكه(حقه) مي چورت خراب وي شى خوند نه راكوي هيچا ځه نه دي راته ويلي خودخولي خوندمي خراب وي زړه مي تك شين وي تنها خوشاله يم.
– ته خوسم سړي وي څه درباندي وسول ناروغه به يې له دوكانه ځودخوب ګولۍ درواخله له بې خوبي هم سړي داسې كيږي
– ياره دګوليوكارنه دى ماشومان مي ياديږي ،ډاره ونكي خوبونه وينم ،خداي دي نه كوي كومه ناوړه پيښه ونه شي ،
– دخداى زوره وره داڅه وايې هيڅ شى نشته شيطان وسواس دراچوي.
  په چورتونواوانديښنوكي كورته راغلي خوني ته ننوت په كونج كي پربالښتانو كينوست ،سريې په داوړولاسونوكي ونيوپرغولي دهواروكمبلو پرتوره ليكه يۍ سترګي خښي كړې ،په ژورفكركي ولاړى ،څوشيبي وروسته يې وراره راغلي لاسونه يې پروګرځول سريې راپورته كړسوړاسويلى يې وكيښ دهغه سترګوته يې په ځير،ځيروكتل ،وراره لوبي ورسره پيل كړي په غيږكي ونيوخوخپلو چرتونولوبوته نه پريښود له ډيروفكرونووورسته يې پريكړه وكړه چي ولاړشي خپل ماشومان راولي،وراره يې پرمخ ښكل كړراولاړشووغځيدواوږده سايې وښكله ځادريې پراوږسماووچي وراره يې په ماشومانه ژبه ورته وويل:
– كاكا ككي ولي نه راولې ؟
دي پوښتني يې زړه راپورته كړچي دكورماشومان هم پسې ديغ شويدي نواوس يې بايد راولم پرسريې لاس ورتيركړپه خوږه ژبه يې ورته وويل :
 كاكا دي ترسروګرځي ډيردي ياديږي اوس دستي ځم چي رايې ولم .
له خوني ووت بايسكل يې راويوست دخسركره ولاړى .
 مازدګرله ماشومانوسره يوځاى كورته راغلى له روغبړوروسته خوني ته ننوتل چاى يې ورته راوړميرمني په مجلسونوشوي سلميان ماشوما ن په غيږكي نيولي ولوبي سره كولي خوسترګې په ميرمن كي وي ،داكتل يې له رازونوډك و،ځوواره دميرمني ورپام شو خوسريې ونه ګرځاوو وروسته يې په انديښنه كي كړه چورت يو وړه چي ولي په داسې بڼه ګوري پرغږ يې كړ:
 – سړيه په تاڅه شوي چي داسې برګ برګ راته ګورې خيرت خوبه وي؟
 – شى نشته هسي ګورم.
 – ډيري شپي مي كړېدي ؟
 – نه هغه خبره نه ده .
 په دي مهال نوري ميرمني په كارونوپسې ولاړي شوې دوي يوازي پاته شول بيايې ميرمني پرغږ كړ :
 – ته سم راته ووايه څه خبره ده، له چاسره دي خبره اوښتي اوكه كومه بله خبره ده سم حال راته ووايه ؟
 سوړاسويلى يې وكيښ يوې بلي خواته يې وكتل ماشومانوته يې وكتل ميرمني ته يې سترګي ورواړه ولې په ناهيلي يې ورته وويل :
 –  زه خپله هم نه پوهيږم چي څه راباندي سوي دي ډيرويريدونكي خوبونه وينم چورتونو ا    اخستي يم ، ته مي ترسترګو ګرده ګرځي،ويريږم چي څه درباندي ونه شي ،
 – سړيه داته څه وايې ليونى سوي خوبه نه يې په ماڅه سوي داده جګه جوړه يم هيځ هم نه دي راباندي سوي داخوسي چورتونه پريږده خپل چاى درواخله .
   ميرمني دپلاردكور كيسې ورته كولې ،له يوې بلي خوايې بانډارتوداووپه ښكاره يې ورته غوږنيولي وپه ځان يې نه پوكوله خود زړه مراندي يې په لړزه وې،اوله ناڅرګندد
ردمن احساس سره لاس اوګريوان و.له سترګويې داسې پټ رازونه اوريدل چي ته به وايې يودردونكي اوځورونكي طوفان  راروان دي چي دده كورني پكي لاهوكيږي هرځونه ويره چي احساسوله په زړه كي پټه ساتلي وه ،ماخستن چي له مسجده كورته راروان واسمان ته يې وكتل ستوري سپوږمۍ دتيرپه شان نه وه بل ډول ښكاريدل ،داسمان تندى نيولي و،ورته ځيرشوله ځان سره يې وويل:
يا الله نن ولي ستاټول كائنيات بل ډول ښكاري ،له رازونوډك دي،هغه څه راته وايې چي زه نه پري پوهيږم،په زړسواندوسترګوګوري لكه چي دكومي ويرجني پيښي خبرتيار راكوي.
سريې وځړاووكښته يې وكتل روان شوناببره يې خپل سيوري ته چي دسپوږمۍ رڼايې مخ ته اچولى وپام شو،پښه يې ونيوله يوې بلي خواته يې وكتل كورونه ،وني ديوالونه دسپوږمۍ رڼاپه غيږكي نيولي اوځانګړي منظره يې جوړه كړيې وه ،له ټولي ښكلاسره يې دده پام پربله نه سواي اړولاي.شاته يې مخ واړاووپورته يې وكتل دسپوږمۍ په ننداره شو،سترګي پكي خښي كړې څوشيبې لانه وې تيري شويې چي دسپوږمۍ دسترګوپه كسي كې دميرمني څيره وليده ،په مسكا وه ،دخداى پاماني په ډول يې ورته لاسونه ښورول،روانه شوه ترشايې ورته وكتل په خنداشوه دلاسونوله ښورولوسره پناشوه ،ورته ځيرشوهرځويې ورته وكتل نوري په سپوږمۍ له پخوانيوكرښوپرته ځه ونه ليدل سريې وښوراوو.اسويلى يې وكيښ،كورته ولاړى .
سليمان دكورنۍ مشرودزمان اوستارپه نامه يې دوه وروڼه  درلودل ،تل به ده دروازه ځنځيره وله اوكلپ به يې وراچاو،خونن فكرونودونه پرسراخستي و،كورسراى هم ورته  بل ډول ښكاريدل ،دسراى دروازه يې پوري كړه، ځنځيرول يې هيرشول،خوني ته ننوت چورتي كينوست ،ميرمن يې چاى ورته كيښوده پوښتنه يې ترې وكړه چي ولي دونه چورتمن دي ده ورته وويل:
 – ماته نن هر څه بل ډول ښكاري كورخونه تاسوماشومان اسمان ستوري اوهرڅه نه پوهيږم ځه ويرپه خوب وينم.
– ولي ځه خبره ده سي دونه خوابدى يې ،هغه دروازه دي ځنځيركړه؟
 – دروازه مي نه ده ځنځيركړې هغه به زمان دوي ځنځيركړي.
  د شپي ناوخته ويد ه شول . سليمان فكركاوچي دروازه به زمان  تړلې وي هغه ګمان كاولالا به تړلې وي،درې سره وروڼه خپلوخونوته ولاړل يوله بله ناخبره ويده شول.      دروازه ترمنځ خلاصه پاته شوه ، ملاكريم دسليمان باجه چي په طالبانوكي وله خپل ملګري ملا جمال الدين سره چي دسيمي دطالبانومشرودولس كيلومتره لري دملخيلوپه كلي كي دماښام ډوډۍ خوړلي وه دوي هم د امريكايانوله هوايې عملياتوچي چاپې يې اچولې په ويره كي و،دځان خوندي كولولپاره له هغه كلي ووتل لونګ كلاته چي لس كيلومتره لري دكوډۍ دغره په لمنه كي پروت وولاړل هلته يې هم كرارونه موند پردي يې سلاراغله چي نوي كاريزته ولاړشي دسليمان په كوركي شپه تيره كړي،دشپي يولس بجې كيدونكي وې چي دسليمان كورته ودريدل دروازه يې وكتله چي خلاصه ده ورننوتل د كوټې په سرا ى كي يې موټرسيكل ودراودسراى دروازه يې ځنځير كړه ،غلي كوټي ته بې له دي چي څوك خبرشي ننوتل ارام ويده شول.
 يوه بجه كيدونكي وه چي دزمان كوچنى زوي په ژړاشوه موريې راكينستله هغه يې اراماوچي دالوتكوغورهاري شو .پرزمان يې غږ وكړچي دالوتكوغورهارى دى،زمان چي په درانه خوب ويده وپه خوبه وړي ژبه ورته وويل خپل هلك دي ويده كړه دالوتكوپه غورهاري څه كارلرې . هلك ويده شو ددې سترګي لانه وي سره ورغلې چي دوږووحشي ليوانوپه شان پربامودربي شو.
دالوتكوپرغورهاري ملا جمال الدين دوي هم راويښ شول پرباموله دربي سره سم له كوټي راووت دديوال په سيوري كي دكورخواته ولاړى په سراى كي دكوچني ديوال هغي خواته چي باغ و ورواوښت دتاكانوپه جووكي پټ شو. ملاكريم چي دسراى دروازه خلاصه وله دګوليوله باران سره مخامخ شو.په سراى كي هرلوري ته ډزي پيل شوې دباغ له لوري هم ډزي وشوې ،جګړه ونښتله له بامونوپرباغ ډزي ډيري شوې ترڅوچي له هغې خواډزي ودريدې او ملاجمال الدين په شهادت ورسيدو.
 وږي شين سترګي ليوان  په ويره كي شول چي په دي كوركي طالبان شته نويې دخونړي طوفان په شان پر خونوپردروازواوكلكينوډزي پيل كړې.
 دډزوپه اوريدوسره سليمان خپل ماشومان دخوني په كونج كي غلي كينول ،وپوهيدوچي امريكايان راغلي دي خوپه دي حيران وچي دلته ځه له راغلي اوجكړه ولي پيل شوه ،په خونه كي دګوليوله لګيدوسردوړي پورته شوې .كله چي ډزي لږ ارامي شوې .سليمان ميرمني ته وويل زما دخياطي كاغذ ان خوندي كړه خوهغې ورته وويل تاته كاغذان مالوم دي خوندي يې كړ ه زه به وګورم چي ځوك دي، دخوني جنوب لوري ته  تركلكين پورته يوه كوچنۍ اينه وه كله چي اينه خلاصه كړه سريې ورپورته كړله مخامخ ديوال ځخه ورباندي ډزوشوګولې يې په سركي ولګيده شاته ولويده سليمان په غيږ كي ونيوله چي ګوري دوحشت سري لړۍ يې پرمخ رارواني شوې ،دپرښتوپه لاسوكې دژوند غوټي پاڼي پاڼي شوي شهيدي ولولې پروغوړيدې.
 دويرماتم په دغوناځرګندواودردونكو شيبوكې شهيده سره سمه كړه ماشومان يې په كونج كي غلي كړل پرخونه بيادګوليوباروانونه شول .سليمان دشيهدي ويرپه اوږكي اخستي له ځان جهان ناخبره دماتم په لاسوكي سرويل كيدوچي دربي شوپه يوه شيبه كي دروازه ماته شوه توري داړه وري بلاوي يې  دوږووحشي ځناورانوپه شان پرسرودريدلې ،په خونه كي وكتل چي شهيده ميرمن په وينوكي لژنده  پرته اوويريدلي ماشومان په كونج كي الوتې بڼي ناست دي لاسونه يې وروتړل په خونه كې پلټل پيل كړل ځه په لاس نه ورغلل توره دوحشت او بربريت خولۍ يې ورپرسركړه له ځان سره يې يووړ. دوژلي ميرمن په ليدو وپوهيدل چي انسانيت ته يې ځونه لوى خدمت وكړ.
دستارخوني ته ورغلل غږيې ورباندي وكړهرځوك چي ياست لاسونه پرسر راووځئ ستارلاسونه پرسر ورته راووت له پلټلووروسته يې لاسونه وروتړل خولي ورپرسركړه كش يې كړ.په خونه كي وكتل دلته هم ځه نه وپه ويرجنه سيلي كي نغښتي ماشومان اوميرمن په كونج غلي ناست وڅه يې ونه موندل .دريمي خوني ته ورغلل چي زمان پكي و پرغږ يې كړچي راووځه، هغه ويريدلي و دروازه يې خلاصه نه كړه دغږ په نه ځوابيدو يې په خونه كي ډزي وكړي بم يې  وروغورځاركړ .خونه له دوده ډكه شوه سپي يې ورخوسي كړل ،ويې داړوپه بيړه دروازه ماته شوه ورننوتل ډزي يې  ورباندي وكړې ځاي پرځاي يې دماشومانوله مخه شهيد كړ، په پلټلوكې ځه ترلاسه نه كړل .
دوي چي هرځوك شهيدان كړي وو له هغويې عكسونه واخستل .
 ميرمني ته يې وويل چي په كونج كي غلي كيني ترځولمرنه وي راختلي له كوره راونه وځئ.
 دډزوله اوريدوسره كليوال ټول په انديښنه كي ول خود كريم كليوال زړه مدارونه كړله خوني راووت چي مالومه كړي ډزي چيرته دي په سراى كې ځاروكړپوشوچي دسليمان دكورخواته ډزي رواني دي دسراى ددروازې له خلاصيدوسره سم د ګوليوباران لاس پرلاس كړ.
  په نيمه شپه كي دوحشي طوفان خونړۍ سيلۍ دوينوپه لمن كي ونغښتي ورورو ارامي شوې چي ځوبي ګنا كورنۍ يې دويراوماتم په غيسوسورۍ ،سورۍ كړي،اودكورنۍ غړي دويراوماتم په داسې شيبوكي ښكيل شول چي نه يې ليدلي نه اوريدلي اونه يې چيرته  په خيال كي راګرځيدلي ول.
چوپه چوپتياخوره وه له كلي ساختلي وه دسپيدورڼايې په لمن كي دناهيليوپه پيځكه كي لږهيله نغښتي وه،له خوريدوسره دمسجدله لوړغږي داذان غږ راپورته شو،دستارميرمني خپل زوي ته چي په كوركي ترټولو مشروو،وويل :
ته ورشه لالا راخبركړ چي پلاردي امريكايانو يووړ.
  كله چې  زوي ورغلي دروازه يې ورخلاصه كړه پرغږيې كړماشومان له ژړاسره ورته راپورته شول په غيږ كي ونيول په ماشومانه غمژنه ژبه يې ورته وويل:
ككي يې مړه كړه لالايې يووړي ،له ځوشيبووروسته مورته راغلى كيسه يې ورته كړه هغۍ ورته وويل :
 ورسه كوچنى كاكاراخبركړ.
كله چي دهغه خوني ته ورغلى دكوچني كاكا  نارې يې وكړي ورننوت ميرمن يې ورته راولاړه شوه په غيږ كي ونيوورته ويې ويل :
كوچني كاكا دي شهيدشوي دي پرغولي پروت دي.
 بيرته راغلى موريې خبره كړه سوې چيغه يې وكړه له ژړاوروسته يې ورته وويل:
كورمووران شوخداى دي فضل كړې ،اوس خوسهار شو ورشه مسجدته خلګ راخبركړل چي كاكايې شهيد اولالايې وړي دي. هلك مسجدته ولاړ كه ګوري دسراى دروازه خلاصه ولاړه يوسړى پروت دي ترهغه تيرشو پرلاردكريم ددروازي ترمخ بل سړى پروت دى ويني يې بهيدلې دي غږ يې پروكړويې ښوراوخوهغه ځواب ورنه كړوويرديدوپه مڼده مسجد ته ورسيدوكليوال له لمانځه خلاص شوي ول په ويريدلې بڼه اوژړغوني ژبه يې پرغږ كړ:
 كوچني كاكا يې شهيده كړ،كاكا يې له لالا سره وړي دي ،كليوال دهلك په ويريدلي بڼه اوژړغوني ژبه حيران شول، له وارختايې سره راروان شول،پرلاري چي ګوري يوسړى په وينوكي لژند پروت دى،راپورته يې كړګوري چي كريم په وينوكي پروت اوشهيد شوى دى.
څوتنوسره سم كړل نوردسليمان كورته ورغلل ،دروازه په ګوليوسورۍ ،سورۍ شوي اوويني رابهيدلي دي ،چي ورننوتل يوسړى په ګوليولګيدلي په وينوكي پروت دي ،دخونواينې ماتي په ګوليولګيدلي په سراى كي ځوځايه ويني تويې شوې دي. پرماشونويې غږوكړچي دباندي راووزي ،دكليوالودغږله اوريدوسره ويريدلې ميرمني اوماشومان په خاوروسپيره راووتل،كيسه يې ورته وكړه ،ماشومان يې نوروكوروته بوتلل،خونوته ورننوتل ديوالونه په ګوليوسوري سوري دي.    
 اينې ماتي پكي دباردود سوى بوي پروته كيږي دخونوكمبلي په وينولړلي زمان دغولي پرمنځ پروت دى. دسليمان ميرمنه ديوال ته پرته وه ،شهيدان يې راواسيتل دلمرپه سروسترګوكي دويرماتم دردونه راپورته شول، دسراى فضا سلګيواوغمونوپرسرواخستله .
كليوالوددغوشهيدانوغمونه ژړل سره سم يې كړل . په سراى كي دګوليودبارانونوځايونه كتل چي دباغ خواته يې وكتل  يو سړى دلښتي پرغاړه پروت دى ورغلل راپورته يې كړچي ګوري ملاجمال الدين دي ،دپنځوشهيدانوپه ليدوسره زړونه پراورشول ،سترګي له واكه ووتلې،سلګې په انګازوشوې .
دځلوروشهيدانوجنازې چي دوينوپلونه يې پرځمكه پاتيدل په سراى كي كيښودې ،ځوشيبي تيرې شوې چي دشاوخواكليوخلګ راورسيدل ،مايوسيو،ناهيليواوځورونوجنازي پورته كړې مسجد ته ترتلووروسته هديرې ته دبي ګناشهيدانوپنځه جنازې رواني شوې.
دسليمان اووستاردوړلوغم هغه دروندپيټى ووچي دشهيدانوويرونه يې څوبرابره كړل.
سليمان له وروڼواوكورنۍ ناخبره وچي څونه دردونكي بلاوحشي غاښونه پكي ساړه كړي و.كله چي خولۍ ورپرسركړه اوروان يې كړل الوتكي ته يې وروغورځول ،پرلاريې دستارټوخى واوريدو،ـوپوهيدوچي وروريې هم ورسره دى.له ښوريدوسره سم دلغتوترګزارونولاندي شي،له ځه مزل وروسته الوتكه كينستله دوي يې لاندي دحيواناتوغوندي په وحشيانه ډول راوغورځول بلي الوتكي ته يې پورته كړل،له ځه مزل وروسته الوتكه كينستله لاندي راغوځاركړل  ترلاسويې ونيول لكه دخوړې پسونه په منډه ،منډه يې يو وړل جلا،جلايې په خونوكي بنديان كړل ،خولې يې ترينه پورته كړې دځناوروپه شان سونډه ورتورامريكايې عسكرورته ولاړدي لاسونه يې ورخلاص كړل كلكه ځپيړه يې ووهل لاندي ولويدل عسكرپه خنداشول دروازه يې پسې وتړله .
دوه ميتره په يوه نيم متركي كوټه وه په كونج كي لږځاى سمنت وچي لاسونه پكي پريولل كيدل ، دوې ورځې تيري كړي دورځي ځوبيسكوټونه اويو كوچني بوتل اوبه وركولې.
دريمه ورځ دروازه خلاصه شوه خولې يې ورپه سركړه بلي خوني ته يې يووړ كله چي په خونه ورننوتل دخلګوغږدى خولې يې تري لري كړه ځلوركسه پريوه ميزناست دي ترځنګ ميزباندي كمپيوترپروت دى.په لاسوكي قلمونه اوترمخ يې كاغذان پراته و يوه ځوكۍ تشه وه ده ته يې دكينستلولارښونه وكړه .
  يوتورپوستى پيته پزه پلن تورلسن سونډان خيټور اودوه سره شين سترګي امريكايان له يوه ژباړن سره ناست ول. تورپوستي لمړى پوښتني پيل كړې څوپاڼې ډكي كړې وروسته سليمان ته مخامخ ناست افسرچي دپوښتنوپه مهال يې ورته ډيره پاملرنه كوله غاړي تازه كړې قلم يې په لاس كي واړاوپرميزرابيرته شو لږورويې ورته وويل:
ستاسوپه كوركي القايده پټه شوې وه ولي ځاى وركوئ؟
 زموږپه كوركي هيځوك هم نه واونه موږځوك ليدلي دي چي راغلي وي.
 ستاسوپه سيمه كي ځونه كلي اوكورونه دي ولي بل كلي كورته نه ورتلوچي ستاسوكورته درغلو؟
 دانوستاسوكاردى موږڅه نه شوويلاي.
– ګوره موږهلته ځوچيري چي القايده اوطالبان پټ شوي وي په نوروخلګوكارنه لرو.
– زموږپه كوركي خوزه اووروڼه مي ول نورځوك نه وونوولي رالاست ؟
– ته له خپله كوره خبرنه يې اوكه دي ځان اچولى دى،ستاسوپه كوركي القايده وه موږپه هغه پسې درغلوولي ځاى وركوئ؟
 – اول خونه شته اوكه بيا راغلې وې نوځوك يې زورلري ،موږخواران خلك يوهيځ واك نه لروتاسويې په دونه قدرت مخه نه شئ نيولاي موږبه يې په تش لاس ځنګه مخه ونسيږو،
 – ته دانه منې چي تاسو القايدي ته ځاى وركړي دي اوس به يې درښكاركړم ښه ورته وګوره .
دځنګ پرميزكمپيوتريې روښانه كړ.دغزني ولايت نقشه راښكاره شوه دمقرپرسرك ګيلان ته راغلل،ددوي سيمه اوكلي يې جلا،جلا ښكاره كړل .هركلي،كوراوكوځه ،شيلې ،غونډۍ لاري دورايه ښكاريدل .دملخيلوپركلي سره اشآره ولګيده كږه وږه دكوډۍ خواته روانه شوه لونګ كلاته ولاړه وروسته راوګرځيده ددوي كلي ته ورسيده كورته يې ننوتله ،پردې مهال يې پركوره سره دجمعي علامه وښكله شوه،ټول كوريې ښكاره كړخوني ديوالونه باغ ،دروازې ،كلكين اينې چوترې كدانې هرځه دورايه ښكاريدل، اشاره كوټې ته ننوتله، كوچنۍ دجمعي نښانه دكوټې پربام وښكله شوه افسربه دهرځاى پوښتنه ترينه كوله سليمان چي په كمپيوتركي داشيان وليدل حيران پاته شو،دافسرپوښتنوته يې له حيرانې سره ځوابونه وركول. 
 وروسته افسرورته وويل:
داسره اشاره موږدماښام له اووبجوځارله ترځودشپې پريولسوبجوستاسوكورته درغله هلته ودريده پريوه بجه موعمليات پيل كړل.
له دي خبروسره يې سم كاغذان ترله واړه ول ځودانې عكسونه يې راپورته كړل ددروشهيدانوعكسونه يې ورښكاره كړل ده يې له پيژندلوډهډه وكړه وروسته يې دزمان عكس ورښكاره كړه په وينولړلي پرغولي پروت دى په ليدويې ځيرشوسترګي له اوښكوډكي شوې ويې ژړل ورته ويې ويل :
داخوزما وروردى هغه موبي ګنا شهيد كړى دى .
ددي خبري په اوريدوسره يې يوبل ته وكتل دميرمني عكس يې پټ كړ،په خپلومنځوكي سروغږيدل، كاغذان يې سره ټول كړل ،په خولۍ كي پټ سريې كوټې ته يووړ.
له ستاريې هم داډول پوښتني ګرويږني پيل كړې ،ده هم دطالبانوله شتون انكاروكړترڅويې كمپيوترورته روښانه اوهرڅه يې ورښكاره كړل وروسته يې دشهيدانوعكسونه ورښكاره كړچي ده يې له پيژندلوناخبري وښودله كله چي دخپل ورورزمان عكس ورته ښكاره كړنوده هم وژړل اودورورله مرګه خبرشو،دورينداري دعكس په ليدوسره يې نوردخبروتوان له لاسه وركړ،څوشيبې چوپه چوپيتاوه وروسته يې هرڅونه سرواړوڅه په لاس نه ورغلل ،دي يې هم پټ سربيرته كوټه كلپي ته يووړ.
 دوهم ځل يې بيا پوښتني ګرويږني وكړې خوڅه په لاس نه ورغلل،دخلاصون زيرى يې ورباندي وكړخوددوي زړه ته نه لويدو،ترڅوبله ورځ يې دشپي خولۍ ورپرسركړي يوله بله  ناخبره يې دواړه په الوتكه كي كينول ،ښه ډيروخت تيرشوالوتكه كينستله راكښته يې كړل ،له ډيرمزل وروسته يې په يوژورځاى كي چي هواډيره سړه اوبادلګيدوكينول لاسونه يې ورخلاص كړل ورته ويې ويل چي له ځايه ونه ښورئ،دوي ولاړل الوتكي پورته شوې .
سترګي خلاصي كړي چي ګوري وروريې ستارترخواناست دي غږيې ورباندي وكړكه څه هم ديوبل په ليدوخوشاله شول خودورورله مرګه يې دواړه خبركړي ول په ژړاسره غاړه غړۍ شول ،دردونوپه لاسونوكي وسرويل په ويرجنولمبويې زړونه واوښتل ساړه يې هيرشول،اوښكې وچي شوې چي پرحال شول سړوريږدول،اوښكويې له سړوسره پرمخ منګولي لګولې لمن يې راپورته كړه پرجيب له كلكوكاغذانوسره يې لاس ولګيدوچي ويې كتل يودپنځه سوافغانيونوټ اويوكارت پرځړيدو.
سپيدورڼاخوره كړه شاوخوايې وكتل چي هوايې ډګردى ،ځوشيبې نورهم  دكډي ديوال ته له سړوغلي شول پراسمان سره لمن وغړيده راولاړشول . شاوخوايې وكتل يوه خامه لاره تيره شويې وه پرهغې روان شول ځه چي ولاړل ددروازي خواته موټرروان ودوئ هم پسې ولاړل دروازې ته ورسيدل سرتيروودرول پوښتني ترې پيل كړې ،كارتونه يې ورښكاره كړل كيسه يې ورته وكړه ، دساتونكويې پرخبروباورونه شو مشرته يې وروستل .ددوئ سړووهلي اودرديدلې بڼي په ليدوخوابدى شوچاى ورته راوړتاوده يې كړل خواخوږي يې ورسره وكړه،له دروازي چي راوايستل پوشول چي دكندهار هوايې ډګردى،سرتيروپه موټركي سپاره كړل دكندهارپه لوري روان شول.داچي سرتيروسپاره كړل سورليوورته بل ډول كتل يوه سورلي ورنه وپوښتل چي وروره دونه وختي ځنګه له هوايې ډګرنه راووتاست.دوي كيسه ورته وكړه دافغاني ميني اوپښتني خواخوږي اسلامي وروري په اساس يې زړه ورباندي وسوخپله  همدردي يې وسره وكړه .دپاى په څوكي كي ناست دپاخه عمر لرونكي سورلي پرراغږكړ:
وروره شكرچي له دي ليوانوپه خيرراخلاص سواست دخداى شكروكاږئ په دونه اساني يې ځوك له وحشي منګولونه شي خلاصيداي ،داموحال ده خداى مودي غيبي ناره واوري چي له دي ځنارومووژغوري .
موټرچلونكي دكابل په اډه كي هوټلي ته وروپيژندل خلګ پرراټول شول هوټلي يې په جګه ملاښه خدمت وكړ تسل يې وكړ،وروسته يې دكابل 303 موټرته وروستل چي دروانيدوپه حال كي وموټرچلونكي ته يې وويل:
 – استازه داځوانان دشين سترګوليوانوله منګولوراخلاص شويدي ،ډيريې ځورولي ته به يې دخيره دمقرپه بازراكي كښته كړې كرايه يې زه دركوم .
 – ولي پرموږدي دجټ خيال راځي چي دوي خداى په خيرله دغوځناورانوراخلاص كړل زه به ځنګه كرايه ځني اخلم موږهم ځانته يوځه وايواخيرپښتانه يو.
دمقرپه بازاركي دموټرله درېدوسره سم استازدرخصت له اخستلوسره مرسته ورسره وكړه كښته شول .دناوې پرسړك دحفيظ الله دوكان ته چي كليوال يې كيدوورروان شول ،
دوكان له خلګوډك و،ددوئ په اړه يې خبري كولې چي ناببره ورته ودريدل،دعزيزانونيولې ځيري وغوړيدې په غيږوكي سره ونيول.
 دعزيزانوپه ملتيا كورته ولاړل دروازي اوديوالونه په ګوليوسوري ،سوري و،ساه ختلي كورسړه ثناوه ودوحشي طوفان په بې رحموسيليوكي كور نغښتي اوخپلي خونكاري نښانې يې دكورپه هره خواكي كرلي وې.