کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اپلتې : من استم ( زه يم)

اپلتې : من استم ( زه يم)

دوستانو ما يو څو ليکنې د اپلتو په نوم کړي دي چې دا يې لومړۍ ليکنه ده. چې اپلتې په پښتو ژبه کې هغه خبرو ته وايي چې يو څوک بې سره بې سوره خبرې کوي نو موږ وايو اپلتې وايي.

موږ پخوا د شاتو مچيو کاروبار کاوه، نو مچۍ مو د ګل په خاطر پنجاب ته وړې وې، نو الته پنجابيانو خر ته استاذ ويلې! هسې خو ماشاالله موږ هم د چا نه کم نه يو په نړيواله کچه پېژندل شوي خره ( استاذان) لرو.

په هر حال موږ د خرو په قدر نه پوهيږو، تاسې وګورئ ! موږ له ډېرې مينې نه کله نا کله خپل اولاد ته د خره بچی وايو، مګر کېداۍ شي چې خر خپل بچي ته د مينې نه د سړي بچی ووايي.

ګورئ! تاسې د خر له ارزښت نه خبر نه يې ځکه د خر پورې خاندۍ، که خبر شوۍ نو له ډېره غمه به ليوني شۍ او په لار به ځۍ او خپلې ګوتې به شمارئ، که دا راسره نه منئ نو لاړ شئ د خره د ارزښت پوښتنه په سرخرود، للمه او سراچه کې وکړئ!

کنه اخر خو به مو خر په هندي فلم ( کابل ايکسپريس ) ليدلي وي، که خره اهميت نه درلوده نو په فلم کې يې ورته ولې دومره رول ورکاوه، چې استاذ!!! وايي دا سيمه د خرو لپاره مشهوره ده، خو په جنګ کې ټول مړه شوي دي.

هغه چوخړيت ( په يوه سترګه وړوند ) طالب ورته وايي چې يو باقي پاتې دی او ډريور ته اشاره وکړي يانې چې دا دی! پدې وخت کې خر خپل ځان وښايي او نېغ د موټر مخ ته پاټک جوړ کړي.

يو ورځ اسلام اباد ته تلم د خوشال ګړ په پل يو خر نيغ لکه د فلمي هيرو د سرک په مينځ ولاړ وو، نو د ترافيکو موټر راغی چې خر لرې کړي يو ترافيک ورته راغی وس يې پرې وکړ لرې نشو، ترافيک اخر، خر ته په ژاړه شو او ورته يې کړل چې خدای ته وګوره له سرک نه لرې شه يو روپۍ په جيب کې نه لرې که نه اوس مې درباندې پرچه کټ کوله.

هر خوا چې مخ اړوې د خرو په اړه يوه کيسه مشهوره ده، نو تاسې خپله قضاوت وکړئ که د ا خره نه وي نو موږ به درانه بارونه څنګه وړل که خر نه وی نو زه به دومره ولې مجبوريدم چې د خرو په اړه ځان په ليکلو ستړی کړم، ستاسې به حتما ما ته په زړه کې څه ګرځي!

ګورئ! د خر ذکر په سورت لقمان کې او راغلی خو په څه توپير سره ، او بل دا چې زياتره کاروبار په خرو روان دی دا بېله خبره ده چې نن دې سرخوړلې نړۍ پرمختګ کړی او د خر لپاره پکې ځای نشته او خر مفت خوره دی او په افغانستان کوشش روان دی چې د خرو اهميت راکم کړي نو ځکه خو به خره، خر مستی کوي کله به په ښونځيوقبضه کوي، کله به په ادارو کې واک غواړي، او کله به داسې کار وکړي چې ټول خلک به حيران کړي.

ځکه دوۍ حق لري چې دا کار وکړي اخر اينډه کول ( ضد) د خر د صفتونو څخه يو صفت دی او موږ پدې خبر هم يو، چې خر اينډه ونيسي نو بيا ورته هر څوک مخه پريږدي، خو بيا مو هم ددوۍ د لاساينې او پخلاينې لپاره نه کوم پروګرام جوړ کړ او نه مو دوۍ ته درانه، درانه القاب ورکړل.

ګورئ! په هند کې غوا زور لري چې په سرک څملي، ترافيک راځي او لار بندوي چې غوا ته تکليف ونه رسيږي، نو د غوا د زور له وېرې هندوان غوا ته مور وايي. ځکه هندوان فکر کوي که د غوا سترګو ته دغه لوي نوم ودريږي نو د ضد نه به لاس واخلي، تاسې خپله قضاوت وکړئ که زموږ په وطن کې که خر د موټر مخ ته ودريږي نو بيا به د خره نه ګيلې شروع کړو.

وايي په کابل کې يو خر په خرمستۍ راغلی وو چې څوک يې له پامه څه نه راتلل د همدې خرمستيو په پايله کې يې د ځنګل پادشاه د اړستون ( ژوبڼ ) دروازه وروټکوله چې تر څو ورسره مقابله وکړي.

د ځنګل بادشاه او رعايت يې د انسان په لاس پرته له کومې ګناه د انسان د ساعت تېرۍ لپاره کلونه، کلونه په بند کې پراته وو، او د کابل او خو او شاه خرخشو او خرمستيو ننداره يې کوله.

خر نيغ ورغی او په پوره کبر يې ورته وويل : من ام ( زه يم )

بادشاه پرې لمړی ځان غلی کړ يانې پوه يې کړ چې ځه خپل خرتوب دې کوه ما نه څه غواړې زه د ځنګل بادشاه نه بلکې د انسان په لاس يو بندي يم.

دی بيا وروړاندې شو او ورته يې وويل: زور مرا قبول داری يا نی ؟ من استم!

د ځنګل د بادشاه قهر اوج ته ورسېده او په حيدري څپېړه يې دوه نيمه کړ، خو د ځنګل د بادشاه څخه د خپل نيکه وصيت هير وو چې د خر سره زور ازمايل د زمري د شان سره نه ښايي.

ځکه هر څوک پدې پوهيږي چې زمری څوک دی او خر څوک دی! بايد د مقابلې په ځای يې يو لوی لقب ورکړی وی لکه سپه سالار فلان ….. نوبه يې سر په امن کې پاتې شوی وو.

تبصره نسته

  1. سلامونه لوستونکو!ه ډېره موده کيږي چې د زخيلوال لیکنی لولم ډیری شایسته لیکنی کوی کوشش کوی چط هر څه ساده کړی او رنګ ورکړی
    ّهاهاههاه دلته خو هر څه جوت دی

  2. سلامونه په ټولو! ګرانو… ښه لیکنه وه… بس په اپلتو کی یی کور ور وران کړ… شابسی ورکه اپلتو ته زور ورکه