کور / تازه خبرونه / ټول مخابراتي فعاليتونه په ټپه ولاړ دي

ټول مخابراتي فعاليتونه په ټپه ولاړ دي

دزابل اوسيدونكي دمخابراتي اړيكودپرېكېدوڅخه شكايت كوي دوي وايي په زابل كي ټول مخابراتي فعاليتونه له يوي اوني را پدي خوا دشپي اوورځي په ترڅ كښي بيخي په ټپه درېدلي دي .

په زابل كي څلور مخابراتي شركتونه فعاليت كوي چه افغان بيسيم ،روشن ،ام ټي ان،خپل خپل مخابراتي فعاليتونه درلوي او خلګ يي دګڼو ستونزو سره مخ كړي دي چه ديادو مخابراتي شركتو څخه يواځي افغان تليكام كار كوي .

په زابل كي دافغان بيسيم نماينده شيراحمد دتلي پر ۲۹ لراوبر ته وويل چه مخابراتي فعاليتونه يي دمركز لخوا بند شوي .

نوموړي زياته كړه چه پدي هكله هيڅ معلومات نلري .

په زابل كي د ام ټي ان مسول محمد نبي تلاش لراوبر ته وويل چه داكار زموږ دمخابراتي شركت په امنتي څانګي پوري اړه لري نوموړي هم له يادي ستونزي څخه ناخبري وښودله .

دزابل په دو ولسوالي مخابراتي فعاليتونه فعال دي چه دپاتو نهو ولسواليوخلګ دمخابراتي اسانتيا وو څخه بي برخي پاته دي .

ديادوني وړده چه ده يوه بشپړكال راپه دي خوا افغان بيسيم ،روشن،او ام ټي ان مخابراتي شركتو دشپي له ۶ بجو بيا دسهارتر ۶بجو خپل مخابراتي فعاليتونه درول .