کور / نثر / مور

مور

له سهاره مې زړه ډېرزيات خفه وه،هره لحظه مې په سترګوکې اوښکې راتللې،نن چې هرڅه ګورم راته عجيبه ښکاري ،هره شيبه مې زړه غوښتل چې په زوره،زوره وژاړم له ملګرو سره مې هم نږدې ناست نن نه خوښيده اوغوښتل مې چې يواځې کينم اوښې ډېرې اوښکې تويې کړم،له خپل ملګرې مې اوريدلې وه،چې کله زه خفه شم نو بيا شعر ليکم ما هم وويل راځه که ته هم نن يوشعر وليکې اوخپل ټول خفګان په خپل شعرکې انځورکړه،قلم مې راوخيسته اومخې ته پروت سپين کاغذ مې راوچت کړ اوداسې فکرمې کاوه چې ګوندې اوس به د دردونو يوډک شعر وليکم .

خو يوناڅاپه مې خولې ته دخپل درد دوه بيته راغلل ماهم بې له کوم ځنډه سپينې پاڼې ته ورسول .

زه په نړۍ کـــــې زوريدلى يمه

ومه ماشوم چې يتيم شوى يمه

ددې بيتونو په ليکو مې شعر پوره کړ

زه په نړۍ کـــــې زوريدلى يمه

ومه ماشوم چې يتيم شوى يمه

په سرمې هيچا لاس کـش کړى نه دى

خوا ته مې هيڅوک کيناستلى نه دى

همزولې ټول به مې سينګار وه چابه غږ نه کاوه

زه به چې لږ جوړوم هيچا راســـــــره تګ نه کاوه

زما داوښکو اميل تل په غاړه،تل سلګۍ وي

زما اوښکې زما سلګي وي ،دهرچا نخري وي

مابه لوستله تل پښتو،چې دمور درس ؤ پکې

خوبياهم يتيم ومه هرڅومره هو! که رش ؤ پکې

ټولو وړوته به اخــــــــترکې وه په سترګو رانجه

ومه معصوم مابه اختر په خپلواوښکولمانځه

خلک خووايي ماشومتوب بادشاهي

خو زمانصيب کې وه،هميش ګدايي

ټول به ول جمعه خوشحالولپاره

زه په تــــــنهاوم تل ســــلګولپاره

عطالله خداى لخوا دي ته پرې وياړه

ځــــــــان کړه يواځې،بس يواځې ژاړه

ددې ګډو وډو بيتونو په ليکومې فکرکاوه چې اوس به مې لږ زړه ارام شي ،خوکله مې چې خپل جوړکړې بيتونه لوستل زړه مې نورنه شوکنټرول کولاى او له سترګومې هم لکه دوچکالۍ باران اوښکې روانې شوې، که څه هم مادخپل نيمګړې ژوند په کومه شيبه کې هم ناز نه ؤ ليدلى خوبيا هم راته ځان ډېرنازولى ښکاره کيده،زما سلګونور هم زور واخيست ،ځان ته به مې هرڅومره ډاډګيرنه ورکوله،خوداسې ښکاره کيدم چې نن په ماهيڅ ډول ډاډګيرنه اثرنکوي .

زه پوهه شوى نه وم اوله خولې مې دخپلې خوږې مورچيغې وتلې وې، که څه هم اوس زه ځوان يم اوبايدماډېرستره حوصله درلوده،خو زما حوصله هغه وخت لمنځه تللې وه،چې زما ملګرې راته تيره ورځ دمورصفت کاوه،هغه دمورصفت په داسې مهال راته وکړچې ټول ترڅنګ مې نورو ملګرو هم شتون درلوده،ماته عجيبه ښکاره کيده،چې ولې دا دمور صفت کاوي،ولې زه نه شم کولاى .

هو! رښتيا داوه چې دهغه مور اوس هم هغه ته ګران زوى وايه او ما له تراوسه دچاپه خوله کې چې راته دځوى خطاب وکړې غږ نه ؤ اوريدلى .

زما په سترګوکې دامهال اوښکې هم وچې شوې وي اوله ځان سره مې فکرکاوه چې دمورقدرهغه چاته معلوميږي چې دچا مور نه وي .

زما په زړه اوس هم ډېرارمان دى چې زما مور وى اوراته يې دځوى غږ کړى وه .

زماپه زړه اوس هم ډېرارمان دى چې زما مور وي اوراته يې په خوله کې يوه ګرمه ډوډۍ راکړې وى .

زما په زړه اوس هم ډېرارمان دى چې زما مور وي او مايې په غيږ کې ورته سرکيښودلى ؤ

a.khogyani@gmail.com

www.ataulla.blogfa.com