۱۴ . ۱۰ . ۲۰۰۹
لیکنه دپوهاوۍ لپاره يوه ډېره لرغونې کړنلاره ده ، یاني لیکل یو بنسټیز دوديز تخنیک دی ، چې بل اړخې بیا لوستل دي . دغه لیکل او لوستل جلا جلا پرو سې دي ، چې دبل خبري یا خپل مطلب چې له یاده وه نه وځي نود کاغذ پر مخ د تورو په مټ ګړي بیا وېکړې لیکل کېږي او د اړتیا پر مهال لوستل کېږي . پایله د نوښتي لیکني ادبیات دي . دغه لیکنه په پښتوکي د کلاسیک ادبیاتو له مخي په درې ډوله ده : لومړی :- نثر ، دویم :- شعر، درېم :- مسجع نثر دي . د دغو درو ادبي سېستمو څخه جلا بله کته ګوري هم په ادبیاتو کي شته لکه : متلونه، وجيزي . نثر ته چې سمون ورکوي او په چوکاټ کي ئي د لیکدود او لیکلار راولي ژبښود (ګرامر) دی، چې دغه د نثر بنسټ او پوهه ده . او شعر ته چې سمون ورکوي بحر، قافیه او ردیف دي . عروض، بدېع اوبیان ئي په ادبیاتو کي دشعر پوهنه ده . ښه نثر لیکل او ښه شعر لیکل هغه بیا پخپله په ادیب یا لیکوال پوري اړه لري . مسجع نثر چې په منځ کي د نثر او شعر ځائ لري یو منظم چوکاټ لري . چې نثر او نظم دواړه پکښې لیدل کېږي . بندونه لري، ځیني ځایونه بیامقفي وي په اهنګ کي خپل سم وي . لوي معمار د مسجع نثر خواجه عبداله انصار دی . نثر هم له ځانه څخه ډولونه لري . ډرامه ئيز نثر، طنزي نثر، مقاله ئي نثر، ژورنالیستي لیکني (راپورونه)، کتاب لیکنه ده، چې دا هم له ځانه ډولونه لري . لکه : ( تاریخ لیکنه، کیسي لیکنه، سفرنامې لیکنه، علمي موضوع لیکنه، مسلکي موضوع لیکنه، فلسفي، لیکنه او دغسې نور ) . شعر هم دغسي ډولونه لري . لکه : غزل، قصیده، مدح، مثنوي،څلوريزي، ترجیع بند، ترکیب بند، نعت، حمد او دغسي نور ډېر) . وجيزي د مانا ډکي لنډي ګټوري منظمي فلسفي د پخوانیو خلکو خبري دي، چې نصحت او پند پکښې پروت دی . متلونه لنډي د ماناډکي په کلتور پوري تړلي دوديزي د اولنو خبري دي . ځیني ئي لنډي منظومي خبري دي . لکه چې واي : تر خېښ نس را پېښ، یا اشه ښه ده که ګُله – په مخ دي مه یوه راځه مه بله، یا مه کوه په ما- چي و به سي په تا، یا پوردي په پور – منت دي په ګور او دغسي نور . او منثوري متلونه هم ډېر دي . لکه چې واي : ګل له ګله رنګ اخلي . ګران به دي کم نه تر زویه . اس ئي نالاوه چونګښي هم پښه پورته کړه . پخپلو شعرو کي شاعران متلونه هم راوړي . دپښتوژبي شعر، نثر او مسجع نثر لرغونی بنسټ لري، چې پر دغو باندي د پښتو ادبیات را څرخي . که په دغو کي څه ناسم تیاوي وي کېداي سي، چې په ادبي لحاظ و ژبښود ته ورسي یا عروضو ته مراجعه وکړي، او ناسم تیا ئي پیداکړي . اوس راځم اصلي مطلب ته ومډرن شعرونو ته، چې څه ناڅه د شلمي (۲۰) پېړۍ د شپېتو (۶۰) کلونو را په دېخوا زموږ د پښتو د ادب خاوندانو پیل په کړی دی . هغه ازاد، سپین، نیمه او مونډه شعرونه دي .
ما چې پخپله دغسي یوازادشعر ولوست څومره چې سړی پر یوه حقیقي او کلاسیک شعر خوند اخلي خو پر دغه مډرن ازاد شعر مي خواند وانخست . خو که څه هم په خپل مفهوم کي اوچت وو، خو د شعر اغېزه ئي نه لرله . ولي چې په نامه شعر یادې ده خو شعر نه وو . که به مي روان د نثر په ډول لوسته ځائ به ودرې دم . بیامي ټیکي په ټیکي ولوست، چې په پاي کي په پوه سوم . خو بیا په یوه مشاعره کي مي دیوه ځوان له خولې د ده خپل ازاد شعر واورېد. که څه هم د ډېر زیار ایست او ډېري خوږې ګړې پکښې وې خو دا ګړي نه منظوم وې او نه منثور دا خوږې ګړې ځان ته پکښې ښکته پورته کېدې . زما په اندازاد شعر یو شا عر هغه مهال واي،چې دی وخپلي ډېر ښې اندېښنې ته او خوږو خبرو او نازک خیال ته د کلاسیک شعر قافه او ردیف وه نه مومي نو دغه نازک خیال او اندېښنه په څو خبرو کي راولي، چې ودغه ته ئي ادبي رنګ ورکړی وي، نو دازاد شعر نوم پر کښېږدي ،یا واي، چې سپین شعر دی . که سپین شعر وي نو تور شعر هم سته هغه نو لکه چې مقفي شعر وي . هره هغه خبره چې منظومه وي او قافیه او ردیف لري شعر دی . روان او سلیس متن نثر دی . زموږ ادبیات د غرب د ادبیاتو سره ډېر فرق لري . اروپایان پخپلو نندارو (تیاتر) کي اوپرا (Opera) او اوپرېتا (Operetta) لري، چې دوي په هغو کي خالي خبري په اواز او غزلو سره واي، چې دغه شی په موږ کي رواج نه دی . او دغه چې په اوپرېتا کې په غزلو ویل کېږي ځینو ته ئي شعر نه سو ویلاي . د شرق فلسفه او د غرب فلسفه فرق سره لر ي،او دشرق ادبیات دغرب له ادبیاتو سره متفاوت دي . نو که موږ خپل د یوه ادیب شعر دیوه غربي ادیب له شعر سره پرتله کړو دا هم ډېر تفاوت لري .که چيري دا دغرب مفکوره زموږ ادیبانو را اخستې وي او دوي ازاد یا سپین شعر ویلی وي دا بله خبره ده، خو زموږ په ادبیاتو کي تر ۱۹۶۰ زېږيز کاله پوري دا خبره نه وه . په موږ کي هره خبره چې په قافیه اوردیف ویل سوې وي او منظوم وي شعر دی . چې څرنګه یو شعر دی دا بیا بله خبره ده . که یوه خبره قافیه او ردیف نه لري او منظم روان چوکاټ لري دغه خبرو ته نثر وایوبل نوم نه سو ور کولاي . که خبري سره تړلي وي او بند، بند وي او منظم چوګاټ ئي لاره، مسجع نثر دی . په ۲۰۰۷ کي رادیو ازادۍ د ښاغلي کاظم کاظیمي یو افغان شاعر چې هغه مهال په مشهد کي او سېده د نیمه شعر او ازاد شعر پوښتنه وکړه، چې دا څرنګه یو شعر دی؟ د په ځواب کي ورته وویل : چې د چپیانو د حکومت پر مهال دغه رنګ شعر ډېر عمومیت پیداکړ، خو په ایران کي داشعر دومري نه ویل کېږي . په افغانستان کي د ثور تر کودتا ترمخ هم ډېر لږ دغسي شعرونه ویل سوي وه، لوستونکي ئي چندان نه لرله . زما وړانديز و لیکوالو، ژبپوهانو، ادیبانو او دقلم خاوندانو ته دادی، چې دغه لیکني ته بل غوره نوم ورکړه سي ښه به وي، تر دې چې نوم یوشی او لیکنه بل شی وي .که څه هم شعر یوه ګړه ده، خو د انسانانو په ذهن کي داسي پروت دی، چې بايد قافیه ولري منظوم وي، ده بیتونو څخه جوړ وي . د ازاد شعر څخه هم
لوستونکي دغه شی غواړي، ولي چې شعر ورسره دی . کله چې لوستونکی ئي لولي موزون تیا نه پکښې ویني نو واي دا شعر نه دی . هر چاچې لومړی دغسي یو ازاد شعر لیکه او دغه د ازاد نوم ئي پر ایښود، زما په اند، په دې مانا به نه وو، چې دی بل سبک شعر واي، په دې مانا به وو، چې د ځان له کلاسیک قافیه لرونکي شعر څخه ازاد کړی دی . کلاسیک شعر چې ادیب ئي واي دی تړلی په اصولو پوري د عروضو او قافیي دی . شاعر چې شعر واي دی به ئي هرومرو قافیه، ردیف او وزن سمه وي، کنه نو شعر نه دی . زماپه یاد سره په لومړي سر کي یوازي ازاد شعر وو، وروسته نیمه شعر سو، شعر نماسو او اوس بیا سپین شعر هم ورسره سو. داولي داسي سوه؟ زما په ګمان هر ادیب ځان له په دغه رنګ لیکنه کي یو سبک لري، چې ودغه سبکو ته ئي بیا دغه خاص نومان ورکړه . ولي چې زه په دغه نوې لیکنه کي کم ځانګړی سېستم نه ونم ، چې سړی دي هغه لیاره واخلي او دغسي یو ازاد شعر دي وه واي لکه کلاسیک شعر . ځیني ازاد شعرونه لنډ دیو څو قافیو سره وي بیا قافیه نوي . بل رنګه ازاد شعر بیا بېخي قافیه نه لري او په څو لنډو ګړو ئي ليکلی وي .خو ډول ډول لیکل کېږي هر رنګه چې زړه میلان درلود هغسي لیکلي .