کور / ترخې خبري / امريکا او د غير نظاميانو څخه د ډال (سپر) په توګه کار اخستل

امريکا او د غير نظاميانو څخه د ډال (سپر) په توګه کار اخستل

پاچا ­ کليفورنيا ­ امريکا
١٧ ­اکتوبر ٢٠٠٩


دا لاندي مقاله مي د ‘کابل پرس’ په ويب سايټ که ولوستله، دا د ډير تعجب وړ مضمون دي چي ګران وطنوال بايد ددي مقالي په لوستلو سره د ځيني واقعيتونو څخه ځانونه خبر کړي.


په لمړي سر کي داسي فکر کيده چي د امريکا او اروپايي هيوادونو وګړي او کارکوونکي چي د خپلو هيوادونو څخه بهر په ځانګړي ډول په اسلامي هيوادونو کي دندي تر سره کوي انساني کرامت اوعظمت ته د بشر د حقوقو په چوکاټ کي ډيره پاملرنه کوي، خو ددي مقالي په لوستلو سره چي يو امريکايي ليکلي ده زما فکر بدل او ديته اړتيا پيدا شوه چي ددي مقالي ځيني مهمي کرښي او پاراګرافونه وژباړل شي چي دلته به هغه ټکو ته پام واړول شي چي څنګه دا په انساني جامه کي پټ ليوان او پړانګان د افغان اولس د سپيڅلو نيتونو څخه ناوړي ګټي پورته کوي او د ځان د ساتلو لپاره د هر راز چلونو او مطلب اشنايو (اپرچونستيکي او ابن الوقتي) تاکتيکونو څخه کار اخلي او د اشغال شويو هيوادونو اولسونه په رنګارنګ چلونو تيرباسي.


ماتيو ناسوتي (Mattew Nasuti)د امريکا د هوايي قواو يو پخواني کپتان چي يو وخت يي د لاس انجلس په ښار  کي د وکالت (مدعي العموم) دنده هم سرته رسوله پخپله ليکنه کي چي د پنجشنبي په ورځ د ٢٠٠٩کال د مۍ په ٢٨ يي خپره کړيده  د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په کارکوونکو پړه اچولي چي د عراق او افغانستان لپاره د ډيپلوماټانو د ساتني لپاره د قرارداديانو د روزلو ځانګړي دنده په غاړه لري، دغه وزارت د روزني ګډون کوونکي دي ته تشويقوي چي د بشرحقوق د پښو لاندي کړي او په دي باره کي يي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت دغه نا روا عمل ته ګوته نيولي او خپل انساني وجدان ديته اړ کړی دی چي په عراق کي د کار کولو څخه ډډه وکړي، چي البته دا دده د سالم وجدان ښکارندويي کوي. ماتيو ناسوتي داسي ليکي:


” مونږ ته په يو کنفرانس کي وويل شو چي د عربانو د ميلمه پالني اوښه سلوک څخه چي د ميلمنو په مقابل کي يي کوي څنګه ناوړه ګټه پورته کړل شي. د بهرنيو چارو وزارت په ټينګار سره وويل چي دا دوی (عربانو) کمزوري ده چي بايد استفاده ور څخه وشي نه دا چي وستايل شي”. ماتيو خپله ليکنه داسي پيلوي.


” زه د امريکا د هوايي قواو يو پخواني کپتان او د لاس انجلس د ښاري پخواني مرستيال مدعي العموم يم. تير کال زه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لخوا د عراق د ولايتي بيا ودانولو لپاره د ښاري لوی اداري مشاور په توګه وتاکل شوم. 


ما خپل قرارداد هغه وخت له لاسه ورکړ کله چي مي د ډيپلوماټيکي اداري د امنيت د مامورينوناوړه کړه وړه رسوا کړل. په دي غير انساني کارکي د ډيپلوماټانو د روزني هغه عمل شامل وو چي څنګه خارجي عام وګړي د يو ترورستي حملي په وخت کي د انساني ډال (سپر) په توګه استعمال شي. دا روزنيز کورس د بهرنيو چارود وزارت د تروريزم ضد رياست  لخوا جوړه شوي وو.


‘د ٢٠٠٨ کال د مارچ د مياشتي په ٢٧ د ډيپلوماټيکي اداري د امنيت د دفتر لوي آمر يعني ښوونکي مارټين بورک ‘Martin Burk’ مونږ ته وويل کله چي مونږ د سفارت زغره لرونکي موټر چلوو او د يوي ترهګريزي واقعي سره مخامخ شو، مونږ کولي شو چي خپل موټر يوي خواته او د عامه وګړو د سورلۍ موټرشا ته نږدي کړو چي د ګوليو د لګيدو په صورت کي به د عامه وګړود سورلۍ موټر په ګوليو ولګيږي. (حتي که په دغه موټر کي ماشومان هم موجود وي). دغه د ډيپلوماټانو د امنيت ښوونکي، خارجيان ( عربان/افغانان. ژ) د” ګولۍ نيوونکو يا اخستوونکو” په نامه ياد کړل’.


ماتيو ليکي: دا کار هغه ډول ټرايننګ يا روزني ته ورته دي چي القاعده يي خپلوشاګردانو ته ورکوي.( دلته د بشر د حقوقو اود دموکراسۍ د ټيکه دارانو تر منځ څه توپير موجود دي. ژ). د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته نه ښايي چي خپلو ډيپلوماټانو ته دا ډول روزنه ورکړي. د بهرنيو چارو وزارت بايد خپلو ډيپلوماټانو ته داسي روزنه ورکړي چي د حملي په صورت کي خپلي موټري د عامه وګړو د موټرو ترمخه کړي او د   هغوي سلامتي او امنيت وساتي، چي د ا به يوه ابرومنده او   با وقاره  پاليسي وي.


ما دا موضوع مرستيال وزير ګريګوري سټار (Gregory Starr) ته وويله خو هغه هيڅ جواب رانکړ. د بهرنيو چارو وزارت د مارتين بورک او د هغه د آمر براين ډفي (Brain Duffy) د اصلاح کولوڅخه ډډه وکړه اوحتي ددي مکروه کورس د افشا اوبندولو په باره کي يي هيڅ کار ونکړ.


يو څوک به داسي فکر کوي چي دا روزنه به يو استثناي تمرين وي خو داسي نه ده. د مثال په توګه د ٢٠٠٨ کال د اګست په ٢٤ د بهرنيو چارو د وزارت يوي مآموري ليني ټريسي (Lynne Tracy) په پيښور­ کي د خپل کور څخه د امريکا د قونسګرۍ په لور په يوه زغره لرونکي موټر کي د دوه ساتوونکو سره روانه وه ، د هغي د کور څخه تقريبآ سل متره ليري يو لينډ رور موټرد هغي د موټر مخه ډب يعني بنده او د کلشنيکوف ډزي يي ورباندي وکړي. 


د سفارت ډريور، ګاډي په ريورس ګير کي واچو او شا ته يي د ريکشا ډريور چي ګوهر علي نوميده سخت ژوبل  او پر سرک يي پريښود، ميرمن ټريسي يي بيرته خپل کورته ورسوله چي د سفارت دساتونکي عملي لخوا پټه وساتل شوه چي تر څو د پاکستان پوليس راورسيدل. پاکستاني رسنيو وويل چي ګوهر علي يي روغتون ته بيولي دي خو دا خبره د امريکا به مطبوعاتو کي خپره نشوه او نه يي د ميرمن ټريسي اويا د سفارت د ډريور په باره کي چي يو ريکشا وال يي ژوبل کړيدي څه وويل.


د بهرنيو چارو وزارت د وژني په هکله يوه ډيره سخته پاليسي لري چي د ١٢ ف­الف­م ٠٢٠ ( 12 FAM 020) په نوم ياديږي. څرنګه چي دا پاليسي يواځي په امريکا کي عملي کيږي، اود امريکا څخه بهر دا ماده د امريکا د مآموريت د وسلو د پاليسۍ په نوم ياديږي، چي د امريکا څخه بهرددغي مادي تطبيق ډير زيات سپک او حتي په امريکايانو د عملي کولو جنبه نلري. د امريکا د سفارت مامورين حق لري چي هر خارجي وګړي چي خطر ورته متوجه کوي حتي که معقول دليل هم ونلري ووژني. دي وزارت دغه د شرمه ډکه پاليسي نده خپره کړي ځکه چي دوي د نړيوالو کنوانسونو څخه د جنګونو په وخت کي د عامه وګرو د ساتني څخه ډيري سرغړوني کړيدي.


په کال ١٩٦١ کي جنرال اډوارډ لنسډيل (Gen. Edward Lansdale) پخپل يو مشهور راپور کي رييس جمهور جان ايف کنيډي ته د ويتنام په باره کي وليکل چه ددغه راپور مهم ټکي داسي دي:


” هيڅ يو امريکايي بايد ويتنام ته د ‘ هيواد د کاري ټيم’ په چوکاټ کي چي اسيايان يي نه خوښيږي او هم په دي باره کي معلومات ونلري، ونه ليږل شي.


دا يوه ساده او عادي موضوع ده چي دامريکادولت هغه د څلويښتو (٤٠) کلونو راهيسي د نظر څخه غورځولي ده. ما د منځنۍ درجي امريکايي مامورينو سره ليدني کتني کړيدي چي د عربانو په مقابل کي يي د توهين او نفرت نه ډکه روحيه درلودله، يو زيات شمير نور امريکايان چي ما وليدل هغوي د عربانو څخه ډير زيات نفرت درلود. د لنسډيل د راپور په اساس دغه ډله ( امريکايان) بايد دلته په امريکا کي پاتي او هلته د کار لپاره ونه ليږل شي.


د بهرنيو چارو په وزارت کي نوري داسي د شرمه ډکي بيلګي (شواهد) موندل شويدي چي په کال ٢٠٠٨ کي يي په هره مياشت کي د امريکا د سفارت د بغداد د شني (ګرين زون) په سيمه کي په پراخه پيمانه شراب خرڅ او استعمال کړيدي. په قوي احتمال سره دا کارونه د امريکا په سفارتونو کي په کابل او اسلام اباد کي هم روان دي. دا احصايي په مکرر ډول ددي ښکارندويي کوي چي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کار کوونکي اسلامي عقايدو او کلتور ته په ښکاره سپکاوي کوي، چي غير د شرابو د څکلوڅخه خپل کارونه نشي تر سره کولي. يو ځل بيا وايم چي دا ډول خلک بايد دلته په امريکا کي وساتل شي اوهلته د ليږلو څخه يي بايد ډډه وشي. 

د لنسډيل د راپور يو بل مهم ټکي دادي چي هغه څوک بايد ويټنام ته ونه ليږل شي چي د ويټناميانو ژوند د خطر سره مخامخ کوي. دا فکر بايد ددي ماموريت په لمړۍ درجه کي وشميرل شي چي ددي کار په کولو سره به د هيواد د کاري ټيم امنيت هم وساتل شي، خو د بهرنيو چارو وزارت د سفارت ډيپلوماټانو ته د حفاظت ورکولوپه لمړيتوب قايل دي.


ددي کار پايله (نتيجه) داده چي د سفارت کارکوونکي د عراق په شنه سيمه (ګرين زون) کي يو بله دنيا جوړه کړيده او د امريکا د سفارت څخه يي د قلا (قلعه) ديوال چاپير کړيدي لکه ‘ سفارت د اوبو په زګ يا په پوکڼۍ’ کي، چي ددي کار په کولو سره په ټوله نړۍ کي شهرت لري. دغه ديوالونه چي په ميزبان هيواد کي د امريکا د سفارت نه ګرد چاپير جوړشويدي ددي معني ورکوي چي ددغه ميزبان هيواد د عامه وګړو او امريکا ترمنځ ښکاره واټن موجود دي، چي دغه په پوکڼۍ کي بند سفارتونه ددوي د ويري او کمزورۍ په معني دي.


په بهرنيو هيوادونو کي د امريکا ځيني سفارتونه د عامه وګړو سره ډيري لږي او محدودي اړيکي ساتي چي ديته د (پوکڼۍ سياست يا پاليسي) وايي”.


ښاغلي ماتيو ناسوتي د امريکا د سياست په باره کي نور هم ډير څه ليکلي دي، چه هغه ددي بحث سره ډير اړخ نه لګوي نو زه د هغوي د را وړلو څخه څخه دلته صرف نظر کوم. د ماتيو د ليکني په اساس زه (ژ) دا ويلای شم چي اروپايان په عمومي ډول چي روسان هم پکي راځي او امريکايان په ځانګړي ډول به هيڅکله زمونږ د اسيايانو، عربانو او مسلمانانو ملګري نشي. ددوي د مطلب ملګرتيا ده لکه چي يو متل دي چي وايي ” که وکړي اتيا، سل کاله خواري، خپل به نه کړي مار و لړم او پنجابي”.


قضاوت اوس ستاسو درنو لوستونکو په لاس کي دي، چي ددي امريکايي ليکونکي يعني ماتيو د ليکني څخه څه ډول انتباه اخلۍ. په درناي­پاچا


مخفف ټکي (ژ)د ژباړونکي نطر دي.

تبصره نسته

  1. لومړى ښاغلي پاچا ته د دغه مطلب د ژباړې او زيار له امله د الله ج له درباره اجر غواړم.
    د پاچا صيب د ليکنې وروستى متل ډېر په زړه پورى او عين سياست دى. ځکه د سياست يو تعريف د باور او بې باورۍ تر منځ د انډول ساتل دي. يانې يو ښه سياستوال هغه دى چې په دوست او دښمن دواړو تر يوې اندازې بې باوره وي، خو داسې نه چې هغوى وننګوي.
    يانې پر دوست يې د دوستۍ د پرېښودلو او پر دښمن يې د دښمنۍ د پرېښودلو بې باوري وي. خو هغه څه چې په سياست کې ورته ځاى نه شته خوش باوري ده.
    خوش باوري د سياست لېونتوب دى او دا هغه څه دي چې هم زموږ په ولس کې او هم زموږ په سياستوالو کې زيات ليدل کيږي.
    موږ د سياستوالو په توګه بايد هم د امريکايانو پر دوستۍ بايد بې باوره اوسو او هم د طالبانو پر دښمنۍ.
    دا بايد هېر نه کړو چې امريکايان، امريکايان دي او موږ ته پرديان دي او طالبان که نن دښمنان يې هم ګڼو بيا هم له موږ سره خپل او افغانان دي چې په هر صورت کې بايد دغه موازنه وساتل شي.
    زما وړانديز همداراز طالبانو، اسلامي ګوند پلويانو او نورو افغانانو ته هم دا دى چې افغانان افغانان دي اوبه په ډانګ سره نه بېلېږي او په هر صورت کې بايد د نورو بهرنيانو په پرتله خپل او عزيز وګڼل شي او د سياسي اختلافونو او جګړو پر وخت دغه اصل له پامه ونه غورځول شي، لکه څنګه چې په پورتنۍ ليکنه کې امريکايانو د عراقيانو او افغانانو په پرتله د خپلو امريکايانو ژوند ته لومړيتوب ورکاوه او د هغه ژغورلو ته د ټولو بشري او انساني حقونو او غوښتنو پر خلاف چمتو وو بايد افغانان هم دا راز کړنه خپله کړي او پرديو پر وينا نه څوک د طالب او ملا په نوم ووژني او نه هم څوک له چا د يهودو او نصارا د نوکرانو په نوم سرونه، غوږونه او پزې پرې کړي.
    نور په ژول شويو ګنيو شخوند وهل او ژوليو ګڼيو ژول خوند نه لري. يو ځل مو د خوش باوريو مزه چښلى نور يې بايد ونه چښو. کمونستانو روسانو ته پرولتري وروڼه ويل او پر موږ دا تپل شوې وروري يې له امپرياليزم څخه د افغانستان د دفاع له پاره بلله، اوس چې هغه امپرياليستي ښامار پر موږ رادانګلي او هر ورځ راته په سلګونه نارينه، ښځې، لويان او ماشومان وژني اوس زموږ هغه پرولتري وروڼه ورته اکمالاتي لارې ورکوي.
    همداراز خوش باوره مجاهدينو پاکستانيان، عرب او يهودي او نصراني ملاتړ کوونکي دوستان او ديني وروڼه ګڼل او د اسلامي هيوادونو تر منځ پولې يې نامشروع ګڼلې، خو نن وينو چې دغو ناسکه او ديني وروڼو زموږ پر کور ناتاړ جوړ کړى او له هغو سره جګړه جهاد بولو چې پرون مو ورته په افغان جهاد او جګړه کې دبرخې اخيستنې له امله دعاګانې کولې او د الله ج له درباره مو ورته اجرونه غوښتل. اوس هغه اخواني دوستانو او وروڼو د پښتنو او قبايلو ژوند تريخ کړى او پر دښمنانو يې بدل شوي دي او هره ورځ په پښتنو کې د لسګونو کونډو او يتيمانو په توليدولو بوخت دي او هغه هم په داسې حال کې چې افغان دولت پخوانيو يتيمانو او کونډو ته د مياشتې له درې سوو افغانيو څخه زياته معاش نه شي ورکولى چې دا نوي پرې هم اضافه شي نو بيا به څه کوي.
    بس ښه خبره دا ده د سياست پر وړاندې سياست وکړو نه دا چې بل مو وژني او موږ دې ورته سوره يس لولو.
    سياست دا وايي چې دښمن دې بېلوي او بيا دې ايلوي، خو ته خپل خپلوه او پردى پرې ويروه.
    وايي ښه دوست نشته او بې دوسته هم نه کيږي، حقيقت دا دى چې امريکا او ورسره نور امپرياليستان او همداراز پنجابيان، عربان او نور له بدې ورځې زموږ دوستان دي او د دوى دوستي به هم تر مطلبه او ګډو ګټو وي که نه، نور له دې څه روښانه بېلګه شته چې پرون شور ويانو وژلو او امريکايان او پنجابيان مو دوستان او اسلامي وروڼه وو او نن مو همدغه اسلامي وروڼو او دوستانو راته شوبلې او ټانکونه اړولي په لره او بره پښتونخواه کې مو وژني.
    الله ج نه ملا محمدعمر، حکمتيار او کرزي ته د خوش باوريو د پاى ته رسولو توفيق غواړم او ورته وايم چې نه دې وي له موره، ورته مه وايه چې وروره.