شپه ده ،باران وريږي د اوبو شرار له هرې خوا تر غوږ کيږي .باران په کاسو او پيالو وريږي .د کوټو ناوې له اوبوډکې بهيږي .د تالندې بريښنا اوازونو او د شپې تور تمتيا د ټولو په زړونو کې ويره وار په وار زياتوله .او له ټولو سره د سر خوندي کولو غم وو.
خو بل پلو بيا يو انځور ګر د خپلې خټې په کوټه کې د دنيا نه بې پروا لګيا دى او د يو چا انځور کاږي .دى په انځورکې داسې ورک دى چې له خپل حال او ماضي بې خبر دى او باد باران او تالندې برېښناد هغه پام ځان ته نه شو اړولى سره لدې چې له ډېر شر او شور نه ډک و.خومينه يو داسې شى دى چې کله کله انسان پکې دومره ژور لاړ شي چې ناګهانه مرګ ته غېږه ورکړي او له فاني نړۍ نه کوچ وکړي.
بکتاش له ماشومتوبه له انځور جوړولو سره مينه لرله .خو اوس هغه د خپل ژوند( ٣٠) پسرلي شاته پريښي و .او تر دې دمه يې ډېر شمېر انځورونه جوړ کړي اوډېرې جايزې يې اخستې وې .هغه يو داسې انځور ګر و چې چې دشپې د خاموشو لمحو سره يې ډېره مينه لرله .او همېش به يې د شپې له مخې تصويرونه جوړول .
د کوټې په فرش باندې کاغذونه او رنګونه خواره واره پراته وو.او هغه په منځ ناست و کله به يې يو رنګ را واخيست او کله به يې بل، په کاغذ به يې و ماخه او بېرته به يې کيښود . شپه له نېمې اوښتې وه خو دى لا د انځور په جوړولو بوخت و.باران هم همغسې په شېبو شېبو ورېده .خو له ده سره د ځان پر ځاى د انځور جوړولو غم و .سره له بار بار ناکا مۍ هم دانځور له جوړولو لاس په سر نه شو .او له هر څه بې پروا پخپله مينه کې مست و.
له ځانه سره يې وويل :عجيبه خو دا ده چې شپه په ختمېدو ده او ما لا انځور ندى جوړ کړى .
يو څو شېبې په چرت کې شو .
او بيا يې وويل :يا خو په دغه شپه زما په زوق څه چل شوى چې هر انځور جوړ کړم بيا مې نه خوښيږي او يا خو زما محبوبه دومره ښکلې ده چې زما قلم د هغه د انځور د ايستلو توان نلري .
ستړى ستومانه شي ،په سترګو لاسونه ومخي .خو له هوډه نه تېريږي .ناڅاپه يې سترګې دکوټې په کونج کې په يو ځړيدلي انځور لګيږي .انځور ته په ځير ځير ګوري .او بيا رنګونه اخلي او له ځانه سره واي دا ځل به يې حتمي جوړوم .او دومره ښکلى به يې جوړم چې کله يې هغه وګوري ځان پکې ورک کړي او ځان ورته يو رښتينى بې روحه انځور ښکاره شي ، او وواي افرين دې ستا په ګوتو شي چې داسې انځوردې جوړ کړى .
دا ځل يې په پوره غور او دقت د په جوړولو پېل وکړ ټول رنګونه يې پخپل ځاى داسې وکارول چې څنګه ورته په کار ول .يو دم يې په زړه شول جې کېداى شي ستا په ﻻس جوړ شوىوروستى انځور وي .دا ځل يې انځور په خورا لوړ هنري انداز سره جوړ کړ .او خپل کړى هوډ يې سر ته ورساوه .
په خوښى سره يې وويل :زه که شپه دې په ويښه تېره کړه نو انځور خو دې هم جوړ کړ.له دې سره يې سترګې په انځور خښې کړې انځور يې دومره خوښ شوى و چې سترګې يې په کتو نه مړېدې دا ځکه چې وروسته له ډېرو هڅو توانېدلى ؤچې يو داسې انځور جوړ کړي.
نا څاپه يې سترګې د کوټې وړې کړکۍ ته واوښتې انځور يې پخپل ځاى پرېښود او د کړکى لور ته يې ګامونه غبرګ کړ .باران په ښه سرعت سره روان و .بکتاش وار خطا شو او کوټه يې هم په څڅېدو شوه .يو لوښى يې را واخيست او هغه ځاى ته يې کيښود چې له کوم ځايه چې د باران څاڅکي ډېر څڅېدل .په څو شېبو کې ټوله کوټه په څڅېدو شوه او ځانته حېران شو .په ډېرې عاجزى يې لاسونه دالله حضور ته لپه کړل .خو د باران شدت وار وار په ډېرېدو و،اوبا ﻻخره هغه ځاى هم په څڅېدو شو چېرته چې انځور ايښې و .د باران يو دوه څاڅکي په انځور پرېوت او رنګ يې يو څه تت کړ.اوس دهغه انځور ته شوه او ځان ورنه هېر شو .په شتاب سره انځور را وا خيست او په غېږ کې ټېنګ ونيوه .لدې سره په کوټه کې لګېدلى څراغ هم ګل شو.او په کوټه کې تور تم خور شو .د هغه په زړه کې ويره زياته شوه .ځکه چې په کوټه کې پا تې کېدل مرګ ته غېږې ورکول و.اوس نو هغه لپاره ټولې لارې بندې وې .هغه د يوې بې ځالې مرغۍ په څېر د سر پناه په لټه کې و .له همدې سره درز شو او کوټې تير مات شو او کوټه پرېوته او هغه د انځور سره يو ځاى تر خاورو لاندې شو او له فاني نړۍيې سترګې پټې کړې خو د هغه خواري بې ځايه ﻻ نړو او د هغه ادبي شهکار کله نندارې ته وړاندې شو نو لومړى درجه جايزه يې وګټله
او د هغه نوم ترابده ژوندى کړ .
بهسود خپله جونګړه