کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / که کرزی پاچا شي !؟

که کرزی پاچا شي !؟

786

که څه هم تر اوسه د ټولټاکنو وروستۍ رسمي پايلې نه دي اعلان شوي او لاهم د ولسمشرۍ پرسر او يا بهتره ده ووايو د راتلونکي حکومت د څرنګوالي پرسرد يو شمېر کورنيو او بهرنيو کړيو تر منځ وزلوبه روانه ده، خو په اغلب ګومان چې د تېرو اتو کلونو ولسمشر حامد کرزی به بيا هم زموږ پاچا وي .

راځئ وګورو ، چې که کرزی بيا پاچا شي دا ځل د کومو لاسته راوړنو او يا له لاسه وتنو تمه کولای شو او د کومو ښو او بدو پايلو احتمالات موجود دي.

له ښو خبرو به يې پيل کړو : يو شمېر سياسي شنونکي په دې اند دي ،چې که کرزی بيا پاچا شي دا ځل به وکولای شي د هېواد او ولس په ګټه يو لړ ګټور کارونه ترسره کړي او دليل يې دا ګڼی، چې يو خو نوموړي د اتو کلونو غني تجربه ترلاسه کړې؛ بل دا چې دوستان او دښمنان يې ښه پېژندلي او د دښمنانو له چلونو سره بلد شوی. بل خوا څرنګه چې د اساسي قانون له مخې کرزی د بيا پاچا کېدو حق نه لري ، دا ځل به له هغو بېځايه مصلحتونو او ګذشتونو څخه چې په تېرو کلو کې يې کار ې تر اخيست، نوره ډډه وکړي. درېيمه خبره دا ده ،چې په دې وروستيو وختو کې امريکې او لوېديځوالو دې خبرې ته ډېر زور ورکړی، چې د افغان حکومت اداري کفايت بايد لوړ شي ، اداري فساد له منځه ولاړ شي او همدا رنګه يو شمېر پخواني جنګسالاران او جنګي جنايتکاران چې په حکومت کې لوی لاس لري ، بې واکه شي .نو د امريکې اومتحدينو دغه وروستی دريځ به هم له کرزي سره مر سته وکړي، چې له شر او فساد سره اغېزمنه مبارزه ترسره کړي. او څلورمه خبره دا ده ، چې که کرزی دا ځل هم له ځواک سره واک ته راشي ، نو د ده له وروستي دريځ څخه داسې ښکاري چې دی به د امريکايي او ناټو ځواکونو له خوا د افغان وژنې پروړاندې هم په کلکه ودريږي او تر زياتې کچې به د افغان وژنې مخه ونيولی شي.

را ځئ اوس همدغو مسايلو ته له بله اړخه وګورو او په دې برخه کی شته اندېښنو ته نظر واچوو :

د ډېرو شنونکو په اند د يوه انسان کرکټر او د شخصيت ځانګړنې ډېرې ژورې جرړې لري، ځينې يې فطري وي او ځينې نور بيا د اوږده عمر په ترڅ کې په کسبي توګه د عادت کچې ته رسېدلي وي او له همدې امله د دغو ځانګړنو بدلون په لنډ وخت کې ډېر ګران وي ، حتی که څښتن يې د بدلانه هڅه او اراده هم وکړي. د يوه سياسي زعيم وړتياوې تر ډېرې کچې فطري وي ، يوازې په غوښتلو هر څه نه بدليږي . زما په اند کرزی ځينې داسې فطري ځانګړنې لري، چې له بده مرغه د افغانستان په څېر له بحراني هېواد سره د ژغورنې په لار کې نه يوازې مرسته نه شي کولای ، بلکې لا به يې په بحران کې ډوب کړي .

دويمه خبره دا ده ، چې حامد کرزي پاچاهۍ ته د بيا رسېدو په موخه دټولټاکنو په درشل کې له يو لړ داسې کسانو او کړيو سره د امتيازاتو او په حکومت کې دګډون ژمنې کړي، چې د هغوی په وجود کې به له بده مرغه د افغان ولس کړاوونه نوره هم زيات شي او د هېواد ثبات، بقا او وحدت به له لا زياتو ګواښونو او ننګونو سره مخ شي. که څه هم کرزی خپل راتلونکي حکومت ته د ملي مشارکت نوم ورکوي ،خو له بده مرغه فهيم خان ، دوستم ،محقق ،خليلي او ورسره يو شمېر نور، داسې کسان دي چې يوازې يې د خپلو خلکو پر وينو سوداګري کړې اودوی ته ديوه ځانګړي قوم د استازو په سترګه کتل لويه جفا ده او که لږ شاته وکتل شي ،نو د افغانستان د غميزې اصلي لامل هم دغه کسان دي . نو له کرزي سره د داسې کسانو ملتيا، چې د بن کنفرانس د پرېکړو له مخې بايد ډېر مخکې د جنګي جنايتکارانو په توګه محاکمه شوي وای ، دا به يوازې د افغانستان غميزه نوره هم پسې ژوره کړي .

درېيمه خبره دا ده ، چې د کرزي په راتلونکي حکومت کې به همدغه فهيم خان* ، محقق ، خليلي او دوستم له خپلو ډلو سره د ځواکونو په توګه ګډون کوي ،خو د هغو د بېلانس يا دفع لپاره مخصوصا د پښتنو له اړخه به کومه ځواکمنه ډله يا قوت موجود نه وي، نو له همدې امله به کرزی اړ وي چې د دوی ډېرو نامشروع غوښتنو او ناملي شرايطو ته غاړه کيږدي او د تېر په څېر به چا ته ملي قهرمانۍ او مارشالۍ ورکوي ، د چا به ولسوالۍ په ولايت بدلوي او چاته به هم د هېواد ملي شتمنۍ وړيا بښي. او په دې توګه به په افغانستان کې ملي عدالت او ملت جوړونې ته لادرانه زيانونه واوړي .د دې پروړاندې پښتانه او يا نور ملي شخصيتونه به د کرزي په حکومت کې يوازې د نا همغږو افرادو په بڼه ګډون لري او له همدې امله به يې له کرزي څخه د ملاتړ او يا پر ده باندې د فشار اغېز ډېرکمزوری وي. په دې توګه به کرزی د خپلې واکمنۍ په ټوله دوره کې د پورتنيو ډلو د فشار پر وړاندې يوازې ولاړ وي او په ملي کچه به د اغېزمو کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر لنډ او تنګ لاس ولري، مخصوصا دا چې کرزی د خپل کرکټر له مخې د فشار پر وړاندې ډېر زر تسليميږي او د لانجې اومقاومت پرځای معاملې ته ترجيح ورکوي. څرنګه چې اداري فساد ،د مخدره توکو مافيا او سازماني جنايتونه هم له پورتنيو ډلو سره تړلې ښکارندې دي، نو تمه نه کيږي چې د هغو پر وړاندې به هم کوم اغېزمن ګامونه اوچت کړای شي. او که چېرې د هالبروک په څېر امريکايان په نوي حکومت کې د ډاکتر عبدالله پر تپلو هم بريالي شي، نو بيا خو به په راتلونکي حکومت کې د وزلوبې سمه تماشا وي .

د پورتنيو ستونزو سربېره ترټولو مهمه پوښتنه دا ده، چې کرزی به څومره وتوانيږي اوسنۍ افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي او افغانستان له روانې غميزې او بحران څخه وژغوري ؟

زه په زغرده او ډاډ سره ويلای شم ، چې د راتلونکي حکومت په وجود کې به نه يوازې افغانستان له روان بحران څخه ونه ژغورل شي ، بلکې که نړيواله ټولنه په خپله تګلاره کې بدلون رانه ولي ، د افغانستان بحران به لانور هم ژور او سيمه ييز ابعاد غوره کړي. که اوه کاله وړاندې په افغانستان کې يو مدبر زعيم واک ته رسېدلی وای او که بهرنيو ځواکونو له افغانستان سره د يوه اشغال شوي او يرغمل شوي هېواد په توګه له کبره ډک چلند نه وای کړی او په افغانستان کې د قومونو او شته ډلو تر منځ يې تبعيضي چلند نه وای کړی ، نو کېدای شوه چې نن موږ له داسې يوې غميزې سره مخ نه وای.خو اوس خبره دې ځای ته رسېدلې چې نه يوازې د ولسمشر يا نورو چارواکو ادلون بدلون د افغانستان غميزه نه شي حل کولای ، بلکې د اوباما د نوې ستراتيژي پر بنسټ د ځواکونو زياتوالی او د عملياتو پراخوالی به يې هم له حل څخه عاجز وي. که چېرې ناټو په خپله ستراتيژۍ کې بنسټيز بدلون رانه ولي ، نوزما په اند افغان وژنه به لر او بر ښه په درز کې دوام وکړي (د کندز په هوايي بمبارۍ کې د ملکي خلکو وژنه يې څرګنده بېلګه ده) ،ناټو به هڅه وکړي د زور له لارې دا جګړه وګټي او له همدې امله به ملکي او نظامي تلفات نور هم زيات شي. خو د تاريخي تجربې او د اوسنۍ وضعې د تحليل له مخې به امريکا او ناټو ونه شي کړای د افغانستان جګړه د زور له لارې وګټي.نو له همدې امله به اړ وي ، چې د افغان غميزې له سيمه ييزو لوبغاړو او همدارنګه د افغانستان د ننه له بلواکه وسله والو ډلو سره د خبرو دروازه پرانيزي. څرنګه چې نه په افغانستان کې هغه ملي او سياسي بنسټونه او ځواکونه شته ، چې دسولې په راتلونکي بهير او معاملو کې له افغان ملي ګټو څخه ساتنه وکړي او نه هم د دولت په وسله والو مخالفينو کې هغه ملي او سياسي تدبير شته چې ملي ګټې وپېژني او دفاع ترې وکړي ،نو له همدې امله به په اغلب ګومان چې د افغانانو بې ساري قربانۍ يو ځل بيا د ګاونډيانو ، سيمه ييزو ځواکونو او پر هغو پورې د تړلو ډلو د ګټو قرباني شي او په دې لړ کې به تر ټولو زياته ګټه د ايران ، روسيې او پاکستان لاسته ورشي.

اوس به راشو دې خبرې ته ،چې ايا کرزی له دومره ډېرو ستونزو سربېره بيا هم د ولس او هېواد په خير څه کولای شي که نه ؟

زما په اند که چېرې کرزی د عادت او معمول خلاف د قربانۍ ملاوتړي او په قاطعيت سره د دې هېواد د ژغورنې هڅې پيل کړي، نو کولای شي لاندې چارې ترسره کړي: زما په اند د کرزي د راتلونکي حکومت لومړيتوب بايد په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت وي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره بايد له طالبانو او اسلامي حزب سره د سولې رغنده او صادقانه خبرې پيل شي، ځکه له خبرو پرته د افغانستان د غميزې حل ناشونی دی . خو د سولې د عملي بهير تر پيل دمخه بايد حامد کرزی دغه لاندې چارې ترسره کړي اوکه نه ،هم به سوله تر لاسه نه شي اوهم به دی لکه ډاکتر نجيب د خپلو هڅو قرباني شي.

د دې لپاره چې د حکومت د ننه فشارونه او دسيسې رفع کړي ، لومړی بايد د سالمو او باوري افرادو يو ځواکمن ټيم جوړ او پر ځان چاپېر کړي. د کرزي په اوسني حکومت کې هم يو شمېر قوي کدرونه شته، چې که چېرې دوی سره همغږي شي او يو ځواکمن ټيم جوړ کړي ، بيا نو کولای شي نه يوازې د حکومت د ننه فشارونه دفع کړي بلکې تر يوه بريده د بهرنيو فشارونو پر وړاندې هم درېدای شي.

دويم دا چې کرزی بايد له حکومت څخه بهر د يوه ملي او خپلواکه ځواک له جوړېد سره تفاهم ولري او د جوړښت ملا تړيې وکړي، خو د هغه په چاروکې له لاسوهنې دې کلکه ډډه وکړي . زما په فکر که کرزي په تېرو کلو کې دا ډول ځواک د خپلې پاچاهۍ پروړاندې يو ګواښ ګاڼه او مخه يې نيوله، نو اوس چې د قانون له مخې درېيم ځل پاچاهي نشته ، بايد د داسې يوه ځواک له جوړښت سره مخالفت ونه کړي. يو پراخه او پياوړی ملي ځواک به وکولای شي دسولې په راتلونکې معامله کې د افغان ولس استازېتوب او له افغان ملي ګټو په زغرده دفاع وکړي.

درېيم دا چې سر له اوسه دې پر امريکې او ناټو فشار واچوي چې له افغان وسله والو ځواکونو سره مرسته وکړي څو په خپلو پښو ودريږي او د احتمالي سبوتاژ پر وخت اوضاع کنټرول کړای شي.

څلورم دا چې دا ځل د زور واکو پر وړاندې له قاطعيت څخه کار واخلي او د سولې تر پروسې وړاندې هېواد له دغې هيولا څخه وژغوري او که نه دی به هم د ډاکتر نجيب** په څېر له شا څخه په خنجر ووهل شي .

که چېرې کرزی د پورتينو چارو په ترسره کولو بريالی شي ، نه يوازې دا چې لکه ډاکتر نجيب به د خپلو سوله ييزو هڅوقرباني نه شي ، بلکې د افغانستان په تاريخ کې به ښه نوم او پراخ محبوبيت ترلاسه کړي .او که خدای مه کړه ناکامه هم شي ، نو دخير هڅه به يې تاريخ په نېکۍ ثبت کړې وي.

*

د فهيم خان په اړه بايد ووايم ، چې که څه هم دی ظاهرا د يوه فرد په توګه له کرزي سره يوځای شوی او د نظار شورا له ډاکتر عبدالله سره درېدلې ده ، خو د تېرې تجربې له مخې به د شورای نظار هغه لويه برخه چې وار دمخه پر حکومت واکمنه ده د فهيم خان تر سيوري لاندې راټوله شي او له حکومت څخه بهربرخه به يې يو ځل بيا د اپوزيسيون په نامه د قانوني او عبدالله په وجود کې له کرزي څخه باج اخلي. د يادونې وړ ده چې بسم الله خان او امرالله خان خو د امريکې په پوستکي هم ورننوتي دي او د ځينې خبرونو له مخې امريکې کرزي ته ويلي ، چې په راتلونکي حکومت کې به بسم الله خان او امرالله خان له ځايه نه ښورول کيږي.

**

ډاکتر نجيب الله د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې هڅه وکړه ، چې د خپلې څوکۍ په بيه افغانستان ته سوله راولي ، خوڅرنګه چې ده نه په خپل ګوند کې قوي ملاتړ درلود او نه هم د هېواد په کچه داسې کوم ملي ځواک موجود وچې د ده د هڅو ملاوتړي او ورسره يې لکه د نن ورځې قومندان عطا په څېر په خپل لستوڼي کې يوزيات شمېر ماران (دوستم، جنرال مؤمن، نبي عظيمي، اصف دلاور، بابه خان او …)ساتلي وو ، چې د موقع له برابرېدو سره يې تر ټولو لومړی ټک ده ته ورکړ. نو که څه هم د خلقي او پرچمي واکمنانو په لړ کې نجيب الله تر ټولو محبوب واکمن وګرځېد ، خو هم يې د سولې هڅه شنډه شوه او هم يې خپل سر په کې وخوړ.

تبصره نسته

  1. Da Doctor Khoshal Rohi likana par haqyaqo walar da, za ham pa khpal war da karzai la ratlonki pachahai na da kho koma tama na laram. aw Afghanistan ba nor ham da da la bikafayatai la amala kharab aw badnam shi. wasala

  2. لومړى خپل سلامونه روهي صيب او درنو لوستونکو ته وړاندې کوم.
    بيا وايم چې روهي صيب لکه ډېر هغه پښتانه ليکوال او سياستوال چې د يو سياسي ډينامېزم او د پښتنو د غږ پورته کولو له پاره د يوه تربيون رامنځته کولو هڅې يې پيل کړي، دغه تريخ واقعيت ته متوجه شوى چې نن پښتانه په خپل هيواد او حکومت کې د غږ پورته کولو له پاره هيڅ مرجع نه لري، په داسې حال کې چې نور ټول قومونه دا راز مرجع لري او له هرځايه او په هر ځاى کې خپل غږ پورته کولى شي او د خپلو غوښتنو، ارادې او د صلاحيت تمثيل کولى شي، خو په خواشينۍ سره پښتانه د يو ډېرکي او د دغه هيواد د لومړي وارث په توګه له دغو حقونو بې برخى دى.
    ټولو ته په دې هکله دا پوښتنه ده چې ايا پښتانه د نورو لخوا په لوى لاس له دغه حق څخه محروم شوي او مخنيوى يې کيږي او که دا خپله پښتانه دي چې دا وړتيا يې په ځان کې نشته چې پر يوه محور راټول شي، ځان ته ټولنه او د غږ پورته کولو مرجع رامنځته کړي.
    له بده مرغه نن زموږ ډېرى پښتانه چې کله ورته وويل شي چې راځئ حرکت وکړو او پيل يې کړو، نو لومړۍ پوښتنه دا ده چې کومه موسسه او يا هيواد مرسته درسره کوي او د ټولنې جوړولو له پاره پيسې درکوي. که دغه روحيه له پښتنو څخه لرې نه شي او په دغه حقيقت پوه نه شي چې ايا له هغو وتلو او پرمختللو ملتونو سره چې نن په نړۍ کې سرلوړى ژوند لري کوم امريکې او برتانيې ورسره مرسته کړې چې نن ډېر سرلوړي او پمختللي ملتونه دي.
    بايد په موږ کې دا روحيه را ژوندۍ شي چې موږ هم ډير لوى ولس يو او که سره راټول شو ډېر لوى ځواک يو او که سره خپل فکرونه، شتمنۍ او امکانات شريک کړو نو ټولې ستونزې لرې کولو شو او د پرديو له اړتيا او غلامۍ څخه خلاصيږو.
    راځئ چې له پرديو څخه د تمې او سوال روحيه چې له غلامۍ ذهنيت څخه سرچينه اخلي پرېږدو،خپلو ټاټکيو چلولو او ډوډۍ خوړلو ته مخ کړو، نو انشالله په نږدې وخت به ځانونه د نورو له عسکرۍ څخه خلاص او خپلې افسرۍ ته به ورسېږو.
    همدغه موخې ته رسېدل له همدا نن او له همدا اوس څخه پيل کړو.
    بريالى جهش

  3. روهي صيب! ستا انديښنه په ځاي ده،خو دهغه ځواك يادونه چي تا كړې ده چي كرزي يي بايد ملاتړ وكړي هغه ته تا يو ملي او خپلواكه ځواك ويلي دي زما په نظر كي دي ته يو ملي سياسي ځواك ووايي ځكه ستا له خبري داسي انګيرل كيداي شي چې ستاسو مقصد له فرهنگي حلقو څخه دي چي هغه هم په خپل ځاي كي كار كولاى شي. خوسياست بيا يو بيل شي دي چي ډيري فرهنګيان يې بيا په دي معاملو او چلوټيو نه پوهيژي او له هري مسالي سره احساساتي برخورد كوي.