د باختر خبري آژانس او ارادې ورځپاڼې د خبريال حبيب وقار د مور د مړينې له امله چې جنازه يې مخكې د وردګو ولايت په چك ولسوالۍ كې خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي، چې د خداى بښلې فاتحه د پنجشنبې په ورځ د تلې (ميزان) په ۲۳ مه د خوشحال مېنې په کويټي جومات کې د ماسپښين له ۳۰: ۱ يوې نيمې بجې څخه تر ۳۰: ۳ درې نيمو بجو پورې د ارواښادې د کورنۍ له خوا اخيستل کېږي او د ښځو فاتحه د دوى په کور کې اخيستل کېږي.
دوستان او خپلوان دې خبر وي.
انا لله و انا اليه راجعون
اړيكه: 0798762008
0798 76 2008
habibeviqar@yahoo.com
له حبيب وقار سره خواخوږي
دا حقيقت دى چې پيداكوونكى او پناه كوونكى لوى رب دى، همدا لوى خداي هر څه پيداكوى او هر څه فناه كوي، كه موږ هر څومره كوشش او هاند وكړو چي د يو چا د پناه كيدو او مړيني مخه ونيسو وبه نشو كولاي، ځكه چي دا هر څه د لوي څښتن كار دي همغه لوي څښتن پيداكوونكي، روزى وركوونكي او پناه كوونكي دى، زه سلګۍ خواخوږې او زما د دفتر همكارانې ملالۍ مسكا، او حبيبه كاكړ له خبريال، څيړونكي او ليكوال حبيب وقار سره په دي درانه غم كي ځانونه شريك ګڼو الله متعال دي د ده مور وبخي او الله دي يې بازمانده ګانو ته لويه اوسيله او صبر وركي، ځكه چې د مور مړينه تر هر غم دروند وي موږ ټول خپل ځانونه به دې درانه غم كې ورسره شريك ګڼو.
په درناوي
سلګۍ خواخوږې