رویټر د واشنګټن څخه خبر ورکوی چی څو سوو امریکایانو د سپینی ماڼۍ تر خوا یوه لویه مظاهره وکړه چی د افغانستان څخه یې د امریکایی پوځیانو د ایستلو غوښتنه کوله .
د مظاهرې وېډيو :
دا مظاهره د جنګ ضد جوړښتونونو جوړه کړې وه . خبر وایی چی ۶۱ مظاهره چیان ونیول سول . دا لومړی ځل دی چی د عراق څخه علاوه د افغانستان د جنګ پر خلاف هم امریکایان واټونو ته راوزی .
په دغه مظاهره کی هغو سازمانونو هم برخه لرله چی بارک اوباما ته یې د انتخاباتو پر مهال پیسې راټولي کړي وې .
په پریکړه لیک کی ویل سوي چی نور به هر کال د عراق د جنګ پر خلاف د افغانستان د اشغال پر ضد هم موږ مظاهرې جوړوو . دا مظاهره پر افغانستان د امریکا د یرغل د اتمی کالیزی په مناسبت جوړه سوې وه .
د یو بل خبر له مخی چی د برتانیې د دفاع وزارت ورکړ ، یو برتانوی پوځي د هلمند د نادعلی په ولسوالۍ کی د چاودنی له امله ووژل سو .
د چین د سینهوا آژانس د خبر له مخی نن د وردګ ولایت په نرخ ولسوالي کی د ناټو درې پوځیان د سړک د غاړی ماین سخت زخمیان کړل .
دا يوه يقيني خبره ده چې د افغانستان او عراق اشغال د امريکې او اروپا پر ضد نړيوال ذهنيت بدل کړ او دغه هيوادونه يې د استعماري او امپرياليستي ځواک په توګه نړۍ ته وروپېژندل.
د افغانستان او عراق د اشغال پر ضد جګړه کې ورځ تر بلې د امريکې او ناټو ضد هيوادونه ورګډېږي او د دغې جګړې ګټل يې امپرياليستي هيوادونو ته ناشوني کړي دي.
پر همدې اساس د نيواکګرو له خوا د افغانستان او عراق اشغال پاى ته رسول د دوى دلخواه چناق نه بلکې د دوى مجبوريت دى.
اندېښنه اوس دا ده چې په هيواد او عراق کې د امريکې ماتې افغان ولس ته هيڅ ګټه ترشا نه لري. د هيواد اوسني شرايط داسې دي چې افغانان ونه کولى شي د امريکې له ماتې ګټه پورته کړاى شي. ځکه په افغانستان کې د امريکې په ماتې سره به نوي نيواکګر سيمې ته رامخه کړي او دوى به پر سيمه غوبل جوړ کړي. زما موخه دا نه ده چې په سيمه کې د امريکې او ناټو د پاتې کولو له پاره هڅه وشي، بلکې موخه مې دا ده چې په افغانستان کې سياسي فعاليتونه داسې منسجم او واوډل شي چې په سيمه کې د امريکې له تېښتې وروسته واک په لاس کې واخلي او سيمې ته د نويو نيواکګرو د تويېدو مخه ونيسي او داسې نه شي چې د يوې جګړې په پاى ته رسېدو سره په پله جګړه کې ښکېل شو.
دا خو يو څرګند حقيقت دى چې د امريکې له تېښتې سره سم د مارشال فهيم په مشرۍ د ملي جنايتکارانو او د حامد کرزي په مشرۍ د ملي خاينانو لکۍ هم ورسره غوټه کيږي او کوم څوک چې به پاتې وي هغه طالبان او د اسلامي ګوند غړي دي.
خو له بده مرغه دا دوه سره هم تر ننه په سياست کې پاخه نه شول او تراوسه د زړې پېړۍ د حذف او دکتاتورۍ پر سياستونو ټينګار لري کوم سياستونه چې د سياست په نوي قاموس کې يې زنه تړل شوې او استفاده ځنې نه کيږي.
نو بيا د دې له پاره چې د امريکې له تېښتې وروسته افغان ولس له طالبانو او اسلامي ګوند سره د انحصار او دکتاتورۍ ضد جګړه پيل نه کړي او د دې له پاره يې لاس روسيې، ايران او بېرته امريکا ته اوږد نه شي بايد سر له اوسه له خپلو پوځي سنګرونو راووځي او د سياست رڼا ته کېني او خپلو ولسي بنسټونو ته پراختيا ورکړي او په هيواد کې له نورو سياسي ډلو ته تفاهم ته سره کيني.
زما په اند د ملي وفاق له پاره د يو وړ حکومت رامنځته کول اړين وي چې نن د افغانانو له پاره د بيان ازادي او د ټاکنو له لارې د يو پراخ بنسټه اسلامي ډيموکراتيک دولت جوړېدل تر ټولو د منلو وړ او ښه تطبيقېدونکي دي.
افغانستان کله خپلواک باتی شویدی؟
افغانستان له هغی چه تاریخ یی ګواه دی د تل دپاره د پردیو دشکیلاک ښکار ګرځیدلی دی.سمد لاسه پوښتنه را پورته کیږی لامل یی څه دی؟
خبره د بغداد خلیفه ګانو ته رسی.افغانستان وروسته د خلفای راشیدین یو په بل پسی د وژلو اودواک لیږدیدل دمشق ته د بغداد د واک یو برخه وګرځیده او دبغدادباج اخیستونکو به خراسان نومولو ځکه خو ځینی د بغداد پاتی شونی نن بیا د بغداد د واک رامینځته کولو کی دافغانستان نوم او واک څخه کرکه کوی . په خواشینی سره د بغداد د باج اخیستلو او تیریو پروړاندی چی، دافغانستان او په څانګړی توګه د سیستان تاریخ خاورو سره خاوری کړاو نن هم پدی سیمه کی د افغانستان د تیر برم ځینی لاسوندونه د خاورو څخه سرو نه راپورته کوی د همدی افغانانوپه لاس د پینظری او نصیرالله بابر د میلمستونونو سینګار جوړوی ،د افغانانو پاڅون چی، مشری یی ابو مسلم اود پختو ژبی تکړه شاعر او د غور واکمنی مشر امیر کروړ کوله هیڅکله نوم نه پیژنی.دافغانستان څه مادی او څه معنوی له بنسټه ورانه او تالان کړه .پدی برخه کی د بشپړه معلوماتو او دعربو تیریو او وژنوبه اړه دلازیاتومعلوماتو ترلاسه کولو دپاره د د علامه حبیبی لیکنی ته (افغنستان د اسلام تروړاندی او وروسته) مخه وشی چی، به ډیره خوږه ژبه کښل شویدی .رابه شو دی ته افغانستان کله هم خپلواک باتی شویدی؟هیڅکله.ترهغی چی، دافغانستان لرغونی او ننی تاریخ یی په ډاګه کوی افغانستان دعربو یرغل وروسته نور دتل دپاره ښل او شوټ ګرڅول شویدی او پته یی هم نه لګیږی چی، کله په هم د نړی نورو هیوادونو په څیر خپلواک او په خپلو مټو ودان هیودا پاتی شی.لاملونه یی:
۱- دروسیی ځواک
۲- د ایران
۳- مذهبی کړی
ترهغی چی،د افغانستان په ګاونډکی غښتلی تر هر یونوم لاندی روسیه موجوده وی ، دیو سوله من افغانستان خوب دی او خیال .له هغی وروسته چی، په سیمه کی روسیه راپرسیره شوه افغانستان د تل دپاره له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او په دی لاره کی زمونږد ژبی اوتاریخ غلیم پخوانی فارس او ننی ایران ورسره مل دی .روسیی هیڅکله په افغانستان کی دا سی واک ندی زغملی چی، هغه د دافغانستان راتلونکی دپاره ګټه ور پاتی شی.
د امیردوست محمد خان په شړلوکی یی لاس درلود.
دامیر شیرعلی خان په شړلو کی یی لاس درلود.
د امیر امان الله خان په شړلو کی یی لاس درلود.
د سقاءوزوی په رامینځته کولو کی یی لاس درلود
د محمد نادرخان په وژلوکی یی لاس درلود.
د سردار محمد داودخان په وژبو کی یی لاس درلود.
د نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین به وژلو کی یی لاس درلود.
دشهید داکتر نجیب الله په وژلوکی یی سر بیره د کورنی تربګنیو ترڅنګ لاس درلود.د کلابی احمدشاه مسعود په روزلو او واک ته رسولو کی یی لاس درلود.
دملا ربانی (ربو) د واک په غزولو کی یی لاس درلود.
حامد کرزی هم دخپلو نیکونو لاره خپله کړه او په واک یی د پاتی کیدو دپاره روسانو ته سترګی خړی کړی ،ګینی د روسیی سفیر په خټه ازبک ضمیر جان کابلوف ته چی، په افغانستان د شوروی د یرغل په تګلاری جوړولوکی دتاجک ژباړونکی میرګن صولت شاه ترڅنګ د وزیر اکبرخان مډال دڅه دپاره ډالی کړای شو.
ایران د تل دپاره د افغانستان غلیم پاتی شویدی.
د تاریخ په اوږدو کی ایران هر ځل دروسیی موخی په افغانستان کی پرمخ بیولی دی او په افغانستا ن یی بریدونه کړیدی .همدا نن د هرات له لوری دافغانستان حکومت مخالیفینو ته وسلی ورکوی .
په هرات امنیتی استازی هغه خبری رسنیو ته وړاندی کوی ،خو ددی دپاره ډاکتر صاحب سپنتا خواپدی نشی ا و دښاغلی حامدکرزی پرچمی +شعلعه یی ویاند(احمد ضیا سیامک هروی )خوابدی نشی نو هرډ،ل لاسوهنی نه منی .
د مذهبی ډلو او تنظیمی مشرانو کړه وړه خو په دا دریو لسیزوکی ټولو نړیوالو ته د لمر په څیر څرګندی دی.ګه چیری هر یو افغان دخپل ولس هیوادملی ګټی ونه پیژنی او د هغوی جوتولواو خوندی ساتنو مټی راونه نغاړی افغانستان او پختانه د تل دپاره غلامان وی .اوښایی پختانو په نصیب غلامی په برخه شوی وی .ځینی خو بیا وایی خدای(ج) پختانه ددی دپاره پیدا کړیدی چی، د نړی هریو ظالم په خپله خاوره کی په ګونډوکړی .همدلامل دی چی، عرب نن په سعودی عربستان کی چی، تریوسلو پنځوسو زرو پوری امریکائیان شتون لری افغانستان کی د امریکائیانو پروړاندی جګړی کوی ،ترځو افغانان ووژل شی او افغانستان وران شی. دا زمونږ پرخه لیک دی د نړی پرمخ.