کور / ترخې خبري / BBC ولي د كرزي خلاف تبليغات كوي؟

BBC ولي د كرزي خلاف تبليغات كوي؟

 د حقمل په دې مضمون کې لړزوونکي حقايق کښل شوي دي، چې ډير وگړي تر دې دمخه پرې نه پوهيدل موږ هم ددې مضمون ددغې ځانگړتيا له لامله ورته ځير شو او دادى ستاسې دلا استفادې لپاره يې ټکى په ټکى نشر ته سپارو هيله ده په غوريې ولولئ .


بي بي سي له يوې مودې رادېخوا د كرزي په ضد تبليغات كوي، د دولت ضعف، اداري فساد، د بهرنيو مرستو تالان، په رشوت، اختلاس او د مخدره موادو په قاچاق كي د لوړ پوړو چارواكو لاس لرل او دې ته ورته تبليغات خو پرېږدئ حتى د كرزي د ورور په اړه وايي چي د مخدره موادو په قاچاق كي لاس لري!! د جمهوري رياست په انتخاباتو كي ئې دا هڅه كوله چي انتخابات دوهم ځل ته انتقال شي، له انتخاباتو نه وروسته په دې هڅي كي ده چي وښيي په انتخاباتو كي په پراخه پيمانه درغلۍ شوې، داسي تبصرې خپروي چي گواكي امريكايي چارواكي هم د انتخاباتو له څرنگوالي نه شاكي دي، گواكي هولبروك كرزي ته په جدي الفاظو سره ويلي چي په انتخاباتو كي په پراخه پيمانه درغلي شوې!! دا په داسي حال كي چي اوباما د افغانستان انتخابات ستره بريا وگڼله!! بايد وگورو چي بريتانيا له دې تبليغاتو نه څه موخه لري؟ آيا كرزى په بل كس بدلول غواړي؟ آيا عبدالله ته پر كرزي ترجيح وركوي؟ له دې ترجيح نه ئې غرض څه دئ؟ آيا غواړي د افغانستان لانجه داسي پړاو ته ورسېږي چي دا هېواد تجزيه شي، همغه كار چي دوى په عراق كي غوښتو، شيعه وو ته د قدرت انتقال، كردانو ته خپلواكه سيمه وركول، عرب سنيان له حكومت نه ايستل او په دې توگه د تلپاتې شخړي اور په عراق كي بلول؟! آيا غواړي همدا كار په افغانستان كي وكړي؟ غواړي قومي حساسيتونه وپاروي، پرچميانو او شوراى نظار ته د تاجكانو د استازو په توگه په اقتدار كي مزيد برخه وركړي، دومره چي نورو قومونو ته په هيڅ صورت كي د منلو وړ نه وي او په دې سره دا هېواد د نه حل كېدونكي بحران په لوري بوځي؟!!

كه په تېرو څو كلونو كي د افغانستان په اړه د بريتانيا سياستونه په پام كي ولرو نو دې پوښتنو ته په آسانۍ سره ځواب موندلى شو. بريتانيا د حزب په خلاف د شوراى نظار ډله جگړو ته هڅوله، له پرچميانو سره ئې د دې ډلي د ائتلاف ملاتړ كاوو، د دې ائتلاف په گټه او د حزب اسلامي په ضد ئې په پراخه پيمانه تبليغات كول، د بريتانيا د استخباراتو مأمورين گمارل شوي وو چي په پنجشير كي د شوراى نظار د مشاورينو په توگه عمل وكړي، د انتوني ديويس په څېر كسان ئې گمارلي ول چي د مسعود لپاره فيلمونه جوړ او په تلويزيونونو كي ئې خپاره كړي، دا نن چي د لمر او طلوع تلويزيون كوم فيلمونه خپروي همدغو په اصطلاح خبريالانو خو په حقيقت كي جاسوسانو جوړ كړي، جنرال دوستم ته ئې پيسې (بانك نوټونه) چاپولې، كله چي طالبان صحنې ته راووتل او د حزب اسلامي په ضد ئې جگړه پيل كړه او له شا نه ئې د حزب پر مجاهدينو بريد وكړ نو بي بي سي په شور ځوږ سره او په پراخه پيمانه د طالبانو ستاينه كوله، د هغوى په اړه ئې ويل چي بې مثاله امنيت راولي، ټوپكيان خلع سلاح كوي، ملت له مخكنيو جهادي ډلو ناراض دئ او د طالبانو ملاتړ كوي… د طالبانو او شمالي ټلوالي تر منځ د جگړو په دوران كي ئې د شمالي ټلوالي حمايت او د طالبانو مخالفت كولو، د دې ټلوالي تر ټولو فعال دفتر په لندن كي وو، هر څومره چي طالبان مخكي تلل او شمالي ټلواله په شا تمبېده له دې ائتلاف سره د غرب او تر ټولو زيات د لندن خواخوږي ورسره زياتېده، د مزار او تخار له سقوط نه وروسته دا خواخوږي خپل اوج ته ورسېده، مسعود ته بلنه وركړى شوه چي اروپا ته سفر وكړي او د اروپا د پارلمان له رئيس سره وگوري، دومره تبليغات ئې ورته وكړل چي په اروپا كي مېشت يو مسلمان ئې د مسعود په ضد استشهادي عملياتو ته وهڅاوو.

انگرېزانو د طالبانو د حكومت له نسكورېدو وروسته غوښتل چي ظاهرشاه د پاچا په توگه افغانستان ته ستون شي، خو چي دا كار ونه شو نو غوښتل ئې چي عبدالستار سيرت د موقت حكومت په سر كي ومنل شي، د بن د خائنانه غونډي اكثريت ئې دې ته چمتو كړي ول چي هغه ته رأيه وركړي، خو نورو هېوادو ورسره توافق ونه كړ، په نتيجه كي ئې كرزى راوړاندي كړى شو، انگرېزانو سيرت ته ترجيح وركوله، هغه سيرت چي د جمهوري رياست په مخكنيو انتخاباتو كي ئې رأيي د پارلمان د يوه غړي په اندازه هم نه وې!!

په تېرو اتو كلونو كي د بريتانيا هڅه دا وه چي وښيي روان مقاومت له پاكستانه خړوبه كېږي، پاكستان پيسې او وسلې وركوي، په داسي حال كي چي پاكستان په سلگونو مجاهدين ونيول او امريكا ته ئې لاس پښې تړلي وسپارل، د ناټو ټول اكمالات د پاكستان له لاري كېدل، د طالبانو حكومت امريكايانو نه بلكي پاكستان نسكور كړى، د بريد په پيل كي د امريكائي الوتكو اته اويا زره الوتني د پاكسان له لاري تر سره شوې، چي هري يوې ئې خپل بمونه او راكټي په افغانانو ورولې او بېرته هغو اډو ته ستنې شوې چي پاكستان امريكايانو ته وركړې وې!! د پاكستان له پراخي مرستي پرته نه دوى كابل په دومره آسانۍ سره نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته كېدلى شو، دوى تل ټينگار كړى چي جگړه د ډيورنډ له كرښي واوړي او لمن ئې د پاكستان پښتون مېشتو سيمو ته وغزېږي، د افغانانو داسي ډلي ئې خوښېدلې چي په دې لار كي ترې كار اخيستى شي، دوه ډلي دې ته چمتو وې: پرچم او شوراى نظار، دا دواړه ډلي د ډبل جاسوسانو اډې دي، څوك چي غواړي جاسوسان استخدام كړي نو دغو اډو ته ولاړ شي، روسيې، هند، ايران، بريتانيا، امريكا، فرانسې، اسرائيل او د حقيقي اسلام ټولو دښمنانو خپل جواسيس له دغو اډو نه استخدام كړي، د قرآن په اصطلاح دا د هغو خلكو لپاره كمين ځي (مرصاد) دي چي تل له خداى او د ده له پيغمبر سره جنگېدلي!!

په دې كي هيڅ شك نشته چي د كرزي او عبدالله ترمنځ به د آراءو د توپير تناسب لږ تر لږ دومره وي چي په مخكنيو انتخاباتو كي د كرزي او قانوني ترمنځ وو، كه عبدالله ته د قانوني نيمايي رأيي هم وركړى شي نو په دې حيرانتيا په كار ده، په دې انتخاباتو كي كرزي ته په پروان، پنجشير، بدخشان، كاپيسا او تخار كي تر مخكي زياتي رأيي وركړى شوې، محقق، دوستم او د شيعه وو ټولي ډلي د ايران په وينا له كرزي سره يوځاى شوې او په انتخاباتو كي ئې د ده مرسته او حمايت كاوو، په مخكنيو انتخاباتو كي د دغو ډلو مجموعي رأيي تر قانوني زياتي وې، دې ته په پام سره ويلي شو چي كه عبدالله د قانوني نيمايي رأيي هم ترلاسه كړي نو دا به د آراءو په شمېرلو كي د تزوير او لاسوهنو په وجه وي نه بل څه!! خو گورو چي غربي كړۍ د رأى اچولو له ورځي نه مخكي دا تبليغات پيل كړي ول چي د مطرح كانديدانو تر منځ به توپير كم وي او انتخابات به دوهم ځل ته انتقال شي!! اشرف غني او ياسيني د دې لپاره راوړاندي كړى شوي وو چي د پښتنو رأيي ووېشل شي، او انتخابات دوهم پړاو ته وغزول شي، دوى ته دا كار ډېر آسان دئ چي د انتخاباتو نتايج څنگه چي غواړي همغسي ئې اعلان كړي، هم د انتخاباتو په كميسيون كي او هم د شكاياتو اورېدو كميسيون كي افغان او غير افغان غړي د دوى د خوښي كسان دي، د شكاياتو اورېدو كميسيون درې غړي بهرنيان دي او دوه ئې افغانان!! كه ووايو چي افغان غړي تر بهرنيو زيات د دوى اوامرو ته منقاد دي نو حقيقت مو ويلى، د كميسيونونو غړي به همغه څه وايي چي دوى ئې ورته وايي، دوى په ډېري آسانۍ سره ويلى شي چي شكايتونه جدي وو، تقلب، تخلف او تخطي زياته وه، د فلان فلان سيمي رأيي لغو يا صندوقونه قرنطين شول!! د انتخاباتو وروستۍ پرېكړه بهرنيان كوي نه افغانان، د شكاياتو پنځه كسيز كميسيون به وايي چي انتخابات د منلو وړ دي كه نه!! كه اشغالگرانو د ائتلافي حكومت جوړولو پرېكړه كړې وي نو يقيناً چي دا انتخابات به باطل اعلانېږي. دوى په پارلماني انتخاباتو كي همدا كار وكړ، كه د ټولو هغو كسانو د راتلو مخه ئې ونه نيولى شوه چي په پارلمان كي ئې د دوى شتون نه خوښېدو نو دومره ئې وكړى شو چي پارلمان ته د ډېرو د رسېدو مخه ونيسي او ډېر هغه بريالي كړي چي په عادلانه او آزادانه انتخاباتو كي ئې د بريا هيڅ امكان نه وو. د جمهوري رياست انتخاباتو وښوده چي كمونيستانو ته د رأى وركوونكو شمېر نږدې (%0.1) كي يعني په دېرشو مليونو كي څلوېښت زره وو، خو تاسو وليدل چي په پارلمان او كابينې كي د دوى شمېر څومره وو؟! د كابينې شپږ وزيران كمونستان ول!! بريتانيا مخكي د انتخاباتو په ځاى د لويي جرگې ملاتړ كاوو، گمان ئې دا وو چي لويي جرگې ته به يوازي خانان، ملكان، اربابان او قومي مشران لار مومي، دوى به د ظاهر شاه ملاتړ كوي، هغه قيادت به په شا تمبول كېږي چي د جهاد په كلونو كي راوړاندي شوى او د ولس مشري ورپه برخه شوې، د پارلماني انتخاباتو له نتايجو خوشحاله نه ول، تل ئې د همدې امريكايي پارلمان په ضد تبليغات كول، خو اوس غواړي په افغانستان كي داسي نظام راشي چي د جمهور رئيس تر څنگ صدراعظم هم ولري، ولاياتو ته زيات واك او اختيارات وركړى شي، د بريتانيا نظام ته ورته نظام، تشريفاتي ملكه او واكمن صدراعظم، همداسي نظام د افغانستان د تجزيې مقدمه گڼي، غواړي د انتخاباتو نتايج داسي راووځي چي د اقتدار لانجه د آراءو له مخي نه بلكي د يوې داسي راكړي وركړي له مخي وټاكل شي چي د دوى دا اهداف ترسره شي، كرزى جمهور رئيس او عبدالله صدراعظم وي، دوى پوهېږي چي دا د لانجې د تشديد لار ده او په دې سره كولى شي قومي تعصبات مزيد وپاروي او ملي وحدت تضعيف كړي، دوى په دې هم نه دي راضي چي فهيم د كرزي معاون غوره شوى، له كومي ورځي چي هغه د معاون په توگه غوره شو نو په غرب كي د جنگي جنايتكار تر څنگ د مخدره موادو د قاچاقچي نوم هم وركړى شو!! باور مو دا دئ چي د ده په خلاف د وروستيو تبليغاتو لړۍ په دې خاطر پيل شوه چي د ده دريځ د هغي منصوبې خلاف وو چي انگرېزانو د افغانستان لپاره جوړه كړې، پښتانه او غيرپښتانه سره جنگول، د افغانانو د ملي وحدت مخنيوى، او د افغانستان تجزيه.

پوښتنه دا ده چي دا عبدالله څنگه سپين باز شو، مگر په هغو جنگي جناياتو كي چي شوراى نظار ترسره كړي د عبدالله ونډه تر فهيم كمه ده؟!! مگر د مخدره موادو، لاجورد او زمرد په قاچاق كي عبدالله د دوى سرخېل نه دئ؟!! دا څنگه د شوراى نظار مشر ته د اتل لقب وركوي!! او له كمونيستانو سره د ده د ارتباط مامور (عبدالله) د جمهوري رياست انتخاباتو ته راوړاندي كوي!! او د همدې ډلي بل غړى د هغو جناياتو په تور چي دغي ډلي كړي په حكومت كي د برخي اخيستو وړ نه گڼي!! مگر د شوراى نظار جنايات تر جنبش ملي كم دي؟! كه جنبش عام خلك وژلي شوراى نظار په سلگونو جهادي شخصيتونه په پنجشير، تخار، پروان، كاپيسا، كابل، بدخشان، بغلان، مزار او سمنگان كي وژلي، كابل دغي ډلي په كنډوالو بدل كړ، د نجيب د حكومت له نسكورېدو تر نن پوري په ټولو هغو جگړو كي دې ډلي برخه درلوده چي منصوبې ئې په مسكو، لندن او واشنكټن كي جوړي شوې، په دغو اتو كلونو كي يوازي په مزار كي په لسگونو شخصيتونه د دوى له لوري ترور شول، د دغو انتخاباتو په دوران كي په تخار كي مولوى خير محمد د حزب اسلامى پخوانى د جهاد امير ئې له څلورو نورو شخصيتونو سره په دې نامه او د دې لپاره ترور كړل چي د كرزي ملاتړ ئې كاوو، په همدې مياشت كي د كندز په قلعه زال كي د حزب اسلامي د نوميالى قومندان تيمور شاه په كور امريكايانو بريد وكړ او هغه ئې د كورنۍ له څو غړو سره شهيدان كړل، له دې نه معلومېږي چي اشغالگرانو او د دوى ذليلو بړېڅو دا پرېكړه كړې چي آزادي غوښتونكي جهادي شخصيتونه ترور كړي، ځيني د بهرنيو ځواكونو په لاس او ځيني د دوى د غلامانو په لاس، غواړي افغان ولس له خداى پالو مشرانو محروم كړي. كه جنرال دوستم د جنبش د جناياتو لپاره د محاكمې وړ وي نو د شوراى نظار مشرانو ته څنگه د اتل لقب وركول كېږي؟!! آيا دا د دې لپاره نه ده چي كه څوك د حزب اسلامي په ضد جنگېدلى نو د غرب له نظره اتل دئ، كه څوك نن د انگرېزانو تر قومندې لاندي د افغانانو په ضد جنگېږي اتل دئ، كه څوك د اسلام په ضد د انگرېزانو منصوبې پلي كوي نو اتل دئ او كه دا كار ونه كړي مجرم او د محاكمې وړ دئ!! باور لرو چي كه دا نن د شوراى نظار پاتې برخه د انگرېزانو تر قومندې لاندي كار كولو نه لاس واخلي نو د عبدالله په اړه به بي بي سي همغه څه وايي چي اوس ئې د فهيم په اړه وايي!!

دا ډله له داسي كړيو او افرادو جوړه شوې چي د پيسو او اقتدار لپاره دين، وطن او عزت پلورلو ته چمتو دي، باور وكړئ چي كه د اسرائيلو صدراعظم ورته ووايي چي ارگ ته مو په دې شرط رسوو چي زما بوټونه ښكول كړئ نو دوى به په خاپوړو ورروانېږي او بوټونه به ئې ښكولوي، كه څه هم د گور په ژۍ ولاړ وي!!

د انگرېزانو وروستى شرارت له هغي تبصرې معلومولى شئ چي بي بي سي د يوې معروفي انگرېزۍ ورځپاڼي په حواله نشر كړ، چي په كي ويل شوي: په افغانستان كي د كليشنكوفونو بيعه لوړه شوې، وجه ئې دا ده چي شمال ته انتقالېږي!!! يعني دا چي شمالي ټلواله ئې په كابل كي اخلي او شمال ته ئې د دې لپاره انتقالوي چي كه د انتخاباتو نتايج د دوى په مزاج برابر اعلان نه شول نو په وسله وال پاڅون به لاس پوري كوي!! د دې تبصرې شيطاني موخه كاملاً څرگنده ده او هغه دا چي د انتخاباتو نتايج بايد د كرزي په گټه اعلان نشي كه نه نو د عبدالله پلويان به وسله وال پاڅون وكړي!! هغه افغانان چي د خپل هېواد له وضعيته خبر دي، د سياسي ډلو او د دوى د غړو ماهيت او سابقه ورته معلومه ده په دې ښه پوهېږي چي نه دا ډله د وسلو پېرلو ته اړ دي او نه د پاڅون شهامت لري، كه وسلو ته ضرورت پيدا كړي نو ايران او روسيه به ئې وركوي او كه د پاڅون همت او شهامت په كې وى نو نه به روسانو ته تسليمېدل او نه به ئې امريكايانو ته ويل چي لوى لوى بمونه ووروئ، لومړى خط راته مات كړئ چي موږ مخكي ولاړ شو!! چا چي په پنجشير، كابل او پروان كي امريكايانو ته خصوصي زندانونه جوړ كړل، مشرانو ئې په اروپا او امريكا كي بنگلې جوړي كړې، د كابل تر ټولو ستري ستري بنگلې د دوى دي، كوږ پكول ئې لري وغورځاوو او اوس هره ورځ له سينگارځيو نه له اوتو شوو وېښتانو سره راوځي، د سپاه پاسدان انقلاب ايران برگ دسمالونه ئې پرېښودل او اوس برگي نيكټايۍ اچوي، او … دا به څنگه پاڅون كوي؟!! د دوى هغه برخه چي د جگړي توان ئې درلود، پرون د روسانو په څنگ كي جنگېدل او نن د امريكايانو تر قومندې لاندي دي او د كرزي ملاتړ كوي، دوى د نجيب حكومت د نسكورېدو پر مهال د جنرال دوستم د مټو په زور كابل ته ننوتل او د طالبانو د حكومت د نسكورېدو پر مهال د بي 52 تر وزر لاندي كابل ته ننوتل، ټوله شمالي ټلواله يوازي د حزب اسلامي مقابله نشوى كولى، كه طالبانو له شا نه پر حزب بريد نه وى كړى نو په همغه كال به د دې خبيثي او وطن پلورونكې ډلي ټغر د تل لپاره ټول شوى وو، دوى په گډه يوازي د طالبانو په وړاندي مقاومت ونشو كړى، په داسي حال كي چي روسيې، ايران او هند په پراخه پيمانه نظامي او مالي مرستي ورسره كولې، اوس به هغوى څنگه پاڅون كوي؟!! اوس خو ايران او روسيه د امريكايانو ملگرتيا كوي، روسيه دې ته چمتو شوه چي د ناټو ځواكونو ته د روسيې له لاري اكمالات وشي، تهران ټولي ايران پلوه شيعه ډلي دې ته تياري كړې چي د امريكايانو ملگرتيا وكړي او په انتخاباتو كي د كرزي په خوا كي ودرېږي!!

موږ لا د مخه ويل چي انتخابات د بهرنيو ځواكونو په شته والي كي له يوې خندوونكي لوبي پرته بل څه نشي كېدى، دغه اشغالگر ځواكونه چي دا د لوبو په څېر خندوونكي انتخابات يوه لويه بريا او لاسته راوړنه گڼي هغه مهال ئې د انتخاباتو په ځاى د لويي جرگې ملاتړ كاوو چي حزب اسلامي پر انتخاباتو ټينگار كاوو، اوس به هم د هر هغه انتخاباتو مخالفت كوي چي حزب اسلامي په كي برخه واخلي، دوى ښه پوهېږي چي د ملت اكثريت د حزب ملاتړ كوي، ملت نوري ډلي وآزمويلې، ټولي ناكامي شوې، دا ورته عملاً ثابته شوه چي له حزب اسلامي نه پرته هيڅ ډله يو قوي او ځواكمن حكومت نشي جوړولى، له حزب اسلامي سره د دغو بهرنيو ځواكونو د شديد مخالفت يوه ستره او اساسي وجه همدا ده، د افغان ولس په ټولو قومونو او پرگنو كي د حزب پراخ نفوذ، د حزب په ليكو كي د ځوانانو، منورينو، علماءو او اسلامپالو افغانانو پراخ حضور د دې باعث شوى چي د اشغالگرانو د سترگو اغزى وي او اقتدار ته د دې حزب د رسېدو مخه په هره بيعه ونيسي، هر حالت ومني خو دا ونه زغمي چي اقتدار د حزب په لاس كي پرېوځي. خو إن شاء الله همغه څه به كېږي چي دوى ئې نه غواړي.

تبصره نسته

  1. faqat aw faqat da hizb islami sifat dai paki aw bas. kabul ka shorayi nizar aw dustami malisho wran karai da hizb islami wanda ham paki la dui na kama na wa. da likana laka Hikmatyar chi kari wi

  2. we dont know that why these pakhtoons are still sleeping elephents ears and when they are going to awake. still they are praising those people whon not only ruin afghanistan but in exchange of dolloars they have also sold their faiths and islam.

  3. ورور جانه سلامونه.
    هیله لرم چی مونږه پښتانه د ښه او بد تو پیر سره کولای شو.
    محترمه ما ستا ټوله لیکنه ښه په غور سره وکتله او په مطلب باندی دی پوه شوم.په پښتو کی یو متل دی چی وایی ازمایل شوی ازمایل تیروتنه ده خو بیا تاسو ولی د داسی اشخاصو خبری کوۍ چی تر اوسه د پښتون د ښمنه عناصرو د چت لاندی شپی تیرولی ټول بهتره پوهیږۍ چی همدغه د حزب اسلامی مشر چی په کابل کی یی د شمال لنډه غرو سره د قدرت په سر جنګ کولو ایران ورته پناه ورکړه خپله پوهیږو چی ایران ددغه ټلوالی یواځنی ملاتړ کونکي دی نو بیا ولی په داسی یو شخص اعتبار وکړو چی هغه زمونږ دد ابدی د ښمن سره لاس لری.
    زه هیله لرم چی بیا به د یو څو روپیو لپاره خپل قیمتی وخت ددی په شان لیکنو لپاره ضایع نه کړو.

  4. ښاغلی حقمل وروره اسلام علیکم خوښ یم چي روغ او جوړ یاست.
    پر تاسو باندي غټه نیوکه داده چي تاسو ولي ددوستم سره ایتلاف وکړ. لطفا په بله لیکنه کي افغانانو ته دقناعت وړ جواب ورکړی.

  5. ګرانه حقمل صاحب سلام.
    ډیر د افسوس خبره دی چی ستاسو په شان خلکو د قلم او ادب نوم بدنام کړ چی د یو څو روپیو لپاره خپل وجدان خرڅوۍ.ورور جانه ستاسو مسولیت دادی چی پښتنو ته خپل دښمنان ور په ګوته کړۍ نه داچی د هغوۍ صفت ورته وکړۍ غزت الله صاحب پخپله لیکنه کی حقیقت لیکلی ولی تاسو دی سادی پاده پښتنو ته د د هغوۍ دد ښمن صفت کوۍ
    مهربانی وکړۍ مونږه د پښتو يو څو ویب پاڼی لرو د ا مه بدناموۍ.

  6. You can tell right away from this writing that the writer belongs to hezbi islami. this faction killed many afghan army generals and nationalists in pakistan by the directions of ISI. In hekmatyar' early days in kabul university, him and masood were getting paychecks from pakistan embassy in kabul for rising againt daud khan's regime in the name of islam.hekmatyar is being secretly held by ISI along with Mullah Omar and Haqani just as mentioned by a pakistani general several months ago they will never give up on their assets and that they can arrange meetings with these leaders if they are given chance in afghan government. every leader in afghanistan is being sold and bought to the highest bidders. they are like cars in a used car auction.please do not spread this propaganda among afghan races. you are working to bring differences among afghans.

  7. ګرانه ورور حقمل صاحب
    تاسو حقیقت خبری کړی دی خو کاشکی دی دانصاف نه کار اخیستی وا کاشکی دی د ملت سره د زړه سوی او خواخوږی په خاطر کړی وا نه د هغه حزب سره د همدردی په خاطر چه د توغندیو ږغ یی تر اوسه د هغه مور په غوږکی دی چه دری ځوان زامن یی پر یوه ځای ورشهيدان کړل ،ستاسو خبری ډیر په مهارت لیکل سوی دی او په حقیقت کی د سړی ګمراه کول رشتیا هم تاسو غوندی ماهر سړی ته ضرورت لری او ګرانه ستا دالیکنه دومره په خوند لیکل سوی چه همدا اوس ټوپک واخلی او دافغانستان د شمال پر ضد جنګ و کړی نو ګرانه راسه ستا څخه به یی و اټکلو چه حزب اسلامی څونده د ملک په یووالی او ملی پخلاینه کی رول لری خیر خدای دی و کی چه خفه سوی نه یی هر څه چه یی زموږورور یی خدای پر حقیقت ویلو توفیق در کړی ستا سو ورورپوپل

  8. سلامونه ټولوته !
    ګرانو دوستانو کرزی صیب خو د ملی مشارکت په نامه ټول ملی جنګی څیری له ځانه را تاو کړی دوی له ورځی د کرزی مشاورین دی ولی د شپی له لوری د کرزی صیب د مخالفه ډلی سره سلا مشوری کوی

  9. salamona grano wrono!
    de salam na wrosta , za de dagha shaghale leekwal ta yawaze da wayam, che pa Pakistan ke kom gwand deer namto Pakhtana terror kral???aow gulbudin kho nen saba khpel interview ham pa dari ke kare, bia ye leka che de iran na paise ter lasa kari??? khair khodai de mong taso tolo ta de neeke lare hedayat wokre .

  10. وروره دیره شه لیکنه دی کری وا اودیر واطن پل سری یی جگه چی بهرنیان روسان او امریکا دشما لی لخوه رعلی دی

  11. محترم حقمل صاحب، زه فکر نه کوم چې دا پړه يوازي پرتاسي لوېږي چې دخپل وطن په هکله مو حقايق نه دي ليکلي. د افغانستان اکثره روڼ اندي بس دهمدې خپلي ډلي برياليتوب ورته ترهرڅه لوړ دی. ګلبدين حکمتيار، حامدکرزی او عبدالله عبدالله ټول دپرديو تالي څټي دي يوه ته هم افغانستان تر تورو توتو زيات ارزښت نه لري. خو ستاسي په ليکنه کي يوه تر ټولو د واقعيت او حقيقت څخه ليري ادعا دا ده چې انګرېزانو په افغانستان کې سلطنتي نظام دپاره هڅه کوله. ستاسو مالومات ښه دي خو ستاسي دليکني څخه داسي مالوميږي چې تاسي د افغانستان د اوسني او پخواني سياسي جريان څخه ډېره اګاهي نه لري او هغه يو څه اګاهي چي لرﺉ هغه مو هم يک طرفه تحليل کړي دي. لوی څښتن دي پر ګران افغانستان په خپله ورحميږي.

  12. dsha ghlay akmal khabarah zah ham taida wm

  13. Dear Hakhmal Jan
    you speech is good but how we can forgot the Missile of Gulbuddin Sahib and personal prison in Shamshato Camp and cutting of head from body in Shamshato and then as a animal through in Jahlam River how we can forgot.

  14. dear brother you look to be a good writer but the situation in Afghanistan is no more controlled within the policies of Gulbadin hekmatyar or karzai, pahstoon nation should find a good leader and offcourse we have alot of enemies the prim target of both these leaders is to remain in power by either the help of fahim or Saboor farid,now the issue of pashtoon killing is not only the problem in Afghanitan but also in pakistan in such opinion you had a right view

  15. the facts written by this writter about britains is some how true, and shura nizar is much bad band rather than he expressed but as he is a gubadini and Afghans better know that gulbadin him self and his band members are part of the national traitors so why should we accept the thoughts of these sold people to Pakistan ISI,

  16. Haqmal saheb khabare sha kawi kho toll arkhona na bayanwi. dalta bayad tsok waqiatoona pa nazar ki wa nisi .moj pa pashto ki yaw matal laroo:chara chi da sro zaro si tsok ye pa mla ki wahi ka pa kheta ki?Da watan aw olas sara tar tolo loe khianat da MAAREF bandawal di. aw dagha kar dzino da talib aw pashtoon pa nama pur ISI khartsoo aw ya da syasat tsakha na khabro Talibanoo wakar.Za no dasi pashtoon tsa kawam chi zma meli shtamanai la mandza wri? zma syasari khwandi mandi Tor Punjabi ta mohtaji kawi?Ey da lar aw bar Awghananoo, pashtano wrono, khwendo. Za staasi tsakha Pooshtana kawam:Ayaa dagha nan pur Waziristan bandi Punjabi chaa ra khejwali di chi zmoj spinjiri aw Dzwanan wahi aw takawi?Pa toll 60kalan tarikh ki Punjabianoo dagha Jurat wa na kar chi da Pashtoon khawri ta pa spaka wagori. kho nan ye tor lengai Punjabai kawi.Haqmal Saheb, dalta ka ta wai chi Talib ya Hikmatyaar Saheb gholedali woo ya di,da koma bakhshana ya ozar nasi kidalai. pa dranasht.,

  17. Haqmal sohib you have writen a good article, yes the mother of problem is shurai nizar. Untill Hezbi islami is not in power afghanistan will not be prosperious and independent, it is because now a days alot of shar and fesads are in country and only Hezb again can get rid of this fetna and fesad. Hezb was the main force to get rid of the parchamees and communist invaders and now we need hekmatyar again to free us from the current fesad fitna.Sure alot of fased fitnagar people in the net will not like your article as it will make them in wory and treat to thier fesad and fetna.

  18. سلامونه حقمل صاحب خوشحال شوم چی ستاسی لیکنه می ولوستل خودوخت له نشتوالی می ونشوای کولای چی ټوله ولولم

    زمایوهیله دټولولیکوالان اوقلموال څخه داده چی هرڅه چی تاسی لیکی اول ثبوت ترلاسه کړی تاسی که رښتیادغه موضوع ثبوت ولای شی؟ که موهڅی خپل له فکرهرڅه لیکلی دی؟
    بله پوښتنه داده چی تاسی پدی موضوع څنګه خبریاست ایاتاسی هم کله دبرتانیاسره کارکوی که څنګه دهغه پوښتنی دی چی ماته ناځوابه پاتی دی شاهد نورلوستونکوته هم په درنښت