د يو خبر له مخې د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سبزي منډۍ کي پوليسو تېره ورځ د نجيب الله په نامه يو افغان دغلاپه تور نيولی وو، خوپه محبس کي دغه تن بېګا شپه په نامعلومه او مرموزه توګه وژل سوی دی.دخلګوله وينا چي دی شاي له ډېرو وهلو مړ سوئ وي.
دده مړی د کراچۍ سول روغتون ته د معاينې لپاره يوړل سو، خو ډاکټرانو يې د مړينې علت په ډاګه نه کړ. او نه هم دامعلومه سوه چي دی د افغانستان دکوم ولايت دی.
دیادولووړ ده،چي تردې وړاندې هم داسي ډېری افغانان چي دکارکسب لپاره پنجاب ياسنده ايالتونوته راځي،خودچارواکوله خواپه يوه اوبله بهانه نيول کېږي اوبيادپيسوپه بدل کي له بنده خلاصېږي.
خو ځيني افغانان لا اوس د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کي بېګناه بنديان دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه
ټولولوستونکوته سلامونه اوښی چاری!
قدرمنودایوازی په پاکستان کی نه بلکه دنړی په هرملک کی له افغانانوسره همداسی چلندکیږی
په هیڅ یوملک کی هم دانسانانوپه سترګه نه ورته کتل کیږی بیاخصوصا په ګاونډیوهیوادوکی ورسره زیات زورزیاتی کیږی
لیکن داټول زمونږ دحکومتونوکمزورتیاده چی دچانه پوښتنه نه شی کولای
تاسوفکروکړی همدادانګریزغلامان پنجابیان اوسندیان زمونږاوستاسوپه ملک کی څومره آزادګرځی هغه ځای ته چی زمونږاوستاسوانجنیران اوکارګران تراوسه نه شی تللای دوی ګوره څومره آزادانه ځی اوراځی دمثال په ډول دپکتیکاولایت ټولی پروژی همدااوس هم دغه بی شرمه پنجابیان کاروی لیکن زمونږستاسوپولیس ،میلی امنیت اونوردوی ته اقلا دومره هم نه وایی چی ته دکارجوازلری که نه ته له کومه راغلی یی اوڅه کوی
ددی مخنیوی یوازی هغه وخت کیدای شی چی په جواب کی یی دلته یوڅوتنه ددوی تورلنګی مردارشی تاسووګوری چی بیادوی څنګه افغانان ځوروی