کور / راپور / د CBS له خبريال سره د حزب اسلامی د امیر حکمتیار مرکه

د CBS له خبريال سره د حزب اسلامی د امیر حکمتیار مرکه

بسم الله الرحمن الرحيم


 ١ – پوښتنه: ايا تاسو دکرزي په حکومت کې کوم موقف اختيارول غواړئ؟!


 ځواب: نه، دکابل په اوسني حکومت کي برخي اخيستو ته چمتو نه يو، په بل داسي غير منتخب حکومت کي هم برخه نه اخلو چي دبهرنيو ځواکونو د ټانکونو او جهازونو په زور پر افغانانو مسلط شي.


 زمونږ هېواد اشغال شوى، زموږ لپاره اساسي موضوع اشغال خاتمه، دهېواد خپلواکي، يوه موقت غير ائتلافي حکومت ته دقدرت انتقال او په آواز او خپلواک افغانستان کي دعادلانه انتخاباتو له لاري دملت دخوښي اسلامي حکومت جوړول دي.


 ٢ – پوښتنه : که چيرې ځواب هو وي نو ولي يې اوس نه اختياروي او دکومو شرايطو په اساس به تاسو داخبره ومنئ. او تاسو په دې اوسنۍ حکومت کې کوم رول اجرا کولى شئ. هغه کوم شرايط دى چې دهغه په اساس تاسو د امريکا او ناټو ځواکونو موجوديت تريوى مودې پورى منلى شئ؟!


 ځواب: که بهرني ځواکونه زموږ له هېواده وتلو ته چمتو وي، داشغال په دوام ټينگار ونه کړي، دجگړي پاى ته رسول وغواړي اودباعزته وتلو لار ولټوي نو موږ ورسره مرسته کولى شو، خو که دجگړي پر دوام ټينگار وکړي نو موږ ته له مقاومت نه پرته بله لار نشته، دوى بايد په دې پوه وي چي که په تېرو نږدې اتو کلونو کي دوى له جنگ نه څه ترلاسه نکړى شو، دتابوتونو له انتقالولو پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي نو له دې وروسته خونه دفوځونو په زياتولو سره څه ترلاسه کولى شي اونه دبې وزلو او مظلومو افغانانو په کليو، کورونو، جوماتونو او مدرسو باندي له ړنډو بمباريو اوعام وژنو نه څۀ لاس ته راوړى شي، افغانان په هيڅ صورت کي دبهرنيو ځواکونو حضور؛ حتى دلنډي مودې لپاره هم نه مني، ترڅو د اشغالگرو ځواکونو وروستى فوځي زموږ له هېواد نه ويوتلي جهاد او مقاومت به ادامه لري.


 کوم اروپايي سياسي ليډران چي وايي زموږ فوځيان دهندوکس په لمنو کي له خپل هيواد نه دفاع کوي، دروغ وايي او منفافقت کوي، خپل ولس غولوي، له افغانانو نه دوى او ددوى هېوادو ته هيڅ خطر او گواښ نه دئ متوجه، دوى د امريکايانو دخوشحالولو لپاره خپل فوځيان دمرگ کومي ته لېږلي دي.


 ٣ – پوښتنه : که تاسو د افغانستان دحکومت يوه برخه شئ نو له القاعده سره به څه معامله کوئ؟!


 ځواب القاعده اوس په افغانستان کي فعال اوپراخ حضور نه لري، دعراق له جگړي وروسته دالقاعدي اکثر غړي له افغانستان نه ووتل، که امريکايان له القاعدې سره جنگېدل غواړي له افغانستان نه بهر دي ورسره وجنگېږي، دوى دي موږ ته ووايي چي په تېرو اتوکلونو کي ئې دالقاعدې څومره غړي په افغانستان کي وژلي يا نيولي؟ آيا شمېر ئې لسو ته رسېږي؟ ددغو دوژلو اونيولو ترنامه لاندي ئې ترسل زره زيات افغانان ووژل، لاڅومره نور وژل غواړي؟ په داسې حال کي چي اوس دناټو تر يو لک زيات ځواکونه په افغانستان کي په جنگ بوخت دي،دوى څنگه دگوتو په شمېر بهرني جنگيالي يادوي او دا دخپل فعال او پراخ نظامي حضور لپاره د دليل په توگه وړاندى کوي؟!! دوى دي له افغانستانه ووځي که چا له افغانستانه په دوى بريد وکړ هغه مهال دبالمثله عکس العمل حق لري، موږ ددې تضمين کوو چي له افغانستان نه به په هيڅ بل هېواد تېرى نه کېږي.


 ٤ – پوښتنه : افغان دولت او برتانيه کوښښ کوي چې له تاسو سره کوم پروتوکول وکړي، ايا تاسو ددوى دتشويق په خاطر دا روابط تصديقوئ؟!


 ځواب: موږ به مختلفو کچو له اړوند لوريو سره په مستقيمه او غير مستقيمه توگه تماسونه لرو، ټولو ته موخپله طرحه رسولې، چي اساسي ټکي ئې دادي: دبهرنيو ځواکونو بلاقيد وشرط وتل، د وتلو لپاره معقول تقسيم الاوقات اعلانول، موقت غير ائتلافي حکومت ته دقدرت انتقال، آزاد او عادلانه انتخابات.


 ٥ – پوښتنه : که چيرې امريکا وغواړي چې دزيات وخت لپاره په افغانستان کې پاتى شى، داسې کومه خبر شته چې تاسو پرى له هغو سره بحث وکړئ؟!


 ځواب: که امريکايان داوږدې مودې لپاره دپاته کېدو اراده لري نو له هغوى سره هيڅ خبره نشي کېدى.


 ٦ – پوښتنه : ستاسو او ستاسو دجنگيالو دتشويق په هکله مونږ يوه اندازه پوه شوي يو ايا تاسو له دې خبرې سره موافقه کوئ چې که چيرى ستاسو جنگيالى مضبوط اقتصاد، ښه وظايف ، او دژوند کولو ښه شرايط ولرى هغوئ به له جنگ نه لاس واخلي؟!


 ځواب: غربيانو ته په دې خبري پوهېدل گران دي چي افغانان څنگه ديوه لوى مجهز ځواک سره جنگېږي، ولي قربانۍ ته چمتو کېږي، ولي شهادت طلبانه فدايى عمليات کوي، دوى گمان کوي چي افغانان به هم ددوى دفوځيانو په څير اجير جنگيالي وي!! چي نه کوم سپېڅلى هدف لري او نه دقربانۍ په جذبه دجنگ ميدان ته ځي، آيا کېدى شي څوک دپيسو لپاره دباروتو واسکټ واغوندي اوددښمن په خواکي داسي چاودنه وکړي چي حتماً دده په مرگ منتج کېږي؟!!


 که مجاهدين دمادياتو لپاره جنگېدلى نو امريکايانو ته به تسليم شوي وو.


 ٧ – پوښتنه : ستاسو گوند حزب اسلامى په افغانستان کې يو په تيزې سره خپريدوکى گوند دى، ستاسودگوند غړي څوک دي او ستاسو تړاو له طالبانو سره څه ډول ده ؟!


 ځواب: که له دې پوښتني نه ستاسو مراد دمقاومت چټکه وده وي نو ځواب ئې دادئ چئ دافغان ولس د آزادۍ غوښتني قوي جذبه، د اشغالگرانو وحشيانه جنايات اوملي خائنانو او جنگي جنايتکارانو ته ددوى له لوري اقتدار سپارل ددې باعث شول چي مقاومت پيل او په چټکۍ سره پراخ شي. او که مراد مو په مشخصه توگه دحزب اسلامي چټکه وده وي نو د افغان ولس په ټولو پرگنو کي دحزب اسلامى دپراخ اوچټک نفوذ سبب دادئچي حزب له صالح او صادقو افرادو جوړ شوى، اسلامي اصولو ته التزام لري، تل دخپل ولس په څنگ کي ودرېدلى، په سختو ورځوکي ئې خپل ولس يوازي نه دئ پرېښى، له دښمنانو سره ئې سازش نه دئ کړى، ظالمانه، مفسدين او منافقين ئې په خپلو ليکو کي نه دي منلي، ځوانان او منورين ئې منظم کړي، تل ئې له هغو کارونو ډډه کړې چي ولس ته تاوان او زموږ ملي وحدت ته صدمه رسوي، دمکتبونو، کلينيکونو، پلونو او نورو عام المنفعه تاسيساتو له تخريب او دبې گناه خلکو له وژلو ئې ځان لري ساتلى.


 دپوښتني ددوهمي برخي په اړه بايد ووايم چي موږ له طالبانو سره هيڅ ډول رابطه نه لرو، موږ هڅه وکړه چي ټول مجاهدين په يوه مطمئن ائتلاف کي راغونډ کړو، خو په دې موفق نه شوو.


 ٨ – پوښتنه: تاسو دپاکستان له مقاماتو سره قوي روابط لرئ ايا دوى اوس هم د افغانستان په چاروکې مشغول دى هغوى څه لاسته راوړل غواړي؟!


 ځواب: پاکستان او ټولو ملکي او نظامي ادارو ئې دمقاماتو په شمول تل له امريکايانو سره ملگرتيا کړې، دافغانستان په رواني جگړي کي ئې د امريکايانو په گټه لويه ونډه ده، که دپاکستان مرسته نه وى نو امريکايانو نه افغانستان نيولى شو او نه تراوسه دلته پاته کېدلى شوى.


 ٩ – پوښتنه : په افغانستان کې دالقاعده دگروپونو په اړه څه وايئ ايا دهغوى تعداد زياتيږي، ايا په خپلو جنگياليو کې دالقاعده غړي لرئ؟!


 ځواب: مخکي مي وويل چي القاعده اوس په افغانستان کي فعال او پراخ حضور نه لري، دعراق له جگړي وروسته د القاعدي اکثر غړي له افغانستان نه ووتل. موږ له القاعده اوپه القاعدې پوري مربوط سره هيڅ ډول تنظيمي اړيکي نه لرو، القاعده اوس هم د طالبانو مرسته او ملگرتيا کوي.


 ١٠ – پوښتنه : اوباما او کرزى وايى چى دغه جنگ دفوځي ځواک پواسطه نشو گټلاى ايا هغوى صحيح وايى؟!


 ځواب : ددوى دا خبره سمه ده چي دا جگړه له نظامي لاري نشي گټلى، آيا دتېرو اتو کلنو تجربه دوى دواړو او هر چا ته کافي نه ده چي ووايي: امريکايان دا جگړه له نظامي لاري نشي گټلى؟! خومتأسفانه له دې سره سره هغوى د جگړي پردوام او دبهرنيو فوځونو په لازيات پاته کېدو ټينگار کوي!!


 ١١ – پوښتنه : د امريکايى ځواکونو دڅوکاله جنگ له مشاهده کولو څخه وروسته تاسو دهغوى له تکتيکونو څخه څه شى زده کړى اودهغوى تر ټولو لويه عملياتى کمزوري څه شى ده ؟!


 ځواب: روسي فوځيان دجنگي مورال او انضباط له پلوه تر امريکايانو مخکي ول، ددې بېلگي ډېر لږ تر سترگو کېدې چي يو روسي عسکر دخپل قومندان له حکم نه سرغړاوى وکړي، خو امريکايي عساکر کله چي تر بريد لاندي راشي بې همتي او بې غيرتي کوي او کله چي پرکوم کلي بريد کوي نو ډېر بې رحمه او قسي القلب شي او له هيڅ جنايت نه ډډه نه کوي، دې ته د افغانانو په اصطلاح بې غيرته خوبې رحمه جنگيالى ويل کېږي، په عمومي توگه د امريکايانو د کمزورۍ اساسي موارد دا دي: يوه مضبوطه اومنظمه افغاني ډله نه لري، غله، ملي خائنان، جنگي جنايتکاران او مفسدين ئې را غونډ کړى او د واکمنانو په توگه ئې پر افغانانو مسلط کړي، افغانستان ئې دروسانو او ايرانيانو لپاره فتحه کړى، روس او ايران پلوه ډلي ئې قدرت ته رسولې، مغرور دي، له افغان ولس سره ئې چلند ډېر وحشيانه او رذيلانه دئ، دجگړي لپاره داسي واضح هدف نه لري چي خپل فوځيان او ولس پرې قانع کړي، په جگړي کي هغه وسايل کاروي چي دسترو منظمو فوځونو ترمنځ په جگړو کي کارول کېږي نه په چريکي جنگونو کي، ددوى د بريدونو قربانيان اکثراً عام ولس وي.


 ١٢ – پوښتنه : ستاسو په نظر امريکايى ځواکونه، کله زيات کمزورى شوي دي؟!


 ځواب: کله چي له خپلو بارکونو وځي، په غرنيو سيمو کي له يوې ساحې بلي ته په وړو وړو قطارونو کي درومي، نو په ډېري آسانۍ سره دمجاهدينو دبريدونو ښکار کېږي، دوى په دې نه دي تانېدلي چي دلارو امنيت تأمين کړي او د لارو په اوږدو کي امنيت پوستې جوړي کړي او دخپلو گزمو او قطارونو امنيت تأمين کړي، روسان په دې اړه تر دوى ډېر مخکې ول، که دروسانو شمېر او دهغه مهال دجگړې پراخوالي ته په پام سره د امريکايانو او روسانو تلفات سره مقايسه کړو نو ويلى شو چي ددوى تلفات تر روسانو زيات اومخ پر زياتېدو دي، دناټو دفوځونو په زياتېدو سره ددوى تلفات هم زيات شوي، همدا وجه ده چي دجولاى په مياشت کي ددوى تلفات تر بلي هري مياشتي زيات ول.


 ١٣- پوښتنه : ستاسو په نظر ستاسو تر ټولو لويه فوځي لاسته راوړنه د امريکايى ځواکونو په خلاف څه شى دى؟!


 ځواب: دمقاومت اته کاله دوام په پرله پسې توگه دمقاومت دلمني پراخېدا، د امريکا نړۍ وال رعب او هيبت ختمول، په نړيواله کچه ددوى په ضددپراخي کرکي او نفرت راولاړېدا، د افغانستان د اشغال محکومول او دفوځونو دايستلو مطالبه زموږ لويي لاس ته راوړني وې.


 ١٤- پوښتنه : دغه نور گروپونه چى د امريکى او ناټو په خلاف جنگيږي او داښارى خلک دسپر په شکل استعمالوى او خپله دخلکو شاته پټيږي او دماشومانو او ښځو دخوب په ځاى کې وسلې ذخيره کوي ددوى په اړه ستاسو نظر څه دى؟!


 ځواب : دا د امريکايي جنرالانو دروغجن تبليغات دي، هيڅ حقيقت نه لري، د کابل حکومت ئې هم ورسره نه مني، مجاهدين له عام ولس نه سپر نه جوړوي، جبهه يي جنگونه نه کوي، له کليو اودکورونو له منځه پردښمن بريد نه کوي، دچريکي جگړو يوه ځانگړتيا داده چي له مخامخ جگړو ډډه کېږي، مجاهدين هغه مهال پر دښمن بريد کوي چي غافل وي او ددفاع لپاره بندوبست نه لري، پرگزمو، وړو وړو قطارونو په هغه ځاى کي بريد کوي چي له کليو او کورونو لري وي. امريکايي جنرالان پر بې گناه خلکو دوحشيانه اوړندو بمباريو دتوجيه لپاره دا دروغجن تبليغات کوي. که دا هم ومنو چي په ځينو مواردو کي مجاهدين له بريد نه وروسته کوم نږدې کلي ته پناه وړې، آيا دين، مذهب، ديموکراسي او بشري حقوق دوى ته دا اجازه ورکوي چي پرکلي بمباري وکړي اوپه لسهاوو بې گناه ملکيان د درې څلورو مجاهدينو لپاره ووژني؟ آيا مسيح عليه السلام دوى ته همدا ولي؟! ولي دړندو او وحشيانه بمباريو په ځاى کلي نه محاصره کوي او بريد کوونکي نه نيسي؟


١٥- پوښتنه : دنور امريکايى فوځ دليږلو په هکله تاسو اوباما ته څه پيغام لرئ ؟!


 ځواب: زما مشوره اوباما ته دا ده چي دبش غلطي مه تکراروه، دبش دجنگي ټيم دهغو جنگ غوښتونکو مشورو ته غوږ مه نيسه چي بش ئې رسوا او سپک کړ او امريکائې له دغو بدو ورځو سره مخامخ کړه، د CHANGE انتخاباتي شعار دي مه هېروه، خو مثبت CHANGE نه خونړى او جنگي CHANGE


 ١٦- پوښتنه : ايا تاسو خبر ياستي چې مونږ تيرځل په CBS خبرى چينل باندى ستاسو مرکه خپره کړي وه دهغې مرکى په خپراوي خلکو زمونږ خبريال د امريکا ددښمن په صفت غندلى وو په دې اړه ستاسو نظر څه دى؟!


 ځواب : موږ له خبريالانو سره په ښه سلوک باور لرو، کله چي زموږ خوا ته دمرکې لپاره راځي نو دمېلمه په سترګه ورته گورو. حتى که هغوى ددښمن لپاره استخباراتي مأموريت ترسره کوي، که په دې پوه شو چي هغه داستخباراتو غړى دئ نو له مرکې ته ئې نه رابلو.


 حکمتيار


 افغانستان


 ٢٦/٤/١٣٨٨



ترجمه دری


مصاحبه ی برادر حکمتیار – امیر حزب اسلامی افغانستان با خبرنگار CBS


برگرداننده به دری: الهام عمر هوتکی



بسم الله الرحمن الرحيم



 سوال: آیا شما خواهان اختیار کدام موقفی (پست) در حکومت کرزی می باشید؟


 پاسخ: نخیر، در حکومت فعلی کابل حاضر به اشتراک نیستیم، و همچنان در هیچگونه حکومتی غیر منتخب که تحت قوه ی هواپیماها و تانک های قوای خارجی بالای افغان ها بزور تحمل شده باشد، نیستیم.


 کشور ما اشغال شده است، موضوع اساسی برای ما: خاتمه ی اشغال، استقلال کشور، انتقال قدرت به یک حکومت غیر ائتلافی موقت و ایجاد حکومت اسلامی در یک افغانستان آزاد و مستقل از طریق انتخابات عادلانه.


 سوال: اگر جواب – بلی باشد، پس چرا این موقف را در حال حاضر اختیار نمی کنید؟ و به اساس کدام شرایط شما حاضر به قبول این پیشنهاد خواهید شد؟ و شما در حکومت فعلی کدام نقشی را اجرا نموده می توانید؟ شرایطی را که به اساس آن شما موجودیت قوای ناتو و امریکا را برای مدتی قبول دارید، کدام ها اند؟


 پاسخ: اگر قوای خارجی حاضر به ترک وطن ما باشند، به دوام اشغال پافشاری ننمایند، خواهان خاتمه دادن به جنگ باشند و راه خروج عزتمندانه را اختیار نمایند، ما در این عرصه با آنها همکاری نموده می توانیم. اما اگر بر دوام جنگ پافشاری نمایند، ما جزء مقاومت راه دیگری نداریم. آنها باید بدانند که طی هشت سال گذشته از جنگ هیچ چیزی به جزء از انتقال تابوت ها بدست آورده نتوانستند، پس بعد از این هم با افزایش نیروها و هم با بمباری دهکده ها، خانه ها، مساجد و مدارس افغان های مظلوم و ناتوان نیز چیزی بدست آورده نخواهند توانست.


 افغان ها به هیچوجه حضور نیروهای خارجی را حتی برای کوتاه مدت نیز قبول ندارند، تا زمانیکه آخرین سرباز قوای خارجی از کشور ما خارج نشده باشد، جهاد و مقاومت ادامه خواهد داشت.


 آنعده از رهبران سیاسی اروپا که اظهار می نمایند: سربازان ما در دامنه های هندوکش از کشور شان دفاع می نمایند – دروغ گفته و دست به منافقت می زنند. آنها مردمان کشورهای شانرا بدینگونه فریب می دهند. از سوی افغان ها برای آنها و کشورهای شان، هیچگونه خطر و تهدیدی متوجه نیست. آنها جهت خرسندی امریکایی ها، سربازان شانرا به کام مرگ می فرستند.


 سوال: اگر شما جزیی از حکومت افغانستان شوید، با القاعده چه برخوردی خواهید کرد؟!


 پاسخ: القاعده در حال حاضر حضور و فعالیت وسیع در افغانستان ندارد. بعداز جنگ عراق، اکثر اعضای القاعده افغانستان را ترک کردند. اگر امریکایی ها خواهان جنگیدن با القاعده هستند، پس باید خارج از افغانستان با آنها بجنگند. بگذارید که امریکایی ها برای ما بگویند که طی هشت سال اخیر چه تعدادی از اعضای القاعده را دستگیر یا کشته اند؟ آیا تعداد آنها به ده نفر خواهد رسید؟ امریکایی ها تحت نام کشتن و یا دستگیر ساختن اعضای القاعده، بیشتر از صدهزار افغان بی گناه را به قتل رساندند. تا چه زمانی به قتل افغان ها ادامه خواهند داد؟ با درنظرداشت اینکه در حال حاضر بیشتر از صد هزار نیروی ناتو در افغانستان مصروف جنگ هستند، آنها چگونه می توانند از کشته شدن و یا دستگیری تعداد انگشت شماری از جنگجویان خارجی در افغانستان خبر دهند و اینرا برای حضور فعال و وسیع نظامی شان دلیل بیارند؟ نیروهای خارجی باید از افغانستان خارج شوند، اگر کسی به آنها از خاک افغانستان حمله کرد، در آنصورت حق عکس العمل مشابه را دارند، ما حاضریم تا ضمانت نمائیم که از خاک افغانستان بالای هیچ کشوری حمله صورت نخواهد گرفت.


 سوال: دولت افغانستان و کشور بریتانیا سعی دارند تا با شما کدام موافقت نامه یی را امضا نمایند، آیا شما جهت تشویق آنها، این روابط را تصدیق می نمائید؟


 پاسخ: ما تا اندازه هایی مختلفی با جوانب ذیدخل روابط مستقیم و غیر مستقیم داریم، به گوش همه ی آنها طرح خویش را رسانده ایم، که نکات اساسی آن قرار ذیل می باشد:


 خروج بلاقید و شرط نیروهای خارجی، اعلام وقت معین و معقول خروج نیروهای خارجی، انتقال قدرت به حکومت موقت و غیر ائتلافی، برگزاری انتخابات آزاد و عادلانه.


 سوال: اگر امریکا خواهان باقیماندن برای مدت طولانی در افغانستان باشد، آیا شما در اینمورد حاضر به بحث روی کدام مطلبی خواهید بود؟


 پاسخ: اگر امریکایی ها اراده ی باقیماندن در افغانستان را برای مدت طولانی داشته باشند، ما با آنها هیچ حرفی جهت بحث نخواهیم داشت.


 سوال: ما در مورد تشویق شما و جنگجویان شما تا اندازه یی فهمیده ایم، آیا شما با این حرف موافق هستید که اگر جنگجویان شما صاحب اقتصاد بهتر، وظایف خوب، و شرایط بهتر زنده گی شوند، از جنگ دست خواهند کشید؟


 پاسخ: درک این مطلب برای غربی ها مشکل است که افغان ها چگونه با یک ارتش مجهز و بزرگ می جنگند، چرا حاضر به فداکاری و قربانی هستند، چرا دست به عملیات شهادت طلبانه ی فدایی می زنند، آنها تصور می نمایند که افغان ها به مانند سربازان اجیر آنها هستند!! که نه هدف مقدسی دارند و نه با جذبه ی فداکاری به میدان جنگ می روند، آیا این امکان پذیر است که کسی برای پول حاضر به پوشیدن واسکت باروت بوده و در جوار دشمن چنان انفجاری را برپاکند که به مرگ حتمی او خاتمه می یابد؟!!


 اگر مجاهدین برای بدست آوردن مادیات می جنگیدند، پس تاکنون سرتسلیم را به امریکایی ها خم کرده می بودند.


 سوال: حزب شما – حزب اسلامی – در افغانستان رو به توسعه ی سرسام آوری است، اعضای حزب شما کی ها اند و رابطه ی شما با طالبان چگونه است؟


 پاسخ: اگر منظور شما عبارت از توسعه ی سریع مقاومت است، پس جواب آن اینست که حس قوی آزادی خواهی مردم افغانستان، جنایات وحشیانه ی اشغالگران و خائنان ملی و سپردن اقتدار سیاسی به جنایتکاران جنگی از سوی آنها، همه با هم باعث آغاز مقاومت شده و به سرعت روبه توسعه می باشد.


 اگر منظور شما بطور مشخص از توسعه ی محبوبیت حزب اسلامی باشد، پس باید گفت که سبب نفوذ سریع و وسیع حزب اسلامی در تمامی اقشار جامعه ی افغانی در اینست که حزب از افراد صالح و صادق بوجود آمده، به اصول اسلامی پابند بوده، همیشه در پهلوی مردم خویش ایستاد بوده، در روز های ناگوار مردمان کشورش را تنها نگذاشته، به دشمنان کشور دست توطئه و سازش دراز نکرده، افراد ظالم، مفسد و منافق را از صفوف خویش بیرون رانده، دست به تنظیم و اداره ی جوانان و روشنفکران زده، همیشه از اموری که برای مردم باعث زیان بوده و به وحدت ملی صدمه رسان بوده، اجتناب ورزیده، از تخریب مکاتب، کلینیک ها، پل ها و غیره تاسیسات عام المنفعه جلوگیری نموده و از کشتن مردم بیگناه خود را بدور نگهداشته است.


 در مورد جزء دوم سوال تان باید بگویم که ما با طالبان هیچگونه ارتباطی نداریم، ما سعی نمودیم تا همه مجاهدین را در یک ائتلاف مطمئن تنظیم نمائیم، ولی به این امر موفق نشدیم.


 سوال: شما با مقامات پاکستانی روابط نزدیکی دارید، آیا آنها تاکنون هم در مسائل افغانستان مشغول بوده و خواهان بدست آوردن چه چیزی می باشند؟


 پاسخ: پاکستان و تمامی مقامات ملکی و نظامی اش همیشه با امریکایی ها همکاری نموده و در جنگ جاری افغانستان، اشتراک وسیع به نفع امریکا نموده است. اگر کمک پاکستان نمی بود، امریکایی ها هرگز موفق به اشغال افغانستان نشده و تا کنون در خاک ما باقی نمی ماندند.


 سوال: در مورد گروه های القاعده در افغانستان چه نظری دارید؟ آیا تعداد آنها رو به افزایش است؟ آیا در صفوف شما، جنگجویان القاعده حضور دارند؟


 پاسخ: قبلا” اظهار نمودم که القاعده در حال حاضر، حضور وسیع و فعال در افغانستان ندارد. بعداز جنگ عراق، اکثر اعضای القاعده افغانستان را ترک نمودند و با گروه های مربوط به القاعده هیچگونه روابط تنظیمی نداریم، القاعده تاکنون هم با طالبان همکاری و کمک می نماید.


 سوال: اوباما و کرزی می گویند که دراین جنگ بواسطه ی نیروی نظامی موفق نخواهند شد، آیا آنها درست می گویند؟


 پاسخ: این حرف آنها کاملا” دقیق است که در این جنگ از راه نظامی، پیروزی بدست آمدنی نیست. آیا تجربه ی هشت سال اخیر برای هر دوی آنها و هرکس دیگری کافی نیست که بگویند:


 امریکایی ها در این جنگ از راه نظامی پیروز شدنی نیستند! اما متاسفانه با این همه و همه آنها بردوام جنگ پافشاری نموده و خواهان ازدیاد نیروهای خارجی هستند!!


 سوال: شما بعداز چند سال مبارزه با نیروهای امریکایی توانستید تا با تاکتیک های جنگی آنها آشنا شده و بزرگترین ناتوانی آنها در عملیات چه می باشد؟


 پاسخ: سربازان روسی از نگاه مورال و انضباط نسبت به امریکایی ها مقدم بودند. مثال اینکه یک سرباز روس از امر فرمانده اش سرکشی می نمود، خیلی کم در ارتش روسی به چشم می خورد، اما سربازان امریکایی در حالیکه تحت حمله ی نظامی قرار می گیرند، خیلی بی همت و بی غیرت می شوند و زمانیکه بر کدام قریه (دهکده) یی حمله می نمایند، خیلی بی رحم و قسی القلب می باشند و از ارتکاب هیچ جنایتی سرباز نمی زنند. به اصطلاح افغان ها می توان سربازان امریکایی را بی غیرت و بی رحم گفت. موارد ضعف نظامیان امریکایی بطور کلی قرار ذیل اند:


 یک گروه منظم و ثابت افغانی ندارند، دزدان، خائنین ملی، جنایتکاران جنگی و اشخاص مفسد را با هم جمع نموده و آنها را بر افغانها مسلط نموده اند. افغانستان را برای روس ها و ایرانی ها اشغال نموده و گروه های جاسوس و دست نشانده ی ایران و روسیه را به قدرت رسانده اند. مغرور بوده و روش آنها با مردم افغان نهایت وحشیانه و رذیلانه می باشد. برای جنگ هدفی واضحی که بتوانندتا سربازان و مردمان کشورهای شانرا قانع سازند، ندارند. در جنگ از وسایلی استفاده می نمایند که در جنگ میان ارتش های بزرگ و منظم استفاده می شوند نه در جنگ های چریکی. مردم عامه ی افغان، اکثرا” قربانی حملات نظامی آنها می شوند.


 سوال: به نظر شما، سربازان امریکایی در چه حالاتی خیلی ضعیف و ناتوان می باشند؟


 پاسخ: هنگامیکه پایگاه های نظامی شانرا ترک نموده، در مناطق کوهی از یک ساحه به ساحه ی دیگر در قطار های کوچک حرکت می نمایند، در همین حالت به بسیار آسانی شکار حملات مجاهدین می شوند. آنها تاکنون به تامین امنیت راه ها قادر نشده و نتوانسته اند تا در امتداد راه های بزرگ، پسته های امنیتی ایجاد نمایند تا بدینصورت امنیت سربازان گزمه و قطارهای شانرا تامین نمایند. روس ها در این راستا مقدم بودند، اگر به تعداد روس ها و وسعت جنگ قبلی با روس ها نظر افگنده و آنرا با جنگ فعلی مقایسه نمائیم، پس می توان گفت که تلفات امریکایی ها نسبت به روس ها بیشتر بوده و رو به افزایش می باشد. با افزایش نیروهای ناتو، تلفات آنهانیز بیشتر شده اند، از همین سبب است که تلفات آنها در ماه جولای نسبت به هر وقت دیگر، بیشتر بود.


 سوال: به نظر شما، بزرگترین دست آورد نظامی شما در مقابل نیروهای امریکایی، چیست؟


 پاسخ: دوام هشت ساله ی مقاومت و توسعه ی روز افزون آن، خاتمه دادن به رعب و هیبت جهانی امریکا، ایجاد نفرت جهانی در مقابل امریکا، محکوم نمودن اشغال افغانستان و خروج سربازان آنها عبارت از بزرگترین دست آوردهای ما بشمار می روند.


 سوال: در باره ی گروه های دیگری که در مقابل امریکا و ناتو می جنگند و از مردمان بیگناه منحیث سپر استفاده نموده و عقب آنها پنهان شده و اسلحه ی شانرا در خوابگاه های اطفال و زنان مخفی می نمایند، نظر شما چیست؟


 پاسخ: این همه تبلیغ های دروغین جنرال های امریکایی بوده و کاملا” عاری از حقیقت می باشند. حتی حکومت کابل هم با این جنرال ها در اینمورد موافق نیست. مجاهدین از مردم عامه منحیث سپر استفاده نمی نمایند، آنها به جنگ های جبهه یی نمی پردازند، از میان قریه ها و خانه ها بر دشمن حمله نمی نمایند. یکی از مشخصات جنگ چریکی اینست که از جنگ روبرو امتناع صورت گیرد. مجاهدین هنگامی بر دشمن حمله می نمایند که آنها غافل بوده و اقدامات لازم جهت دفاع خودی را روی دست ندارند. بر گزمه ها و قطار های کوچک آنها هنگامی حمله صورت می گیرد که از قریه ها و خانه ها دور می باشند. جنرال های امریکایی جهت توجیه بمباری های کورکورانه و وحشیانه ی شان بالای مردم عام و بیگناه، این تبلیغات دروغین را براه انداخته اند. اگر اینرا هم قبول نمائیم که در بعضی موارد، مجاهدین بعد از حملات به قریه های نزدیک پناه می برند، آیا دین، مذهب، دیموکراسی و حقوق بشر برای آنها این اجازه را می دهد تا بر یک قریه ی کامل، بمباری نموده و ده ها افراد بیگناه ملکی را فقط از برای سه یا چهار مجاهد به قتل برسانند؟ آیا حضرت مسیح (ع) به آنها همین درس را داده است؟ چرا عوض بمباری های کورکورانه و وحشیانه، قریه را محاصره ننموده و حمله کننده ها را دستگیر نمی نمایند؟


 سوال: شما چه پیغامی پیرامون افزایش نیروهای امریکایی در افغانستان، به اوباما دارید؟


 پاسخ: مشوره ی من به اوباما اینست که اشتباه بوش را تکرار نکند. به مشوره های جنگ خواهانه ی تیم جنگی بوش که باعث رسوایی خود بوش گردیده و امریکا را به این حال و روز دچار ساخت، گوش ندهد. شعار انتخاباتی CHANGE اش را فراموش نکند اما CHANGE مثبت نه اینکه CHANGE خون آلود و جنگی.


 سوال: آیا شما واقف هستید که بار قبل بعداز نشر مصاحبه ی شما در کانال خبری CBS، مردم خبرنگار ما را به صفت دشمن امریکا توهین نموده بودند، در اینباره نظر شما چیست؟


 پاسخ: ما با سلوک و روش خوب با خبرنگاران باور داریم. هنگامیکه بسوی ما جهت مصاحبه فرستاده می شوند، به چشم مهمان بسوی آنها می نگریم. حتی اگر ماموریت استخباراتی برای دشمن را نیز داشته باشند. و اگر بدانیم که عضو استخبارات است، او را به مصاحبه دعوت نمی نمائیم.



 حکمتيار


 افغانستان


 ٢٦/٤/١٣٨٨

تبصره نسته

  1. طرحي نوي صاحبحکمتیار د او تجربي پرون د ستونزي دنن

    د ګلبدین حکمتیار مرکه د CBS خبری چینل سره :

    رازي چی د روسانو د ماتي نه یي شروع کړو:
    که په ریښتني توګه وکتل شي د کمونیستي رژیم له منڅه تلل او دروسانو د قدرت ته د رسیدو پایله د افغانستان د خلګو په تصمیم پوری اړه درلوده.
    دیو کمونیستي نظام منځ ته راتلل او بیا د روسانو له لوری د هغه بربنډ ملاتړ د افغانستان غوندی یوي اسلامي مذهبپالي ټولني د حقایقو او اصلو سره په ټکر کي ول، داچي افغانستان یو اسلامي هیواد وُ او ټولنه یي د یو مذهت پر بنسټ ولاړه ټولنه وه کمونیستي نظام و نشو کړای چی خپل ځای په یوي داسي ټولنه کي وساتی، ځکه چی د یو نظام د منځه تلل، قبلول او یا ردول په مستقیم ډول د هغه هیواد په خلګو پوري اړه لرې.

    حکمتيار صاحب د خپل مرکي په يوه برخه کي دافغانستان اوسني حکومت يو تپل سوي او د خارجي قدرتونو يولاس پوڅي اداره بللي ده، چي کوم ملي او ولسي بنسټ نلري.
    خود حکمتيار صاحب سره تر يوه حده د نظر پريوالي بياهم په دي ټينګار کوم، چي لا اوس هم ډيرئ ملت د خپلې شته اداري نه، نه يوازي ملاتړ کوي بلکي هغوي د يواساسي قانون په شتون کي د خپل ښه راتلونکي لپاره زيار باسي چي ددي اداري ملکي او فوځي بنسټونه ټينګ کړي، چي داپه شکاره د اوسني شته اداري ملي ملاتړ ښکاره کوي.

    زه بيا هم د يو افغان ځوان په توګه چي د کورني ډير غړي يي ستاسو د اسلامي حزب پلويان دي، منم چي لا اوس هم اوسنې اداره يوازي او يوازي د نړيړالو فوځونو په شتون کښي د بقا شپي سبا کوي، خو داپدي معنا هم نه ده چي د کرزي اوسني اداره له ځانه سره هيڅ کوم ملي ملاتړ نه لري. د 2004 او 2009 کلنو د ولس مشريزو ټول ټاکنو او په هغو کښي د زيات شمير افغانانو ګډون ددي اداري قانوني بنسټونو ته ځواک ور وبخښي، او ثابته يي کړه چي ملت د يوه داسي نظام چي په کي د خلګوليږ تر ليږه حقوق ساتل سوي وي ملاتړ کوي.

    په هر صورت، د اوسني اداري نه پرته، ستاسو طرحه چي بايد ځواک يو مؤقت غير أيتلافي حکومت ته وسپارل سي او ستاسو په ژبه د عادلانه انتخاباتو له لاري دملت دخوښي اسلامي حکومت رامنځته سي څومره عملي جنبه لري. ايا داهرڅه تکراري خبري نه دي؟ ستاسو له انده همدا طرحو او دکاغذ په مخ د پيمانونو کول د افغانستان د اوسني در دونکي حالت عوامل نه دي؟
    ستاسو له نظره د يوه غير أيتلافي حکومت رامنځته کيدل په خپل ځان کي ډير اَيډيا ليستيک او په نظري جنبه نه دي ولاړ؟ تر ټولو مهم داچي د يوه داسي قدرت په رأس کښي چي غير أيتلافي مؤقت نظام وي څوک کيداي څي؟ او يا په بل عبارت، فکر نه کوي چي بيا به د 1993 وم کال تجربي تکرار سي چيري چي کابل د څو ورځو په برکي له خاورو سره برابر سو؟
    ددي هر څه سره ترټولو مهيمه خبره داده، چي د يو نوي نظام منځته راتګ په افغانستان کي نه تنها ملي ملاتړ ته ضرورت لري، بلکي بين المللي ملاتړ له هغه نه هم زيات مهيم دي. که يو نوي نظام منځته راځي نو بيا به هم موږ همدي نړي او نړيوالو مرستوته منتظر يو چي بيايي هم غربي هيوادونه په سرکښي راځي.

    بله مهيمه موضوع چي کيداي سي ستاسي د طرحي يوه برخه وي دواک ويش دي. که نظام يو ديموکراتيک او دخلګو د ټاکنو په ارزښتونو ولاړ وي نو بيا خو تاسوته لاره خلاصه وه چي د ولسمشري ټاکنو دسيالي لپاره ميدان ته راوتي واي، خو که مو هدف د فوځوي ځواک په موټ او د هغه په تناسب د قدرت لرل وي نو بيا به د واک ويش په څه شکل وي؟ زما په نظر د خلګو اودملت ارمانونوته درناوي دهر نظام بنسټ او قانونيت جوړوي، افغانستان غوندي يوه غريبه ټولنه چي کلونه يي د جګړي په لمبو کي ژوند کړي يوې ډيري عملي اوپرحقيقت ولاړي طرحي ته ضرورت لري. زموږ ملک له هرلوري، که هغه اقتصادي وي اويا هم سياسي وي په نيست برابردي. موږ يو دوهم ځواک اومسئول دوست ته ضرورت لرو چي زموږ ملک او ارزشتونه د ګاونډيو ملکونو په وړاندي وساتي. تيري سياسي او ائتلافي تجربو زموږ د خلګو لپاره کومه ثمره نه در لوده، نو همدا علت دي چي موږ يوي نوي او په مؤثريت ولاړي ملي طرحي ته ضرورت لرو. جګړه او په محاذ کښي د تل لپاره دريدل د حل لاره نه ده، او نه هم د خپل غوراوي او د خپلي لاري ښه توب کولاي سي د ملک ستونزي هواري کړي.

    حکمتيار صاحب په 1996وم کال کي کله چي طالبانو په افغانستان سياسي واک درلود، همدا تاسي وي چي مخالفت مو وکړ. که هدف رښتيا هم دي ملک ته ديو اسلامي نظام راتګ وي ، نو بياهم تاسي د اهدافو همږغي درلوده. ولي سره وجنګيدلې او تر پايه مو په يوه مرکزي ملي او اسلامي طرحي موافقه ونه کړه؟ په اوسني وخت کښي بيا چي هم تاسي او هم طالبان د اوسني دولت په ضد په محاذ کښي ولاړ ياست، ستاسي د مرکي له مخي، کوم همږغي نلري. هم ستاسو ملي اسلامي محاذ او هم طالبان د يوه اسلامي نظام رامنځته کيده غواړي، نو بيا د نه يوتوب لامل او ستونزه څه ده؟ ستاسو په اَند ملت به په چاباندي باور وکړي؟ اَيا تاسو ښه ياست او يا طالبان؟ څوک هغه ريښتني اودخلګو د ارمانونو اسلام له ځان سره لري؟
    که په يوه داسي شرايطو کښي تاسي بيا هم د خپل طرحي او ارمانونو شتون مؤثر بولي، نوبيا دملت لپاره د هغه د خونديتوب پوره تضمين وکړي.

    بله موضوع چي بايد دلته يي ذکروکړم، هغه ستاسي د مرکي له مخي د خارجي قدرتونو وتل له افغانستان نه بي قيده او شرط دي. تاسو ويلي چي بايد خارجي ځواکونه له افغانستان نه ووزي او يا هم يومشخص تقسيم اوقات د هغوي د وتلو لپاره و ټاکل سي. په بدل کښي يي تاسو نړي ته د افغانستان د خونديتوب ډاډ ورکړي او ويلي مودي چي دافغانستان خاوره به کله هم دچا دملي حريم او ګټو په وړاندي استعمال نه سي.
    نو حکمتيار صاحب لومړي دافغانستان حالت او وضعيت د بهرنيانو په نه شتون کښي ديوه رياليست او واقع بين شخص په حيث مطالعه کړه. د نړيوالو فوجيانو نه شتون په افغانستان کښي د دؤ در دونکو تجربو تکرار دي. لومړي يي د نجيب د حکومت دړنګيدو وروسته دمجاهدينو راتګ ؤ هيواد ته، او دخپل سره مليشو او سيمه ايزو قوماندانانو شتون دي چي ملک کښي يي يوه مطلقه انرشي خپره کړي وه. دوهم هغي يي د طالبانو راتګ او ورسره ملک په يوه نړيواله تروريستي مرکز بدليدل ؤ. نه تنها دا چي ملک د نړيوالو تروريستي ډلو منګلوته ولويدو بلکي د افغانستان حريم يي هم د نړي په وړاندي په څوځله استعمال کړي چي ښکاره مثال يي په 2001 کال کښي د سپټمبر يولسمي پيښه وه. اَيا دا ټول دهغه څه ضد نه دي چي تاسو يي فکرکوي؟ فکرنه کوي که چيري بهرني قوا وي نه وي موجودي افغانستان به يوځل بيا د نړيوالو تروريستانو منګلوته ورولويړي؟ فکرنه کوي چي د سپټمبر ديولسمي غوندي کومه بله پيښه صورت ونيسي چي بيا به هم افغانستان ته ډير شوم عواقب ولري؟

    ددي ترڅنګ ستاسي دمرکي له مخي د پاکستان ملاتړ امريکا ته د جنګ کولو او پر ملک دواک چلولو موقع په لاس ورکړي، نو له همدي کبله نور پاکستان يو باسد ملک او ددښمنانو په څنګ کي ولاړیوی دي.
    حکمتيارصاحب تاريخ شاهد دي چي همدا پاکستان او دهغه دوستي له امريکا سره يوازي دنجات فرشته وه چي مجاهدينو، په مشخص ډول تاسوته يي د روسانو او کمونيستانو په وړاندي په افغانستان کښي د مقاومت مزي درکړي وه.
    همدا پاکستان ؤ چي تاسو پکي ديوسياسي او ملي رهبر غوندي د خپل ملک په اړه فيصلي کولي. نن که چيري پاکستان نه سي کولاي ستاسو دارمانونو نه دفاع وکړي، البته هغه هم د خپلو ملي ګټو او ارمانونو په بنسټ، هغه يو دښمن ملک معرفي کوي. اَيا فکرنه کوي چي دا ډير ناوخته اعتراف دي د پاکستان د مؤقف په اړه دافغانستان په وړاندي؟
    د 90 ام کلونو په په لومړيو کي همدا پاکستان د همدي شومو اهدافوسره دفغانستان ملت ټوټه کاوه، خو تاسو ددي سره سره چي ورباندي پوهـ وي سترګي مو ورباندي پټکړي وي. د پاکستان مؤقف دافغانستان په وړاندي همغه دي کله چي دا خاوره ديو ملک په حيث رامنځته سوه. پرون چي پاکستان ستاسو د اهدافو ملاتړ کاوه او تاسوته يي د جهاد قهرمانان ويل نو هغه يو دوست اسلامي هيواد ؤ، نن چي يي همدا شوم اهداف ستاسو په شتون کښي نه دي ليدلي او نور څوک سپورتوي بيا پاکستان د فساد ځاله وګرځيده. حکمتيار صاحب که چيري تاسو همدا پاکستان دوه لسيزي وړاندي په همدي د فساد په نامه نومولي واي او دهغه حقيقي څيره مو ملت ته ليږ څه وړاندي روښانه کړي واي، نو باور لرم چي تاسي به اوس د يوملي قهرمان په حيث د ټولو افغانانو په زړونو کښي ځاي درلود او کله به مو هم د انزوا شپي او ورځي نه سبا کولې.

    په هرصورت، د تيرو تجربو او ستاسو له خپلو ليکنونه چي روشانه مثال يي ستا سو کتاب( پټي طوتئ او بربنډي څيري) دي سړي دا نتيجه اخلي، چي اصلاً د روسانو په وړاندي جهاد هم د ځينو سازشونو او پټو پروټوکولونو پر بنسټ ؤ.
    دجهاد اصلي مؤقف د عامو خلګو په فکرونو کښي ؤ او په راُس کښي ناستو کسانو دخپلو اهدافو لپاره دوصلي په شکل استعماله ول. تاسو په خپل کتان کښي ادعا کړي ده چي ښاغلي احمدشاه مسعود دروسانو دوتلو لپاره دهغوي د خوندي تللو ساتنه کوله او ورسره په مستقيم ارتباط کي ؤ. فکر نه کوي چي داټول خبري ستاسو په وړاندي هم د حقيقت جنبه غوره کولاي سي؟ اَيا تاسو د حقيقي جهاد لمن نيولي وه او پاته ټول فاسد ول؟
    دا ټول هغه څه دي چي د عامو خلګو په ذهنونو کښي د ميليونونو شهيدانو په ريشتينولي شک پيداکوي او دجهار اصلي مفهوم د روسانو په وړاندي تر پښتني لاندي راولي.

    ددي ټولو خبرو او حقايقو په رڼا کښي غواړم چي خپل ليکنه په دي ټکو را لنډه کړم:
    حکمتيار صاحب ددي سره سره چي په ملک کښي ډيري ناخوالي او در دونکي پيښي رامنځته سوي او په سوونو زره انسانان ووژل سول، چي په هغه کښي ستا سو برخه هم شته، بياهم د املک تاسو مشرانو ته ضرورت لري. راځي چي ټول خپلو ګريوانونو ته سر کړو او خپل خپل مشکلات ومنو او دهغوي په رڼا کښي ددي بي وزلي او ټوک ټوک ملک د درد دوا سو. جنګ او پريوبل باندي نه باور د حل لاره نه ده. دحل لاره ديوه حقيقي او عملي داسې پلان رامنځته کول دي چي وسې کړاي همدي رواني جګړي ته يو دايمي دپاي ټکۍ چيږدي. راځي چي نور دپرديو دملي ګټو لپاره ځانونه وسيله ونه ګرځوو او پوهـ سو چي دملک ښې ګڼه په څه کښي ده. موږ نړي ته ضرورت لرو او نړي موږ ته، راځي چي دهمدي پراخې نړي دستر کهول يو سالم غړي وګرځو او پري نږدو چي د ترحګري او بنسټپالې تور داغونه راڅخه د حيثيت څيره خرابه کړي. په پاي کښي بيا هم راځي چي په دي مظلوم ملت، کونډو، رنډو او يتيمانو زړه وسوځو او ديو ملي پراخه بنسټه حکومت لپاره په پوره زغم او درناوي سره کار وکړو.
    م.و.ر