کور / شعر / شعر او ادب

شعر او ادب








 د ماشوم اختر


 د بابوزی يو شعر


کاشکی زه ماشوم شم او اختر را باندي راشي
له دې ژونده ورستون شم بختور راباندي راشي


بيا می جامې جوړي او لاسونه راته سره کا
د مور په محبت کي خوندور را باندي راشي


سهار مي تلوسه شي چي ملګري ننداره کړم
ملګري له هر لور لکه لښکر راباندي راشي


ميله د اختري مو له پلرو ځني اخستې
مصرف ته يې هوا د قلندر راباندي راشي


يو و بل ته ښيو خپل کالی د لاس نکريزي
منډو کي خولې د سمندر راباندي راشي


ځو به فالوده ،نقل نخود به خورو پريمانه
نه يې کړو پروا که مازيګر را باندي راشي


ټوله ورځ ميله وي چي رسيږمه سم کور ته
مشر ورور په قهر زورور را باندي راشي


پوښتنه وکړي ولې ټوله ورځ په ميله تللې
د مور پوړنی سم لکه وزر را باندي راشي


بيا مي مور څه وسکونډي اوردي بدي وايې
ډاډ د محبت يې جادوګر را باندي راشي


څو مي پلار خبريږي ، زه بيده شمه له ډاره
خوب هم بيله ځنډه په پېخر را باندي راشي


کاشکي زه ماشوم شم او اختر راباندي راشي
له دې ژونده ورستون شم بختور راباندي راشي


٢٧ – سنبله ١٣٨٨
١٨ – سيپتمبر ٢٠٠٩


 



 ګرانه! اختر دې مبارک شه


رحيمه پښتونيار



ګرانه اختر دې مبارک شه
دا د اختر ورځې دي


نن د اختر په ورځ کې


ما مې په اوښکو کې موسکا وليده


يوه کمينه موسکا


يو ګلورينه موسکا


د ارمانونو موسکا


ستا د دردونو موسکا


چې دې په څو خوږو لوظونو راته


د زړه د غم تيارې روښانه کړلې


راته دې وويل اشنا


زما خوږې ، زما ګلورينې ليلا


دا د اختر ورځې دي


ستا د نکريزو خوشبويې راته پيغام راوړی


چې دې د اوښکو د کترو په سيل کې


دﻻس په وچو وچو دښتو کې دې


دسرو سکرو ټو سرې لمبې کرلي


د خدای لمن ونيسه


چې ددې سرو سکروټو سرو لمبو نه


قدرت د سرو غوټو ګلونه جوړ کړي


او بيا به دواړه د اختر په ورځ کې


يو بل ته وايو ګرانې


دا داختر ورځې دي


ګرانې! اختر دې مبارک شه


ګرانه! اختر دې مبارک شه


 



 ملالۍ کلی ته راشه


رحیم هلال پیښور
 


ټکی نه لرودتوروموقحتي ده
هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشه
ته په خپل معصوم وزرکي اوبه راوړه
سندرماري توتکۍ کلي ته راشه


احساس راوړه دټپوژبه رازده کړه
دردموشته خوموږسندري هیري کړي
شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي
جرګي شته خوموږخبري هیري کړي


رودټپي دی پکی وینی په څپودي
دّ‏ځوانانواندامونه اوبوراوړل
دګودرټوله صحراپه وینوسره شوه
له بنګړوډک مړوندونه اوبوراوړل


ملالۍدکلی غبرګي سترګي تاته
ته اودی خودیوبل له زړونوجوړواست
ملالۍ یوځل له توروخاوروپاڅه
له باتوروننګیالیووروڼوجوړواست


سپین جومات مودباروتولوګوتورکړ
څوناترسوموښایسته امام شهیدکړ
چی به موږه اقتداپسی کوله
خدای ناترسوموهغه امام شهید کړ


دسپین ږیرویی دي خولي پلسترکړي
دځوانانویي په تیغ غاړي پري کړي
ستا همزولي یي په سپیودي داړلي
په زانکوکي ماشومان یي دي و‌ژلي


ملالۍ راشه لږژرراپيښه وکړه
زرغونه شه احمدخان درسره راوړه
بیاموکلی سرولمبوپه سراخیسی
یانازوشه میرویس خان درسره راوړه


چیرته بیاکه ته له ورایه راشکاره شي
 په والله زلمي به ټول په ګډاراشي
ددشمن واړه سپرطاقته به مات شي
په اسمان به ابابيل په ګډاراشي


ته دنورفرښتویووړي جنتي شوي
خوستاواړه کلیوال خواران حیران دي
یوځل بیا په تورزندان دي کښیوتلي
چي په سردمځکي واړه دوزخیان دي


 


د تورتم لاسونه


رحمتي ګيلانوال


څومره اوږد ه شول
څومره پا خه
څومره پيا وړ ي
د ا د تور و شپو
دتور تمو لا سونه
زما د كلي په كو څو كي
په محراب دمسـجدو كي
په حجر و د پښتنــو كي
بلي ډيوې
د زړه په وينو
به تر ځو
 په تو رو كاڼو باندي ولي *
 رحمتي ګيلانو ال 13/8/2009


 




نثاراحمداحمدي-هلمند لښكرګاه


ستادمــيني په لمــن كي
ماروزلــــي دي غمـــونـه
زه دوخت په ژبــه پوه وم
چي كول به مي ســوالونه
دامُيدغوټۍ مـــي ژاړي
دخـــزان څـــپوزدزو ولـي
زما نصــيب پردغـــه لارؤ
ماخوبونـه دي لـــــــيدلي
مادميني په محراب كي
شوړولـــــــي ځنګــــــنونه
ستادهر قدم پرخــــاوري
مي كرلي ستــاخيالونه
تورپوړني تاريكـــې دي
له زنــدان څــــخه راوزي
زه ګُمراه ورته ښـكارېــږم
له اسمان څــخـه راوزي
مادميــني پــر سكــروټـــو
ځان سوځلى لــه پخــــوا ؤ
دابيلس په دې كي څه دي
چي راښكېل په مـــدعاؤ
احمدي سترګي دي ښــخي
دجــــانان پر احــــوالوكه
دمجــــنون لاره كه خپـــــله
صبر خلاص پرعذابوكه


۲۰۰۹\۷\۱۷


دميني په ګوتو


په ګرېوان كي مي تصويردى دبېلتون
راتيريږي مي له سترګوستاخيالـــونه
دتـــــــــړون اودخنــــــدالـــــه كـــوره وزو
اوس به مااوتاته څوك كوي نكـــلونه
راشنوبه په فراق كــي يوځــاي والــى
ويښـــووبه دهجــرانه څـــه خــــوبونــــه
ويدوبـــــه دزمــان دغيـــــږي كـړكــــي
لمدووبه په خپل اوښكوګرېوانــونـه
تـــېروبه دخـــــالــــق په كوركي عمـــر
رژوبـــه مــوملـــــــګري كــــــړاوونــــــــه
زماپرسـرباندي ټكــــولى  داغ دهـجـــر
پرشيندم به ستا دمــــيني انځورونـــــه
غټي سوي دغــــمونودخــــــولـې داړي
لګوي مي پرســــينه بانــــدي غاښونـه
غولومــه مي زړګى سـتا په يـــــادونــــو
پاڅومه مي خپل ځانته ستاخــيالونــه
ځوانيمرګه زمزمــه سول په مـــرۍ كي
ترخولې ونه وتل شنـــه وه پر غــمونــه
چي سپېره سندره پورته سوه ويـــوتــه
پر راتاوسول دفـــراق اوږده لاســــونــــه
پر راغــه باندي كرم تـــــصويردميـــــني
رســــموم بانــــــدي دزلفــــوتـــــناونــــــه
دجــــــفا دغــــــــيـــــږي كـــــــــډه بــــــاروم
بېــــلومه بــــــه له ځـــــــانــــه داغـــــمونــــه
وروستنۍ سلــــګۍ به وباســــمه چاتـــه
چي حلال مي پرســــــفركړل قـــدمــــونـــه
احمدي په دامــــرموز نظــــم كي څــــه دي
چي په ميـــنه يې ليـــكـــلي دي بــيـتونــــه

۲۵-۶-۲۰۰۹
سباوون راډيو


دغم څه غم ته


زه دشپودكــــــوره وزم په ســـــــفر
دخــپل ځانه بـــــــېلومه داغمونــه
دتياره ماښام پرلاري دى بېلتون
پرسينه يې پرې كوم ورته لاسونـه
ددېـدن له تُبســـمه تښتـــــــــېدلــي
دځوانۍ له ګنجه تـــږي امـيدونــــه
دزورواكي تندي ساه رالنډه ســوې
لمدوم به يې دوچـي ميني ملونـــــه
چغي وزي دمرموز جهان له ستوني
كښــــــېنوي دلنډه خوبه ويده زړونـه
غورځوي ىې دابدجـــهان پرلــــوري
ويدوي ىې په هجران كي جســدونه
ناخــــبره باخـــبرپـــه ګُــــزراوســــــي
چي پرتاوسـي داورونوګردابــــــونه
په كوكاروشيطانان له ځانه بېل كړي
چي پروكي عزرائل دمرګ  ږغـــــونه
دوزخ هم سي انتظار وسوځــــېدوته
چي په تمه كي راښكېل دګناهوسـي
يوجرس يې په فرياد وزي له خولې څه
چي په ديدكي ګرفتاردبېــــتوبوســي
داپېچلي كرښي وړمـــــه ولحـــــــد ته
وجانان ته يې سپــــــړمه دارمـــــــزونه
دتعبيرپردروازويـــــــم ورغــــلـــــى
احمدي دشپې ليدلي مي خوبـــــونه
۲۰۰۹_۶_۲۳



غزل


[دجهاني په ليكه]


غمونه زړوم دخوشحالوسره درځم
تڼاكي خپلوم له اُميدو سره درځم
توږمه به له ځان څخه يادونه دسكوت
خيالونه كښېنوم له خاطروسره درځم
دشپې له ستوني وزي اوازونه ددېوانو
ښكلاوي تخنوم له ښاپيروسره درځم
جانانه دفراق په زنكدن به يوخوشحاله
خندابه مسته وم له پيغامو سره درځم
نرۍ كرښي ښكلوم به احمدي دجهاني
پرشونډويې تپم له اهنګوسره درځم

۲۳\۹\۲۰۰۹
هلمند



پردېسه مينه


څه بد مرغـــــه دنــــــــيا ګـــــۍ ده
دغــــــمـــونـــــــــــو مـــــــي ازل دى
هجـــــــر مالــــــره تــر بورســــــــــو
په ســـــفركي مــــــي مـــــزل دى
دبقـــــــــآء لاره يـــــــــې وركـــــــه
پر ما مــــــښتــــي يې لاســـــونه
پرديســــــي مي ترمــــــامشـــــــره
زمــــا يې وســـــــول اُميـــــــدونه
دبېلــــــتون اشــــــنا په كوركـــــي
ځمـــــكه ټــــــوله دغــــــمونــــــــــه
په كرلى يــــــې خپــــل ځـــــان دى
شــــنه كوي به نور ســـــــوچــــونه
پر ناپــــــايــــه لار مــــي بيــــايي
دبېلــــــتون هـــــم دا ارمــــــان دى
زه غـــــريـــــب دغمــــو جـــــوړيم
چي په برخــــــه مي خفګــان دى
پر تنــــدي مي سجـــــودې هــــــم
ســــتړي ســــــــوي لــــه زارو دي
وخـــــــالـــــــــق لره ګــــــويا يــــــم
مــــــــا ژړلي پــــــــه تيـــــــارودي
زه پردېس دخپل مالـــــت يـــــم
نه دي مــــــياشــــــي نه كلــــــو نــه
اوس وكــــم زيارت تــه ورســـــم
نه قبلـــــيږي مـــــي ســـــوالونــــه
الــــــــلـــــه ماتــه را بخـــښــــلــــــې
دغمــــــــــــــونـــــــو كـــــــربـــــــلا ده
زه يـــــــــې وړمـــــه مينــــــتونـــــه
ماتــــه ښـــكاري چــــي بــــــلا ده
مـــــاتـــــه پاتـــــه قصـــــيدې دي
اوس بــــه پېيــــــمه شـــــــعرونــــــه
احمدي پردېـــــــس لــــــه ميــــــني
اوس بــــــه وايـــــــم غـــــــزلونـــــــه
شاعر نثاراحمد احمدي
هلمند لښكرګاه
۲۳\۹\۲۰۰۹


لښكرګاه
 
لمر به پروت پر دا اسمان وي
وچــه ځمـــــكه به واښــــه وي
دا نـړۍ به وي اوغــــــــرونــــه
ګـــودرونـــــه بـــــه درانـــــه وي
دخــــــلوت ځـــــــلا به ښــوري
ديـــــوالي پــــــر لاســــــــونـــــــو
دنفاق به كــــــــډه وركـــــــه وي
بــــــس نو ر بـــــه كړي سوچونه
مازديګـــــر دغـــــرولــــــمن كي
چنـــــارونــــــه بـــــــــه نڅـــــــيږي
دپېــــــغلانوبــــــه كـــاروان وي
يــــودبلــــــه بـــــه مُســـــكــــــيږي
دغمـــــــو وږې بـــــــــه پــــرې سي
كږليـــــچـــــــــونه به پــــــردي سي
را پخـــــــــلابه موخوښــــــۍ سي
كړاوونــــــه بــــــــه ستـــــي ســــــي
پرې لاســـــــونــــــــه به پيوند سي
ماتـــوي به عـــــــــــــــــــذابونــــــــه
يودبلـــــــــــــه بـــــــــه رانــــــــــــغاړي
پـــــــــــــــه اور ســـــــــــوي اميـدونه
دصحرا په سپــــــــېره غيـــــــــږكي
به ټــــــــــــومبـــــــلي بياكېږدۍ وي
په مستـــــــــــــۍ به كښــــــــېوتـلـــي
مستي مسـتي څوكــــــــوچـــۍ وي
داوښــــــــــــانوبـــــــــــه هـــئ هئ وي
دشپونكيانـــــــــــوبه شــــپېلۍ وي
بس غــــرمـــه به وي شلومبې به وي
پتــــــــــــيره بــــــــــــه روټـــــــۍ وي
خاطــــــــــرې بـــــــه مــــــوزړې سـي
زېـــــــــــــږووبه نـــــــورسوچــــــــــــونه
دنــــــــــــړۍ پرپښــــــــــوبـــــه ورسـو
شنه كووبه نور خــــــــــيالــــــونـــــه
دغــــــــــــضب ژبـــه بـــه پــري سي
داخـــــــــــلاص په زولنـــــوكـــي
صداقت به موســـــي ستــــــرګي
داُلفــــــــت پـــــــه پـــــــــړاووكــي
وچ كچــــــــــول به مــــوطـــلاسي
آخـوبونــــــه به تعبـــــــــــيركــــــړو
خوداټــــــــــــول پـــــه اتـحاد دي
چي ورمونه مـــــــــــوتعبــــــــيركړو
بدبخـــــــــــــتۍبه كــــــــړوحـــلالي
دغــــــــــــموسيـــــــنې به پــــرې كړو
بـــــــــــــس ملــــــتيا بــــــــه دالله وي
دتوبو سيـــــــــــنې بـــــه پـــــــرې كړو
داراغـــــــــــــــه به باغ حـــــــــــــرم كړو
ښكلي ټولـــــي به سيـــــــــنګاركړو
قافـــــــــــلې به دښـــــايـــــــــست وي
بدرنــــــــــــګۍ به نــــــــور په داركړو
درڼـــــــــــالمــــــــــــن به پـــــــريوزي
دتيـــاروپــــــــــرمــــــــــــړونـــــــدونو
تــاريكــــــــــــــې به ســــــي حيـــراني
دفكـــــــــــروپـــــــرمړونــــــــــدونـــــو
مجلســـــــــــونــــــــــــه به مــــاړه سي
مســــــــــــــت ربــــــــــاب به دآدم وي
 ددُرخــــــــــــوسيــــــــــنه بـــــــه ناڅي
بانډارونه به مـــــــــــوســـــــــــم وي
دطـــــــــــــاقــــــــت فكـــر به بــل سي
دتعليم ســـــــره به خپــــــــل ســـــــي
دســــــــــــبالاره بـه پــــــــريـــــــــوزي
توري دښتـــــــــــي به سُنـــــــبل سـي
بيانســـــــــــيم بـــــــــــه پـــــه ګډاوي
پرګُـــــــــــــلانـــــــــــــوبــــــــه پرېوزي
دسپرلــــــــــــي شونډي به سرې وي
پرپېغــــــــــــــــلانوبــــــــــــــــه پرېوزي
دغاټول سيـــــــــــــنه به شـــــــــنه سي
پرنســــــــــــــترونوبــــــــــــه سحاروي
دشړشــــــــــــموبه خوشــــــــــــبو وي
پرګُــــــــــــــــلونـــــــــــــــوبه بهــــاروي
ترانــــــــــــــې بـــــــــــــــه دقـــــــــــــلم وي
ګـــــــــــوتي پــــــــــرې به دستـــــــم وي
ړندې ســـــترګـــــــــــي به غــــــمازوي
درقيـــــــــــب پــــر كـــــــــور بـه غم وي
خلوتـــــــــــــونـــــــــــــه بــــــــــــه دچا وي
اونظـــــــــــــمونــــــــــــه به دچــــــــــاوي
احمــــــــــــدي چــــــــــي پـــــه لګياوي
دابيتــــــــــــونـــــــــــــــه به دچـــــــــــاوي
۲۰۰۹/۷/۱۴




زرلښته حفيظ


 د اختر ډالۍ


زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو


زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو


دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو


دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو


سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو


شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو


زما لاسونه ددوعا نه ډک دي
د(زرلښت )سترګو کې ليمه پښتنو


خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته


دپښتنو خويندو دعا ده اختر
دمسافر زړه تمنا ده اختر


داختر ورځې


اختريم ستا دکلي کور جانانه
بياګل ميلې ته کوم زورجانانه
ستاغريبانو ته پيغام ورکوم
درليګم زړونوته يوشورجانانه
****
منم اخترغوندې اختر نه يمه
غمجنوزړوته خوږخبرنه يمه
دمجبورې نه يوالحام درکوم
مساپروسترګو ته نظرنه يمه
****
مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه
داختر ورځ کې ددوعا لاسونه
ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه
هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه
****
چې اختروکې ميندې بوري نه شي
هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي
په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه
ښکلې به ښکاري ددوعا لاسونه
****
په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه
دحفيظ سترګوکې ليمه پښتانه
داختر ورځونه الحام واخلئ
دزرلښت ګل سره جانان واخلئ



ماته په اختر کې


 ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم



اختر راغلی دی


چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی


ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی


تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی


ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی


تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی


ګلونه د انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی


لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی


شيرنه دزرلښت په افسانو کې به را ياد شئ
نن بيادفرهادتوره چې په سرراغلی دی


اختر اختر شي


زما په اوښکو لمبيدلې اختر
د مسافر زړه درديدلې اختر


د ارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم


وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته


وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې


کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې صبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري


د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي


هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري


يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما د وطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو


دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو


راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اختر کې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري


زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري
****
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو


زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو
****
خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته
سوله دی راشي په هر لور تاسو ته


زه زرلښت تل دغه سوالونه کوم
دسولې ژوند ته ارمانونه کوم


داختر ورځې


اختريم ستا دکلي کور جانانه
بياګل ميلې ته کوم زورجانانه
ستاغريبانو ته پيغام ورکوم
درليګم زړونوته يوشورجانانه
****
منم اخترغوندې اختر نه يمه
غمجنوزړوته خوږخبرنه يمه
دمجبورې نه يوالحام درکوم
مساپروسترګو ته نظرنه يمه
****
مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه
داختر ورځ کې ددوعا لاسونه
ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه
هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه
****
چې اختروکې ميندې بوري نه شي
هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي
په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه
ښکلې به ښکاري ددوعا لاسونه
****
په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه
دزرلښت سترګوکې ليمه پښتانه
د اختر ورځونه الحام واخلئ
د مينې ګل سره جانان واخلئ


ماته په اختر کې


 ماته په اختر کې بياخيالي نکريزي راوړه
لاړ شه ننګرهار ته بوډيالي نکريزي راوړه
بيا د واړه لاسونه د بنګړو نه ډکومه زه
ځمه ګل ميلو ته ګلالې نکريزي راوړه
****
ځمه پيښور ته پښتنو ميندوته دوعاکوم
سوله ورته غواړمه زيارت دپير بابا کوم
بياچې درحمان بابا مزار کې سره وګورو
بياداخترورځوکې يو زيرۍ په اشنا کوم
****
بيا به ورته وايمه اختر کې جلالا ته ځو
بيا په ننګرهار به کې غازي امان الله ته ځو
بيادځوانيمرګ ارمان مزارکې به جنډه تړم
بيا به د همزولو سره لعل قاسم اغا ته ځو
****
خپلو هيواد والو ته دمينې څوکالي غواړم
سوله ورته غواړمه اختراونيکمرغي غواړم
بيا به د زرلښت په ارمانو باندې سوګند کوم
ښکلې ماښامونه سهارونه زرزري غواړم



اختر راغلی دی
چا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دی
سوغات دګل ګيډۍ سره خبرراغلی دی


ماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکې
نارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دی


تازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابو
خيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دی


ياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کې
ارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دی


تازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نه
نن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دی


ګلونه د انارته دوکی له باغه راوړه
ما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دی


لاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجه
اشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دی


شيرنې د زرلښت په افسانو کې به را ياد شئ
نن ب يا دفرها د توره چې په سرراغلی دی


اختر اختر شي


زما په اوښکو لمبيدلې اختر
د مسافر زړه درديدلې اختر


د ارمانو ډيوه لا تته سوزي
سپيره قسمت نه قهريدلې اختر
****
زه يې داوښکوپه سلګولمانځم
د زړه په پټو تلوسو نمانځم
وطنه ستاغيږه کې نه يم ځکه
دنګوماڼوکې په ويرو نمانځم
****
د اختر ورځی سهارونه نشته
هامازديګراو ماښامونه نشته
وطنه ستا دياد فرياد يم ځکه
ها دزيارت ميله ځايونه نشته
****
اخترنوروزدلته چوپتيا خوړلې
زماخوږ زړه وير او ژړا خوړلې
کومه ارمان ته يې اوس وژاړمه
تورماښامونه چې صبا ورک کړئ
****
شهيدان ډيرزيارت جنډۍ نه لري
ملالی هيلی مې نغمی نه لري
د وطن ميندۍ مو ويرونه کوي
ناويانې کونډۍ شوې اثری نه لري
****
څوک دانګريز په پل قدم اخلي
څوک داسلام په نوم درهم اخلي
هغه ملاماتی ماشوم خير غواړي
مالدار په غيږه کې صنم اخلي
****
غريبان هم ډير ارمانونه لري
الله هم وايي چې دوې زړونه لري
يوڅه خيرات له جيبه اوباسئ نور
هر مسلمان دغه فرضونه لري
****
خو ای زما د وطن ښکلي خلکو
پښتو، غيرت کې نازولي خلکو
دتورټوپک نه نورڅه نه جوړيږي
سوله موخپله کړئ ښاغلي خلکو
****
مونږه اسلام په نوم مذهب لرو
اختر برات ته يې عقيدت لرو
راځئ چې وګورولعلونه په کې
مونږه اختر کې ډير عزت لرو
****
مرور درومې دپخلا په لوري
مين ديدن غواړي ليلا دلوري
زه مسافره هم دغه لاره څارم
که اختر راشي داشناله لوري
****
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
په ټول جهان خواره واره پښتنو
زه د اختر مبار کې وايمه
د ننګ ډګر کې ازموده پښتنو
****
خوښي دې راشي کورپه کورتاسوته
سوله دی راشي په هر لور تاسو ته
زه زرلښت تل دغه سوالونه کوم


زرلښته حفيظ







دراز په غيږكي

حبيب الرحمن [واكمل]     لښكرګاه


دكلو داميدونو سزا وارسوم ته را نه غلې
دوحشې نړۍپه غيږكي چي په دارسوم ته رانه غلې
لاترڅوبه يم تنهاپه دغه اوركي
چي ستي پرسره انګارسوم ته رانه غلې
ګرځوم به په سينه كي اوردميني
چي په ژوندكي ناقرارسوم ته رانه غلې
ستايادونويم په دې ژوند كي سېځلى
ستا په مينه كي اقرار سوم ته را نه غلې
اسويليوكي مي ستا فرياد ليكلى
چي رسوا پردغه لار سوم ته رانه غلې
ستادزلفوټال وژلى پرښكلا يم
له تيارې نه چي اظهار سوم ته رانه غلې
د[واكمل]گيله پيدا ستا پر وعدوسوه
چي كلونه انتظار سوم ته رانه غلې

۱۳۸۸\۴\۱۱
۲۰۰۹ز



اختر


احسانالله روښان عبيدې


لوېه خدايه که پرټول جهان اختردئ
 دافغان داخترکميس په په وينوسوردئ


دګوليوپه سهارداخترشوردئ
 دلربرېې دفلکه پرزړه اوردئ


ګناه دافغان داچې با شعوردئ
 تاپيدااوتاورکړئ لوړغروردئ


پرون ېې ځغلولئ سکندردئ
 نن ولاړوهرظالم ته په ډګردئ



کندهار


احسان الله روښان عبيدې


ميروېس خان اواحمدشاه پکښې نيوله تصميمونه
 شاهانودډهلي اواصفهان ورته ايښووله سرتاجونه


نن پکښې کوي ظالم ګوډاخائن ژوبلې قتلونه
 تل به داسې نه وي چې راويښ احسان کړي اولسونه


 


افغانستان


عاليه اکبر راوي – امريکا


ای بیخبر تو گمان بد مبر گر چه تیره روز و زارم
به افغان همان پاک میهنم که در زیر پای غیر خوارم


هرجاهر افغان هنوز زعطر و بوی من خوش بوده مست وسرحال
دارم چو گل دسته ها ز خاک سر باخته گان ننگ و عارم


ای بیخبر تو گمان بد مبر ز ین ر نگ زرد یک باغ
ا ز تیر محکم به غیرتی شو د پا ک عد و یی شکارم


دارد فضایم نوید عیش به ا فغان ز حوریان و غلمان
خون برده حسرت بدیده گان آن کس که گوید همچو خارم


دا مان عشقم به عارفان و زا یشگر به نسل پاک ا فغان
آن یک ز عرشی که کاشت تخم جنبش به خاک پر ز بارم


(راوی) مسوز تو دگر جگر به این همه پاو دست در خون
من لاله ها را ز آن چو داغ ها بهر کوه و دشت کارم

تبصره نسته

  1. ترهرڅه دمخه تاسو او ستاسو همکارانو ته داختر مبارکي وایم ډېر خوشاله شوم
    چه دزرلښتي خور شعرونه مي و لوستل نو زه داشعرونه دي پتمتي خورته ډالي کوم
    ستاارزوګانونه قربان پښتني زه هم لرم دغه ارمان پښتني
    خداي دي راټول کړي پښتانه وطن ته دي شيندل شوي په جهان پښتني
    که يووارزمونږه ورور ولي پيداشي نوبه پخلاشي طالبان پښتني
    ته دوطن په غم زخمي زخمي يې داشعر دي تاته شي درمان پښتني
    د ستا عظمت اولياقت نه زارشم په تا نن وياړې افغانان پښتني
    ته زما خوراوپښتنه ملالی ستاکارنامي دي په جهان پښتني
    نومبارک دې شه وړوکی اختر تانه خوشحال مسافران پښتني
    زه به له تاسره دیدن وکړمه که می نصیب شو کابل جان پښتي
    زه اوس دردمن اوڅومره ستړی یمه
    زه مسافریم دعمان پښتني
    زه دتول افغان نه ډیر منندوی یم چه ماته یی داوخت راکړ چه زه خپل شعرونه ددوی ویبپاڼی ته ورولیږم اوزه دتاسو همیشنی لوستونکی یم
    زما داشعر ښایي ډیری املایي نیمګړتیاوي ولري نورنو ستاسو خوښه چه نشرکوی اوکنه.

  2. دخپلواکې ليلا زرلښتې حفيظ ته

    زما د ژوند دارمانو ښاپيرې
    زما دهيلواو او ارزو ښاپيرې
    چې زولنۍ د اسارت نه غواړې
    ای د پښتون د ار مانو ښاپيرې
    ستا دښکلا ځواني سندره وايې
    زما د خوارو ولسو ښاپيرې
    ځولې کې خير د زړګي مينه راکړه
    د ورکې سولې د راتلو ښاپيرې
    زړه مې کچکول درته سوالونه کوي
    ديدن د مينې په لمبو ښاپيری
    دغرو لمنو نه مې ګل راوړی
    مسته کوچۍ شه د ګيږدو ښاپيرې
    د ازادې ليلا سندره به شم
    قدم دې کيږده په ليمو ښاپيرې
    دګلو فرش باندی قدم را واخله
    پلو دی پورته کړه په تلو ښاپيرې
    ملنګ د مينې د خيرونه غواړي
    دوطن عشق کې په نغمو ښاپيرې
    مونږ اسارت کله منلې نه دی
    ای د ملالې د نغمو ښاپيرې
    شلمه ور بيا په جرګو کور جوړوي
    دپښتو باب ته نوې شور جوړوي
    پکې رابولي څنور پښتانه
    هغه د مينې زړه ور پښتانه
    غواړي د مينې اټنونه جوړ کړي
    جرګۍ د سولې دخيرونه جوړ کړي
    تابه يو ټيک کړي پښتنو پيغلو ته
    نجنونې به بيا خپل اوربلونه جوړ کړي
    شپيلې دمينې درته زه غږوم
    کوچي ځوانان به اټنونه جوړ کړي
    تابه ټپه کړو د سندرو مينځ کې
    دخپلواکې ليلا دغرونو مينځ کې
    افغانستان ته ازادي به راوړو
    ستا د زړګي پوره ښادي به راوړو
    زه حسين خيل د زړګي راز به دی شم
    د نوی ژوند ښکلې اغاز به دی شم

  3. زه د لیوانو دکاروان سره ملگری یم
    مست قلم می گوره دا زیگه لاسونه مه گوره