کور / تازه خبرونه / د پښتو ژبي تکړه شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء له نړۍ وکوچېدئ

د پښتو ژبي تکړه شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء له نړۍ وکوچېدئ

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړئ چي د پښتو ژبي شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء نن د ۲۰۰۹ع کال د سپتمبر پر شلمه نېټه د کراچي په ښار کي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو .

انالله واناالیه راجعون.

د ارواښاد ریشاء جنازه به په کندهار کي خاورو ته وسپارله سي .

ارواښاد ریشاء د پښتو ژبي نقاد شاعر او د ملت په درد درمن لیکوال و چي په نظم او نثر کي یې ښه پوره اندازه آثار پاته دي .

د ارواښاد عبدالهادي ریشاء دژوند او قلمي هڅو په باب به وروسته وږغېږو.

لراوبر ويبپاڼه د دروند استاد مړينه يوه ستره ضايعه بولي او د لوى څښتن له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي.

تبصره نسته

  1. انالله واناالیه راجعون.
    د لوى څښتن (ج)له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته يې د صبر غوښتونکی یو الله دی روح ښاد کی .
    غم نه یی غم د پښتنو کور ته راسی

  2. انالله واناالیه راجعون
    زه په داسي حال کي چي دمرحوم عبدالهادي ريشا په مړينه ډېر خواشينی سوم روح ته فردوس جنت غواړم . عبدالهادي ريشا يو بې بديله شاعر او ليکوال وه او دومره خوږ مجلس به ئې کاوه، چي سړي به دژوند تر پايه نسوای هېرولای . زه هم دمرحوم ريشا ددغه ډول مجلسونه نه بهره من سوی يم .
    زه عزيز جان او ددوی ټولي درنې کورنۍ ته جميل صبراو مرحوم ريشا ته فردوس جنت غواړم او دخدای تعالی له دربار نه هيله کوم، چي نور موږ ټول ددغه ډول وير نه په امان کي وساتي .

  3. انالله واناالیه راجعون
    Khudai di da arwashad firdoos janat pa berkha kri aw koranai aw malgero ta de sabar werpa berkha kri. ameen
    Da Janobi Pashtoonkhwa da Bori da adabi tolani " Pashto adabi malgeri" tol ghari da Arwashad Resha la koranai sera zan pa gham sherik boli

  4. دکوچني اخترپه دي نېکمرغه لومړۍورځ موغمجن خبرترلاسه کړچي دهيوادتکړه ليکوال اوشاعرعپدالهادي (رېشاء)دورپيښي ناروغۍله امله په کراچي کي له دې نړۍسره په مخه ښه وکړه . په کندهارکي وړانګه راډيو،هڅه اونيزه اوعينواونيزه په دې درانه غم کي دمرحوم له کورنۍسره ځان شريک ګڼي اومرحوم (رېشاء)ته دفردوس جنت هيله کوي .

  5. Inna Lillahe Wa Inna Ilaihe Rajeyon!
    Arwashad Resha Saab * DA Pashto Yaw Mashar Aw Dear Takra Likwal Woo
    Da Pashto Dear Khidmat Yea Karee Dee. Khudai De Sha Worsara Wakee, Jannatona de War Pa Naseeb Kii Aw da Da Wa Koranai Ta dee Sabree Jameel Warkee. Pa dasee Mobaraka Wraz da Da Wafat Ba Har Pashtoon Khwashene kee.

  6. ددوستۍفرهنگی ټولنې دخواشينۍ پيغام
    دپښتو ژبې دادب دبڼ يو بل گل ورژېد

    داخترپه لومړۍ ورځ موډير خواشېنوونکی او زورونکی خبر تر لاسه کړ ، چي د پښتو ژبي شاعر اوغښتلی لیکوال اوپر هيوادمين عبدالهادي ریشاء نن د ۲۰۰۹ع کال د سپتمبر پر شلمه دورپېښي اوږدې ناروغۍ له امله دتل لپاره زموږنه وکوچېد. انالله واناالیه راجعون.
    ارواښاد ریشاء صاحب د پښتو ژبي تکړه شاعر اودغښتلي قلم خاوند وو. هغه نه يوازي شاعر اوليکوال وو بلکې دخپل هيوادسره ئي زياته مينه اوعلاقه درلوده .
    خداي بخښلي ريشا دخپل لنډ عمر په دوام کښي دپښتو ژبې دپياوړتيااوپرمختگ لپاره ديادولو وړ خدمتونه کړي دي .
    موږ پداسي حال کښي چي دښاغلي ريشا صاحب مړينه دټول هيوادلپاره لويه ضايع بولو،دهغه دکورنۍ پاتي کسانو،دوستانواو اړوندانوته دلوڅښتن له دربانه دزړه صبر اومرحوم ريشا صاحب ته فردوس جنت غواړو .
    روح دې ښاداوياد دې ابدي وي .
    په سويډن کښې ددوستۍ فرهنگي ټولنې مشرتابه جرگې او روزگان مهالنۍ ملي خپرونې دادارې په استازيتوب .
    حبيب الله غمخور

  7. په خواشینۍ سره خبرسو چي د پښتو ژبي پيژندل سوی شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء د دې نړۍ وکوچيدئ.

    انالله واناالیه راجعون.

    سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د هيواد د دې نوميا لی ليکوال مړينه ستره ضايعه ګڼي او د لوى څښتن له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت دعا کوي، کورنۍ او دوستانو ته يې د لوی خدای ( ج ) له در باره د جميل صبر غوښتنه كوو.
    د سلام فر هنګي ټولني په استازيتوب
    پوهنوال رسول باوري

  8. دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

    نيټه: ٢٩/٦/١٣٨٨ – ٢٠/٨/٢٠٠٩

    په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د افغانستان ډېر نامتو ليکوال او پياوړي شاعر عبدالهادي ريشأ د دي فاني دنيا څخه ستري پټي کړي.

    ارواښاد عبدالهادي ريشأ نازک خياله شاعر او بادرده ليکوال ؤ چي د ده آثار ډېر د ټولني د ناخوالو او ستونزو انځورونکي او اشعار ېي په ډېره خوږه ژبه او د نيوکو څخه ډک د ټولني د سمون او د نوي نسل د روزلو د پاره کښلي وه.
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ريشأ مړينه يوه لويه ادبي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي محترمي فرهنګپال کورني ته وړاندي کوي او ارواښاد ته د لوي خداي (ج) له دربار څخه جنت الفردوس غوښتونکي ده.
    روح دي ښاد وي

    په درنښت،
    الحاج غرزي خواخوږی
    د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

  9. REESHA SAHB ZMA NEKAH WO
    ZA DA 13 KALO YAM
    MA BABA THA MARSIYA WAYALAI DE

    BABA DE BABA DE
    PA SHAIRO KI BYA REESHA DE
    DAI DA HAR CHA DE
    DHER GRAN PER MA DE
    JANNAT YEH PA NASIB KAI
    BASIT KHUDAI TA PA ZHARA DE

  10. REESHA SAHB ZMA NEKAH WO
    ZA DA 13 KALO YAM
    MA BABA THA MARSIYA WAYALAI DE

    BABA DE BABA DE
    PA SHAIRO KI BYA REESHA DE
    DAI DA HAR CHA DE
    DHER GRAN PER MA DE
    JANNAT YEH PA NASIB KAI
    BASIT KHUDAI TA PA ZHARA DE