د لراوبر ويبپاڼي اداره په لراوبر وطن او ټوله نړۍ کي خپلو ټولو درنو لوستونکو، کارکوونکو ، قدرمنو قلمي همکارانو ، ټول قام او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کمکي اختر د رارسيدلو په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .
لوی او سپېڅلي خدای جل جلاله ته لاسونه کچکولوو چي د روژې د مبارکي مياشتي او اختر د سپېڅلو ورځو په برکت زموږ د بې شمېره يتيمانو ، کونډو معيوبو او مظلومو هيوادوالو څخه د جګړې او بدبختيو څخه نجات ورکړي او تلپاتې خوښې يې په برخه کړي . ( آمين ُثمَ آمين )
په درناوي – د لراوبر ويبپاڼي اداره
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال امام الدين ساپى اوکارکوونکي خپلو مسلمانو هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني نيکمرغه اختر په مناسبت له خلوص نه ډکې مبارکۍ وړاندې کوي او د احسن الخالقين خداى له درباره هيله من يو، چې دغه مبارکې ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز پېښور
دخپل هیوادوبپاڼي له خوا دنیکمرغه کوچني اختر دمبارکی پیغام
لکه پرتوره تاریکه چې روڼاد لمر راسې
ټوله خوشحاله وي چې لوورځ داختر راسې
خپل هیوادوبپاڼه وخپلو ګرانو او قدرمندوهیوادوالوته هغه که له هیوادڅخه دباندې وې یاپه هیوادکې دننه اووټولو مسلمانانوته دزړه له کومي دنیک مرغه کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي،اودپاک خدای (ج) څخه دادوعا کووچې ټوله مسلمانان داخترنیکمرغي ورځي په خوښی اوخوشحالی سره تیري کړې
په درنښت – دخپل هیواد وبپاڼي اداره http://www.khpalhewad.net
دنېكمرغه كوچني اختردرارسېدوله امله دشرنګ وېبپاڼې دمباركۍ پيغام
لکه چاړه مې پر زړه تېــــره شوې پرهر دې راکړ
دابراهــــيم خوبه قربـــان دې کـړم اختر دې راکړ
ښكاره ده چې دانړې اوځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې د انسانانو مړو ته خوله خلاصه نيولې او تل يې د ځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي او له ځانه سره يې وړي دي.
هسې خو هم ددې نړۍ رڼااوښكلانوره پيكه شوې چې پس له دې به دژوندون خُمارغځونو ته پرې نږدي. اونننى انساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې دبډايه او ظالم په غاړه او لاسونوكې يې دګلونو هارونه اوګېډۍ وركړي اودمظلوم په غاړه اولاسونوكې دداركړۍ اوولچكې.
خو په هرصورت ژوند کول غواړي دغم بايد وير وکړو اوهمداسې دخوښيو پرمهال بايد هغه ارزښت هم له ياده ونه باسو چې له نيکونو، پخواني شته مثبت رواجونه او ياهم سنتونه وي چې په دې ارزښت پوهيدل دانساني ټولنې له سترو غوښتنو څخه ګڼلى اوشمېرلى شو. چې داکېدى شي دنور بختورو ،ورځو ترڅنګ يو هم دنېکمرغه لوي اختر نېکمره ورځې وې چې په ډېره مينه يي بايد دهميشني معمول له مخې په مينه اودرنښت ولمانځو ، خپلو درنو مسلمانو ورونوته غېږه ورکړو. چې په لويه کې دولس اندونه،دټولنې انځورونه،دمينې رازونه اودژوندرمزونه دغه ټول داختر له خوښيو او خوشحاليو څخه په ډګوورځوکې لمانځل کېږي.
په ډېردرنښت
امين زى.همت الله
http://www.shrang.com
شرنګ علمي،مالوماتي،ادبي اوكلتوري وېبپاڼه
د کوچني اختر په ویاړ د وردګو د کلتوري یون پيغام
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی ټولو افغانانو او د ګرد اسلامي امت وګړو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه هیله من یو چې د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لحظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړي. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د ټولو مومنانو لمونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.
راځی ټول په یوه خوله داسې دعا وکړو چې یا الله د د ې نیکمرغه کوچني اختر او د دې رنګین مناسبت په روی،
یا الله ستا د عظیم دربار د ځانګړې مهربانۍ، ترحم، شفقت او عظمت په روی،
یا الله ستا د ځانګړې رمضان د وریښمینې میاشتې د مبارکو لحظاتو د انوارو په برکت نور نو زموږ ګران افغانستان، زموږ سپيره خلک او غم لړلی چاپیریال د تل لپاره د هر ډول ناخوالو، ورانیو او جګړو له ګردابونو څخه د یوې ریښتنې سولې او ثبات لوري ته روان کړې څو زموږ ځپل شوي خلک لږ تر لږه د آرامۍ په فضا کې د خپل بیوزله ژوند تیرولو شونتیا تر لاسه کړي.
هره ورځ مو اختر او اختر مو بختور
د وردګو د کلتوري یون مشرتابه پلاوی
د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي !
د پښتو ژبې نامتو ليکوال، قيصه ليکونکى او ژورنالسټ محمد عارف همدرد ساپى د نړۍ ټولې مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ويلې په يو ځانگړي پيغام کې نوموړي پر اسلامي هېوادونو غږ کړى، چې يووالي لاره غوره کړي او د اسلامي وحدت او د سولې لار دې ونيسي نوموړي په افغان دولت غږ کړى، چې د کوچني اختر په راتلو سره بې گناه او بې وزلي بنديان خوشي کړي، چې د خپلو کورنيو سره په خوښيو کې برخه واخلي او شتمن هېوادوال دې بې وزلو سره مالي مرسته وکړي.
محمد عارف همدرد
هموطنان عزیز !
عید شما مبارک،روزه و نماز شما قبول !
خواهشمندم ازطرف من به تمام هموطنان ، دوستان واعضای فامیل عید را تبریک بگوئید!
گرانو هیواد والو!
اختر مو مبارک شه لمونح او روژه قبول شه !
دما له خوا تولوهیواد والو، ملگرو او د کورنی غرو ته اختر موبارکی ووایه !
داکتر رمضان بشردوست کاندیدای ریاست جمهوری – د دین، دولت اوملت خادم
دنیکمرغه کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت – دعاليقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین والصلوة علی قائدالمجاهدین اشرف الانبیاء والمرسلین وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین . امابعد!
يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162
دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نیکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)
دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه!
متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي ؛ له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم .
الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې “ناټو” په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبلیغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد کړنو ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره د يرغلګرو په وړاندې مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.
اشغالګروته ښايي چې له سکندری یرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه ترلاسه کړه؟
اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د”خنجر” اود”پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې بس نه ده؟
ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسیدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.
پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني .
په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.
د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودترحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دى.
دیرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربیره بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.
طبیعي خبره ده چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي
له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.
زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.
ب : د افغانستان اسلامی امارت غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.
له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه هغه كه دهیواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ دیرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.
اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زیربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.
ج : د افغانستان اسلامی امارت په هغو کسانو چی د کابل په ګوډاګۍ اداره کې فعالیت کوي او په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بیاغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو اجنبي استعمارګرو زور اخیستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي یرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسویت تبلیغ اوترویج ته دمنظم پلان له مخي کارکوی، زمونږ طبعي منابع په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې راولی .اسلامی امارت دهرهغه چا لپاره چې له هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.
دا خبره بايدهرڅوک په ياد ولري چې دیرغلګروپه مقابل کې زمونږ روان ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.
ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرایې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي يون مخه نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه كولو په اساس د خپل ولس په څنګ کی ودريږئ .
په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدین بایددخپل جهادي حیثیت اعاده په روان جهادی صف کې په دریدلوسره وکړي اودکفاروله لیکوڅخه ځان بهر کړي.
د: اسلامی امارت په ټولنیزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه ، او له همدې امله یې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچیانو په توګه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښیګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،اسلامی امارت د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .
دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.
دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين هم هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت تجاوز کوي، د هغوئ مخه ونيسي.
همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغیرتی ولس دي د دښمن دځینو پوځی ویندویانو په تشو لاپو نه تیروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:
موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو” بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.
لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به دټولویرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.
موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.
اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.
ه : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته دضرر لاس ور ونه غځوی .
بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو تبليغاتو قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.
اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووایې.
اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د”اوباما”په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي، دې جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کیدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.
لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي”راسموسن” اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: “دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه”
داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .
دمعاصروبین الدولي مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ هیواد دا حق نه لري چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې مداخله وکړي ؛ دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری باید په دې خبره ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره لیري واټن څخه ددوئ مداخله دسیمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.
په دې اړه بايد ټو ل په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.
له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.
په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې مورګانې هيرې نکړي ځكه دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو په منځ كې نه ليدل كيږي.
په اخیرکې مويوځل بيا اخترمبارک اوخپلواکي مو په برخه شه
دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام دواکمني په هيله اودعا.
والسلام – داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد
بسم الله الرحمن الرحیم
اې ویاړليه ولسه ! دا کوچني نیکمرغه اختر موبیا هم مبارک شه !! :
دا ځل ،لکه دپخوا په څیر، یو ځل بیا زمونږ ویاړلې ولس په داسې حال کې کوچنې اختر ته ښه راغلاست وایې چې د هیواد سیاسې استقلال د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو له خوا په ستونی کی خفه شوې او اقتصادي او ځمکنی تمامیت مو دهمدې نیواکګرو تر اشغال لاندې دې . د نژدې (۴۲) هیوادونو په لسګونه زره نظامي ځواکونه د هیواد په ګوډ ګوډ کې زمونږ د ولسونو د ځپلو له پاره وسله په لاس ولاړ دي ، زمونږ دټول هیواد څخه یې د ګوانتانامو زندان جوړ کړی او زمونږ ولس یې په خپله پخپل هیواد کې یرغمل کړي . زمونږ لرغوني کلتور ، او عنعنات یې تر یوه سره تر پښو لاندې کړې ، او زمونږ د هیوادوالو حیا ، عزت او ابرو یې په مکمله توګه پیمال کړې . زمونږ د ځوان کهول په بې لارې کولو ، د فحشاو په ترویج او د فساد په وده کې یې دهیڅ ډول منډو ترړو څخه دریغ نه دې کړې . خو اې د دیموکراسۍ په زندان کې را ګیر شوېه ولسه ! ددې ټولو ستونزو او کړاونو سره سره مو دا کوچنې نیکمرغه اختر یو ځل بیا مبارک شه !!
د ۲۰۰۱م کال د یرغل څخه وروسته دغه د ترور او حشت لښکرو ، ان د دې کوچنې اختر تر را رسیدو پورې د (۸۰۰۰۰) زرو زیات بې ګناه افغانان په خپله خاوره او په خپلو کورونو کې په پوره بې دردۍ سره تر خاورو لاندې کړې او په لسونو زره نور یې معیوب پریښې دي ، او د ظلم او تیري دا لړۍ اوس هم په پوره ځواک سره داسې پرمخ ځي چې د زوړ شوروي فوځي یرغل یې د خلکو له یاده وویست . نو اې په ویر لړلو کورنیو! اې د صبر او زغم مجسمو ! ددې ټولو ستونزو او کړاونو سره سره مو دا کوچنې نیکمرغه اختر یو ځل بیا مبارک شه !!
ددې کوچنی اختر څخه یواځې څو ورځې مخته ، د روژي په مبارکه میاشت کې چې د امن ، سکون ، صبر او زغم میاشت ګڼل کیږی ، د قندوز، قندهار او لغمان په بمباریو کې یې د کوچنیانو ، ښځو او عمر تیرو خلکو په ګډون په سلګونه بې وزلې ولسې وګړي تر خاورو لاندې کړل او دادې اوس هم د طالب او مجاهد تر نامه لاندې د پښتون ولس جینو سایډ روان دې ، او هره ورځ یې په لسګونو وګړی وژني، بې کوره کوی یې ، په زندانو کې یې اچوي ، د خپلو مځکو او کورونو څخه یې بې برخی کوي او د خپل ټاټوبی پریښوولو ته یې اړ باسي او د لاس پوڅي حکومت ددفاع او کورنیو چارو وزارتونه پرې ویاړ ي . نو اې د شهیدانو او معیوبینو وارثینو ! او اې د لاسپوڅې او مفسدې ادارې لاندې محکوم ولسه ! ددې ټولو ستونزو او کړاونو سره سره مو دا کوچنې نیکمرغه اختر یو ځل بیا مبارک شه !!
دا اختر د افغانستان کورنیو خبریالانو کورنیو ته هم د غم او ویر نه ډک راغي . زیات شمیر خبریالان یا خو د بهرني تروریزم ښکار شول او یا د حکومتي امنیتی چارواکو لخوا تر ترور او وحشت لاندې راغلل . د جان الله هاشم زاده ، روحاني ،منادي ….. او نورو وطنپالو خبریالانو ژوند هم د همدې ترور قرباني شو. نو اې د په وطن مینو شهیدانو ، رټل شوو ، وهل شوو …. خبریالانو او لیکوالانوکورنیو ! ددې ټولو ستونزو او کړاونو سره سره مو دا کوچنې نیکمرغه اختر یو ځل بیا مبارک شه !!
زه په داسې حال کې چې خپل دروند او ویاړلی ولس ته د کوچني اختر د رارسیدو په هکله د زړه له کومی مبارک
i want to say that every afghani have to celebrate this happy day {kochni akhtar}
and be carefull in these days while may allah not go your good life .
thanks
د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام
دلراوبر ویب پاڼي ټولو کارکوونکو ته او همدا رنګه دهېواد په دننه او بهر کې ټولو ګرانو وطنوالو،دولتي چارواکو،لیکوالو او ژورنالیستانو ته دکوچني اختر د رارسیدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم ،خدای تعالی (ج ) دی دغه کوچنی اختر په هېواد کې دتل پاتې سولې او ملي پخلاینې سمبول او پیل وګرځي،همدرانګه دلوی خدای تعالی (ج ) په دربار کې لاسونه پورته کوم چې ( ستاسو ترسره کړې عبادتونو،روژې او نیکۍ په دغه مبارکه میاشت کې چې د دوزخونو دروازې دمومنانو پرمخ بندی او دجنت دروازې پرانیستل شوې وي قبولی کړي په هېواد کې دتل پاتې سولې په هیله ! .
عبید خوږیانې – ننګرهار ، جلال آباد
سلامونه، نيكې هيلې او د نيكمرغه كوچني اختر مباركۍ مې ومنئ !
الله ج دې وكړي، چې دغه اختر، د سولې له ورځې سره مل، د ريښتينې سولې پيلامه شي او په ټوله مسلمانه نړۍ او ځانګړې توګه زموږ خوږ وطن كې روان جنګ د پاى ټكى په يوه اسلامي او افغاني بنسټ كېږدي – امين
لاندې دوه بيتونه هم د دغه اختر په مناسبت درته ډالۍ كوم، هيله ده خوښ مو شي !
اخر اختر دى، د حنا په رنگ رنگينه اشنا
داسې چې گل دې وي په لاس كې، لاس را وغځوه
لكه د اوړي روژتي تندې اخيستى يمه
لږ دې د دنگې غاړې سپين گيلاس را وغځوه
سلامونه او مینه !
په دي هیله چې روغ اوجوړبه یۍ اودکوچني اختر مبارکي تاسو ټولو درنو ښاغلو او ستاسو کورنیو ته دزړه له کومې ډالۍ کوم !
خدای دې وکړي چې دااختردنورواخترونوپه شان په ویرونوتیرنه شي اوخدای دې وکړي چې دااختردټول مومن اولس په خاصه توګه افغان کړیدلي اولس دخوشالی،خپلواکی زیری راوړي اودغمیزوټغردتل لپاره ورڅخه ټول کړي.
آمین یارب الغلمین
ستاسوکشرورور – جابراحمدمخلص
د مبارکى پيغام
سلامونه او نيکې هيلې !
د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله ټولو مسلمانانو ، افغانانو او په ځانګړي توګه ټولو پښتنو چې د نړۍ په هر کوټ کې دي او د مساپرۍ او خوارۍ شپې سبا کوي مبارکى او ښه احساسات ورته ډالۍ کوم .
او د اسلامي امت هغو سپيڅلو شهيدانو ته چې د اسلام او مسلمانانو د سرلوړۍ لپاره يې خپلې نياز بينې ککرى د عرش عظيم څښتن ته په مينه نذرانه کړي . روح يې ښاد اروح يې تل پاتې .
ارزو مند او هيله مند يم چې دغه سپيڅلي او د برکت وياړمنې د اختر ورځې په ټوله نړۍ کې او په ځانګړي توګه په ټول افغانستان کې د وروروالۍ ، سولې ، مينې او محبت ، امنيت او بيارغونې ، د ښاديو او سمسورتيا ورځې وي .
هغه افغانان چې د پرديو په لمسون په جنګ او جګړو بوخت دي ، بايد ددغه زرينو شيبو څخه ګټه واخلي او په يوه وياړمنه او سوله ييز توګه خپل نوي ژوند ته ادامه ورکړي . ( د خداى لپاره راځۍ چې يو سرلوړى او آباد افغانستان جوړ کړو.)
د يوه تل پاتې ، سرلوړي او وياړمن ، آباد او سمسور افغانستان د جوړيدو په هيله
سمسور مندوزى
خوست – افغانستان
د لراوبر دښکلې وېبپاڼې ،د چلوونکو په ګډون په نړۍ کې ټولو خورو،ورو افغانانوته
دنېکمرغه کوچني اختر درارسېدو له کبله دزړه له تله مبارکې وايم٠ ستررب دې
زموږ غمځپلي افغانان نور له غمو وساتي ٠ په افغاني مينه ورورمو اختر-پسرلی-
به مناسب فرا رسیدن عید سعید فطر پیام مبارکي عالیقدر امیر المومنین
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذی أعز الإسلام والمسلمين، وأذل الشرك والمشركين، والصلاة والسلام على قائد المجاهدين، أشرف الأنبياء والمرسلين، وعلى آله وأصحابه، ومن اهتدى بهديه أجمعين، أما بعد:
الله جل جلاله می فرماید :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ }الأنعام 162
به مناسبت فرا رسیدن عید سعید فطر، وادا نمودن فریضه مقدس روزه ماه مبارک رمضان، به مجاهدین قهرمان، ملت متدین، وخانواده های شهدای مبارک سنگر اسلام، وبه همه امت اسلامی از صمیم قلب مبارک باد می گویم، امید است که الله جل جلاله همه عبادتها وقربانیهاي شما را قبول نموده، روزهای برادری ،پر صمیمیت ومحبت امت اسلامی را برمایان وشمایان به خوشحالي وآرامي، وبه کامیابی وسرفرازی در مقابل دشمن اشغالگر بگذارند، آمین.
در سنگرهای پر افتخار جهاد کارنامه ها وفتوحات تاریخي این سال شما هم برایتان مبارک باشد!
الله جل جلاله شهادتهای همه شهداء وتکالیف همه مجاهدین را در این راه مقدس وپاک قبول نماید، با استفاده از فرصت وبر اساس ضرورت وقت نقطه های ذیل را قابل تذکر می دانم:
1 ـبه ملت غیور ومجاهدین قهرمان اطمنان می دهم که به برکت قربانیها بی دریغ شما امروز پلانهای شوم استعمار جهانی برای اشغال افغانستان به نامرادی وناکامی انجامیده است، درهشت سال گذشته ایتلاف ناتو تحت رهبری نظامیان پنتاگون پالیسي ظالمانه ووحشیانهء را در افغانستان عملی کردند،آنها باور داشتند که به زور ونیرو ملت غیور افغانستان را تحت یوغ خویش در آورده آن را خواهند کنترول نمود، آنها در این راستا تابه اسلحهء کمیاوي همه تیکنالوژی پیشرفتهء خویش را استعمال نمودند، صدها مراکز تبلیغاتي را برای همین کاروزار استخدام نموده، وملیاردها دالر را بر میدیا مصرف کردند، تا باشد که قوت نظامي خویش را هوا داده باشد، وجانب مقابل را تحت تاثیر ورعب قرار داده وار خطا نماید، اما همه این کردنیهای ضد بشریت نتوانست که به آنها کدام دست آوردنی را داشته باشد، بلکی به مرور وقت وزمان حرکت مقاومت جهادی در مقابل اشغالگران شکل یک نیرو وقوت اسلامي وحرکت ملی را به خود گرفته و هنوز هم در آستانهء کامیابی در حرکت جریان دارد.
. بايد که اشغالگران تاریخ افغانستان را از تاخت وتاز اسکندر وچنگیز گرفته تا به امروز مطالعه نموده از آن درس عبرت بگیرند، واگر به تاریخ نگاه نمی نماید، نتیجه اشغال هشت سال گذشته خویش را به چشم سر مشاهده نمودند، آیا در این هشت سال چیزيرا کمایي کردند؟
اگر حدس وتخمین این سود وزیان را هم کرده نمی توانند، پس باید نتیجه گیري عمليات سه ماهه پیش خویش را که در هلمند آنرا بنام ” خنجر ” و ” پنجهء پلنگ ” براه انداختند بکنند، که کدام دست آورندیهای را داشت؟ آیا همین شکست وشرمساری تاریخی برایشان کفایت نمی کند؟
آگر ملتهای خویش را به اساس دو رویی میدیا واعلام خویش غافل نگاه داشته اند، حکومتهای شان از حقیقت بهتر آگاه هستند، که تلفات شان بکدام درجه ارتقا نموده، ومورال جنگي عساکر شان در کدام حالت قرار دارد، دشمن اگرهر چند نظامیان خویشرا زیات نماید باز هم نتیجه آنان در افغانستان شکست مطلق می باشد.
اعترافات منابع نظامی امریکا وناتو خصوصا اعترافات عساکر دستگیر شده ثابت کرده است که تلفات مالی وجانی اشغالگران به مرتبه ها از آنقدر که آنها آنرا می پذیرند بالاتر وزیادتر می باشد.
بهر حال پالیسی ها ییرا که آنها اختیار نموده به پیش می برند بحران فعلی را به درازا کشیده می تواند، ولیکن حل کرده نمی تواند، زيرا هجوم وموجودیت نیروهای خارجی در افغانستان حل مشکل نه، بلکه خودش یک معضله ومشکل بزرگ می باشد.
در ادارهء مزدور واجیر کابل فساد اداری، اختلاس، قاچاقبری مخدرات، وجود شبکه های مافیایی، سر زوری جنگ سالاران واز روی یک پلان طرحه شده تقویه نمودن مراکز فحاشي حصهء از همین معاهده های سازشی وجاه طلبی استعماری می باشد که ملت را به كام فقر وگرسنگی وبیکاری كشانيده، مجبور به فروش جگر گوشه هایشان نموده است.
علاوه بر همهء این فجایع بی شرمانهء اشغالگران یک شوخ چشمی دیگر آنها این است که همین اداره فاسد واجیر را بواسطه انتخابات مزور وتهی از حقیقت که از طرف اکثریت قاطع ملت رد شد بار دیگر بر همین ملت ناتوان ومظلوم تحمیل نمودند.
طبیعی است که این ملت قهرمان وفطرتا آزاد گاهی هم به پذیرفتن نتایج این انتخابات نامشروع وصرف بنام اماده نیست، بلکی باعث مشکلات دیگری هم خواهد شد.
از همین لحاظ نخستر از همه باید مسأله موجودیت نیروهای اشغالگران در کشور عزیز حل شده وافغانستان به حیث یک کشور آزاد در نقشه جهان تبارز نماید، زيرا اين گونه مشکلات داخلی افغانها حل شده می تواند، اما در صورت اشغال منافع ملی واسلامی تحت تاثیر منافع دیگران قرار گرفته و قربانی دسیسه های استعماری جهانیان می شود، هدف مایان دوباره آزادی کشور وقیام یک نظام عادلانهء اسلامی که مطابق خواسته های ملت مسلمان بوده، می باشد، برای رسیدن به این هدف به هر راه حل غور وتامل صورت گرفته می تواند، ومایان برای همین هدف همه راه های حل را باز گذاشته ایم، واین در صورت نتیجهء خواهد داد که کشور ما از قوتهای اشغالگران آزاد وخودمختار باشد.
2 ـ امارت اسلامی افغانستان می خواهد که پس از خارج شدن قوتهای خارجی همه فرزندان اصیل کشور در حکومت وحکومت سازی مشارکت داشته باشند، چونکه کارهای تعمیراتی، اقتصادی، سیاسی، تعلیمی، فرهنگی و… کشور بغیر از مشارکت افغانهای مخلص دانشمند، مسلکی ومجرب پیشرفت کرده نمی تواند.
خوشبختانه که عده زیادی از کدرهای مسلمان مسلکی ، مجرب، آزاد وخودمختار درد اخل کشور واز خارج کشور اشغال فعلی اشغالگران وهمچنان اداره ايکه در نتیجه آن بمیان آمده است نه پذیرفته ودر کشور خویش پیشتیبان یک حکومت مستقل، آزاد واسلامی هستند.
امارت اسلامی تحت سایه نظام اجتماعی عادلانه اسلام پس از خارج شدن اشغالگران پلانهای نافع، سودمند ودقیقی را در نظر دارد، که در آن تعمیر زیر بنای اقتصاد اجتماعی، پیشرفت وتوسعه تعلیم، اهتمام به صنعت کشور ورشد دادن به زراعت شامل می باشد.
3 ـ امارت اسلامی افغانستان بار دیگرکسانیرا که در ادارهء مزدور کابل فعالیت می نمایند، وبه موجودیت خویش بازوی استعمار جهانی را تقویه می کنند تنبیه می نماید که اضافتر از این از مخالفت با دین، کشور وملت خویش دست بر دارند، چونکه توسط شما ” بازوهای افغانی ” استعمار اجنبی قوت گرفته وبه اشغال کشور ما ادامه می دهد، این اشغالگران وحشی همه ارزشهای اسلامی مایان را زیر پا نموده، برای تبلیغ وترویج عیسویت تحت یک پلان منظم مصروف کار اند، منابع طبیعی مارا به یک ودیگر نام چور وچپاول نموده، کشور عزیز مارا متحمل قرضه های کمرشکن می سازد، امارت اسلامی برای هر کسیکه راه غدر وخیانت با ملت را ترک نماید راه امن وامان را بر رویش باز نگاه داشته است.
باید هر کس به یاد داشته باشد که انقلاب ملی واسلامی مایان در مقابل اشغالگران مانند یک سیلاب نیرومند وسرشار درپیشرفت وجریان قرار دارد، هر کسیکه در پیش این سیلاب از خود ایستاده گی نشان می دهد محوه شده از بین می رود.
مظالم، شکنجه ها، وحشتها، سازشها، ایتلافها، ارتشهای اجنبی وکرایی گاهی هم دم این حرکت سر مست جهادی را گرفته نمی تواند، پس خوبتر خواهد بود که در پهلوی ملت خویش به اساس مسولیت ایمانی وکسب نمودن افتخار تاریخی بایستند.
خصوصا مجاهدین سابقه که در رژیم مزدور بسر می برند باید برای اعاده حیثیت جهادی خویش در صف جهاد جاري منظم شده از صفهای کفار خارج شوند.
4 ـ امارت اسلامی در رابطه به اصلاح اجتماعی وذات بینی در چارچوب شریعت اسلامی بر تطورات ، تجدیدات سالم باور داشته، متوجه کوتاهی ها ونقصها می باشد، واز همین خاطر به همه مجاهدین خویش مراعات نمودن اصول ولوایح را توصیه نموده وآنان را بر عمل کردن به آن مکلف ساخته اند، تاهمه مجاهدین من حیث فرزندان مخلص این کشور در چار چوب شریعت اسلامی با در نظر گرفتن منافع اسلام وکشور مبارزهء جهادی خویش را به پیش ببرنند، تا مدافعین سنگر دین وآزادی، نماینده گان وترجمانان اصیل خواسته های اساسی ملت شوند، وامارت اسلامی تصفیهء صف خویش ومحاسبۀ آنرا وجیبهء حتمی ودایمی خویش می داند.
واینکه دشمن در میدان پیکار مواجه شکست است، وبعیدنخواهد بود که جامهای زهر تلخ شکست کامل را نوش جان نمایند، لهذا من حیث یک جد وجهد نهایی سعی می ورزند که در بین ملت به کاشتن تخم بی اتفاقی موفق شوند، وباین شکل شکست خویش را به فتح مبدل نمایند، ولیکن الحمد لله که دشمن در این سعی منافقانه هم باشکست مواجه است، چونکه ملت دلفریفته اسلام ووطن اتحاد ذات بینی وهمکاری با مجاهدین را فریضهء دینی خویش می پندارند، آزادی کشور عزیز را حق خویش پنداشته، وبه میدیای غرب به نظر لودسپیکر پنتاگون مینگرند، گاهی هم قربانی تبلیغات بی اساس آنها نخواهند شدند.
در پیشرفتهای بی مانند فعلی مجاهدین علاقه ملت ورغبت وهمکاریشان رول مهم واساسی را بازی می نماید، که الحمد لله همین محبت ورغبت روز بروز اضافتر می شود، بهمین خاطر مجاهدین هم باید هیچگاه خویشرا از ملت جدا تصور نه نمایند، حفاظت مال، سر وعزت مردم را بکنند، کسانیکه به نام مجاهد وبه دستور دشمنان بر مال ، سر وعزت ملت تجاوز می نمایند باید ازآن جلوگيري نمايند.
همچنان مجاهدین باید متوجه تربیت ملت باشند، تا باشد که آنها به اساس رغبت خویش در جهاد جاری اضافتر شرکت مالی وجانی بکنند، ملت غیور ما به لاف وگزاف سخنرانان نظامی دشمن فریب نمی خورند، قسمیکه قوماندان نظامی قوای بریتانوی می گوید که: ” ما در افغانستان برای چهل سال آینده خواهیم ماند “باید متذکر شویم که مایان که در دور گذشته از سال 1839م تا به سال 1919م کاملا هشتاد سال با اشغالگران انگليس جنگیدیم ، وبالآخره آزادی را کسب نموده وانگليسها را شکست دادیم، امروز نسبت به دیروز حوصلهء زیادی داریم، تربیت نظامی وعسکری مایان خوبتر واسلحهء بهتری در دسترس ما قرار داشته، اماده گی یک جنگ طولانی را داشته وحالات منطقه هم بر نفع ما می باشد.
پس تا وقتیکه آزادی را کسب نه نموده باشیم بخاطر راندن همه اشغالگران به جهاد مقدس خویش ادامه خواهیم داد.
ما که در بیانیه های قبلی خویش از سرعت ووسعت بی مانند مقاومت آگاهی واطلاع داده بودیم صرف یک کوشش خالی وتبلیغاتی نبوده، بلکی همان سرعت ووسعت را همه در عمل مشاهده نمودند.
اکنزن یک بار دیگر آگاهی می دهیم که عملیات تهجومی آینده مایان با تکتیکهای جدید یکجا داخل یک مرحلهء می شود که نتیجه اش مرگ وتلفات بی نظیر ومسلسل دشمن خواهد بود. ان شاء الله تعالی.
5 ـ امارت اسلامی می خواهد که درفضاي احترام متقابل باهمه همسایه ها روابط نیک ومثبتی دا را باشد، وباهمه کشورها دروازهء همکاری دوجانبه، پیشرفت اقتصادی وهمسایه داری نیک را باز نماید، ما در مقابل استعمار به همه منطقه به نظر یک خانه مینگریم، ومی خواهیم که در آینده در صلح وثبات منطقه رول خویش را بازی نماییم، به همه کشورها اطمنان می دهیم که امارت اسلامی افغانستان به صفت یک نيروي مسول ومتعاهد قسمیکه به کشورهای دیگر اجازهء دراز نمودن دست ضرر را نمی دهد، خودشان هم به کسی دست ضرر را نخواهد دراز نمود.
باید متذکر شویم که ما قربانی رسنه های اطلاعاتی غلط دشمن شده ایم، چون در بین مایان وبعض از کشورهای دیگر فضاي شکوک را ایجاد نموده است، مارا به دروغ، مخالفین تعلیم وحقوق زن معرفی نموده است، ما را به این متهم ساخته اند که ما برای کشورهای جهان خطر هستیم.
امارت اسلامی می خواهد که با آماده ساختن شرایط مناسب همهء این اشتباهات را رفع نموده وبه آنها جواب مثبت بگوید.
امارت اسلامی ملتهای غرب را آگاه می سازد که گاهی هم باید به سخنهای اوباما که جنگ افغانستان را یک جنگ تحمیلی ومجبوریت می نامد فریب نخورند، غرب به این جنگ هیچ مجبوریتی ندارد، این جنگ برای مقاصد مرموز وبر اساس دلایل دروغین آغاز شده است، ضررش به همه بشریت سرایت می کند، که به سطح جهانی بحران اقتصادی، بی ثباتی، عدم اعتماد وزیر پا کردن اصول مسلم جهانی همه این نتیجهء همین پالیسی های نامعقول می باشد.
ملتهای غرب باید به گفته های منشی عمومی ناتو ” راسموسن ” وصد راعظم بریطانیا که می گویند ” جنگ افغانستان جنگ دفاع از غرب است ” فریب نه خورند.
این چنین گفتنی های بی اساس و فریب دهنده باید ذهنیت های شما را مشوش نسازد، این همه کوششهای فریب دهنده حکومتداران شما است که برای توجیه کردن همین جنگ ناروا، خلاف همه نورمها واصول بین المللی و تحمیل شده صورت می گیرد.
به اساس مقررات معاصر بین الدولی هیچ کشور جهان حق نه دارد که در امور داخلی کشور همسایهء خویش مداخله نماید، زمامداران مغرور کاخ سفید وهمکاران انگليسيی ایشان باید خویش را خوب بفهمانند که از هزارها کیلومتر فاصلهء دور مداخله ایشان برای کشورهای منطقه به هیچ صورت قابل قبول وقابل تحمل نیست، تحت شعار ” جنگ بر ضد تروریزم ” پلانهای شومیکه در منطقه به اساس خواسته های توسیعهء استعماری جریان دارد خلاف عدالت، صلح، آزادی، تقسیم مساویانهء وسایل، و ارزشهای بشری همه جهان می باشد، عملیکه نماینده گان اصیل آرمانهای ملت را به نامهاي گوناگون بدنام می سازد.
در اين رابطه باید همه بالخاصه کشورهای اسلامی، کشورهای نیرومند همسایهء ما ، وتحریک کشورهای بی طرف رول واحساس تاریخی خویش را ادا نمایند.
از همه امت اسلامی بویژه از تنظمیهای جهادی عالم اسلام امیدوارم که به دسایس دشمن هوشیار وبیدار بوده، اختلافات ذات بینی خویش را کنار گذاشته، برای آزادی ودفاع از امت مظلوم ومحکوم خویش یک مبارزه همهء جانبه ومشترک را آغاز نمایند.
در اخیر همه مسلمانان متدین را تذکر می دهم که در خورسندی های عید سعید فطر مانند خانواده های خویش بیوه ها، یتیمان ومادران شهداء را فراموش ننمایید، چونکه شهدای آنان کساني اند که براي قيام نظام اسلامی در مقابل بلاک کفری جانهای خویش را قربانی کردند، وهمچنان خانواده های قربانیان افغان اعم از کهن سالان ، جوانان، وزنان واطفالیکه قربانی بمباردمان کورکورانهء اشغالگران شده وبه شهادت رسیده که امروز دربین شما به نظر نمی رسند فراموش نه نمایید.
در اخیر یک بار دیگر عید سعید تان مبارک، وآزادی نصیب تان.
به امید آزادی کشور وتحکیم یک نظام کاملا اسلامی
والسلام
خادم اسلام امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد
Message of Felicitation of Amir-ul-Momineen on the Occasion of Eid-ul-Fitre
Praise be to Allah, Who exalted Islam and Muslims and debased polytheism and the polytheists. Peace be on the leader of the Mujahideen, the noble of the Apostles and Messengers and peace be on his descendants, companions and all those who follow his guidance.
Having said that, I would like to state: The Almighty Allah says: “Say: Truly my prayer and my service of sacrifice,
My life and my death are (all) for Allah, the Cherisher of the Worlds.” 6:162.
I extend my heart-felt felicitation to all heroic Mujahideen, the pious people, the families of martyrs of the sacred frontlines of Islam and to all Islamic Ummah on the occasion of the Eid-ul-fitre and congratulate them for their having performed the sacred obligation of fasting. I pray to Allah, to accept in His sight all the worships and sacrifices that they offered. May Allah pass these days of love, brotherhood and joy in an atmosphere of happiness, prosperity and victory over the invading enemy. I congratulate you all for the historical victories achieved in the honorable frontlines of Jihad this current year. May Allah accept the martyrdom of the martyrs and the struggles of the Mujahideen in this blessed and holy path?
Availing of this opportunity, I deem it necessary to put forward the following points before you all:
I assure our brave people and the gallant Mujahideen that the plans of global colonialism for occupation of Afghanistan has faced failure because of your self-less sacrifices. During the past eight years, NATO under the leadership of the militarists of Pentagon, implemented a policy of brutality and atrocity, hoping that they will subjugate the brave people of Afghanistan by dent of military power. They used their sophisticated and cutting-edge technology including chemical weapons in order to achieve that end; employed hundreds of centers of propaganda and spent billions of dollars to portray image of their military power in a palatable way and terrorize their counterpart opposition. But all these anti-human activities could not give them success. With the passage of time, the resistance and the Jihadic movement, as a robust Islamic and nationalist movement, assumed the shape of a popular movement and is approaching the edge of victory.
The invaders should study the history of Afghanistan from the time of the aggression of the Alexander, to the Ganges of the yore and to this very day and should receive lesson from it. Still, if they are bent on ignoring the history, then they themselves saw with their own eyes, the events of the past eight years. Have they achieved any thing in the past eight years? Even if they are not ready to review the loss and benefits of these years, at least, they should ponder over the consequences of the extensive operations launched under the name of Khanjar “sword” and the panther’s claw. What did they achieve? Is this disgrace and historical defeat not enough for them (to take lesson)?
Though the double-faced media has kept their public ignorant of the facts but their government are well aware of the ground realities—the huge casualties and the sagging morale of their soldiers. The more the enemy resorts to increasing forces, the more they will face an unequivocal defeat in Afghanistan
It is clear from the statements of the military sources of NATO and America and the information disclosed by captured soldiers that material and life losses of the invaders are several times higher than what they acknowledge. Any way, the policy which they have adopted will only prolong the current crisis but will never solve it. This is because the existence of foreign troops in Afghanistan and the invasion is in itself an issue, not a solution—even a big issue in its own right.
The rampant corruption in the surrogate Kabul administration, the embezzlement, drug trafficking, the existence of mafia networks, the tyranny and high-handed ness of the warlords, and spread and increase of the centers of obscenity being materialized as per the previously contemplated plans, are part of the colonial ambitious and conspiratorial accords. This has driven the people to face poverty, starvation and unemployment to the extent that they were forced to sell their children.
Despite the crimes of the invaders, another brazen atrocity is that, that they imposed a corrupt and stooge administration on the people once again by the pretext of the so-called elections which were fraught with fraud and lies and which were categorically rejected by the people. It is very natural that the gallant and free people are not ready to accept the results of these illegitimate elections. Therefore, first of all the issue of the existence of the invading forces in the country should be solved and Afghanistan must find its place as a sovereign country on the map of the world. The internal issues among the Afghans can be solved but in circumstances of occupation, ( our ) national and Islamic interests come under the shadow of the interests of the foreigners and our national and Islamic interests readily fall prey to the interests and conspiracies of global colonialism.
Our goal is to gain independence of the country and establish a just Islamic system there on the basis of the aspirations of the Muslim nation. We can consider any option that could lead to the achievement of this goal. We have left open all options and ways towards this end. However, this will only be feasible when the country is free from the trampling steps of the invading forces and has gained independence.
b) The Islamic Emirate of Afghanistan wants that the true sons of this land should have participation in the government and in the government-making, following the withdrawal of foreign forces from Afghanistan– because the rehabilitation work, economic, political , educational and cultural affairs of the country can never go along way without participation of knowledgeable , professional and experienced sincere Afghans. Fortunately, a great number of our independent, professional, experienced Muslims cadres, whether they are inside the country or outside, have not submitted to the current occupation, nor they accept the administration brought about as a result of the occupation. They support an independent, free and Islamic government in the country.
The Islamic Emirate of Afghanistan has distinctive and useful plans for the future of Afghanistan under the shade of the just social system of Islam after the withdrawal of the foreign forces. They include rehabilitation of social and economic infrastructure, advancement and development of the educational sector, industrializations of the country and development of agriculture.
c)The Islamic Emirate of Afghanistan calls on all those who work in the surrogate Kabul administration and shore up the global colonialism by their being there to stop opposing your religion, country and people. The foreign colonialists take strength from your Afghan arm and continue their occupation of our country. These brutal invaders have trampled down on all our Islamic values; they work for dissemination and spread of Christianity under a previously worked-out plan; they plunder our natural resources under one and another name and put heavy burdens of loans on our country. The Islamic Emirate has left door of safety open for whomever depart with the ways of betrayal and treason with the country and people.
All should bear in mind that the current popular Islamic revolution against the invaders is forging ahead like a powerful flood. Any one who opts to resist it will himself be washed away. Atrocity, torture, brutality, conspiracies, coalitions, the foreign forces and mercenaries could not hurl stumbling blocks in the way of this robust Jihadic movement. It is better to side with your people to fulfill the obligation required by the belief and gain historical honor, particularly the former Mujahideen who now work in the stooge administration should make for their infamy by joining the ranks of Jihad and abandon the ranks of the non-believers.
D ) The Islamic Emirate (IE) believes in social and internal reform as well as in positive initiatives in the context of Sharia. IE is aware of the in discrepancies. Therefore, it obliges all Mujahideen to strictly observe the rules and regulations so that all Mujahideen will continue to wage Jihad as sincere sons of the country for the prosperity of the masses under the framework of Islamic Sharia. Thus, they will become both true protectors of the frontlines of independence and representatives of the fundamental wants of the people.
The Islamic Emirate considers the purge of its ranks and self-accountability an everlasting and necessary obligation.
The enemy has faced defeat in the field of the battle and it is not far way that it will swallow the bitter poison of a complete defeat. But as a last tactic, it is trying to spread seed of disunity and division among the nation to turn its defeat into victory. Praise be to Allah, the High, that the enemy is facing a fiasco in its hypocritical efforts. The Islam-loving and country-loving people consider it a religious obligation to keep the unity and assist the Mujahideen. They see independence of the dear country as their legitimate right and believe the western media serves only as a loudspeaker of Pentagon. They will never be misled by their fatuous propaganda. The sympathy, affinity and enchantment of the people play a great role in the unprecedented advancement of the Mujahideen. Praise be to Allah, the enchantment of people and their affinity grows day by day. Therefore, the Mujahideen should not think themselves to be a separate entity from the people. They should protect their property, life and honor and stop those who, under the name of Mujahideen, want to encroach on the property, life and honor of the people–readily by the provocation of the enemy. Similarly, Mujahideen should focus on the Islamic education of the masses, so that they would voluntarily participate in Jihad in person and by wealth. The people should remain aware to avoid being tricked by the empty bluffs of some military commanders or the statement of a British military commander saying that we would remain in Afghanistan for forty years.
We would like to point out that we fought against the British invaders for eighty years from 1839 to 1919 and ultimately got independence by defeating the Britain. Today we have strong determination, military training and effective weapons. Still more, we have preparedness for a long war and the regional situation is in our favor. Therefore, we will continue to wage Jihad until we gain independence and force the invaders to pull out.
When we notified all regarding the unprecedented momentum and impetus in the resistance in our previous statement, they were not just propaganda-oriented empty words. All witnessed the momentum in action. We warn once again that our ensuing aggressive operations will be characterized by effective tactics which will enter a phase where the enemy will have unparalleled casualties and constant defeats, if God willing.
e)The Islamic Emirate of Afghanistan wants to maintain good and positive relations with all neighbors based on mutual respect and open a new chapter of good neighborliness of mutual cooperation and economic development.
We consider the whole region as a common home against colonialism and want to play our role in peace and stability of the region. We assure all countries that the Islamic Emirate of Afghanistan, as a responsible force, will not extend its hand to cause jeopardy to others as it itself does not allow others to jeopardize us.
We would like to say, we are victims of the black propaganda of the enemy media. This has created doubts between us and a number of countries of the world. They have wrongly depicted us as a force being against education and women’s rights. They also accuse us of our being a threat to the countries of the world. The Islamic Emirate of Afghanistan wants to clear away all these doubts provided a conducive atmosphere is available. The Islamic Emirate of Afghanistan calls on the public of the West not to be deceived by the assertions of Obama, who says the war in Afghanistan, is a war of necessity. The West does not have to wage this war. This war, in fact, started for clandestine motives under baseless reasons. The humanity, as a whole, suffers from its negative consequences. The global economic meltdown, instability, lack of trust and violation of international norms is the outcome of the baseless policies (of this war).
The public of the West should also not be deceived by the assertions of the General Secretary of NATO and British Prime Minister who claim the war in Afghanistan is for the defense of the West. Such deceiving and baseless utterances must not confuse you. These are just demagogic efforts of your rulers aimed at justifying this unlawful and long imposed war in contravention of all international principles.
No country in the world has right to meddle in the internal affairs of its neighboring country according to the modern international principles. The arrogant powers-that-be at the White House and its British Ally should know their interference from thousands of kilometers away is never acceptable to the countries of the region and can never be tolerated. The plans of colonial expansionism which is under way in the region under the notorious and unlawful slogan of war on terrorism is, in fact, an endeavor against the universal human values, justice, peace, equal distribution of resources and independence– an endeavor tainting the true representatives of the aspirations of the people under one or another name. All countries, particularly the Islamic countries, our neighbors, the powerful countries, the movement of the non-aligned countries should feel and fulfill their historical role.
I urge the Islamic Ummah, particularly the Islamic and Jihadic organizations to remain aware of the conspiracies of the enemy; abandon the internal differences and begin a concerted and comprehensive struggle for the defense and freedom of the oppressed and occupied Ummah.
To end, I urge all God-fearing Muslims, as they themselves share the joy and happiness of this occasion with their families, should not forget the widows of the martyrs, orphans and mothers who have lost their sons. They are the martyrs who laid down their lives against the bloc of the infidels for the establishment of Islamic system. Similarly, do not forget the bereaved families of those Afghan victims including old men, young, women, children who have been martyred as a result of the blind bombardment of the invaders and are no more among you.
Finally, I extend my felicitation to you on the occasion of Eid-ul-fitre and wishing you independence.
–Hoping and praying for obtainment of independence and establishment of a complete Islamic system.
Mullah Mohammad Omar Mujahid
Amir-ul-Momineen
The Servant of Islam
عیدالسعیدالفطرکی مناسب سےعالیقدرامیرالمؤمنین کاپیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین والصلوة علی قائدالمجاهدین اشرف الانبیاء والمرسلین وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین . امابعد!
يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162
عیدالسعیدالفطرکی آمداوررمضان کی مقدس فریضہ کی ادائیگی کی مناسبت سے بہادرمجاہدین، دیندارقوم ، اسلامی سنگرکےمبارک شہداء کی خاندانوں اور تمام مسلم امہ کوتہہ دل سےمبارکبادکہتاہوں، اللہ تعالی تمھاری تمام عبادات وقربانیوں کوقبول فرمائيں – امت مسلمہ خوشی کی ان ایام کو آپس محبت،اخوت اورامن اورقابض دشمن کے مقابلے میں فاتحانہ بسرکردیں (آمین)
جہادکی فخریہ مورچوں میں امسال کی تاريخی فتوحات بھی مبارک ہو!
اللہ تبارک وتعالی اس مقدس راہ میں تمام شہداء کی شہادتیں اورمجاہدین کی تکالیف کوقبول فرمائيں- موقع سےفائدہ اٹھانےکی صورت میں درج ذیل نکات کووقت کی ضرورت کی بنیادپراہم سمجھتاہوں-
الف : غیورقوم اوربہادرمجاہدین کوتسلی دیتاہوں کہ تمھاری بےدریغ قربانیوں کی برکت سےآج افغانستان پر قبضہ کےمتعلق عالمی استعمارکی تمام منصوبےناکام ہوچکےہیں،گذشتہ 8 برسوں کےدوران پینٹاگون فوجی قیادت میں “نیٹو”نے افغانستان میں ایسی ظالمانہ اوربربریت کی پالیسی اپنالی،جس سےانھیں یقین تھا کہ اسےعملی جامہ پہناکرفوجی زوروقوت سےافغانستان کی غیوروبہادرقوم کو رام کریگی، انہوں نےکیمیاوی اسلحہ سمیت تمام جدیدٹیکنالوجی کواستعمال کرلی، سینکڑوں تبلیغاتی پروپیگنڈے کی مراکزاس جنگ کےلیےقائم کردیے،اورذرائع ابلاغ پرکروڑوں ڈالرزخرچ کیے، تاکہ اپنی فوجی طاقت کوہوادیکرمجاہدین پررعب اورگھبراہٹ کی فضاقائم کردیں،لیکن ان تمام انسانیت ضداعمال اس پرقادرنہ ہوسکےکہ انھیں کامیابی دلادیں،بلکہ وقت گزرنے کےساتھ ساتھ صلیبی جارحیت کےخلاف مزاحمت اورجہادکےسلسلےنےمضبوط اسلامی، قومی حرکت کی شکل اپنالی،جواس وقت الحمدللہ کامیابی کی حالت میں ہے-
قابضوں کےلیےضروری ہےکہ سکندری تجاوزاورچنگيزی جارحیت سےلیکرآج تک افغانوں کی تاریخ مکمل مطالعہ کرکےاس سےسبق حاصل کریں،اگرتاریخی
د نيكمرغه کوچنی اختر په مناسبت
په روسيه اوبيلاروسيه كي دافغانستان ملى ګوند – دسرتاسرى شوراد مباركى پيغام !
د افغانستان ملى ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا دروژی دمبارکی میاشتی دپای ته رسیدو اودنيكمرغه کوچنی اخترد رارسيدلو په مناسبت په افغانستان کی دننه دهیواد څخه بهر ټولو افغانانو اودنړی ټولو مسلمانانو ته مباركى اونيكي هيلي وړاندي كوي ، دلوى خداى تعالي (ج) څخه غواړو چى زمونږ په هيواد كى ددى نيكمرغه اختر پخاطر د غه دپردیو په لمسون روانه ورور وژنه پاي ته ورسيږى او ګران هيوادوال د سولي اوملي پخلاینی په فضآ كي ددي اختراود راتلونكو ټولوملي اوتاريخي ورځو، اخترونو ،اونويو كلنو شپي او ورځي په خوښيو كي سره يوځاي تيري كړي .
درنوهیوا دوالو!
دافغانستان ملي ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا پدی باور ده چى د افغانستان دلانجي حل دجنګی اوپوځی عملیاتو،هوایی بمباریو،انتحاری اوځان وژنکوحملو دلاري نه بلكه د خبرو او يوبل ته دتيريدني دلاري را مينځ ته كيداي شي ، مونږ هيله لرو چي دافغانستان اسلامي دولت ،د دولت مخالفين اوپه هيواد كي ټول ملی ،سیاسی ،مذهبی مشران دسراسري سولي د ټينګښت دهیواد دبیارغاونی لپاره دخبرو ،ملی پخلاينی لپاره سره په ګډه جرګه او زمونږ دهیواد په وړاندی دغی ناعلان شوی جګړی ته دپای ټکی کیښودل شی ، ترڅو زموږ ټول هيواد وال چي دهيواد په دننه كي دخپلوكورونو څخه بي ځايه اود وطن څخه بهر دمهاجرت په ناوړه اوغيرانساني فضآ كي ژوند كوي خپلوكورونو ته راستانه اود افغانستان په ودانولو كي سره ګډه برخه واخلي .
په اخركي يوځل بيا ټولو هيوادوالو ته دنيكمرغه کوچنی اختر مباركي وايو،اوټولوهیوادوالوته دلوی خدای (ج )څخه دسولی او امن په فضا کی د ګډ ژوند غوښتونکی یو .
په ګران افغانستان كي د سراسري سولي، ملي پخلايني د ټينګښت په هيله !
په روسیه اوبیلاروسیه کی – دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا
سلامونه او نيکي هيلي او د نيکمرغه کوچني اختر د رارسيدو له امله ټولو پښتنو وروڼو اوخويندو ته چي دهيواد دننه او د هيواد نه بهر وي د زړه له کومي د کوچني اختر مبارکي وايم
د لوي څښتن تعالي څخه غواړم چي دا کوچني اختر د ټولو پښتنواو مسلمانانو لپاره د نيکبختي،سولي او سوکالي زيري له ځانه سره راوړي.
سلامونه او نيکي هيلي کمکي اختر مو مبارک شه!
ټولو پښتنو ته مي دا سوال دي چي دخداي تعالي روي ومني او ددي کمکي اختر په خاطرد جنګ اوجګړي نه لاس واخلي
ګرانودوستانو!
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!
د نیکمرغه کمکي اختر مبارکي تاسو او ستاسو محترمو کورنیو ته پدې هیله وړاندي کوم چه لوی څښتن تعالي دې ګران هیواد افغانستان ته امنیت سوکالي او یوالی ورپه برخه کړي او اسلامی نړي دی د موجوده مشکلاتو څخه خلاصه کړي تر حو هر مسلمان او هر افغان د سولی په فضا کی خپلی خوشالی ولمانحی.
هیله مند یم چی ددی اختر د خوشالی سرسره یو ودان،سوکاله،ولسواک او آزاد افغانستان ولرو.
پدرناوی
كوچنى اختر مو بختور شه !
خداى )ج( دې وكړي چې دا اختر د افغانانو لپاره د خوښيو ډك اختر وي.
د روغتيا بلاګ چه د پكتيا څخه د ډاكټر شريف احمد په زيار خپريږي تاسو د سيمې روغتيايي خبرونه، نوي روغتيايي معلومات او طنزونه په لاندې پته كتلى شئ!
http://www.bloguna.com/roghtia
د مشورو دپاره په لاندې برېښناليك اړيكه نيولى شئ : hazsharifahmad8@gmail.com
نیکمرغه اختر مو مبارک شه – http://www.youtube.com/watch?v=UUzDG-2w6Hg
اختر
پروا یی نه لرم برات وي که اختر تیریږي
زما ژوندوندون لکه دژمي ماذیګر تیریږي
پرون ناور له پیغلوډک ؤ کوچیان ټول دلته وو
نن یی کیږدۍ په اوښو باردي مساپر تیریږ ي
خالي یادو ته یی خوشاله یم چی مل مې وي تل
که نه جانان له ما نه پټ په بر ګودر تیریږي
ډ یرې روژ ې او اخترونه دلته ځي او را ځي
په خوار یتیم یی هر راتګ لکه محشر تیریږي
کډوال خو هسې ورځئ شماري په نامه یی ویاړي
دلته په فون مبارکۍ وي بی خبر تیر یږي
مو نږ ته دجنګ دمخنیوي چل راښووائ نه شي
داور لمبئ زمونږ دکور کلي په سر تیریږي
زمونږ په کلي کئ غربیان اووهابیان جنګیږ ي
ټول دشخصي ګټو په لټه په هنر تیریږي
زما کابل په وینو سوردئ کاڼي بوټي ژاړي
خود په ژړا دخدمتګارغریب اختر تیریږي
محمد یوسف خدمتګار مزدوزوې – ناروې
ګران او محترم ورور عبدالله احسان ته دزړه له کومی نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم. پس له سلامه تاسو او ستاسی د وبپاڼی ډیرو ګرانو اوزړه ته نژدی ملګرو اوټولو مینه والو ته دکوچنی مبارک اختر درا رسیدو له امله په ټول درنښت او احترام خپلی مبارکی وړاندی کوم .
له فرصت نه په ګټه خپل یو ازاد اختری شعر هم در استوم .
په درنښت ، حبیب زی
اختر
اختره مه راځه
دی وران کلی ته
چی نور ژړا ته دواړه
سترګو کی
د اوښکوچینی
وچی شولی،
اوښکی می ولیږلی
سیند ته
چی څپو سره
دغم کیسی
د وران ساحل
په ویر اخته کړی ،
زما دا وچی شونډی
او لیونی غوندی
ببری څڼی
چی تار په تار
د لپه لپه خارو نکل کوی
د پښتیدلو نه دی ،
اود چاودلو شونډو
زړه نه می خندا
پرون
شیشکی وړی ،
اختره مه راځه
دی وران کلی ته
چی سپیره جب کی می
ماشوم ته
یوه سره پتاسه نه لرمه
زه په کلو کلو روژه نیسمه!!
توریالی کندهار
سلام او رحمتونه د الله (ج) پر تاسو ټولو!!
دا کمکي اختر دي مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چي په ډیر لوړ همت او عزم سره یی ملا تړلی د لوی خدای د دين او رضا لپاره
دا کمکي اختر دی مبارک وی هغو مسلمان ځوانانوته کم چی د پرله پسي کوښښونواو کړاونوله امله د تاریخ بهیر ته بدلون ورکوی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغو ځوانانوته کم چی د جهاد او قربانی له کبله يي د مسلمانانو تیر پرتم او عظمت بیرته اعاده کیږي
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د مسلمان امت فعاله ساه ،څپانده او ګرمه وينه ،خوځنده او متحرک زړه ،کلک عزم اواراده ده
داکمکي اختر دی مبارک وی هغو ځوانانو ته کم چی د جهاد خوځنده او فعاله ځواک دی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغو ځوانانو ته کم چی د ایمان د جوهر د هستی نه سرشار دی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغو ځوانانو ته کم چی د مسلمان امت برخه لیک ټاکی او د عظمت لوړوپوړو ته يي رسوی
داکمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی په خپل رب(ج)کامل ایمان لری او د اسلام د مقدس دين د رسالت په وړاندی خپل په مسولیت او ځیرک وګړی دی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغو ځوانانو ته کم چي ټول دونيوی عیشونه او عشرتونه يي شاته غورځولی او په سپیڅلی نیت او ایمان سره د اسلام او مسلمانانولپاره نه ستړ ی کیدونکی هلی ځلی کوی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانوته کم چی د مسلمانانو د لوړواو سترو مرتبو د رسیدو لپاره يي لاره هواره کړه او د اسلام پرته يي بل دين ونه پیژانده
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانوته کم چی په ډیر شجاعت او زړ ه ورتيا د جنګ او ازادی میدان ته دانګي
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه مخلص، امین، ازاد ځوانانوته کم چی د مسلمانانو او افغانانود کرامت ،شرافت ،عزت ،سرلوړی د ماڼی جوړولو کوښښونه او هلی ځلی کوی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د انسانیت ،شرافت ،کرامت په ګاڼه سمبال دی او د ذلت مریتوب د منلو او قبلولو څخه منکر دي
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د هغوی په لاسونو باندی د اسلام د سپيڅلی دین پرتمنه ماڼی په پښو دریږی او یو سپیڅلی اسلامی دولت راولی
دا کمکی اختر دی مبارک وی هغو ځوانانو او مخکښانوته کم چی زموږ ټولنه د انسانیت ،مینی ،محبت او د يوه لوی چښتن(ج) لاري ته سوق کوي
توریالی کندهار
سلام علیکم ورحمت الله و برکاته
ګرانو ښا غلو زړه ته راتیر!!
د لراوبر مسول مدیر ته
د لراو بر معاون مدیر ته
د لراو بر سپیڅلو مسلمانانو او رښتینو ژورنالستانو ته
د لراو بر په خپلواکی مین او یرغل ته نه تسیلمیدونکو لیک والانو ته
د لراو بر کتونکو او لوستونکو ته
دلراوبر تبصره کونکو ته
د لراو بر کونډیانو او یتیمانو ته
د لر او بر هغی مور او پلار ته کم چی یی د شهید زلمی زوی لومړی اختر دی
د لر او بر مظلوم او بیچاره معیوبینو ته
د لراو بر ټولو خویندو او میند و ته
د لر او بر ټوله صابره او کفرماتونکی او لس ته
د لراوبر غښتلو تریالیو او سرښندونکو مجاهیدین او طالبانو ته
د لراو برټول د ازادی همفکران او هم سنګرانو ته
د لر او سپین ږیری او مشرانو نه
او د ټولی نړی مسلمانانو ته
په ډیره درناوی مینه او محبت د زړه د تله تاسو ټولو محترمو ،مکرمو ،موعززو ته زما او زما د فامیل له خوا د کمکی اختر مبارکی وړاندی کوم
لوی چښتن (ج)دی یی په تاسو او ستاسو په فامیلونو پوری نیکمرغه کړی
الله د جنګ د ټوله نړی څخه ورک او نیستی کړی
الله دی زموږ د د ربدره ملت او قوم غمونه او رنځونه په خپل رحم او مهربانی مرهم او تداوی کړی آمین
فضل احمد – کوټه
د ميني اواخلاص سلامونه د زړه له تله دلروبر ويب پاڼي كاركونكيو او ليدونكيوته وړاندي كوم وبعد دنيك مرغه كوچني اختر په را رسيدوسره په خاص ډول افغانانو ته اوعموماً وټولو مسلمانانوته داخترمباركي وړاندي كوم خداي دي وكړي چه دااختر زمونږ هيواد ته صلح اوسوكالي راولي آمين – فضل احمد له كوټي څخه
عبدالحي تقي متحدا عربو امارات څخه
د كوچني اختر په راسيدو سرا لراوبر ويب سايټ کرکونکو او کتونکو ته مبارکي وړاندي کوم
را تولونکي کي د خوشالي په هيله !
دنيكمرغه كوچي اختر په مناسبت د ولسمشر حامد كرزي د مباركۍ پيغام
ګرانو هيوادولو ،درنو ورڼو او خويندو ! اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته !
دنيكمرغه كوچني اختر دبختورو شپو او ورځو درارسيدو له امله تاسو ټولو ګرانو هيوادوالو ته هرچيري چي ياست دزړه له كومي مباركۍ وړاندي كوم ٠
دروژي دمباركي او سپيڅلي مياشتي عبادتونه مو دلوي خداي (ج)په دربار كي قبول سه ٠
ګرانو هيوادوالو دروژي دفيض او بركت څخه دډكي مياشتي ورسته كوچني اختر پر بندګانو دڅښتن تعالي يو رحمت دي او دمسلمانانو تر منځ شفقت ،ورورولي او انسان دوستي يو ډير ښه مظهر دي ٠
داختر په شپو او ورځو كي دټولو لينو او كدورتونو ليري كول ،ديوه او بل كورونو ته ورتګ ،او پخلاينه دټولو مسلمانانو وجيبه ده ٠همداراز دبيوزلو، يتيمانو ،كونډو او بي پنا خلكو لاسنيوي له دوي سره مرسته او شفت داختر بل فضيلت دي ٠ زه دخپلو ټولو مالداره او بډايه هيوادوالو څخه غواړم چي دخپلو غريبو او نادارو هيوادوالو لاسنيويوي وكړي او په زړه سوي سره دهغوي داړتيا په ليري كولو كي مرسته وكړي څو پدي توګه هغوي هم اختر په خوشحاليو كي دځانونو سره ملګري كړي ٠
دلوي خداي (ج)دربار ته دوعا كوو چي دروژي دمباركي مياشتي او دنيكمرغه كوچي اختر له بركته زموږ په هيواد كي هرڅه ژر ملي وحدت او سرتاسري پخلاينه رامنځته سي څو پدي هيواد كي دامنيت دبشپړه ثبات درلودوونكي اوسو ٠
زه دهر هيواد وال څخه غواړم چي دسولي او ملي پخلايني دپاره لاس په كار سي ٠څو ستاسو په مرسته وكولاي سو چي داسلام او افغانستان د دښمنانو دبريدونو او بي ګناه مسلمانانو دوژنګ مخه مو نيولي وي او دترقي او پرمختګ دراپيل سوو كارونو په وړاندي مو ټول خنډونه له منځه وړي وي ٠
موږ پدي هڅه كي يو چي دامنيت دټينګښت دپاره دخبرو مفاهمي لاري ته نور هم چټكوالي وركړو څو هر څه ژر دورانيو او مصيبتونو مخه ونيسو ٠
په پاي كي يو ځل بيا دنيكمرغه كوچيني اختر مباركي دركوم ٠او هيله لرم چي داختر بختوري ورځي او شپي مو له خپلو كورنيو سره په خوشحالي سره تيري سي ٠
حامد كرزي – دافغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر
د پروفیسور علی احمد جلالی د مبارکی پیغام
د لوي او بخښوونكي خداي (ج) په نامه
د نیکمرغه کوچنی اخترد رارسیدو په ویاړ د پروفیسور علی احمد جلالی د مبارکی پیغام
د کوچنې اختر د رارسېدو په وياړ په هېواد اونړۍ کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي او نيکې هيلے وړاندی کوم، هیله لرم چی الله تعالی دی زمونږ طاعاتونه او عبادتونه په خپل دربارکی قبول او منظور وګرزوی، همدا راز د لوی ځيښتن تعالی له دربار څخه استدعا کوم چې د ژوند دغه د اخترمبارکې شپی او ورڅی د خوښۍ، سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی، او د دغه مبارکی میاشتی په تیریدو سره سم زمونږ په هیوادکی د سولی او ورورګلوی زرين لمر د دایم لپاره خپور شی، تر ځو زمونږ هيواد او ولس هم د نورو اسلامی ولسونو په ځير د يو سوکاله او نيکمرغه ژوند خاوند اوسی٠
د تل پاتی سولی او اسلامی اخوت په هیله !
فضل الرحیم رحیم
کوچنی اختر مو مبارک روژه او عبادات مو د لوی څښتن تعالی په دربار کی قبول !
میرویس صالحی
زه میرویس صالحی د لراوبر سایت کاکوونکو ته سلامونه او د اخترمبارکی وایم
زه خپله مسافری د عمان پایتخت مسقط کی تیرومه او هرڅوک چه داسایت گوري زماسلامونه او د اخترمبارکی دي ومني !
دبخښونکي څښتن په پاک نامه!
درومال ویب پاڼې اداره خپلوهېوادوالو اودنړۍ ټولو مسلمانانو ته دکوچني اختر مبارکي وایي
کوچنی اختر مومبارک شه!
له همدې هیلې سره چې دروژې بختوره میاشت مو ښه تېره وي٠
د رومال اداره
زه پخپل وار دنری تولومسلمانانو او خصوصا افغانانوته او بیا دهغه افغانانو کورنیو ته چی د کورنی غریی دجهاد په لار کی له لاسه ورکری دی اویا د غربیانو په وحشتانه او بیحایه بمباریوکی شهیدان شوی دی دوی ته دالله له در باره صبر جمیل غوارم او د رره له کومی دکوچنی اختر درارسیدو په مناسبت مبارکی دالی کوم خدای دی وکری چی خوشحاله اختر ولری
د نيکمرغه کوچني اختر په وياړ د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د مبارکۍ پيغام
نيټه : ١٩-٩-٢٠٠٩
ګرانو هيوادوالو خويندو او وروڼو!
اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته
د خواخوږې ادبي او کلتوري ټولنه د روژې د مبارکې مياشتې چې د نړۍ د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت او اطاعت کې پای ته ورسيده، د نړۍ او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پام کې لرلو سره په هېواد کې د ملي واکمني د ټنګښت، د مطمئني او رښتني سولي او د امنيت تأمينيدو هيله مند او غوښتونکي دي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره هلي ځلي کوي چي د اختر د مبارکو ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او حسادت پر ځای روغې جوړې او د دوستۍ لاسونه يو بل ته ورکول دي څو چې ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه د وخت څخه په ګټه اخستو سره يو ځل بيا د نړۍ وټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ځورېدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي، دوی ټولو ته خوشاله او نيکمرغه اختر د لوی څښتن تعالي له درباره غواړي، او د افغانستان ميړني ولس ته د دوهم ځل ولسمشري ټولټاکني د لومړنیو پایلو مبارکي وايي چې افغان ولس په ډېرو حساسو شيبو کې يو ځل بيا ټولې نړۍ ته ثابته کړه چې خپل برخلیک د خپلو رایو په کارولو سره ټاکي.
کوچني اختر مو مبارک
په درنښت،
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزی خواخوږی
طالبان د افغانانو وینو ته تږی دی نه د بهرنیانو
څو روځی وړاندی می یو خبر کی ولوست چی طالبانو د یو افغان چخه پزه او غوږونه غوڅ کړه او پدی ګناه چی هغه په ټولټاکنو کی برخه اخیستی وه، بیا می یو بل خبر ولوست چی بهرنی خبریال د طالبانو د منګلو نه راخلاص شو او مترجم افغان خبریال چی سلطان منادی نومیده وواژه، او داسی نور څومره ژورنالستان او عالمان یی وژلی او یا یی وژولو سبب ګرځیدلی.
په لر و بر برښنا پاڼه کی می په یوه لیکنه کی ولوست چی کلکه نیوکه یی کړی وه چی سلطان منادی طالبانو نه بلکی بهرنی ځواکونو وژلی، دی دومره فکر نه کوی چی سلطان منادی دی ځای ته چا او د څه لپاره راوستی وه، او که رښتیا هم طالبانو نه غوښته چی منادی ووژل شی نو چی خپله یی ځپی سپکی کړی او وتښتیده خو دی به یی هم له ځانه سره اخیستی وی، وړاندی دغه لیکوال لیکی چی بهرنیانو دغه مسله د مذاکراتو له لاری ولی نه حل کوله، نو د مذاکراتو له لاری ددی مسلی حل ناممکن وه ځکه د طالبانو لومړنی شرط د بهرنیانو ویستل دی او دا په اوسنی حالت کی د افغانستان لپاره ناممکن ځکه دی چی زمونږ هر ګاونډی دی ته لیوال ناست دی چی کله دی ته موقع په لاس ورشی ترڅو په افغانستان کی حپل نفوذ پیدا او د خپل شخصی مفاد لپاره یی استعمال کړی، او بله دا چی ایا د بهرنیانو د راتګ څخه مخکی دافغانستان جوړ وه چی په تګ سره به یی جوړ شی، طالبانو د خپل اقتدار په وخت كي افغانستان دومره کمزوری کړای وه چی قریب وه افغانستان په جغرافیوی شکل له منځه یوسی، د زور او تشدد اسلام یی راوړی کوم چی اسلام ته یی د فایدی نه زیان ډیر وه، د ښځو یو پشپړه نسل یی بی تعلیمه کړه، افغانان یی د ای اس ای او پنجابیانو غلامان او نوکران کړه، د افغانستان تاریخي اثار یی له منځه یوړ، په خلکو یی څو څو واری یو لمونځ کاوه، او داسی نوری ډیری نارواوی یی کړی، زما په نظر نه دا حقیقی اسلام او نه دا د زور لمونځ لمونځګوزار وه، ځکه حقیقی مسلمان هغه په ځپله ځوښه اسلام ته تسلیم شی نه د کوتک او زور پواسطه لکه غنی خان چی په خپل شعر کی وایی:
چی دی وس د بدو نه وی څه به ته څه به دی ښه وی
تو به هله د شرابو چی شراب درته پراته وی
په اخره کی زما د ټولو طالبانو نه دا درخواست دی چی نور پدی مظلومو افغانان زړه وسوځوی او د زورولو او وژلو یی لاس واخلی او د پردیو د لمسون پر ځای په خپل عقل او پوهه په کار واچوی تر څو په دغه وران ویجاړ وطن یو ځل بیا پسرلی راشی.
د یو سوکاله آرام او پرمختللی افغانستان په هیله
عرفان افغان
دنېکمرغه کوچني اختر په مناسبت دمبارکۍ پيغام
الحمدلله والصلاة والسلام علي رسول الله :
وبعد : –
دنيکمرغه واړه اختر ورځي داسلام په سپيڅلي دين کي دخوښۍ ورځي دي چه دالله تبارک وتعالي (جل جلا له ) په شکر ، حمد او ثنا لمانځل کيږي .
په حقيقت کي مسلمانان پدي ورځوکي خوشحاله وي اوداورځي لمانځي چه الله جل جلا له دوي ته دستر عبادت ( روژه نيوني ) داداکولوتوان اوتوفيق ورکړي اوپه همدي اساس داورځي دهغه چالپاره دلاوياړ او خوشحالۍ ورځي گڼل کيږي چه دخپل رب په عبادت کي ترنورومخکي وي پدي لار کي ئي ډير زيار او زحمت گاللي وي اودخپل نفس اوخواهش لازياتي قربانۍ ته تيار شوي وي .
هو داسي دانسان په څيره کي حيوان صفته اوبدمسته به هم وي چه ددي لوي فرض په پريښودلويعني دروژي په خوړلو به دکفرطوفاني ګرداب ته لويدلي اوداسي بي ضميره اوکم بخته څهري به هم وي چه دصليب په بندګۍ اوصليبيت ته په وفادارۍ کي يي روژي اوختمونه کړي وي چه په حقيقت کي دادواړه ديوه ګډ سرونوشت په لور روان دي نوځکه :
دغه اختر دي يوازي هغه ځوانانوته مبارک وي چې درمضان مبارکه مياشت يي دخپلي عقيدي په دفاع کي دکفر په بي رحمه زندانونو کې له ولچک اوزولنوسره تيره کړه . دهغوي هره شيبه يوازي ديوه الهي ذات په عبادت کي تيريده ، نه يي دنفس اوخواهش غوښتنوته غاړه کيښوده اونه يي دطاغوتي ځواکونو زر او زور ته سرښکته کړ ، په هغوي هر ظلم اوشکنجه يوالله جل جلا له ته دريښتيني بندګۍ دسند په توګه پاتې شو .
دغه ورځ دې دهغو سپېڅلوشهداو ارواحواووارثانوته مبارکه وي ، چې په ډير مظلوميت يې داسلامي نظام په ارمان دشهادت خواږه جامونه نوش کړل اوداسلام دحقې لارې هغه غازيانو ته دې نېکمرغه وي ، چې داسلامي نظام دحاکميت په هيله دجهادپه تاوده سنګر کې دسختۍ ، ګرمۍ او يخنۍ شپې او ورځې تېروي .
دهجرت په ديار اودپردېسۍپه وطن هغه بې وسه اوبېچاره ښځو، کوچنيانو او ضعيفانوته دې دادمبارکۍ اونېکمرغۍ ورځ شي ، چې په ډېره مېړانه اومتين عزم يې دخپل هېواد دريښتينې ازادۍ اوشرعي نظام دنفاذ لپاره دهجرت کړاوونه ګاللي اوشپه اوورځ يې دهمدې هيلې په خاطر الهي دربار ته لاسونه لپه کړي .
مونږ هغو وروڼو اوخويندوته ، چې دکفر په وحشي محبسونوکې دتکليف اوازمېښت ورځې تېروي ، دهغو پاکوشهداو وارثانو ته ، چې داسلام مقدس دين په غيرت يې سرونه شندلي اودسنګر هغو اتلانو ته ، چې داسلام او ازادۍ په دفاع کې يې ځانونه دمرګ خطر ته ورکړي ، داسلام دستر پيغمبر صلي الله عليه وسلم دافرمان ورپه زړه کوو ،چې : الايمان نصفان : نصف في الصبر ونصف في الشکر .
دسپېڅلې عقيدې په خاطر له صبر ، حوصلې اوثبات څخه کار واخلۍ او ددومره ستر امت له منځ څخه چې الله تبارک وتعالي تاسې دخپل دين ددفاع لپاره انتخاب کړي ياست ، الهي شکر اداء کړۍ ، چې ستاسې دصبر اوهمت له برکته به الله تبارک وتعالى حتما اسلامي نظام رامنځته کړي اوتاسې به دهغه چالپاره قدوه او پشوايان وګرځوي ، چې دخپلواکۍ لپاره قربانۍ ته چمتو وي . ( وجعلنا منهم ائمة يهودن بامرنا لماصبروا وکانوا باياتنا يوقنون )
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي ورورمولوي انوارالحق (مجاهد) نبي خيل
http://www.toorabora.com
د ميني اواخلاص سلامونه د زړه له تله دلروبر ويب پاڼي كاركونكيو او ليدونكيوته وړاندي كوم وبعد دنيك مرغه كوچني اختر په را رسيدوسره په خاص ډول افغانانو ته اوعموماً وټولو مسلمانانوته داخترمباركي وړاندي كوم خداي دي وكړي چه دااختر زمونږ هيواد ته صلح اوسوكالي راولي آمين
فضل احمد له كوټي
د کمکی اختر په مناسبت د حزب اسلامی افغانستان د امیر ورور حکمتیار پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
فاصبر ان وعد الله حق ولایستخفنک الذین لایوقنون الایه
ګرانو هیواد والو!
په سنګرونو کی پرتو مجاهدینو!
ورونو خویندو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د کمکی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکی وایم، الله تعالی دی ستاسو طاعات، عبادات او دعاګانی قبولی او ستاسی هیلی تر سره کړی او راتلونکی اخترونه دی په داسی حال کی راولی چی هیواد مو ازاد وی، ټول اشغالګر ځواکونه وتلی وی او په آزاد او خپلواک افغانستان کی د مجاهدینو په لاس د افغان ولس د خوښی اسلامی حکومت جوړ شوی وی. انشاالله دا ستره او سپیڅلی هیله به ترسره کیږی، امریکایان او انګریزان به د خپلو روسی ملګرو په څیر زموږ له هیواده وځی. او دشوروی اتحاد په برخه لیک به
اخته کیږی، ددی ورځی د رارسیدو په هیله او له دی فرصت نه په استفادی سره څو عرایض لرم:
امریکایان او انګریزان له عراق او افغانستان نه د وتلو په حال کی دی، باید دی ته متوجه و چی مسکو او واشنګټن او زموږ کینه
کښ ګاونډیان بیا هغه حالت زموږ پر ملت رانه ولی، چی د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته یی راووست، ځینی وطن پلورونکی او منافقی ډلی هماغه کار ته بیا کاندید شوی چی په تیرو څو کلونو کی یی وکړ، دوی هغو نوکرانو ته ورته دی چی هر سهار اډی ته درومی او د استخداموونکو راتلو ته سترګی په لار ودریګی، دوی ته مهمه نده چی استخداموونکی څوک دی او څه کار پری کوی، داجوری په مقابل کی هر کار ته چمتو دی.
ددی توطئی شنډول له ټولو مومنو مجاهدینو او ازادی غوښتونکو افغانانو د هوشیاری غوښتنه کوی، باید ټول مجاهدین او وطن پال او ازادی غوښتونکی افغانان یو بل ته لاس ورکړی او پری نږدی چی دا فاجعه بیا تکرار شی. د دښمن په لومو کی پریوتی نا افغانان دی هم پوه شی چی هغه ترخه تجربه بیا نشی تکراریدای، نه یی امریکا په اقتدار کی ساتلای شی او نه یی مسکو او د هغه منطقوی ملګری قدرت ته رسولای شی.
په انتخاباتو کی یو ځل بیا د روغی جوړی خبری اوریدل کیدی، کاندیدانو غوښتل پدی سره د ملت حمایت ترلاسه کړی او په صندوقونو کی زیاتی رایی ولویږی، خو ملت پوهیږی چی هم انتخابات یوه غولوونکی ډرامه او مسخره لوبه وه، او د کاندیدانو شعارونه درواغجن او د ولس د غولولو لپاره و، نه دی ته طمع ساتی او نه دا د حل لار ګڼی، پو هیږی چی راتلونکی حکومت به د افغانانو په خوښه نه بلکه د اشغالګرا نو په خوښه جوړیږی او هماغسی به کوی چی په تیرو اتو کلونو کی یی وکړ. پدی باوردی چی د حل یواځینی لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله په ځمکه نه ایښودل دی چی ټول بهرنی ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووځی.
ومو لیدل چی په انتخاباتو کی له هرو شپږو افغانانو نه یواځی یوه برخه واخیسته ، هغه هم ددی لپاره چی دشمنان وتوانیدل په خپلو پراخو او زهرجنو تبلیغاتو سره قومی او ژبنی تعصبات وپاروی او ناپوه افغانان د سمتی او ژبنی تعصب په غوښتنه د خپل سمت او قوم کاندید ته رایه ورکولو ته وهڅوی. پدغی مسخره لوبی کی چی ټول یی له درغلیو ډک انتخابات ګڼی هغه څوک به د بریالی او ګټونکی په نامه اعلانوی چی له لسو افغانانو نه یوازی یوه کس رایه ورکړی!! دا شوه د غرب دیموکراسی!! دا عجیبه مه ګڼی چی ولی غربی چارواکوداسی انتخابات یوه لویه بریا او ددیموکراسی په زړه پوری نښه وګڼله چی په اشغال شوی هیواد کی ، دپردیودټاکنو مخی ته ، دجهازونو تروزر لاندی، په داسي حال کي ترسره شوی وو،اوپه خپله اعتراف کوي چي له درغلیو اوتزویرونو ډک ول!!
دامریکایانو اوانګریزانو له وروستي اقداماتو معلومیږي چي غواړی اسلام آباد اوتهران دافغانانو په ضد مزید څه کولو ته تیار کړي، یو د امتیازاتو د ورکولو له لاري اوبل د تهدیدونو او ګواښونو سره ، دپاکستان اوایران چارواکو ته توصیه کوم چی دافغانانو په ضد دامریکایانو له ملګرتیا لاس واخلی،له امریکایانو نه دامتیازاتو ترلاسه کولو لپاره په دی مه راضی کیږی چی مظلوم افغانان مزید په وینو کی ورغړي اوهیواد یی وران شي ،مه خپلی ملی ګتی په دی کی لټوی چی زموږ په هیواد کی جګړه دوام وکړی اومه یی د امریکایانو دګټو لپاره قربانی کوی ، په دی پوه شی چی امریکا دپاکستان اوایران په اړه يی لري. په دی پوه شی چی له مظلومو افغانانو او عراقیانو سره چی هره معامله کوی، الله تعالی به دحتما ددی سزا درکوي اوله تاسو سره به دهمدغسی څه کیدو پریکړه کوي.
اسلامی امت ته می پیغام دادی چی دافغانستان او عراق جنګ داسلامی امت دبرخلیک جنګ وګڼی ،په دی جنګ کی برخه واخلی ،دصالح اومخلصو مجاهدینو ملاتړ وکړی، دافغانستان په اړه چی ځینی اشتباهات وکړل،دمجاهدینو په لیکوکی داختلاف باعث شول اوداسی دلی یی جوړی اووپاللی چی اوس دامریکایانو ترقومندی لاندی دخپل ولس په ضد جنګیږی ،پام کوی چی داترخه تجربه بیا تکرار نشی!! ددښمن داتوطئه شنډه کړی چی غواړی داسلامی امت په ضد له شیعه وو همغه کار واخلی چی په تیرو صلیبی جګړوکی تری واخیست.
افغانانو ته دا توصیه کوم چی په جهاد کی فعاله برخه واخلی ،په لاس،ژبه ،قلم اوخپل مال سره دمجاهدینو مرسته وکړی چی له اسلام نه دفاع په خاطر په سنګرونو کی پراته دی اوپه میړانه ددښمن مقابله کوی ، هغه څوک سپک اوذلیل وګڼی چی دجهاد اومجاهدینو دتایید اوملګرتیا په ځای ددوی په ضد تبلیغات کوی.
مجاهدینو ته داتوصیه کوم چی خپله ټوله توجه اصلی دښمن ته واړوی. په نورونښتوکی ځان مه مصروفوی ،کله چی دخپل ټوپک شاجور کي مرمی اچوی نو نیت اوقصد موباید داوی چی دابه یوازی داصلی دښمن په سینه کی تشوم، هغه کسان په خپلو لیکو کی مه پریړدی چی خلک ځوروی،اسلامی اخلاق نه لری ، اسلامی اصول نه مراعاتوی، دمجاهدینو ترمنځ اختلافات او لانجی راولاړوی،د مجاهدینود یووالی مخه نیسی ، به جوماتونو ،مدرسو،مکتبونو،کلینیکونو،پلونو، دفترونو اوعام المنفعه تاسیساتو او هغو ځایونو کی چاودنی کوی چی عام ولس ته په کی تاوان رسیږی، داصلی دښمن دجنګی ځواک دځپلو پرځای نوری موخی لری،پرپوستو بریدونه ته زړه مه ښه کوی،له داسی چاودنوډډه وکړی چی عام ولس ته په کی زیان رسي، ددولت مامورین، ښونکی،قاضیان ،ملایان،انجنیران،داکتران،خبریالان اونور غیر محارب کسان مه وژنی،له خلکونه په زورعشراوزکات داسلامی حکومت له لوری اوله هغوخلکو اخیستل کیږی چی امنیت يی اسلامی حکومت تامینوی. خلک تشویق کړی چی خپل عشر، زکات اوصدقات په خپله خوښ مجاهدینو ته ورکړی.
افغان ولس باید مطمئن وی چی ددغه مبارک جهاد په نتیجه کی انشالله ټول بهرنی ځواکونه زموږ له ګران هیواده وځی او په خپلواک او آزاد افغانستان کی به ستاسو دخوښی اسلامی حکومت جوړیږی. دهغی ورځی درارسیدو په هیله .
مړه دي وي داسلام دښمنان
بریالي دي وي مجاهدین
حکمتیار
افغانستان
د۱۳۸۸ کال کمکی اختر
……………………….
پیغام برادر حکمتیار امیر حزب
Asalamo alikom
de kochini Akhter mobaraki tolo ta wayam ka pa Afghanistan ki yast oow ka pa kharij ki albata tolo mosallmanano ta
oow baya la Mohammad Halim padayi na da gwaram chi ta yaw wali e de Akhter tabriki sa ka we de Maidan wardako rozgar ta wagora akhar lag sharam dar ta pa kar de de khoday pa lihaz lag kar waka toli paisi de wa wahali