له ډېرې مودې راهيسې د شمشاد تلويزيون د نورو خپرونو تر څنګ د( مور) خپرونه هم وينم. داخپرونه به ډېر خلک د شمشاد په سکرين ويني ، خو ښايی يو شمېر داسې خلک به هم وي ، چې دغه خپرونه يې نه وي ليدلې يا يې په اړه نه پوهېږي. هغو خلکو ته چې دا خپرونه يې نه لېدلې اونه يې په اړه مالومات لري د نوموړې خپرونې د ځانګړتياو په اړه هغه مالومات چې ما يې په اړه تر لاسه کړيدي له دوی سره شريکوم .
تر کومه بريده چې د مور خپرونې ما ليدلي دي، منځپانګه يې داسې ده ،چې د نوموړې خپرونې يوه ښځينه ويانده په کابل ښار کې د بېوزلو او نادارو خلکو کورونو ، جونګړو او کوډلو ته ورځي او هلته ډېری وختونه له کونډو، رنډو، بې وسو او بې کسو ميندو او خويندو سره د هغوی د ژوند په اړه مرکې کوي. په دغو خلکوکې ډېری وختونه له داسې مېرمنو سره مرکې وي ، خدای شته ، چې د يوې ذرې په کچه هم په چا کې ايمان ، احساس او خواخوږي وي نو هرومرو به يې له سترګو ددغو خوارانو په حا ل اوښکې تويې شي. په ځانګړي ډول په دغه د برکتونو، رحمتونو او ازمايښتونو نېکمرغه او بختوره مياشت کې، چې انسانان د الله د حکم پر ځای کولو لپاره نه خوراک کوي نه څښاک او هڅه کوي ، چې ټوله ورځ يې الله ته په زاريو او عبادت تېره کړي؛ خو له دې سره د روژه ماتې لپاره يې ډول ډول خوراکونو او نعمتونو ته زړه کېږی.
له دغو نادارو خلکو سره له مرکو کولو وروسته هغوی د شمشاد له لارې له خپلو هېوادوالو د مرستو غوښتنه کوي، د الله ډېر لوی رحم دی ، چې زموږ يو شمېر د شتو خاوندان هېوادوال پرته له ريا ددغو خلکو غوښتنو ته د خپل وس او توان په کچه د مرستو په کولو ځواب وايي. ( الله دې دوی په مال او عيال کې برکت واچوي او د حلال رزق او شتو خاوندان دې کړي ) .د شمشاد له لارې چې د دغو مرسته کوونکو هېوادوالو نومونه اخيستل کېږي ، يو يې هم داسې څوک نه دی، چې ډېری ليدونکې دې وپېژني او يا دې د دوی د شتو، بډايتوب په اړه مالومات ولري. زما په څېر د ډېرو هېوادوالو ګيله له هغو بډايو خلکو څخه وي ، چې تر سپږمو پورې په شتو کې ډوب دي ،خو يوه ورځ مو ددوی د دالو خلتۍ او د غوړو لوټې ونه لېدې ، چې له دغو بېوزلو سره يې مرسته کړې وي.
( وربه شي خبر به شي ) په دغو نږدې ورځو کې د ټاکنو په درشل کې له ذلت نه د ډکو منصبونو لپاره موږ او تاسو د يو شمېر هېوادوالو بې کچه خرچې وليدلې ، زه دغو ښاغلو ته وايم ، چې د خلکو زړونه له دغو لارو نه تر لاسه کېږي، که تاسو يا بل هر د شتو خاوند غواړي ،چې د افغان ولس په زړونو کې ځای ومومې نو د شمشاد له نوښتونو يې زده کړئ. بېځايه به نه وي چې خپلو هېوادوالو ته د ولس د زړونو د لاس ته راوړلو په برخه کې د اسلامي نړې په دوو کوچنيو هېوادونوکې د دوو کوچنيو ډلو بېلګې وړاندې کړم ، چې چا يې تصور هم نه شوکولی ولې دخپل ولس لپاره يې د خيرښېګڼې او مرستو له لارې په خپلو هېوادونو کې ان حکومتونه تر لاسه کړل. دا دوه ډلې يوه يې د فلسطين د حماس ډله ده او بله يې د لبنان د حزب الله ډله ده . زه ددغو دوو ډلو په سياسي بګرونډ نه غږېږم ، يواځې په دې اړخ يې غږېږم ، چې څنګه دوی توانېدلي دي ، په خپلو هېوادونو کې د خپلو ولسونو د زړونو ارمانونه او د هغوی اتلان ګرځېدلي دي.
د ياسر عرفات له نامه سره به تاسو ټول اشنا يئ چې خپل ټول عمر يې د اسراييلو په وړاندې په مبارزه کې تېر کړ، خو ډلې يې په خپل ولس کې د خپلو منفي کړنو له امله د اتلولې ځای له لاسه ورکړ اوپر ځای يې د حماس ډلې د فلسطينيانو زړونو کې ځای وموند.حماس د شيخ ياسين ( الله دې پرې ورحمېږي) په مشرې يوه کوچنۍ ډله رامنځته شوه، د فلسطيني ولس لپاره يې د خيرښېګڼې سيمه ييزې ټولنې جوړې کړې، دغو ټولنو د خلکو کورونو ته د وريژو او اوړو بورۍ نه دي وروړي، يواځې کله به چې د يهودو ( د الله لعنت دې وي پر دوی) په ګوليو مظلوم فلسطينيان شهيدان يا ټپيان شول، د نوموړې ډلې غړو به شهيدان او ټپيان په خپلو اوږو رابار کړي وو، او له دوی سره د شته وو شونتيا په پام کې نيولو سره به يې د هغوی غم خوړه .
د شهيدانو قبرونه به يې ويستل ، له کورنيو سره به يې د جنازې ، دوعا او پاتيا په مراسمو کې تر پايه پورې داسې ګډون کاوه لکه ددوی د خپلې کورنۍ غړي يې چې شهيدان شوي وي ، ددغه ډول خواخوږيو په پايله کې ټولې دنيا وليدل ، چې حماس د خلکو په رايه مشروع حکومت تر لاسه کړ، خو نړيوالو ورسره ستره جفا وکړه . د اسراييلو په وړاندې د خپلو وينو په قيمت د قدس شريف دفاع کوي. همدارنګه د لبنان حزب الله ډله په خپل هېواد کې د حماس په څېر د خيرښېګڼې د کارونو په پايله کې د خپل ولس په زړونو کې داسې ځای نيولی. چې د اسراييلو پېنځه ويشت کلن اشغال يې پای ته ورساوه او غاښ ماتوونکې ځوابونه يې ورکړل. زموږ سياستوال يې بايد له حماس او حزب الله نه زده کړي. شمشاد تلويزيون په دغه برخه کې ابتدا کړېده او خواخوږي افغانان بايد ورپسې اقتدا وکړي،زه يې د خپرونې هڅې ستايم .
شمشاد ته يو څه ورپه زړه کوم، هغه دا چې که غواړي په دغه برخه کې ډېرې لاس ته راوړنې ولري بايدا دا خپرونه افغانستا ن شموله کړي، يعنې د افغانستان د نورو سيمو له بېوزلو د ې هم خلک خبر کړي، چې له هغوی سره هم مرستی وشي. ښايی يو شمېر لوستونکي ووايي ، چې ته خپله ولې دغه ډول مرسته نه کوې ، چې نورو ته لارښوونه کوې ، په ايما ن يې وايم ، چې زه د يوې غټې کورنۍ سرپرست يم ، الله پاک دومره شته نه دې راکړي ، چې له خپل چم ګاوڼد نه لرې له خوارانو سره مرسته وکړم ، خو له الله نه غواړم ، چې ما هم ددې جوګه کړي ، چې د د الله د بندګانو لاسنيوی وکړی شم ، زما همدغه په توان کې و، چې د شمشاد د مور خپرونې د کارکوونکو او په دغه برخه کې د مرسته کوونکو هېوادوالو هڅې د قلم په ژبه وستايم .
دوی ته د ډېرو برياليتوبونو په هيله.
احمد شاه بابا مېنه کابل
درفيع الله نيازي دهغې ليكنې (((شمشاد د نوښتونو ډګر)))
دلراوبرټولومينه والوته خپل سلامونه اودرنې هېلې وړاندې كوم :
څرنګه چې رفيع الله نيازي چې زمانژدې ملګرى هم دى اويو تكړه ژورناليست، اديب اويوښه پښتون اووطن دوسته افغان دى .
دمور په اړه دنيازي ددغه مطلب دليكلوله امله ډيره مننه كووچې په ريښتياهم ډيرزياريې ايستلئ دئ او داسې اړين مالومات راټول كړي دي اودلراوبرويبپاڼې ته يې دخلكوپه خدمت كې وړاندې كړي دي . او د شمشادتلويزيون دموردخپرونې چلونكې چې سينا (رحماني ) نوميږي ترې مننه كوم چې دمورخپرونه په ښه شان سره وړاندې كوي .
له بله خوادپيغمبرصلى الله عليه وسلم مبارك ويناده چې دمورحقوق له پلاره څخه درې چنده زيات دى نوټولوته پكارده چې دخپل موراوپلار دومره احترام اوعزت وكړي چې دالله جل اله جلاله دبخښې و ړوګرځي .
په اخره نورستاسووخت نه نيسم له ټولودقلم خاوندانوڅخه هيله كوم چې په داسې ليكنوموووياړئ .
اودنيازي صيب دنوروبرياووپه هيله !
ستاسوورور
جبارخېل – كابل افغانستان