دزابل میشتو ژورناستانو نن دیو عتراضیه غونډی په ترځ کی په دی ورستوی کی ددو دافغان ژورنالستانو جان الله هشمزاده اوسلطان منادی وژنه وغندله او داپاکستان اوافغانستان ددولتي چارواکو څخه یی دهغوی دعامیلینو دنیول غوښتنه وکړه .
د زابل میشتو ژورناستانو په کندز کی دافغان دنیویارک تایم دخبریال وژنه یونامردانه عمل وبلی اودهغه وژنه یی په کلکه وغندله .
بشیراحمد فیضان دزابل دژورناستانو داتحادی مشر وویل موږ دزابل ټول خبریالان په دی ورستیو کی ددوافغان خبریالانو هشمزاده اومنادی وژنه غندو .
نوموړی دادژورنالیزم پرډګر دایو ناځوان مردانه برید وباله .
ښاغلی فیضان دوژل شویو خبریالانو له کورني سره په دی غم کی ځان شریک وبلی .
وروسته ټولو خبریالانو د نوموړو روحانو ته دوعاوی وکړی .
جان ا لله ها شم زاده ئي رانه بيل کړئ !؟
يو بل ر شتيا و يونکی د تل لپا ره خپلي ښا ئستۍ سترګی پټی کری د هميش لپا ره ئي ددی فا ني نړی سره خدائي پا ا مانی وکړل ٠٠اود مرګ کر غيړنی غيږته د تيمګړو ار ما ا ر مانو نو سره و لا ړی٠٠هو دا بل څوک نه دی دا يو تکړه او رشتيا و يونکی جو ر نا لسټ ها شم زاده صا حب دي ٠٠
چه د ځينو نا تر سو له لورې په ډيره نا مردی سره په ګد ليو رغبيل شو روح دی ښا د وی او قبر دی د جنت د با غچو يوه با غچه وي٠٠
ئي ظا ليمه ويشتونکی ولي دی زما د ژبي يو ښکلي ګل د خزان غيږی ته ور کړی٠٠ته ؤ خداي ج ده دچا کور وران کړی ؤ د چا په سترګو کې اور اچو لی ؤ د ي خو د ملت قوم او ژبی يو خوا خوږی ؤ ٠٠ده د هيچا سره هيڅ شخصی دښمنی نه لرله او نه د چا په لا س يا پښه ور ختلی ؤ دي خو د ولس يو خوا خوږی ؤ چه تل ئي خپله خوله په رشتيا پرا نيستله او ددې ويدو خلګو تر غوږو ئي د حقيقت په واښکيو تړلی رشتنی خبری رسولی دي خو ز ما د ژبي يو خوږ بلبل ؤ دده سره دا غم ؤ چه که هرڅه وې خو دي به خپلو خلګو او ژبی ته سپيڅلي خدمت کوي ٠٠خو ئي نا ترسه ئي د ا لله ج د مخلوق دښمنه تا ستره ګناه وکړل ته د ا لله ج مکه تر ٧٠ ځله زياته ورانه کړل ته بيا يو خون وکړی او يو بی ګناه مظلوم دي د خپلو خو نی داړو ښکار کړې…
واه واه ستا هيله به اوس پوره شوی وي چه د ها شم زاده د علم پو هی ډک سر دي په ګو ليو ويشتی څنګه دی داسی کول ته خوبه هم انسان يي او ځا نته به مسلما ن وائي ته به هم کو ر لری بچی به لری هيلی او اوميدونه به لری تا څنګه د يوه مظلوم او بي ګنا ه هيلی او او ميدونه د خا ورو سره خا وری کړل ولی په څه ګناه دي دومره غټه سزا ور کړل ٠٠
ايا تا ته دا احساس نه ؤ چه دا ځوانيمرګ خو دکاڼو بوټو څه نه دي پيدا دي به هم مور پلار لري هم به خور ورور لري لور زوئي مير من به لری ايا ستا ويده احساس تاته دومره هم نه وويل چه په مبارکه مياشته کی دا مبارک انسان څنګه وژنم دده هغه معشومه لورکی به اوس د چا سره د زړه خواله کوی او چاته به د با با ناري وهي ددی معشومی څه ګناه ده چه بي پلاره دي کړل ول ئي ظا ليمه د هغه معشوم هلک له سره تا د پلا ر سايه وا خيستله وده ته به اوس څوک د مکتب لاره ښيي په دا وړه خوله به دکم طوفان مخه نيسی د کمو ګړنګو څه به ځان او کورني را با سی هغه دحيا پښتنو سترګوته ګوره چه د اوښکو ډکی ډکی کيږي ولی دي دژوند ملګري په داسی بيغوری ځني جدا کړی ولی دي په سفينه ورځ پر سپيره ميدان پريښودل٠٠ګوره تا نه ګالونکی جرم وکړی دچا دارمانو شهزاده دۍ ترينه بيل کړی دچا زوئي او ورور دی ترينه بيل کړی دچا د سر سا يه دی ترينه واخيستل او چانه خو دی بيخی هرڅه وا خيستل د تورو خا ورو ابدي ابدي مسافر دي کړی ولی اوپه څه دي دومره ستره خطا وکړل٠٠ ته نه ئي خبر چه يو بل څوک هم زموږ ټولو پر سر شته او يوه ورځ د حسا ب او کتاب شته څه به په کمه خوله وائي٠فقط په احترام
ستاسو ورور نور علی شاه کاروان دچمن څخه٠