بسم الله الرحمن الرحيم
دحزب اسلامي افغانستان اعلامیه
د ناټو د ځواکونو په وحشیانه بماریو کې د بې ګناه وګړو وژل :
حزب اسلامي افغانستان دناتو او امریکایې وحشي او اشغالګرو ځواکونو په لاسو په قندوز کې زمونږ د مومن ولس د بې ګناه وګړو په وژلو سره یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې دغه نیواکګر ځواک زمونږ د ولس او د یوه ځانګړی توګم د جینو سایډ څخه هیڅکله هم دریغ نه دې کړې او نه یې کوي . د قندوز او ددې تر مخه د قندهار په پیښو کې ددې نیواکګر او وحشي ځواکونو وروستیو بمباريو او په دې بمباریو کې د سلګونو کسانو په وژلو او د زرونور نوروپه بې کوره کولو سره ددې وحشي ځواکونو نوې ستراتیژی دادې را په ډاګه کیږي چې غواړې زمونږ ولس د خپل اتل جهاد او د خپل هیواد د ازادۍ د بیرته اخیستو له لارې څخه بې لارې او د هغوې تر منځ ترهه او ویره را وزیږوي ، دا ټول هغه تاکتیکونه دې چې ددې څخه پخوا هم د شوروي سرو لښکرو زمونږ په ولس په پوره ناکامۍ سره ازمیښت کړی او پایلې د شوروی د امپراطورۍ په ټوټه ټوټه کیدو باندې ختمې شوی دي . لري نه ده چې د ناټو او امریکایانو مغرورو او خپل سرو ځواکونو برخلیک هم د هغوې د اسلافو په څیر او یا د هغوې نه په بد تره بڼه منتج شی . ددې ترڅنګ هغه لاس پوڅې او کرغیړن عناصر چې ددې وحشي ځواکونو سره دوطن پلورونکو مزدورانو په څیر په منډو ترړو اخته دی او په دې ټول وژنو کې دهغوې سره یو شان مسؤلیت په غاړه لری باید پوه شي چې هغه ورځ لرې نه ده چې ددوې دغه نوی باداران به لکه دپخوانیو نیواکګرو په څیر د هیواده تښتي چې نښې نښانې یې دادې د اوسه را څرګندی دي ، او بیا به دوې د پخوانیو کرغیړنو او وطن پلورونکو عناصرو په څیر د هیوادوالو له اړخه د محاکمی میز ته را وړاندې کیږی .
حزب اسلامي افغانستان په داسې حال کې چې د قندوز او قندهار دشهیدانو بې وزلو کورنیو ته دزړه له کومي تسلیت وړاندی کوي او شهیدانو ته د الله له درباره د جنت الفردوس او زخمیانو ته د ښه روغتیا غوښتنه کوي ، خپل ولس ته ډاډ ور کوي چې د صبر او زغم دا تورې شپې انشاء الله ډیرې ژر روڼېدونکي دي . اوس الحمد الله دمقاومت لمن په پوره پيمانه خوره شوې. له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته هم غزېدلى، دښمن ئې وارخطا کړى، دې ته ئې اړ کړى چي دخپلو فوځونو شمېر زيات کړي چي دادئ ترسل زره واوښت، داجيري اردو او پوليسو سرپلوري دامنيت درياست ايمان پلوري جاسوسان ئې هم نږدې دوه لکو ته ورسول، خو سره له دې، نه دمجاهدينو دبرياليو پرله پسې بريدونو مخه نيولى شي او نه دښارونو او لويو لارو امنيت تامينولى شي، مقاومت له يوې سيمي بلي ته خورېږي او دمجاهدينو شمېر له يوې ورځي تر بلي زياتېږي . په دې اساس خپلو مجاهدينوورونو ته دحزب اسلامی د امیر محترم حکمتیار د بیدارۍ غږ بیا را تازه کوو او ورته وایو چې :
1 – معمولاً په داسې مرحله کي دښمن هڅه کوي چي دمجاهدينو په ليکو کي خپل جاسوسان ځاى په ځاى کړي، او دوى ته څو کارونه وسپاري: دمجاهدينو په ليکو اختلاف راولاړ کړي، يوه ډله دبلي په ضد وهڅوي، دخپلمنځيو جگړو اوربل کړي، دمجاهدينو په نامه داسي کارونه وکړي چي ددوى حيثيت او اعتبار ته صدمه ورسوي، ولس ترې بېل کړي، په جوماتونو کي چاودني، دښوونځيو، کلينيکونو، پلونو او نورو عام المنفعه تاسيساتو تخريب، دملايانو، ښوونکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، انجنيرانو او نورو غير محاربو کسانو وژل، دعام ولس دگڼي گوڼي په ځايونو کي چاودني، اختطافونه، ولس ځورول، داهغه کارونه دي چي ددښمن دجاسوسانو په لاس ترسره کېږي،
۲ – غله، شوکماران، بدمعاشان،مفسدين او له بې امنيو نه استفاده کوونکي اشخاص غواړي دمجاهدينو په ليکو کي نفوذ وکړي، دجهاد له سپېڅلي نامه نه غلطه استفاده وکړي، شوکي کوي، دخلکو کورونو ته لوېږي،اختطافونه کوي، له خلکو نه په زور چندې اوجرېمې ترلاسه کوي، بې عقله اودشهرت وږي قومندان داغله، مفسدين اوبدمعاشان په خپلي خواکي نيسي، او دخپلو رقيبانو په ضد ترې کار اخلي.
-۳ په تگاب کي دقوماندان صبرالله شهادت، په قره باغ کي دمولوى عبدالقيوم او په پکتيکا کي دمولوى عبدالله نيونه، اودخوست، چک، سيدآباد وروستۍ پېښي چي په نښتو، يرغمال نيولو او حتى دنومياليومجاهدينو په شهادت منتج شوې، ياد جاسوسانو کاردئ يا دهغو غلو اومفسدينو چي دمجاهدينو په ليکو کي ئې ځاى نيولى.
-۴ کوم کسان چي ددښمن په وينائې طالبان له حزب اسلامي سره وجنگول وموليدل چي پر افغانستان د امريکايانو اوانگرېزانو له بريد نه وروسته ددښمن په خواکي ودرېدل، کرغېړنه څېره ئې بربنډه شوه او دا دئ اوس ددښمن په خدمت کي دي، چي هم دحزب په ضد جنگېږي او هم دطالبانو په ضد، مخلص مجاهدين هيڅکله دخپلمنځيو نښتو پلوي نه کوي، نه غواړي دمسلمان او بې گناه انسان په وينو ئې لاسونه سره شي اودهغه چاپه څنگ کي له ودرېدو ډډه کوي چي دمال، دولت او شهرت لپاره په هر جنايت لاس پوري کوي.
-۵ مجاهدين بايد دداسي خلکومخه ونيسي، دمجاهدينو له ليکو ئې وباسي، خلک ددوى له شره وژغوري،مسؤلينو ته ئې معرفي کړي، له هغوى وغواړي چې ددوى مخنيوي وکړي، دسيمي خلکو ته ئې معرفي کړي، دعام ولس په وړاندي ئې افشا کړي، خوکه په دې سره ددوى مخنيوي نه کېدو نو داسي څه وکړي چي دا بدمعاشان پرخپل ځاى کښېنوي او غرور او مستي ئې پاى ته ورسوي.
دحزب اسلامي افغانستان سیاسي دفتر
په کندز کې د ملکي عاموژنې په اړه د اسلامی امارت غبرګون
په ډیرتاسف سره بایدووایوچې تیره شپه دکندزولایت دعلي ابادولسوالۍ دحاجي عبدالرحمان په کلي کې صلیبی بې رحمویوځل بیا لسګونه عام ولسي وګړي په بې رحمانه بمبارکې په شهادت ورسول دغه ملکي خلک چې ټول یې دهمدې سیمې اوشاوخوا کلیو اوسیدونکي وه له هغو امریکایی ټانکرونوڅخه دتیلوپه وړلو بوخت وه چې ډارن دښمن تیره ورځ په همدې سیمه کې له جګړې وروسته پرېښي وه اودتیښتې لاریې نیولي وه دسیمې غربت ځپلي خلک چې ددغه غنیمت اوبې څښتنه مال ترلاسه کولوته خپلې نیستۍ اوفقر ورمات کړي وه تیره شپه یوه نیمه بجه دامریکايي بم غورځونکوالوتکوتردرانه بریدلاندې راغلل اوکابوتریونیم سلوکلیوال چې زیاتره یې ماشومان اوتنکي ځوانان وه په شهادت ورسیدل .
دافغانستان داسلامی امارت دغه ظالمانه عمل له زغم څخه لوړګڼو اوپه کلکه یې تقبیحوو دغه رازدنړیوال صلیبي ائتلاف ګډون وال اودکابل مزدورچارواکي ددغه بې رحمانه عمل داصلی عاملینوپه توګه دکرکې اونفرت وړبولو . دغه رازهغه بې وزلې کورنۍ چې په دې ستره فاجعه کې یې غړي شهیدان اوټپیان شویدي مونږورسره په دې سترویرکې ځان شریک بولو متعال خدای دې دشهیدانو شهادتونه قبول اوکورنیوته دې صبراونعم البدل ورنصیب کړي . دکندزپه ولایت کې دغه نه توجیه کیدونکی جنایت داسې مهال پیښیږي چې تیره ورځ دکابل دمزدورې ادارې ددفاع وزارت په مجاهدینوتورپورې کړی وه چې په تیره یوه میاشت کې سلګونه اولسي وګړي وژلي دي دغه رازیې په تیره میاشت کې ځیني هغه پلان شوې پیښې اوچاودنې هم په مجاهدینوتاوان کړي وې چې اصلی طراحان یې صلیبي استخبارتیان وه .که درانه هیوادوال متوجه شي دکندزپه پیښه کې هم لومړی دکندزوالي دادټانکرونوچاودنه وبلله چې دخلکودخپلمنځي جنجال له وجې شوې خودحقیقت پټولوداهڅه یې هغه مهال پرېښوده کله چې د ناټوویاند دبمبارخبره تاییدکړه .
زمونږله انده دکندزپیښه یوڅرګندجنایت اوعمدي عاموژنه ده چې دهیڅ ډول تیروتنې بهانه په کې نه ځاییږي نوځکه دنړی دبشري حقوقوله مدافع سازمانونودملګروملتونوله مشرتابه اودنړۍ له نوروخپلواکو ټولنواوحکومتونو هیله لروچې ددې پيښې په تقبیح اودبیابیاتکرارپه مخنیوي کې یې خپلي انساني اووجداني وظیفه اداکړي . دغه رازدپیښي عاملینوداوباماادارې دناټوسازمان مشرتابه اودکابل ګوډاګیانوته هم ورپه زړه کوو چې په داډول مظالمو نشي کولای یوخپلواک اولس داسلامی نظام اودخپلواکۍ دګټلو له پیل کړې مبارزې راوګرځوي ددوی دغه جنایات اوبې رحمۍ یوازې ددوی هغه بشردښمنه څیره رابربنډولی شي چې تراوسه یې له نړیوالو پټه ساتلې . داسلامی امارت مشرتابه یوځل بیاددې ویرجنې پییښې په اړه خپله ژوره خواشیني اوخواخوږي له ښکیلاک ځپلو هیوادوالو سره شریکوي متعال خدای دې نورله ګران هیوادڅخه دصلیبي اشغال توره کمبله ټوله کړي ترڅومو وطنوال دسپیڅلي شریعت اوخپلواک نظام ترسیوري لاندې دارام ساه واخلي . وماذالک علی الله بعزیز.
د افغانستان اسلامي امارت
دميني اواخلاص سلامونه دلروبر ويبپاڼي وكاركونكيو او ليدونكيوته وړاندي كوم هيله لرم چه قبول ئي كړي وبعدتر هرڅه مخكي دشهيدانو كورنيوته اوپه خاصه توګه دقندوزداخري غميزي دشهيدانو كورنيوته له الله (ج)څخه صبر جميل او ښه عوض غواړم الله (ج) دي وشهيدانوته جنت ورنصب كړي .
داچه د قندز والي اودافغانستان دګوډاګي دولت نور چارواكي او دناټو او ايساف اشغال ګر ي قوواوي دا واي چه دقندوز په بمبارييو كې اولسي وګړوته هيڅ تاوان ندي رسيدلي شهيدان سوي خلك ټول (۹۰)نفر طالبان وه .
آيا څوك دامني چه ۵۰ ۶۰ نفر طالبان ده دوو موټرو دبيولو لپاره راټول سي كوم چه داكار په ۵ يا ۱۰ نفرو كيدو او بل دا چه د دولت چار واكي هميشه داخبره كوي چه طالبان په شمالي ولاياتو كي دګوتو په شمير دي او كه چيري دچارواكو خبره دوروسته وي او داشهيدان سوي خلك طالبان وي [ الله (ج) دي دوي ته جنت ورنصب كړي او وكورنيو ته دي صبر جميل او ښه بدل وركړي او الله (ج) دي د دوي قاتلين تباه او نابود كړي آمين ]
نو بيا خودشمالي ولاياتودخلكو نيكمرغي ده چه اسلامي او د آزادي احساس ئي رازوندي سو اه په دي وپوهيدل چه دافغانانو دپت او عزت او اسلا مي شعائرو ساتونكي طالبان او نور په دين اووطن مين مجاهدين دي نه يهودان او نصرانيان او دكابل پلورل سوي حكمرانان .