ټوکي د ولسي ادب ( Folklore ) يو مهم ژانر يا خېل دی چي په انګلېسي ژبه کي ) (Jock ورته وايي. که څه هم د بېلابېلو ژبو او ټولنو ټوکي يو له بل سره ډېري ورته دي، خو ځيني ځانګړتياوي هم لري چي موږ دلته يوازي د پښتو ژبي پر ټوکو خبري کوو او په هغو کې د طنز څرک څېړو .
له کومي ورځي راهيسي چي انسان د ځمکې پر مخ پل ايښی، نو ورسره سم د بېلابېلو ناخوالو او ظلمونو لړۍ هم پيل سوې ده، خو ددغو ناخوالو او نا رواوو پر وړاندي د مبارزې ډګر هم خالي نه دی پاته سوی . خبره تر وسه ده، چايې په توره مخه نيولې او چا بيا په ژبه کرکه ورسره ښوولې ده، خو هغه خلک چې ژوند ته يې جدي ګواښ پېښ سوی نو خپل انتقاد يې د ټوکي په پوښ کي نغښتی چي په دې ډول يې دغو ظلمونو ته د خلکو پام ور را اړولی، ملنډې يې په وهلي او په نهايت کي يې خپله کرکه ورسره ښوولې ده.
د يادونې وړه ده چي زموږ هدف يوازي له هغو ځانګړو انتقادي ټوکو څخه دی چي د دردمنو خلکو له خوا جوړېږې او د هغوی غبرګون ښيي .
دا ټوکي که څه هم په لومړي سر کې د يوه شخص يا يوې ډلي له خوا جوړېږي خو د هغه شخص نوم يا ډلي نوم نه ورسره يادېږي، وروسته لاس پر لاس ولسي بانډارونو ته لار مومي او د ولس ګډ مال ګڼل کېږي. ټوکي د يوې ټولني د ناخوالو او پر هغه د نقد هينداره ده. په هره اندازه چي په يوه ټولنه کي ظلم، تېری او نادودي ډېري وي او خلک نه سي کولای چي په ازادانه ډول ددغو ناخوالو پر وړاندي خپل ږغ پورته کړي، نو هلته ډېري ټوکي جوړېږي.
د روسانو په مقابل کي د جهاد په دوران کي خلکو پر جهادي تنظيمونو او واکمن کمونست ګوند ښکاره انتقاد نه سوای کولای، نو هغه و چي خپل غبرګون به يې د ټوکي په بڼه ښوده. د بېلګې په ډول موږ د کمونست دولت د جبري عسکرۍ په باب په لسګونو ټوکي لرو چي دا ټوکي موږ ته د هغه مهال ددولت سياست، د ولس غبرګون او کرکه ښه ترا راښيي. بل دا چي کله يوه جهادي مشر مولوري خالص د يوې کشري نجلۍ سره چي د کړوسۍ پر ځای يې وه، واده وکړ نو دده په باب تر لسو ډېري ټوکي جوړي سوې. دا ټوکي که څه هم په ظاهره په ولسي بانډارونو کي د ساعتېري لپاره ويل کېدې خو په حقيقت کي يې د مولوي خالص له دې کاره سره د ولس کرکه ښووله.
که چېري د تېرو درو لسيزو ټوکي راټولي کړو، نو د شلمي پېړۍ تر ټولو سياسي ټوکو ډېرې دي. دغه ډول هغه ټوکي چي د تېرو دېرشو کالو په بهير کي په ايران کي جوړي سوي، نو هم يې ډېری په ايراني اخوندانو او دهغوی په سياست پوري اړه لري. ددې تر څنګ که په پخواني شوروي اتحاد کي تر کمونستي انقلاب را وروسته ټوکي وارزوو، نو ډېره برخه يې پر کمونست ګوند او دولت باندي د نقد بڼه لري . په لوېديځ کې هم دغه حال دی، که د کليسا د واکمنۍ ټوکي وڅېړو نو ډېری ټوکي يې په کششانو او مسيحي روحانيونو پوري اړه لري .
ځينې خلک د ټوکې هدف يوازي خندا او تفريح ګڼي چې زما په اند دا سمه خبره نه ده. په يوه ويب پاڼه کي مي ولوستل چي خندوونکي توکي څلور دي ، ياني هجو، هزل، طنز او ټوکه، خو زه په دې باور يم چې ټوکه د ولسي ادب هغه بډای ژانر دی چې د هجو، هزل او طنز درې واړو څرک پکښي ليدای سو. ددې خبرې د ثبوت لپاره به ښه وي چي د ټوکو پر ډولونو هم يو څه خبرې وکړو.
ټوکي يو داستاني قالب دی چي د هدف له مخي يې پر دريو برخو وېشلای سو : لومړی هغه ټوکي دي چي په هغه کي د يو چا سپکاوی او کله کله د سپکاوي تر څنګ د نورو خندول هم هدف وي، چي په اوسنيو هنري ليکنو کې هجو ورته ويلای سو. په هجو کې اکثراً د ژبې عفت او انساني کرامت ته پاملرنه نه کېږي او له بلې خوا هدف يې هم شخصي عقدې او دښمنۍ وي .
دوهم هغه ټوکې دي چې هدف يې تفريح، خندا او شوخي وي چې په اوسنيو هنري ليکنو کې هزل (Facetiae) ورته ويلای سو. په هزل کي که څه هم کله نا کله د ژبې عفت ته پام نه کېږي خو هدف يې يوازي د يو چا سپکاوی نه، بلکي تفرېح وي. هزل اکثره هغه ولسي کيسې وي چي په هغه کي د جنسي مسايلو او جنسي الاتو يادونه سوې وي چي د انګلېسي ژبي د Pornography) ( سره ډېر ورته والی لري.
دريم هغه ډول ټوکي دي چي په هغه کي ټولنيزي نيمګړتياوي په ګوته او غندل سوي وي چې په اوسنيو هنري ليکنو کې طنز Satire) ( ورته وايو.کله چي په نړۍ کي خط ايجاد سو، ادبيات رامنځ ته سول، ادبي او ژورنالستيک ژانرونه رامنځ ته سول او وروسته ځينو دولتونو د بيان ازادي هم ومنل نو ځينو ليکوالو او شاعرانو دغه اوومه مواد غلبېل کړل، ښه يې وڅنډل، له کلتوري ، اخلاقي او نورو ټولنيزو معيارونو سره برابر يې جوړ وسکښتل او بيا يې نو دغه رنګ خپلو ليکنو، شعرونو او ويناوو ته ورګډ کړ، چي په دې ډول طنز له ټوکو څخه راوزېږېده . کله چي د علمي طنز ليکنې غورځنګ پيل سو نو سر لارې يې هغه خلک وه چي د ظرافت حس (Since of humour) يې تر نورو پياوړی او تل به يې ولسي بانډارونه خوشحاله ساتل. که موږ اوس هم د نامتو طنز ليکوالو په مجلسونو کي کښېنو نو د ظرافت حس يې تر نورو پياوړی او شفاهي ټوکې يې ليکلو طنزونو ته ډېرې ورته دي چي پر خلکو د طنز غوندي ښې لګېږي .
روميان ادعا کوي چې طنز ددوی نوښت دی، ځکه علمي طنز ليکنه تر ميلاد مخه له لرغوني روم څخه راپيل کېږي. د علمي طنز ليکني د بهير مخکښان دوه يوناني طنز ليکونکي دي چې يو جووينال (Juvenal) او بل يې هم هوراس ) Quitus Horatius Flaccus ( دی.
يو طنز پوه لينارډفين برګ (Leonard Feinberg) په خپل يوه کتاب (طنز پېژندنه) (Introduction to satire) کي وايي چې طنز يو داسي ظريف او بدلېدونکی هنر دی چې د دوو پوهانو تعريف هم په سلو کي سل سره ورته نه دی . خو نژدې د ټولو طنز پوهانو ترمنځ دوه ګډ ټکي ليدل کېږي چي يو يې انتقاد(Criticize) او بل يې هم ظرافت (Elegance) دی . جووينال او هوراس له شفاهي ټوکو څخه په الهام سره انتقاد او ظرافت سره يو ځای کړل، د ټولني له معيارونو او موازينو سره سم يې وسکښتل او په دې ډول يې د ټولنيزو نا خوالو د اصلاح لپاره يوه خورا ښه وسله ځني جوړه کړه . لکه يو دوا جوړونکی يا فارميسسټ چي د مکروب ضد ترخه مواد په يوه ښوی او خواږه پوښ کې نغاړي او د ناروغ لپاره ګولۍ ځنې جوړوي، دغسي طنز ليکونکي هم خپل تريخ انتقاد په ظرافت او خندا کي نغاړي او د ټولنيزو نيمګړتياوو د سمون لپاره د يوې آلې کار ځني اخلي.
طنز له څو اړخونو پر بېلابېلو برخو وېشلای سو خو يو اساسي وېش يې دادی چې يوه ته تور يا تريخ او بل ته سپين يا خوږ طنز وايي. په تور طنز کې ظرافت لږ او انتقاد ډېر دی، ياني سړی لږ خندوي خو درد يې ډېر دی چې ددې طنز سر لاری جووينال دی او له دې امله يې جووينالي طنز هم بولي .
په سپين طنز کې بيا خندا ډېره او انتقاد لږ دی چې ددې ډول طنز سرلاری هوراس دی او له دې امله په هوراسي طنز هم يادېږي، نو په لنډ ډول ويلای سو چې په تور طنز کي د انتقاد او په سپين طنز کې د ظرافت پله درنه وي.
موږ مخکي وويل چي ټوکي د ولسي نقد هينداره ده، که موږ غواړو چي د انساني ژوند په اوږدو کي ټولنيزو ناخوالو او د هغه په وړاندي د ولس غبرګون او کرکه وڅېړو نو يوه ښه لاره يې د ټوکو څېړل دي .
څرنګه چي يو انسان په يوه وخت کي د ټولو ناخوالو قرباني کېدای نه سي او نه يې ټولو نيمګړتياوو ته پام کېږي، نو ډېری طنز ليکونکي اوس هم خپلې سوژې يا موضوعګاني له ټوکو څخه را اخلي او بيا پر هغه طنز ليکي. ښايي هره ټوکه د طنز غوندي انتقاد و نه لري او يا يې انتقاد طنز ته ورته نه وي، خو ظرافت هغه توکی دی چې د طنز او ټوکي تر منځ مشترک دی .
ټوکي معمولاً د ولس په ژبه وي چي په طنز کي هم دغه اصل په پام کي نيول ضروري دی. د طنز د هدف په اړه هم خورا ډېر نظريات موجود دي، خو ډېری طنز پوهان پر دې خبره يوه خوله دي چې طنز د ټولنيزو نيمګړتياوو اصلاح ده چي موږ په پښتو ژبه کي داسي ډېري ټوکي لرو چي لوړ اهداف پکښي نغښتي دي .
که څه هم طنز تل خيالي وي خو په کومه ټولنه کي چي د بيان ازادي نه وي، نو ليکوالان مجبور دي چې خپلو طنزونو ته د خيال رنګ نور هم ور ډېر کړي او يا سمبوليک طنزونه وليکي چي په دې ډول په طنز کې پيغام او انتقاد ګونګ او طنز تفريحي بڼه غوره کوي. خو په دغسي يوه حالت کې ټوکي ډېرې ګټورې وي او ګټه يې دا ده چي کرکټرونه، ځايونه او د موضوع اړوند ټولو اړخونو ته په خورا صراحت او خپلو اصلي نومونه اشاره کېږي چې له يوې خوا پر منفي کرکټر ښه زورور ګوزار کېږي او له بلې خوا عام او نالوستي خلک هم له دې لاري د روان حالت په وړاندي خپل غبرګون ښوولای سي .
په پښتو ژبه کي د طنز تيورۍ ته خورا لږ پام سوی دی، په تېره بيا د طنز ميتودونه خو ډېرو ليکوالو ته نه دي روښانه . حقيقت دادی چې دا يو ګران کار هم دی. موضوع پيدا کول او انتقاد يو اسانه کار دی چې په هر ډول ليکنه کې کېدای سي. وروسته دغه موضوع او انتقاد په يوه قالب کي اچول هم ډېر ګران کار نه دی، دا چي د تصوير، ږغ او ليکنې په بڼه يې ښيو دا هم اسانه کار دی، خو ستونزه دا ده چي خلک څنګ و خندول سي چې له يوې خوا د ژبې عفت او د مطلوب شخص يا ګروپ درناوی په پام کې ونيول سي او له بلي خوا په ظريفانه انداز کي يو رغنده انتقاد هم له پامه و نه غورځول سي .
دا کار هغه ليکوال ښه کولای سي چي د طنز تخنيکونه يې زده او ښه پوره تمرين يې کړی وي. ظرافت او خندا هم ځانته کلتوري او جغرافيايي پولي لري. هغه تخنيکونه چې په لوېديځو هيوادونو کي خلک خندوي ښايي د ختيځ خلک و نه خندوي، خو په پښتو ټوکو کي د خندولو لپاره ځيني کارول شوي تخنيکونه ډېر پاخه او بريالي دي، ځکه چي زموږ د خلکو له اروا او طبيعت څخه رازېږېدلي چي په دې ډول يې ډېر خلک خندولي دي. دا د همدې تخنيکونو برکت دی چي ډېري پخوانۍ ټوکي يې تر موږ پوري رار سولي دي .که يو طنز ليکونکی غواړي چې د ظرافت او خندولو تخنيکونه زده کړي نو ښه لار يې داده چي ډېري ټوکي مطالعه کړي او د شفاهي ټوکو تخنيکونو ته پام وکړي.
ښايي دا پوښتنه راپورته سي چي په هغه ټولنه کي چي د بيان پوره ازدي هم سته، ولي خلک ټوکي جوړوي او يا يې وايي؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چي ټوکي نالوستي خلک هم جوړولای سي خو طنز د نالوستو خلکو کار نه دی. طنز بايد وليکل سي ، وروسته يا چاپ او يا په انځور واړول سي چې دا کار وخت، لګښت او يو لړ وسايلو ته اړتيا لري، خو ټوکې في البديهه يا سمدلاسه ويل کېږي چي لکه شعر اکثره د انسان په فطري استعداد پوري اړه لري. بل دا چي ټوکي د يو چا په مشخص نوم يا پته نه ويل کېږي ،ځکه نو له سانسور څخه خوندي دي. هغه کسان چې له دولتي سانسور او دولتي چوکاټونو سره جوړ نه دي، له دې لارې د خپل زړه خبري کوي چي بيا وروسته لاس پر لاس د هغوخلکو په وسيله نورو ته رسېږي چې ددغه فکر پلويان وي. ددې ترڅنګ طنز يوازي ليکوال ليکي خو ټوکي معمولاً په عامو مجلسونو کي د يوې موضوع په باب د تبصرې پر مهال ويل کېږي .
زما په اند ټوکي د پښتني فولکلور يو ډېر غني او بډای ژانر دی چي لا تر اوسه سم نه دی څېړل سوی . ما د ټوکو څو ټولګي ليدلي خو تر اوسه مي د ټوکو په باب کومه څېړنه نه ده تر سترګو سوې. زه باور لرم چي که موږ د ټوکو جوړښت او محتوا ښه وڅېړو، نو د پښتني ژوند او پښتو ژبي ډېر تياره اړخونه به راته روښانه سي، په تېره بيا د طنز له اوسني بهير سره خو ښه ډېره مرسته کولای سي.