عجب خلک یو ، کلنیک ته اور اچوو ، کلینیک غواړو.
د ښوونځي زده کوونکي تهدیدوو ،ښوونکي یې وژنو ښوونځیو ته هم اور ورته کوو او ګیله شکوه کوو ، چې پښتانه سواد نه لري.
د سړک جوړونې د کمپنیو کارګر تښتوو، وژنو یې بیا مو په بدخشان او یا بل ځای بخیلي کېږي، چې ولې هغوی ته کار سوی دی؟
همیشه یوه خبره کوو جاپان او افغانستان په یوه ورځ خپلواکي اخیستې ده، جاپان د صنعت او پرمختیا په برخه کې نړۍ ته چلينج ورکوي، موږ د یو عادي، حتى چې د یوه وروسته پاتي ژوند پر ضد ټوپک رااخیستی دی او ژوند ته چلنج ورکوو.
که دا ټولې ناخوالې یوبل څوک زما په نوم کوي، زه هره ناخواله، په فخر منم. او په دې مې سر نه خلاصېږي، چې (هم بور یم هم بدنام).
په پښتو ژبه یوازې ښکنځل کوو او له نورو ګیله کوو، چې ولې یې زما ژبې ته په سپکه وکتل او ولې زموږ ژبې ته کار نه دی سوی؟
په انتخاباتو کې برخه نه اخلو، نور هم بېروو، چې خپل د رايې حق استعمال نه کړي او بیا پر انتخاباتو تور لګوو، چې مشروعیت نه لري …
کرزي زارۍ وکړې چې سره یوبه سو، ما سر اسمان ته نیولی و، چې یو بل څه وسي، بیا به مو خوابده وي.
د ملت په بدبختۍ کې ما هم د یو ټوپک مار او جګړه مار په څېر ونډه اخیستې ده اما دعوه کوم، چې زه د قلم خاوند یم، سوله غواړم .