د ۱۳۸۸ انتخاباتو بېلابېل او وروستي موضوعات لاندي؛ يا هم دلته په يوه کليک سره پر يوه ځای لوستلائ سئ !
- د افغانستان د انتخاباتي فاجعې دوهم پړاو
- درغلي په کندهار کښي
- جين مک کېنزي : د افغانستان قلابي انتخابات
- د کرزي سياسي ماته او د شمال ټلوالې حيرانوونکى چال !
- یوه نیوکه یو نظر
- څرګندې څېرې او ناڅرګند راتلونکى !
- فاحش ترينې ټولټاکنې
- انتخاباتي رسوايي او خطرناکه عواقب يې
- په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه
- را ګیر يې که درغلئ !!!
- ټول ټاکنې د نا آمنیو او نا هیلیو په درشل کې
- که ډاکټر عبدالله ټاکنې وګټی نو په ریښتیا به هم مجاهدین سره یو کړي؟
- څوک ګيدړه انتخابوي
- نوي لوبه زاړه لوبغاړي
- په اور وسېځه دا تورې قلمونه
- ښاغلی کرزی بریالی دئ – غرزی خواخوږی
- د پرونيو ټاكنو بهير ته په كتو به راتلونكی نظام مشروعيت ولري …؟
- ځینې کاندیدان د پخوانیو اتلانو سپکاوي کوي
- د حق لاسته راوړنه او ترې سمه ګټه اخيستنه غوره جهاد ګڼل کيږي
- د ټاکنو په اړه تر ګردو لويه ويره
- ولس به په کلک عزم اوهوډ درایې اچونې دصندقونوپه لور ولاړشي !
- ټاكنو ته د طالبانو تيارى
- اشرف غنې مبارک دې شه
- احتياط ولسه چي قرباني نسې
- آشنا ځي- نخښې پرېږدي!
- ولس بايد چاته رايه ورکړي
- ټاکني که د ماشومانو لوبي
ښاغلی کرزی بریالی دئ – غرزی خواخوږی
ولسمشریزو ټاکنوته دهیواد د بېلابېلو برخو څخه تر دا مهاله شمېرل سویو 455000 رایو څخه 387000 رایي ښاغلی کرزی،58000 رایي ډاکټرعبدالله عبدالله او پا ته 10000 رایي ټولو نهه ویشتو نوماندانو وړي دي .
ددغي رای شمېرني څخه داسي ښکاري چي ټاکني به دوهم پړاوته ونه ځنډیږي او ښاغلی کرزی بریالی دئ .نو د ښاغلي کرزي د بریا سر سم موږ د ښاغلي کرزي څخه هیله کوو چي د ولس د هغه ډاډ چي په ده یې درلودلئ درناوی وکړي او هغسي اداره جوړه کړي چي ولس یې غواړي.
موږ به د بریاوو د دوعا په نیت لاسونه ورته لپه کړو او د لوی الله له درباره به ښاغلي کرزي او دده ادارې ته مرسته اوهمکاري وغواړو .
د پرونيو ټاكنو بهير ته په كتو به راتلونكی نظام مشروعيت ولري …؟ – فضل الرحمن عمرخيل
لكه څرنګه چي درنو اوقدرمنو لوستونكووليدل باالآخره دروان كال دزمري دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه دافغانستان په تاريخ كې دولسمشرۍ دوهم ځل ټاكنې ترسره شوې دغه ټاكنې سره لدې چي دملګروملتونودامنيت شوری په ګډون ، افغان حكومت اودهغه ګڼولويديځوملاتړوهيوادونوبريالۍ وبللې خوداچې هغه په رښتيابريالۍ وې اوكنه …..؟ زماپه آنددابه تروخت مخكې خبره وي ځكه دهرسياسي بهيربرياليتوب دهغه په نتيجه پورې تړلی دی نه دهغه دسمبالونكواوتمويلونكوپه تبليغاتوپورې .
زماپه آند په يوه هيوادكې انتخابات ددې لپاره ترسره كيږي ترڅودهغوپه مټ هلته شته سياسي ستونزې اونيمګړتياوې له منځه ولاړې شي خوله بده مرغه چې په افغانستان كې ټولټاكنې داسې مهال ترسره شوې چې زمونږستونزې نه يوازې داچې له منځه ندي تللي بلكې زه ويريږم چې دتيروستونزوپه دوام به دايران پيښوته ورته دكړكيچ يوه نوي پړاوته ورننوزي ځكه زمونږدهيواددټولټاكنوپه تورنمنټ كې څه باندې څلويښت تنودخپلوټيمونولوبغاړي معرفي كړي ول نونتيجه به يې هرومروديوه ټيم چې په زيات ګومان سره به دكرزي ګروپ وي ، په ګټه پايته رسيږي چې پدې سره به پاتې نورهغه دډاكټرعبدالله دكمپاين دمشر په ويناخپلووسلوته لاس كوي ، همدارازدهرټيم مشردخپلې ډلې دبرياليتوب په صورت كې دټيم له لوبغاړوسره دګڼوامتيازاتووعدې هم كړې نوكله چې سړی دامتيازاتو ( وزارتونو ، معينيتونو ، ولايتونو) شميرته وګوري نوهرومروبه يې چغ پورته كيږي چې زماپه آند دغه چاره به دافغانستان ستونزې لاپسې اوږدې اوخلك به لاپسې وځوريږي .
خوله پورتينوتهديدونوسره سره دټولټاكنودمشروعيت په هكله ترټولوستره ستونزه له ټولټاكنوسره دافغان ستونزې داصلي اړخ ( طالبانواوحزب ) نه موافقه ، دهيوادديوې لويې برخې استوګنو( پښتنو ) پراخ نه ګډون دی چې دځينوكورنيواوباندينوعواملوله امله له ګڼوسياسي ، اقتصادي اوامنيتي ستونزوسره مخ دي اوهمدالامل ووچې دافغان حكومت اودهغه دباندينيوملاتړودناروسوروسره سره يې په په ټولټاكنوكې هسې چې اړينه وه ، ګډون ونكړخوبياهم دافغان حكومت چارواكودواړه پښې په يوه موزه كې ننويستلي اونارې وهي چې ماشاالله دغه ټاكنې خورابريالۍ ترسره شوې اوافغان ولس ته دې مبارك وي ، كوم افغان ولس ته …..؟ هغه افغان ولس ته چې دټولټاكنوپه ورځ يې هم سرپه امن كې نه وواوپه بيلابيلونومونوورباندې باړې چلول كيدې ، اوكه هغه افغان ولس ته چې دكابل په شيرپوراووزيراكبرخان مينوكې په لوټ شويوكورونوكې ژوندكوي ….؟
زماپه آندافغانستان اوسمهال له ګڼوستونزوسره مخ دی چې يوه يې هم په كابل كې اوسنۍ اداره ده چې ويې نشوكړای له ولس سره خپلې كړې ژمنې ترسره كړي دغې ادارې اودهغې مشرتابه دلومړي ځل انتخاب پرمهال له ولس سره ژمنه كړې وه چې دوی به يوسوكاله اويوموټی افغانستان جوړوي ، په افغانستان كې به امنيت راولي خلكوته به دكاروړشرايط برابروي خوله بده مرغه چې له دغوڅخه يوه هم پرځای نشوه نه افغانستان سوكاله شواونه هم يوموټی ، همدااوس افغانستان دخپل پيريوترټولوغريب اوبيوزلی هيواددی ، په هرګوټ كې د نويمې لسيزې په څيرپخواني جنګسالان بيرته په راټوكيدودي چې ښكاره بيلګه يې له ټاكنووړاندې دافغان ولسمشرله بيابياټينګارسره سره دبلخ له ولايت څخه دښوونكي عطامحمد نور نه استعفاوه هغه مهال نه يوازې چې نوموړي استعفاونكړه بلكې دكورنيوچارودوزيرله خوايې دبلخ ولايت ددهدادي ولسوالۍ دامنيه قوماندان لرې كيدل هم ونه منل اوهغه لاهم د نوموړي په زورهلته خپله دنده ترسره كوي اودټولټاكنودكمپاين پرمهال يې دټولواړوندوقوانينواومقرراتوپه ترپښولاندې كولوسره نرغوندې ښاغلي ډاكټرعبدالله ته كمپاين كاوه ، همدارازافغان حكومت ولس ته دامنيت په برخه كې په كړوژمنوكې هم پاتې راغی اودادی ددولت مخالفين اوس دكابل ښارپه زړه كې هم خپل عمليات كوي دكابل له زمبورك شاه غره څخه په رڼاورځ ارګ په نښه كوي خوزمونږامنيتي ارګانونه هغه دچاخبره شكرخواب وهي دامې ځكه وويل چې پرون جمعه داګيست دمياشتې په يوويشتمه نيټه دكابل پخواني والي اودكرزي دانتخاباتي كمپاين مشرحاجي دين محمد يوې خبرې غونډې ته په خبروكې وويل چې درايودغيررسمي شميرو څخه داسې څرګنديږي چې اوسنی ولسمشربه دراتلونكوپينځوكلونولپاره يوځل بياولسمشرشي زماپه آندكه چيرې داسې وشي نوداپدې معنی ده چې مونږ پښتانه به پنځه كاله نورهم داورپه بټۍ كې سوځواوولسمشربه زمونږ پښتنوپه اوږوباريوموجودوي اوګټه به يې دتيرپه څيردفهيم اواحمدضيامسعودلنډغراخلي خودالاسمه نده معلومه چې ټاكنې به څوك ګټي ځكه دانتخاباتوكميسيون ښايي دهغوپايلې دروان زيږديځ كال دسپټامبردمياشتې په اولسمه نيټه اعلان كړي اوافغانان هيله لري چې دحاجي صيب دغه خوب معكوسه معنی وركړي .
په پای كې بايد ووايم چې دغه ټاكنې ددې له امله چې دهيوادداصلي اوسيدونكويوې لويې برخې پكې دبيلابيلوعواملوله امله ، پكې برخه وانه خيستله خپل مشروعيت له لاسه وركړی ځكه دهيواديولوی ټبردتيرافغان حكومت دسياسي ، اقتصادي اوامنيتي ناكاموپاليسيوپه پايله كې دخپل سياسي حق له كارولوڅخه محروم شونوهغه نظام چې ددغوټاكنوپه پايله كې په راتلونكي كې په هيوادكې واك چلوي سره لدې چې په ښكاره خوبه يوڅوتنه …….؟ پكې وزيران ، معينان وي ، په هيڅ وجه مشروعيت نلري اونه په هغه دپښتنويواستازی نظام وي .
ځینې کاندیدان د پخوانیو اتلانو سپکاوي کوي – محمد رفیع واکمن
هر هېواد د تاریخ په اوږدو کې په مختلفو برخو کې اتلان او غازیان لری، او هر هېواد په ډېر ویاړ سره د خپلو اتلانو او غازیانو یادونه کوي، د هغوی کارنامې او تورې او لاس ته راوړنې ستایي او په مختلفو ورځو کې د هغوی د همدغه لاسته راوړنو، قربانیو او کارنامو یادونه کوی او هغه لمانځي.
خو په افغانستان کې دا هر څه برعکس دي، ځکه دلته له اتلانو او غازیانو څخه ډېره کمه یادونه کېږي او حتا ځینې خلک زمونږ پر اتلانو تور لګوي او په خلکو کې د هغوی په نزد کرکه او کینه را پاروي چې دا کار ددې سبب شوي چې مونږ خپل اتلان ورو ورو له یاده وباسو.
دا چې دا څه موده کېږي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره ټولټاکنې او انتخاباتي هلې ځلې روانې دي، نو ځینې کاندیدان زمونږ نومیالي، سپېڅلي او د باغیرته اتلانو تصویرونه د خپل تصویرونو سره چاپوي، ستاسو به پام شوی وي چې د ښاغلي اتل غازی امان الله خان، شهید سردار محمد دواد خان، میرویس نیکه او داسې نورو اتلانو تصویرونه یې د خپلو تصویرونو سره چاپ کړي دي چې هېوادوال پرې کلکه نیوکه لري او هغه ځکه چې:
۱. دا چې په افغانستان کې ددغه اتلانو یادونه ډېره کمه کېږي چې حتا ډېر خلک دوی نه پېژني، نو زیات خلک خصوصا زمونږ ځوان کول او ځوانان داسې انګېري او فکر کوي چې ګویا دغه اوسني کاندیدان د همدغه اتلانو له خپلوانو او کورنیو څخه دي، خو ټول هېوادوال په دې پوهېږي چې د دغه کاندیدانو څخه یوه یې هم ددوی له کورنۍ او خپلوانو څخه نه دي.
۲. بله مهمه خبره چې هېوادوال یې انګېري او وایي هغه دا ده چې د دغه اتلانو تصویرونه د اوسني کاندیدانو له تصویرونه سره چې دوی یې چاپ کړي دي داسې معنا لري چې زمونږ پخواني اتلان هم لکه ددوی غوندې خاینین، قاتلان، وطن پلورونکي، ویجاړوونکي او د افغانستان دښمنان دي او…. چې دا هم غلطه ده ځکه زمونږ اتلان د افغانستان او د افغانستان د خلکو لپاره نه هېرېدونکې کارنامې او قربانۍ ورکړي دي تر څو افغان په خپل هېواد کې ارامه، هوسا او سر لوړی ژوند وکړي، بل دا چې زمونږ اتلان خاینین، قاتلین او د افغانستان پلورونکي او ویجاړوونکي نه وه اود پخواني اتلانو لاسونه د ملت او د افغانانو په وینو سره نه و او…..
۳. بل خبره دا کوي چې ځینې کاندیدان د پخواني اتلانو غوندې شخصیت، لیاقت، استعداد، پوه، اخلاق او تربیت او ملي شناخت او پېژندنه نه لری، زه نه پوهېږم چې دوی په کومو سترګو او جرت سره د دغه اتلانو سره خپل تصویرونه چاپوي.
۴. بل دا چې خلک وایي اوسني کاندیدان له ځینو ډلو، ګروپونو، هېوادونو او نورو مافیایي ګروپونو او بانډونو له خوا تمویل او مجهز کېږي او د همدغه یادو شویو د هدف او مرام لپاره کار کوي او د هغوی د غلامۍ ځنځیر یې په غاړه دي او هر څه چې د بادار له خوا ورته وویل کېږي دوی یې عملي کوي، په داسې حال کې چې زمونږ اتلان د دوی د بادار سر غوڅ کړي او د هغې غلامۍ ته یې سر نه دی ښکته کړي او تل یې هغوی ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي چې د افغانستان تاریخ یې شاهد دی.
۵. خلک وایي د اوسني کاندیدانو هدف څوکۍ، پیسې، شهرت او لوړې مرتبې دي، پداسې حال چې زموږ د اتلانو هدف او مرام د افغانستان د خاورې او خلکو نه دفاع او ددوی هوساینه او ارامتیا وه، هغوی د څوکۍ، پیسو او شهرت لیونیان نه وو، لکه چې تاسې ته معلومه ده چې احمد شاه بابا د ډهلي تخت او پاچاهي یې هېر کړ او د افغانستان سپېره خاوره یې پر هغې نه ورکوله.
۶. بل مهمه خبره چې خلک یې وایي هغه دا ده چې اوسني کاندیدان ځکه د اتلانو دغه تصویرونه د خپل تصویر سره چاپوي تر څو شهرت تر لاسه کړي او له هغې وروسته د مخکښ کاندید څخه ډېرې پیسې او څوکۍ او داسې نور امتیازات تر لاسه کړي، په داسې حال چې زمونږ پخواني اتلان نه د شهرت لیونیان و، نه یې څوکۍ غوښتې او نه یې د چا لپاره خپل هېوادوال پلورل او هېوادوال پلورل.
زه په اخره کې د هېوادوالو نه دا هیله او غوښتنه کوم چې دغه کاندید صاحبان ته دې ووایي چې زمونږ د اتلانو سپکاوی مه کوي، ځکه چې تاسې د هغوي د پښو خاورو ته هم نه شي رسېدای.
د حق لاسته راوړنه او ترې سمه ګټه اخيستنه غوره جهاد ګڼل کيږي – قيس ارغنديوال
د ملتونو په برخليک کې د خير او شر پر لورې د بدلون شرط دهغوی پر ځای او نيکو پرېکړو پورې تړلې ده ، د افغانستان په اسلامي ټولنه کې افغانانو ته ښايي چې د سوچه مسلمان په توګه د کائناتو د خالق دستور او احکامو ته چې بې له شکه له امله يې ټولنه له ډول ډول کړاونو او ناخوالو څخه ژغورل کيږي ، په ډيرې عاجزې سره د تسليم سرونه ښکته کړي او ترې پيروي وکړي ، دلويو قدرتونو رب په خپل سپيڅلي اسماني کتاب کې فرمايي :
(ان الله يامرکم ان تودوا الامنت الی اهلها سوره النسا ايه 58)
( ژباړه : بيشکه خدای جلاجله تاسوامر کوي چې ورکړي امانتونه دهغوی اهل ته )
نو ددغو امانتونوپه لړ کې ټولټاکنه او رايه ورکول له سترو امانتونو او د يوې ټولنې د سياسي برخليک دپياوړتيا په خاطر له بنسټيزو تګلارو څخه ګڼل کيږي چې د شته او راتلونکو نسلونو د دنياوي او اخروي نيکمرغيو او برياليتوبونو لامل ګرځي.
د اسلام د سپيڅلي دين له نظره رايه د يو وګړي حق ګڼل شوی او د حق لاسته راوړنه او ترې په سمه توګه ګټه اخيستنه غوره جهاد ګڼل کيږي او له خپل حق څخه ګټه نه اخيستنه انسان په لويو ګناهونو کې ښکيلوي .
په بشري ټولنو کې ټولټاکنه (انتخابات) له برخليک ټاکونکي ، اړينه او با ارزښته پديده ګڼل کيږي چې د يوملت له برخليک سره نيغ په نيغه تړاو لري .
نن چې مونږ له دريو لسيزو پرله پسې جګړو ، ورور وژنې ، هېواد ورانونې او په سلګونو نورو بشري ناورينونو څخه وروسته د لوی خدای په فضل او کرم ددې جوګه شوي يوو چې د ځان او هېواد والو د هوساينې په خاطر د ټولټاکنو ډګر ته ورودانګوو اوخپل ملي مشر په خپله خوښه وټاکوو ، سږنی ټولټاکنه په حقيقت کې هغه ملي ازمايښت دی چې دهېواد په سياسي ژوندانه کې ددوهم ځل له پاره ورسره مخ يوو نو ددې له پاره چې له دغه ستر او با ارزښته ملي ازمايښت له ډګرڅخه سرلوړي او بريالي ووځو او پرېنږدو چې ددې هېواد د قسم خوړلو دښمنانو د شومو پلانونو له امله مو ملي يووالی په تربګني بدله شي اوتل د يو وياړلي او پتمن ملت په توګه ژوند وکړو نو راځئ په کلک هوډ سره په ټولټاکنو کې برخه واخلوو او دخپل هېواد د سياسې ژوندانه د پايښت او مشروعيت په خاطر په ټولټاکنو کې په ګډون کولو سره خپل ملي او اسلامي دنده ترسره کړو.
په درنښت
د ټاکنو په اړه تر ګردو لويه ويره – اسد الله وحيدي
ټول ټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دي، خو تر اوسه ډېر افغان کارپوهان په دې باوري دي چې ټاکنې به ترسره نه شي. د ټاکنو په لاره کې زما په باور تر ګردو دوې ننګونې لويې دي.
لومړى- خلک به په خپله خوښـه په ټاکنو کې ګډون ونه كړي؟
دوهم – د امنيتي ستونزو له امله به خلک په ټاکنو کې ګډون ونه کړى شي؟
که له دوكه كولو راتېرشو، رښتيا داده چې ډېر کسان به په خپله خوښه په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. همدا اوس په خپله په پلازينه کابل کې ګڼ داسې کسان شته چې هم لوستي دي، او هم په سياسي چارو پوهيږي، خو له دې سره سره نه غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي پاتې شوه زموږ د كليو نالوستي……، او دا بېلابېل لاملونه لري:
١- ځينې فکر کوي چې په افغانستان کې بنسټيز بدلون راوستل د اشخاصو له بدلون سره کوم تړاو نه لري.
٢- ځينې فکر کوي چې افغان ولسمشر په مطلق ډول د خلکو په رايو نه بلکې د بهرنيو پر خوښه ټاکل کيږي.
٣- ځينې د اوسني ولسمشر، افغان جنګسالارانو او بهرنيو کړيو ايتلاف ته په کتو سره مخکې له مخکې ولسمشر ټاکلى بولي او له دې امله خپله رايه بې ارزښته ګڼي.
٤- ځينې بيا آن د افغان دولت او نړيوالو مخالفينو تر ژور فکري نفود لاندې دي هغوى ته په ټاکنو کې ګډون د يوې لويې ګنا په مانا دى.
٥- ښايي ډېرى نور د خپلې رايې په ارزښت ونه پوهيږي، نو له دې امله به رايه ورنه کړي.
ګڼ نور داسې لاملونه به هم وي چې خلك د هغې په بنسټ خپله ونه غواړي په ټاكنو كې ګډون وكړي.
دوهمه لويه ننګونه داده چې خلك به د وسله والو مخالفينو له وېرې په ټاكنو كې ګدوڼ ونه كړي، رښتيا داده چې د افغانستان په يوه لويه برخه كې وسله وال مخالفين واكمن دي. هلته ددوى واك چليږي، د دوى غوښتنې د خلكو له لورې او رېدل كيږي او لنډه دا چې خلك ددوى پر خلاف هيڅ ډول ګام نه شي پورته كولاى. همدا اوس وسله والو مخالفينو په خلكو غږ كړى چې په ټاكنو كې ګډون ونه كړي. او كه چيرې چا ګډون وكړ ددوى له خوا به له سخت غبرګون سره مخ شي.
افغان چارواكي دغو نيوكه ته يو ماشومانه ځواب وركوي وايي: موږ به د ټاكنو په ورځ د ټولو رايې وركوونكو امنيت ونيسو، تر څو دوى په ډاډه زړه رايه وركړي. دغه ښاغلي چې په مكروريانو، وزير اكبرخان او نوي ښار كې اوسي. له نورو ولايتو څه خبر دي، دوى خو د وسله والو مخالفينو سيورى نه دى ليدلى. دا به ورسره ومنو چې په دغه ورځ به امينت ټينګ وي، خو كله چې دغه ورځ تېره شي خلك په دې لومړى شپه څه وكړي، په دوهمه درېيمه او نورو ورځو اوشپو به څوك دوى له وسله والو ژغوري؟ خلك به د يوې رايې په خاطر خپل ټول كلى اوسيمه په ځان دوزخ كړي؟
د افغانستان په ډېرو سيمو كې د دولت دوسله والو مخالفينو ځواكمنتيا ته په كتو سره داسې ښكاري چې په دغو سيمو كې به بيخې خلك رايه ورنه كړي ، خو په پاتې نورو سيمو كې به هم د خلكو پراخ نارضيتوب ته په كتو سره ډېر خلك په ټاكنو كې ګډون ونه كړي.
د ټاكنو كميسيون وايي: تر اوولسو ميلونو زياتو كسانو په ټاكنو كې د ګډون له پاره د رايې وركولو كارتونه اخيستي دي. خو د ټاكنو په قانون كې هيڅ داسې قيد نشته چې كه په ټاكنو كې څومره كسان ګډون ونه كړي، ټاكنې مشروعيت له لا سه وركوي. نو له دې امله كه له اوولسو ميلونو څخه يو ميلون كسان هم په ټاكنو كې كډون وكړي، ټاكنې مشروعيت لري، همد راز كه له يوه ولايت څخه سل تنه او له بل څخه يو ميلون تنه په ټاكنو كې گډون وكړي، دټاكنو مشروعيت ته كوم زيان نه رسوي . چې دا له ټولو اخلاقي ارزښتونو سره ټكر لري او د ټاكنو د قانون دغه نيمګړتيا په هيڅ ډول د منلو وړ ده.
نو له دې امله په ټاكنو كې به د ارامو سيمو خلك ګډون وكړي او اولسمشر به هم دغه لږكي وټاكي او يوازې د دوو-دريو ميليونو له خوا ټاكل شوى ولسمشر به دټول افغانستان ولسمشر وي.
په درنښت
ولس به په کلک عزم اوهوډ درایې اچونې دصندقونوپه لور ولاړشي ! – ن. افغان
له دريو لسيزوجګړواونا خوالوخڅه وروسته دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دهرافغان په زړه کې يوه هيله وه اوهغه داچې کله به په دغه هيواد کې داسې يوه نيکمرغه ورځ راځي چې ټول افغانان په خپله خوښه او رايې دخپل هيواد جمهور رئيس وټاکې او دافغانستان مسلمان ولس هم دنورو هيوادونو په څير په خپل هيواد کې سرلوړۍ ژوند وکړي ، خو لله الحمد چې بالاخره ددې مظلوم اوکړيدلې ملت دعاګانې قبولې شوې اوله نن څخه پنځه کاله دمخه په دې وتوانيدل ترڅو دخپلې ايماني او وجداني مسؤليت دترسره کولو په خاطر درايې اچونې مرکزونو ته لاړشي اويوداسې نوماند ته رايه ورکړي چې دهرډول سمتي او نژادي توپيرونو سره مخالف اوهدف يې يوازې دهيوادپرمختګ او دملت ارامي وي نه کوم ځانګړي قوم اوډلې او په هرقيمت چې وي ددې مظلوم ملت هيلې اواميدونه پوره کړي او په زخمونو يې پټۍ کيږدي ، خپل منځي جګړوته دتل لپاره دپای ټکې کيږدي اود هيواد اوملت په خوشحالۍ خوښ او په خفګان يې خفه شي ، خودغه اميدونه اوهيلې هغه وخت پوره کيږي چې دغه ملت يوځل بيا په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه واخلۍ او درای ادصندقونو په لور ولاړشي اوکچيرې افغانان په ټولټاکنو کې ونډه وانخلي نو خدای مه کړه چې يوځل بيا به په هيواد کې ورور وژنې اوخپل منځي جګړې پيل شي ځکه چې دغه پاکه خاوره ډير دښمنان لري چې هريويې هڅه کوي ترڅو افغانستان ناامنه اوبې کراره کړي اودغه ميړنې ولس يوځل بيا په جنګ اوجګړې اخته کړي ځکه نو بايد دافغانستان هر فرد په راتلونکو ټولټاکنو کې پوره پوره ونډه واخلي اودا دهرهيوادوال ايماني او وطني دنده اومسوليت دی چې بايد ترسره يې کړي نور نوبايد مونږ دغه فرصت اوچانس له لاسه ورنکړو او کچيرې مونږ دغه چانس بيا دلاسه ورکړو نو خدای مه کړه زمونږ دهيواد اوسولې ددښمنانو ټول هغه شوم اوناوړه پلانونه چې زمونږ دهيواد په وړاندې يې لري کامياب شي .
لدې امله کچيرې غواړئ چې هيواد مو پياوړی اوتاسو سرلوړي اوپه ارامه فضا کې ژوند وکړئ نوبايد په راتلونکو ټولټاکنو کې ضرور ونډه واخلئ او دخپل هيواد دامن او سولې ددښمنانو ټول شوم پلانونه شنډ کړئ مه پريږدئ چې دوی دخپلو تخريبي کړنو په ترسره کولو کې بريالي شي او دهيچا دګواښونو او ناوړه تبليغاتو پروا مه ساتۍ اوپه راتلونکو ټولټاکنو کې په ښه شوق او جذبه ګډون وکړئ .
ټاكنو ته د طالبانو تيارى – رحمتيار
دټاكنو دمهال له راسيدوسره سم كه كانديدانو خپلو مبارزوته ترخپله توانه قوت وركړيدي ، او خلګ په خپلو پرګرامونو بآندي پوهوي چې ورته رايه وركړي ،او دولت دعملياتو او امنيتي ګامونو په پورته كول سره غواړي ډاډمنه ټاكنيزه فضا رامنځ ته كړي نو طالبان هم لاس ترزني نه دي ناست چي په رڼو سترګو دخپلو مالفينو د برياليتوب ننداره وكړي ،دوي هم دخپلو پروګرامونو دپلي كولو لپاره چي ټاكنيزه فضا ناارامه كړي هلو ځلوته ملاتړلي ده ،
دټاكنو دمهال له رانژدي كيدوسره سم دهيواد امنتي ستو نزي همداسې له انديښني ډكي پاته دي ،
كه څۀ هم چارواكي خلګو ته ډاډ وركوي چي دوئ ترخپل توان لاس په كار شوي دي چي دخلګولپاره امنيت ونسيږئ ترځو په ډاډه زړه رايه وكاروي،
دچاراكوداخبري اوتسلونه يو ډول پاليسي ده ، عملي بڼه نه لري ، چي غواړي جهان ته يې وړاندي كړي چي دخلګو امنيت يې نيولي دي پۀ ډاډسره را يه كاره ولاي شي ، خوموږ چي په سيمه كي اوسو اودخلكو ستونزي له نژدي وينو اوهم راته دامنيت په اړه پوره مالومات شته دي ، دچارواكو داخبري راته يو ډول خندنۍ ښكاري، تريوه ځايه دوئ هم پرحق دي څكه چي امنيتي ارګانونه اونړيوال ځواكونه دخپلو كاركونوكو اوصندقونو دامنيت لپاره سيمي ته ليږل كيږي نه دخلګود امنيت لپاره ، كله چي ماښام شي نوبيرته به راستانه شي ، خلګ بۀ له طالبانوسره پريږ دي چي په دي ډول امنيت سره خلګ هيځكله هم درايو صندقونوته دتلو زړه نه ښه كوي ،
ځكه چي په دي ورځ به دوي سهار وختي راشي او امنيت بۀ ونسيږي ،صندقونه بۀ پر ټاكول ځايو كي كيږدي كه چارايه وركړه تكه يې نه كړه ور نو مازديګر بۀ ټانګونه او امنيتي كسان ولاړي شي ماښام به طالبان راشي ، خلګ به درايو دكارولو په تو ر ونيول شي ؟
په لسګونو وسله وال طالبان به له موټرسيكلو سره دپي ارټي ترځنګ راتير شي او خلګ به له كورونوراوباسې پوښتنه بۀ وكړي ولي مورايه وركړيده موږخو منع كړي واست ؟ اوس بۀ نودوئ ته ځو ك ځه ډول ځواب وركوي ؟
ايا پوهيږئ دطالبانو له ا مره سرغړوني ته كومه سزا غوره شويده . وهل ټكول بي عزته كول تړل شړل او، سرپريكول ،،،،،،،،،،،،،،،،،
په نا ارامه سيمو كې له كاپيسا بياتر فرا ولايت .پوري ختيځ، جنوب ختيځ لويديځ سيمي چي نيم افغانستان جوړه وي او په لويدځواو شمالي سيمو كي وضعه ډيره خرابه ده ، دټاكنو امنيت يوازي پرپا خه سړ ك او په رسمي دولتي ودانيو لكه ولسوالي ، ولايتونو كي په ښارونو كي نيول شوي دي ، نور ي لري پرتې سيمي دطالبانو تره پوره واكمني لاندي دي ،
له پرونه راهيسي طالبانو دپكتيكا ، غزني اوزابل په ولايت كي خلګوته ويلي چي ټا كنوته بۀ نه ورځئ سرغړونكي ته به كلكه سزا وركړله شي ،او 30000 افغاني نغدي جريمه به له نوري سزاسره پريكوي .
له دي امر سره سم يې ځانګړو طالبانواو خپلو پلويانو ته لار ښونه كړي ده چي دټاكنو كارتونه له خلګو ټول كړي ،
له پرون راهيسي دپكتيكا غزني اوزابل په ولايتونو كي له خلګو ځخه دكارتونو ټوله ول پيل كړيدي ،
له دي سره سره يې ځانګړو كسانوته لارښونه كړيده چي دټاكنو په ورځ دټاكنو له مركزونوسره ځاروكړي چي ځو ك رايه كاره وي ،رايه وركونكي او كارت لرونكي په نښه كړي،
سيميز خلګ اوس له ويري نه
ښاغلى شفيقي او غريب زموږ په وړاندې
په اور وسېځه دا تورې قلمونه
دا د خوشال بابا د شعر يوه مصرعه ده، خو اوس چې يوويشتمه پېړۍ ده او خلك د ليكلو لپاره كمپيوټر دړه د ليكلو لپاره كاروي، نو د هغوى لپاره بايد وويل شي چې په اور وسيځه دا تورې، قلمونه او كمپيوټرونه چې د اوسنۍ زمانې دوه مخې او اپرچونېستان پرې ليكل كوي. ځينې كېدى شي دغه كمپيوټرونه پخپله د ليكلو لپاره و نه كاروي، خو د هغوى د ليكلو اوكرښو لپاره كارول كېږي، لكه ښاغلى شفيقي، او ښاغلى غريب د كرښو لپاره.
ښاغلى شفيقي له پېښوره او ښاغلى عاشق الله غريب له جرمني راغلل او په دې لوى عمر، لړغړو سرونو په ارګ كې د غلام بچه ګانو په ډله كې شامل شول، او د خپلو جيپونو د ډكولو لپاره يې پلتۍ ووهلې.
دواړه ښاغليو هر يوه شفيقي او غريب څلور كاله مخكې چې له هېواده بهر يې ژوند كاوه په حكومت پسې اپلتې ويلې او هغه څوك به يې بې ښه بې بده، بې دليله او بې منطقه غندل چې له حكومت سره به يې كار كاوه او يا به يې هم له كومه نړيواله موسسې سره په افغانستان كې دننه كاره كاوه. دوى هغه وخت دا اپلتې ويلې چې په هېواد كې دومره اړى ګړى نه و لكه دا اوس چې دى، هغه وخت حكومت له يوه ښه ټيم څخه جوړ و، ښاغلي علي احمد جلالي، ښاغلي ډاكتر اشرف غني احمدزي او ښاغلي ډاكتر انوار الحق احدي په حكومت كې كار كاوه چې د هېواد او خلكو لپاره يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، دوى منډ وكړ، لاره يې صافه كړه او كرزي بيا پرې تر يوه ځايه مزل وكړ، خو له بده مرغه چې كرزى هغه د مولوي صاحب خالص خبره پوچ كارتوس وخاته، له منډ بې لارې شو، خپل د كار ملګري او كاري ټيم يې خپه كړ، نو بيا د كرزي پښې ونښتې، هر څه يې سره وړل، خپله په مالي فساد كې د خپلو وروڼو تر څادرونو لاندې ښكيل شو، ښاغلى كرزى به حالات لا تر دې هم خراب كړي، دا يې د پټي سر دى او پټى بېرته سورور دى.
سړى حيران دې ته شي هغو چې په سينه يې د تقوا، وطندوستۍ ډبرې موښلې هغوى هم د كرزي په حكومت كې د څوكيو او دوه درې زره ډالرو معاش وطن او خلك شا ته كړل او د كرزي لپاره يې په د خداى لعنت په ځان ومانه، له يوې مخې دروغ وايي او د كرزي لپاره منډې ترړې وهي چې ګوندې بيا به كامياب شي، د لوى خداى دا وينا يې له ياده ويستلې ده چې (لعنت الله على الكذبين).
ښاغلي شفيقي په مستعار او اصلي نامه په ويسا ورځپاڼه كې داسې اپلتې خپروې چې په لوستو يې سړي ته اغېړ ورځي، خداى شته چې زه خو ولا كه يا دا ورځپاڼه لولم او يا په كې د لوستو څه وي، خو كله كله يې چې د اطلاعات او كلتو ر وزارت په كومه يوه څانګه كې تر نظر تېره كړم نو خوا مې شنه شي.
ښاغلى شفيقي نه يوازې دا چې په ويسا ورځپاڼه كې چټيات خپروي، بلكې په مجلسونو كې هم داسې څه وايي چې سړى دې ته اړ كېږي چې په خپلو غوږونو كې مالوچ كېږدي. دا يوازې ښاغلى شفيقي نه دى، ښاغلى غريب هم همداسې دى او د چا خبره دواړه د يوه خره غوږونه دي. دوى دواړه په بې منطقۍ او د خلكو په سترګو كې له جامو سره په ننوتلو غواړي د حاكم حكومت ملاتړ وكړي، د حاكم حكومت ملاتړ ځكه كوي چې ده ته د اطلاعات او كلتور وزير په رشوت كې د تنخوا په نامه پيسې وركوي او د حكومت له خوا د ده ورځپاڼې ته پيسي وركوي. نو كه چېرې كرزى رانه شي نو بيا خو به ښاغلى خرم د اطلاعات او كلتور وزير نه وي، نو بيا به نه ښاغلي شفيقي ته د ويسا پيسې وركوي او نه به په اطلاعات او كلتور وزارت كې سلاكار وي.
خو ښاغلى شفيقي له دې ناخبره كه بالفرض خداى مه كړه كرزى را هم شي، نو ايا ته په دې باور لرې چې كرزى به خرم صاحب بيا د اطلاعات او كلتور وزير كړي؟ نه، باور مې نه شي، كرزى صاحب د ډېرو سرونه خيشته كړي دي، ډېرو ته يې وعدې وركړي دي، ډېرې داسې د ملي خيانت په پټو توطيو يې لاسليكونه كړي چې وخت به يې برالا كړي، د ښاغلي شفيقي، غريب او دې ته ورته نورو خوله د ډالرو او طيلاوو په ځاى له خاورو ډكوي، له وطنه به كډې ته اړ كېږي.
څلور كاله مخكې چې ښاغلى شفيقي په پېښور كې و، او ښاغلى غريب په جرمني كې و، دواړه دواړه د حكومت منقدين وو. ښاغلي شفيقي به هلته په همدغه حكومت پسې داسې ليكنې كولې چې دلته يې اوس زما لپاره نقل كول كول هم سخت ښكاري، حكومت يې مستبد باله، تالي څټى، د پرديو په زور راوستل شوى حكومت او په مطلق ډول د پرديو حكومت يې باله، هغه چا يې د كفر تور لګاوه چې په حكومت كې يې كار كاوه او د دغه يوه ملګري ښاغلي محمد آصف ننګ به د هغه چا مرګ روا باله چې له حكومت سره يې كار كاوه. اوس ډالرو هر څه بدل كړل، ښاغلى شفيقي مصنوعي څڼې كېښودې او اوس يې د حاكم حكومت لپاره د ټاكنو په منډو ترړو كې يوې او بلې خوا ته غورځوي.
ښاغلي شفيقي په يوه ليكنه كې كاږلي و چې ګواكي اشرف غني د ولسمسر څوكۍ لپاره مناسب شخص نه دى. عجيب دا كومه تله؟ كوم انصاف؟ ښه ګرېوان ته سر ټيټ كړه، اوس يو ځل بيا هغې خبرې ته يوه كتنه وكړه او بيا خداى ته مخ كړه او كرزي ته شا چې ايا اشرف غني د جمهوري رياست لپاره مناسب شخص نه دى؟
دا ټول حكوت دې راټول كړه، له كرزي نيولې تر تا او غريب پورې، ايا د عادلانه نظام لار او يا هم د ناكامو حكومتونو جوړولو په څې كتاب به وليكلى شئ؟ نه هېڅكله نه.
ښاغلى شفيقي صاحب، په تا به څو باور وكړي، ايا تا او ستا ملګرو له ښاغلي حكمتياره سره جفا او خيانت و نه كړ؟ ايا تاسې په كابل د راكټونو د اورولو مشوره او سلا نه وركوله؟
ښاغلى شفيقي صاحب، ايا افغان ولس به د حكمتيار په راډيو او ټلوېزيون كې ستاسې د تبصرو او خبرو انګازې له ذهنه وباسي، هغه وخت خو هم تاسې د ښاغلي فريدون افراسياب په مشرۍ له يوې خوا ښاغلي حكمتيار ته غلطې مشورې وركوې او په كابل مو د راكټونو اورولو او خلكو د وژلو سلا وركوله او له بلې خوا مو د هغه د نارواوو كړو وړو دفاع كوله؟موږ داسې فكر كاوه چې ګنې اوس به داسې په هوش او تدبير كار كوئ، خو نه – متاسفانه چې موږ غلط شوي يوو او د كرزي په دفاع كې ستاسې څېره راته ښه څرګنده شوه.
ښاغلى غريب به په دې خوشاله وه چې په كورنيو چارو وزارت كې يوه ماموريت او يو ډاډسن ډوله سپين رنجر موټر يې له دوه پنځه – شپږ زره ډالرو مياشتني معاش سره په برخه شوي؟ ايا ته په همدې د كرزي لپاره كمپاين كوي؟ ايا افغان ملت په همدې ارزي؟
ښاغلى غريب صاحب، تاسې څه ونه كړل، له ارواښاد ډاكتر نجيب او د هغه له ملګرو سره مو څه جفا او خيانت و نه كړ؟ ايا پنجشريانو او مسعود ته د كابل د سپارولو صحنه دې ذهن ته درځي؟ هو بالكل هغه صحنې ذهن ته درځي، د هغو صحنه فلمونه اوس په انټرنټ كې شته، په يوټيوب كې شته. هو بالكل د هغو صحنه د بيا تكرار او د تاريخ د تكرار لپاره تاسې افغانستان ته تشريف راوړى دى. تاسې غواړئ چې كرزى په دې پړاو كې بيا بريالى شئ او بيا د تل لپاره افغانستان د اوسنيو جنګسالارنو، د ملت د قاتلينو په لاس كېښوزي، كرزى به د خپلو ورڼو په مټ بانكونونه له خپلو شتمنيو ډك كړي او تاسې ښاغلي به خداى خبر د چا انتقام واخلئ او ملت به په وينو كې دوب كړئ.
هو، د ښاغلي شفيقي او ښاغلي غريب د انصاف د تلې په يوه پله او خوا كې د حاكم حكومت، د اررګ او د اطلاعات او كلتور وزارت او كورونيو چارو وزارت ډالرو او پيسې او كاذب مجال او چانس پروت دى، او بل طرف ته ولسمشرۍ څوكۍ ته د ښاغلي اشرف غني احمدزي كانديدل. ښايي د ښاغلي شفيقي او ښاغلي غريب به له ياده وتلي وي چې دا همغه كاذب چانس دى لكه په اويايمه لسيزه كې چې په چارسيا كې په منګولو ورغلى و. او ښاغلي غريب ته د ايايمې لسيزې په پيل كې چې كابل يې ټوپكيانو ته وسپاره، د كارمل، مزدك، وكيل، او نورو ګوډاكيانو په ملاتړ يې د يوه سېستم د جوړېدو مخه ونيوله.
ملت ستاسې څېرې پېژندلې دي، بيا به ستاسې په څېرو تېر و نه ځي، ښاغلى غريب بايد په ياد ولري چې ملت نور ستاسې په درواغو نه تير وځي، او ښاغلى شفيقي بايد په ياد ولري چې د پنجابي استعمار د څو مبتذلو ناولونه په ژباړه ملت ته ځان نه شي سپينولئ، ملت تاسې دواړه ښه پېژني او په خبرو مو نه تېروځي.
ايا تاسې كوم وخت بورې او ورارې، كونډې مېرمن درد، بېچاره ګئ، اوښكې په ذهن كې مجسمې كړي دي، زما خاوند، ورو او زوى د هغې توطيې په پاى كې د راكټونو خوراك شول چې ښاغلي غريب ا ملګرو يې د ډاكتر نجيب الله په وړاندې كودتا وكړه، كابل يې ټوپكيانو ته وسپاره اړ د ملګرو ملتونو پلان شنډ شو، په كابل د ښاغلي شفيقي او ملګرو راكټونو ورېدل شروع شول. ايا تاسې غواړئ چې تاريخ بيا تكرار شئ، نورې كورنۍ تباه كړئ، نورو ځوانان او كوچيانو په وينو كې لت پت كړئ؟
ملت ټول خلك وپېژندل، نور د ليكوال، ژورناليست، شاعر او فرهنګي په نامه خلك نه شي تېر اېستلى، ملت هر څوك ښه پېژندلي دي او لا به يې نور هم وپېژني.
څوک ګيدړه انتخابوي
دلوی غرونو په منځ کښې يوځنګل ؤ په دی ځنګله کښې ټول حيوانات په تشويش کښې وو چې انتخا بات شروع کيږي ,اودوی په دې خاطرپه تشويش کښې وو چې ځوک به انتخابيږي.
ځکه چې دکالونو کالونو راهيسی په دې ځنګله کښې يو زوړ ليوه پرقدرت باندی ؤ.
اواوس ګيدړه دزاړه ليوه په مقا بل کښې ځان انتخابوی اودسوی سره ئې يو تړون کړی دی چې دواړه به دزاړه ليوه په مقابل کښې دريږو, ګيدړې په دې خاطردسی سره اتلاف وکړ ځکه هروخت چې ګيدړه وغواړی سوی خوړلای سي ، اوګيدړې هرځه چی غوښتل دسوی سره ئی کولای سوه.
ګيدړې په خپله بيانيه کښې ووېل هرڅه خرابي چې موږته راپېښه سویده،
دمثال په ډول په ځنګله کښې غذائي موادکم سوی دي،امنيت نسته،زموږکوچنيان اولويان دبيګانؤ له طرفه څخه تحقيرکيږی هره بدبختی چې موږاوتاسی ته راپيښه ده دزاړه ليوه اودده دانډيوالانوپه دې کښې قصور دئ.
دوی کارنه کوي،دوی ټنبل دي. خوکوم وخت چې دځنګله حيواناتو دګيدړې بيانيه واوريده په خپلومانځوکښې سره متفق سول چې ګيدړه رشتياوائي ځکه چې دې زاړه ليوه ته وګورې چې ځونه عمرئې کيږي چې پرقرت دی
اواکثره وخت ېې ځوک په ژبه باندی هم نه پوهيږي چې څه وائې٠
تردې زاړه ليوه اودده ترانډيوالانو خوامکان لري چې ګيدړه ښه وي،ګيدړه ځونه نرمي اوپستي خبري کوي،اوغواړي چې ځونه کارونه وکړي.
نودځنګله ساده حيواناتووويل چې راځې ګيدړه انتخاب کړؤ .
په دي وخت کښې يوزاړه زمرئ سرراپورته کي اووئی ويل چې ساده ګانو دا ګيدړه خوهم دزاړه ليوه دانډيوالانو دجملي ځخه ده،مه خطاوزي داګيدړه به مودوريښموپه په تارزندي کې ،زاړه زمري وويل:موږاوتاسي په داسي يوحا لت کښې يو چې يوي خواته موپړانک بلي خواته موپاڼ دي،
دليوه لاپلاراومورمعلوم دي اودګيدړي؟
احسان الله روښان عبېدي
نوي لوبه زاړه لوبغاړي
په دااخيرو وختونوکښې دسياسي لوبغاړوترمنځ دسياست په ميدان کښې خبري خورا تودي دي.
مقالي نوشته کيږي په مختلفو مجلسونوکښې بحثونه اومختلف نظرونه ورکول کيږي.
زماپه نظرپښتانه يوواري بيا دقومونو اوسيمې په نامه باندي ديوي نوي دسيسي قربانئ کيږي٠
ماته عجبه نه ده ځکه چې پښتانه دتاريخ په اوږدوکښې دمذهب،ايديالوژي کلتوراوژبي قرباني سوي دي٠
خومتاسفانه ځني خپل تير اشتباهات ئي تکرارکړي دي.
نه غواړم چې په ډيرعميق ډول سره په تاريخي لحاظ داموضوع وځيړم, ځکه د پښتنو هغه اشتباهات چي دتاريخ په اوږدوکښي کړې,اوخپلي پاکي وينې ئي دپرديو دګټي دپاره توي کړي, ډيرپراخه موضوع ده اوپه دي لنډه ليکنه کښې نه ځايږي٠
غواړمدبيلګه په ډول دافغانستان هغه نامتومشهورننګيالي سلطان شهاب الدين په باره کښې څوکرې وليکم٠
وائي :”کوم وخت دسلطان شهاب الدين غوري له درباريانو څخه يول شخص دسلطان په حضور کښې داسي عرض وکړ:”په اسلامې نړي کښې ستاسي په شان ستراوعالي شان پاچا نسته , ډيربه ښه وو , که تاسي زامن درلوداي چې له تا سي ځخه وروسته ستاسي دسطنت وارثان وای او ستا سي له عهدي څخه وروسته په دي عالي شانه کورني کښي سلطنت باقي پاته وائي” سلطان شهاب الدين غوري دهغه سړي په جواب کښې داسي وويل:” نور پاچهان يويا دوه زامن لري اوزه په زرونوزامن لرم چه زما له مرګ څخه وروسته به زما پاچهي به دهغو دپاره ميراث به وي , اوله ماڅخه وروسته به زماپاچاهي دهغودپاره ميراث ادهغوبه وې , اودهغو اوله ماڅخه وروسته به زمانوم په خظبه کښې محفوظ ساتے.
طبقات نا صري دکابل چاپ ٤٨٣ مخ / طبقات اکبري ٢١ مخ .
دنومړي سلطان دغي ويناثابته کړي ده چې پښتانه خپل پلويان ، اولسونه او ملګري پردي نه ګڼي اونه هغوته په ټيټه سترګه ګوري بلکه خپل سب ئي ګڼي لکه چې دنوموړي سلطان په ژوند کښې سپه سا لاران او نايب الحکومه ګان دشاهي کورني څخه نه وو اوله وفات څخه وروسته ئي هم واکمني دوي ته پريښوده .
بايد داولس نماينده ګان داولس په خيراوګټي واکمني وکړي اودشخصي ، قومي، مذهبي ،تنګ نظريوڅخه ډه ډه وکړي،اوپري نږدي چې محيلان اودسيسه کاران داولس ترمنځ په ډول ډول دسيسوپه اولس کښې جنګ جګړي،ژوبلي وژني اوستونزي راپيداکې پراولس،هيواد دمتجاوزينو دتيري اوواکمني دپاره زمينه اوشرايط برابرکړي،اواولس هم په تشووعدو،ټګيو، اودوکو تيرنه وزي دخيرخوا اوبدخوا ترمنځ توپيروکړي .
اونن چې پښتانه په ډيروحساسو شرايطوکښې ژوند کوي، بايد ډيرحساس اوڅيرک واوسي،دتيرواشتباهاتوڅخه ذدکړه وکي.
دافغان اولس په ملاتړراپورته اوداولس دمنځ څخه يوداسي مشروټاي چې هيواداواولس ته ئي خيانت نه وي کړي ،لاسونه ئي داولس په وينو ککړنه وي دهيواددخپلواکي اودخاوري دبشپړتيا پلوي دپو هي ،لياقت،اهليت خاوند وي ، ځيپال اوداولس دګټوحامي وي چې دنوي لوبو ،کشالو ستونزو اومصيبت څخه دازوريدلي هيواداواولس خلاص کړي.
که ډاکټر عبدالله ټاکنې وګټی نو په ریښتیا به هم مجاهدین سره یو کړي؟
دا یو څرګند حقیقت دئ چې افغانانو د نړۍ هېڅ هېواد ته د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی او د نړۍ هر زبر ځواک ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي دي چې ښه بېلګه یې انګلیسانو ته درې ځلې ماتې او بل یې د وخت غښتلی ځواک د شوروی هېواد ماتول، تجزیه او په څو ټوټو وېشل دي.
که د افغانانو وروستۍ سرښندنې، قربانیو او جهاد ته نظر واچو، نو د روسانو تر یرغل وروسته افغانو په تورو، تبرګیو، چړو، کوتکیو او… سره د تکبیر ناره پورته کړه او د خپلې خاورې، ناموس او کورنۍ د ساتلو لپاره د نړۍ ستر ځواک روسانو سره جهاد پیل کړ.
زمونږ ګران هېوادوال د جهاد له پیل څخه مجبور شول چې د جهاد او مقاومت او د افغانستان بېرته تر لاسه کولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته پناه یوسې تر څو ځانونه مجهز او تنظیم کړي او له هغه ځایه د روسانو او د هغوی د ګوډاګیانو په ضد جهاد ته دوام ورکړي، چې په دې ترڅ کې زمونږ افغانانو په پاکستان او ایران کې زیاتې ستونزې او ناخوالې وګاللې.
خو افسوس چې دوی د جهاد پرمهال او د مهاجرت په شپو او ورځو کې سره متحد او یو موټی نه شول او په پاکستان او ایران کې د یو مجاهد تنظیم او حزب پر ځای یې څو تنظیمونه او حزبونه جوړ کړل او هره یوه به یې د بل سره دښمني کوله او د یو او متحد کېدو لپاره نه تیارېدل چې دا په هغه وخت کې د دوی د بې اتفاقۍ لومړی نښه وه.
زه هغه مجاهدینو ته چې په خپل ایمانې قوت، اسلامي او افغاني غیرت سره یې جهاد وکړ او د افغانستان او اسلام دښمنانانو ته یې غاښ ماتې ځواب ورکړ د زړه له کومې مننه کوم او د هغوی د همدغه سپېڅلې جهاد او قربانیو له برکته نن مونږ سر لوړي او ازاد ګرځو.
خو افسوس چې کله د همدغه ګرانو او درنو مجاهدینو د قربانیو له برکته افغانستان د روسانو او د هغوی د ګوډاګیانو له واکه د مجاهدینو مشرانو ته په لاس ورغی، نو ددې پر ځای چې سره متحد شي یو موټی شي او … د شهیدانو، معابینو، کونډو، یتمانو او … ارمانه او ارزوګانې پوره کړي او د مجاهدینو یو واحد حکومت جوړ کړي او د مجاهدینو نوم په نړۍکۍ لوړ او روښانه وساتي، مګر افسوس چې همدغه مشرانو د قدرت، واک، چوکیو او پیسو لپاره د مجاهد او جهاد په نامه په خپلو منځو کې سره په کورنیو جګړو او مرګونو لاس پورې کړي او د مجاهد او جهاد له نامه څخه یې ډېره ناوړه ګټه واخېسته چې ټول افغانان او نړۍ یې شاهدان دي، که د نړۍ ټولو ملکونو له دوی څخه دا ِغوښتنه وکړه چې سره یو شي، اتفاق وکړي او متحد شی مګر افسوس چې بیا هم دوی متحد او یو نه شول.
په همدغه وخت کې چې دوی په کابل کې د قدرت او څوکۍ پر سر په کورنیو جنګونو، مرګونو او ورانیو لګیا و، نو د سعودی عربستان هېواد دوی په یو میز سره کېناوه او ور ځنې غوښتنه وکړه تر څو سره یو موټی شی او په یوه اتفاق سره یوه اسلامي حکومت جوړ کړي، حتا دوی یې د خدای (ج) کور ته یوړل او د خدای (ج) په نوم دوی ټولو سره قسم وخوړ چې سره به متحد کېږو، یو موټی کېږو او… خو افسوس چې دوی له سعودی عربستان څخه د بېرته را ګرځېدو سره سم دغه قسم مات کړ او خپلو بې اتفاقیو، مرګونو او ورانیو ته د کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې یې دوام ورکړ.
خدای (ج) پر دوی د طالبانو په نوم یو افت نازل کړل او دوی یې له کورنیو جنګونو او مرګونو او د کابل له ښار څخه وشړل چې بیا د طالبانو اسلامی امارت د امریکې او د هغوی د متحدینو له لاسه د منځه لاړ.
دا چې د طالبانو حکومت نسکور شو او د امریکې له برکته د مجاهدینو مشران په غټو او لویو څوکیو وګمارل شول، په شېرپور کې یې ځانونه ته مانۍ ګانې جوړې کړې او تر هغې وروسته دوی د خپلې ګټې لپاره شپه او ورځ لاس په کار شول او د ملت او مجاهدینو او د هغوی د پاتې کورنیو هوساینه او خوشحالۍ هېرې کړې او په خپلو مزو او چړچو یو ځل بیا لګیا شول.
خو کله چې د قدرت او د څوکیو له واک څخه لېرې او په کور کېناستل، نو ځانونو سره یې فکر وکړ او پر بل پلان یې لاس پورې کړ او د خپلې ګټې لپاره د ملي متحدې جبهې په نوم یوه جبهه جوړه کړه او په دغه متحده جبهه کې هغه اشخاصو او څېرو ته په کې ښه راغلاست وویل شول چې همدوی ور سره تر لسو کلونو زیات جهاد وکړ او وجنګېدل، په زرګونه مجاهدین یې شهیدان کړی و، په زرګونه میندې یې بورې کړې وې، په زرګونه ماشومان یې یتمان کړي وو او… خو دوی ته تر هر څه اړینه څوکۍ او قدرت و ، او دوی یو ځل بیا د مجاهدینو په ارمانونو خاورې واچولې او له خپلو پخوانیو دښمنانانو سره یو ځای شول.
اوس چې د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې او انتخابات کېږي او همدغه د قدرت، واک او څوکیو لیونیانو دې ته پام شو چې راشه بیا مجاهدینو ته لاس اوږد کړه او له دوی څخه مرسته وغواړه، تر څو د دوی له برکته یو ځل بیا د څوکۍ او قدرت خاوندی شي، نو د جهاد او مجاهد په نامه دوی غږ اوچت کړ او غواړي چې د مجاهد او جهاد له نامه څخه یو ځل بیا د قدرت د تر لاسه کولو ګټه واخلي او قدرت ته ورسېږي، خو افسوس چې دغه جبهه هم متحد پاتې نه شو او مجاهدین او د نورې ډلې ټپلې سره له دغې جبهې څخه ووتل او یو تعداد مجاهدین او مشران یې په میدان پرېښود، چې په دوی کې تر ټولو مخکښ ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله دي، دلته ته یو څو ټکي د یادونې وړ ده.
۱. د جهاد له پیل څخه مجاهدین سره متحد نه وو دا چې ولې دا په خپله یو لویه پوښتنه ده.
۲. کله چې په افغانستان کې مجاهدین د جهاد په برکت واک ته ورسېدل نو په کورنیو جنګونو او د افغانانو په وژلو پیل وکړ چې دا هم یوه ګونګه پوښتنه ده چې ولې؟
۳. د واک، قدرت او څوکۍ لپاره ځینې جهادي مشرانو د کمونستانو او جنګ سالارانو سره اتحاد وکړ تر څو خپل مخالف له منځه یوسې دا چې ولې دا هم یوه پوښتنه ده.
۴. تر طالبانو وروسته دوی امریکې ته لبیک وویلې او هغوی ته یې ښه راغلاست وویلې دا چې ولې دا هم یوه پوښتنه ده.
خو یوه مهمه پوښتنه چې د افغانانو او هېوادوالو په زړونو کې را ګرځي هغه دا چې سره له پخوانۍ او ناکامې تجربې څخه چې دوی یې لري نو، که ډاکټر صاحب عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، نو په رښتیا به هم مجاهدین سره یو کړي؟!
ټول ټاکنې د نا آمنیو او نا هیلیو په درشل کې
که څه هم د افغانستان ولسواکۍ د افغان ولس د ټولنې د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز ودې او پرمختګ ثمره او لاسته راوړنه نه ده او د بهرنیو تیرو او لاسوهنوله خوا ټپل شوی ولسواکۍ یوه سیاسی بهیر دی خوبیا هم د سیاسی واک د بدلیدلو دپاره غوره سیاسی او ټولنیز لاره ده. ټول ټاکنې د ولس واکۍ د بنسټيزه کولو دپاره يواځینۍ عا دلاه لاره ده خو له بده مرغه له یوې خوا په افغانستان او پښتونخوا کې د افراطی عربو او لویدیځوالو ټوده جګړه روانه ده او د بلې خوا د کرزی د سیاسی واک موده پای ته رسیدلې ؤ نو د نوی سیاسی واک د ټیتګښت دپاره یواځینۍ غوره لاره هم دغه ولسواکي بڼسته ټول ټاکنې وه چې د نا آمنیو او نا هیلو تر سیورې تر سره شوه. که څه هم ټول ټاکنې د افغانستان د سیاسی شخړو او جکړو د حل لاره نه ده خو د کرزي د سیا سی واک د تمدید ولو او یا د بل سړی د واک رسولو دپاره هم بله لاره نه وه. په افغانستان کې جګړه هغه مهال پای ته رسیږي چې لویدیځوال او یا افراطی عرب یو بل ته ماته ورکړي او یا سره روغه وکړي او امریکا منځنی ختیځ خوشې کړي نو هغه مهال دی چې طالبان او د کابل حکومت په رښتیا سره د خبرو اترو په میز سره کیني نو نو هغه مهال دی چې په افغانستان او پښتونخوا کې د جکړو ټغر ټولیږی.
طالبان د افغانستان په پښتني سیموکې د امنیت او هوسایی کړی په پښتون ولس باندې سخته تنکه کړه خو پښتنو په زړورتیا په ټول ټاکنو کې برخه واخسته ځکه چې د سیاسی واک د بدلوولو دپاره بله لاره نه وه. نړیوال افغانان وستايل چې له امنيتي ستونزو سره سره د رايو ورکولو د صندقونو په لوري وخوځیدل سره له دې چې په کابل او ولایتونو کې د مخامخ جګړو څخه نیولې د ځانمرګو بریدونو، راکیټي بریدونو او د مخکې له مخکې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودنو د ستونزو تر څنګ د تخنیکي ستونزو هم راپورونه را رسیدلي دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چي نن د رايه اچوني په ورځ يې په ټول افغانستان کي بريدونه کړي دي او په سلګونو د رايه اچوني مرکزونه يې تړلو ته مجبوره کړي دي ، نوموړی وايي چي په ځينو نورو سيمو کي يې انتخاباتي مرکزونو ته تللي لاري تړلي چي له امله يې خلکو رايه نه ده اچولې که څه هم حکومتي چارواکي د مرګ ژوبلې له ښودلو ډډه کوي خو عیني شاهدان وايي چې تر ډېره پورې برېدونه له ځان سره مرګ ژوبلې لري. نو له دې کبله په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دټاکنو بهیر له ګڼوامنیتي او تخنیکي ستونزو سره سره په مخ روان ؤ. په افغانستان کې اولس میلونو کسانو د رایې اچونې کارتونه اخیستی او په لسګونو زره کسان ددې ټاکنو امنیت نیسي خو بیا هم ګڼو ستونزو روانې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
که څه هم د ټول ټاکنې پیسې او امنیتی چارې د امریکا په مشری د ملګرو ملتونو او اروپایی ټولنې له خوا برابر شوې ؤ خو ایران یواځنۍ بهرنی هیواد ؤ چې سم دم د شمالی تلوالې د ګوداګۍ عبدالله عبدالله په ګټه پیسې وکارول او نړیواله ټولنه او د کرزی حکومت خپلې سترګې پټي کړې. د بلې د ټول ټاکنو په بهیر کې ډیرې درغلی وشوې د بیلګې په توګه د انتخاباتو کميسون له مخکي ډاډ ورکړی و چي په انتخاباتو کي به له داسي رنګ څخه کار اخلي چي تر يوې اوونۍ به له ګوتي نه پاکيږي ، خو د رايه اچولو په لومړيو ساعتونو کي داسي شکايتونه ترلاسه شوي دي چي د رايه لپاره کاريدونکی رنګ په ډيره ساده توګه پاکيږي ، دا ډول شکايت کانديد ډاکټر رمضان بشردوست هم کړی دی ، نوموړي خپله رنګ شوې ګوته د انتخاباتو کميسون مسول ته ښوودلې چي څنګه له رنګه پاکه سوي ده ، د نوموړي دوو مرستيالانو له ګوتو هم رنګ په اساني پاک سوی دی. خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي بيا دغه ادعا رد کړه او وويل چې دا ډول ستونزې موږ ته هم رسېدلې دي، خو دومره جدي نه ده. سياسي شنونکي او د افغانستان د ټاکنو یوه نړیواله ټولنه وایی چې دستونزو سره سره او د خلکو له لږ ونډې اخستو سره سره، ټاکنې بريالۍ بولي او زیاتوي چې ټاکنې ښې ترسره شوي.
د جمهوري غوښتونکي دنړيوال انسټيټيوټ استازي ريچارډ ويليم سن چې له ټاکنو يوه ورځ وروسته يې په کابل کې خبريالانو ته خبرې کولې وويل چې په ټاکنو کې يو شمېر امنيتي او تخنيکي ستونزې موجودې وي
خو زياته يې کړه چې که ټاکنې دويم پړاو ته غزېږي نو دغه ستونزې بايد راغبرګې نه شي. ريچارډ ويلم سن وويل چې ددغو ستونزو له امله ميليونونه خلکو ونه شو کولای چې خپله رايه وکاروي نوموړي وويل چې دولسمشرۍ په دغو ټاکنو کې دتیرو هغو په پرتله لږو کسانو ګډون وکړ. داسې ښکاری چې په ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ دوو کانديدانو حامد کرزي او ډاکټر عبدالله تر ټولو زياتې رايې اخيستي وي که څه هم کرزی ګټونکې ښکاري خو بیا هم له بده مرغه په افغانستان کې د يوه باثباته حکو مت جوړیدو د امکان څخه لرې ښکاري.دې کې شک نشته چې د ټاکنې پایلې افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته مشروعیت لري خوله بده مرغه ټول ټاکنې د افغانستان د جکړې د پای ته رسیدو او د ملی واکمنۍ او حپلواکې د ټینګښت د حل لاره نه ده او هم که بهرنیو ځواکونه ووځي د هغوی ځای به د ایران او پاکستان ګودګیانو به ډک کړی او د غه حالت ته د تاریخ جبر او ربړ بولی چې پر افغان ولس چلیږي. په درنښت تل دې وي آزاد دې وي آباد دې وي ګران افغانستان.
را ګیر يې که درغلئ !!!
دافغانستان اوسنی نظام بی هغه هم ډیرکمزورې . مافیا اوادارې فساددومره شوړولې اوله پښوغورځولې ؤ چی نورادامه هسی یوافسانه وه . خودخلګویوازنی دامید سترګې اوسنیوټولټاکنوته وې چی ګوندې یوه اندازه تغیرات به رامنځ سی ولی دبده مرغه په کندهار . هلمند ، زابل ، ترینکوټ ، غزنی ، خوست ، پکیتا حتی کابل کی ډیرداسی شکایتونه منځ ته راغله چي چی سترګی نه سي ځوپرپټولاې دبیلګی په ډول یوه هم د ښاغلی میرویس یاسنی هغه ځیرې سوې درایي پاڼې دي چي په رسینوته کی ټولې نړې ولیدې . دماشومانودوټ استعملا هم خلګوپه تلویزون کی ولیدل . درنګ پاکیدل اوددوهم ځل رایې استعمال هم په تلویزو نوکی ښکاره سوی خلګوولیدل . په ناارامه سیموکی دناضرینوله شتون نه پرته رایې ګیرې هم خلګولیدلې اوکتلې دی همداسي ددولتی ارګانومداخلې اوټول خلګوولیدلې حتی په دهراودکی ولسوالې کی ځینی ناضرین تراوسه لابندیان دې دعام ولس نه شرکت په ټولټاکنوکې داټولې هغه خبرې دی چی داوسنی نظام نه دخلګودخوابدې اود کرزې دادارې نه لیرې والې ښي
مهمه پوښتنه داده چی که دکرزې اداره ددی سره سره چی اکثریت وآلیان ، ولسوالان ، دامینی قوماندان ، حتی ځینې وزیران ، ریسان ، معیینان اوټول دولتې ارګانونه ورسره وه ا اوډآلر هم ښه پریمانه بادیده .تردې ټولوسره سره بیا هم وټګیوته لاس اچوې ددی نه داسی مالومه ده چی هغه نورپه ملت کی اعتباراونفوذد لاسه ورکړیدې ، ځکه که یوځوک پرملت اعتبارولرې اودیوه ملت ملاتړورسره وي اصولو اودملت ارادې ته وفاداره وی هغه هیځ کله ټګی اودرغلی نه کوی اوکوم ځوک چی داکارکوی دخپل ملت نه رټل سوې وې .
اوس خبره داده چی دداسی یووروست نظام اواداره به چی دیوې خوا دمسلح مخالیفیودبغاوت سره مخ وې اودبلې خوا په په اولس په پنځه دیریش فیصده راېې ورنکونکی هغه پنځوس فیصده نه سی پوره کولاې اوپه درغلیوېې پوره کوې داسې یونظام اوحکمران به ځنګه وکولاې سی چی داپاشلې ملت سره راټول کړې .؟ ځنګه به داجنګ ځپلې هیواد ته ارامی راولې ؟ ځنګه به داورسته اداره جوړه اواصلاح کړې ؟ څنګه به داملت چی دهغه هرځه ټګی یی په سترګولیدلې دی باورپه وکړې ؟
په ټولټاکنوکې دکرزې دګروپ ټګی ولوکه دې بریالې هم کړې به افغانستان ته لاندې ستونځې رامنځ ته کړې
اول : یوه ډیره کمزورې، بی باوره اوټګه اداره به منځ ته راوړې چي همیشه به دغلو، قاچاقبرانو، رشوت خور ، دمافیا . اودپخوانیوجنګی مجرمانودکشمکش ښکاروې .
دوهم : – به اوسنیوټولټاکنوکې ناهیلې به خلګ دې ته مجبورکړې چی نور، دیموکراسې ، عدالت ، ټولټاکنی پرټګی ولاړې دي اودملت ارادې تمثیل هسی یوه ډرامه ده . کله چی دهغوی طمه نورددې کارونه خیژی یوازنی لاره ورته دطالیبانولمن نیول دی چی دابه ددې مملکت اونړیوالی ټولنی دپاره ستره غمیزه راوزیږوې
دریم : دنړیوالې ټولنی ټولې مالې اوځانی مرستی په تلف سې هرڅه به بوارې دیوه کمزورې ټګ اودخلګورټلې دولت قربانی کیږې ،
ځلورم : دټولټاکنو، جمهورې نظام ، اودیموکراسی به نورخپل اعتباراوحثیت دلاسه ورکړې اوپه بله دوره کی به خلګ تردې دورې نورهم کم په ټولټاکنوکې برخه واخلې ، کله چی خلګ ددولت دملاتړنه لاس اخلې طالیبان سل په سل کی دکامیابی چانس لاس ته راوړې .
پنځم : که ټګی نادیده ونیول سی دټولټاکنوکمیسون به نوریوملې کمیسونه نه بلکه دیوی ټګمارې موسسی په حیث به په خلګوکی مشهوره سی چی حتی اوس خلګ په دې هلکه ډیر اندیښنی لرې
پنځم : جګړه به نوره هم توده سی خلګ به ددولت دملاتړنه لاس په سرسی .
اوم : داتوکالووهلی منزل به لکه دکمونستانوپرشانه تلونکی انقلاب یوواربیا افغانستان اتلسمی پیړې ته ورټیله کړې .
په هلکه ډیرستره دنده دشکایاتودکمیسون دکمیسون ، دټولټاکنودکمیسون ، نړیوالی ټولنې ، اودبشردحقوقودملی اونړیوالو ادارودې چی چی داوسنیوټولټاکنوپه هکله دافغانستان ډیرنازک حالات آودکرزې دادارې ټکی په کامل ډول ترغورلاندې ونیسې چی داسی نه چی خداې نخواسته اوبه ترورخ تیرې سې .
درغلي په کندهار کښي – حمیدالله له سپین بولدک نه
پخوا یو مضمون جا لبکلې ؤ چي لوې کندهاربه چاته رایه ورکړې ؟؟؟
خوداخبره هغه وخت په دې چی دهغه چا دپاره چی دکندهاردحاله بې خبره وه چندانی په زړه پورې نه وه خواوس به هرځوک پوهیدلې وی چی په کندهارکی څومره اوڅنګه درغلې ترسره سوې ؟ ولې خلګورایه ورنکړه ؟ امنییتی مشکلات چا جوړکړیوه ؟ طالیبانوکه درغلیانو؟ لومړې : په کندهارکی اصلاخلګورایه په هغه اندازه چی لازمه ورنکړه . خلګ مایوسه اودکرزې له دولت نه ناراضه وه . ځکه ېې نه غوښتل چی رایه ورکړې اودنوروکاندیدانودپاره ورته چا اجازه نه ورکوله ځکه نوترخپله بې ابې اوبی عزتی یی داښه ګڼله چي کورکښینی . سره له دې چی زړه ېې غوښتل چی رایه ورکړې ، خوچی کله دانتخاباتوپه لومړې شپه په تلویزون کې اعلان وسواوپه خاکریزکی اوشاولیکوټ کی دانتخاباتودکمیسون لخوا ځینی مرکزونه دکندهار په تلویزون کی اعلان سوه خلګوته هدایات ورکول سوه چی دې مرکزوته ولاړسی اوهلته خپلې رایی استعمال کړې . خوکله چی خلګودهغوځایونومونه واوریدل حیران سول چی داخوټول دطالیبانوپه لاس کی دی دمثال په توګه په شاولیکوت کی دامرکزونه اعلان سوه . کوندلان ، دشیراغا کور، دکجورمکتب ، خرتوت ، باختو، دپایاؤ کور. شاتوت ، دفضل کرم کور، سیاسنګ ، دملګ سلام کور، زرتاله .، دسیدولې زوړمکتب ، داځایونه په شاولیکوټ کی اعلان سوه چی دلته درایی اچونی مرکزونه دې خلګ دې هلته ورسی اوخپله رایه دی استعمال کړې خوداڅایونه ټول لابخوا دطالیبانوپه لاس کی وه اوکوم ځایونه چی په لاس کی نوه هغه دشپی ټول طالیبانوونیول اولارې ېې بندې کړې داکارددې دپاره ترسره سوچی هلته څوک راېې ګیرې ته ولاړنه سی اوصندوقونه خالې پاته سی همداسی وسوه نه دغه مرکزوته خلګ ورغله نه ناظرین ورغله اونه هلته رایه ګیرې ترسره سو دشاولیکوت سل صندوقان دکرزې یوخپل قومی کس چی په نامه دتورن عبدالخالق مشهوره دی دځان سره یووړه اوټوله ورځ اوشپه ېې دهغولستوله مخی ده اودده ملګرودکرزې دپاره ډک کړه کوم چی دوی پخوا دموسسودمرسستوپه نامه دکارتونمبرونه اخیسیتی وه یوه عسکرویل چی په ماېې هم کارتونه په صندوق کی اچول . دوی سل صندوقونه په مرکز دشبی ډک کړه اووروسته ېې مرکزچی اویاند نومیږې کندهارته راانتقال کړه ،
دخاکریز لاندی ځایونه دوی په تلفویزونه کی اعلان کړه چی عبارت دی دخاکریزمرکز ، چنار، باغکه ، ناصرمرکز، ذیل اباد به داسی حال کی چی دامرکزونه ټو ل دطالیبانوپه لاس کی وه یوازې دخاکریزدولسوالی مرکز دعبدالوهاب په نامه دکرزیانویوخپل عزیزولسوال ؤ دهغه په لاس کی و خونه دکلونه ځو مرکزته راتلاې سواونه اونه دمرکزنه کلوته ځوک تلاې سواوټولې لارې طالیبانوبندې کړی وې . نه هلته ناظرین ورغلې دې اونه هم ټولټاکنی سویدې .خوکله چی صندوقان راورسیده ترهرځای په شاولیکوټ اوخاکریزکی ډیر کارتونه لویدلې وه اوصندوقان دکرزې اودهغه دوروراوسیدجان چی ددوی خاص داسی ځوک دی چی خلګ په ویروې اوډبوې دې ډک سوی وه البته داټول شکایتونه ثبت سوید ې اوداسی ترځوک دی پرهغه غوروکړې ،
دسبین بولدک ټاکنی : – دانتخاباتونه څوورځی مخکی دسرحدې لیواقوماندان عبدالرازق لخوا په بولدک کی یوه جلسه جوړه سویوه چی دکرزې ملاتړوکړې په دې جلسه کی احمدولې کرزې اودچمن نه څینی پاکستانیان هم راغلې وه دسرحدی لیواقوماندان اعلان کړیؤ چی که دکرزې دملاتړدجلسی په ورځ چا دوکان خلاص کړیو بیا زه پوه سوم اوهغه کس اودټولوکاندیدانونماینده ګانوته ېې خبرورکړې ؤ چی دلته به دچا دکمپاین دفترځوک نه خلاصوې دوی میاشتی مخکی یی دبولدک ټول مشران میلمانه کړیوه اوورته ویلې یی وه چی زه دلته دچا کمپاین نه پریږدم په ولایتی شوراګانوکی چی هرچاته رایه ورکوې داستاسی خوښه ده خوپه ولسمشرې که چا پرته له کرزې بلچاته رایه ورکړه اوزه خبرسوم بیا ورسره کارلرم .ټولومشرانوته ېې لنګې اویوه اندازه پیسی هم ورکړې وې خودانتخاباتوپه شپه یی دکمیسون غړې اوناظرین ټول خپل میلمستون ته غوښتی وه وروسته له ډوډی هریوجلاجلا خپل مخصوص اطاق ته غوښتی وه چی هرځه غواړې خودکرزې په ګټه به کارکوې یوه لړلستونه ېې ورکړیوه چی ددغه لستوله مخی کرزې ته رایه ورکړې په دغه ډله کی یوازې دنورزوخلګ نه وه څکه دنورزوځینومشرانودمیرویس یاسنی دباره کمپاین شروع کړې ؤ عبدالرازق نه یوازې دبولدک خلګ مجبوره کړیوه چی کرزې ته رایی ورکړې بلکه دارغستان ولسوالې اومعروف ولسوالیو کی خپلوملیشوته ېې امرکړې وچی دخلګونه کارتونه راټول کړې اودکرزې په ګټه ېې په صندوقانوکی واچوې چی همداسی وسوه .،په ځینوصندوقانوکی ېې چی ډیرلږراېې دځینونوروکاندیدانوپه نوم داشتباه دلیرې کولودپاره یوڅوکارتونه هم اچولې وې خودمیرویس یاسینی ځینی پاڼې یی په یوه شیله کی غورځولې وی چی وروسته خلګولیدلې وې ،
دکندهار دښارانخابات : په لویه واله کی دترېن کوټ دپخوانی والې جان محمد دکورڅنګ ته یومرکزو هرځوک چی به هلته ورتلې دعسکرولخواورته ویل کیده چی عسکردرسره ځی دکرزې نمبردرښی که هغه رایه ورکوې ښه که نه چی دې خواته رانه سی چی مرګ دې به دې راغلې وی هلته بیخی خلګ دخپلی بی عزتی نه ورتله پراکثروځایوداحمدولې کرزې داخښی دعارف خان نورزې داکا چی اوس دکندهار دامنیه قوماندان دې خلګ ولاړوه اوهرځوک چی دوی پیزندل چی دادکرزې ملګرې نه دې هغه ته به یی ویل چی ته القاعده ېې دکندهارولایتی شورایوه کاندید نصرالله نامی دهمدې عسکرولخووډول سوچی ته القاعده ېې حتی دخپلی رایی داستعما ل دپاره مرکزته نه وبریښودل سوې
ډیره جالبه خولاداوه چی په سهاروختی ځومینونه پټاوسوه خلګو داسی فکرکاوه چی دابه دطالیبانولخوترسره سوی وی وروسته دځنی امنیتی ارګانودخولې خبربازارته ووته چی دکرزې باڼد داکارددی دپاره کړیدې چی خلګ دکوروراونه وځس اودوی ته دپراډاودرغلیوزمینه برابره سی خلګ حیران سوه چی داڅنګه مینونه دی چی یوهم ومهم مرکزته نږدی نه دې ایښودل سوی اخردخلګوګمان داسی وچی داکارلاسی ددی دپاره سویدی چی نورخلګ دکوروراونه ځی اومیدان یوازی دکرزې ډلې ته چغالې سی اودوې خبل صندقونه ډک کړې چی هم داسی وسه همداسی په ښورابک ، ریګستان اونوروولسوالیوکی جالبه داده چی احمد ولې کرزې په اوله ورځ ادعاکوې چی ما تراویازره ډیرې راېې وړیدې په داسی حال کی په ټول کندهارکی شل زره راېې نه دې استعمال سوی که استعمال سوې هم دې په پراډاودوکه په هلمندکی خوبیخی خبره رسوایی ته ورسیده چی یو کارت په دیرش ډالره دکرزې کمپانرانورانیوې اوحتی نړیوالومطبوعاتوهم تبصیره پروکړه . نوربیا
جين مک کېنزي : د افغانستان قلابي انتخابات – ژباړه : هاري
مېرمن جين مک کېنزي د جنګ او سولي د انستيتوت مشره ده، او په افغانستان کي دېره ده. مېرمن جين مک کېنزي دغه راز په کابل کي د ګلوبل پوسټ نیوز خبرياله هم ده. هغه څلور کاله کېږي چي په افغانستان کي د ځوانو خبريالانو په روزولو لګيا ده. هغې د افغانستان په مختلفو سيمو کي تحقیق او سفرونه کړيدي، او د هغې ليکني د غرب په مختلفو مطبوعاتو کي خپرې سوي دي. مقاله کټ مټ ترجمه سوې ده.
د افغانستان د رايو اچول لا روان ول چي د متحده ایالاتو حکومت، ملګرو ملتونو، او اروپايي اتحاد انتخابات کاميابه اعلان کړل. سمدستي د رايه ورکونکو د جرات او شهامت ستايل پيل سول، او د انتخاباتو کارکونکو ته د هغوی د نسبي موثريت په خاطر مبارکي او افرين وویل سو.
که چيري د افغانستان انتخابات د شرم او ټګۍ بېسارې بېلګه نه وای، د بهرنيانو دا اقدام به يوازي د خندا وړ وای. خو د افغانستان انتخابات تشدد او بېساري تقلب کاملا بې اعتباره کړل، او ددغه انتخاباتو د نتايجو اعلان به د افغان ولس هيڅ خوشحاله نه کړي ځکه هغوی پدې تېرو اتو کلونو کي له اداري فساد، بډو، او بد حکومت څخه ستړي او ستومانه دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی کې ایدي دونه وارخطا او په بېړه کي وو چي د اګسټ پر ۲۰ مه يې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي د انتخاباتو ورځ ” دافغانستان لپاره ښه او نیکمرغه ورځ” وبلله. د ښاغلي کې ایدي تبصرو د انتخاباتو په باب یو بد خونده او تریخ حقيقت لا څرګند کړ، او هغه دا چي دا انتخابات اصلا د افغانانو لپاره نه ول.
په عوض کي، د انتخابات اصلي هدف په نیویارک، لندن، پاريس، او روم کي عامه خلک پدې راضي او قانع کول ول چي د هغوی عسکر او حکومتونه خپلي ويني او پيسې په يوه کوچني جنګ ځپلي اسيايي ملک کي بې ځايه او عبث نه مصرفوي.
که چيري دتېري پنجشنبې ورځ په رشتيا هم “ښه ورځ” وه، نو بده ورځ به څرنګه وي. په همدې ورځ په کابل کي د سهار تر اتو بجو پوري درې چاودني وسوې، او څو نوري چاودني وروسته د ورځي په جریان کي پسې وسوې.
هغو خبريالانو چي له جنوني سيمو څخه يې زموږ دفتر ته رپوټونه را کول، ټوله ورځ د راکټونو په خاطر د پروت او ځغستا په حالت ول. له هغوی څخه د رپوټونو د اخيستلو پر مهال موږ په کابل کي پخپل دفتر کي د راکټونو ګړزهار اورېد. د ورځي تر پايه، په هلمند کي ۱۴ راکټه او په کندهار کي ۱۷ راکټ ولګېدل.
لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل سول،خو ښايي د مړو شمار زیات وي. څونه زيات؟ موږ ته معلومه نده، ځکه د افغانستان حکومت د مرګ ژوبلي پر خبرونو باندي بندیز لګولی وو.
په انتخاباتو کي د خلکو ګډون حداقل وو. حتی په کابل کي لا زياتره د رایه اچولو مرکزونه نيم تش تور ول. د ۲۰۰۵ په پارلماني انتخاباتو کي یوازي ۳۶ فيصده خلکو برخه اخيستې وه. څه چي ما د پنجشنبې په ورځ ولېدل د خلکو ګډون تر پخوا لا ډېر کم وو. خو بيا هم د انتخاباتو مستقل کمیسیون د ۴۰ او ۵۰ فيصدو مستحقو خلکو د برخي اخيستلو لاپی شاپي وهي.
دا احصايي ټولي عمومي دي. په افغانستان کي حتی دا لا هم نده معلومه چي په ټول هېواد کي څو تنه رايه اچونکي سته. د انتخاباتو مستقل کميسيون په اطمینان سره ویلای سي چي له ۲۰۰۴ راهيسي يې ۱۷ ميلونه د رايو د راجسترېشن کارډونه وېشلي دي. خو حقيقت دا دی چي زیاتره رایه ورکونکو څو کارډه لري، او يا يې خپل پخواني کارډونه ورک کړي او اوس نوي کارډونه اخلي.
مطبوعات د پنجشنبې د ورځي په انتخاباتو کي د اوو ميلونو خلکو د ګډون ادعا کوي. په حقيقت کي د دوي د خبرو مانا دا ده چي ۷ ميلونه رايي ورکړه سوي دي. دا دوې خبري کاملا فرق سره لري. د رايه ورکولو پر وخت يوازي د راجسترېشن کارډ غوښتل کېده. دا کارډ نه امضا لري او نه هم دګوتي نښان لري. قومي او محلي مشرانو چي په اکثرو ځايونو کي يې د رايو اچولو مرکزونه اداره کول، له څو اونيو راهيسي يې د رايو کارډونه راغونډول او کاپي يې ترې برابرول، او خلکو ته يې ويل چي دا کار د هغوی لپاره مادي او مالي مرستي د راټولو په خاطر کوي.
پدې ترتيب، د خلکو کم ګډون لا ښه وو. که چیري په يوه ناحيه کي ۵۰۰ کارډه وېشل سوي ول، او د ورځ په اخر کي فقط ۱۰۰ تنو رايه ور کړې وه، د رايي د مرکز مشر باقي پاتي ۴۰۰ رايي د خپل خوښي کانديد ته ور کولې.
په سلهاوو میلون ډالره په همدې چټيياتو او عبث کار باندي مصرف سول. مګر ددې انتخاباتو اصلي تراژدۍ د بې ځايه پيسو لګول ندي، بلکي څه چي بين المللي ټولني افغانانو ته وښوده هغه دا چي ډیموکراسي هسي خوشي تظاهر او رياکاري ده. د افغانانو په مينځ کي، ددغو انتخاباتو لپاره له اوله سره هم اعتماد او علاقه ډېره کمه وه.
په اغلب ګومان به ښاغلي حامد کرزي د انتخاباتو په لمړی پړاو کي تر ۵۰ فيصده زياتي رايي تر لاسه کړي، او بين المللي ټولنه به رډ رډ ور ته ګوري. په کابل کي یو دپلومات وايي، “موږ نسو کولای چي په رډو سترګو دې غلا ته وګورو. ”
مګر موږ څه چاره لرو؟ په تېرو څو اونيو کي، اروپايي اتحاد، د متحده ايالاتو سفارت، او نورو بين المللي لوبغاړو د دوهم پړاو خبري کولې. اوس، دا کار هله ممکن دی که چيري د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون ډېري رايي غلطي وګني څو د حامد کرزي رايي تر ۵۰ فيصدو راکښته کړي.
هله به ضرور انتخابات دوهم پړاو ته ور داخلېږي ، او په اغلب ګومان به ډاکټر عبدالله او حامد کرزي په اکټوبر کي سره ښکر په ښکر سي.
ښاغلي اوباما د ګانا پارلمان ته ويلي وو، ” هيڅوک نه غواړي چي په يوې داسي ټولني کي ژوند وکړي چيري چي د قانون د حاکميت پر ځای د رشوت او ظلم حاکميت وي. دا ډیموکراسي نده، دااستبداد دی، حتی که چيري په همدې نظام کي وخت نا وخت انتخابات هم په لاره واچول سي. ” البته، ښاغلي اوباما هله د افغانستان په باب خبري نه کولې، خو د هغه د پرونۍ خبري د نن ورځي د افغانستان د انتخاباتو په باب ډېر صدق کوي.
د کرزي سياسي ماته او د شمال ټلوالې حيرانوونکى چال !
چټک غبرګون _ نړۍ اونيزه – ننګرهار
کرزي خېل ښاغلي به وروسته له دې فکر نه کوم چې که په اسانۍ چاسره سترګې وجنګولاى شي،ځکه په ولسمشريزو ټاکنو کې له داسې شرموونکې ماتې سره مخ شول چې دغومره يې چا اټکل هم نه کاوه، د ټاکنو لومړنۍ پايلې چې له څو ورځو رادېخوا په ډاګه کېږي ښيى چې په دې ټاکنو کې د شمال ټلوالې يو مخکښ سړى ډاکټر عبدالله، عبدالله له کرزي څخه په سلو کې دوه کمې رايې يانې د ټاکنو ٣٨سلنه رايې ګټلي.
په دې سره نو کرزي او پلويانو ته يې د دې خبرې د بيا کېدو چانس نشته چې ووايي، حامد کرزي د شمال ټلوالې دوه مخکښ ټوپکوال (قسيم فهيم او کريم خليلي) د دې لپاره د خپلو راتلونکو مرستيالانو په توګه وټاکل چې په ټاکنو کې د شمال ټلوالې رايې خپلې او خپل مخالف عبدالله پرې رامات کړي.
کرزى لکه چې نه پوهېده چې (د ازموېل شوي ازموېل ښه نه وي) او (سګ سرخ بيادر شغال است) او يا پوهېده او هسې د بيا بدنومۍ په پار يې له دغو کسانو سره يارانه جوړه کړه، د ټاکنو د کمپاينونو پر مهال وېل کېده چې د کرزي په مرسته له دولتي اسانتياوو په کار اخېستنې سره چې فهيم او خليلي شمالي سيمو ته د کرزي د کمپاين په نامه تلل نو خلکو ته يې ويل چې کرزى څه کوئ ډاکټر صيب عبدالله ته چې مجاهد او زموږ خپل سړى دى رايې ورکړئ.
د کرزي خېلو صاحبانو دا يو شرم خو پر ځاى پرېږده اوس يې لا د يو بل شرمونکي وياړ د ګټلو اوازه هم خپره شوې او هغه دا چې وايي کرزى غواړي عبدالله،عبدالله او ملګرو سره يې د ايتلافي دولت په جوړولو سره ځان بيا ولسمشر کړي.
څومره عجيبه ده د سياست دا شرموونکې او ځان غوښتونکې لوبه!
لوبغاړي يې عزت، حيثيت او حيثيت خو لا پرېږده چې بېخي خپل ننګ، پښـتو او سل، په سلو کې انسانيت پکې بايلي. هغه کرزى چې يو وخت د خلکو څومره هيلې ورته وې، له شمال ټلوالې سره يو لاس او د خلکو د هماغو هيلو وژونکى شو. بيا چې ترې د خلکو زړونه تور شول، په دويم ځلي ټاکنو کې يې له هر قسمي درغليو استفاده وکړه خو پر خپلې څوکۍ د پاتې کېدو هڅه يې وکړه.
اوس لکه چې ليدل کېږي عبدالله، عبدالله په ښکاره توګه نه غواړي د کرزي راتلونکي دولت کې چې کېداى شي د ټاکنو تر دويم پړاو وروسته جوړ شي برخه وانخلي او پرځاى يې خپل يو شمېر نور ټوپکوال ملګري (عطامحمد نور او …)د کرزي په بل دولت کې سهيم کړي،خپله د ټاکنو د دويم لوى ګټونکي په توګه د اپوزېسون واګې په لاس کې واخلي او له هره پلوه خپلې ټلوالې ته د پخوا په شان ناسم او بې اصوله سياسي امتيازات تر ګوتو کړي.
دې وضعې ته په کتو سره سړى ويلاى شي چې د افغانستان راتلونکى بل دولت به تر دغې اوسني ځکه په لا ډېرو ستونزو کې ښکېل وي چې له يوې خوا به ايتلافي وي او هغه هم له هغو کسانو سره چې په سياست کې يې تل له ټوپک او کوتکه کار اخېستى، بله دا چې له دې دولته نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه د اوباما اداره ډېرې هيلې لري او غواړي پرې خپله نوې پالېسي عملي کړي، نو دې ټکو ته په پام سره د کرزي صيب راتلونکې اداره سړى پر ګڼو لا نورو کورنيو ستونزو سربېره د اداري فساد، ناامنيو او ناقانونيو د پياوړتيا ترڅنګ له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د خپل تر ټولو لوى ملګري امريکا سره په ګڼو ستونزو ليداى شي او دا هم نا اټکل کېدونکې نه ده چې دا دولت به امريکې او ملګرو ته يې د غوښتنو په پوره کولو کې د پاتې راتلو او همدا شان د پراخو کورنيو مخالفتونو د لرلو له امله له ژر سقوط سره هم مخ شي.
یوه نیوکه یو نظر – حمیدالله فیضی
د ټاکنو کميسيون د يو لړ دباوونو له امله غواړي چي پښتون ميشته سيمو کې چي خلکو په ډيرو ستونزو سره وتوانيدل په ټاکنو ګډون او خپل رايه وکاروي دهغوسيمو رايي قرنطين کړي او رايي ونه شميري داپه داسي حال کې ده چي دغه ولايتونه دي چي دټاکنومسيرټاکې او پايلو ته مثبت بدلون وربښـي. خو په دې وروستيو کې داسي ګنګوسې هم شته چي په دې ولايتونو کې درغلۍ شوي دي او ددې ولايتونو رايي بايد قرنطين او باطلې اعلان شي.
حال داچي ددې ترڅنګ په ډيريوشمال ولايتونو کې هم درغلى شوي دي چي بيلګه بغلان او بلخ اويوشميرنورو ولايتونو کې په ګوته شوى دى خلکو ته مخکې له رايي ورکولو دځانګړي نوماند په اړه ويل څو ځله رايه ورکول ، په خلکو دباوونه اوځانګړي کس ته رايه ورکول په ګوته شوي دي .
که څه هم ويل کيږي چي ټاکنې په ډيره ښه فضا کې ترسره شوې او خلک له ستونزو سره سره وتوانيدل چي رايه روکړي . خويوشميرنوماندان چې رايي نه دي ترلاسه کړي په دې اند دي چي په ټاکنو ددرغليو په وړاندې کولو سره به هله ګوله رامنځته او لدې وخت څخه په کار اخيستلو سره به يوځل بيا خلک له ستونزو سره لاس او ګريوان کړي.
که څه هم ولسمشرۍ ته له ٣٦ نوماندانو څخه بيا هم ډيرۍ کسان په خپله بشري حقونو په ترپښولاندې کولو تورن او دافغانانو لپاره ښه مخينه نه لري او تل يي دظلم او زور له ليارې کار اخيستى نو څرګند حقيقت شته چي رايه نه ترلاسه کوي لدې ټولګې څخه يوشميريي په فيصدي کې نه راځي او ډيرې کمي رايي ترلاسه کړي دي خو اوس غواړي چي بيا يوځل خپلو مخينو ته مخه او افغانانو ته ستونزي را وپاروي . په افغانستان کې درايي ورکونې سيستم اوسمهال څه ناڅه دقومي ، نژادي او سمتي اړخونو څخه وتلى دى او په دې ټاکنو کې ډيريو قومونو هغه کس ته رايه ورکړې چې ددوى په نظر وړدى.
که څه هم څه ناڅه په ټاکنو کې درغلۍ شوي دي خو دا درغلۍ په هغې کچي نه دي چې ټاکنې ترپوښتنې لاندي يوسي او يا دټاکنو پايلې ته بدلون ورکړي .
په ځينو سيمو کې ديوشميرکسانو له خوا رايه ورکونو ته ښودل ځانګړي نوماند ته رايه ورکړى، ياهم له ٢٩ زرو درايي ورکونې محلونو څخه په يوه يا دوه ځايونو کې ودرنګ پاکيدل ، دتخنيکي وسائيلو کمزورتيا ،امنيتي ستونزې خو لدې ستونزو سره سره بيا هم دا دافغانانو لپاره دوياړ ځاى دي چي وې کولاى شول په خرابو امنيتي شرايطو کې درايي ورکونې صندوقونو ته ولاړ شي او خپله رايه وکاروي .
يوڅرګنده حقيقت شته چي ډيريو افغانانو په ځانګړي توګه پښتنو په دې ټاکنو کې بشپړ ګډون نه درلود او زياتو سيمو کې چي امنيتي ستونزې موجودې وې او خلکو نشو کولاى په ټاکنو کې ګډون وکړي هغه پښتون ميشته سيمې وې چي له يوې خوا ددولت دمخالفينو له خوا ګواښل کيدل چي په ټاکنو کې ګډون ونه کړي .له بلې خو دشته دولت له خوا داوو کلونو په ترڅ کې ځپل شوي وو او ددې جګړې قرباني پښتانه وو خو سره لدې دوى راوتل او په ټاکنو کې ونډه واخيستله دا به بل ظلم وي چي ددوى رايي قرنطين او باطلې اعلان شي .
څرګندې څېرې او ناڅرګند راتلونکى ! – چټک غبرګون _ ننګرهار _ نړۍ اونيزه
اخر هم ټولې وړاندوينې رېښتيا وختې، هماغه کرزى، هماغه عبدالله او هماغه يو او بل ، پر يو بل تر کراتو، مراتو نيوکو وروسته سره يو ځاى کېدونکي دي. هماغه کرزى له بېلا، بېلو لارو او هڅو وروسته پر هماغې څوکۍ کېني، هماغه قسيم فهيم ، کريم خليلي، رشيد دوستم او…. د زرګونه کسانو تر وژلو وروسته يو ځل بيا د واک پر ګدۍ پاتې شول، هماغه افغانان تر ډېرو ژمنو اورېدو وروسته تر بمبار لاندې په وږې خېټه، د لسګونه نورو ستونزو په لرلو سره شپې، ورځې تېروي.
دا يوازينى وار نه دى چې افغانان تېروتل، که له درغليو او سرغړونو تېرشو، همدې خوشباوري خو ناپوهه ولس بيا هماغه چاته په ټاکنو کې رايه ورکړه چې د دوى وژونکي يې اتلان وګڼل، ويې نازول، ويې پالل او د خپل واک ساتنې لپاره يې له هرې لارې کار واخېست.
اوس داسې ګونګوسې ډېرې اورېدل کېږي چې امريکې پر کرزي له دې امله فشار راوستى چې خپل مخالف ولسمشريز نوماند عبدالله عبدالله دې پخپل راتلونکي دولت کې شريک کړي، چوکۍ دې ورکړي او د ده د ناسم سياست، ناژمنتوب او دوه مخۍ په اړه شوې خبرې دې له ياده وباسي.
د ډېرې زياتې حيرانۍ خبره ده چې دا دوه مخي څه چې زرمخي سياستوال څنګه سره يو لاس کېږي او له دې ولس سره کړې ژمنې هېروي، يو پر بل د کنځلو په تول تورونه لګوي، يو بل د پردي هېواد غلام ګڼي، يو بل د دې وطن د ګټو ضد بولي، يو بل په ناپوهۍ او بې کفايتۍ تورنوي خو بيا هم پر دې ولس د ګډ زياتي په نيت سره لاسونه ورکوي او دا ښيي چې ټاکنې،کمپاين، رايه اچونه، د سم دولت شعار، ولسواکي، عدالت، د اداري فساد له منځه وړل او….ټول د ژبې پر سر څو هغه بازاري کليمې دي چې د سياست په ناولي بازار کې ترې د ولس غولونې لپاره کار اخېستل کېږي.
بيا هم وايم دا يوازينى ځل نه دى چې د سياست په دروغجنو ژمنو دا ولس غولول شوى او ځورول شوى، تر دې پخوا کرزي له شاهي کورنۍ سره اړيکې لرلې هغه کورنۍ چې د فهيم، عبدالله، سياف، رباني او نورو خاينينو لخوا د افغانستان تباه کوونکې کورنۍ ګڼل کېده خو چې وخت يې راغى هماغه رباني پخپل اند هماغه د ولس ضدې کورنۍ اړوند سړي ته واک وسپاره، هماغه سياف چې رباني او خليلي سره جګړو کې يې د کابل ښار زرګونه بې ګناه ولسي وګړي وژلي وو، له هماغو خلکو سره په يو لاس کېدو ځانونو ته د ټوپکسالارو پر ځاى د مجاهدينو د نوم او په دې نوم د امتيازاتو غوښتنه وکړه او…..زرګونه ورته نورې ژوندۍ بېلګې….
نو د افغان ولس دې ځپونکو چې پخوا يې يې هم پر دې ناپوهه خو خوشباوره ولس داسې لسګونه ناوړه لوبې کړي بيا هم دا دى تر لږو ورځو وروسته به په ډاګه شي چې يو ځل بيا هماغه شمال ټلواله، هماغه حامد کرزى، هماغه امريکا، هماغه رشيددوستم، هماغه افغان دولت، هماغه اداري فساد، هماغه ولسي خلک، هماغه هوايي بمبار، هماغه پښتني کورنۍ، هماغه د بهرنيو پوځونو پلټنې او هماغه زرګونه نورې اوسنۍ روانې ناسمې چارې او هماغه زرګونه نور بې وجدانه او بې ضميره ترسره کوونکي به يې هماغسې پخپل حال پاتې شي، يانې هماغه څرګندې څېرې به د افغان خوار و زار ولس پر ناڅرګند راتلونکي خپلې اوسنۍ څرګندې لوبې روانې ساتي.
د دغو درواغجنو او ځان شرموونکو له منګولو د خلاص افغانستان په هيله!
فاحش ترينې ټولټاکنې – محمد يار- يار
ټاکنې په خپل ذات کې د ول