" /> " /> " /> " /> د لوى ګواښ څړيكي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د لوى ګواښ څړيكي 

د لوى ګواښ څړيكي 

دټاكنوبهير په چټكي سره روان دى هر كانديد له ټوله توانه كاراخلي چې
دخلګوملاتړترلاسه اورايه يې خپلي كړي ، هغه كانديدان چې ترنورويې دكاراوفعاليت
امكانات ډير دي اودواكمن كيدوخيالونه يې پياوړي دي په پاى كي دسيالي ميدان ته
راووتل چې ترنورومخكي او درسنيوپه ژبودي .
داوسني اوضاع ځخه داسې ښكاري چې ښاغلي
كرزي عبدالله اواشرف غني ميرويس ياسني ترنورو مخكي دي په دوي كې خبره دكرزي
اوعبدالله ترمنځ ګرمه اونه ستړي كيدونكي ده .
كوم ا قتصادي ټولينز سياسي ،
امكانات چي ددوي په لاس كي دي نوريې نه لري دوي هم په ټول توان كاركوي چې ميدان
وګټي .
له دي اوضاع او منډورامنډو راپيداشوي وضه او له ټاكنووروسته حالتونو خلګ
په انديښنه كي اچولي دي،چې ددواړوبرياليتوب نه دملي ګټو اونه د هيوادپه ګټه دى
،
ځكه كرزي كه ښه سړى دى فكراوخيال يې ښه دى، خوهغه ارزښتونه ميتودونه اواصول چې
ددي لوړوارمانونو دپلي كيدولپاره اړين دي متاسفانه له ځانه سره نه لري ، په اتو
كلونوكي كرزي دارك په كپس كي
دخو ش امدو او غوړه مالانو په ګورت كي ساتل شو ى دى
، كوم خلګ چې دملي ګټوپه اړه يې فكركاو اويا يې پرهيوادزړ ه خوږيدو ،خبرواو
مشهوروته چندان اهميت نه وركاو،
دخلګو ملي شخيتونواو ملت پالو اودكرزي ترمنځ
واټن ډير شو چې په پاى كي خلګ خپه او مرتجيعو خود غرضواو جنګسالارانو ، نوكان تكيه
او قدرت يې په سازشونو او نورولارو لاس ته كړ، دكرزي په غوږ كي داسې مفهومونه وپامه
ول چې له جنګسالارانوپرته ستا ځواك په خطر كي اوخلګ دي نه منې ، نو ددوي دغوښتنو
منل لمړيتوب لرئ ، همداسبب شو چې دهيوادوضعه خرابه او شورشونه ډير شول ، په
اكثروپښتني سيموكي تاوترخوالي ډير شوي دى ، چې دملي ګټو خلاف عناصر هم ورته لمن وهي
، ترځو په ټاكنو كې له ونډي اخستلو لاس وا خلي او ميدان دوي ته خالي شي ،
دكرزي
په ارك كې ساتل دغوړه مالانو په لاس كي لوى ګواښونه رامنځ ته كړل ، داسې تجربي زموږ
ټولومشرانو كړيدي خويوه هم پندترينه وانه خيست هريود خوښ باوريواودغوړه مالانو په
دام كي لويدلي دي چې هيواد له دي سرنويشت سر مخامخ شو ،
داودخان هم پرخپلو
ددربار پرغوړه مالانو باور وكړ ، اوله اوِضاع يې ناخبره وساتو ، چې انقلاب راغلي
.
=== نور محمد تره كى هم په ارك كي دهيواد دوښمنانواو خودخواهو جاطلبو عناصرو
له خوا ناخبره ساتل شوي و ، په هيوادكي اوربليدو خو امين دم كړي و، چې د حالاتو
پوښتنه بۀ يې وكړه نو امين به ورته ويل په ټول هيوادكي خير وخيرت ده هيځ شى نه شته
كارګران او بزګران د انقلاب ملاتړكوي په پټكو ځمكي جلاكوي ،
سم راپورونه نه
وركول كيدل .امين داكار دروسي مشاويرينوپه لار ښونه كاو ، دنژدي ملګرويې نه منل ،چې
حالات ورانيږئ .
= ډآكتر نجيب الله هم دملګرواوپښتنو نه منله دوطن ملي دوښمنانو
داسې پره كړي وه ، چې هر څه يې ورسره منل خوپښتانه يې دځان دوښمنان بلل چې پاى يې
ددوي له لاسه كوم ځاى ته ورسيدو ،
= ملاعمر هم پښتو ن مشرو، خودخپلو مشرانو
پوهانو ،عالمانو او ملګرويې ونه منله اودپاكستان په خوله ولاړى پاي څه شو كه يې
دخپلو مشرانو اوپوهانو منلي وايې نن بۀ دا حالات نه راتلو .
دايو ه تجربۀ ده هر
پښتون مشر چې ارګ ته ننوځئ ملي خاينين يې داسې پره كړي چې ټول واك ورته وركړي ،
ياخودي كمزوري دي داوړوليوان ورته جوړه وي ،يا خوپر ارګ كو م اثرپروت دي ،
داسې
نه ويې چې دم يا جادو يې پر كړي وي چې هرواكمن بايد ددوي ملګري شي كه داسې وي نو
بايد ارګ له سره نوي جوړشي ياداسې تعويص وكاږي چې كوډي ماتي كړي.
 دعبدالله
پيژندنه اوصفتونه خوپه لنډو ځوټكو كې رالنډيداي شي چې دمسعود دلاس سړي دلوي ايران
دپلانونو دپلي كولو لوبغاړي ، دافغانستان تجزپه كونكي ، دلوي خراسان دايدي پلوي د
جهادترنامه لاندي دپښتنو دملي اوروښانه فكرونو له منځه وړونكي ، دافغاني ذ هنيت سخت
خلاف دپښتنو دوينو سوداګر ، چې هيوادوال يې ښه پيژني ،
نن مي دښاغلي استاد پوهان
محمداسماعيل يون صيب ليكنه دمقابله كه مفاهيمه ؟ مناظره كه محاسبه ترسرليك لاندي
ولوستله ، په زړه پوري اودټولني دعيني واقعتونو سپړه ونكي اوداوس اوراتلونكو
ګواښونو په اړه ځرګنده ونې يې دستايلو وړدي .
زه تل ديون صيب ليكني په مينه
اوغورلولم ، په خپل وخت په زړه پوري مالومات وړاندي كوي ،
له ده سره موافق يم چې
موږ له ستروګواښونوسره مخامخ يو ، وړانديزونه يې هم په زړه پوري دي .
ريښتا هم
خبره داسې روانه ده لكه يون صيب چې ورته اشاره كړيده ،
 كه ميدان عبدالله
يوسي موږ به په كوم سرنويشته اخته شو ، اوكه كرزي ميدان يوسي هم له ستونزو نه
خلاصيږو ،
مايو ځل دټاكنوسره سم دا خبره كړيده چې اوسني افغاني سيميز او نړيوال
ذهينت په افغانستان كي دملي افغاني بااستعداده ، خپلواك او جدي مشرتوب دراتلو لپاره
نه دي تيار شوي ،ځكه تراوسه موږ دملي روحي ترخپله ولوپوري ډيرواټن لرو
،
 دملي ا فغاني ذهنيت پرخلاف دير ش كاله سياسي ټولينز ملي اونړيواله توده
اوسړه ، په ښكاره اوپټه مبارزه شويده .
 په ټول توان يې وهلي اوكمزوره كړي
يو ،
كوم ملي ذهنونه ا و فكرونه چې نن پاته دي هغه تريوډول روحي سيتم اوځورلاندي
دي ،
 په ملي افغاني ذهنيت كي دسيمي ا ونړيوالو ګټو ته لمړيتو ب نه دى
وركړل شوي ،نه وركول كيږئ .
بلكي هر څه بايد دملي ګټوپه چوكاټ كي ترسره شي ،چې
په دي كاركي دسميزو ځواكونواو نړيوالو ته زيان دي اودي زيان نه شي منلاي ،
دوهم
په ملي اوكورني ساحه كي هم زموږ دملي او قومي سيستمونو اوجوړښتونو پرخلاف چې دهيواد
لپاره فكر اوكاركوي سخته مبارزه شوي ده ، چې نه شي كولاي له سم منظنم سيستماتيك
كارپرته كومه لاس ته راوړنه ولري ،
 موږ پښتنو خويو له پخواهم چندانې سياسي
شعورنه درلود هغه كوم چې موپيداكړي وو هغه دوښمنا نو په پيسو رانه واخيست اوكوم چې
پاته دى هغه دمحاسبي وړنه دي ،
نوپه داسې شرايطوكي كتاب او ملي ايديالوژي اوملي
خپلواك سياست دډيرولپاره دمنلووړنه دي ،ځكه نني ذهن دمادي ګټودلاس ته راوړلولپاره
جوړشوي دي، چي په هر بيه اولاره وي پيسي لاس ته راوړي ، نه ملي اومذهبي ارزښتونه ،
دوي په شعوري اوغيري شعوري ډول دملي ارزښتونو پرخلاف مبارزه كوئ چې په دي كاركې
بهرنيان پوره ونډه لري .
محمداغا دلوګريو تن پښتون و له هغه مې پوښتنه وكړه
چې:
 رايه چاته وركوئ ،په ضغرده يې راته وويل:
 ډاكترعبدالله ته
،
 ولي نوروته يې نه وركوئ :
 نورځوك شته يوكرزى دي دهغه سړي
ناوخته راغلل پيسې يې هم لږوركولې ،
ولي اشرف غني ته رايه نه وركوئ ؟
ياره
هغه ځوك دونه نه پيژني چي ځنګه سړى دي عبدالله خومجاهد دى نوركه ځۀ نه وي .
اوس
نوتاسو له دي نه افهام واخلي چې زموږكليوال خلګ ځنګه دي ، او په كوم فكر كي دي
،
زموږ دملي ذهينت پلويانوملتپالوونه شواي كولاي په سيمه اوكليوكې داسې كاروكړي
چې عامه ذهينت دملي ګټوپرلوري راواړه وي ، اوس داكارستونزمن هم دي ، له دي كارپرته
به خلګ وعبدالله ته رايه وركوئ مجاهدده پيسې لري ددي ټولوشرايطو ده په نظركي نيولو
سره په كارده چې راپاځو او
موږته په كارده چې دراتلونكي په اړه پوره هوښياروه
اوسو زه ديون صيب سره هم غږى يم چې دملي ګټولپاره بايد له ټولو ځانو غوښتنواو شخصي
ګټونه تيرشو اوملي ګټئ په نظركي ونيولي شي ،
يو ن صيب په تفصيل سره راتلونكې ټول
خطرونه ځيړلي محاسبه كړي او خبردارى يې وركړيدي ،چې ټول پښتانه بايد خپل مسوليت
ترسره كړي.
كه داسي ونه كړي نو بيا بۀ هيځ په لاس نه ورځئ .دتورتمونو انتظاردي
كوئ.
يو ن صيب ددي وړاديزهم كړى وچې پښتانه مشران كانديدان بايددپښتوپه خاطر ديو
بل په ګټه تيرشي.
زه فكر كوم چې داسې به وشي ، هر ډول چې كيږي نه شي كيداي چې يو
پښتون په خپل يو ه حركت سره ټوله پښتو ژغورله كيږئ دى دي ونه كړي .
يوه خبره
دپام وړداده ايا موږ دونه شوي يو ،ايا موږ له دي ديرشو كلونو دونه ځۀ زده كړي چې
دپښتنو په ګټه تمام شي ؟
اياموږ له ځآن تيريدنه ،زغم سياسي ګټوته لمړيتوب وركول
ملي پښتني ګټوته لمړيتوب وركول زده كړي دي اوكه نه هسې دادونه له كړاوواوتجربوډك
وختونه تير شول ؟
نن موږ پښتانه سختي دامتحان تاريخې مرحلي ته داخل شوي يو
سترازمون دي ، لويه قرباني غواړي ، ژوري كندي ته لويدل اوژغورل دي ،
دټول عمر
ملي اوتاريخي ارزښتونو پلورل اوساتل دي ،كه موږ نن له سليم عقل او پياوړي ملي ارادي
كاروانه خلو نو تاريخ به موپلورلي اودتل لپاره به موسرټيټي ژوند وي ،
راتلونكونسلونوته به تاريخ وهلي ناوړه توري كرغيړني ځئروې يو،
په هر بيه چې وي
بايد لاسونه سره وركړ اويو مشروټاكو اوپه ټاكنو كې برياليتوب ترلاسه كړو
.
دكانديدانوترمنځ تفاهم ته پوره اړتياده چې په صداقت سره خبري وكړي اوټول په
ګډه يوه لار ه جوړه كړي اوله دي ستونزو هيوادوژغوري ،
نن هيواد دلوي
خطرځړيكوپرسراخستي دي ، چي ډير ژربه داڅړيكي كه غم يې ونه خوړل شي په لوي درداوغم
بدلي شي ،چې ټول هيوادبه پكي وسوځي.
هر ځونه چې ژركيږي بايدلاس په كارشو ترځويوه
دحل لاره پيداكړو .
ددي يوالي لپاره دهيواوالوسره ځيني پوښتني شته چې په ځوابۀ
ولوسره به يې ډير ستونزي هواري شي :
 ځنګه كيداى شي كانديدان سره كيني اويو
تن وټاكي،ځوك به داكاروكړي
؟
ايا دپكتيااو كندهار اونورسيمو پښتانه مشران
داكاركولاي شي ؟


= ايادوئ دونه جرائت لري چې يو بل سره وزغمي اوپه غيږكي سره ونيسږي ؟
ايادوي
خپلواك دي ،دملي ګټولپاره ولاړ دي اوكه ……..؟ كه ريښتيا دملي ګټواوهيوادلپاره
ولاړدي نو دي دملي ګټولپاره يو كانديدوټاكي اوملت دي له سرګرداني
وژغوري.
اياداسې تضمين شته چې كرزي صيب پرپښتنواله ودريږي او كړې ژمني دپښتنو
دګټو دساتلولپاره ترسره كړي ؟
ايا اشرف غني ، شهنوازتني ، سروراحمدزي ،
عبدالجبار ثابت اونور كانديدان بۀ داتوان ولري چې له ځاني ځواك ځخه تيرشي اوپه يو
سنګر كي دعبدالله پر خلاف ودريږئ .
 ايا پښتنو روڼ اندو په سياسي مبارزه كي
زغم .، تيريدنه او دملي گتو لپاره له قدرت تيردنه زړه كړي ده ؟
هغه دلوى پكيتا
مشران څه شول چې نارې وهلي موږ كانديدانوترمنځ تفاهم دملي جرګوپه اساس راولو،
په
پاى كي له ټولو هيواوالواوليكوالانوهيله كوم چې خپل تاريخې رسالت ترسره اوپه دي
اړوندليكني وكړي او ددي پټورازونوپه سپړلوكي ونډ ه واخلي ،
له ښاغلوكانديدانوځخه
هيله كوم چې دافغاني اوپښتني هويت ګټو لپاره تفاهم سره وكړي او يوه داسې لاره غوره
كړى چې دټول هيواد په ګټه وي ،
ديون صيب دليكني په اړه ټول هيوادوال دخپل فكري
توان سره سم مسايل له نوروسره ګډ كړي ،ترځو دهيوادوالو په پوهيدوكې مرسته
وكړي
دايوه مشهوره مي يون صيب ته ده هيله ده خپه نه شې :
دتره كې نيكه په قوم
كي دلليزو پښه ډيره ستانه له بدولري خلګ دي . ددوي مشران وايې كه چادرباندي ظلم
وكړنو ښيرامه ورته كړه دعاورته وكړه چې خدايه ميړونه پكي ډير كړه .
ميړونه چې
پكي ډير شي هريو دملكي دعوه كوي خپله سره اخته كيږي ته يې سيلونه كوه .
هسې نه
چې دادعا ستا په اړه قبوله شوې نه وي .
ددنياترټولوملتونواوقومونودپښتنو
خودخواهې او ځان غوښتنه ډيره ده كه هرځونه كمزوري اوناتوانه وي ، پربل ځان نه
وركوي،
 اونه سرورته ټيټه وي ، چې همدي توري بلاموږخوړلي يو
 ،
ستادليكني دپاى توري پرخلګوښه نه لګيږي ، اوله تاسر ه هم همداسې كلكه خبره نه ښايې
چي داګز داميدان ، پوهيږې چې پښتانه ترځان لوړويونكي نه مني ، كه هرځونه پو
وي.
 زه درته پوره دره ناوى لرم اوخدمتونه دي ستاسم خودښمن دتيشي په لاستي
پيسې ګرځئ .


په هيوادكي دملي ګټو خوندي كونكي دولت دراتلو اودپښتنو ديوالي او سرلوړي په هيله
، په دره ناوى سره .



تبصره نسته

  1. ډالر غصه سړوي – کمکی افغان

    له خپلو زیاتو تجروبو له مخې وایم چې ډالر یواځې دا نه چې د سړی
    قهر او غصه سړوي بالکې ځېنو کسانو ته ان د ژوندانه حیثیت لري ،مطلب مې دا وو چې موږ
    پخپلو غبرګو سترګو ولیدل چې ددې شنې پاڼې لپاره په افغان ولس څه نه وو چې ونشول ،له
    کله نه چې د طالب رژیم د ناټو په زور د شمالي ټلوالی په لارښوونه رانسکور کړای شو
    متحدې جبهې نه یواځې دا چې له امریکایانو نه په وریو ، وریو ډالر واخېستل بالکې د
    حکومت واګې یې هم په بشپړه توګه لاس ته ورغلی ، متحده جبهه د هغو لوچکو او لنډاغرو
    ډله ده چې د خپلو بالښتونو د ډکولو په خاطر یې د کابل په هره کوڅه کې د هېواد سره د
    جفا نښې نښانې پریښدي ددوی په وجودونو کې روح نشته او که وی هم هغه د ډالرو په
    اخېستو سره تازه کیږي او په قطع کیدو سره یې مړاوې کیږي ، دوی اوس هم له بهرنیو
    هېوادونو نه په پټه پیسې اخلي پخوا یې هم اخستې او په راتلونکې کې به یې هم اخلي چې
    د افغانستان دابدي دښمنانو دلچسپی په افغانستان کې وساتي او هغو ته وفادار پاتې شي
    ددوی په دماغو کې دافغانستان د بیا جوړونې ،کلتور او فرهنګ ،او اقتصاد رغونې یوه
    حجره هم کار نکوي ، ګنی په دادمره کالو کې خو به یې له اداری فساده لاس اخستی وای د
    افغانانو د امنیت او د یوې مړۍ د پیداکیدو غم خو به یې ورخوړلی وای .

    د هغې چا پوښتنه خو به یې کړی وه چې طالب جان یې د بې ږیرې او
    ناټو یې د ږیرور په نامه وژني په راتلونکو ټاکنو کې خدای مکړه که دا د شر او فساد
    ډله بیا واک ته ورسېده نو افغانستان به له هغې مرګونی حالت سره مخامخ شی چې تر ډېرې
    مودې پورې به بیا ولس د یوالي ، سوکالۍ او ابادۍ څرک ونه ویني ،سړي تښتوونه، چور،
    او د وژنې کچه به له نن نه څو چنده زیاته شي ،افغانستان به د هغې دایمي مافیا په
    واک کې راشی چې ګټه به یې یوازې او یوازې یو څو حاکمو واکدرانو ته رسیږي او ولس به
    یې له لوږې واښه خوري ،ګرانو افغانانو تاسو باید له دوی څخه د ډالرو په اخیستو او
    یا د ډودۍ په خوړلو هغه غصه سړه نکړې چې دا اته کاله ستاسو په زړونو کې لمبې وهي ،
    ډالر ځېنې واخلیْ ډودۍ ځینې وخوریْ دا ستاسو خپل حق دی پدې کې کوم شرم نشته مګر یوې
    خبرې ته مو ډېر پام وي چې د ګران افغانستان حق ونخوریْ رایه او ووټ هغه سپیڅلی
    شخصیت ته ورکړیْ چې رښتیا هم ستاسو په غم غمجن کیږي ولس پخپله ډیر ښه قضاوت کولای
    شي !

    په افغانستان کې د یوی سپیڅلې ادارې په هیله


    کاندیدان دې د خلکوپه رایو لوبې نه کوي، دا ملي خیانت دئ – تفسیر
    خان

    له خبرونو ، ریفوټونو او لیکنو داسې ښکاري چې د افغانستان جمهوری
    ریاست ته دکا ندیدانو په منځ کې تر ټولو غوره کاندیدان ښاغلی حامد کرزی، ښاغلی
    عبدالله عبدالله، اوښاغلی اشرف غني وي، او دغه مقام ته به اصلي سیالي دهمدوی ترمنځ
    وي.

    که دسولې او امن دټیګنولو ، داداری فساد د له منځه وړلو، او
    دهېواد دپر مختګ دخویندي کولو له ټوليزو شعارو نوتېرشو، دوی هر یو خاص شعار ، ټاکلی
    پلویان، درایو ترلاسه کولو سیمې اوخپل متود لري چې ددوی دموخو ښودنه کوي.

    په دې توګه د ښاغلی کرزی پلویان د شمالي ټلې د تنظیمونو مشران او
    په عین وخت کې ددولت لوړپوړي چارواکي، اوله هغوی سره تړلې ډلې ټپلې دي. دی وایي چې
    که په ټول ټاکنو کې بریالی شي نو به داوسني نظام په چوکاټ کې په دولتي اداره کې
    دمجاهدینو ونډه لا زیاته کړي. په دې توګه به دولت لا تنظیمی او که اداره په لا نورې
    انارشۍ اوفساد کې ډوبه نه شي نو بې له شکه چې په خپل حال به پاتې شي.

    دښاغلي عبدالله پلویان هم دشمالې ټلې او په هغې پورې داړوندو
    تنظیمونویوشمېر هغه کوماندانان او دمشران دی چې سرونه یې له ښاغلي کرزي سره دي .
    دوی دکرزی دورستې ادارې په کار ولاړ غړي دي او دهغې په مسولیت کې له کرزي سره سل په
    سلو کې شېریک دي.

    ښاغلی عبدالله په پارلماني جمهوریت اود سیمه ییزو ادارو د واک په
    ډېرولو زور اچوي، سره له دې چې جمهور رییس د واک دیواځنۍ سرچینې په توګه په تېرو
    اتوکلونو کې ونه شو کولای چې لږ تر لږه دهېواد په پلازمېنه- کابل کې دخپلې خوښې
    کادرونه ځای پر ځای کړي.
    ښاغلی عبدالله او کرزی ګډه موخه لری او هغه په دولت کې
    د مجاهدینوتر نوم لاندې دخاصوډلو ټپلو دونډې زیاتول دی.

    دغو خبرو ته په پام، دافغان پوهانو او شنونکو مطلق اکثریت په دې
    باور دي چې که ښاغلی عبدالله په ټولټاکنو کې بریالی شی نو اوسنۍ وضع به هم لا ونه
    شي ساتلای بلکې خلک به دزاړه کپن کښ په ارماند کړی

    بل مهم کاندید ښاغلی اشرف غني دی. دی اوسنی دولتي سیستم مناسب
    سیستم بولي اووایي چې دسیستم بدلول په ټولنه کې درغند بدلون سبب نه شی کیدای، بلکې
    هغه څه چې درغند بدلون سبب کیدای شي هغه دملیشه یی او تنظیمی ادارې پرځای له تبعیض
    څخه پرته د کاری وړتیا، تقوا، او ژمنتیاپر بنسټ دیوې مسلکي ادارې رامنځ ته کول دي.
    دی وایي چې که بریالی شي نو به له ټولو هغو مسلکي افسرانو څخه کار واخلی چې دتبعیض
    ښکارشوي او په کوروناست دي.

    بر سیره پردې ښاغلی اشرف غني دهیواد دسیاسی اواقتصادی سمون لپاره
    هر اړخیز, اوغوره پروګرام لري. په دې توګه نو دهغه پلویانو کې د خاصو سیمو اوخاصو
    ډلو خلک نه، بلکې خپلو ملی اواسلامي ارزښتونوته ژمن له روښانفکرانو نیولې دښارونو
    اوکلو ترعادی خلکو– ټول هېوادوال شاملېږي.

    ځکه نو دده دبریالیتوب چانس تر نورو دوه وتلو کاندیدانو ډېر دی خو
    په دې شرط چې ښاغلي- رمضان بشر دوست او میرویس یاسینی دده تر څنک شپږمه ګوته نه شي.

    دو ښاغلو ته باید وویل شي چې دوی د ښاغلو- حامد کرزي اوعبدالله
    عبدالله په وړاندې دبریالیتوب چانس نه لري، بلکې په ټول ټاکنوکې دښاغلي اشرف غنی
    ترڅنګ- دشپږمې ګوتې په رول کې دهغه دماتېدو سبب کیدای شي. په دې چې دوی دواړه د
    ښاغلي اشرف غني تر څنګ د ښه نوم، اوملی دریځ په لرلو دهغو خلکو درایو یوه برخه تر
    لاسه کولای شي چې که دوی له خپلې کاندیدۍ تېرشي نوبه داشرف غني په برخه وي.

    هیله ده چې دوی دخپلې ناسمې محاسبې له کبله دښاغلي اشرف غني
    دناکامۍ سبب، چې زه یی دولس ناکامی

    ګڼم، نه شي، او که کېېږی نو بیا دې پوه شی چې تاریخ عاطفه نلري او
    اشتباه نه پېژني. د تاریخ قضاوت حسابی دی، که یو څه دسمون سبب شی ورته خدمت او
    هرهغه څه چې دبربادۍ سبب شي ورته خیانت وایي. برسېره پر دې افغان ولس هم هغه پخوانی
    عاطفي ولس نه دی؛ افغان ولس وروسته له اوږدو سختو تجربو اوس یو متمدن ولس دی او نور
    څوک په دې نه شي بخښلای چې ګواکې اشتباه یې کړې. بر سیره پردې درسنیو او په خاص ډول
    د نړی دترټولو ډیموکراتیکې رسنۍ – انترنیټ له لارې باید هر کاندید خپل ځان ارزولی
    وي او که دځانځانی پر اسانو سپاره نه وي نو دشپږمې ګوتې منفي رول دې د افغان ولس
    دمنلي کاندید تر څنګ نه لوبوي؛ دهغه درایو دویش سبب، او په غیر مستقیم ډول دهغو
    کاندیدانو درایو دډېریدو سبب دې نه کېږي چې هر څه له سپېڅلو نومونو څخه په ناروا
    ګټې اخیستلو ان دهېوادتر مشرتابه، دخاصو ډلوپه ملکیت بدلوي.

    همدا راز ښاغلی اشرف غنی ته هم په کار ده چې له دغو
    دووښاغلوکاندیدانو– رمضان بشردوست اومیرویس یاسینی سره ،اوسنيونازکو شرایطو ته په
    کتو،د ملی پلاتفورم دبریالیتوب دخویندی کولوپه موخه رغنده خبرې اترې وکړی.

    زه له افغان پوهانو او روښانفکرانو هیله کوم چې په دې اړه دې زما
    د وړاندیز ملاتړ وکړي، او که زما وړاندیز پرځای نه ګڼي، او پر عکس ښاغلی رمضان بشر
    دوست او یا ښاغلی میرویس یاسیني ترښاغلي اشرف غنی جمهوري ریاست ته غوره کاندید ګڼي،
    نو بیا دې مهرباني وکړي دغه مشوره داشر ف غنی ته ورکړي چې درمضان بشر دوست او
    یامیرویس یاسیني په ګټه تېر شي. – په درناوي


    خلك او راتلونكى ټولټاكني  –  احمد نوید

     دا چې په يوه هيواد كې ټولټاكني د ولسواكۍ تر ټولو پياوړى او مهم بنسټ بلل
    كيږي. كه د ولسواكۍ همدا لنډ مګر له مانا څخه ډګ مفهوم راواخلو، چې ولسواكۍ، يعني د
    ولسونو حكومت،د ولسونو لخوا او د ولسونو لپاره ، نو دا ښكاره خبره ده چې دغه راز
    حكومت يوازې او يوازې د ټولټاكنو له لارې رامنځ ته كيداى شي او بس. دا چې د ټاكنو
    وخت او نيټه ورځ په ورځ د رانژدي كيدو په حال كې ده او زمونږ هيوادوال هم هوډ لري
    چې د زمري مياشتي په ۲۹ نيټه كې د ټولټاكنو مراكزو ته د رايي وركولو لپاره په ليكو
    كې ودريږي او خپله رايه چې د دوي ايماني او ملي دنده ده د خپلې خوښي نوماند ته
    وكاروي.

     دا چې د افغانستان راتلوونكى له نړۍ سره غوټه (پيوند) خوړلى
    دى دا په كار ده چې زمونږ هيوادوال د راتلوونكى جمهور رئيس د ټاكلو لپاره له پوره
    دقت او پاملرنى څخه كار واخلي او داسى كس ته خپله رايه وركړي چې د اففانستان د خلكو
    او ملى ارزښتونو ته درناوي ولري نه دا چې يو خاص قوم او يا ګوند په پلوي فكر وكړي،
    د دي استعداد ، توانايي او تجربه ولري چې افغانستان حد اقل د نړۍ هيوادونو په ليكه
    كې ودروي، له لاس ته راغلو فرصتونو څخه د هيواد په ګته كار واخلي او د بيسوادي د له
    منځه و ړلو لپاره په كلكه مبارزه وكړي ځكه چې زمونږ په هيواد كې دغه اوسنۍ ناامني
    او ټولي بدبختي او ناخوالي د بيسوادي له امله رامنځ ته شوي دي ، او په دغو دري
    لسيزو كې د سياسي بازارونو سوداګر په دي توانيدلي دي چې زمونږ د خلكو له بيسوادي
    څخه د خپل ځان او يا هم خپل هيواد په ګټه كار واخلي.

     دا چې افغانستان د دغو دري لسيزو كورنيو جګړو او بهرنيو لاس
    وهنو په ترڅ كې خپل ټول مادي او معنوي شتمني له لاسه وركړى، خو له نيكمرغه د
    طالبانو له ماتي وروسته او د موقتى ادارې په رامنځ ته كيدو سره بيا تر اوسه پوري
    زمونږ په هيواد او دولت كې د پام وړ ډير بدلونونه رامنځ ته شوى دي، چې د هغې له
    جملې څخه د انتقالى دولت رامنځ ته كيدل، د اساسي قانون تصويب،د لوي جرګي جوړول، د
    لومړى ځل لپاره په افغانستان كې د منتخب حكومت ، پارلمان او ولايتي شوراګانو را منځ
    ته كيدل او په هيواد كې د ننه او بهر د لسګونو ملى او بين المللي كنفرانسونو دايرول
    او په هغه كې د افغانانو ونډه اخستل او د دي تر څنګ د افغانستان د
    بيارغاوني،پراختيا او پرمختګ لپاره د مرستندويه هيوادونو د مرستو جلبول، تر څو
    زمونږ جګړه ځپلى هيواد څه نا څه د سيمي هيوادونو په ليكه كې دريدل. چې دا ټولي هغه
    لاسته راوړني دي چې د افغانستان دولت په دغو څو كلنو كې تر لاسه كړى دي او همدا
    رنګه د امنيتي ستونزو سره سره په اقتصادې، ټولنيز، سياسي،فرهنګي،بيارغاونى او په
    ځانګړى توګه د ښوونې او روزنې … او داسي نورو برخو كې تر ډيره حده پورې هلې ځلې
    شوى او ښي لاسته راوړني هم له ځانه سره درلودي چې دا زمونږ د مظلوم ولس لپاره د
    ښيكڼي او ښيرازى زيري بلل كيږي.

     دا چې افغان ولس له كلنو جنګ جګړو او ورانيو وروسته دا دى د
    دويم ځل لپاره د يو ستر ملى ازميښت سره مخامخ كيږي چې هغه هم په نژدي راتلونكي كې د
    جمهورى رياست او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې په يوه سولييزه او ډاډمنه فضا كي د
    دوي فعاله ونډه اخستل دي.

     دا چې افغانستان هر كله له كوم ستر ازمون سره مخ شوى،
    نو زمونږ د هيواد او ولس دښمنانو تل هڅه كړى ده چې په يو لړ زهرجنو او بې اساسه
    تبليغاتو لاس پوري كړى، دا چې افغانستان اوس يو بل نوي پړاو ته د ننوتو په حال كې
    ده، بيا هم ځيني كورنۍ او بهرنۍ كړۍ غواړي چې د خپلو شومو موخو لپاره د خلكو په منځ
    كې په يو لړ بې اساسه او له حقيقت څخه لري تبليغاتو لاس پورې كړي، چې له نيكمرغه د
    دې خاوري ميړنۍ ولس د ملى يووالي تر بيرغ لاندې سره راټول شوي او په ګډه يې د هيواد
    د ژغورلو لپاره مټي رانغښټلي دي او خپلو كورنيو او بهرنيو دښمنانو پر وړاندې په
    ميړانه دريدلي او هغوي ته يې غاښ ماتوونكي ځوابونه وركړي دي.او په دغه اساس پړاو كې
    چي د هيواد او خلكو د سرنوشت ټاكنه ده غواړي چې په خپل بې دريغه ګډون سره يو ځل بيا
    هم ټولې نړۍ ته دا ثابته كړي چې افغانان هيڅ كله هم نه غواړي چې د خپل هيواد د
    دښمنانو د تبليغاتو تر اغيزې لاندې راشي او په دغې ملي پروسه كې به په خپل ګډون سره
    يو ځل بيا هم خپل دښمن له ماتي سره مخامخ كړي . تر څو خپل هيواد او خلك يې د دغو
    پلورلو شويو او پرديو له شتون او ګواښ څخه خلاص او آزاد كړي.

     په درنښټ


    د كرزي ګونګه طرحه – سليمان دولتزی

    ښاغلي كرزي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر نولسمه ناوخته مهال په يوه
    غونډه كې خپله طرحه اعلان كړه چې د بريالي كېدو په صورت كې به څه كوي.

    په همدې ورځ په لوګر ولايت كې د وسلوالو طالبانو او افغان سرتېرو
    ترمنځ سخته جګړه روانه وه، لوګر له كابل څخه تقريباً ۶۰ كيلومتره فاصله لري. كرزي د
    ملي راډيو- ټلويزيون په تالار كې په دې هېواد كې د امن د راوستلو او نېكمرغه ژوند
    ژمنې وركولې.

    د كرزي د طرحې وړاندې كولو يو ساعت وخت ونيوه، خو د نوموړي په
    طرحه كې ځينو مهمو ټكو ته هېڅ اشاره نه وه شوه. مثلاً د نشه يي موادو د كښت د
    مخنيوي او د مخدره موادو د قاچاقچيانو محاكمې ته اصلاً د ده په طرحه كې اشاره هم نه
    ده شوې. ښايي دليل به يې دا وي چې خلك به د ده خپل ورور احمدولي خان كرزي ته ګوته
    ونيسي چې كه كرزى د نشه يي موادو قاچاقچيان نيسي، لومړى دې له ده راپيل كړي. يا هم
    خلك به ښايي دا وايي چې كرزي د انتخاباتي كمپاين په پيل كې د نشه يي موادو څو تنه
    قاچاقچيان د دې لپاره خوشې كړل چې ځينو يې له حاجي دين محمد سره اړيكه درلوده.

    حاجي دين محمد په ننګرهار ولايت كې د كرزي لپاره كمپاين كوي. دغه
    راز د نشه يي موادو د بل قاچاقبر مولوي شېر محمد اخندزاده ورور، مولوي امير محمد
    اخندزاده، په هلمند كې ښاغلي كرزي ته كمپاين كوي.

    د ښاغلي كرزي په طرحه كې د مجرمينو د محاكمې په اړه هم څه نه وو
    ويل شوي، دا ځكه چې په تېرو كلونو كې ښاغلى كرزى يو مجرم هم په علني ډول نه دى
    محاكمه كړى، نو ښايي ده دا ژمنه هم ونه كړه چې مجرمين به محاكمه كوي.

    د كندهار پر ښځينه زده كوونكو د تېزابو پاشونكي خو ښه محاكمه شول.
    كرزي ويلي وو چې دوى به په هماغه ورځ د خلكو په مخكې په دار ځړوي!!!؟؟؟؟

    د كندهار د امنيې قوماندان او جنايي مدير قاتلين خو ښه محاكمه
    شول. دوى خو ويلي وو چې دا كسان به ژر محاكمه شي او نيول شوي دي، خو نه يم خبر چې
    دا قضيه به د ښاغلي كرزي په ياد وي؟!

    په اداري فساد ككړ چارواكي خو ښه محاكمه شول، چې اوس كرزى صاحب د
    نورو مجرمينو او غلو د محاكمه كولو لپاره مټې رابډوهي!!

    كله چې ښاغلي كرزي خپله طرحه وړاندې كوله او ما له رسنيو واورېده،
    له ګڼو ملګرو سره يوځاى مې دغه جريان څارۀ، ځينو ته خو خندا ورتله، ځكه اوس د ښاغلي
    كرزي په خبرو كې هغه تاثير نه ښكارېده، داسې برېښېدل لكه وينا چې بل چا ورته ليكلي
    وي، پر ښاغلي كرزي خولې راماتې وې، په تالار كې هم د جګړه ځپلي كندهار، هلمند، زابل
    او ارزګان استازي نه معلومېدل.

    تر تلاوت وروسته ولاړ شوي مولوي الله محمد هم په دعا كې سياست
    راګډ كړ، ده داسې دعا پيل كړه:

    ”په هغو انتخاباتو كې چې په مخكې يې لرو، ښاغلى كرزى په كې كامياب
    كړه…“

    زما پام و، زياتو كسانو بېرته لاسونه كښته كړل، دوى به ښايي نه
    غوښتل د هغو مظلومو ماشومانو په حق كې جفا وكړي، چې د خارجيانو بمباريو يې د كورنۍ
    غړي اخيستي. په هغه شېبه كې به ښايي د مظلومو ماشومانو د ژړاوو اواز تر غوږ ورته
    رسېده.

    كرزي وويل دۀ په تېره دوره كې يې، يعنې پنځه كاله مخكې ژمنه كړې
    وه چې د خلكو سرانه عوايد به له ۱۸۰ ډالرو څخه ۵۰۰ ډالرو ته رسوي، كرزي وويل اوس
    دغه عوايد ۴۵۹ ډالرو ته رسېدلي.

    خو نه ده معلومه چې دا خبره څومره سمه ده، په هر صورت دا قضاوت به
    ګرانو لوستونكو ته پرېږدم.

    د كرزي زياتره خبرې د ده هيلې او غوښتنې وې، حال دا چې وطن د يوه
    ولسمشر په هيلو او غوښتنو نه ابادېږي، خلك له ده څخه مشخصه طرحه غواړي. د نوموړي
    زياتې طرحې مشخصې نه وې، كرزي څو څو ځلې په خپلو خبرو كې وويل: سړكان به جوړوو،
    مكتبونه به جوړوو، كارونه به پيدا كوو… دا هغه خبرې دي چې له دۀ څخه زياتې اورېدل
    شوې دي او نور نو تكرار ښكاري.

    ښاغلي كرزي د بهرنيو ځواكونو د وحشتونو په اړه هم خبرې وكړې، خو
    ډېرې لنډې، ده وويل د بمباريو مخنيوى به كوي، خپلسري تالاشي به دروي…. حال دا چې
    دا ژمنې په لسګونو ځلې د ښاغلي كرزي له خوا شوي دي، خو په عمل كې نه يوازې د وينې
    بهېدل نه دي درېدلي، بلكې د بهرنيو وحشيانو وحشتونه لا پسې زيات شوي دي.


    د سرور احمدزي بدتميزي د منلو وړه نه ده – نور

    په تلويزيونونو کې د ولسمشرۍ د يو څو نوماندانو تر منځ په امنيتي
    مسايلو یوه مناظره ښودل کېږي چې رمضان بشردوست، سرور احمدزی، یما، صافی، او محمد
    انیس نصیر په کې برخه اخيستي. عجيب کار په کې دا کېږي چې د لومړي ځل لپاره یو
    نوماند (سرور احمدزی) پاڅېږي او بل (رمضان بشردوست ته) ته تهدیدونه ورکوي او غواړي
    په زوره یې چپ کړي.

    دا مناظره د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د جرګګۍ له خوا جوړه
    شوې چې دا څو ورځې وشوې په ټولو تلويزيونونو کې خپرېږي.

    دا څومره د شرم ځای دی چې یو کانديد راپاڅېږي او بل ته سپکې سپورې
    وایي. سرور په رمضان بشردوست چغې وهي او ورته د لیوني خطاب کوي. د بشردوست یواځینۍ
    ګناه دا ده چې نوموړي ته د سرور احمدزي پروګرام عملي نه ښکاري. سرور وایي چې غواړي
    د طالبانو، حکمتيار او حقاني سره خبرې وکړي او په حکومت کې ورته وزارتونه،
    ولایتونه، او سفارتونه ورکړي. د بشردوست د خبرو نوبت چې راځي نو وایي چې د سرور
    خبرې عملي نه دي او یاد شوي خلک د نوموړي سره په دولت کې کار نه کوي. په دې کې پسې
    سرور ورپاڅېږي او داسې ښکاري چې غواړي ګوذار پرې وکړي. سپکې سپورې ورته وایي.
    یو
    څوک چې د نيوکې د اورېدو توان نه لري، بد کوي چې ولسمشرۍ ته ودرېږي! که په سرور کې
    دا توان نه وي نو بيا دې هڅې د پښتنو نوم نه بدناموي. کالیفورنيا ته دې لاړ شي ،
    هسې هم هلته (سيون اليون) دوکان لري، شراب خرڅولو ته دې په کې دوام ورکړي.

    دويم دا چې ده په خپلو خبرو کې رمضان بشردوست ته وویل چې ((زه
    پښتون یم))، ((طالبان زما قوم دی، زما خلک دي، زه یې ښه پېژنم)). سرور د هر پښتون
    په تندي داغ دی. پښتانه داسې بې همته خلک نه دي، لکه سرور چې د یو بې وزله نوماند
    پسې پاڅېږي اوتهديدونه ورکوي. بشردوست په نوماندانو کې هغه نوماند دی چې د قوم،
    مذهب، سمت، او ژبې سرحدونه یې مات کړل. هغه ځانته افغان وايي. په تېرو اوو کلونو کې
    که یو ښه کار شوی وي، هغه دا دی چې ټولنې د بشردوست په شان مثال وپېژنده چې د هر
    ډول بېلونکو کرښو تېرېدی شي او ځانته افغان ویلی شي.

    سرور ته په کار دي چې د خپل د کاکا ځامنو (قوماندان زرداد،
    قوماندان شمالي، سپي، او ليوني) کارونه دې نه تکراروي، هغوی هم ښه تاريخ نه دی
    پرېښی چې دی به یې پرېږدي. پښتانه له دا ډول ټوپکمارانو تنګ شوي .
    د ده دا خبره
    هم پښتنو ته عار دی چې دی وایي حقاني، طالبان، او حکمتيار د ده قوميان دي او پښتانه
    دي. داد پښتنو سپکاوی دی. سرور په دې نه پوهېږي چې په دې خلکو کې ډېری د پاکستان د
    آی ايس آی ایجنټان دي.

    سرور په خپله هم پښتون نه شي کېدای. پښتون بايد پښتونواله ولري، د
    نيوکو زغم بايد ولري. په بې وزله کانديدانو بايد سترګې راونه باسي. که دی نر وي او
    په شونډو یې د رښتيا برېتونه پراته وي نو په عبدالله او پدرام دې سترګې راوباسي چې
    ورنه سترګې وباسي.


    دملي امنيت احمقه اداره خلک وسله وال پاڅون ته مجبوري – زمرى
    شريف

    د تش په نوم ملي امنيت ادارې په ورستيو خبرونو کې ويل شوي دي چې
    دغې ادارې د خزب التحرير د نړيوال ګوند، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي خلافت د
    بيا احيا کولو له پاره فعاليت کوي، دځينو غړو دنيولو خبر ورکړ.
    د ملي امنيت په
    وينا د غه ډله په افغانستان کې د انتخاباتو د ګډو وډولو هڅه کوي، خو رښتيا داده چې
    حزب التحرير په افغانستان کې راتلونکي انتخابات په اسلامي دلايلو حرام بللي دي او
    له خلکو څخه يې غوښتي دي چې په دغو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
    دغه ګوند چې په ټوله
    نړۍ کې فعاليت کوي، يو سوله ييز خوځښت دى چې ، له خلکو سره فکري کار کوي.
    دغه
    ګوند اوس اوس په افغانستان کې ګن ځوانان جذب کړي دي، او د هغوى دروزلو له پاره هلې
    ځلې کوي.

    لکه څنګه مې چې مخکې يادونه وکړه دا يو سوله ييز فکري خوځښت دى،
    خو راپټونه وايي چې دملي امنيت احمقانو ددغه ګوند له نيول شويو ځوانانو سره وحشيانه
    چلند کړى او هغوى سخت ځوروليي دي.
    که حالت همداسې دوام وکړي، نو ويره ده چې دغه
    سوله ييز حرکت به په وسله وال پاڅون وړي.

    تر اوسه پورې په افغانستان کې د دولت مخالفين که طالبان دي او که
    د اسلامي ګوند غړي، کا بو ټول يې پښتانه دي، خو په دغه ګوند کې ډېرى کسان غير
    پښتانه دي، نو له دې امله که له حزب التحرير سره د ملي امنيت احمقانه چلند دوام
    ولري نو په غير پښتون مېشتو سيمو کې به هم د دولت په ضد وسله وال پاڅونونه وشي.