کور / سياسي / مقابله که مفاهمه؟ منظاره که محاسبه؟

مقابله که مفاهمه؟ منظاره که محاسبه؟

پوهندوی محمد اسمعيل يونله هغې ورځې چې په افغانستان کې د جمهوري رياست د ټاکنو موضوع مطرح شوه، نو ګڼ شمېر ملتپالو افغانانو سره د کانديدانو د تعدد او ډېرښت په باب اندېښنه پيدا شوه او اوس هم دا اندېښنه شته، ما هم خپله اندېښنه او د نوماندانو له تعدد څخه راټوکېدونکي خطرونه، اقتصادي او ټولنيز زيانونه په نورو ليکنو کې په ګوته کړي، نه غواړم بيا پرې بحث وکړم. هره سياسي او ټولنيزه ليکنه د خپل زمان او مکان او شرايطو محصول ده. اوس چې کومه ليکنه کوم تر ټاکنو وروسته خپل دا اوسنى ارزښت له لاسه ورکوي.
( د کانديدانو مارکيټ) ليکنه کې زما هدف دا و، چې د کانديدانو د تعدد مخه ونيسو او (لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم) ليکنه کې مې موخه دا وه، له هرې ممکنې لارې چې وي، بايد ښاغلى کرزى په دې قانع کړو، چې د مرستيال په توګه د ښاغلي فهيم خان غوراوى خپله ده او زموږ ټول ملت ته په تاوان دى، خو زموږ مخامخ خبرو، ليکنو او ويناوو د هغه خطر مخه ونه شوه نيولاى او نږدې شل ورځې وروسته کرزي صيب له هرې وجې چې وه خپله پرېکړه وکړه. ما د يو افغان په توګه خپله وروستۍ وسه وکړه او خپل وجداني مسئوليت مې رفع کړ او اوس روحاً ځکه ارام يم، څه چې مې په وس کې و هغه مې تر وروستي بريده استعمال کړل. تر هغه وروسته په دې فکر کې وم چې ددې اوسني ترکيب پر وړاندې بل ( ښه او ګټونکى) بديل کوم دى؟ (ښه او ګټونکى بديل) په دې خاطر قيدوم چې که يو بديل (ښه) هم وي، خو چې د ګټلو قابليت ونه لري، له سياسي محاسبې وځي. په همدې سوچ کې وم، له ډېرو نيمګړتياوو سره سره يو نسبتاً (ښه بديل) پيدا شو، خو د ګټنې چانس يې ډېر کم او يا هم په نشت حساب و، پر همدې وخت يو بل خطرناک بديل څرګند شو؛ شمالټلواله او د هغې اساسي زړي (نظار شورا) چې د فهيم خان په وجود کې يې د جمهور رئيس د لومړي معاونيت پوست تضمين او له دې لارې يې خپل سياسي حيات خوندي کړ،تر دې لا د لوړ امتياز په لټه کې شوه. د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله په وجود کې يې يو نوى ترکيب جوړ او د جمهوري رياست لپاره يې کانديد کړ. د اسلامي جمعيت، نظار شورا، ټول ماهيت او محتوا او همدارنګه د ستم او پرچم ډلې اساسي ارکان يې تر شا ودرېدل. پر دې وخت بيا يوې دقيقې محاسبې ته اړ شو، چې اوس څه کول په کار دي؟ درې حالته وو: تر اوسني حالته د ښه حالت د برياليتوب چانس ډېر کم دى، اوسني حالت ته دوام ورکوو؟ که تر دې بدتر حالت ته غاړه ږدو؟ په دې درېو حالتونو کې بياهم همدا دوه او اساسي حالتونه ډېر مطرح وو او اساسي مقابله هم د همدې دوو ترمنځ وه.
يو ځل مې بيا د افغانستان ټولې لاسلرې احصايې، د تېرو انتخاباتو نتيجې، په هر ولايت کې د وټرانو شمېر، د انتخاباتو کميسيون وروستۍ شمېرنې، نا امنه ولسوالۍ، له حکومته د ګڼ شمېر خلکو نا رضايي، په انتخاباتو کې د حکومت د معادلې رول، په دې ټاکنو کې د افغان مهاجرينو نه ګډون، اوسنۍ خپلپاله او پرديپاله ميډيا، د کانديدانو اقتصادي او تخنيکي امکانات، له انتخاباتو سره د يو شمېر پښتنو بې تفاوتي، په پښتنو کې د يو منظم سياسي سيستم نشتوالى، پښتنو ته د ګاونډيو هېوادونو نيتونه، د کانديدانو اوسېله، منطق، د پښتنو کانديدانو د شمېر زياتون، د حامدکرزي پر وړاندې د کورنۍ او بهرنۍ ميډيا چلند، د پردې پر مخ او د پردې ترشا د بهرنيو سياسي استازو نظرونه او نور ګڼ شمېر عوامل او دلايل مې يو يو د رياضي او اجتماعي منطق او اوسني سياسي واقعيت په فورمولونو کې واچول، ښه مې چاڼ کړل، نتيجه همدا شوه چې اوس موږ ددې وس نه لرو چې يو ښه ايډيال حالت او يا لږ تر لږه تر دې اوسني حالت ښه حالت، بري ته ورسوو، خو که لږ تر لږه همدا حالت هم وساتو تر هغه بل لوى خطره به مو ولس بچ کړى وي، چې تراوسه لا راغلى نه دى او که مخه يې ونه نيول شي، نو د بري ټينګ احتمال يې شته. خپله ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغه تر شا چې کوم ټيم او سيستم کار کوي، هغوى د وينا او عمل له مخې په افغانستان کې د اساسي بدلون غوښتونکي دي. په نظام کې د ((اساسي تغيراتو)) په مانا هغه څوک ښه پوهېږي چې شل کاله يې د نظار شورا او ستم ګروپ پر ضد مخامخ او شعوري مبارزه کړې وي. که ډاکتر عبدالله د انتخاباتو تر چتر او ماسک لاندې پر دې ولس واکمن شو، نو هغه لوبې به پر دې ولس او په تېره بيا پر پښتنو وکړي، چې تېر تاريخ کې، شوي جنايتونه به هم درته د حيرت ګوته په غاښ کړي. هغه ډله چې د افغان او افغانستان له نامه سره حساسيت لري، د هغې د حاکميت تصوير به څه ډول وي؟ ددې ډلې هدفونه په ترتيب سره دادي: لومړى پر پارلماني نظام د رياستي نظام بدلون، دويم پړاو کې له پارلماني نظام څخه د فدرالي نظام پر لوري حرکت او په وروستۍ نتيجه کې د افغانستان تجزيه. ددې ډلې د نېتونو او عملونو په باب ډېر اوږده بحثونه کېدى شي، خو دې ليکنه کې ټول هغه مسايل نه شي راټولېدلاى. اوس راځو دې ته چې د ښاغلي کرزي له خوا ښاغلي فهيم خان ته له دومره غټ امتياز سره سره بيا هم ډاکتر عبدالله ولې ځان کانديد کړ؟ دې خبرې ته مې مخکې هم اشاره وکړه، خو ددوى محاسبه داده، چې په يو شمېر پښتون مېشته ولايتونو او زيات شمېر ولسواليو کې جګړه روانه ده، نو دا کار په ټاکنو کې د پښتنو طبيعي اکثريت زيانمنوي، د پښتون نسبه کانديدانو شمېر هم ددې سبب کېږي، چې د پښتنو رايې ووېشل شي، په انتخاباتو کې د کلتوري ستونزو له امله د پښتنو ښځو کم ګډون هم دوى ته هيله پيداکوي. په ځينو سيمو کې د پيسو بې درېغه استعمال، په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې درغلي او په ځينو نورو کې د زور استعمال ددوى هوسونو ته هوا ورکوي. همدارنګه په ټاکنو کې له دوى سره د ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو پټې او ښکاره مرستې د دوى په فکر، ددې سبب کېږي چې دوى به ټاکنې وګټي. فهيم خان او نور هغه جمعيتيان چې په حکومت کې دي دوى ټول خپل منځ کې تفاهم لري، ددې زيات شواهد شته چې اکثريت دولتي جمعيتيان همدا اوس په زغرده ډاکترعبدالله ته کمپاين کوي. فهيم خان تراوسه پورې يوه خبره هم د ډاکترعبدالله پر ضد نه ده کړې، دوى فکر کوي چې که چېرې کرزى صيب بريالى شو، بيا به اکثريت جمعيتيان او نظار شورا والا دفهيم خان د زور له امله په حکومت کې خوندي پاتې شي او فهيم خان به هم په دې پلمه نور جمعيتيان او د خپلې سيمې خلک په حکومت کې ځاى پر ځاى کړي، چې ده خو ګنې کرزي صيب ته کمپاين کړى او ډاکتر عبدالله به د زياتو رايو په لرلو سره د اپوزېشن د مشر په توګه د مخالف د ((حيثيت او محتوا)) د ممثل په توګه خپل ځان تثبيت کړي. په دې ډول به د تېرو پنځو کلونو په شان د حاکميت زياته برخه او هم څرګند سياسي اپوزېشن د دوى لاس ته ورشي او له دواړو امتيازونو څخه به برخمن شي. دا هغه حالت دى چې دوى به د ((مبارزينو)) په توګه څرګند او هېڅ ډول زيان به ورته نه رسېږي، يانې په اصطلاح په ژوندوني به هم غازيان وي هم به شهيدان او هم به ژوندي ګرځي؛ له ښو امتيازاتو به برخمن وي. که چېرې ډاکتر عبدالله بريالى شو، نو فهيم خان به ورسره د يو ستر مشاور او يا هم د دفاع د وزير په توګه په لوړ مقام کې ځاى ولري او ټول به په ګډه هغه پلانونه تطبيقوي، چې په زړونو کې يې ګرځي. دوى ټول ددې وس لري چې له سهاره تر مازيګره خپلې ټولې تاکتيکي خوابدۍ سره هېرې او تېرې کړي، دوى که نه خلکي شته نه ستمي، نه اخواني شته، نه پرچمي، نه طالب شته او نه دا او نه هغه، خو اوس خپل حال ته ګورو چې موږ پر څومره ډول ډول ناروغيو اخته يو: هم ((حاکم)) يو هم محکوم يو، هم ((قاتل)) يو، هم مقتول او سل نور مرضونه چې ضرور نه دي ټول يې دلته ياد کړو. د دوى روښنفکر او ليکوال به هېڅکله د ډاکتر عبدالله، رباني، مسعود او ان ببرک کارمل سپکه ونه وايي، خو زموږ ((ليکوالو)) د دې هېواد تر ټولو هغو شعوري شخصيتونو پسې قلمونه تېره کړي او هغه څه ورپسې ليکي چې که دوى ته ووايې مهرباني وکړه، همدغه ليکنه دې په يو محفل کې په خپله خوله ولوله، نو دى به يې خپله هم د سپوره او کرکجنو الفاظو له امله ونه شي لوستلاى، نو په دغسې يو حالت کې چې له هرې خوا د تيارو د غشو بارانونه وي، د رڼا پر لوري د لارې ايستل اسانه کار نه دى. څو څو ځله مې جمهور رئيس ته دا مفهوم د خبرو او ليکنو له لارې ورسولاى، چې تېره تجربه بايد تکرار نه شي، د جمهوري رياست معاونيتونه بايد د قوميت د اصل له مخې ونه وېشل شي، لياقت بايد په پام کې ونيول شي او که احياناً قوميت په پام کې نيول کېږي، نو لياقت او کفايت دې هم ورسره مل شي او حتمي نه ده، چې همدا قراردادي څېرې او سيمې چې کليشه شوي دي همدا دې وي. دا داسې څېرې دي چې هم يې تاسو او هم يې ستاسو پلويان دې ولس ته سپينولاى نه شي. ما دا خبره هم ورسولې چې پرته له هغې هم په هلمند، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې تر لسو زياتې ولسوالۍ د حکومت په ولکه کې نه دي، يو پنجشېر دې هم نه وي، ددې سيمې ټول نفوس د ټول هېواد په کچه (٠،٣) دى چې دا پر انتخاباتو کوم خاص اغېز نه لري، که ته ترې څوک د مرستيال په توګه هم راولې، بيايې هم رايه خپل بل کانديد ته ځي، ځکه دوى سره داسې يو فکر دى، چې ځه معاونيت خو خوندي شو، اوس راځه جمهوري رياست لپاره کار وکړه، خو زما وړانديزونه يوازني د يو نظر او وړانديز په توګه پاتې شول.
زه د هغو کسانو له جملې نه يم چې يوه فرضيه يوازې له يوه اړخه مطالعه کوي او يا يوازې د يوه بديل په فکر کې وي او که هغه ونه شو، نو بيا لاس تر زنې کېني. اوس زما وړاندوينه داده، چې که چېرې ټاکنې ترسره شي او له ټاکنو پرته پر کوم بل بديل غور ونه شي، نو دوه کانديدان به سرته وځي: يو ښاغلى حامدکرزى او بل ښاغلى ډاکتر عبدالله عبدالله دى. يا به ټاکنې لومړي پړاو کې نتيجه ورکړي او يا به هم دويم پړاو ته ځي، په دې دواړو حالتونو کې به همدا دوه کانديدان مطرح وي. دا چې ولې دا دواړه کانديدان تر نورو زيات مطرح دي، د نورو علتونو ترڅنګ ددې يو علت دادى چې دواړه په حکومت او دولت کې شريک دي. واقعيت خو دادى چې د ټول حکومت نيمايي برخه د ښاغلي کرزي او د هغه د پلويانو په لاس کې ده او د حکومت نوره نيمايي برخه چې قهريه قوه هم په کې شامله ده، د اسلامي جمعيت او د ډاکتر عبدالله د پلويانو په لاس کې ده.
ټاکنو کې دولتي، اقتصادي او قومي عنصر ډېر رول لري، دواړه کانديدان له دې عناصرو برخمن دي. د ايران د بې درېغه مرستو له امله د ډاکتر عبدالله اقتصادي بېلانس د کرزي صيب په انډول قوي دى، خو د ډاکتر عبدالله ډېره بده پخوانۍ سابقه په عامه افغاني ټولنه کې د هغه د برياليتوب کمزورى کوي؛ يو زيات شمېر پښتانه له ډاکتر عبدالله څخه د هغه د پخواني چلند له امله يا په خپله خوښه او يا هم د مجبوريت له مخې د ښاغلي کرزي ملاتړ کوي، يو شمېر نورو اقليتونو ته د زياتو امتيازاتو د ورکړې له امله، هغوى هم د کرزي ننګه کوي او که دا وفاداري يې تر پايه پاتې شوه، نو په لومړي پړاو کې د کرزي د ګټنې چانس ممکنوي. په مقابل کې ډاکتر عبدالله په پښتون مېشته سيمو کې له ناراميو څخه خوند اخلي او ګټه پورته کوي، د کرزي د ووټ په طبيعي ساحه کې دا ستونزې د هغه رايې راکموي. د اسلامي جمعيت ځينې قانوني او نا قانانونه وسله وال ګروپونه په پښتون مېشته سيمو کې ناراميو ته په شعوري ډول لمن وهي او ځينو اشخاصو ته د پيسو د ورکړې له لارې غواړي د کرزي رايې راکمې کړي. د نظار شورا ټوله پاملرنه اوس کرزي ته متوجه ده، له ښاغلي ډاکتر اشرف غني سره اوس کار نه لري، ان د هغه له قوت او مرکو څخه خوند اخلي، ځکه چې خپل اصلي رقيب يې نه ګڼي، خو که احياناً د ښاغلي ډاکتر اشرف غني احتمال تر کرزي صيب زيات واى، نو بيا يې ټول کمپاين همغې خواته متوجه کاوه، دوى يو ځل بيا له هغه چلند څخه کار اخلي چې طالبان يې د اسلامي حزب پر وړاندې تقويه کول. کله چې طالبانو اسلامي حزب له چهاراسياب څخه پورته کړ، نو دوى بيا پر طالبانو بريد وکړ، هلته د طالبانو عقل سرته راغى چې نه اساسي دښمن بل څوک دى. اوس که نظار شورا اشرف غني سره کوم مستقيم کومک نه کوي، خو د اشرف غني له هغه قوت، قهر، مهارت او لياقت څخه چې د کرزي پر وړاندې يې څرګندوي، سخت خوند اخلي او دواړه د يوه ګډ رقيب پر وړاندې په ((مناظره)) کې د ګډون لېوالتيا لري. په داسې حال کې چې همدا نظار شورا او اسلامي جمعيت وو چې پر کرزي د زيات ناقانونه فشار له امله، له سياسي او دولتي ډګر څخه د ډاکتر اشرف غني د ګوښه کولو سبب شول، ځکه اشرف غني ددې عامل ګرځېدلى و، چې په دولت کې د نظار شورا په خاص ډول د ((مارشال)) فهيم خان د نا قانونه مالي امتيازاتو او غوښتنو مخنيوى وکړي. هغه وخت ما د يو افغان په توګه، هم د ځانګړې ليکنې او هم د بي بي سي او نورو راډيوګانو له لارې خپل غږ اوچت کړ او ومې ويل چې ښاغلى ډاکتر اشرف غني (( د خپل لياقت قرباني شو)) او دى مې يو ((ستر ريفورميست)) وګاڼه، سره له دې چې نه هغه وخت زه د ډاکتر اشرف غني د سياسي او اجتماعي کرکتر پلوي وم او نه هم اوس يم. خو دده د خپل لياقت او کفايت له مخې او په هېواد کې د اقتصادي سمون له امله ورته هر وخت درناوى لرم. زه پر دې هم پوهېږم چې نظار شورا او نورې افغان دښمنې ډلې د ښاغلي کرزي په انډول ډاکتر اشرف غني ته په ډېر کرکجن نظر ګوري، خو څرنګه چې د واک د اوسنۍ معادلې له مخې په اوسنيو ټاکنو کې د کرزي په انډول د ډاکتر اشرف غني د برياليتوب احتمال کم دى، نو ځکه يې اوس د خپل لومړي رقيب په توګه نه محاسبه کوي. خو له دې ټولو ويلو او نا ويلو ستونزو، کږلېچونو او ابهاماتو سره سره ايا د ملي او شعوري مبارزې د بري لپاره کوم چانس او څرک هم شته که نه لاس تر زنې کېناستل په کار دي؟
زه خو فکر کم چې رښتيني او شعوري مبارزين همغه دي، چې په سختو حالاتو او ابهاماتو کې د سمې لارې څرک پيدا کړي. اوس هم حل لارې شته چې که دقت ورته وکړو او په ټينګه ورته مبارزه وکړو، نو خپل ولس له دې بحرانه راايستلاى شو. زما په نظر کېدى شي څو حل لارې يې دا وي:
١- که انتخابات وشي، نو د اوسنيو امکاناتو، شواهدو او محاسبو له مخې د ښاغلي حامدکرزي او د ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله له جملې څخه به يو د ټاکنو په اول يا هم په دويم پړاو کې بريالى کېږي.
٢- که ډاکتر عبدالله بريالى شي، نو د زيان اټکل يې همدا اوس موږ کولاى شو، په تېره بيا پښتنو ته، نو په کار دي، چې په هر ترتيب وي مخه يې ونيول شي.
ځينې کسان کله کله په خپلو خبرو کې وايي، چې تر کرزي عبدالله ځکه ښه دى چې مخامخ دښمن دى چې څه کوي مقابله به ورسره کوو، دى بيا زموږ حقوق نه شي خوړلاى! دا هغه ضعيفه منطق دى، چې بايد ژر يې علاج وشي، دې ښاغلو ته بايد وويل شي، هغه وخت چې دوى په واک کې وو، تاسې يې څه مخه ونيوله چې بيا به يې ونيسئ، هغه وخت لا د دوى پر وړاندې ځينو نورو مخالفو تنظيمونو سره وسله هم وه، جګړه پيل شوه، دوى يې د خپلو پلانونو تطبيق ته پرېنښودل، خو بيا هم يې دې ملت ته دومره زيان واړوه چې بيا جوړونه يې کلونه کلونه وخت غواړي.
بله خبره داده چې يو ځل دوى د انتخاباتو د قانونيت تر چتر لاندې بريالي شول، بيا خو دوى په پنځو کلونو کې په اقتصادي، سياسي او کلتوري برخه کې دومره ځان رسوي، چې بيا يې د لسيزو په اوږدو کې هم مقابله نه شې کولاى. هغه مهال که په پښتنو کې څوک د دوى وسلوال مخالفت ته هم راودانګي، نو دوى دا مخالفين د بهرنيو ځواکونو په زور ځپي او که پښتانه روښنفکران يې مخالفت کوي، هغوى به د ډيموکراسۍ د اصولو خلاف ګڼي، ځکه چې د انتخابي حکومت پر وړاندې ودرېدلي، يو نيم بل مخالف ليکوال او روښنفکر به په کلي ولس کې د نشنليست او افغان ملتي په نوم په خپله د پښتنو مذهبي ډلو له خوا له منځه وړي، ځکه چې پر دې حکومت به د مجاهدينو د حکومت ماسک هم غوړېدلى وي. پښتون ليکوال به په (مستعار) نامه د ليکنې جرئت هم له لاسه ورکړي، ځکه چې که بل ((پښتون ليکوال)) ته يې پيسې ورکړې، نو هغه به يې د مستعار نامه کيلي او رمز ور خلاصوي او ورته وايي به چې دا ليکنې پلانکي کړي، ګورئ ورته ښه ويښ شئ! موږ ټول پښتانه خو داسې نه يو!! دا يو څو تنه دي چې دې ((تعصب)) ته لمن وهي. دا هغه تجربې دي چې پخوا تېرې شوي او بيا بايد ورته زمينه برابره نه کړو.
٣- که کرزى صيب بريالى شو، نو درې احتماله دي: ١- يا به پښتانه په همدې حالت کې وي، ٢- يا به تر دې لږ ښه شي ٣- او يا به تر دې لږ نور هم خراب شي. خو په ټوليز ډول سياسي واک هغه حالت ته هېڅکله نه ځي، چې د ډاکتر عبدالله د واکمنۍ پر مهال يې اټکل کېږي. خو ايا د کرزي صيب د واکمنۍ دا درې حالته پر يو ښه حالت بدلېدى شي که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې سم ځوابونه بايد ورته ورکړل شي، يو څو ځوابونه يې دادي:
٤- د ښاغلي حامدکرزي او ښاغلي ډاکتر اشرف غني مفاهمه: که چېرې په اوسنيو انتخاباتو کې مقابله يوازې د ښاغلي کرزي او ښاغلي غني ترمنځ واى او درېيمګړي قوت ته په کې د برياليتوب چانس نه واى، نو بيا نو موږ هېڅ ډول تشويش نه درلود، کېدى شي زما شخصي دريځ هم بل ډول واى. سره له دې چې پر کانديدانو او د هغو پر پلويانو دا خبره د غشي په شان سخته لګېږي، چې د واقعيت له مخې ورته ووايي چې ستا رايې د هغه بل په انډول کمې دي، خو زه او زما په شان نور افغانان چې د ملي ګټو پر وړاندې د کانديدانو خيال نه ساتو، د ګڼو دلايلو له مخې وايم چې د ښاغلي کرزي او ښاغلي عبدالله په انډول د ښاغلي غني رايې کمې دي. د رايو په باب زما محاسبه همداسې ده، خو د لياقت او کفايت په باب زما قضاوت بيا معکوس دى. څرنګه چې په ټاکنو کې رايې تلل کېږي او محاسبه کېږي، نه لياقت. لياقت يو کيفيت دى او د رايو شمېر يو کميت دى. ټاکنې داسې يو حالت دى چې کميت په کې ګټونکى ګڼل کېږي، که څه هم دا کميت ناعادلانه وي، ښه حالت هماغه دى چې کيفيت او کميت دواړو بريالى شي، نو ځکه زموږ وړانديز دا دى چې ښاغلى غني بايد ښاغلي کرزي سره بشپړ تفاهم ته ورسېږي. دلته يو پوښتنه مطرح کېږي، چې په دې تفاهم کې دې کرزى د غني او که غني د کرزي په ګټه تېر شي؟ لکه څنګه چې دمخه مو وويل د قدرت په اوسنۍ معادله کې د دولت ځواک اساسي نقش لري او دولت هم پنځوس په سلو کې د کرزي صيب او پنځوس په سل کې د هغه د نورو ائيتلافينو په تېره بيا د اسلامي جمعيت په لاس کې دى، چې نېغ په نېغه د ډاکتر عبدالله ملاتړ کوي. نو که کرزى صيب د غني صيب په ګټه تېر هم شي، ډېره ګټه به يې ډاکتر عبدالله ته ورسي، ځکه چې ددې پاتې دولتي ځواک اکثره برخه به هم د خپلو مقامونو د خونديتابه لپاره د ډاکتر عبدالله پلوي وکړي، په دې ډول به د دولت ډېره زياته برخه د ډاکتر عبدالله پلويان شي او دا کار به د اشرف غني د بري چانس چې اوس له دولتي ځواکه او نورو زياتو اقتصادي امکاناتو بې برخى دى، لا پسې کمزورى کړي. هغه ډلې ټپلې به هم د ډاکتر عبدالله خواته تمايل پيدا کړي، چې عادلانه نه دي، خو موثرې دي او کرزي صيب د زياتو امتيازاتو په ورکړه له ځان سره مل کړې دي، هغوى د اشرف غني له قاطع کرکټر سره هېڅکله روغه جوړه نه شي کولاى. دغه راز کرزى صيب به هم د دولتي مقام په پام کې نيولو سره هغه وخت د دې وس پيدا نه کړي چې له داسې مقام څخه د يوه مشخص کانديد په ګټه علني کمپاين وکړي، که په پښتون مېشته ولايتونو کې امن واى، بيا هم د اشرف غني د بري چانس لوړېده او يا هم نړيوال په بشپړ او څرګند ډول د غني صيب تر شا ولاړ واى. د ښاغلي غني يو شمېر پلويان هغه ته داسې انتباع ورکوي، چې کېدى شي، ټاکنې دويم پړاو ته پاتې شي، په دې پړاو کې به اشرف غني حتمي مطرح وي، بل کانديد به يا کرزى صيب وي يا ډاکټر صيب عبدالله ، له دى دوو به يو وي، نو په دې ډول به د اشرف غني د ګټنې چانس برابر شي. د دوى پټ او څرګند منطق دا دى، چې له کرزي صيب څخه يو زيات شمېر پښتانه خوابدي دي، که د کرزي صيب او اشرف غني مقابله وي، نو زيات شمېر پښتانه به ډاکټر اشرف غني ته رايه وکړي او يا که همدارنګه د ډاکټراشرف غني او ډاکټر عبدالله مقابله وي، نو ټول پښتانه به اشرف غني ته رايه ورکړي او عبدالله به ماتې وخوري. دا د هغو کسانو د روحيې تقويې لپاره چې په ټاکنو کې برخه اخلي يوه ښه هيله ده، خو دوى بايد د دې مقابل حالت هم محاسبه کړي. زه نه غواړم د هغه دردېدلي حالت جزيات بيان کړم، چې اوس زموږ متفرق اکثريت له کومو رنځونو سره مخ دى. دا پورته تصور د يوې فرضيې په توګه سم دى، خو د عملي کېدو احتمال يې کم دى. اوس نو دا فرضيه پاتې کېږي؛ که ډاکتر اشرف غني د کرزي په ګټه تېر شي، څه به وشي؟ دا کار به په لومړي ګام کې ښاغلي غني ته د هغه د توند مزاج له امله ګران وي، خو وروسته به يې مېوه بده نه وي.
د اشرف غني او حامدکرزي د مفاهمې شرايط بايد پر اصولو ولاړ وي.د ډاکتر اشرف غني حيثيت بايد خوندي شي او داسې يو مهم مقام ورته وسپارل شي چې اجرايي ځواک ولري او دى پرې په دولت کې رشوت او فساد مهار کړي. که چېرې ډاکتر اشرف غني له يوه مناسب ځواک سره په حکومت کې وي، نو هغه وېره چې په حکومت کې د فهيم خان په راتګ سره د اداري فساد او د ځمکو د غصب له وجې احساسېږي، هغه به تر ډېره حده راکمه او يا به له منځه ولاړه شي. د اشرف غني غوندې يو کس کولاى شي د کرزي صيب په حکومت کې د فساد مخه تر ډېره بريده ونيسي او دا هغه حالت دى چې هم د کرزي صيب حيثيت ته په ګټه دى او هم ملت ته او خپله د اشرف غني حيثيت ډېر اوچتوي.
نه يوازې له کرزي صيب سره بايد د ډاکتر اشرف غني د خبرو او مفاهمې لار اواره شي، بلکې ښاغلى پروفيسور علي احمد جلالي او ډاکتر انوارالحق احدي ته که په هر ترتيب سره امنيتي سکتور او د بهرني سياست چارې وسپارل شي، نو د حکومت اساسي ستنې به ټينګې شي او دې حالت سره به د يو قوي مرکزي حکومت لمن پراخه شي، نه يوازې دا اشخاص، بلکې نور مهم او موثر شخصيتونه هم بايد په حکومت کې راټاله شي. که چېرې اشرف غني، جلالي، احدي او نور موثر او ملي شخصيتونه د کابينې په غونډه کې ناست وي، نو هېڅکله به د ښاغلي محقق په شان خلک له کلي څخه د ولسوالۍ، له ولسوالۍ څخه د ولايت او په پاى کې له ولايت څخه د مملکت د جوړولو دعوه او غوښتنه ونه کړي او که ميدان ورته همداسې شغالى وي نو بيا خو به ډېر هغه څه وکړي چې تراوسه يې لا په زړونو کې دي. که چېرې کرزي صيب او غني صيب او د هغوى پلويان يې هر يو ځانته ځانته ډنګوي، نو بيا ټول مسوليت د همدغو کانديدانو او د هغو د اوسنيو پلويانو پر غاړه دى. که چېرې د مفاهمې لاره رامنځته نه شي نو بيا خو نور نور اټکلونه کېدى شي چې هر يو په خپل وار دې ټولنې او همدې کانديدانو ته په زيان دى:
١- کېدى شي د ډاکتر اشرف غني له پخلاينې پرته کرزى بريالى شي، په دې حالت کې به هغه ډلې ټپلې ډېر امتيازات واخلي، چې اوس د کرزي صيب صادقانه او يا هم فريبانه ملاتړ کوي. دوى به په دې پلمه چې ګنې موږ کرزى بريالى کړى ، ډېر ناقانونه امتيازات واخلي. يو زيات شمېر پښتانه به د اشرف غني د کمپاينرانو او يا هم پلويانو په نامه په حکومت کې له دندو محروم شي او يو شمېر نور چې په حکومت کې د خپل لياقت له مخې کار کوي، هغوى ته به هم توطيې جوړې او له حکومته به يې په ډېر مهارت بهر کړي، په دې ډول به دوى په راتلونکو پنځو کلونو کې د حکومت اکثره اساسي څوکۍ ونيسي او بيا به ترې بله دوره کې، که حالات همداسې روان وو، انتخابات ګټل هم ناشوني شي.
٢- دويم احتمال دادى چې کرزى صيب يې بايلي، ډاکتر صيب عبدالله يې وګټي، د ډاکتر عبدالله د واکمنۍ د حالت وړاندوينه خو مو مخکې هم کړې چې څه به کېږي. په دې حالت کې به ښاغلى کرزى ناکام وي، هغه به خپل غږ نه شي پورته کولاى، ځکه د ناکام سړي معقول اواز هم څوک نه اوري. پر ميډيا هم پوهېږو چې د چا په لاس کې ده، د نړيوالې ټولنې او ګاونډيو هېوادونو حالت هم موږ ته ښه معلوم دى. ډاکتر اشرف غني به مايوسه وي ځکه چې ولس به ده ته د خپل لياقت په انډول کمې رايې ورکړي وي. خپل ورور، خپلو کمپاينرانو او نورو ته به په قهر وي، چې ولې يې ده ته غوړه مالي کړې، واقعيت يې ورته نه دى ويلاى او دده تقاضا يې ولې بېځايه پورته کړې ده. د داسې يو سړي لپاره چې په لوړ کفايت او لوړو مقامونو کې يې کار کړى وي، د ناکامۍ زغمل د زړه د حملې تر بريده خطر لري، ښاغلى غني به له ډېرې مايوسۍ سره بېرته امريکا او يا کوم بهرني هېواد ته ځي، دى به ځان سره دا فکر کوي، هغه ټولنه چې د باکفايته خلکو پر ارزښت نه پوهېږي، هغو ته کار کول څه ګټه نه لري. ښاغلى ميرويس ياسيني به په انتخاباتو کې د خپلو مالي زيانونو د جبران په لټه کې وي، يا به په حکومت کې ځان ځايوي يا به ازاد کاروبار کوي او يا به هم له انګرېزي او نورو امريکايي کمپنيو سره د ساختماني شرکتونو د معاملاتو له لارې، د خپل اقتصادي زيان جبيره کوي. زموږ ملت به د تېرو ناخوالو په تعقيب له داسې يو حالت سره مخامخ وي، چې لاس به مروړي، څه به لاس ته نه ورځي او د تېر هغه نيمګړي حالت په ارمان به وي.
ليکوال به يو بل سره پر ناندريو بوخت وي، څوک به يو ملامتوي او څوک به بل، څوک به دا وايي چې تا ولې هغه پسې په خپل نامه مقاله وليکله او څوک به وايي چې تا ولې په بدل نامه دې اور ته لمن ووهله. په انټرنيټ کې د بدل نامه مبارزين به لا ډېر ملامت وي چې ولې يې يو بل پسې د سپکو سپورو خبرو پر خپرولو لاس پورې کړى دى. زه ددې ليکنې په دې برخه کې په زغرده وايم، چې ما د يو افغان په توګه د هغو ضرورتونو له مخې چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، د کرزي صيب مشروطه پلوي کړې. سمون راوستل اسانه کار نه دى، هر واکمن خپل خپل مجبوريتونه لري، ځينې مجبوريتونه ډېر ناعادلانه وي، تر کومه ځايه چې ما د يو افغان په توګه وس درلود هغه مې تر سره کړ، خو زه او زما په شان نور ملتپال افغانان په دې بريالي نه شو چې له کرزي صيب سره د معاونيت په پوست کې د فهيم خان مخه ونيسو، که دا کار چاته اسانه برېښي، نو ټول ليکوال، ((د انټرنېټ مبارزين))، د اشرف غني خواخوږي او نور دې راټول شي، د اشرف غني له څنګه دې ښاغلى حشمت غني لرې کړي، څومره چې فهيم خان د کرزي رنګه بده کړې، همدومره حشمت غني د اشرف غني حيثيت ته زيان رسولى دى. تر انتخاباتو وروسته که کرزى صيب بريالى شو، طبعاً به زما او زما په شان د نورو افغانانو مبارزه د هغه چا پر وړاندې وي، چې هغه د افغانستان ملي ګټو ته زيان رسوي، د فساد سبب ګرځي او عدالت تر پښو لاندې کوي، که هغه فهيم خان وي، که استاد رباني، که محقق وي که رحيم وردګ، که کرزى صيب وي که غني صيب او يا هم نور نور صاحبان او ناصاحبان. په لنډه موده کې زما نظر همدادى چې د جمهوري رياست د څوکۍ د خونديتوب لپاره بايد د وراثت اصل خوندي وساتل شي او د هغې ډلې د تېرې واکمنۍ مخه ونيول شي، چې په نظر او عمل، ماهيت او کيفيت کې د افغانستان د ملي ګټو مخالف دي. د کرزي صيب او اشرف غني په شمول د ټولو ملي او ملي رنګه کانديدانو او د هغو د پلويانو څخه مې هيله ده چې په خپلو تشو لاپو شاپو، عقدو او کينو د کانديدانو ترمنځ واټن دومره مه زياتوئ، چې د هغوى د پخلاينې ټول پلونه ونړوئ او د بېرته راتګ ټولې لارې يې بندې کړئ.
په انټرنېټ کې له ښکاره نومو، پټنومو، بېنومو، ښځنومو او څونومو ليکوالو او ناليکوالو څخه مې هيله ده چې ډېر په احتياط ګام پورته کړي، د خپلو کانديدانو په پلوي د فرهنګيانو ترمنځ د کينې زهر مه شيندئ، کانديدان موسمي دي، که ټاکنې وشي څو ورځې وروسته يې د بريالي او ناکامو کانديدانو ټولو دوسيه تړل کېږي. ددې (اوو درجنو) کانديدانو کوم يو نوم که چېرې ياد شي، خو هغه څوک چې د زړه په وينو ددې ولس کلتور ته کار کوي، هغه به بيا هم وي، په همدې ټولنه کې به اوسېږي، تاسې بايد هغه خلک هم وپېژنئ چې چا سياست د فرهنګي خدمت لپاره استخدام کړى او څوک د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې په نوم خپل جيبونه ډکوي.
موږ هغه (ښځنومي) ليکوال يا ژورناليستان هم پېژنو چې په دربارونو کې د سندرو، کمپوز او نڅاوو تر بريده د واکمنو په خدمت کې دي، خو داسې ليکوال هم پېژنو چې سرکښه جهادي قوماندانان او زورور واکمن يې دې ته رامات کړل چې فرهنګي خدمت ته ملا وتړي او خپله پانګه پر ليکوالو ولګوي، ددې دوو کټګوريو ليکوالو ترمنځ بايد توپير وشي، د يوه په خوله کې دومره لاړې وي چې د زورورو په توصيف يې په خوله کې وچې شي، د بل په زړه کې دومره اور او په خوله کې دومره زور وي چې زورور دېته لېوال کړي چې د کمزوري احترام وکړي او د بېوسو ليکوالو اثار چاپ کړي، علمي مرکزونه جوړ کړي او رښتينې ليکوال ته د درناوي او مرستې لاس ورکړي.
ډېــر تــفاوت شـته پـه انسان کې د مانا په لحاظ
واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
د هوښيارو او پوه ليکوالو کار همدا دى چې په ټولنه کې شته ظرفيتونه د خپلې ټولنې د خدمت مسير ته سوق کړي، په تېرو دېرشو کلونو کې، هر ليکوال او سياستوال، هر ژورناليست او په نامه ژورناليست ټولو ځان څرګند کړى، چې چا څه کړي او څه کوي؟ موږ هيله لرو چې زموږ ليکوال تر سياستوالو څو ګامه دمخه وي، ليکوال بايد ددې وس ولري، چې سياستوال د فرهنګيانو د پالنې او فرهنګي خدمت لپاره استخدام کړي، نه دا چې خبره معکوس کړي. اوس مې له ټولو پښتنو ليکوالو څخه هيله داده، له هرې ممکنې لارې چې وي د ملتپالو کانديدانو د پيوستون لپاره کوښښ وکړي، د رښتينو او غوړه مالو اشخاصو چې يو د تضاد واټن له منځه وړي او بل تضاد زياتوي، ددې دواړو توپير بايد وشي.
په پاى کې د پخوا په څېر يو ځل بيا خپلو معقولو او سرغندويو پلويانو او ټولو رښتينو افغانانو ته ډاډ ورکوم، چې زه به هېڅکله داسې کار ونه کړم، چې هغه د افغانستان ملي هويت او د افغانانو ملي ګټو ته زيان ورسوي، له خپلو ټولو ملتپالو او د ملي شعور په ګاڼه سمبال ليکوالو نه مننه کوم،چې په زغرده يې زما دملي ارمانونو او ملي ايډيالونو ننګه کړې، زه پر دوى ډاډه يم او د دوى دې پر ما ډاډه وي. پر دې هم وياړم،چې (٤١) کانديدانو کې اکثريت ياټول پر سياسي او علمي مسايلو تر ما ډېر پوهېږي،خو د حامد کرزي او ډاکټر اشرف غني په شمول هر يو کانديد، تر خپل ملي درک او احساسه لوړ نه بولم. پټونومو، بېنومو او ښځنومو ((ليکوالو)) او ((ژورناليستانو)) ټولو ته مې دا چلېنج د‌ى، چې ددې هېواد په هره رسنۍ، هر علمي ډګر، هره محکمه او هر ځاى کې چې د هر کورني او بهرني جنايتکار پر ضد، په خوله، په قلم، په لاس، په منطق او هرې وسيلې، مبارزې ته حاضر وي، دا ګز او دا ميدان.
په هېواد کې د اوسني بحران د ختمېدو، د يوه ملي حکومت د جوړېدو او ملي فرهنګ د غوړېدو په هيله.

تبصره نسته

  1. مقابله که مفاهمه؟ مناظره که محاسبه؟ دلیکنې په ځواب کې

    ښاغلي یون صاحب :

    لکه څنګه چی تاسو وخت په وخت لیکنې کړیدي، ملت په تیره بیا هغو
    وګړو هم چې معلوماتو او معلوماتي منابعو ته لاسرسی لري، ټول جریانات ګام په ګام
    څارلي دي، اوتاسو ته هم داجوته ده چی ستاسو دهرګام پرمهال دملت عکس العمل څه و؟!
    دادي یو ځل بیا دتاریخي مسولیتونو د اداء کولو وخت رارسیدلی او زه به هم پخپل نوبت
    تاسو او نورو هیوادوالو ته دیوه مسلمان او افغان په توګه دنن ورځې مسولیتونه درپه
    ګوته کړم، څو پدې توګه زما او ستاسو په برخه کې دالله او ملت په وړاندې دایو حجت او
    دلیل شي.

    ولسمشري یو خورا لوی او دروند مسولیت دي چې له یوې خوابه ولسمشر
    ملت ته حساب ورکوي، او له بلې خوابه لوی پروردګار ته دخپلو ټولو کړو وړو او
    تصمیمونو ځواب وایی. ستاسو دلومړۍ لیکنې نه خلک پوه شول چې دارګ هوا مودماغ مینځلي
    دي، اما په دویمه لیکنه مو هڅه وکړه چی خپل هدف په پټه توګه پرمخ بوزۍ، ځکه چی په
    ښکاره ډول مو دروڼ آندو افغانانو عکس العمل نشو زغملاي. له هماغه وخته خلک پدې خبرو
    چې تاسې ولایاتو ته سفرونه پیل کړل او دیوه درانده او ملت ته منلِ کاندید مو کمه
    ویله او دبل بره. تمه خوداوه چی ملي شخصیتونه چی دملي ګټو فکر یې په سرکې ګرځیدا او
    یایې په مجلسونو کې خلک پدې تیر ایستل چی دملي ګټو لپاره باید خپلې قومي او ژبنۍ
    ګټې قرباني کړو، دوی به یو ملي دریځ خپل کړي او ملت به په دوی راټول شي. مګر
    بدبختانه دوی پدې تیرو ۷ کلونو کې پدې پوه شویدي چی ملت ویده دي او چی ملت ویده دی،
    نو نران به هغه وی چې خپلې څوکۍ ټینګې کړي او دخپلو جیبونو ډکولو ته دوام ورکړي.

    اساسي خبره داده چی ولسمشر دیوه قوم یا یوې سیمې او یا یوې طبقې
    لپاره نه ټاکل کیږي. ولسمشر دټول ملت لپاره ټاکل کیږي او له همدې امله باید ملي ګټې
    خوندي کړي. اوس به راشو دېته چی په تیره دوره کې کرزي ملي ګټې څومره خوندي کړې او
    په راتلونکي کې به یې څومره خوندي کړي؟

    له بله اړخه دملي ګټو ساتنه د حق ساتنه او دفاع بلل کیږي او دملي
    ګټو سره خیانت د باطل لوري نیول ګڼل کیږي.

    ملي وحدت: کرزي په تیره دوره کې دپښتنو قاتلین په واک کې وساتل او
    نابللیو میلمنو ته یې دپښتنودوژنې فرمان په لاس ورکړ او پدې توګه یې دپښتنو او نورو
    ملیتونو ترمنځ واټن لا زیات او دښمني یې لا پخه کړه.
    ارضی تمامیت: کرزي دخپلې
    بې کفایتۍ له امله افغانستان دې حالت ته رسولی دی چی اوس نیمایی افغانستان
    ددیموکراتیک بهیرڅخه محروم دي او ددې امکان شته چی ددغه حالت په دوام سره افغانان
    او نړیوال ټول دې پایلې ته ورسیږي چی دافغانستان دستونزې حل پدې کې دي چی دا هیواد
    ټوټه ټوټه شي.
    سرتاسري سوله او امنیت: کرزي په لوی لاس پښتانه مجبورکړل چی
    غرونو ته وخیژي. ددې پرځای چی له انتخابی دورې وروسته اساسي اصلاحات راولي ، دپښتنو
    قاتلین له واکه لیرې کړي او نړیوالو ته قناعت ورکړي چی طالبان او اسلامي حزب په
    سیاسي جریان کې راګډ کړي، تل یې پدې ټینګار کاوه هغه طالبان چی وسلې پرځمکه کیږدي
    او تسلیم شي هغوی به په امن وي. نن یو ځل بیا له یوې خوا دسولې خبرې کوي، له بلې
    خوایې د طالبانو اواسلامي حزب تاریخي دښمنان خپل معاونین ټاکلي دي.
    اقتصادي
    متوازن انکشاف ته توجه نه کول او دکورنیو بې ځایه شویو پښتنو ستونزو ته پاملرنه نه
    کول، او په مجموع کې دپښتنو هیلو او غوښتنو ته بې اعتنايي هغه څه دي چی په لوی لاس
    یې ملت دې ناورین ته ورټیل واهه. ورسره ورسره کرزي ټول هغه پښتانه له دندو لیرې کړل
    چی ملت حساب پرې کاوه او په ډیره چټکۍ سره یې کولای شول چې هیواد یو مثبت لوري ته
    سوق کړي.
     
     

    یون صاحب:

    )لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم( لیکنه مو په زړه پورې وه، مګر تاسې
    دونې په څیر مستقیم پاتې نه شوﺉ. مونږ پدې مکلف نه یو چې حتما دې یو سپیڅلی هدف
    ترلاسه کړو، بلکه مونږ ایمانا او وجدانا پدې مکلف یو چې دیوه سپیڅلي هدف دترلاسه
    کولو لپاره کاروکړو او دحق په خوا کې ودریږو. سپیڅلی هدف دادی چی افغانستان دشر او
    فساد له عناصرو څخه خلاص شي او دایمی ثبات ترلاسه کړي. اوس که کرزي دشر اوفساد له
    عناصرو سره لاس یو کوي او هغوی ته امتیازات ورکوي، نو آیا دایو سپیڅلي هدف دی؟ که
    دسپیڅلي په ځای شوم هدف وي، نو آیا دده سره ملګرتیا شرعا او عقلا جواز لري؟ ډیره
    عجبه ده چی په خوله وایې چی فهیم خان دملت په ګټه ندی، مګر په عمل کې ورته کمپاین
    کوې. که ته وایې چی زه کرزي ته کمپاین کوم، نو آیا خپله دې نه وو لیکلي چی فهیم به
    ولسمشر وي او کرزی به یې معاون وي؟ آیا کرزي خپله ونه ویل چی زما موفقیت دفهیم خان
    موفقیت دی؟ زه خودېته حیران یم چې تاسې ولې په یوه داسې شخص بیا بیا باور کوﺉ چی په
    هره برخه کې په کراتو کراتو ناکام راختلی دی؟!

    تاسې به روحآ څنګه آرام وی؟ هره ورځ مو په اوسط ډول ۴۰ تنه پښتانه
    وژل کیږي، دپښتنو قاتلین واک ته رسیږي او دپښتنو ویاړلی اشخاص نه پریښودل کیږي چې
    دې ملت ته خدمت وکړي، او تاسې ځانونه آرام احساسوﺉ؟

    ډیرعالی: ښه او ګټونکی بدیل. ښه خو ټولو ته څرګند دی، مګر آیا
    همدا زه اوته یو چی یو مشر به ګټونکي جوړوو او که باید له پیله ګټونکی موجودوي
    اوباید زه اوته یې ترمخ لکه دناوې ډرپل غوندې وګډیږو؟ که یوڅوک له پیله ګټونکی وي
    نو بیا خو دسیاسي او فرهنګی شخصیتونو هڅو او مبارزو ته اړتیا نشته. تاسې ښه پوهیږﺉ
    چې شمال ټلواله دواړې خواوې وهی، نو معنی خو داده چی ملی اشخاص باید پدې یوه خواکې
    هم ونه دریږي. ولې بیا هم تاسې ولې یوه خوا غوره کړه؟ آیا فهیم خان په یوازې سر
    ترټولې شمالي ټلوالې خطرناک ندی؟ آیا دشمال ټلوالې پاتې غړي تر هغو بده سابقه لري
    چی همدا اوس دکرزي په خوا او شا راڅرخیدلي دی؟ رښتیا شمال ټلواله خو ځکه محکوموې چی
    کیدای شي نظام به بدل کړی، مګر نظام بدلول خو څه دوزیرانو دشورا کارندي. هغه دومره
    ساده خبره هم نده چی دهرچا زړه وغواړي همداسې به وکړي، بیا هم دمقابلې ځای شته، او
    که رښتیا دلویې جرګې په تالار کې د صدارتي نظام منطق قوی او غښتلي وو نو بیا پدې کې
    کوم آیت نازل شویدي چی نظام دې حتما ریاستي وي.

    دابه څوک درسره ونه مني چی په ملت کې یوازې عبدالله او کرزي ډیر
    مطرح دي، ځکه چی تراوسه پورې چی دوی هرڅومره زور لګولي دی نو په ټولو غونډو کې یې
    تریولکو زیات کسان ندی راټول کړي، حال داچی ډیر امکان لری چی همدغه کسان چی په
    غونډوکې ددوی ډوډۍ خوري او پیسې یې اخلي، بیا هم خپلې رایې بل چاته ورکړي، اوله شک
    پرته چې پاتې ۱۷ میلیونه ملت به انشاالله خپل سرنوشت وټاکي. دعبدالله او کرزي په
    کمپاین کې به هیڅ څوک داسې پیدا نشي چی له پیسو او معاش پرته کاروکړي، پداسې حال کې
    چی د ډاکټر اشرف غني دکمپاین ۸۰ فیصده خلک رضاکارانه کارکوي. روح به دهغه چا آرامه
    وي چی سپیڅلي آرمان ته دکومې دنیایی ګټې او طمعې پرته کارکوي.

    دلته به دخپلې وینا دثبوت لپاره یو ژوندی مثال درکړم: زما ورور له
    کلپ څخه دکلپ دانډیوالانو سره یوځای دکرزي کمپاین ته ورغلي و، هلته یې ډوډۍ خوړلې
    وه او پیسې یې هم ترې اخیستې وې، له هغه ځایه سیده دډاکټرعبدالله کمپاین ته دکلپ له
    نورو غړو سره ورغلي و، ښې ډیرې پیسې یې ترې اخیستې وې او په هغویې خپل کلپ ته توشکې
    او نورسامانونه اخیستې و، پداسې حال کې چې په تلویزیون کې یې ددواړو نوماندانو په
    پلوی خبر تیرشو، مګر زما ورور او ملګری یې تلویزیون ته دخندا نه مړه شول او ویل یې
    چی دابه دانتخاباتو په ورځ معلومه شي چی آیا کباب او پلو زمونږ وجدانونه بدلولای
    شي؟ آیا تاسې مونږ ته بازي راکوﺉ او که مونږ به یې تاسو ته درکوو؟!

    یون صاحب باید له ډاکټر عبدالله نه ددې ملت په وړاندې ببو جوړ
    نکړي. همدا ستا انډیوال کرزی وو چی له دې خلکو یې ببو ګان جوړکړي وو، کنه پدې ملت
    کې دومره متره وه او شته چی هره لحظه یې حوصله ختمه شي، نو بیا به یې یا له ملکه
    وباسي او یا به یې په سوړو ننباسي. ښاغلي یون هڅه کوي چی لومړي داسې فرضیه رامخې ته
    کړي چی ګواګي ډاکټر اشرف غني مخکښ ندي، نو پدې توګه به خلک په آسانۍ سره قانع کړي
    چی دعبدالله پرځای حامد ته رایه ورکړي. مګر که له یوې خوا نوموړي دملت په رایه باور
    نه لري، د حق او رڼا په خوا کې نه دریږي ، نو له بلې خوا هڅه کوي چې پدې توګه په
    غیر مستقیم ډول عبدالله ته په کمپاین کې هم برخه واخلي.

    داباید په ډاګه کړو چی که ملت رښتیا هم داسې ویشل شوی وي چی پښتون
    به پښتون ته رایه ورکوي، تاجک تاجک ته او هزاره هزاره ته، نو که له یوې خوا
    دابدمرغه ډالۍ هم دکرزي لخوا ده، نو له بلې خوا پدې هم باید پوه شو چی ټول ملت هم
    داسې ندي. همدا اوس ټول هغه کسان چی پرملي وحدت او ویاړلي افغانستان ایمان لري،
    هغوی دډاکټر غني پرشا اوخوا راټول شویدي، مګر هغه چی مقصد یې دخپلې چوکۍ اویا خپل
    کاراوبار ساتل دي، هغوی نو یا دکرزي اویا هم دعبدالله په خوا اوشا راټول شویدی. دا
    فرضیه به حقیقت پیدا نکړي چی عبدالله به ولسمشر شي، خو که حقیقت پیدا کړي، دابه
    کرزي ته ترټولو ښه سبق شي، ترڅو پوه شي چی په تیرو ۷ کلونو کې یې څه کړیدي؟ له بلې
    خوا پدې هم باید پوه شو چی ډاکټرعبدالله او کرزي دیوې سکې دوه مخونه دي. دکرزي او
    عبدالله هریوه دبریالیتوب په صورت کې به افغانستان دتباهۍ خواته ولاړشي او دامسولیت
    به بیا هم ترټولو زیات دهغو خلکو په غاړه وي چې داچانس له ډاکټر اشرف غني احمدزي
    څخه اخلي. پدې برخه کې یوه خبره باید بیا بیا وکړم چې نه خو په کرزي او نه هم
    عبدالله کې دومره متره او همت شته چې له ویاړلي ډاکټر اشرف غنی احمدزي ته دملت په
    وړاندې ودریږي او دخپل پلان ، تیر او راتلونکی څخه دفاع وکړي.

    ډیره په زړه پورې داده چی ښاغلي یون بیا بیا داتجربه ترسره کوي چی
    کوندې کرزي به بدل شي او داځل به یو ډراماتیک تغیر او بدلون پکې راشي، مګر داهیروي
    چې پیرمحمد لا ډیرپخواویلی وچې: نصیحت پرسنګین دلو اثر نه کا، بې هوده پیرمحمد در
    وهي په سنګ. یقین دادی چې غیرت، وفا، ننګ ، صداقت او اخلاص فطري خواص دي، او داپه
    پیسو نه اخیستل کیږي او نه په زوره دیوچا په فطرت کې ورځاییدلای شي.

    دښاغلي یون دافرضیه سمه نده چی ګواګی حکومت نیمايي له کرزي سره دي
    او نیمایی له عبدالله سره، نو پدې توګه همدوی دخلکو ملاتړ په زور او یا خوښه ترلاسه
    کولای شي. داځکه سمه نده چی که دې حکومت دخلکو رایې ګټلای شوای نو نن به افغانستان
    پدې بحراني حالت کې نه وای. زه یقین لرم هغه کسان چی په حکومت کې دي له یوې خوا
    دډاره خپلو کلیو او کورونو ته نشي تللای او له بلې خوا دومره منفور دي چی خلک یې
    څیرې په اوبو کې په ډبرو ولي. ملت که څه هم په انتخاباتو کې پوره برخه نشي اخیستلاي
    او همدا ترټولو زیات د اندیښنې ځاي دي، مګر څوک چی به دملت په توګه برخه واخلي هغوی
    به ملي مسایلو ته په پام سره خپله رایه وکاروي. دا اوس ټولو ته واضح او روښانه ده
    چې آزموده را آزمودن خطای کبیره است.

    داخبره چې شمال ټلوالې لومړی له طالبانو سره مرسته کوله ترڅو چې
    حزب یې پرې وواهه او بیا شمال ټلوالې په طالبانو برید وکړ، سمه نده، ځکه چې په
    واقعیت کې طالبانو له حالاتو څخه سمه ګټه واخیسته، دشمال ټلوالې له مرستو یې ګټه
    واخیسته او په پای کې یې دوی ته هم التیماتوم ورکړ چی یا تسلیم شي او یا جګړې ته
    تیارشي. دحزب دریځ تل داسې وو لکه همدا اوس، ددې پرځای چې دملي ګټو لپاره له څوکۍ
    څخه تیرشي، له طالبانو سره جګړې ته یې تیاری وښود، اوس هم حزبیان ددې پرځای چې دیوه
    ملي حرکت ملاتړ وکړي، دکرزي نه یې پدې تمه ملاتړ وکړ چی ګوندي وي حکمتیار ته به
    امان او مقام ورکړي، مګر دایې له پامه وتلې ده چې آیا حکمتیار دفهیم خان ترمشرتابه
    لاندې ژوند کولای شي او که نه.

    یون صاحب:

    یوازې ډاکټر اشرف غني ندي چې دخپل قوت ، قهر ، مهارت او لیاقت څخه
    دکرزي په وړاندې کاراخلي، بلکه ټول ملت ترپوزې رسیدلې دي، اوکه ډاکټر اشرف غني
    میدان ته نه وای راغلي، نو ټولو پښتنو به رمضان بشردوست ته رایه ورکړې واي.

    تاسې وایي چې ملي مبارزین باید هڅه وکړي چی حل لارې ومومي او
    ستاسو په آند حل لارې دادي چی دعبدالله دبریالیتوب مخه ونیسو او کرزي کامیاب کړو.
    تاسې فکرکوي چی اشرف غني باید ځکه کرزي ته تیرشي چی کرزي اوس سملاسی دقوت په موقف
    کې دي.

    ښاغلی یون: ستاسو نه مو داهیله او تمه نه وه چې معنوي ارزښتونه د
    مادیاتو په پښو کې وروغورځوﺉ. ولې یوځل ستاسو په ذهن کې دانه راګرځي چی ټول ملي
    مبارزین باید کرزي ته ووایی چې دډاکټر اشرف غني په وړاندې ستا دریدل له ملت سره
    خیانت دي. ستا سابقه، ستا علم، ستا مدیریت، ستا رهبري او ستا هرڅه د ډاکټر اشرف غني
    سره اصلآ دمقایسې وړ ندي. هغه ستا نه دومره لوړ دي لکه آسمان چې ترځمکې لوړ دي، نو
    باید چې خدای ته مخ او لاندې معیارونه په نظرکې ونیسو او کرزي ته ووایو چې دډاکټر
    اشرف غني احمدزي په ګټه تیرشي، اوکه داسې ونکړي، نو هرډول عواقب به دکرزي او دهغه
    دملګرو په غاړه وي.

    مواصفات دکرزي لپاره نمرې دعبدالله لپاره نمرې داحمدزي لپاره نمرې

    مواصفات دکرزي  لپاره 
    نمرې
    دعبدالله لپاره نمرې داحمدزي لپاره نمرې
    مدیریت ۶ ۶ ۱۰
    رهبری ۷ ۷ ۱۰
    سیاسی  پوهه ۸ ۷ ۱۰
    اقتصادی پوهه ۵ ۵ ۱۰
    ټولنیزه پوهه ۹ ۸ ۱۰
    دمنطقی په اړه پوهه ۱۰ ۱۰ ۱۰
    دنړي په اړه پوهه ۸ ۷ ۱۰
    صداقت ۶ ۶ ۱۰
    دبیت المال څخه نه غلا ۸ ۸ ۱۰
    په وعده وفا ۱ ۵ ۱۰
    دظلم څخه پاکوالی ۵ ۴ ۱۰
    ښه  سابقه ۵ ۳ ۱۰
    له تعصب څخه پاکوالی ۱۰ ۶ ۱۰
    عمر ۱۰ ۱۰ ۱۰
    روغتیا ۱۰ ۱۰ ۱۰
    کاري تجربه ۱۰ ۹ ۱۰
    قاطعیت ۵ ۶ ۱۰
    د دیدګاه درلودل ۸ ۸ ۱۰
    دپلان درلودل ۴ ۶ ۱۰
    بې طرفی ۱ ۱ ۱۰
    ټولې نمرې ۱۳۶ ۱۳۲ ۲۰۰

     

    په پای کې دیون صاحب په ګډون له ټولو هیوادوالو څخه هیله کوم چې
    نور تکتیکي موقفونه دملت درد نه دوا کوي، ملت باید په اصولو او معیارونو باندې حساب
    وکړي. هیله ده چې دبرسیره معیارونو په وړاندې دضمیر په شهادت باندې دغو دریو
    نوماندانو ته نومرې ورکړی او بیا فیصله وکړي چې کوم نوماند حق ته نژدې او دملاتړ
    مستحق دی.
    په درنښت