کور / نثر / پر پښتو شعر د جګړې اغیزې

پر پښتو شعر د جګړې اغیزې

علم ګل سحر



جګړو زموږ وطن ته زیات زیانونه واړول ، ددغې کور ګډې جګړې اغیزې داسې اغیزې وې چې هر زړه یې دردمن او هر احساس یې زخمي کړ . د جګړو په پیل کیدو سره زموږ د هیواد روان ادبي بهیر له داسې خنډونو سره مخ شو چې زموږ د ادبیاتو په تاریخ کې یې ساری نه شو موندلای .په هیواد کې د جګړو له پیل کیدو سره د شعر ځای وچو سیاسي شعارونو ونیو . حکومت،واکمن ګوند او جهادي تنظیمونو شعر او شاعري د خپلو سیاسي موخو لپاره ګومارلي و. په ورځپاڼو ، جریدو او مجلو کې به هغه شعرونه زیات خپریدل چې ددوی ستاینه به پکې شوې وه د جګړې په وخت کې نږدې ددواړو خواوو په شعرونو کې یو ډول روحیه موجوده وه ، د شاعر خپل انفرادیت تقریبآ له منځه تللی و ، نږدې د زیاتو شاعرانو شعرونه یو ډول و، یوازې څو کلیمې بدلیدې را بدلیدې .ښه مې په یاد دي زموږ په ګاونډ کې د طالبانو د واکمني د یوه وزارت د سیاسي چارو ریس اوسیده ، دی شاعر هم و ، ده به د ځینو ورځو په مناسبت شعرونه ویل ، نوموړي د ثور کودتا د لومړیو ورځو د یوه ګوندي شاعر د شعرونو ټولګې ورسره ایښې وې ، کله به چې ضرورت شو نو د هغه شاعر شعر به یې راواخیست ، څو کلیمې به یې بدلې کړې د انقلاب، خلکو ، کاربزګراو … پر ځای به یې تحریک ، جهاد،طالب، مجاهد او … ولیکل دبل شاعر شعر به یې پخپلو غونډو کې پخپل نامه لوست ، آن ویل کیږي چې دا ډول شعرونه یې پخپل نامه چاپ کړي هم دي
څوک به په لکونو شهیدان راسره وژاړي
څوک به دا بیوزله یتیمان راسره وژاړي
څومره مقدسې ارزوګانې لولپه شولې
څوک به مې دا هیلې او ارمان راسره وژاړي
دا هغه ډول مضمون دی چې له ۱۳۵۸ کاله تر ۱۳۸۰ پورې چلیدای شوای او آن اوس یې هم اورو.
د جګړو په جریان کې شعر یو مخ په کلیشه بدل شو ، شعر ته چوکاټ غوره شو بس په هماغه یوه چوکاټ کې هر چا شعر وایه . شاعر له خپله ځانه پردی شو ، ده به نورو ته کتل چې څه وایي ، یا تر ده دمخه چا څه ویلي چې دی هم خپل شعر پر هغه روحیه عیار کړي ، عمومي روحیه داوه چې څه چې نورو ویلي یا یی وایي هغه ښه دي ، که څوک نوي څه وایي کیدای شي اشتباه وکړي ، آن تردې چې شعر او شاعري فرمایشي شوه ، شاعر ته به فرمایش ورکول کیده چې په فلانۍ موضوع شعر ولیکي ، د ځینو ځانګړو ورځو په مناسبت به مشاعرې جوړیدې او شاعرانو ته به ویل کیدل چې د اړوندې موضوع په اړه شعر ولیکي . داسې شعرونه به لیکل کیدل چې که دشاعر نوم نه وای پرې لیکلی ، ممکن دا فکر شوی وای چې ټول شعرونه یوه شاعر لیکلي دي ، کیدای شي ووایو چې زیاترو یو دبل تقلید کاوو.
شعر د وچ شعار سطحې ته څه بلکې د ورځیني خبر سطحې ته را ټیټ شوی و :
معلومه نه شـــوه نتیجه د جینوا د جـــــرګې
خــو کوردویز ډیر په توندۍ ګرځي را ګرځي پکې

دیګو کوردویز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو په وخت کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی و ، او دا خبرې اترې به زیاتره په ژنیو کې کیدلې ، دا دهغه وخت یو شعر دی چې ددغو غونډو رپوټ ! راکوي.
ددې دورې په شعرونو کې د وچو سیاسي شعارونو ترڅنګ وچ نصیحتونه هم دود شول ، دهغه وخت دیوه شعر څو بیتونه دلته را اخلم :
وروره مهاجره په احتیاط وطن ته ځه ورځه
ښه په هوش او فکر خپل کنډر مسکن ته ځه ورځه
غرونه دي که دښتې دي ماینونه پکې پټ پراته
پس له پاکولو بیا د غره لمن ته ځه ورځه
سره نښه چې ګورې هلته ماین په نښه شوی دی
وه شپونکیه وروره ! ترې نه لر واټن ته ځه ورځه
په دې شعر کې مهاجرینو او نورو هیوادوالو ته نصیحت شوی او لار ښوونه ورته شوې ده ، چې له څو کلونو وروسته چې خپل وطن ته ځي باید کوم ټکي په پام کې ونیسي ، دا ښه خبره ده او د خیر خبره ده ، داد هر انسان دنده ده چې بل همنوع ته لاره ګودر وښیي  ، خو دا دشعر دنده نه ده . ادګار الن پو وایي : (( که تصادف په نظر کې ونه نیسو شعر له وظیفې یا حقیقت سره سرو کار نه لري ))
د جګړې په اوږدو کې زموږ د شعر اوږې د تعهد بار لا درنې کړې ، ډیرې وړې او بې اهمیته خبرې په شعر کې ځای شوې ، داسې خبرې چې آن په نثر او عادي خبرو کې یې اړتیا نه لیدل کیږي .
 په دې موده کې داسې شعرونه هم وویل شول او خپاره شول چې د اشخاصو توهین هم پکې شوی و ،
د شوروي پلوه دولت له خوا په سلګونو د شعر کتابونه چاپ شول ، او دولتي سیاست ځپلي ادبیات منځ ته را غلل ، په مقابل کې جهادي تنظیمونو هم دولتي ضد او د خپلو موخو بیانوونکي ادبیات ایجاد کړل ، هر تنظیم او زیاترو جګړه ایزو حوزو خپلې خپرونې لرلې ، چې په هره یوه کې د شعر برخه زیاته وه او تر څنګ یې د تنظیمونو له خوا د شعر کتابونه هم خپریدل ، همداسې په راوروسته موده کې د تنظیمونو او طالبانو د واکمني پر مهال مشاعرې هم جوړیدلې ، چې زیاتره د یادې شوې روحیې درلودونکي و.
دوی د مینې شعرونه د ځوانانو په منځ کې د اخلاقي فساد رواجوونکي بلل :
شعرونه لیکم خو په مینه ددلدار نه لیکم
د معشوقو په سورکو شونډو په رخسار نه لیکم
نه په مکیز د معشوقو نه په بد حال د مین
په راز د عشق د مستو نجونو په سینګار نه لیکم…
                                                  تر پایه

لکه څنګه چې وویل شول جګړې د افغانستان پر شعر ډیرې ناوړه اغیزې در لودلې ، زموږ شعر د وچو سیاسي شعارونو سطحې ته را ټیټ شو ، خو په وروستیو کلونو کې د شکل او منځپانګې له اړخه زموږ په شعر کې ډیر نوښتونه هم شوي دي ، په دې موده کې ازاد شعر تر پخوا زیات پرمختګ کړی دی ، له جاپاني هایکو څخه په اغیز په پښتو کې هم د هایکو شعرونه را منځ ته شوي دي ، په دې توپیر چې جاپاني هایکو یوازې د طبیعت په اړه مطالب پخپل ځان کې را نغاړي ، خو پښتو هایکو ګانې د ژوند د بیلابیلو اړخونو په اړه مطالب لري ، دغه راز په دې موده کې د ټپیزو په نوم یو بل ډول شعرونه هم منځ ته راغلي ، چې له لنډیو څخه په ګټه اخیستنې سره د فولکلور پر بنسټ ولاړ شعرونه دي ، چې هم په زړه پورې لنډۍ پکې را نغاړي او هم دغو ښکلو لنډیو ته نوی رنګ ور بخښي، لکه دادبیاتو په نورو برخو کې موږ په دې موده کې د شعر په برخه کې هم د منفي او مثبتو اغیزو شاهدان یو.


اخځلیکونه:
— ——
۱- د معاصرو ادبیاتو دفستیوال ۱۳۸۴
 ۲- شعر سیاسي و چګونګی ان در افغانستان ۱۳۸۴
۳-شهیده شدوپۍ –شعري ټولګه ، ۱۳۷۸
۴- د اوسنیو ادبیاتو د سمینار د مقالو ټولګه ۱۳۷۰
۵- ساحل ، د شعرونو ټولګه – ۱۳۶۴