دليکوالۍ ډولونه:
١_ دليکنې او ليکوالۍ ارزښت په دې کې دی چې لوی خدای ( ج ) په ليکنه او قلم سوګند ياد کړی دی . ليکنه ،کړنه او عمل دی، او ليکوالي ( فن ) يا ( مسلک )، فن او مسلک د انسان د مدام او هر اړخيز عمل په پايله کې وده کوي او شکل مومي .
٢_ د ليکوالۍ موخه :
د ليکوالۍ غوره موخه فرهنګ پالنه ده او په دوه ډوله ده :
الف: ملي فرهنګ پالنه .
ب: نړيواله فرهنګ پالنه.
ليکوالي لاندې برخې رانغاړي :
تنقيط، تصنيف ، تاليف ،ژباړه ،داستان ، تاريخ ، ډرامه ،املا او انشا ، راپور ليکنه …
ليکوالي د بشري تمدن اوفرهنګ نښه ده:
د بشر اوسنۍ مدني لوړتيا دهغوئ ددوامداره فرهنګي مبارزوپايله ده. هغه مهال يوه ټولنه او دټولنې انسانان پېژندنه ( هويت ) پيداکوي، چې تاريخ ولري. د تاريخ خوندي کول ځانګړی فرهنک غواړي؛ يوه ټولنه ، قوم، ملت يا يو هېواد هغه مهال خپل تاريخ خوندي کولی اوساتلی شي، چې د ټولنې دشتون لپاره قلم وچلوي ( پېښې، تاريخ ، اثار، کلتوراوفرهنګ،او نور کړه وړه يی په ژبه وليکل شي. )
تر هر څه د مخه د هر ملت فرهنک او تمدن ژبه ده. ژبه د ( پوهولو راپوهولوغوره وسيله ده؛د بقااو هويت ساتنې وسيله هم ده.)
د هر ملت ژبه له درې برخو لغت (ويي پانګې) ،نثر او نظم څخه جوړېږي .) د ژبې د ودې ، پرمختګ، مادي او معنوي ځواک ( قوت ) دپيداکولو لپاره ( ويي پانګه ،نثر او نظم ) بنسټيز بنسټونه ږدي، او همدغه درې برخې د يو ملت ادبيات هم جوړوي .
د نړۍ ادبيات له څه شي څخه جوړېږي؟:
1_ هغه څه چې ويل کېږي يا يې وايو.
2_ هغه څه چې ليکل کېږي يا يې ليکو.
3_ هغه څه چې لوستل کېږي يا يې لولو. يا په بله وينا: ( فونولوژي، مورفولوژي اوغونډله پوهه ( نحوه )
توري،کلمې اوجملې؛ادبيات دي:
له ادبياتو پرته ښوونه او روزنه مفهوم نه لري. که څوک څه زده کوي، يايې ورزده کوي، دا ټول د وينااو ليکلو لړۍ ده.انساني ټولنه هغه مهال متمدنه ده چې دځان د بقا لۀ پاره قلم وچلوي.
د قلم او ليکنې ارزښت :
١_ له برکته يې په فرد اوټولنې پورې اړوندمسايل لۀ ورکېدو ساتل کېږي.
٢_ په ټولنه کې د موجوده موضوعاتو په برخه کې معلومات ترلاسه کېږي .
٣_ د قلم اوکتاب له برکته ما ضي ( تېر مهال ) خوندي کېږي .
٤_ د قلم له برکته حال ( اوسمهال ) او راتلونکې نړۍ ته ورپېژندل کېږي .
٥_ ديو ملت، هېواد او ټولنې ټول فرهنګي ارزښتونه پرې ساتل کېږي .
ليکوالي يو غوره فن دی:
ليکوالي د تمدن يو زرين ار( اصل ) دی .ليکوالي ځکه ( فن ) دی چې پوره کړاو( تمرين ) ته اړتيا لري .
د فن او هنر توپير:
١_ په فن کې د بدن غړي له فزيکي پلوه کارول کېږي .
٢_ فن د انسان د فکر او بدن د غړو ګډه بريا ده .
٣_ فن د بيا بيا تکرار پۀ وسيله د غوښتنې وړمواد جوړوي .
٤_ په فن کې مواد ! د انسان د بدن غړي + مواد = فن .
٥_ په فن کې ! ذهني انځور + مواد = فن ، مګر مواد له ذهنه د باندې پخېږي .
او
٦_ هنر د انسان د ټولنيز شعور زېږنده ده .
٧_ هنر مواد له طبعيته اخلي .
٨_ په هنر ي تابلو کې مواد په ذهن کې پخېږي .
٩_ هنر د تخيل زېږنده ده.
١٠_ فن او هنر دواړه لۀ فکر + اندېښنې ،عقل څخه بې نيازه نۀ دي .
ليکوالي ارثي پديده ده که کسبي ؟
د هر کار د کولو او په هغه کې د پرمختګ په خاطر لازمه ده چې د هر انسان په برخه کې دوو ارو( اصلو ) او ټکوته پاملرنه واړوو :
١_ وراثت :
٢_ کسب :
وراثت :د انسان د ذهن د جوړښت پۀ برخه کې مهم رول لري . د انسان فطرت لۀ ورا ثته جوړ شوی خو په راوروسته کې چاپېر يال ( ماحول ) هم فطرت جوړوي .
کسب : چې غوټې پسې وهې پۀ لاس به درشي چا ويل چې پۀ درياب کې ګوهر نۀ شته