تازه خبر: حضرت صاحب بله استخاره وکړه
خبر شوم چي ولسمشر کرزي له ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله سره له مناظرې څخه ډډه وکړه. ده دا پلمه وکړه چي د طلوع ټلوېزيون له لاري ځکه مناظره نه کوي چي دا چينل د کانديدانو ترمنځ توپيري چلند کوي او په دې وروستيو ورځو کي يې په ولسمشر کرزي پسي تخريبي خپرونو ته ملا تړلې ده.
کله چي سړی دغسي بې منطقه پلمه ګوري نو د ملا نصرالدين دا کيسه ور په يادېږي : وايي چي د ملانصرالدين په زمانه کي يو رشوت خوره قاضي و چي د هيچا کار يې بې رشوته نه کاوه. يوه ورځ ملانصرالدين دغه قاضي ته د خپل کور عرفي قباله وروړل چي هغه يې د شرعي قبالې په صفت ثبت کړي، خو قاضي وويل چي ځه ولاړ شه دا کار نه کېږي .
ملا نصرالدين ولاړ، په يوه منګي کي يې لومړی ايرې واچولې او بيا يې پر سر عسل ورواچول.د منګي سر يې وتاړه او قاضي ته يې راوړ. قاضي چي د عسلو ډک منګی وليد نو ډېر ژر يې قباله لاسليک کړه او ملانصرالدين ولاړ. يوه شيبه وروسته قاضي ته يو بل چا په رشوت کي پېروی راوړ. سبا سهار قاضي خپلي لور ته وويل چي ورشه هغه پروني عسل راواخله چي له پېروي سره يې وخورو.
قاضي چي د منګی سر پورته کړ نو ګوري چي د منګي ايرې سر ته راغلي او بوی يې پورته کېږي . قاضي ته درد ورغی ، عسکر يې راوغوښت او ورته ويې ويل چي ورشه ملانصرالدين ته ووايه چي په قباله کي دي اشتباه ده، رايې وړه چي در سمه يې کړم. عسکر ملانصرالدين ته ورغی او د قاضي خبره يې ورته وکړه. ملانصرالدين په خندا ورته وويل چي اول قاضي صاحب ته زما سلام ووايه ، تر سلام وروسته ورته ووايه چي اشتباه په قباله کي نه، بلکي په عسلو کي وه.
نو اوس هم موږ ټول په دې پوهېږو چي خبره په دې کي نه ده چي طلوع تلوېزيون د کانديدانو تر منځ توپيري چلند کوي، بلکي خبره په دې کي ده چي له ښاغلي کرزي صاحب سره د افغانستان د راتلونکي لپاره هيڅ ډول ستراتيژي نسته. تر اوسه چي هغه د کمپاين په لړ کي څه ويلي دي،نو له يو څو سوليدلو او شوړېدلو شعارونو پرته يې داسي څه نه دي ويلي چي هغه ته دي ستراتيژي وويل شي.
ښايي دا به ده ته اسانه وه چي په دربار کي يو چا ته وظيفه ورکړي چي کړنلاره ورته جوړه چي بيا يې دی ولولي خو خلک دا پوښتنه هم کوي چي ستا سره دومره علمي او عملي کړنلاره شته نو په دې اتو کالو کي دي ولي نه عملي کول.
که دا هم ومنو چي طلوع تلوېزيون د کانديدانو تر منځ توپيري چلند کوي نو دا خو له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. ښاغلی کرزی دا مسئوليت لري چي طلوع تلوېزيون تر ګرېوان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري. ايا د طلوع تلوېزيون سزا يوازي همدومره ده چي ښاغلی کرزی له مناظرې کولو څخه ډډه وکړي؟
ټول پوهېږي چي کرزي ته د خپلو ګټو په پرتله ملي ګټي خس هم نه ښکاري. ځکه چي د طلوع تلوېزيون له جوړېدو راهيسي ټول ملت په تېره بيا پښتانه نارې وهي چي دا چينل ملي ضد خپروني کوي خو ښاغلي کرزي په دې خبره غوږ هم نه ګراوه، نن چي هغه د چا خبره طلوع د ښاغلي کرزي په حلوا کي ور وخوت نو ده چيغي پيل کړې.
بله پوښتنه دا ده چي د کانديدانو تر منځ د طلوع خو يوازي له تېري يوې اوونۍ راهيسي دغسي چلند نه کوي، ښاغلي کرزي صاحب مخکي ولي د طلوع غوښتنه منله ، اول به يې لا پر فکر کړی وای. په دې يوه اوونۍ کي چي ده د مناظرې وعده کې ده، څه اسمان راونړېد چي دی يې له دې کار څخه لاس پر سر کړ؟ بيا هم هغه متل دی چي وايي : ماهی چي هر وخت له اوبو راوباسې نو تازه دی. که ښاغلی کرزی رښتيا د ملت په سترګو کي خاوري نه دوړوي ،نو د بل چينل له لاري دي مناظرې ته حاضر شي. خو داسي اوازه ده چي حضرت صاحب مبارک استخاره کړې او کرزي صاحب ته ويلي دي چي په دې مناظره کي برخه مه اخله چي په شرمونو په و شرمېږې. د يادوني وړ ده چي حضرت صاحب مبارک څه موده مخکي هم د کرزي صاحب لپاره يوه استخاره کړې او ورته ويلي يې وه چي دی به انتخابات خامخا ګټي. له دې استخارې سره سم د حضرت صاحب زوی د کابل والي وټاکل شو خو ددې استخارې اجوره لا تر اوسه نه ده معلومه.
ليك : داكتر ظهير
د يوې بلې كورنۍ جگړې په لور بلنه
د پنجشنبې په شپه د زمري د مياشتې په لومړۍ شپه ۸ بجې د طلوع تلويزون پر پرده د جمهوري رياست دوه كسه كانديدان ، دوكتور اشرف غني ( احمد وزي ) او دوكتور عبد الله عبد الله په يوه اصطلاح مناظره كې برخه واخيسته ، ټاكل شوې وه ، چې موجوده جمهوررئيس او بلې د دورې ته كانديد حامد كرزى هم په دې مناظره كې برخه واخلي ، خو وروسته بيا د نوموړي د وياند له خوا وويل شول چې جمهور رئيس غواړي په يوه داسې مناظره كې برخه واخلي ، چې ټولنې رسنۍ ورته لاس رسي ولري.
خير د طلوع تلويزيون په پرښيښه د يادو شوي دوه نوماندو له خوا مناظره پيل شوه ، پروگرام داسې جوړ كړاى شوى و ، چې د خبريال دهرې پوښتنې په ځواب كې بايد دوكتور اشرف غني خپله عالمانه او ددې ځوريدلې ملت د دردونو درمل طرحه وړاندې كړې او ور پسې دوكتور عبد الله د ورته پوښتنې په ځواب كې پر هماغه څه شخوند و وهي ، چې ښاغلۍ دوكتور اشرف غني يې خپله ګانديزه كاري كړنه پولي ، ډيروكټونكيو او سياسي شعور لرونكيو افغانانو او نړيوالو به ليدلي وي ، چې په اصل كې دغه مناظرې د يوه درس شكل لاره ، چې يو استاد خپل شاگرد ته څه ډول د خبروكولو او طرحې وړاندې كول سستم ورزده كوي ، چې ښاغلي دوكتور عبد الله د دغه فرصت نه په زړه پورې استفاده وكړه ، اوله ځانه يې نور هيڅ ونه ويلاى شول ، پرته له دې چې په ډيرماهرانه ډول يې د پخواني شووي اتحاد په هغه طرحه چې افغانستان په شمال او جنوب وه ويشي ، خپل نظر په ډيرو تودو پردوكې وړاند كړ ، او هغه داچې د رياستي نظام په بدل كې د پالماني نظام د غوښتنې ترځنگ دښارواليو او ولسواليو ټاكنې هم غواړي ، چې په نتيجه كې به يې افغانستان لومړى د فدراليزم او بيا خذائ مساكړه د تجزيې په لور ولاړ شي ، چې دا په حقيقت كې مظلوموافغانانو ته د يوې بلې كورنۍ او خونړۍ جگړې په لو بلنه ده .
ښايې چې د دوكتور عبدالله په خبرو د افغانانو سترگې غړيدلې وي او د شمال ټلوالې په شومو ، ناروا او جدايي غوښتونكو اهدافو پوهيدلي وي .
دداکتر عبدالله اوداکتر اشرف غنی مناظره مونژ هم ولیده دواړه تکړه دی خو د اشرف جان لیاقت سویه اوهمت / شه نیت اوعملی ستراتیژی ماته اوپه وطن مین افغانانوته ښه معلومه ده . دی غواړی ګران افغانستان ددغه بحران نه وژغوری. مونژ او دوطن بادرده اوصادق خلک پدی باور لرو . خدای دی ده ته توفیق او بریالیتوب په برخه کړی.
نوموړی مناظره په زړه پوری وه مگر زیات خوند به یی هلته کړی وي چه شاغلی کرزی هم پکی حاضر وی د شاغلی اشرف غنی له علمیت څخه هیڅوک سترگی نه شی پټولی او هر بااحساسه اوبی تعصبه افغان به انشاالله ورته رایه ورکړی شاغلی عبدالله عبدالله هم بد نه وو نه پوهیژم چه له داکتر اشرف غنی سره زیات هم نظره دی او که یی بل څه زده نه وو خو د داکتر صاحب غنی خبری یی په کم تغیر سره تکرارولی .
نوموړی مناظره په زړه پوری وه مگر زیات خوند به یی هلته کړی وي چه شاغلی کرزی هم پکی حاضر وی د شاغلی اشرف غنی له علمیت څخه هیڅوک سترگی نه شی پټولی او هر بااحساسه اوبی تعصبه افغان به انشاالله ورته رایه ورکړی شاغلی عبدالله عبدالله هم بد نه وو نه پوهیژم چه له داکتر اشرف غنی سره زیات هم نظره دی او که یی بل څه زده نه وو خو د داکتر صاحب غنی خبری یی په کم تغیر سره تکرارولی .