کور / نثر / دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغیزې

دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغیزې


((۲))
           په تیره برخه کې مو دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې دبدو اغیزو په اړه خبرې وکړې ، دا مو څرګنده کړه چې جګړې د ژوند د نورو اړخونو په څیر ادبیاتو او د هیواد فرهنګي برخې ته ستر او نه جبرانیدونکي زیانونه اړولي دي خو لکه څرنګه چې د مخه مو هم اشاره ورته وکړه  چې اوس زموږ په زیاترو ادبي کړیو کې تقریبآ داخبره عامه شوې ده چې وایي جګړې د خپلو ټولو ناوړه او منفي اغیزو ترڅنګ دافغانستان پر ادبیاتو مثبته اغیزه لرلې ده. خو زه بیا هم غواړم ټینګار وکړم چې زموږ په ادبیاتو کې دغه بدلونونه او پرمختګونه د جګړې په لومړیو ، تودو او سختو شیبو کې نه بلکې هغه وخت زیات  محسوس شوي دي ، چې د جګړې لوګي او دوړې کیناستې ادبي ټولنې منځ ته راغلې او ددولت او تنظیمونو له انحصار څخه راوتلې دي . وایي چې خونه وسوځي دیوالونه یې پاخه شي ،رحمان بابا وایي:
دادستور دی چې له درده زګیروی خیږي
که نه څه و، د رحمان له شاعرۍ


            زموږ خلک په جګړو کې ډیر وځوریدل ، ډیرو د خپلو عزیزانو جنازې پر اوږو یوړلې ، له ډیرو څخه لا اوس هم د خپلو عزیزانو د مرګ او ژوند پته ورکه ده ، په دې جګړه کې خلک له داسې ناخوالو سره مخ شول ، چې دمخه یې هیڅ تصور نه شوای کولای . ددغسې حالاتو لیدل او اوریدل په هر انسان اغیزه لري او شاعر چې تر بل هر چا د حساس ذهن خاونددی طبعي ده چې دغسې حالات ورباندې ډیره اغیزه کوي او پخپلو شعرونو کې یې انځوروي ، زموږ ډیرو شاعرانو هڅه وکړه د جګړې ناخوالې، بې کورۍ،د مهاجرت ستونزې… پخپلو شعرونو کې انځور کړي ، له دې اړخه هم په ادبي هستونو کې یو بدلون را منځ ته شو ، ورسره په شعرونو کې په عاطفي لحاظ یو درد ایجاد شو .
د جګړې په وخت کې زموږ زیات شمیر خلک ګاونډیو او نورو اروپایي او امریکایي هیوادونو ته مهاجر شول ، دوی هلته د نورو هیوادونو له فرهنګونو سره اشناشول ، نورې ژبې یې زده کړې او دنورو هیوادونو دادبیاتو پراخه مطالعه یې وکړه ، د نورو هیوادونو یو شمیر کتابونه یې زموږ ژبو ته را وژباړل ، چې دې زموږ پر ادبیاتو ښې اغیزې وکړې .
له جګړې دمخه ادبیات په تیره د کتابونو چاپ یوازې د حکومت په انحصار کې و ، له جګړې وروسته دا انحصار مات شو،پخوانی حالت بدل شو ، دې بدلون ادیبان بیا فکر کولو ته و هڅول ، ددغه تفکر په پایله کې نوی ادب ایجاد شو د شکل او محتوا له مخې هم په ادبیاتو کې د زیاتو بدلونو شاهدان و،چې وروسته به رڼا پرې واچول شي .
 په دې موده کې په هیواد کې دننه او بهر ادبي او کلتوري ټولنې جوړې شوې ، یو شمیر خپلواکو کلتوري ټولنو ، ملي پانګوالو او پخپله لیکوالو پخپل لګښت کتابونه چاپ کړل   ، سره له دې چې په دې موده کې کیدای شي له معیاره پریوتي کتابونه هم خپاره شوي و، خو د کتابونو د چاپ او خپرولو بهیر چټکتیا دادبیاتو په وده کې د پام وړ ونډه لرله . همدا اوس اوس داسې ورځ نشته چې موږ دې پکې د نوي کتاب د چاپ خبر نه وي اوریدلی ، یوازې د کتاب چاپولو او خپرولو په لسګونو ټولنې جوړې شوې دي .
ددې تر څنګ چې د کتابونه چاپ او خپرول تر پخوا زیات شوي ورسره جوخت پرکتابونو او ادبي ژانرونه کره کتنه هم دود شوې ده ، همدا اوس اوس د افغان ادبي بهیر ، انجمن ادبي زلف یار ، مېرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر
قلم نړیوالې ټولنې ،مرکز کلتوري افغانستان او سیمه ایزو بهیرونو او ادبي انجمنونو په غونډو کې کره کتنې کیږي د افغان ادبي بهیر ، مېرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر او ولایتي بهیرونو او ټولنو په اوونیزو غونډو کې د مشاعرې ترڅنګ هره اوونۍ په کیسو ، شعرونو ، طنزونو او مقالو کره کتنې کیږي ، او په نورو ټولنو کې لږ تر لږه په میاشت کې یوځل پر ادبي ژانرونو او یا کتابونو نقدونه کیږي ، اوس کره کتنه د هیواد په ادبي ټولنوکې دومره عامه شوې ده چې زیاتره وخت د شعر یا داستان لیکوال خپل لیکنه تر هغو نه چاپوي تر څو چې په ادبي غونډه کې پرې کره کتنه نه وې شوې .دافغانستان په ادبي ټولنو او بهیرونو کې د کره کتنې دومره دودیدل د ادبیاتو له پرمختګ سره مرسته کوي ، او چاڼ شوې ادبي هستونې د چاپ ډګر ته راوزي .
په دې موده کې دادبیاتو ځینو ژانرونو ته تر پخوا زیاته پاملرنه وسوه او تر پخوا زیات ولیکل شول ، تردې د مخه موږ څو د ګوتو په شمار ناولونه لرل خو له جګړې وروسته په وروستیو کلونو کېزیات شمیر ناولونه ولیکل شول او خپاره شول ، له نورو ژبو څخه ناولونه راوژباړل شول ، په دې موده کې په پښتو ، دري،ازبکي او نورو ژبو کې زیات شمیر کتابونه خپاره شول  . دغه راز تردې دمخه لنډو کیسو ته هم چندان پاملرنه نه کیدله د ناولونو په څیر د لنډو کیسو هم ډیر لږ شمیر کتابونه موجود و، خو په وروستیو کلونو کې د لنډو کیسو زیات شمیر کتابونه خپاره شول .ځینې ژانرونه نوي باب شول ، د بیلګې په ډول موږ تر دې دمخه د خاطرې لیکلو په نامه څه څه نه درلودل ، خو په وروستیو کلونو کې دا ډول کتابونه ولیکل شول ، یو شمیر لیکوالو او شاعرانو خپل ژوند لیکونه او خاطرې ولیکلې ، چې ځینې یې د ادب په برخه کې ښې زیاتونې بللای شو ، پر ځینو یې د ناول او داستان تنده ماتیدلای شي .
ددې تر څنګ په وروستیو کلونو کې سفرنامې( یونلیکونه) هم زیات ولیکل شول ، چې دا هم پخپله برخه کې یوه ښه زیاتونه بللای شو .
البته جګړې له پیل تر اوسه پورې زموږ ادبي بهیر زیاتې لوړې ژورې لیدلې ، په ځینو برخو کې د جګړې له امله زیانونه اوښتي خو له جګړې وروسته لکه څنګه مو چې یادونه وکړه ، زیات بدلونونه رامنځ ته شول ، چې د ادبیاتو د هر ژانر په برخه کې ځانګړې څیړنه کولای شي ، دغه بدلونونه لا روښانه او څرګند کړي ، دغه وړ څیړنې به زموږ د ادبیاتو په پرمختګ کې لا زیاته ونډه ولري .