تېره اونۍ د جولای په اتمه نېټه زموږ افغان نابغه فیلسوف استاد اســد اسمايي په فرانســه کې د ناڅاپي مړینې له کبله په حق ورسېد دمحترم استاد جنازه دجولای په لســمه نېټه په فرانســــــه کې خاورو ته وسپارله شوه .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو د کولتوري ټولنې غړو وپتېیله چې دخپل ګـران اوافغــان فیلسـوف فاتحه د مونشن ښار په نوي اســلامي مرکز کې واخلي .
موږ له درنوهیوادوالـوڅخه په ډېر درناوي سره هیله کوو چې دجولای په ۱۷مه نېټه دجمعې په مباره که ورځ دماسپښین له دوو بجوڅخه تر دریو بجو پورې په لاندې پتــــه تشریف راوړي .
پتـــــــــــــــــــــــه : Strasse 10 Machtlfinger
80379 – München Ubahn 3
دمختل فِنګ سیمه چې دمونشن ښارپه سهیل کې پرته ده
نېټـــه : ۱۷ـ۰۷ـ۲۰۰۹ دجمعې مباره که ورځ د ماسپښین له دوو بجو څخه تر دریو بجو پورې . دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندې تیلیفوني شمېره اړیکې نیولای شئ .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانوکولتوري ټولنـــــــــــه ۰۰۴۹۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸
افغان ليکوال او فيلسوف استاد اسد اسماييد ۲۰۰۹ کال د جولای پر اتمه نېټه له نړۍ څخه وکوچېد.
استاد آسمايي چي يو وخت د کابل پوهنتون د فلسفې استاد وو او په سلګونو شاګردان يې روزلي وو، په فرانسه کي وفات سوئ دئ.
افغان ليکوال او ژورناليست علم ګل سحر چي په کابل پوهنتون کي د استاد اسمايي شاګرد وو، لر او بر ته د نوموړي د مړيني خبر ورکړ او د هغه مړينه يې د هيواد د ادبياتو او فلسفې په لاره کي يوه ستره ضايعه وبلله.
د لر او بر اداره د استاد اسمايي پر مړېنه د هغه له کورنۍ او ټولو افغانانو سره خواخوږي څرګندوني او ارواښاد ته د لوى خداى (ج) له درباره فردوس جنت غواړي.
دخواشینۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مې دخپل ډیرقدرمن استاد د افغانستان نامتو لیکوال ،فیلیسوف او پیاوړي مفکر استاد اسد اسمایي دمړینې خبر واورید.
استاد اسد آسمایي دافغانستان یو وتلی لیکوال او فلیسوف و،ډیر کلونه یې په کابل پوهنتون کې د فلسفې داستاد په حیث خدمت وکړ او ډیر شاګردان یې وروزل ،داستاد مړینه دهیواد لپاره یوه ستره ضایعه ده.
زه دارواښاد استاد له کورنۍ او ټولو افغان لیکوالو سره ځان په دغه ستر ویر کې شریک بولم ،دلوی خدای(ج)له دربار څخه ارواښادته فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر هیله کوي.
علم ګل سحر
دافغانانو دکولتوري ټولنې دژورې خواشيني پیغام
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې غړي دافغـان فیلسوف استاداسد اسمايي په یوناڅاپي مړینه په داسې حال کې خپله ژوره خواشیني ښيي چې زموږ په ګران هېوادکې په لوی لاس دعلم ډېوې یوه په بله
پسې وژلې کیږي، استاداسد اسمايي خو سترګې پټې کړې اوس به موږ بل فیلسوف له کومه کوو؟
زموږدکولتوري ټولنې ټول غړي دخپل افغان فیلسوف په مړینه پردېسې اوښکې تویوي، داستادکورنۍ، خپلو
اوخپلوانو ته له الله (ج) څخه جمیل صبر او ارواښاد استاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوي .
دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب
محمدامین بسـمل
Grano wrono Salamona,
khwashnay eam che zuma austad aw negde malgaray austad asad wafat shway day za la hewda bahar eam aw la bada margha nasham kawlay Pashto matn walekam. de austad Asad marg de Afghanistan de pohe , adab aw pohantone tolano lapara eawa loya zaeea da
arwa ey shada
ead ey zhwanday
Abdul Ghafoor Liwal
په کندهارکي وړانګه راډيو،(هڅه )اونيزه اونورقلموال دکابل پوهنتون دخداى بخښلي استاداسداسمايي په مړينه خواشني څرګندوي.
مرحوم استادته دلوى خداى(ج) له دربارڅخه دفردوس جنت اوکورنۍته يې دلوى صبرغوښتنه کوو.
محمدابراهيم (سپېڅلى)په کندهارکي د(وړانګي)راډيواو(هڅه)اونيزي مؤسس اومسول مدير
له پده مرغه خبر رارسیدلی چې د ا فغا نیستان وتلی لیکوال ، کره کتونکی ، څیړونکی او د کابل پو هنتون پخوا نی تکړه استاد اسد اسمایی پرون په فر ا نسه کی په یوه روغتون کې سا ه ورکړی او له دی فا نی نړۍ سره یی د تل لپاره مخه ښه ویلې
په لندن کی د افغان لیکوالو فرهنګی ټو لنه ددغه نو میا لی استاد مړینه ا فغانی فر هنګ ته یو لوی تا وان ګڼی او دده په مړینه ژوره خو اشینی څرګندوی، کورنی او ټولو خپلو انو او دوستا نو ته يي جمیل صبر غو اړی او ده ته د لوی او مهر با نه خدای ((ج)) له درباره د جنت الفدوس غو ښتنه کوی
په در ناوی
په لندن کې د ا فغان لیکوالو د مشر تا به جرګه
دخواشينۍ اوغمشريکۍپيغام
دا دغم له پاسه غم دۍ !
سويډن – دمالموښار
…………………….…
د۲۰۰۹ ز کال دجولا ي ۱۰
دهيواد يو پياوړۍ ليکوال ،ژباړونکی اودکابل پوهنتون پخوانۍ استا اسد آسمايي دابد
لپاره له موږ نه جلاشو
په خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی ډگر يوه غښتلې څېرې
دکابل پوهنتون دفلسفي دپوهنځۍ پياوړی اوپېژندل سوی استاد په فرانسه کښي دورپېښيې
سوی ناروغۍ له امله، له گران هيواد افغانستان څخه دبېلتون اومهاجرت په ستونزمنوپه
شرايطو کښي د۵۶ کالو په عمر په ناڅاپي توگه دتل لپاره له دې فانی نړۍ سره دابدي
ژوندپه لور وخوځېد . اناالله و انا اليه راجعون
دادغم خبر دهيواددټولوه داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی
بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن
زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي افغان ولس ئې په بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي
.
ارواښاد استاد اسد آسمايي ديوافغان په توگه په خپل ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی
اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی
ورسپارل شوی دندي سرته رسولي .
ارواښاد آسمايي لوړعلمي شخصيت دکابل پوهنتون دفلسفې دپوهنځۍ داستادپه توگه بې شمېره
ځوانان روزلې اوټولوديوه منلې استاد اوعلمي شخصيت په توگه دهغه درناوی کاوه .
له بدمرغه زموږپه هيوادکي بېله دينه هم دداسي علمي شخصيتونواوپوهانوکمۍ له ورايه
احساسېږي خودادی لوي څښتن پر افغان ولس اوزموږځوان نسل باندي دکډوالۍ په شرايطوکښي
داپياوړئ استاد دغښتلي قلم اومتفکر مغزخاوند اسد آسمايي هم ونه لورېد اوله هغه ئي
ژوندواخيست .
موږپدې باوريو چې دداسي علمي شخصيتونوتشه به زموږپه جگړه ځپلي هيوادکي تر ډيره خالي
پاته وي .
تر ټولوزياته دردونکې داده چي فرانسويانوددې سترافغاني عالم عزت وساته،هغه ته
ددرناوي په خاطرئي دفرانسوي مشهورليکوال ويکتورهوگوکورپه واک کښي ورکړ،خوافغان
چارواکي چي دانسانيت اومعرفت سره دملتياغولونکو شعاروترشاځانونه پټوي پدې اته کاله
ددې يول عالم اوغښتلي ليکوال له نامه څخه يوځل هم يادونه ونکړه اونه ئې هغه هيوادته
دراستنېدوپه موخه دعوت کړ .
ښاغلی اسمايي ځوان نسل ته په پشتو اودري ژبه بې شمېره اثارپه پرېښودل ،پدې هيله چي
دهغه ټول قلمي اثار خوندي اودچاپ بخت ومومي .
موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوعلمي سياسی شخصيت د علمي ،سياسی او فرهنگې
خدمتونو اوزيار يادبه دتل لپاره دافغانانوپه زړونوکښي ديوې نه هيريدونکی اودرنې
خاطرې په توگه پاته وي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره
پداسي حال کښي چي دارواښاداسدآسمايي مړينه دهيوادوالولپاره لويه اونه جبرانېدونکې
ضايع بولي،ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره
پدې ستر دردونکی وير کې شريک بولي ،
دلوي خداي ((ج)) له دربار نه ارواښاداستا آسمايي ته فردوس جنت
اودکورنۍټولوغړو،دوستانوعلاقمندانو ،ټولوهغوته چې دې زورونکی خبر غمجن کړي دزړه صبر
اوحوصلې غوښتنه کوو .
روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي .
په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې
دمشرتابه په استازيتوب حبيب اله غمخور
د سلام فرهنګي ټولني له خوا
د استاد اسمايې
د مړيني په اړه دخواشنی ليک
په ډير درد او غم سره مو د هيواد د معاصرنامتو فيلسوف او ليکوال د کابل پوهنتون د
ټولنيزو علومو د پوهنخی پخواني استاد اسد اسمايې د مړيني خبر واورېدی. ويرجن شولو،
داسي ويرجن چي د ويلو او ليکلو توان يې نشته.
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې خپلي خواشنی د خدای بخښلي استاد اسمايې دوستانو او
ملګرو ته وړاندي کوي . د لوی خدای ( ج ) د درباره هيله لرو چي خدای بخښلي ته فردوس
جنت او دوستانو ته يې د زړه صبر ورکړي.
امين يارب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باور
په ډیرې خواشینۍ سره مې دخبر ترلاسه كړ چې قدرمن استاد دافغانستان نامتولیکوال او فیلیسوف استاد اسد اسمایي ځان حق ته سپارلى دى.
استاد اسد آسمایي دافغانستان یو وتلی لیکوال او فلیسوف ؤ چې کلونه یې په کابل پوهنتون کې د فلسفې داستاد په حیث خدمت وکړاو پياوړي شاګردان يې په دغه لاره كې وروزل .
زه دارواښاد استاد له کورنۍ سره ځان په دغه ستر ویر کې شریک بولم ،او له لوي خدای(ج)له دربار له څپېڅلي دربارڅخه ارواښادته فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر هیله کوم.
په ډېره خواشينۍ
امين زي همت الله او په كابل كې دسپوږمۍ رسنيز او كلتوري مركزملګري