" /> " /> " /> " /> فرنګیان له هلمندیانو دمیوند انتقام په خنجر اخلي!  – لراوبر ویب پاڼه
کور / ترخې خبري / فرنګیان له هلمندیانو دمیوند انتقام په خنجر اخلي!  video

فرنګیان له هلمندیانو دمیوند انتقام په خنجر اخلي!  video

دتیرې پنجشنبې په ورځ دامریکې ۴۰۰۰ سمندري پوځیانو اودریوزروانګلیسي ځواکونود ۵۰ څرخي الوتکواوبیشمیره شوبلو په مرسته په هلمند ولایت کې دطالبانوپه خلاف پوځي عملیات پیل کړل .


په هلمند کښي د خنجر عملياتو پېل : 


 


دنړیوالونظامي ماهرینوله قوله داعملیات په معاصروخت کې دنړۍ په کچه ترټولوسترعملیات دي چې په دومره زیات شمیر پوځیان اوپوځي وسائل پکې برخه اخلي.
مخکې تردې چې ددغوعملیاتوپه بردوباخت باندې څه ولیکل شي غواړم په افغانستان کې دامریکا دپوځي عملیاتې سلسلې شالیدته یوه لنډه شانتې نغوته وکړم.


په افغانستان کې دپوځي عملیاتو دپایته رسولو اعلان


دامریکې ددفاع پخواني وزیر دونالد رمزفیلد د۲۰۰۳ کال د مي دمیاشتې په پنځمه نیټه دجمعې په ورځ دهغه مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې چې له حامدکرزي سره یې یوځای په کابل کې دایرکړی وه په افغانستان کې د دوئ له خوا دپیل شویوپوځي عملیاتو پایته رسول اعلان کړل .
رمزفلید په دغه مطبوعاتي کانفرانس كې وویل :
اوس چې دطالبانودرژیم له نسکوریدوڅخه ۱۸ میاشتې تیرې شوې ، هغوئ له افغانستانه شړل شوي اونورددې جوګه ندې چې دافغانانواوسیمې لپاره ګواښ وبلل شي، له همدې امله زه دلته راغلی یم ترڅوسرله نن څخه په افغانستان کې زمونږ دپوځي عملیاتوپای ته رسول اعلان کړم.
نوربه زمونږ ټولې هلې ځلې په دې هیوادکې دبیارغونې اوافغانانوته د دیموکراسئ په سیوري کې دهغوئ په ترقئ اوسوکالئ متمرکزې وي. . . . . .
خو له بده مرغه چې درمزفیلدله هغه اعلانه راوروسته تراوسه پوري دکلونوپه حساب شاوخوا پنځه کلونه تیرشول چې هره ورځ دامریکایانوله خوا کله دغره دزمري ،کله دغره دطوفان کله دخنجر اوکله هم دپړانګ دپنجې په نوم دپوځي عملیاتوسلسلې روانې دي.
د هلمند په ولایت کې دخنجر په نوم پیل شوي عملیات دامریکایانوددغوپوځي عملیاتودسلسلې وروستۍ کړۍ ده چې ددولت دحاکمیت ترغولوونکي نوم لاندې یې دبیوزله هلمندیانوپه ضدشروع کړي.
ددغو تباه کوونکوعملیاتو پلي کول هلمندیانواوټولوافغانانوته ددې خبرې قانوني حق ورکوي چې هم له ښاغلي کرزي اوهم دهغه له ملاتړوامریکایانوڅخه داپوښتنه وکړي چې تاسوخو ۵ کاله پخوالا دلته دپوځي عملیاتو پای ته رسول اعلان کړي ول اوپه بدل کې موافغانانوته دترقئ ،سوکالئ اوبیارغونې وعدې ورکړې وې ، دا اوس بیاد ۲۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکروراتګ اوپه هلمندکې دخنجرپه نوم دجارحانه عملیاتوترسره کول څه معنی لري؟


دخنجرعملیات په هلمندکې ددولت دواکمنۍ لپاره !!!


دامریکایانو له خوا په هلمند کې دخنجرپه نوم د پیل شويو عملیاتولامل په دغه ولایت کې دطالبانوله منځه وړل اودهغه پرځای دولتي حاکمیت راوستل ښودل شوي دي .
خودلته ترهرڅه له مخه داخبره ضرورده چې امریکایانوته وروفهمول شي چې په هغوسیموکې چې دولتي حاکمیت موجود دی هالته یې افغانانوته څه ګټه رسولې ،اوهمالته افغانان ترکومه حده د امریکایانوله جنګي شرارتونوڅخه په امان دي؟
دمثال په توګه دکندهارښارپه مرکزکې خو دولتي حاکمیت نافذدی نو هالته ولي دامریکاانوله لوري دروزل شویواوباشانوپه ګولیو دولتي لوړپوړې چارواکې یوپربل پسې دګولیوخوراک کیږي.
دکونړمرکزپه اسعدابادکې خو دولتي حاکمیت نافذدی هالته ولي دوئ دلنډغروپه ګرنیټونوباندې دښوونځیومعصوم ماشومان په خپلو وینو رنګیږي ؟
دخوست په ښارکې خو دولتي حاکمیت خوندي دی هالته ولې ددغه دولت دساتونکي افسر څلور ورځنی ماشوم په ځانګوکې وژل کیږي؟ .


هلمند ولي دامریکایانودخنجرهدف وګرځیده ؟


په افغانستان کې خودهلمند په څیرنورهم ډیرولایتونه شته دې چې هالته دولتي حاکمیت ترګواښ لاندې دی ؛ دولتي حاکمیت څه چې خپله امریکایان پکې ژوندي تری تم کیږي ؛ هالته ولي دامریکایي خنجرڅوکې نه غزول کیږي؟
دسیاسي شنونکوپه باورپه هلمند ولایت کې ددغوعملیاتو پیلول څو وجوهات لري:
۱ـ دهلمند ولایت مهم استراتیژیک موقعیت نن دامریکایانواوانګریزانولپاره درقابت اوسیالۍپه میدان بدل شوی ، هغوئ
هریوغواړي چې په یوه نه یوه ډول هالته نظامي موجودیت ولري ؛ له همدي امله امریکایان غواړي په هلمند ولایت کې ددغوعملیاتوپه زور دانګریزانوترڅنګ په سیمه کې خپل اغیزمن پوځي حضورهم ثابت کړي.
۲ـ په افغانستان کې دطالبانو په له منځه وړلو کې دامریکایانوله پاتې راتلو وروسته دامریکایانواو انګریزانو ترمنځ یوه اندازه بي باوري راپیداشوې چې هریویې په بل داشک لري چې هغه په صادقانه توګه دطالبانوپه ضدمبارزه کې خپل مسؤلیت سرته نه ر سوي، له همدې امله امریکایان غواړي ددغوعملیاتوپه کاراچولوسره انګریزانوته داثابته کړې چې دهلمند دخانشين په څیرنا امنه ولسوالۍچې بریطانوي عسکروپه دری کاله کې له طالبانو و نشوای نیولي امریکایانوپه دریو ساعتوکې ونیوله داچی دولسوالۍتشه کنډواله ودانۍ یې ونیوله او که یې ټوله ولسوالۍ دابیابیله خبره ده خوهغه څه یې وکړل چی انګریزانو نه وکړی.
۳ـ په افغانستان کې دولسمشري ټولټاکنوپه رارسیدوسره باید په دې هیواد کې داسې زمینه مساعده شي چې هرڅوک وکولای شي په دغوټولټاکنوکې ګډون وکړي خوداچې یواځې دهلمند په ولایت کې له دولسو ولسوالیوڅخه پنځه ولسوالۍ ددولت دمخالفینوپه لاس کې وي نوددغو ټولټاکنومشروعیت به ترکومه حده پرځای وی ، داچې په افغانستان کې دټولټاکنو اصلي متصدیان (امریکایان) دي نوهغوئ غواړي په هرقیمت سره چې وي دغوټولټاکنوته په نسبي شکل داسې یوه نمایشي فضا برابره کړي چې دهغې په ترڅ کې په ترسره کیدونکوانتخاباتوڅوک دنامشروعه ټاپه ونه لګوي.


په هلمندکې دخنجرعملیاتودبریالیتوب امکانات.


له څو وجوپه هلمندولایت کې دامریکایانو دخنجرعملیاتو دبریالیتوب امکانات ډیرکم اویاهیڅ نه ترسترګوکیږي .
۱ـ په دې ولایت کې د دولت ضد مخالفین دامریکایانوپه مقابل کې دچریکي یاپارتیزاني عملیاتو ستړی کوونکی تکتیک کاروي او دنظامي ماهرینوله نظره د دغه ستړي کوونکي تکتیک په استخداموونکو جنګیالوباندې دنړۍ په هیڅ هیواد کې هم تر اوسه چا بریالیتوب ندی ترلاسه کړی چې ویتنام، افغانستان اودغزې تړانګه یې یوڅو ژوندي مثالونه دي .
۲ـ د امریکایي جنګیالولپاره دهلمند نامناسب جوي وضعیت .
دهلمند اوسنی موسم په سیمه کې تربل هروخت زیات ګرم موسم دی ؛ تردې چې خپله دهلمندیانولپاره لاپه ځینوحالاتوکې په سختې سره دتحمل وړوي، اوپه خنجرعملیاتوکې ټول ګډونکونکي عسکر دسمندري ځواکونوهغه تازه دمه عسکردي چې تراوسه حتی دافغانستان دنوروسردسیره سیموله آب وهواسره بلد یت نه لري ، نوپه داسې نامناسبوجنګي شرائطوکې دمحیط له آب وهواسره بلد و جنګیالوڅخه دجګړې میدان ګټل څه اسانه خبره نده.
۳ـ له بهرنیانوڅخه دسیمې داوسیدونکو کرکه اونفرت .
دسیمې له خلګوسره دتیرواتوکلونوپه جریان دبهرنیانوله خوا ناوړه غیر انساني سلوک اوس دهغوئ په زړه کې دهربهرني په مقابل کې دسختې کرکې زمینه ایجادکړې ، هغوئ ټول بهرنیانوته دوئ د وحشیانه عملونوتردیدوان ګوري ،هربهرنی دخپل ځان ،ایمان او هیواد دښمن بولي اوپه انتقامي روحیه ورسره برخورد کوي.
امریکايي عسکروهم دعملیاتوپه لومړیوشیبوکې داخبره درک کړې چې دسیمې اوسیدونکي ورڅخه کرکه کوي ، دنیویارک ټایمزورځپاڼې دورکړل شوی رپوټ له مخې امریکايي عسکر وایی چې د هلمند ځایي اوسیدونکې دخپل افغاني مزاج له مخې دبهرنیوقواوو ضداحساسات لري ،داسې احساسات چې مونږیې د دوئ په تندیوکې زمونږپه هکله دکرکې اوانزجار نښې ګورو.


دِغه ورځپاڼه لیکي:


دسیمې ډیرومخوروکسانوامریکايي پوځیانوته ویلي چې ډیری هلمندیانوله ځانه سره وسلې تیارې کړې، هغوئ دغه وسلې یادخپلوکورونودساتنې اویاهم له بهرنیوعسکرو څخه ددوئ په لاس دوژل شویوخپلوانو دغچ اخیستلو په خاطر مخکې ترمخ برابرې کړې.
دورځپاڼې خبریال دسیمې دیوه ځايي اوسیدونکي حاجي تاج محمد له خولې لیکي: مونزمسلمانان یواو بهرني عسکرموپه خپله سیمه کې ډیربدایسي ځکه هغوئ زمونږ دټولوبدمرغیواصلي عاملین دي.
نیویارک ټایمز په اخیرکې په سیمه کې دبشردحقوقودخپلواک کمیسیون دمشرعبدالقدیر نورزي له قوله لیکي:
په هلمند ولایت کې دطالبانوملاتړي ددولت ترتابع کسانوډیرزیات دي.


په خنجرعملیاتوکې بهرنیو ځواکونوته تراوسه اوښتي تاوانونه


سره له دې چې امریکایي ځواکونوپه سیمه کې پیل کړي عملیات دځان لپاره یوستر بریالیتوب بللی خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله دغه عملیات دانګلیسي ځواکونولپاره ترټولو ملاماتوونکي عملیات بلل شوي ،ځکه انګلیسي ځواکونوپه دغوعملیاتو کې دخپل پوځ ترټولولوړرتبه افسر ډګروال Rupert thornelo اودهغه یوتن محافظ دطالبانو له خوادخښ کړل شوي ماین په انفجارکې له لاسه ورکړل.
دورځپاڼې په حواله نوموړی وژل شوی پوځي افسرد انګلستان ددفاع وزارت هغه لوړرتبه افسر دی چې په ۱۹۸۲کال کې دارجنټاین خلاف جګړې راوروسته دده په سویه لوړرتبه افسرانګریزانوله لاسه ندی ورکړی.
پردې سربیره پرون ورځ ازادۍ راډیو دماسپښین په دریوبجو په هلمند کې دامریکایی سمندري ځواکونودمشر ډګروال لورنس نیکلسون له خولې خبرورکړ چې ددوئ دځواکونودوه طبي څرخکې دطالبانودهوايي ضد راکیټوهدف وګرځیدې اومخکې تردې چې په ځمکه نشت وکړي اوریې واخیست ،خودهمدې ورځې په مازدیګربیا بیرته ازادۍ راډیو د دوالوتکوپرځای دیوې دویشتل کیدو خبرورکړ.
له دینه معلومیږی چې امریکايي پوځې چارواکې دخپلوپوځیانو دمورال لوړساتلوپه غرض څومره دهغوئ دځاني اومادي تلفاتوپه کم ښودلو ټینګارکوي اوپه واقعیتونوسترګې پټوي.


پایله


لکه مخکې چې مو وویل امریکایانو پنځه کاله پخوا په افغانستان کې خپل پوځي عملیات په دې خاطر تمام شوي اعلان کړل چې ددوئ په نظر افغانستان نور دطالبانواوالقاعده له ګواښه وژغورل شو ، خو وروستیو حقائقوداثابته کړه چې طالبان نه داچې ورک نشول بلکې ترهغه پخواني حالت لامضبوط شول .
په هغه مهال کې یې له خپل ټول دولتي زوراوطاقت سره سره په یوه نیمه میاشت کې تنها دامریکایانو په مقابل کې دمقاومت توان له لاسه ورکړ، خواوس دهغه برخلاف په داسې ځواکمن ګورلايي ځواک بدل شوي چې دامریکایې ځواکونوپه شمول د۴۱ هیوادونو دنیږدې ۹۰۰۰۰ کسیزپوځ ته دمقابلې ټټروهي .
دطالبانود دغه دوباره برلاسې عامل امریکایان اودهغوئ په مرسته دښاغلي کرزي ناکامه اداره ده چې دبي ځایه اوناوړه پالیسیو په غوره کولوسر ه افغانان له ځانه پردي اوپه لوي لاس یې دمخالفینوصف ته ورټیل وهل.
دخنجراوپړانګ پنجې په نومونو دبهرنیانووحشي عملیات افغانان دخپل ملک ا وولس لپاره دخپلوتاریخي دښمنانو دغچ اخیستنې پلمې بولي نه د دوئ په هیوادکې ددولتي حاکمیت پلې کول .
که په واقعي توګه دغه دولت افغاني دولت وي نوبهرنیواشرباڼوټه یې دحاکمیت لپاره هيڅ ضرورت نشته
اوکه دبهرنیانو په دستورپه افغانانوتپل شوی تحمیلي دولت وي نوافغانان بیا په تاریخي لحاظ د داشانې دولتونواودهغوئ داشرباڼودراپرځولوښه سابقه لري.


تبصره نسته

  1. داسې دولتونه چې خپل حاکمیت نشي پلې کولې ، خلک یې ملاتړنه ګوي ، خائين وي اوپه پردیوعسکروځان ساتي اوامریکائيانوته ژاړي چې ته می په افغان اولس قبول کړه ، داسې په نوم دولت به کوم غیرتي افغان ومني اووزغمي ؟ چې ځان ته افغان اومسلمان وایي خوامکان نه لري چې دغسې ۲۰۰ ٪ ګوډاګې دولت اوحکومت ومني . هیڅوک په دنیاکی دبل غم نه خوري . دخپل هیوادچارې چې دوطن اصیل بچي جوړی نه کړي ، جاسوسان ، جيره خواره ، ګوډاګیان اوغلامان یې نشي جوړولې .
    نن دئ که سبا دئ ، داملک دزرغون شاه دئ

  2. غزنيوال صاحب خداى دې ژوندى او ګړندى لره، كه ستاسو په څېر ځينې نور با احساسه او بامسووليتونه نور ليكوالان هم ولرو، د دې وطن روان بحران به مو په ښه توګه انځور كړى وي.
    هيله ده دغه ډول نورو ليكنو ته هم دوام وركړئ.

  3. سلامونه . ښاغلی (غزنیوال)یوه نړی مننه لوی چښتن (ج) دی تا غوندی ریشتیا ویونکی او با احساسه ژورنالستان تل بریالی ولری ،چی نور هم د یر غلګرو امریکایانو او ګوډاګيانو ناروا کړني ښکاره کړ ي . د خپلواکی په هيله

  4. سلامونه غزنيوال!
    ستاسوخبري ټولي دځوريدلوافغانانودزړه رازده خوكاشكي چه ټول افغانان دپرديو يرغلګرولپاره چه افغانستان يي دوحشت په ميدان بدل كړي ده يوموټي شي.دوئ خودافغانستان دجوړولولپاره ندي راغلي بلكي داددغربي كليساګانو د ۱۹۸۱ميلادي كال دشوم پلان دعملي كولو اوداسلام دضعف اوپدنامولولپاره راغلي …… خداي(ج) دي تاغوندي ريښتياويونكي ژوندي لري . مننه

  5. ښه لیکنه ده خو په فارسی کی یو متل دی وی ( نه کل بانه ، نه کدو خاک ده سری هردو).په دی مانا چی : وی نه دی کل پاتی شی او نه کدو د دواړو دی سر په خاورو شی.
    وروره کاشکی خو یو طرف سم وی چی بل طرف باندی مو نیوکی کړی وی.خدای دی د مظلومو افغانانو په غم شی.

  6. تل دي خداي داسي بااحساسه او پر وطن مين كسان ژوندي لري چي تاريخ پانه واروي اوافغانان خبركري دانكريز له پالسي نه .

  7. ورره تر څو چي ملا، طالب او پیر د افغانستان په دولت او سیاست کښې ګوتې وهي نو روسان، ای ایس ای، امریکه او نور به ځي راځي

    زه په دې باور یم چي افغانانو ته پکار ده چي تر ټولو لومړی دي ملاجان ، طالب جان او پیرګل ته ووایه چي سیاست ستا کار نه دی، بس خپل تاویزونه مو لیکۍ او خوړې خورﺉ،– ——

    یاغییستان

  8. ياغيستانه! ترڅوچي ستاپه څېرباغيان دهيواددرښتنوبچيانوپه وړاندي کله دصليب،کله دکمونسټ اوکله دپانګوالويوې ګولې ډوډۍ ته غاپي هيڅکله به نه يوازي په افغانستان بلکه په ټوله اسلامي نړۍ کي مسلمانان دارام ساه واخلي همداتاسي دبل ګوډاګيان اودڅوپيسو وږي ياست چي نه خپل تهذيب ساتلای شئ اونه موهيڅکله دين،هيواداو اولس ته خدمت وکړ. تاسوخوچي کله څوپيسې پيداکړۍ نوترهرڅه وړاندي په اروپايانوورولوېديځوهيوادونوکي ځان ته څوپوړيزې ودانۍ رانيسۍ يايې هلته په بانکونوکي زېرمه کوئ همداستاسي په څېردڅومادي قواعدوپوهان دي چي نه په دين پوهيږي نه دملت،هيواد اواولس په غم . داخبره چي ملااوطالب بايدپه سياست کي برخه وانه خلئ هم له قرآن،احاديثواوتاريخ سره ټکرده تاچي يوازي يوڅوعصري فنون لوستي څرنګه په دې بريالی شوې چي دسياست په ټولوڅانګوکي مهارت ترلاسه کړې خوهغوڅوک چي له عصري زده کړوسره سره ديني پوهه هم لري په دې نه دی توانيدلی چي په سياست کي برخه واخلي!!! دا ستاڅرګندحماقت اوهغه پټه کرکه ده چي له ديني کړيوسره يې لرئ .

  9. په هلمند کي څه روان دي ؟
    دا زموږ ويبپاڼي ، ليکوالان او مبصرين څه شوه؟
    پر هلمند باندي وايي چي د ويټنام را وروسته عظيم عمليات روان دي، خو موږ په ورځني پرمختياوو نه يو خبر چي هلته د جګړې د تباهيو او ولسي وګړو حالت څه دی ؟
    هلته د جګړې په ميدان کي څه روان دي؟
    زموږ ليکوالان خو لږ شاني بايد خپله ملي، ژورناليستکي او ولسی رسالت پر ځای کي ، په هلمند کي ،په سوات کي، په بونير او شمالي وزيرستان کي پر پښتنو څه روان دي او ولي؟ لپر هغه باندي ولي څه نه ويل کيږي او ټوله و يب پاڼي او رسنۍ چوپ دي .؟

  10. الله پاک دي يي تباه او برباد کړي خداي دي يي پخپلو شومو اهدافو کي نه بريالي کوي او خداي پاک دي دا اهداف ددوي پر خلاف وکاروي

  11. گل اغا شيرزى د ننګرهار والي او که د ننګرهار د قصر والي!!؟

    له تېرو دريو کلونو راهيسې چې په ننګرهار کې د طالبانو تحريک زور اخيستي، نو د جلال اباد ښار د محاصرې کړۍ له يوې ورځۍڅخه بلې ته تنګېږي، خو له بده مرغه چې والي شيرزي هره وخت وايي ((د خداى په فضل سره په ننګرهار کې امنيت ډېر شه دى)) دا خبرې ګرد سره حقيقت نه لري! بلکې دا خبرې د خپلو بادارانو د خوشالولو لپاره کوي، د ننګرهار همېشه بهار امنيت په اوس وخت کې له کندهار، هلمند، زابل، ميدان وردګ او خوست ولايتونو څخه په کراتو بد شوى دى او والي شيرزى چې په قصر کي په شرابو، کبابو او موسيقۍ بوخت دى، فقط د خپلو ولسوالانو له لارې چې وايي امنيت ډېر ښه دى، خو خبر نه دى، امنيت هماغلته د دوى لپاره ښه دى، چې په لسګونو وسله وال پوليس ورسره روان دي، نه د عامو خلکو او ټيټ پوړو دولتي مامورينو لپاره، امنيت فقط د ولسوالۍ مخې ته د ورځې ښه وي، ځکه چې هلته پوسته موجوده ده، دغه پوسته ځکه د طالبانو له بريد لاندې نه راځي، چې ولسوال صيب طالبانو سره خبره پخه کړې ده، چۍ نه به راپورې غرض لرئ او نه يې درپورې لرم، د ورځۍ زما پاچاهي او د شپې ستاسو، چې څه کوئ ويې کړئ او چې زه د ورځې څه کوم هغه زما برخه ده، نو ځکه د ولسوال صيب او امنيي قومندان لپاره امنيت ښه دي، يوازې د بېچاره مامور لپاره امنيت خراب دى، چې څوک نه لري، او د طالب اود اي ايس اي د ګوډاګي چاړه هم يوازې د همدوی په وينو سره ده، بچي يتيمان کوي او ښځه يې کونډه کوي، څوک يې د پوښتنې هم نشته ، گل اغا شيرزي د دوى نه ښه خبر دى، ځان يې ناګاره کړى دى، خو ((که څه وايي نو جانى کډه کوي)) ژورناليستان ځکه څه نه وايي، چې شيرزي بيا دموټر او کور جوړولو او نومرو لپاره پيسۍ نه ورکوي او يا که په خپله شيرزي ووايي ، چې په خوګياڼو او چپرهار کې هډو دولت وجود نه لري، نو ټولې ټيکې به ورڅخه واخيستل شي او پر ده يخې اوبه توی شي، شيرزي ته دا ښه معلومه ده، چې د ماښام له اذان وروسته له بمبو چړاهي او پتي وات نه اخوا څوک د ماخوستن جمعې ته هم نه شي تللى، ځکه چې هلته امن نه وي او د طالبانو اسلامي امارت حاکم وي، څوک يې چې بدي شي، نو سر يې په کمره کې ګوره، د شپې د طالب جبر او زور پر ولس حاکم وي او د ورځې بيا ولسوال له خلکو باج اخلي، دواړه ډلې ښه په مزو کې دي، غرق په کې ولس دی، چې له خداي پرته نور څوک نه لري، والي يوازې د خپل جيب او امريکا خوشالي غواړي په همدې خاطر خو يې بارک اوباما ته دتره زوی (عزيز) خطاب وکړ او بل خوا طالب جان خو د پاکستان او ايران د خوشالولو لپاره د خپل ولس ويني لکه دسرو شرابو څښي.

    د چپرهار او خوګياڼو ولسوالي اوس عملا د طالبانو په لاس کې دي، د شپې صرف د ولسوالي د پوستې په مخکې ولسوال حاکم وي، غرمه ورته قلف اچوي او بېرته ترې ښار ته راګرځي او بس نور د طالب مال دي نوش يې جان يي، خو والي صېب چې په قصر واکمن دى، دلته دهمايون انګار نڅا او سندرو ته غوږ غوږ وي، د مستو او ښکلو هلکانو نڅا يې سترګو کې وي، د مظلوم اه او فرياد د موسيقۍ په سر و تال کې نه اوري، دلته په دې محفل کې امنيت ښه وي، نو والي فکر کوي، چې والله ټول ننګرهار کې امنيت ښه دي، نوموړي ملامت نه دي، ځکه بيسواده دی او يوازې د شيرزي لوبغالي ورته ننګرهار ښکاري، نور ننګرهار نه بيخي خبر نه دي، ځکه چې غمشريک، خاکسار اوځواک يې پام ورغلط کړي دي، چې کرار کراري ده والي صيب! محفل جاري ساته.
    والي ته يوازې همدا څو بدرنګ د ننګرهار د تمدن ، علم او فرهنګ څيرى ښکاري، نوموړي يوازې د همدو بدرنګو د خوشالي لپاره هر څه ته تيار دى، خو يوه ورځ يې هم د ننګرهار ولس ته رجوع ونه کړه، ده ته هماغه بدرنګ او غوړه مالان د ننګرهار د خلکو استازي ښکاري، چې خود غرضه ملک ندير ورته راټول کړي وي، نور اصيل ملکان ورته هېڅ نه ښکاري، نو واروه اي د ننګرهار د قصر والي! کله چې ته له ننګرهاره لاړ شي، همدا غوړه مالان او بدمرنګ ژورناليستان به درپسې سپورې وايي او لکه د باد بڼکه به دې کړي، لږ خو له دين محمد نه پوښـتنه وکړه ، چې څه ورپسې نه وايي، دا ټول د هغه پر دستخوان لوي شوي دي اوس د هماغه پر دسترخوان … کوي.

    لږ فکر وکړه! لږ د خپلو ولسواليو جاج هم واخله نه يوازې د ورځې نه د شپې يې هم غم وخوره، حضرت عمر(رض) به د شپې د خپل ولس د احوال د معلولو لپاره لارو کوڅو ته تللو او ته شراب، کباب او د همايو نڅا ته ناستې که دې خوا ګډه وډه شي نو خاکسار، همدرد، غمشريک او ځواک درته په چکو پيل وکړي بېرته دې خوښ کړي. دا زموږ په کلتور او دين کې څومره سپک کار دى، ته خپل مقام ته وګوره! خپل حيثيت درک کړه، زه خو چې کله هم ستاسې تر ولايته درغلی يم نو ته ويده يې، ولې چې شپه دې په مستيو تېره کړې ده، ته دلته د ولسمشر استازی يي، خلک دې خپل مشر بولي، خو چې کله دې د کار پر مهال ويده ووينې نو بيا در باندې لعنت وايي، بايد خلک تاته د پلار خطاب وکړي نه د ډم، تا ته خو ستا دښمن اسمعيل خان هم ياد دی، چې په هرات کې ورته خلک ((پدر بزرګوار وايي)) تا ته ولې بله څه ووايي، نو بايد ته دپښتون هسکه شمله شی، لږ پر خپلو خواهشاتو حاکم شه، نفس ووژنه اود خلکو په خدمت کې خپل سکون پيدا کړه، نه د همايون دګونګرو په شرنګا کې.

    په دې هيله چې د ننګرهار د قصر والي په رښتيا د ټول ننګرهار والي شي او په چپرهار کې امن راشي.

  12. Salamualikom,
    Anybody can tell us what’s the deference between Taliban and western forces?
    Taliban kills Afghans saying that we are going to protect Islam, but western forces kill’s Afghans saying that we want to protect government.
    Western forces are kidnapping Afghans Saying that they are Alqa eida, But Taliban is doing that same saying that these people are educated in universities.
    Western forces kills afghans saying that Taliban is hiding in your village, But Taliban kills too if someone reject to keep their troops in home.
    Taliban kills afghan if they works with NGOs/Government but Hunger kills them too if they stay in home

  13. مردم ما درطول چند دهه اخیر آ نقدر در درک سیاست توانمند شده اند که واقعا برای غربی ها و اجیران دستنشانده آنها در کشور غزیز ما خیلی ها مشکل چی وحتی نا ممکن است که آنها را با شعار های دروغین دیموکراسی با آینده مجهول تباه کن سوق دهند! بدبختانه سیاسیون اجیر شده وطن ما با وصف آګهی کامل حقایق ، با ضمیر خود وداع ګفته تن خودرا با همه نیروی آن در خدمت اجنبی اشغالګر قرار داده وهنوز هم با ادامه شعار های دیموکراسی زمینه قتل عام هموطنان خویش را با همه دیده درآیی مساعد میسازند! آقای کرزئ وتیم آن بهتر است ګفته شود باڼد وطنفروش کرزئ که برای بقای باڼد کثیف خودها ،وطن وهمه هموطنان مارا به ګروګان ګرفته اند و از باداران خود بما دیموکراسی غربی تحفه ګدایی میکنند!! آیا شما از تاریخ زرین این مرزوبوم واز دیموکراسی واقعی ولسی آن خبر دارید؟

    زمانیکه مردم ما با لویه جرګه های خود اهمترین مسایل وطنی و منطقوی خود هارا با نظرداشت مصالح ملی، حل وفصل میکردند ؟ اګر شما بر تاریخ کشور خویش تکیه می زدید ضرورت آوردن دیموکراسی غربی که مملو از بی ناموسی – بی عفتی- شرمساری- ذلت – قتل عام – غلامی – بی دینی – وطنفروشی – و در نهایت استعمار و استثمار کشور و ملت بدست بیګانګان چیز دیګر بوده نمیتواند ، اجیر نمیشدید! با نظر داشت جرګه ها و لویه جرګه های عنعنوی وملی ما میتوان مدعی بود ، که کشورما اولین خطه ایجاد دیموکراسی یعنی ( اداره مردم بدست مردم برای مردم از طر یق مردم ) در جهان نظیر ندارد! ما به دیموکراسی غربی که مملو از کشتار جمعی وصد ها نوع محرومیت در آن آمیخته است ضرورت نداریم! بهتر است بعد از این نام زندان ها – کشارګاها – شکنجه ګاها ، بنام محلات دیموکراسی مسمی شوند! بناعاً میتوان ګفت که با تاء سف ، واقعاً به افغانستا ن دیمو کراسی غربی آمده است ! و انشاء اله وتعالی مردم سلحشور وآزادیخواه افغان زمین چطوریکه در طول تاریخ تسلیم دیموکراسی های کشتار جمعی نشده ، باز هم به اثبات خواهند رساند!

  14. غزنیواله وروره سلامونه می ومنه په قلم د برکت شه چی تاغوندي با احساسه او رښتیا ویونکی ژورنالیستان لرو او دغسي حقایق ،او دیرغلګرو شوم اهداف رابرسیره کوی په رښتیا چي دیرغلګرو شوم اهداف دمسلمانانو په ضد په لار اچول کیږي الله [ج]
    د دوی تباه اوپه خپلو کرغیړنو اهدافو کی ناکام کړی