کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ياسيني: د اريانا په مناظره کښي زما د خبرو مهم ټکي

ياسيني: د اريانا په مناظره کښي زما د خبرو مهم ټکي

بسم الله الرحمان الرحيم

د اريانا تلويزيون په مناظره کې زما د خبرو مهم ټکي – ميرويس ياسيني

درنو هېوادوالو:

ما بېګاه د اريانا تلويزيون په ټاکنيزه مناظره کې برخه واخيستله او کوښښ مې وکړ چې تاسو ته خپل پيغام درورسوم. کېدای شي ځينو هېوادوالو دا مناظره نه وي ليدلي. دلته یې تاسو ته مهم ټکي روښانه کوم.

له ما څخه په افغانستان کې د بهتره اقتصادي سيستم په اړه پوښتنه وشوه.

حضور صلی الله علیه وسلم فرمايي (اللهم اني اعوذ بک من الکفر والفقر) مانا دا چې اي خدایه د کفر او فقر څخه پناه غواړم. دا چې اسلام د خلکو د مال په حفاظت تاکيد کړی دی نو اقتصاد بايد داسې جوړ شي چې د خلکو د مال ساتونکی وي. زما حکومت به اقتصاد داسې توجیه کوي چې د څو چپاولګرو او غلو په لاس کې ونه غورځېږي. د هېواد اقتصاد بايد د چپاولګرو له لاسه راوباسو. زموږ اساسي قانون که د ازاد بازار اقتصاد منلی هم دی، دا سيستم بايد داسې نه شي چې په څو ورځو کې په کې چپاولګر شتمن کېږي. د ازاد بازار د اقتصاد ګټه بايد ولس ته ورسېږي.

که موږ ازاد بازار هم ولرو، دولت یې بايد کنترول کړي او د خلکو په ګټه یې وکاروي. که امريکا په خپل ازاد بازار اقتصاد کې د خپلو ګټو دپاره مداخله کولای شي، موږ هم بايد خپل ازاد بازار او اقتصاد داسې جوړ کړو چې زموږ د خلکو خېټه مړه کړي او نورو ته مجبوره نه شي.

زه په دې موخه یو انستيتيوت جوړوم چې بازار کنترول د خلکو په ګټه توجيه کړي.


بله پوښتنه دا وه چې په افغانستان کې کوم نظام بهتره دی او د افغانانو مشکلات حل کولای شي.

زما او زما د ډلې له انده. تر نظام د مخه افغان ملت او د هغې ګټې مهمي دي. د هر نظام په اړه چې خبرې کوو بايد په ياد ولرو چې افغانان یو ملت دی. دلته اقليت نشته دی. موږ افغانان یو او مسلمانان یو. هر نظام چې زموږ هېواد ته تاوان رسوي هغه مردود دی. رياستي نظام زموږ د هېواد د يووالي دپاره ډېر مهم دی. پارلماني نظام د افغانانو دپاره هيڅ مناسب نظام نه دی او هېواد به د نورو ډېرو مشکلاتو او بې اتفاقيو سره مخ کړي.

په افغانستان کې زه او زما ډله دا حق نه لرو چې نظام بدل کړو. دا حق یواځې او يواځې افغان مېړنی ولس لري او بس.

په افغانستان کې ځينې خلک په دې نه پوهېږي چې دلته نظام نه دی ناکام شوی، اداره ناکامه شوې ده. رياستي سيستم ناکام نه دی. اوسنی نظام زما او زما د ډلې له انده ښه او سالم نظام دی، خو سم خلک یې بايد پرمخ یوسي. په افغانستان کې نظام نه دی ناکام شوی، د نظام په سر کې خلک ناکام شوی دی، کاري ډله یې ناکامه شوې ده.


د دولت د مخالفينو سره د خبرو په اړه وپوښتل شوم.

د ټول مشکلاتو حل د خبرو له لارې کېږي. صلح پېغمبر علیه السلام د کفارو سره کړې ده. موږ خو ټول مسلمانان یو. بايد سره کېنو او خبرې وکړو. د ټولو خفه خلکو سره به بې قيده او شرطه خبرې وکړو. داسې نه لکه ځينې یې چې وايي ادرس یې نه دی معلوم او د ټيلي فون نمره نه لري.

زه به د ټولو مخالفينو سره د خبرو دپاره یوه کاري ډله ګمارم. په دې ټوله پروسه کې بايد ملت شريک وي. دا نه چې په سعودي کې خبرې وشوې او په بل ځای کې وشوې او هيڅوک په جريان کې نه وي. که په سعودي کې خبرې کېږي او که په بل ځای کې، که د طالب سره خبرې کوو او که د حکمتيار او که د کوم بل مخالف سره، بايد ملت په کې شريک او ټوله پروسه شفافه وي.

د بهرنیو ځواکونو په اړه زما د دريځ په اړه پوښتنه وشوه.


هيڅ ازاد انسان بهرني ځواکونه په هېواد کې نه شي منلی. زموږ باتور ملت دنيا ته دا هغه وخت وښودله چې روسانو ته مو په مېړانه غاښ ماتونکي ورکړه. دا اوسني بهرني ځواکونه موږ نه دي راغوښتي. دا د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې راغلي ځواکونه دي.

په فقه کې قاعده د ه چې الضرورات تبيح المحظورات. اړتياوې ناروا روا کوي. موږ اړ یو چې د بهرنيو ځواکونو د شتون څخه تر هغې ګټه پورته کړو تر څو افغانان په خپلو پښو ودرېږي. که بهرني ځواکونه دا اوس ووځي، او دا اوسنی نظام وي، نو هېواد به سمدستي بيا د ګډوډیو سره مخ شي.

که زه د افغانستان ولسمشر شم، زه به د هر بې ګناه افغان په مرګ یو شان خفه کېږم. که دا افغان بهرني ځواکونه په بمباريو وژني او که په ځانمرګو بريدونو کې.

د بشر د حقوقو او په دې اړه دنړيوالو ټولنو په اړه راڅخه پوښتنه وشوه.

دلته د حضرت عمر رضی الله عنه هغه وينا تکراروم چې وايي: ((خلک چې ميندو ازاد زېږولي دي، نو بيا له کله راهيسې هغوی مريان کولای شي.)) خلک ازاد او له ټولو حقوقو برخمن دي او بايد تل وي. موږ د حقوقو بشر او نورو نړويوالو ټولنو ته متعهد یو. د بشر د حقوقو نړيوالې ټولنې موږ سره د عدالت په تطبيق کې مرسته کوي. د افغانستان دننه بايد د بشر د حقوقو افغاني ټولنې هم پياوړې کړای شي. په اوسنۍ اداره کې په دوامداره توګه د بشر حقوق پايمالېږي. د قرانکریم مخالفت کېږي. زما حکومت به د قرانکریم او احاديثو په رڼا کې عدالت پلي کوي.

د بشر د حقوقو د ساتنې دپاره بايد په هېواد کې امنيت راشي. لکه ماهي چې بې اوبو ژوندی نشي پاتې کېدای، انسان بې امنيته ژوند نه شي کولای. امنيت یو داسې پديده ده چې د هغې په چوکاټ کې خلک بايد مصون وي او ښه ژوند وکړي. امنيت ځانته د حکومت مسوليت نه دی. دا د خلکو مسوليت هم دی. زما حکومت به امنيت د خلکو ملکيت ګرځوي. خلک به د امنيت په راوستلو کې شريکوي.

کور مو ودان !


د ولسمشرۍ کانديد ميرويس ياسيني
mirwaisyasini@gmail.com

تبصره نسته

  1. د لروبرو درنو چلونکو. د تبصرو کړکۍ چې په کومه ليکنه پرانيزﺉ نو بيا
    ټولو خلکو ته اجازه ورکړﺉ چې نظرونه څرګند کړي. دا نه چې يواځې کنځاوې په کې خپرې
    کړﺉ او بيا یې بنده کړﺉ.

    په اريانا تلويزيون کې د یو کانديد د مناظرې په اړه داسې بې باکه تبصرې شوي دي چې
    سړی یې دلته په بيا یادولو شرمېږي.

    یو کانديد ته دhسې ليکل شوي دي: ((بې سواده قاچاقبر بې ننګه بې همته کآنديد دى زه
    باور لرم چې په شمآر شميرلې زر وآقعي رآيې هم په ټول آفغآنستآن کې نه لري نوموړى يو
    لوده انسان دى او تل يې بې ننګي کړې ده)).

    که د چا داسې پوچې خبرې خپروﺉ نو بيا ترې د تورونو او کنځاو دليل وغواړﺉ او که نه
    بيا یې مه خپروﺉ. زه لا ويرېږم چې دا کار تاسو په خپله نه وي کړی ځکه خلک وايي چې
    تاسو او بېنوا ټولنه اشرف غني ته کمپاين کوﺉ او پاتې نور ټول کنځﺉ.

    زما یوه مشوره دا ده چې دا سياستمداران ځي او راځي، تاسو په کې ځانونه مه ککړوﺉ چې
    هسې نه بيا به خلک ځانته سياستمدارانو ته نه بلکه فرهنګ او فرهنګيانو ته هم کنځاوې
    کوي. او که داسې یو حالت سره مخامخ شو نووروره بيا به یې موږ ټول فرهنګيان مسول یو
    خو دا چې ته په لروبر کې یوه خوا ونيسې (که هغه اشرف غني غوندې ښه سړی هم وي) نو
    بيا به تاسو تر نورو لږ ډېر مسول یې.


    سليمان هاشمي ته سلامونه !
    لراوبر هيچا ته هم د کمپاين کولو هڅه نه کړې ده او نه يې کوي او نه هم په لراوبر کښي د ټاکنو اړوند خپاره شوي مطالب دا مانا لري چي ګواګي موږ ستاسو په نظر د کوم يوه کس ملاتړ کوو؛ بلکي موږ د خپل ازاد دريځ له مخي د يوه کس پر ځای د نورو مطالب هم خپروو چي ښه مثال يې همدا د ياسيني په پته رالېږل سوې ليکنه ده؛ خو د تبصرو په برخه کښي د قلم او کلام د عفت نه ساتلو له امله موږ مجبوره کيږو چي د تبصرو کړکۍ نور وتړو، تبصره کوونکي کولائ سي چي خپلي تبصرې د ولسمشرۍ کانديد ميرويس ياسيني پر خپله پته باندي ورولېږي .

    په لراوبر کښي هيڅکله هم سپکو-سپورو ته ځای نشته دئ !
    بيا هم ستاسو د سالمو نيوکو، نظرونو او وړانديزونو په هيله !
    اداره