کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګلاب منګل د ولس پر باورونو سودا کوي

ګلاب منګل د ولس پر باورونو سودا کوي

دا څوومه ورځ ده چې د هلمند په ولايتي شورا کې د حامد کرزي په ملاتړ غونډې جوړېږي، دولتي پوليس يې امن ټينګوي، پر دولتي سټېج، دولتي برېښنا، دولتي ودانۍ او دولتي امکاناتو کرزي ته کمپاين کېږي. حال دا چې په خپله کرزي ويلي دي چې هېڅوک له دولتي امکاناتو په کمپاين کې ګټه نه شي اخيستلاى.

کله د هلمند ځينې سپين ږيري ورته راځي او په مطبوعاتو کې داسې خبر خپرېږي چې د هلمند قومي مشرانو د کرزي ملاتړ وکړ، کله په همدې ولايتي شورا کې ځينې ښځې راغونډېږي او په مطبوعاتو کې بيا خبر راځي چې ګواکې ښځو د کرزي ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې خپلې رايې به کرزي ته ورکوي، ځکه چې کرزي هلمند ته زيات کار کړى دى، له هلمنده يې دويم پاريس جوړ کړى او داسې امن يې ورته راوستلى چې هلمند ورڅخه په ټول عمر کې نه و برخمن. رښتيا هم د کرزي په دوره کې هلمند ګل او ګلزار شوى دى.

ټولو ته معلومه ده که بل کانديد په هلمند کې کمپاين کوي، ايا دغه ډول امکانات به ورته برابر شي او که…؟

ښاغلى ګلاب منګل چې د هلمند ولس فکر کاوه د هلمند د درد دوا ده، داسې يو سړى وخوت چې د اوسنۍ ادارې د نورو پلورل شويو څېرو غوندې د هلمند د ولس پر باورونو سوداوې کوي. هسې هم د دې هېواد پر سپېڅلي ناموس ډول- ډول معاملې او سوداوې روانې دي.

په دې وطن کې خو د ډالرو په بدل کې زياتو چارواکو ضميرونه، وجدانونه او ځانونه سودا کړل، زما د نن ورځې چارواکي هم دغه سوداوې په ډېره ارزانه کوي، دوى پر خپلو وظيفو د پاتې کېدو او بقا لپاره دا هرڅه کوي.

له دې چارواکو سره کله د دې ځپلي ولس غم دى، په هغه ورځ چې زما د ګريشک، موسى کلا، سنګين، باغران، ديشو، خانشين، نوزاد او نورو ولسواليو د اوسېدونکو غوښې په بمونو الوتکې، دغه والي او نورو جګپوړو چارواکو د خارجي بمباريو پرده کوله او پر خبره يې د چا خبره خاشه اچولې، کوښښ به يې کاوه خبره پټه وساتي. يوه ورځ يې له خارجي قواوو سره حساب و کتاب ونه کړ، چې د هلمند په سلګونو اوسېدونکي يې ولې په خپلو بمبارو کې ووژل.

په همدې هلمند کې چې به د طالبانو په ځانمرګو بريدونو کې بېګناه ولس قتل شو، د والي تر سترګو د ترحم يوه اوښکه هم ونه څڅېده، نن د مداري مشرانو د بيا واکمنېدو لپاره د ولس او وطن پر ناموس ليلام جوړوي.

زه په هلمند کې مېشتو خبريالانو ته حيران يم، دوى لکه چې خپل سپېڅلى مسلک هم ليلام کړى دى، په دې ولايت کې د خبريالانو هغه پخوانى خونده نه ده پاتې. والي صاحب په دغه ډول غونډو کې هر خبريال ته له ٣٠٠٠ څخه نيولې تر ٥٠٠٠ افغانيو پورې انعام د همدې لپاره ورکوي چې دوى خبرونه ښه غوړ خپاره کړي.

په پاى کې له فرصت څخه په استفادې له هغو ليکوالو او ويبپاڼو څخه هم مننه کوم، چې د خپل ملي او افغاني احساس له مخې دغه ډول حساسو ټکو ته پام کوي، په دې هيله چې دوى نور هم ګړندي شي.

تبصره نسته

  1. ګرانو دوستانو د کرزي د کمپاين د ادارې د برېښناليک پته مې ليکلې ده، خپل شکايتونه او د ولسمشر حامد کرزي په اړه ليکنې دوى ته هم وليږئ.

    په مينه
    press@karzainews.com

  2. ګرانه وروره څه وکړو دغه وطن پلورنکی ټول خارجی جاسوسان او چاپلوسان دی ددوی سره دوطن او اسلام درد نشته فقط دسوال چوکی او بی غیرته ژوندون ؛دا نه وطن جوړی اونه ددی اهلیت لری خدای دی دوی ژرترژره تباه اوبرباد کړی

  3. Your thoughts are similar to ISI and Pakistani media. Karzai is the brave son of the land and every Afghan should support him. He has ruled Afghanistan in such a situation when all the educated people were enjoying live in the west. Long live Hamid Karzai and Afghanistan

  4. شاهین صیب واقعیت دې لیکلی دی، ځان ته منګل هم وایي او جاسوسي هم کوي، د لوی پکتیاخو ډیر غیرتي مشران و خو افسوس چې دې دالرو بې غیرته کړل،یواځې د لوی پکتیا نه، په خدای چې ټول خلک یې بې غیرته کړل، ته د خوست والي او پیر سید شاه وګوره چې د هیواد او اسلام درد ورسره نه شته، د کرزي په دې دومره بې غیرتیو سترګې پټوي اویواځې د چوکیو په خاطر خپلې بې منطقه مبارزه کوي. پیرسید شاه د خوست والي او نور پښتانه د ډالرو او چوکیوبې غیرتان د په دې وپوهیږي چې ستاسو رایې د کرزي لپاره نه دي بلکه په خپلو رایو سره بیا هغه خلک قدرت ته رسوی چې زمونږ او ستاسو د خویندو او میندو نه یې سینې پریکولې او په سر یې ورته میخونه وهل .د کرزي سپیانو لږ د شپې د ځان سره سوچ وکړی چې ستاسو په رایو څوک واک ته رسیږي او د چا د مرګ سبب کیږي.

  5. Dear Watanpal Sahib Please change you name because you are not watanpal, what has kharzi done for this country ? we have to think this is not the idea of ISI, he is the spy of CIA and ISI, and more stupid people like you support him and want to continue the blood sheeding of pashtoons. you have to think is there any blooding in northern areas? why? due to kharzai politics. Are there not the enenies of pashtoons beside stupid kharzai? like Donkey Fahim and khalili.

  6. Dear Watanpal Sahib Please change you name because you are not watanpal, what has kharzi done for this country ? we have to think this is not the idea of ISI, he is the spy of CIA and ISI, and more stupid people like you support him and want to continue the blood sheeding of pashtoons. you have to think is there any blooding in northern areas? why? due to kharzai politics. Are there not the enenies of pashtoons beside stupid kharzai? like Donkey Fahim and khalili.

  7. اولسمشر حامد کرزی په داسې کړکیچنو حالاتو کې واک ترلاسه کړ چې افغانستان خپل ملي حاکمیت او د خاوری تمامیت د لاسه ورکړی و ، ملي بیرغ یې په یوه سپنه تیکه بدل شوی و، د افغانستان ټولو ادارو موجودیت نه لاره، ملي اردو، پولیس او نورې ادارې بیخی له منځه تللې وې ،ګران وطن د طالب بنیاد پرستواو د پنجاب او عرب داړه مارانو بنیادي مرکز ګرزیدلې و،په ګران او تاریخي افغانستان کې خپل منځي جګړو د خلکو تر منځ کرکې او خوابدۍ رامنځ ته کړي وې.

    محترم حامد کرزی هغه ټول خلک او حزبونه سره راغونډ کړل او سره یو یې کړل، په افغانستان کې یې تاریخي لويه جرګه وکړه او افغانستان ته یې په ډیرو بدو حالاتو کې اساسي قانون ورکړ، د افغانستان ملي بیرغ یې بیا هسک کړ، په افغانستان کې یې د ادارو د نوی سره بنیادونه واچول او ملي اردواو پولیس یې تنظیم کړل.

  8. i think it is very interesting that Mr. Shaeen is talking about good things of Karzai. I think there will be a huge change in the region if west keeps such an individual like Karazia in power puppet again I can guarantee the situation if Karzia is there back in Afghanistan then. I would say to allwesterners particularly to Americans . Don't mess up with Afghans!!!!
    Best

  9. ګلاب منګل له كرزي او امريكې له يرغل مخكې يو سپږن شاعر و چې لوږې دومره پسې رااخيستى و چې د هغه خپلو د سپږو د وركولو له پاره يو ډبى كوپيكس او يو بوتل شامپو نه شواى اخيستى، خو د امريكې يرغل لكه څنګه چې شګ شويانو او قاب شويان يې ولسمشرۍ، وزارتونو او رياستونو ته ورسول نو نيم شمېر سپږن شاعرانو او ژورناليستانو ته يې هم د وحدانونو پلورلو موقع په لاس وركړه.
    منګل(؟) ته هم چانس برابر شو چې په يوناما كې د كاركولو موقع ترلاسه كړي لكه څنګه چې نوموړي د كمونستي وطنفروشۍ او پردي پالنې تجربه د كمونستانو پر پېر پخه كړې وه، نو ډېر ژر يې د امريكايانو بازار ته لار ومونده او په ډېر لږ وخت كې له هغه سپږن څخه لوى سړى جوړ شو.
    اوس هغه خپل يو لوده زوى ته كولى شي په 5 لكه ولور سره پايمخې ښځه د كابل له كارته نو څخه واده كړي او د كابل په كوټه سنګي كې په يو لوى هوټل كې د لوړپوړو چارواكو او بهرنيانو په ګډون د خپل زوى او خپل نګور واده ونيسي، د هوټل درې صالونه كرايه كړي او درې ډوله ډوډۍ د درې ډولو مېلمنو په مخ كې كېږدي او د شرابو په ګډون وكولى شي چې د هر مېز پر سر د يو كباب شوي وري تر څنګه څو ډوله نور كبابونه هم كېږدي.
    اى نادانو خلكو! كه چېرې تاسې يې نه واى پلورلى، نو داسې يې كولى شول. نيكونو نيكونو څخه دتبر او څېړۍ په مبارزه لګيا و، خو اوس ورته برابره شوه اوپر ولس او ملت د سوداګرۍ له لارې په دوبۍ او كابل كې د قصرونو او بېلډينګونو څښتن شو.
    افرين پر ده او افرين پر استاد يې.
    همدا غول ملت او همدا ماهر سوداګران.