کور / نثر / سپوږمۍ

سپوږمۍ

يوه شپه چې اسمان بېخي شېن او د مياشتې څوارلسمه وه،اسمان ته مې په ځېر،ځېروکتل.غټو او وړو ستوريو په خاموشۍ سره په ترتېب مزل کاوه يو په بل يې هېڅ کارنه درلود او نه يې يو د بل لاره نيوله خو چې کله مې سپوږمۍ ته وکتل پر ښکلا يې مېن شوم،ورو،ورو د خيال په پوړۍ(زېنه)وختم له نېږدې مې د سپوږمۍ ننداره کوله،د تصور په ګرېوان مې سرښکته کړ،د نړۍ په لوړو،ژورو وګرځېدم،ځمکه او اسمان مې ټول ګز کړه خو د سپوږمۍ د ښکلامثال مې پيدا نه کړ اويو ځل بيا مې د سپوږمۍ په لور د بڼو لاندې وروکتل،نرۍ ورېځې د سپوږمۍ په مخ خپل نرى ذري سالو خپورکړ چې د سپوږمۍ ښکلا يې نوره هم يو په سله کړه او هغه شغلې چې له  سالو څخه تېرېدلې طلايي اوږده،اوږد امېلونه يې جوړول چې زما زړه کې يې لارې جوړولې،ورېځ چې زما په حرکت پوه شو؛يو بل سالو يې هم د سپوږمۍ پر مخ خپورکړ ماويل:دا څه کوې؟ورېځ وويل:ته نه پوهېږې چې ښکلې   نظره کېږي سترګوره تاسو خو هغه ځمکه چې لکونه کاله پرېښتو په سجدو ښايسته کړې وه د وينو په ډنډونو بدله کړه او س مولکه چې زمونږ وطن ته سترګې خړې کړي ورپسې نور هم ورو،ورو ګړېده خو زه پرې پوه نه شوم.

سپوږمۍ هم زما په غرض پوهه شوه،مخ يې راواړوه اونظر يې زړه کې زما سېنه داسې په ټوپونو کړه چې سپوږمۍ راته په يو نازک او زړه راښکونکي انداز وويل:ګرانه!زما په ښکلا تېروتى يې،دغه يوه شېبه ځواني مې ده سبا له مې د سېل((توبرکلوز))مرض نېسي،ورځ په ورځ وچېږم نرۍ کېږم او ښکلا مې له لاسه ورکوم يو ځل بيا يې شونډې له حيا ورپېدې ويې ويل:په خطا کې لوېدلى يې،زه خو ستا خدمتګاره يم،نرۍ شان موسکۍ شوه بيا يې وويل:ته په ښکليو پسې ګرځې،ځان د حقيقت په اېيينه کې وګوره ته خپله له هر چا ډېر ښکلى يې!زړه مې د رباب د تارغوندې نرى،نرى وخوځېده خو بيا مې زړه سخت کړ او ومې ويل:مسخرې مه راپورې کوه!په څه ښايسته يم،خلک خو پرېږده بلبلان تاته شپې رڼوي او ته ماته وايې ته ښايسته يې!سپوږمۍ وويل:زما د ښکلا صفت خو يوازې خلک او بلبلان کوي او ستا په باره کې خو لوى خداى (ج)پخپله ويلي چې:لقد خلقناالانسان فى احسن التقويم.