ګرانو لستو نکو تاسي او ټول او لس او دا غيرتمند قوم په دي خبره ښه پوهيږي چي څوک -څوک دي او تر دي ډيرو سرخوږوني به هم تير شو د نور محترم کانديدا نو د سا بقي په هکله دو مره معلومات هم نلرم.
خو دا څو تنه يي د خپلو تير سياسي ژوند اوکړنوڅخه ښه معلوم دي البته د زما له نظره ښاي د نور محترمو لوستنکو نظر بل څه وي د هر چا نظر په خپل ځاي د قدروړ دي .او نه هم ددي لياري کو م خاص کانديد ته کارکوم
ګرنو هيواد والو انتخابا تي منډي ترړي خو ښي ويني د يګونه دي چي باريږي چاي اونقل چاکليټ دي چي ويشل کيږي موټري دي ښکته پورته ځي عکسونه دي چي هر لوري بنديږي . ترپردو شاته وعدي دي چي ورکيږي
دا په کدي نا ست خو يي خپله ګڼـي او څه چي يي له وسه کيزي نه يي سپموي تول دو لتي کارکونکي او دولتي امکا نات يي په خپله ګټه اچولي دي دد په کړنو خو اوس هر پښتون شرميږي . هرڅه يي د ملي مشا رکت په نامه روان دي .
تر ده او نورو ټولو خطرناک بيا شما لي ټلواله ده دا سپين سترګي خو حيا پيژني هم نه او په همدي چم يي تراوسه ځان ژوندي ساتلي. که د افغا نستان لنډ تاريخ ته وګورو نو د ټو لو نا خوالو زيږنده د مضره ټلواله ده اصلا ددي ټلوالي هسته هغه افغان دښمنه ستميان دي چي هغوي په هيڅ ډو ل د افغانستان ثبات نه غواړي او دوي غير له دي چي د افغانستا ن تجزيي ته يي سترګي پټي کړي نورکوم اصل او سياست هم نه لري .
دا تلواله د يو کرغيړن ترکيب په لرلو سره تو نيدلي چي هان بهرنيان هم پدي قايل ګړي چي دو ي په افغانستان کي د ځواکمن اپوزسيون په ډول حساب وکړي .
او دوي دومره لکه خلک چي سطحي فکر کوي ساده ندي دوي لکه سل سري ماران که يوځاي سربند شي بل ځاي سراوچتوي او هررنګه د بي شرمي کارکو ي . دوي دا واري ډير ښه سياسي چال وهلي مارشال يي له کرزي ګروپ سره يو ځاي کړي او د خپل لوري يي بيا عبدا لله عبدا لله ټاکلي دي .
ددوي په دواړوکي ګته ده که د کرزي ګروپ ملي مشارکت کاميا به شو نو پوه شه چي ددوي کارهم جوړدي ځکه مشارکت خو سرله اوسه دوي ته شين څراغ ورکوي چي تاسي ياست نورنو څوک دي ځکه پښتانه ته مشارکت په کارندي چي( کرزي ګروپ ) شته نو نوروته څه ضرورت دي بس په مخ کي يي کرزي او نور ډله د ستميانو ورسره . پښتانه نو څه کو ي هغوي سره خو به خواخوږي دده دوستان کو ي دده يي په څه .
دو هم يي عبدا لله دي ګرانو لوستنکو عبدالله پيږني که نه ؟
عبدالله دنظارپښتون دښمني شورا نيکټاي په غاړه ځان ترهانورو مخکي کړي دي دي د امر صاحب شهيد د لاس لکړه او په ځيني ځايو کي ليکلي د امرصا حب د ارمانونو پوره کونکي يم . دا سپين سترګي او بي شرمه بيا خان پښتون هم معرفي کو ي او اوس په دي ډول غواړي خلک وغولوي . دا په داسي حال کي چي دا سپين سترګي د افغانستان خارچه وزيرو پښتاته يي په دي ملک کي تر 30٪ کښته ښول په نړي واله کچه دي ښاغلي چي يو بر حاله وزير و په وار وار يي دا خبري دنړي له معتبرو ورځپانو سره د بهرنيوچارود وزير په توګه کړي دي چي بيا په کوردننه د پښتنو له سختو غبرګونو سره مخ شو او زه د هغه وخت تولي چاپي ګڼي لرم .اوټول هيوادول ددي سپک سړي په دي خبرو خبر دي نن يي بيا ځان داسي تراشلي که يو ناخبره ځو ک دده دي خبروته غوږ ونيسي نو خا ماخا به دا فيصله وکړي چي که و نو دغه دي .
دا هغه سړي دي چي کچيري دده ريکارډ شوي خبري خپري شي نو ترريښتيايي درواغ ډير زيات دي . د خو په درواغو کي سم ريګارډ ټينګ کړي دي . هغه وخت چي دوي د طا لبانو له ويري په سمڅوکي پټ ول دده درواغو خو دومره زور اخيستي و چي ان خلکو چي دي ليدلي هم نه و يه درواغو يي پيژاند .
د په خپلو ويناوکي ويلي چي زه به له طا لبانو سره خبري کوم . هغوي به کښينوم ديالوګ ته . دي هغه خداي نا ترسه دي چي کله امريکايانو په طا لبانو حمله وکړه په 2001 کال کي نو ده پر امريکايانو غګ کو ل چي هغه بمونه چي دوي اچوي کفايت نه کوي . دوي دي غټ ظرفيت لرونکي بمونه استعمال کړي ترڅو موږ په اساني سره د طالبانو ليکي ماتي کړو. په پښتو کي متل دي (واي تربورمړکړه لمرته يي مه اچوه )
دي بي حيا انسان نه دا چي مړه يي کړل وي هم سوځول د ا دي پښتون و خپل طالبا ن ورڼه چي اکثره يي پښتانه ول پدي ډول چلند يي ورسره وکړ. بيا به طا لب ستا سره څنګه کښيني مکر طالب هم تا غوندي بي شرم وي .
د عبدالله ا نتخا با تي مبارزه خو دد با دارانو له خو ښه په پراخ ډول ملا تړ کيږي دد ه ايراني انډيوالان ښه په خلاص مټ دده ننګه کوي . واي که هر څو ړوند يي نو دا پوري غر خو ويني دد ه پر مرکز ليکلي دي (ستاد انتخاباتي عيدالله عبدالله )
چي اکثره خلک د ستاد په نامه پوهيږي هم نه خو د عکس نه يي پيږني چي دا د دي مضرځاي دي .
تاسي دده انټرنټي پاڼي وکوري ټولي نيغ په نيغه ايراني نشرات دي د نورنه به تير شو تاسي د( جاويدان )په نامه سايت وګوري درته معلومه به شي .
نو افغانان په تيره بيا پښتانه به لدي سپين سترکي څخه څنګه ننګه کوي . خو بد بختانه با يد ووايم چي څو ورځي مخکي د خپلي ليکني د پخلي لپاره زه هم ورغلي وم .
ما چي کوم وضعيت هلته وليد دنو واقعا حيران شوم . زمونږ د کندهار، هلمند ،فراه ،.روزګان او جنوبي ولايتونو سپين ږيري مشران ډلي ډلي راتله ما به چي د هريوه نه پوښتل نو داسي به يي ښودل چي په تيروشلو کالو کي عبد الله هيڅ په افغانستان کي نه و او اوس د يو ناجي په حيث دي وطن ته راغلي .
زما غوښتنه د ټولو هيوادوالو څخه داده چي خپل دو ست او دوښمن و پيژني اوپري نږدي چي دا دروغين شخصيتونه د هيواد مهي چاري تر لاسه ګړي . او د هرهيوادوال دنده ده چي دا خلک او ددوي څيري بر بنډي کړي
زه د ا نه وايم چي چاته راي ورګړي او چاته نه هر څوک چي وي دهر قوم دهري ژبي او هر ځاي چي وي خو دومره وي چي ستاسي د رايي لياقت ولري .او پري وارزي نه د کاذب شخصيتونه .
په پاي کي بيا وايم عبدالله ته د پښتون په نامه راي ورکول له افغا نستان او پښتنو سره تاريخي خيانت دي که مونږ يوازي پښتون قوم ته د چا منسوب والي معياربولو چي عبدا لله هم دا ناري سوري پيل کړي دي نو بيا خو شاه شجاه ولي تاريخي ملامت بولو. بيا تر دخ هغه ښه و پخوايي لا انګريزانوته واک سپارلي و او س خو به تردي حا ل يو څه ښه واي. لا اقل هغه ددوي خبره ډيموکراسي خو يوڅه وده ګړي واي .
عبدالله هم په يو خبري ناسته کي ويلي ول چي د بن په غونډه کي زه او زما ملګرو کليدي رول لوبولي دي . نو دي ته په کتو سره شاه شجاه او ببرک چي دده په څير يي ځان پښتون معرفي کاوه . او دا سي نور ترده ډ ير ښه دي .
نو که د پښتون والي پسي ځي نو بيا کرزي ګروپ مه پريږدي تر دوي خو ي روانه پښتو ښه ده او د وينا په وخت کي خو دي لږ خندوي نوريي نو که په ځان پسخند واهه که په بل .
ټول پوهيږي چې نه عبد الله کاميابيږي او نه اشرف غني خو دلته يوه خبره د دقت وړ ده امريکا کومه لوبه روانه کړې تر څو اشرف غني ګرم وساتي او له خپلې کانديداتورۍ څخه تير نه شي امريکا په دې پلان دوه کاره کولاى شي ، له اشرف غني سره يوه سسته ژمنه نه ماتوي ، کرزى ورو -ورو د خپلواکۍ خواته ځي غواړي همدا اوس يې د اشرف غني په مرسته را چپه او عبد الله واک ته ورسوي خو خداى د داسې نه کړي حداى د وکړي چې زموږ پښتانه مشران په دغه لوبه سر خلاص کړي دغه راز ليکوالان هڅه د وشي چې کرزى او اشرف غني سره يو شي يا د کرزى تير شي يا اشرف غني د دوى د هوښيارۍ په هيله
عبدالله د پنجشیر دری ژبی دی. دا کوم عیب نه دی چې څوک د کوم قام او کومې ژبې ویونکی وي. عیب دا دی چې دروغ وایي. علامه رشاد ویل چې د ده پلار په کندهار کې د ډیر وخت لپاره مامور و، اصلا له پلاره او موره تاجک دی.
د ده لوی مشکل دادی چې د افغانستان د نوم، تاریخ او ویاړونو دښمن او د روس او ایران او امریکا او بریتانیې سړی دی.
د افغانستان د تباهۍ لپاره یې د مسعود او کارمل نه د ټولو استعمارچیانو په مدرسو کې زده کړې کړې دي.
خدای دې عبدالله او ده ته ورته خاینان ټول وشرموي.
آمین
نن وخت ددي دى چې له روښانه سترګواو پراخ فكري قوت سره له مسايلو سره برخورد وكړو ،
او ل خبره داده چې زموږ په ټولنه كې كه هر څوك دي دپوره سياسي ټولينز شعور دنشته والي او
كمزوري له امله تل له ستونزوسره مخامخ دي
وګوري په ټوله نړي كي خلګ په پروګرام ياكړنلاره پسې وران دي هغوي ته شخصيتونه اهميت نه لري ،خوبډبختانه له دي هوښياري او سياسي توان موږ بي برخي يو . تميز دشخصيت او كړ نلاري نه شو كولاي له هر ي موصوع سر داحساساتو له رويه برخورد كوو چې دامو لور عيب دى ، او ناكامه هم يو.
وګورئ كوم افغانان ياپښتانه چې دكرزي يا عبدالله يانور و ملاتړكوي دايوازي دپيسو وعدو او ناوړي تمي له امله نه دخداى لپاره نه دملت لپاره ، نه دهيواد دگتو لپاره .
موږدرپه دره دي پلور شوي مشرنواو خلګو كړي يو ،
كه داسي نه وي له كرزي ترمذهبي پوري كوم يو كانديد دي دولسمشري قواره او قد لري كوم يو دي داسې پروګرام لري چې دهيوادپه ګټه دي شې
موږ په ژبه پسې نه ګرڅو په پرګرام او كار پسې ګرځو كه خبره دپښتو ن شې نو كرزي خوپښتو ن دي دومرملي اولوي خيانت چې ده له پښتنو اوافغانانو سره وكړه نه عبدالله كړي نه يې كولاي شي ، عبدالله ا وستميان دي مخامخ ولي خو كرزي اوكرزيان دي له شو وهې لكه چې په ااتو كلونوكي وكړل ،
يوازي اشرف غني يو پراخ ملي پرګرام لر ي تر ځوپوري ودي هيواد ته دي ستونزوته وي دهواري لاره مونده كړي ،
له ټولوهيوادوالوهيله كيږي چې داشخاصوير ځاي په پرو ګرامونو غوروكړي اودهغو دپلي كيدو توان په اشخاصويك وګوري ،
دعبدالله لمري بيان دخلګو اوپښتنو دغوله ولو لپاره داوو چې په پښتو يي خبري وكړي په دي خلګ تيرباسې اوهم افغانستان تجزيه كول يې ورستي هدف دي ،
بله موهيمه خبره داده چې پروني داسلامي تجاران يامجاهدينوته تر ځه شې اهميت لر ي دي پر اسلام تجارت وكړ نو پرپښتو به يې ولي نه كوي داخداى شرمولي پلور ل شويوته يوازي قدرت او پيسې اهميت لر ي ځكه ددوي په غاړه دخداى دلعنت پړي پروت دي نو بله لاره نه لري .
له هيوادوالوهيله ده چې ددغو پلور شوي په خوله ولاړنه شي ،
يوازي اشرف غني كولاي شې ددي پروګراو په اساس داستونزي هواري كړي
خداى خبر چې دا وړۍ شړۍ شي خو يوه خبره روښانه ده چې د څو مياشتو لپاره افغانان بوختوي چې د بهرنيو پر ضد کرکه يې پر ټاکنيزو منډو ترړو کې په بلخوا واوړي يانې اوبه خړې او دوى پکې ما هېان ونيسي .
زه پر اشخاصو تبصره نه کوم دا اکتريت خاموشه ملت په هرڅه پوهيږي . چې روسي اوايراني پلوي عبدالله ، که امريکايي پلوي کرزي او يا د نړيوال بانک پخواني متخصص اشرف غني ته رايې ورکړي . خو زه گومان کوم چې د طالبانو او اسلامي گوند په ليرې ساتلو سره د پښتون ټبر پرته ټاکنې به د شاتو په جام کې زهر وي چې موږ به يې د ٥ نورو کلونو لپاره تيروو .
د پښتنو خير اوس په دې کې دى چې د اساسي قانون پر بنسټ تابته کړي چې دټول افغانستان په يوه برخه کې د ټاکنو د تر سره کيدو مخه ونيسي چې د يوې ټاکنيزې حوزې په توگه ټولې ټاکنې مشروعيت د لاسه ورکړي . دغه ټاکنې د پښتانه دريښو د پريکولو په مانا ده . نور که پو شوي ياست ښه که نه خداى مو پو او بريالي کړى .
مننه
ټولو ته د بري په هيله خپله تبصره پيلوم .
ماچې تر کومه تبصري په ويبپاڼو کې لوستي اشرف غني احمدزى مناسب کانديد بولي ، راځئ چې ددغه منلې او وياړلي ښاغلي لپاره د کمپاين په تر سره کولوعملي کار پيل کړو او دده نورو سيالانو ته تابته کړو چې افغانان خپل دښمنان او خدمتگاران ښه پيژني . يوازې په دغو تبصرو گومان نه کوم چې څه وشي . زه پوهيږم چې په زرگونو ځوان ليکولان دا مهال کولى شي خپل خپلوان وهڅوي چې احمدزي ته رايې ورکړي او نورې ورته راجلب کړي .
دا گز او دا ميدان له خپل گاونډه يې پيل کړى باور لرم چې موږ تاسې خپل برخليک ته بدلون ورکولى شو . راځى وښيو چې همدا موږ يو چې پريکړه کولى شو . زه هم باور لرم چې غني احمدزى په ټولو کې پياوړى او منلى دي . کرزي خو په دوستم ، مارچال او محقق وپلورلو .
مننه
*
دافغانستان له جړې وضعې څخه لنګه غواجوړه شوېده اوهرڅوک ترې دڅه بود کولو په هڅه کې دي څوک دپیسوپه لټه کې دي څوک دشهرت تږي دي ځینوته هسې دځان مطرح کول کمال بریښي ترڅودمطبوعاتوله لارې دخلکوپام ورواړوي اوځینې نوربیانورې انګیرنې لري ددې موخودترلاسه کولولپاره بیلابیلې لارې دودشویدي داچې دکاندیدانو شمیر تر۴۱ اودګوندونوتر۱۱۰ واوښت دهمدې لړۍ کړۍ یې بللی شو.
دسیاست بازۍ اوشهرت طلبۍ ددې ګرمولوبوبرخوال مولوي ارسلان رحماني اوعبدلحکیم مجاهدهم دي چې دډېرو له نظره ددې ډګرماهرلوبغاړي بلل کیږي ځکه دغوښاغلیوپه تېرو۳۰ کلونوکې له ډېروتاوجنواونامساعدوحالاتوسره هم خپل اعتبارراساتلی اوکله هم دحالاتوله متن څخه دوخت بادنه دي حاشیې ته کړي دابه په داډول لوبوکې ددوی نبوغ اوکمال وبولوچې په ۳۰کلونوکې په هیوادکې دهیڅ سرتاسري بدلون زورنه دی پرې رسېدلی ترڅویې دواک اوشهرت له دایرې څپ وهي .
دروس ضدجهادپه مهال مطرح جهادي شخصیتونه بلل کېدل چې دینې علم اوجهادی کرداریې په اولس اوتنظیمونوکې دپاموړ اعتبارخپل کړی وه له هغه وروسته مولوی صاحب وکولای شول چې هم درباني اودطالبانوپه حکومتونوکې مهمې څوکۍ ترلاسه کړي چې ددې دوو حکومتونودپالیسیوټکرته په پام سره داکاریوځانګړی استعدادغواړي .مجاهدصاب خوطالب مشران دومره جلب كړل چی ان دملل متحدنمایندګی یې تر ګوتوکړه کله چې په هیواددبهرني یرغل اودیموکراسۍ بادراوالووت اودافغانانوټول دیني اوملي ارزښتونه یې سرچپه کړل دغوښاغلیوبیاپرځان ګوتې ووهلې اوداځل دمنځلاروملایانوپه یونیفورم کې دسیاست ډګرته راووتل دې ګام سره له دې چې دوی ته څه لنډمهالي امتیازات ورکړل خوپه ولس کې یې ددوی معنوي ارزښت اواعتبارتروروستۍ کچې وځاپه په رښتیاهم چې دافغانستان وروستی ناورین دتېر۳۰کلن امتحان سخته پارچه وه چې دډېرونوروغوندې مولوی ارسلان اومجاهدهم پکې ناکام شول خوداناکامي په دوی ځکه ډېره وغمېده چې خپلوټولومجاهدوملګرواوعلماکراموورسره تعلقات پرې کړل له خپل ټبراو اولس څخه یې هم ګواښنده پیغامونه ترلاسه کړل خپلوټولوارادتمندانویې ورته شاکړه اودډول ډول خبرواوازې پسې په خپرېدو شوې .
اوس دغه تسلیم شوي په ډېرناوړه حالت کې قرارلري خپل دمزاج ملګري یې یوهم ترڅنګ نشته اوعلم اوجهاد ددورې انډیولان ټول ترې خوابدي دي دکابل رژیم چې ټول نیکټايي وال په کې راغونډدی دوی ته پکې دپردو په سترګه کتل کیږي دمولوي ارسلان دمشرانودجرګې چوکۍ چې نوموړی ته له طالبانوسره دبیعت ماتولوپه بدل کې ورکړل شوې وه نیټه یې مخ په خلاصېدو ده اودبیالپاره یې هم تمه نشي درلودلای نوځکه دی اودپرې ملګري یې خپل راتلونکی تیاره ویني ښایي دوی درک کړي وي چې کرار کرار دسیاست په بازارکې دیوې ناچله سکې دریځ خپلوي نوځکه یې اوس یوځل بیاهڅې پیل کړي تریوځل بیاځان مطرح کړي .
څنګه چې دغه ښاغلي دداډول لوبوپاخه استادان بلل کیږي نوځکه یې دنوروخلاف خپل هدف ته درسېدولپاره په یوه داسې موضوع کارپيل کړی چې هم په مطبوعاتوکې سیزن لري اوهم یې په بیابیاراپورته کولو توانېدلی شي چي په افغانستان کې له جګړې ستړیو بهرنیانوته ځانونه ورنږدې کړي مولوي ارسلان اوملګري یې له مېډیاسره په خبرو کې تل همداوايي چې دافغانستان خلک سولې ته اړتیالري اوله همدې امله دوی شپه اوورځ په ځان یوه کړې ترڅودطالبانو اوامریکایانوترمنځ روغه جوړه وکړي .
دوی دعوه لري چې په دې برخه کې یې ډېرکار کړی اولږ پاته دی دطالبانواوامریکایانودریځونه یې سره نږدې کړي اوداسلامي امارت له زعامت څخه یې داحتمالي روغې جوړې په باره کې ډاډترلاسه کړی .
خوپه دې باره کې چې کله دطالبانوله ویاندویانوپوښتنه شوي هغوی داخبرې په کلکه ردکړي اوبې بنسټه یې بللې دغه رازیې زیاته کړې چې مجاهدین دمولوي ارسلان اومجاهدپه کړنوباورنه لري اوله اسلامي امارت سره دبیعت ماتونکواوصف شکنانوپه سترګه ورته ګوري له بلې خواامریکايي چارواکوهم تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې اوتل یې دمولوي ارسلان له منډوترړو بې خبري ښودلې .
خوله دې سره سره بیاهم مولوي ارسلان په دې برخه کې ځان ډېربوخت ښیي اوتل وایي چې هلې ځلې یې دبریالیتوب په درشل کې دي داادعاوې اوهلې ځلې که سراسربې بنسټه اودروغ هم دي خودمولوی ارسلان اوملګرو په ګټه یې یوه پایله درلودلې ده هغه داچې دهمدغې افسانوي پروسې له برکته دوی څوځلې دBBC او ازادۍ راډیو دسټوډیوګانو میلمانه شوي اودمېډیاله لارې یې خپل ګیله من اولس ته داتاثر رسولی چې دوی یې په خدمت کې لګیادي .
اوس به ښایي دچاپه دې کې شک نه وي پاته چې دمولوی ارسلان اومجاهدپیل شوې پروسه یوخیال اوخوب دی چې هیڅ دپاموړپایلوتمه ترې نشي کیدای خواوس راځودې خبرې ته چې دغه ښاغلي په افغان مجاهداولس کې څومره اعتبارلري چې اوس ورته له امریکایانوسره داوربندلارښونې کوي .
افغان اولس مسلمان اولس دی اوجهادیوداسلام له مهمواحکاموڅخه شمیرل کیږي اوپه دې کې هم شک نسته چې په افغانستان دیهودواونصاراوو یرغل دمسلمانانوپه خاوره دکفارویوبربنډتعرض وه چې په مقابل کې یې په مسلمانانوجهادفرض بلل کیږي مګرله دې حقیقت سره سره مولوی ارسلان ۳کاله وړاندې دBBC یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په افغانستان کې دجهادپه نامه راون مقاومت شرعي توجیه نلري بلکې سیاسي انګېزه لري اوقدرت اوامتیازګټلوجنګ دی .عبدالحکیم مجاهدپه خپلوخبروکې تل امریکایي یرغلګر خارجې دوستان اوراغلي میلمانه بولي اوله خبرویې داسې بریښې چې امریکایي یرغل یوقانوني اوجایز کاروه چې دانظر بیاپه اتومات ډول دمقابل برحق مقاومت عدم جوازپه ډاګه کوي .
دیوه عالم اوداسلامي فقهې څخه دیوه آګاه له دریځه به داډول څرګندونې اونظردرلودل په مومن اومتعهداولس کې ستاسو په اندڅه ډول غبرګون ولري .
افغان مجاهداولس په تېر اته کلن جهادکې دصلیبي یرغلګروپه وړاندې په لسګونوزره شهیدان ورکړي تردې زیات یتیمان اوکونډې ورپاته دي اوسخت کړاوونه دربدرۍ اوهجرتونه یې منلي دي چې داقربانۍ دیوه دیني اومعنوي ارمان څخه پرته دبل څه لپاره څوک نه شي ورکولای خومولوي ارسلان داټول هدر بولي اووايي شرعي توجیه نلري له داسې دریځه به مجاهدینوته داوربنداوروغې جوړې پیغام لېږل ښايي هماغه ډول عکس العمل ولري چې وايي :زه درنه پوزه پرېکوم ته پېزوان غواړې .
بله داچې دمجاهدینوفکري جوړښت اودهمت ګراف ترهغه ډېرلوړد ی چې دغه ښاغلي یې اټکل کوي دوی خودوزیراکبرخان د ملکیتونو,داسلام اباد دتجارتونو,دسیاسی پاسپورتونواودپلوماتیک حیثیت دساتنې په موخه په خپل ټول جهادي برخلیک خاورې واړولې اودامپریالیستي دیموکراسۍ په اتڼ ورګډشول اوس سپیڅلي مجاهدین هم په همدې لیټۍ لړي اوتمه ورته لری چې ګوندې ددوی په اصطلاح سخت دریځي به پرېږدي اودکفراواسلام ترمابین به دمنځلاریتوب لاره ونیسي .
مولوي ارسلان بایدپوه شي چې دقارون شتمني دشیطان هوښیارتیااودګېدړچالاکي نورپه اولس کي چلښت نلري اونه پري تیروتلی شي نوځکه ورته پکارده چي بله مخه وګوري که رښتیادجګړي له ټک اوټوکه خوب نه ورزي امریکایانوته دي ووايی چي خپله پیل کړي جګړه پای ته ورسوي دمجاهداومحارب کافرترمنځ چلنداومناسبات قراني نصوصواوفقهې ټاکلي دي نوځکه ددوبۍ په کانفراسونواودسولي په پردۍ پاله جرګوکي چنې نشي پري وهل کیدای مولوي ارسلا,مجاهداودټیم ملګروته يي پکارده چي دنوروايتلافي ملطرو غوندي یوازي دډالرو هضمولوته حواس متوجه کړي ځکه په نوروخبروکي دوی امتحان ورکړی اواولس نه غواړي چي بیایی وازمويي اونه دی دوی په لوی لاس ځانونه دملاخاکسار په سرنوشت اخته کوی .
دحق په چیغويې کاڼه کړل دباطل غوږونه
چي یې نوبت دغرغرې شوهیڅ ئې ونه ویل
Pakhtana bayad zan sari keri. Pakhatana ke jahel aw be zaya maghrur na wai, pa Afghanistan ke bu na Dostum, na Abdulllah, na Khalili, Nna Fahim, na Babajan, na Ghairat, na Karmal, na Ameen, na Tarakai, aw na ham kum bel ahmaq paida she wai wai. Pa de hila che Pakhtun yaw tsa hukhyar shee
عمرانه دیر هوشیاریی هغه چی داستالیکنه ولیده سهاروختی خپله دافغانستان نه دنامالوموعلتوبه خاتر دوتلوبرس کنفرانس ورکی
دغه لمر دی که څه بلا دی، يو بېکاره بې روزګاره مفت سوسيال خوره بني آدم دی لکه مچ په هره کاسه کي ځان اچوي او زياتر په انګريزي ګړيږي . ما د لومړي ځل د پاره يوازي د دغه لمر نوم وليد چي د خپل نامه سره يې د «ميسټر Mr.» يعني ښاغلي کلمه ليکلې ده !! دا پخپله د جهالت او ناپوهۍ څرګندويه ده !، تاسو مسټر لمر غير له خپل ځانه نور نه مني ټوله ناپوهه ګڼی ، او د ځانه مو د خودخواهۍ يو کرغېړن سمبول جوړ کړی دی. مسټر لمره، پر افغانانو بده ورځ راغلې ده ، ها په څه پوه خلک مو چي په بهر کي دي دزړه غوښي خوري ليکني کوي چي ولس په واقعیتو خبر کړي، يا تاسو غوندي بېکاره شر اندازه خلک دي چي مچان جنګوي او خپل خيراتونه را غونډوي، او ها چي غله او زورواکي دي هغه په دننه کي چور جوړ کړی دی، ها چي جنګيږي هغوی بيا خپله مدعا لري، خلاصه افغانان لکه ګېدړي ته چي خپل پوست بلا شوی دی، موږ ته هم خپل د وطن موقعيت داسي د پردو لښکرولخوا پر سر اخيستل شوی دی لکه د بزکشۍ اوزګړی هري خواته مو کشوي ، شمشېرزن او کوستېزن مو نه دی معلوم، تاسو بايد د افغانانو د سپکاوي نه لاس واخلی، خپل حد وثغور وپېژنی، دوطن روان حالت درک کړی، پر هر چا مه لګېږې، او د هغوی نه بخښنه وغواړی .
Noorani, awal ze social na khrem, dawam pa Afghanistan ke ham de kha zhwend khawand yem, deryam waqayatuna me lidili pa stargo, tsolarem hits kela pa na mashrou amal ke akhta na wem. Da che tsa ma likili da waqiyat dai. Ke zawab werta lari, no haru maru zawab welika, aw da be mana khaber da che social aw ya ham kum bel tsa pa ke yad keri. Shamersherzan aw Kustezen maloum dai, kho shamerzan zan ne pezhanee. Ze pohimgem che staso dang aw takor aw sha-erana sefatuna khawkhigi, kho dagha waqyatuna byayd Pakhtun dark keri che Pakhtun pa khpela de de bad bakhteyu ster amel dai. Da che Pakhtun har tsa pa bel cha achawee, do kho hits shai na hal kawee. De massal pa toga intekhabat rawan dee, aya pakhtana na shee kawalai che yew sam kas paida keri aw barkha wakhlee, aw yew sam sarai intekhab keri. Leader de Afghanistan tol Pakhatana dee, da che duy khapel massuolyat na darkawee, no beya wale Hazara, Tajik, Uzbek, Panjabi, Arab, Iranai and nor malamat dee. Da che weene, weene yea tsa tsee de zruna, Pa karu de gham perata dee sta de kuru na
Noorani, yaw bela khaber, Mr. Lmar zema khakh de, no zeka da nom likem. Da pa de mana na che kwende zan rata ghat khkari. Ta ham zan ta noorani wayea, kedai she che no we
Ministers, governors and military commanders sell contracts and positions to the highest bidder. Police and public servants openly demand pay-offs and bribes. Numerous figures within the state apparatus are believed to be involved in Afghanistan’s vast illegal trade in opium and heroin, including Karzai’s brother, who controls areas of Kandahar province. Large amounts of international aid and so-called reconstruction funds have vanished into the pockets of government officials and local tribal leaders.Karzai has re-nominated Karim Khalili for the post of second vice president, in order to secure the support of ethnic Hazara powerbrokers in the central provinces of Afghanistan. Khalili, who commanded Hazara militias during the civil war, is also suspected of ordering atrocities against ethnic Pashtun civilians.In the Uzbek-populated areas of northern Afghanistan, Karzai is relying on one of the country’s most despotic figures to deliver votes: Abdul Rashid Dostum. During Afghanistan’s tortured 30 years of war, Dostum served in the Soviet occupation forces and backed the pro-Moscow Najibullah government before switching sides. He joined with the US-backed Islamist militias that overthrew Najibullah, then was part of the fierce factional rivalry for power in Kabul before the Taliban finally took control.His nominee for the post of first vice president is Mohammad Qasim Fahim, whose ethnic Tajik movement lords over much of north-eastern Afghanistan and whose militiamen make up a large proportion of the Afghan army. A 2005 Human Rights Watch report named Fahim as one of the commanders who ordered the “intentional killing of civilians, beating of civilians, abductions based on ethnicity, looting and forced labour” during the 1990s Afghan civil war.