کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خوست والي د کرزي لپاره کار کوي !

د خوست والي د کرزي لپاره کار کوي !

په ډېر تآسف باید ووایم چې د دولت ډیري چارواکي د ملي ګټو پر خلاف د خپلو شخصي او چاپلوسي ګټو لپاره د ښاغلي کرزي لپاره انتخاباتي کمپاین کوي او په دې طمع دی چې که په اینده کې بیا ښاغلی کرزی واک ته ورسیږي چې دوی یې له ترحم څخه بې برخې نه شي. په دې جمله کې یو هم د خوست ډارن والي قلندرزوی دی چې د ولایت مقام ته د تلو جرآت نه لري خو ددې لپاره چې کرزی صیب ورڅخه خفه نه شي د خپل کور له سمڅو څخه د تلیفون له لارې انتخاباتي کمپاین کوي.


سبا ورځ (د چنګاښ لسمه نیټه) په خوست کې جوړیدونکې غونډه چې د کرزي په ملاتړ جوړیږي کاملآ د خوست والي په نوښت جوړه شوې، والي صیب په خپله په مستقیم ډول د خوست هغه قومي مشرانو او نورو خیرات خورو ته له سمڅو څخه زنګ وهلي چې یوازې د کرزي ملاتړ نه کوي بلکه د هغه چا تر شا ولاړ وي چې غوړه ډودي ورکړي . په هر صورت والي صیب هم خپله چاپلوسي اجرآ کړه او یو څو مړۍ خواره به هم خپله غاړه خلاصه کړي. د خوست والي د خپلې چاپلوسی په شکل د کرزي د کمپاین لپاره بدون له دې چې مرکز خبر وي په خپله د رشوت په پیسو د کمپاین له پاره دفتر نیولی او ټول مصارف ورکوي ، چې په اخرکې به یې د فاروق وردک سره حساب کوي .


ټول پښتانه او په خاص ډول خوست مېشتي اوس په دې پوهیدلي دي چې کرزی د هیڅ درد دوا کیدای نه شي ، د دولت ټولې چوکۍ یې د خپل ناروا قدرت په خاطر لیلام کړې. د ښاغلي کرزي په حکومت کې زمونږ د ښځو او وړو ماشومانوغوښې امریکایانو په سپیو وداړلې ، په تیره اووه کلنه دوره کې امنیت دومره خراب شوی دی چې خپله هم د ارګ نه بیرون نه شي وتلی.


 خوست مېشتو ۹۸ په سلو کې رایې ورکړې خو د خوست لپاره یې هیڅ ونه کړل .


خو بیا هم زمونږ یو څو خپل ضمیر ته ملامت او ناخبره د چوکۍ او رشوت په طمع ناست خوستوال بدون ددې چې د کرزي د اهلیت لپاره کوم دلیل ولري په پټو سترګو ورته کمپاین کوي . افسو س د هغه چا په احساس او ضمیر چې د یوې چوکۍ او یاڅو روپیو په خاطر خپل هیواد او هیوادوال هیروي او د غلو، بدماشانو، رشوت خورو، قاچاقبرو، او پښتنو ضد کړیو (چې د پښتنو په سرو کې به یې میخونه وهل) مشر ښاغلي کرزي ته رایه ورکوي.

تبصره نسته

  1. ټولو ته سلامونه، سلطان محمود خوستوال وروره ته ماته دا ووايه چي هغه به نو څوک وي چي کرزي ته کار نَه کوي !؟

  2. نو والي د څه لپاره وروره عجيبه خبره ده زه د دولت يو مامور يم دا ټول حکومت کې د تيرې يوې مياشتې را په ديخوا کار بار نشته ټول چارواکي په همدې معامله لګيا دي چې واليان او وزيران کرزي ته کار ونه کړي نو کرزى يې څه په بلا وهي لاس لاندې مامورين خو داسې ورځے ته په کار دي لکه نن چې کرزى کار ترې اخلي د مور شيدي کاميابي د غواړو کرزيه هره مور د داسې سياست مدار زيږوي دا نور په ځان خبر نه دي تا زرګونه کيلو نتره لار وهلې کامياب اوسې

  3. ګرانه وروره!تا ډیرښه معلومات ارایه کړیدی دایو وقعیت دی چی دغه ډارن اودرواغجن والی دولایت د چوکی وړندی مګر په چاپلوسی کی ډیر فعال دی خوستوال پدی پوه دی چی کرزی صاحب د رایی وړندی نه به تل کرزی وی اونه به تل قلندری وی

  4. چی کرزی د هیځ درد دوا کیدای نه شی نو څوک کیدای شی؟ ایا ستا مطلب له عبدالله څخه دی. چی ډیر ژر ورته ډاکټر اشرف غنی احمدزی تیریدونکی دی او د ډاکټر عبدالله د کمپاین د دفتر مشر به که خدای کول همدغه ډاکټر اشرف غنی وی. او تا خو دادی د اوس څخه ورته کمپاین شروع کړی دی.

  5. ښاغلى برياله فکر کوم چې دخالد هادي او ميرويس جلالزي په څېر سم د کرزيانو چاپلوس او چمچه يې.
    اشرف غني خو څه د کرزي په څېر بې غيرته نه دى چې د ټلوالې په وړاندې تېر شي. دا وياړ خو يوازې د کرزي دى چې د هر ټوپکسالار چاپلوسي کوي او خپل برى د هغوى په ملاتړ کې ويني.

    اشرف غني يو زړور او په کارپوه افغان دى او د خپلې وړتيا له برکته هيڅ جنايتکار او جنګسالار ته اړ نه دى.
    مرګ دې وي پر کرزي او د هغه په بې منطقه ملاتړو

  6. قلندریه ته په خوست کی کارونه کوی او که دکرزی لپاره غونډی کوی ؟ ته وشرمیږه د ولایت مقام ته نشی تلای او بیا غونډی جوړوی ته دافکر کوی چی تل به زه وم او تل به خوست کی والۍ (والی) وم له خدایه یو ځانمرګی درته غواړم چی ورک شی

  7. وروڼو ته سلامونه
    زما په فکر نه تنها د خوست والي بلکی د کرزي د کابیني ټول والیان د کار او خدمت خلک نه دي .موږ په ریښتیا هم يوه پراخ بدلون ته ضرورت لرو
    خو بدبختانه تر څو چي مو منځ کی توپک او قوم خرڅونکی انسانان وجود ولرې فکر نه کووم چی خپلو آرمانونو ته ورسیږو

  8. کرزیه ! ته ماته دا ووایه چه تر اوسه دی څه کړی دی ؟ یواځی دی دمکر ژړاګانی کړیدی؟!! خلکو ته دی په سترګو کی خاوری اچولی دی؟ هو ! همدا ستا دور وو خو اوس به درایو پرځای څوک تش کاغذ هم درته وانه چوی!! ها ها دا هم راته ووایه چی چه دا دومره پیسی دی دکمپین لپاره له کومه کړی؟ ښه ښه پوه شوم یا خودی هغه ۱۰۰۰۰‌ډالره په تجارت اچولی وو او اوس یی ګټه کړی ده یا په افغا نستان کی د پیسو دچاپ محفی کارخانی دی او چاته دی تر اوسه نه دی ښودلی ولی؟ ګوره!!ته ولی داسی کوی؟ ولی ته مړ وی چه پرون دی دچهار شنبی په ورځ خلکو ته ۵۰۰ افغانی دسکات په ډول ورکولی دا خوبه ‌‌ډیره ښه وای چه مړ وای قسم چه ما به ۱۰ کلداری ستا په سکات کی ورکولی! افسوس!!

  9. ALL OF KNOW ABOTU THAT QALANDER ZAY AND KARZY BOTH OF THEM ACTAR OF SEX MOVE THAN CAN DO EVERY THING THAN WHY WRITE A STORY ABOUT THEY IF YOU WANT TO KNOW MORE THAN LASTIN QALANDER ZAY JUST LIKE PAKISTANI RANDIY AND KARZY JUST LIKE AMIERICAN SEX MOVE ACATER THAN WHY YOU SAY THAT THEN CAN EVERY THING WHEN THEY WANTS LEAVE IT
    IF YOU WANT TO HAPPY HEMSELF THAN SEE THIS LINK TO SEE THE KARZY & QALANDERZY SEX MOVE AND ALSO TOUGHTER, WIFE, SONS. OF KARZY AND QALANDERZY AVILBANER HERE SO NICE MOVE
    http://WWW.89.COM http://WWW.FUCK.COM