د لر او بر ويبپاڼې کابل څانګې ته رارسېدلي خبرونه وايي د کندهار په ښار کې د دولتي او خارجي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې دواړو اړخونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار څخه د لر او بر يوه همکار کابل څانګې ته وويل پېښه نن سهار د کندهار د مرافعې څارنوالۍ مخته د خارجيانو او امنيتي پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.
همدا راز د نوموړي په وينا د کندهار په هرات دروازه کي اوس هم ډزې اورېدل کېږي او حالات کړکېچن دي او کندهار ښاريان له وېرې سره مخ دي.
ناتائېد شوي خبرونه وايي چې په دې پېښه کې د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع د خارجيانو له خوا وژل شوى دى، خو دا څرګنده نه ده چې د پوليسو او امريکايي ځانګړو پوځيانو ترمنځ شخړه پر څه شي رامنځته شوې ده.
د پېښې نور جزيات وروسته پر ليکه کېږي .
ټولو ته اسلام عليکم، رښتيا هم ډېر تريخ خبر وو، دې ته وايي د جاهليت اوج ! ماته خو يې بيخي هغه د توپکيانو وخت را په ياد کړ چي کوڅه په کوڅه به چپه غوبل ګډ وو، والله موږ سره وار خطا سوو کله چي مو ټک او ټوک واورېدئ ، فکر مو کاوه چي والله طالبانو ښار محصره کړئ دئ خو هغه د امريکايانو سپېشل فورس د قفسه ايله سوئ وو، زما په فکر ددې پيښي ټول مسؤليت د خارجي قواوو پر غاړه دئ .
واقعاچی ډیر بد خبر دی خو افسوس پدی چی والی ځی دخپل دفترڅخه او په ولایتی شورا دفتر کی خپلی غونډی کوی داپدی معناچی اصلا والی کرزی احمدولی دی په هره فتنه کی داحمدولی لاس شته او وي نتیجه یی داده وسلام
الله دی پر افغانستان و رحمیږي