کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نوې سروې ښیي چي د کرزي ملاتړ راکمېږي

نوې سروې ښیي چي د کرزي ملاتړ راکمېږي

د نیویارک ټایمز اخبار د جون پر ۱۶ لیکي: په افغانستان کي د ۲۰۰۴ انتخاباتو راهیسی، په عامه خلکو د جمهورریس حامد کرزي ملاتړ خورا په چټکتیا سره راکمېږي. د عامه افکارو یوه نوې سروې ښيي چي د افغانانو له دریو برخو څخه تر یوې برخي لا لږ د حامد کرزی پلوی کوی.


د جمهوری غوښتونکو بین المللي انستیتوت چي د متحده ایالاتو د جمهوری غوښتونکی ګوند سره تړاو لري، په خپلي تازه سروې کی وایی: فقط ۳۱ فیصده افغانان وایی چی حامد کرزی ته به رایه ورکي. په ۲۰۰۴ کی، ۵۴ فیصده افغانانو ویلی وه چی کرزی ته رایه ورکوی.


پدې سراسري سروې کی چی د مې په میاشت کی تر سره سوېده له ۳۲۰۰ افغانانو څخه پوښتنی سوي دي. عامه افکارو سروې ښيي چي ښایی د جمهوری ریاست انتخابات به دوهم پړاو هم ولری، ځکه یو کاندید به هم د عامه رایو ۵۰ فیصده و نه ګټي.


اته کاله کېږی چی حامد کرزی په واک کی دی، خو پدې تېرو کلونو کی امنیت لا خراب سوی دی. ‌طالبانو یوازی د جون په لمړۍ اونۍ کی دونه حملې کړی دی چی ساری یې نه لېدل کېږي. اکثره خلک ددغه ناامنۍ پړه د حامد کرزی پر بد مدیریت باندی اچوی.


پدې سروې کی نورو اجتماعی ستونزو ته هم اشاره سوې ده. پنځه کاله پخوا، په لسو افغانانو کی اتو تنو ګومان کاوه چی هېواد یې پر سمه لار روان دی. مګر نن ورځ، په لسو افغانانو کی فقط درې تنه همدا فکر کوی.


د افغانانو ۵۳ فیصده فکر کوی چی د تېر کال په پرتله سږ کال امنیت لا خراب سوی دی. فقط ۱۲ فیصدو افغانانو ویلی دی چی د دوی په سیمه کی سیاسی او امنیتی شرایط باثباته او ارام دی.


بلخوا، د ټایم مجله د جون پر ۱۶ لیکي: د سې شبنې په ورځ د افغانستان انتخاباتی کمپېن پروسه رسما پیل سوه. په کابل او شاوخوا سیمه کی د انتخاباتی مبارزې څرک نه لېدل کېږی، خو فقط دلته او هلته د کرزی غټ عکسونه موښلول کېږي. که څه هم ښایی کرزی راتلونکی انتخابات وګټی، خو زیاتره افغانان د هغه له لیډرشیپ څخه خوشحاله او راضی ندي.


په راتلونکی انتخاباتو کی به د امنیت تر څنګ، اقتصاد هم حیاتي نقش ولری. اکثره افغانان خوار او غریب دي، او سربېره پر دې د کرزي په حکومت کي ادارې فساد او بډی اوج ته رسېدلي دي.


د کرزي مهم سیاسي رقیبان د مالیې پخوانی وزیر اشرف غنی او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله دی.


د طب پوهنځۍ ۲۸ کلن محصل، محمد وايي: (په تېرو انتخاباتو کی، ما کرزي ته رایه ورکړه، مګر وروسته راته معلومه سوه چي کرزی زما په رايي نه ارزېدی. هغه د ملک د پرمختګ او ودی لپاره هیڅ ونه کړه. په ټولو کاندیدانو کی زما عبدالله خوښ دی.)


د کابل په ځینو عکسونو کی، ښاغلی کرزی د خپلو مرستیالانو سره څنګ پر څنګ لېدل کېږي. د هغه لمړی مرستیال، محمد قسیم فهیم یومشهور جنګسالار دی چي د بشري حقوقو څخه په سرغړونو هم تورن دی. فهیم د شمال اتیلاف غړی دی. کرزی غواړی چی د فهیم په ملګرتیا د تاجیکو رایي تر لاسه کړي، خو د فهیم شتون ډېر جنجالونه ایجاد کړي دي. ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو ډلو د فهیم پر تېرو ناروا اعمالو باندی کلک انتقادونه کړي دي.


د ۲۰۰۴ په انتخاباتو کی، ۱۸ کاندیدانو برخه اخیستې وه. کرزي د انتخاباتو په لمړي پړاو کي د رایو ۵۵ فیصده وګټله.


همدا اوس، د کرزي انتخاباتي رقیبان وايي کرزی د دولتي منابعو څخه پخپل کمپېن کي ګټه اخلي.


بل پلو، د برتانیې ټلګراف ورځپاڼه د جون پر ۱۶ لیکي: ولسمشر حامدکرزی پدې متهم دی چي د جمهوری ریاست مقام د ګټلو لپاره یې د (بدماشانو او ډانګیانو) سره ایتلاف کړی دی.


ورځپاڼه ادامه ورکوي او لیکي: جنرال رشید دوستم هغه بدنامه او ظالم اوزبک جنګسالار دی چی ملیشاووی یې په غلا، وحشت، او قتل شهرت لري. هغه تېر کال په موقتی توګه هغه وخت له خپلی دندی څخه ګوښه کړای سو چی خپل یو سیاسي رقیب یې برمته او شکنجه کړ.


د هغه وخت راهیسی دوستم به ترکیې کي اوسېده. خو کله چی جنرال دوستم په راتلونکو انتخاباتو کی د کرزي ملاتړ وکړ، کرزی اوس وایي د دوستم ټول دولتي حقوق ساتلی دی، او هغه کولای سی چی ازادنه عمل وکی.


پدې تېرو څو میاشتو کی، کرزی د قومی ملشیاوو د مشرانو سره ناروا او جنجالی ایتلافونه کړی دی. په کابل کی، ځینی غربی دپلوماتان د کرزي همدې معاملو سخت اندېښمن کړی دی. هغوی وایي: ددغو جنګسالارانو په شتون کی د ملک پرمختګ او انکشاف یو هسي خوشي خوب او خیال دی.

یو غربی دپلومات وايي: (هغوی بدماشان او ډاکوګان دي. که چیری یو سړی د توپک په چلولو کی مهارت ولری، دا ددې مانا نلري چی هغه به حتما د ملک په چلولو کی هم مهارت لري.)


غربي دپلوماتان وايي: د کرزي په حکومت کي د همدغو کسانو حاکمیت چي د افغانستان په تباه کونکی کورنی جنګونو کی یې اساسی ونډه لرله، اوس همدا توپکیان د افغانستان د بیاودانولو په لاره کي اساسی خنډونه دي.


په همدې لړ کي، د سنډې ابزرور د جون پر ۱۳ لیکي: اشرف غني د حامد کرزي یوازنی جدي سیاسی رقیب دی. اشرف غني د (یو نوي پیل) په نامه خپل انتخاباتي کمپېن پیل کړی دی. اشرف غني وايي: ( دا یو فاسد حکومت دی چی هم د بشر له حقوقو څخه سرغړونه کوی، هم تشدد او مرګ ژوبلي ته دوام ورکوي، او هم د بیت المال او عامه خلکو شتمني لوټ او تالا کوی.)


اشرف غني په خټه پښتون او په ۱۹۴۹ کي کابل ته څېرمه په یوه کلي کي ږېږېدلی دی. هغه په خارج کی عالی تحصیلات کړی دی. کله چي اشرف غني د مالیې وزیر وو، هغه د افغانستان د کلیوالي سیمو د جوړولو لپاره موثر ګامونه اخیستي وه. هغه وايي،( څه د پاسه ۵۰۰ میلونه ډالره د کلیوالي پراختیا په غرض ولګېدې. هغه زیاتوي، کلیوال افغانان زما ږغ پېژني. په افغانستان کي یوازي ما د کلیوالي انکشاف مسله را پورته کړېده. په هر کلي کي افغانان ماته غوږ نیسي او زما سره نژدیکت او تړاو پیدا کوی.)


ورځپاڼه زیاتوي اشرف غني په ټولو کاندیدانو کي عصری، فعال، او مخکښ دی. هغه یوه نوې ویب پاڼه هم لري. د هغه په انکشافي پروګرام کی د یوه میلون نوي کورونو جوړول، د یو میلون نوي کارونو ایجادول، د ۱۰۰۰۰ میګاواټ برق تولیدول، د افغانستان مرکزي سیمی پرانیستل، او د کلیوالي خلکو ورځنی عاید له یوه ډالر څخه څلورو ډالرو ته جګول شامل دي. اشرف غني وايي: پراخه او مزمنه بېکاري ځوانان ‌طالبانو ته ورکشوي.


اشرف غني وايي،(زما پلان دا دی چي په دوو کلونو کي ۶۰ فیصده افغانان ووايي چي افغانستان پر سمه لار روان دی. زه اقتصادی پلان لرم، خو کرزی د ملک د ابادولو لپاره هیڅ مناسب پلان او ستراتیژي نلري.)

تبصره نسته

  1. همدا اوس د جمهور ريس لپاره څلور درجنه خلکو نومونه ليکلي دي. ځينې ېې داسې کسان دي
    چې نه اداري تجربه لري اونه علمي. ځينې نور داسې اشخاص دي چي ياېې پخپپله قتلونه
    کړي او يا هم د قاتلانو اود بشر پرضد او افغان کلتور اوسلام پرضد ناوړه او شنيع
    اعمالو کې ېې ګډون کړی او زمونږ کړېدلي افغانان ېې ډیر ښه پيږني او که دا موجوده
    اسااسي قانون تد بيق شيِ نو با ید نومونه یی د لست نه ویستل شي. بله ډله هم داسې
    نفر دي چه ښه پوهيږي چې د وړلو امکانات ېې نشته خو یا د شهرت او یا په حکومت کې د
    یوې کرسې د ﻻسته راوړلو لباره را وﻻړ شوي دي.
    افغانسان د درې لسيزونه را پدېخوا په جګ کې دی. کمونستانوو او روسانو زمونږ به منځ
    کې د جداېې او بې اتفاقي تخم وکرلو او دا دی هغې بې اتفاقې 41 ملکتونه د توپ او
    توپخانې سره زمونږ ملک ته را و ستلي او زمونږ د خلکو وژل او ټکول دوام لري.
    ددې بې اتفاقې او بد بينې لپاره د پورتنيو درو ډلو نه طمع لرل نه يواځې د ځان تیر
    ايستل دي بلکه د افغانسان د خلکو او پخپله زمونږ د ملک له سرنوشت سره لوبې کول دي .
    ځکه که د تيرو اؤ کلوخلک قدرت ته دوام ورکړي نو افغانستان به خدای مکړه د تجزیه
    سرحد ته را ورسوي . دا تير اوه کلن حکومت به زمونږ په تاريخ کې دشاه شجاع اوکارمل
    تر څنګ وﻻړ وي او بحث به په دې وي چې کوم یوېې بد ترين وو .
    د افغانسان جنګ ددې عصر له هر جنګ نه ډیر دوام وکړو . چاړه د اکثریت خلکو له غوښې
    او پوست نه تېره شوې او هډوکي ته ور رسيدلې ده . نن د نازل شوي مصيبت نه ځينو داسې
    استفادې وکړې چه په خوب ېې نه ليدلي.
    نن نړیواله ټولنه چې عبارت له هغو ملکونه ده چې په افغانسان کې لښکرې لري په خپلو
    غلطيو پوه شویی ده او د زړه نه د افغانستان لپاره داسې جمهور ريس غواړي چې علمي ؛
    بين المللی او افغاني حيثيت ولري . دا شخص باید دټول افغانسان د خلکو د ابادې او
    سمورتیا لپاره پلان ولري او ټولو افغانانو ته په يو نظر وګورې.
    زه خو دا درېڅلويت کانديانوته چې ګورم يواځې يو تن دا نيک او په اوسني وخت کې د ا
    ضروري خصوصات لري چې هغه پوهاند اشرف غني احمدزی د ی چه په نړۍ واله سویه پيژندل
    شوی او دداسې مقام لياقت لري .
    حقيقت د امر دا دی چې نن په افغانسان کې يو چا چه دوه کتابه ېې ترجمه کړي وي د
    پروفيسرې دعوا کوي حال دا چې پوهاند احمدزي د امريکا په ډيرو مشهورو پوهنتنونو لکه
    د کليفورنیا په برکلي کې اود مريلند په جان هاپکن کې پوهاند وو. لس کله يي نړوال
    بانک کې نه داچه وخت تیراوه او معاش اخيسته بلکه د رهبرې په کدر کې وو او ددې بانک
    د سیاسي او ستراتجې د برخې مشر وو ، د زیاتو ملکونو ترڅنګ هغه د روسیه او چين
    حکومتونو ته مشوره ورکړی. پوهاند اشرف غني احمدزی د نړۍ د ناکامو هیوادو د ترقې او
    تعالې لپاره یو کتاب وليکلو چه د نړۍ په ډیرو هیوادو کی ېې تود هرکلی شوی او په
    پوهنتونوکې تدریسي کتاب ګرزیدلی دی. احمدزی صیب دوې ماسترې يوه دوکتورا او دوې نورې
    افتخاري دوکتوراوې کټلی دي. هغه د ملګرو هيوادو د سرمنشې د کرسې لپاره تر وروستی
    ډلې پوری ورسید خوذيدخلو ملکو د د ه پرځای په بنکي مون لاس کيښود.
    کوم افغان او په تیره بيا په 43 کانديدانو کې د 40 کالو نه را په ديخوا د افغانسان
    په ټولو برخو په مکرر ډول علمي ليکنې کړي او نوروغوږوګوته يي رسولې دي؟ کوم افغان
    او په تیره بيا په 43 کانديدانوکې حتی ددې لياقت په ځان کې ليدلی چې د نړۍ وال بانک
    او د ملګروملتو د سرمنشی وظيفې ته ځان کانديد کړي؟ کوم افغان او په تیره بيا په 43
    کانديدانو څوک د ده په شان پلانونه لري چې د افغانستان د کال په کال د پرمختګ او
    تعالې فکر ېې کړی وې.

    ټول افغانان او په تېره روڼ انده کسان باید ړستوني را پورته کړي چې په دې انتخاباتو
    کی د ا فغانستان او ټولو افغانانو د سرلوړۍ لپاره داسې یو پاک او په وطن مین انسان
    خدمت ته را وبولې. هغه دې خدمت ته نه د شهرت نه مقام لپاره ملا تړلې ده. يواځنې
    هيله يي د وطن د پور ادا کول دي. هغه ته په امریکا او اروپا کې هرډول علمي کار پیدا
    کيږيي. زه دا خبرې د څلويښت کلن بلديت نه چې له پوهاند غني سره ېې لرم له تاسو سره
    شرېکوم.

  2. وايي چې ژوندى يې نوډېرې عجيبې به وويني ، ډېرې حيرانوونكې به
    واوري اوله ډېرو ناويلو او نابلدو سره به مخ شې، ډېرې نوې او نادرې به درباندې تېرې
    شي ،پخوابه چې چاكومه حيرانوونكې موضوع وليدله نو ويل به يې چې داسې حيرانوونكې مې
    وليدله چې نږدې وه له تعجب او هېښتيا مې ښكرونه راشنه شوي واى .
    خو شكرچې په
    رښتيا دحيرانوونكيوپېښوپه ليدلو دانسان ښكرونه نه شنه كېږي كه د عجايبو په ليدلو
    ښكرونه شنه كېداى نو باورو كړئ چې يو افغان به هم بې ښكرو نه وى او دځينو ښكرونه
    خوبه له ګوزو هم اوږده وو او په ځانګړې توګه دښاغلي كرزي په دوره كې دعجايبو دليدلو
    له بركته خوبه دهرافغان په كوپړۍ كې دښكرونو ځاى نه وو .
    كه نه يې منئ نو ايا
    ددې خبر په اورېدلو دسړي ښكرونه نه راشنه كېږي چې د افغانستان په څېر په يو كوچنې
    هېوادكې دې له يوې كورنۍ څخه دوه تنه دولسمشرۍ څوكۍ ته ودرېږي . او ايا ددې خبر په
    اورېدلوبه مو دوه متره ښكر راشنه نشي چې ديوچا دې خپل داسې سكه ورور او دتره زوى چې
    حزبي اړيكې يې ورسره وي ، كورنۍ اړيكې يې وي ،په ګټه او تاوان كې ورسره شريك وي، ان
    در او دسترخوان يې ورسره شريك وي ولسمشرۍ ته ولاړ وي او دى دې بيا دبل كانديد چې نه
    ورسره تنظيمي اړيكې لري، نه يې د سنګر ملګري وي او نه … دكمپاين مشر وي
    .؟؟؟
    پخوا به ساده خلكو ويل چې په يوه لاس كې دوه هندواڼې نه نيول كېږي . خو نن
    زموږ حاجي صاحب عزيزالله دين محمد پخپل نبوغ او نويو كشفياتو دافور مول مات كړ هغه
    نن په يو لاس كې درې هندواڼې نيولي دي هغه هم ولسمشرۍ ته ولاړ دده خپل ورور داوود
    ارسلايي هم دولسمشرۍ بل كانديد دده دتره زوى هدايت امين ارسلااو هم دعجايبو پلار
    ښاغلى حامد كرزى !
    او ګورئ حيرانېږئ مه تاسو به وګورئ چې حاجي صاحب په خپل خارق
    العاده استعداد او تاريخي لامثاله نبوغ له دې ټولو عهدو او آن كه داعهدې په لسو كې
    ضرب هم شي ووځي .تاسو به اورېدلي وي چې دسبا تلويويون له فرشتې سره په يوه اوږده
    زړه خواله كې دې ښاغلي وويل چې دى په يووخت كې هم دكابل په څېر ديو مهم ولايت والي
    دى ، هم دژبو او ادبياتو دپوهنځي محصل دى، هم ولسي سپين ږيرى او قومي مشر دى او هم
    دسپورت ،تلويزيون او مطالعې لپاره پرېمانه وخت هم لري .
    دى چې سايټ اكټيويټيز (
    ضمني فعاليتونو) ته دومره وخت لري نو ديو روشن فكره او يو مجاهد مسلمان په توګه به
    هرومرو مېرمنې ، بچيانو او كورنۍ ته هم وخت لري ، ځكه چې دى پوهېږي چې رسول لله
    فرمايي : ستاسو مېرمنې په تاسو حق لري چې وخت وركړئ او حقوق يې اداكړئ
    .
     اوس نو تاسو وواياست چې ايا له وخت څخه دومره اعظمي ګټه اخستل كرامت
    ندي، رښتيا ګورئ ددې ډول كراماتو ښكاره كول هم دهرچا دوس خبره نده داډېر كرامتونه ،
    رياضتونه شب نيشينۍ دتصوف له بېلابېلو پړاوونو تېرېدل او دقطب الافطاب او غوث
    الزمان مرحلو ته رسېدل غواړي ، دادهغه چا دوس خبر ده چې وخت دځان تابع كولى ، درولى
    اوآن څو چنده كولى شي نوبيا معلومه شوه چې محترم حاجي صاحب تصوف او رياضت ته هم وخت
    لري .
    دانو خو بيا دښاغلي كرزي صاحب سره چانس نوره هم ياري كړې ده چې داډول
    فعال، نابغه ، هركاره،دوخت په نبض او مزاج پوه، پر وخت حاكم شخص ورته دكمپاين دمشرۍ
    لپاره پيداشو.
     وايي چې وخت به ډېر اسرار رسوا او ډېرمسايل او علمي حقايق؟؟
    چې اوس يې دانسان ذهن منلو ته چمتو ندى شونې كړي، يو وخت به مو دژمي په اوږدو شپو
    كې په صندليو كې پښې غځولې دترابان ديو شادمان ديو ، امين ارسلان ، سيف الملوك او
    بدرۍ جمالې زبزبانې ښاپېر ۍ ،شهزاده بهرام په كيسو اورېدل چې د ديو يوه پښه به په
    كوه قاف او بله پښه به يې سرانديب كې وه ، امين ارسلان به په يواځې ځان له زرو
    ديوانو سره جګړه كوله او بريالى به راووت . يوه ديو به غر ه ته وزر اړم كړ او په بل
    خوابه يې واړاوه خو موږ به نه منله خو دادى زموږ په حاجي صاحب دين محمدكې داټول
    كمالونه وينو.
    دى په يوه وخت كې خپل ټول وروسپارل شوي كارونه ( ولايت،تحصيل
    ،جرګې مركې، كلى ولس، ورزش ،دمطبوعاتو تعقيب ،او دادى اوس كمپاين ) په ښه توګه
    ترسره كولى شي.
    ده داساينسي او طبي فورمول هم مات كړ چې وايي : (( دوه مينې په
    يوه زړه كې نه ځاييږي، يا داچې يو انسان دوه جوفه نلري)) ده وښوده چې نوموړى ددرې
    جوفونو خاوند دى او په يووخت كې درې مينې ( ورور، دتره زوى اوكرزى) پاللى
    شي
     دايواځې حاجي صاحب دين محمد ندى چې وايي: (( ناسته يم له تاسره، زړه مې
    په كندوكې دى ، ځارله بېرانې نه شم )) بلكې دكرزي دكمپاين ټول لوړرتبه غړي همداډول
    بېلابېلې يارانې لري لكه دده مرستيال ضراراحمدمقبل چې په خپله دنظارشورى وفادار غړى
    دى او اوس خپله دكرزي دكمپاين مرستيال دى خو ورور يې دولسمشرۍ لپاره دبل كانديد
    ميرويس ياسيني دكمپاين مشر دى.
    باور دى چې حاجي صاحب دين محمد به كرزي ا
    وكابليانو ته هم هاغسې خدمت وكړي لكه خپل ولايت ننګرهار ته يې چې وكړ؟؟ بس لنډه
    داچې ( همي ديګ وهمي شلغم) همداكرزى او همدايې كمپاينران.