کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هر څوک د پیسو ګټلو په غم کښي دي

هر څوک د پیسو ګټلو په غم کښي دي

په هره ټولنه کې وګړي د خپل ورځنې ژوند او اړونده چارو مخ ته وړلو لپاره او د ولس د څوکالۍ او د هیواد د پرمختګ لپاره، دا هڅې کوي چې د کار، سوداګرۍ او نورو مشروع لارو څخه پیسې لاسته راوړې. او که دې حقیقت ته لږڅه ځیر شو نو جوته به شې چی دا ټولې هلې ځلې پدې موخه وي چې وګړي د عزت ژوند وکړی، په دې مانا چې خلک پیسې د دې لپاره ګټې تر څو د پت نه ډک ژوند وکړی.

ولې زمونږ په ټولنه کې دا حقیقت اوس سرچپه شوي دی او ځينې وګړي دا کوښښ کوي چې فقط او فقط پیسې وګټې او د دې پروا نه لری که دا ګټه دمشروع او یا غیر مشروع لاری څخه وي، او حتی یو شمیر وګړې د دې پروا هم نه لری که په دې لاره کې د دوي شخصیت او مانوي ژوند هم زیانمن شې.

دغه راز څوک په لسګونو کورونه او بنګلی جوړي، څوک دولتې څوکۍ په بیه اخلې او څوک لندن، کاناډا او امریکا ته د پیسو ګټلولپاره د هیواد نه په تیښته کې دې، خو د هیواد د جوړولو، د ولس د څوکالۍ او خپل مانوي او اخروي ژوند څه فکر او پروا ورسره نشته.

 په هر حال راځئ چی پدې لږه رڼا واچوو چی دا ولې داسې کیږی،ایا خلک پردې شول او که هیواد پردې شو؟ نه خلک مو خپل (افغانان) او هیواد مو خپل (افغانستان) دي، خو بنسټیزه ستونزه دا ده چې په هیواد کې د تیرو څولسیزو ناخوالو، په یو شمیر وګړو کې د وطن پالنې او ملت پالنې، د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او درناوي احساس او د عامه پوهاوي کچه راټیټه کړه او دا چې په هیواد کې د بدبختۍ ناورین لاپسې دوام پیداکړ، نو له همدې کبله وګړي د خپل راتلونکې برښلیک څخه نا امیده دي. حتی تر دې چې یو شمیر وګړې په دې آند دی چې د خپل اوسنې سرکاري موقف څخه دومره نا جایزه ګټه پورته کړی چې د سبا ژوند یې تامین او تضمین شئ، دا ځکه چې دوي په دې آند دی چې نه به سبا دا مقام وي او نه به دا حالات داسې وي، او په عینی حال کې دوي د قانون پروا هم نه لري ځکه چې اوس مهال زمونږ په هیواد کې د قانون حاکمیت کمزورې دی او د حکومت لخوا د چا سره دومره ټینګ حساب نه کیږې.

ولی دوي باید د الله (ج) دا قول چې د هر چا سره به د زرې زرې حساب کیږی هیرنه کړی، او لکه څرنګه چی رحمن بابا ویلې:
(ماڼۍ څه له جوړوي سبا به درومې
بس دی دومره چی په تا څڅیږې نه)

 نو دوي دی د دې ورځې انتظار کوي چې بیا به دا ماڼۍ، څوکۍ او پیسې وې خو دوي به نه وي، او بیا به نه یوازی دا چې خپل خدای ته به بې ځوابه او ملامته وي، بلکه د هیواد په تاریخ کې به یې نوم هم په تورو لیکو او تور لیست کې د تل لپاره لیکل شوي وي.

پورتنیو ستونزو ته په پام سره او لکه څرنګه چی د بشرې ټولنې ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) فرمایلې دې ( د حلال رزق لاسته راوړل عبادت دی)، نو راځئ چی د حلال رزق لاسته راوړلو په تکل کې شو، راځئ چی د وطن د ابادۍ او د ولس د څوکالۍ په تکل کې شو او خپل وطن پخپله جوړ او خپل خلک پخپله درانه کړو. همدارنګه راځئ چی د افغانستان زراعت، صنعت، سوداګرۍ او ټولنیزو چارو ته پراختیا او وده ورکړو او د هیواد طبعې زیرمې راوسپړو او ګټه تری پورته کړو. دا به ډیره ښه وي چی مونږ خپل ولس ته مخلصه او خپل خدای (ج) ته صادقه اوسو او د بی اتفاقۍ او نژاد پرستۍ پر ځای یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو تر څو هیواد مو سمسمور، ولس مو څوکاله او پردیو ته اړ نه وي او پدې توګه و کولاﺉ شو چې ملت مو د نړۍ د پیاوړو ملتونو په لیکه کې تل غښتلې ولاړ وي.

د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.

تبصره نسته

  1. I believe that Afghans have to learn how bring a stable administration into their society instead talking in the air. All societies developed because of a stable administration and educated cadre. What Afghan have none of them