وړمه شپه ماسخوتن مهال کله چې له دندې څخه کورته راغلم نو د تیر په څیر ،د کور د ټولو غړو ګډې خونې ته ورننوتم او په ډله کې یې کیناستم،زمونږ د کور د ټلویزیون په پرده باندې ډیری وخت شمشاد په لیکه وي،مونږ په خپل منځ کې په کیسو بوخت شو یو وخت مي پام شو چې ټلویزیون باندې د شمشاد ټلویزیون لخوا سندریز پروګرام روان دی او څو مست ځوانان ورته لاسونه پړکوی. ماته هم په زړه پورې شو او د ټلویزیون عږ مې پورته کړ، ورو ورو یې را باندې اغیز زیات شو او کراره مې ډډه ورته ووهله .
دانو د شمشاد تلویزیون لخوا کوزې پښتونخوا د خوږو اوازونو د سندرغاړو کنسرټ وو، کله چې یوه سندره خلاصه شوه دوه ښایسته ویاندویان چې یوه یې جلی او بل یې نارینه وو راپورته شول او ټوکې ټکالې یې پیل کړې خو دغه کنسرت همداسې روان و ان داچې د شپې ناوخته و چې خلاص شو خو ماته یې تر سندرو او اوازونو یوڅه چې ډیر مهم وو او زه یې دیته اړ کړم چې د کافي ستومانی سره سره د پروګرام تر پایه شمشاد تلویزیون سکرین سره پاتې شم هغه د کابل ته د کوزې پشتونخوا د میشتو پښتنو راتګ وو.
خو خیر په عمومي لحاظ یې که وګورو دا یو کنسرټ وو خو که دقیق شو نو دا د یو والي او مینې یوه سلسله وه چې شمشاد تلویزیون را پیل کړه. دغه نیکه هڅه د یوه با شهامته او زړه سوانده پښتون او د شمشاد ټلویزیون موسس هم حاجي فضل کریم فضل دی، دده دغه نوښت په ریښتونې توګه د ستایلو وړ دی یوه ورځ په یوه ځای کې ما دده ځینې خبرې واورېدې چې د لر او بر پشتون د یووالي او سوکالۍ لپاره یې کولې خو کله چې ما دغه کنسرت چې شمشاد ټلویزیون خپور وکړ ولید نو راته بیخې ثابته شوه چې په ریښتوني ډول د پښتنو غم ورسره شته.
زما غوښتنه له ټولو مشرانو او شتمنو څخه د یوه عادي افغان او پښتون په توګه داده چې راځئ دغه راز نوښتونه زیات کړی او یو بل ته لاسونه سره ورکړئ، شمشاد ټلویزون د ټول افغان ولس خو د پښتنو لپاره د نوښت غوره مرکز دی که دغه راز پروګرامونه په پرله پسې ډول جوړ شي نو دا به د لر او بر پښتون ولس ترمنځ خونړۍ پیښې ډیر زر سره راونغاړي او د شمشاد ټلویزون د مشرتابه تیرو هڅو او زیارونو له مخې فکر کوم چې حاجي صیب فضل کریم فضل به هم له نورو زیاته پدغه راز هڅو کې ونډه واخلي ترڅو دغه سره جدا کړل شوي پښتانه بیا ګډ ژوند پیل کړي.
په پای کې زه بیاهم له ښآغلی فضل صیب څخه ددغې ستایونکې هڅې په اړه مننه وکړم.
احدي د خپلو شخصي ګټو لپاره له کرري څخه حمايت وکړ
خو هيڅ افغان ملتي به کرري ته رايه ور نکړي
سلامونه..
يقينن چي شمشاد تلويزون په بي ساري توګه زيار باسي چي څرنګه بيل شوي پښتانه سره يو ځاي كړي…
ګوري ايران ورځ په ورځ يوه نوي تلويزوني شبكه په افغانستان راوباسي خو پښتانه چي ښه وس او توان يي هم لري همدغشان غلي او چوپ ناست دي…كه هر يو شتمن كس وغواړي چي پښتون قوم پتمن او پښتون ته وده وركړي نو كوښښ دي وكړي يو تلويزوني چينل دي په مخ يو سي لكه حاجي فضل كريم…نو په پاي كي زه له هغو شتمنو كړيو څخه غوښتنه كوم لكه كرزيان چي په افغانستان كي ټول مخدره توكي پر مخ بيا يي..او له ښاغلي نجيب زراب څخه هم هيلمند يم كه يو تلويزوني چينل اوباسي نو دا به د پښتو لپاره يوه وده وي….
ښاغلی د شمشاد تلويزيون مشر ته ! ستاسو د تلويزيون ستايني له ډيره وخته اورم ،لکه چي تاسو خبر ياست په اروپا کي شمشاد تلويزون ډير زيات مينه وال لري خو نشي کولای شمشاد تلويزيون وويني ، له ناچارۍ د اريانا او مسکنيار د سپکو سپورو پروګرامونو ته ناست وي ، تاسو هم په لسګونو ځله دا ژمنه کړې ده چي اروپا ته به د شمشاد په راغځولو کي هلي ځلي کوئ ، خو دا کار ترا وسه ترسره سوی نه دی ، له تاسو د انګلستان مېشتو پښتنو په استازيتوب هيله کوم چي ژر تر ژره د شمشاد څپې پر اروپا هم ولوروئ ،په درناوي سردار محمد
de shamshad drano masolino ta der der slamone .grano dostano monge chi bahar la watan skhe lere zoand kao no .faqad de de zeri pa hile yo che shamshad nlewale chenal sho. ke shi no yao khayrat kho ba aro maro kawam . waslam
هیله ده چی، د شمشاد تلویزیون په اروپا کی هم خپور شی، که د آریانا تلویزیون ته نیږدی، فریکونسی ولری، کیدای شی خلک به په آسانه توګه وکولای شی، چی د شمشاد تلویزیون خپرونی هم ووینی.
سردار محمد جانه ډيره مننه
واقعا چې شمشاد دپښتنو چينل دي خو زه داسې وايم چې تاسې هلته دشمشاد لپاره كمپياين وكړي او ورسره تاسې بهر ميشتې په مرسته شمشاد هلته ليدل كيداى شي له احساس څخه دي مننه
سردار محمد جانه ډيره مننه
واقعا چې شمشاد دپښتنو چينل دي خو زه داسې وايم چې تاسې هلته دشمشاد لپاره كمپياين وكړي او ورسره تاسې بهر ميشتې په مرسته شمشاد هلته ليدل كيداى شي له احساس څخه دي مننه
زه د تولو دوستانو نه مننه کوم چی تاسو خبل تلویزیون دومره نازوی واقعآ چی دا یو ملی تلویزیون دی زه د شمشاد تلویزیون له چلوونکو نه دا غوارم چی د خبل تلویزون کیفیت لور کری تکره کاکوونکی وگوماری دا خکه چی دا د پشتنو تلویزیون دی زه په استرالیا کی اوسیگم او دلته تول همدا یو تلویزون گوری زه د حاجی صیب فضل کریم نه مننه کوم چی دا نوخت یی رامنخ ته کر د شمشاد تلویزون وتلو او تکره سیرو ته هم کامیابی غوارم لکه بهیر لالپور وال ، سرور خیری صیب چی په رختیا هم یو تکره زوان دی او زما یه د آواز سره دیره مینه ده ، اوریا صیب ، او نور چی اوس می نومونه په یاد کی ندی .تل دی وی شمشاد .
حاجی صاحب فضل کوششونه په واقعیت کی په صفت کولو ارزی. خو که په افغانستان کی د کرزی غوندی د جنګی مجرمینو ګوډاګی په تخت ناست وی .دا رقم کارونه به وړاندې لاړ نشی . خو زه باور لرم چي کرزی به انشاالله په انتخاباتو کی د اشرف غني د خوا شکست وخوري.ټول افغان ملت د اشرف غني طرفدار دی . خلک د اشرف غني سره دي ، یوازې اشخاص چی هغه هم په جنایتونو او جنګي جرمونو ککړ دي د کرزی سره دي.
زه د شمشاد تلویزون او ویب سایت د لیدو خخه دیر خوش یم دا د بشتنو لپاره د فخر جای دی او زه ددی اداری له کار کوونکو خخه دیره مننه کوم چی د بشتنو ورونو لپاره زیا ت کارونه تر سره کو ی او حمایه یی کو ی زه ددی ویب سایت له لاری به تولو بشتنو ورونو غز کوم چی تو ل سره یو موتی شی او خپل یو الی او اتحاد وساتی او همدارنگه له طالبانو ورونو خخه هم دا غوشتنه لرم چی به دی قوم رحم وکر ی او ددوی د تعلیم مخه ونه نیسی او مکتبونه یی به بمونو خراب نه کری که چیری طالبان ورونه دی کار ته ادامه ورکری نو زمونز زیاتره ورونه به بی تعلیمه پاتی شی او په اینده کی به زمونز اولادونه د پردیو نوکران وی او باداران به مو نور وی هغه وخت دی خدای نه راولی
مخترمو طالبانو افغان ورونو که هر چیری یاستی بس دی زه دا سوال او جاری کو م چی په دی خپلو خوار او غریب قوم باندی رحم وکری او نو ریی مه تنگوی او که چیری تاسو خپلو ورونو وزلو.مکتب سوزولو .پشتون مشران وزلو او اسلامی علماوو وزلو ته ادامه ورکری نو راتلونکی اولادونه به تاسو خیری کوی او په تاسی به بد رد وایی نو په هغه و خت کی به تاسو د الله په حضور کی ولار یاستی او عذاب به مو یو په سل چنده شی
په درنشت
سر لوری دی وی پشتون ملت
په اخر کی د تکو د غلطی نه مذرت غوارم خکه چی زما کمپیوتر د پشتو Kebort نه درلوده.