د عامې روغتيا وزير ښاغلى ډاكټر سيد محمد امين فاطمي، د هغه مرستيال، فيض الله كاكړ، وياند عبدالله فهيم او نور چې په هره خبري غونډه كې خبرې كوي، قسم يې خوړلى كه پښتو ووايي. له وزيره رانيولې تر ويانده پورې ټول پر يوه لار روان دي او لكه چې د زرياب صاحب پاليسي مخته وړي .
وزير صاحب خو په هره غونډه لكه بلبل لګيا وي، خو ډېرې وروسته پاتې او بې اهميته خبرې كله- كله په پښتو كوي، د ساري په توګه د چاپېريال ساتنې په نړيواله ورځ كې وزير صاحب په وروستيو يوې يا دوو دقيقو كې څه پښتو خبرې وكړې .
وزير صاحب چې له مطبوعاتو سره ښې اړيكې هم لري، هيله ده په دې هم ځان پوه كړي چې دغه وزارت، د يوې ډلې، يوه لوري او يوې ټلوالې مال نه دى، بلكې دا د ټول ملت دى او ټول په كې برابر حق لري، له وزير صاحب فاطمي څخه هيله كوو، چې ټولو ژبو ته په درنه وګوري او دافغانستان د اساسي قانون پر اساس ددې هيواد لومړۍ ملي او رسمي ژبه هېره نه كړي .
زه ډاكټر فيض الله كاكړ ته حيران يم، چې څنګه بې پښتو انسان دى، كه چېرې د نورو كابل ځپلو خلكو غوندې له پښتو سره حساسيت لري، پر ځان دې (كاكړ) تخلص نه ږدي، تخلص دې بدل كړي، بيا به خلك ګيله هم نه ورڅخه كوي .
نوموړي خو قسم كړى چې هېڅكله پښتو ونه ږغېږي، ان ځينې وخت په غونډو كې په پښتو ورڅخه پوښتنه كېږي، خو كاكړ صاحب ځواب په پښتو نه وركوي . دا په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون پر ضد عمل دی .
د عامي روغتيا وزارت وياند هم داسي شخص دی چي يا خو په پښتو ژبه نه پوهيږي او يا له دې ژبي سره تعصب لي ، په دواړو صورتو کي دا يو غير قانوني عمل دی، نوموړی رسنيو ته يوازي په دري او انګريزي ژبه اعلاميې او خبرپاڼي ليږي له دې ښکاري چي نوموړی فکر کوي چي د ايران د عامي روغتيا وزارت وياند دی او يا دا چي له پښتو ژبي سره کرکه لري . که د عامي روغتيا وزارت او نور دغسي عمل ته ددموکراسۍ او خپلي خوښي نوم ورکوي نو دموکراسي خپل ځای لري ، کله چي څوک ددولت په تشکيل کي د ولس د خدمت په نوم مقرر کېږي نو د اساسي قانون په عملي کولو مکلف دي ، پر سړک او کوڅه بيا ددوی خوښه چي له خلکو سره په کومه ژبه خبري کوي .
د عامي روغتیا وزارت او اړوند مسولين که يې د افغانستان د اکثريت اوسيدونکو او دې هيواد د لومړۍ ملي او رسمي ژبي سره تعصب نلري،نو دي رسنيو او ولس ته د عمل په ډګر کي وښيي او د افغانانو له ملي او رسمي ژبو سره دي د مور او ميرې سلوک نه کوي .
فاطمي صاحب كابل ځپلى ځوان دى، هسې په خټه پښتون دى، كار، خدمت او تمايل يې نورو لورو ته دى. له فيض الله كاكړ څخه هم ګيله نه ده په كار، ځكه دا سړى هم يوازې په (كاكړ) ويلو نه پښتون كېږي.
په افغانستان كې تر ټولو بدمرغي دا ده چې سړى وګوري كابل او نورې سيمې د ځمكې او اسمان هومره تفاوت لري.
زه خو خپله چې كله كابل كې يم ځان راته پردى اېسي، په خپل هېواد او د خپل هېواد په پلازمېنه كې داسې يم، لكه په ايران يا تاجكستان كې.
سلامونه…
په لومړي ځل مي چي فاطمي صاحب وليد نو ما ويل چي دا به يا ازبك وي يا هزاره…خو چي كله مي ۲ كاله بعد شمشاد سره يوه مركه وليده نو بيا پوي شوم چي دا خو پښتون دي…
دا څرنګه پښتون دي چي په دي ۷ كالو كي يي يوه رسمي وينا هم په پښتو كي ونه كړه…مرګ پر داسي پښتون..مرګ پر داسي پښتون چي په ټول مشرقي كي د شمالي په شان ۶۰۰ بستره او ۴۰۰ بستره روغتون په بدخشان او داسي نور په شمالي ولاياتو كي شتون لري يو يي هم جوړ نه كړ..مرګ پر داسي پښتون وزير چي د يوي عامي ناروغي لپاره هيوادوال ګاونډي هيواد پاكستان ته منډي وهي…
زه فكر كوم وزير صاحب هم د كابل په مېچن كې دل شوى دى، كه څه هم ظاهراً له مطبوعاتو سره ډېره مينه لري، هيله ده توازن هم په پام كې وساتي، دا وطن د يوې قبيلې او يوې ډلې نه دى، د ټولو شريك كور دى، خو په افغانستان كې مشر ورور همېشه د نورو قرباني شوى دى، وزير صاحب دې هم د يوه قوم حق د نورو پښو ته نه غورځوي.
هيله ده وزير صاحب اخلاقي جرئت پيدا كړي او كله كله دې خوارې ژبې ته هم پام وساتي.
په مينه
سيد محمد امين د ننګرهار ولايت د ښېوې اوسېدونکی دی ، د ی نسبي پښتون نۀ دی ، د دوی نيکونه د سيد علي ترمذي لميسان دي ، چې اوس پۀ پښتنو کې د پير بابا په نامۀ يادېږي . نوموړی پښتون دښمنه پير د مغلو د واکمنۍ پۀ پېر کې زهيرالدين بابر لۀ ترمذ نه کندوز ته راوستۀ بيا يې هندوستان بوتۀ او د پښتنو يو سياسي او مذهبي مشر بايزيد روښان په مقابل کې د بونېر علاقې ته راوستاوۀ او د اخندرويزه سره يو ځای يې د پښتنو پۀ وړاندې د مغلو دحاکميت لپاره جګړی وکړئ ، چې پۀ پايله کې پښتون مشر بايزيد روښان ومړ. او سيد علي تر مذي هم مړ شو او بونېر کې خاورو ته وسپارل شو او اوس پښتانۀ ليوني هغه ته پېر وايي او زيارتونه يې کوي ، چې دغه ډول پېران اوس هم شته ، چې ډېری نالوستي پښتانۀ ورته د تعظيم سرونه ټيټوي. د سيد علي ترمذي اولاده خوره شوه پۀ کونړ، لغمان او ځينو نوروسيمو کې يې لۀ پښتنو سره خېښيانې وکړئ او او دغلته اوسېږي پۀ دغو سيدانو کې سيد جمالدين. سيد شمس الدين مجروح ،ګل پاچا الفت ، سيد عبد الله پاچا، سيد محي الدين هاشمي پۀ څېر پښتونپاله وګړي هم پيدا شويدي ، چې پښتو ژبې ته يې د پام وړ خدمتونه کړيدي، او دغسې بې ننګه او بېغيرته خلک هم پۀ کې شته لکه سيد محمد امين فاطمي دوی نسبي پښتانۀ نه دي، پکار داده ، د افغانستان دښمنانو تل لۀ پښتنو سره همدغه ډو ل کړنه کړېده ، تل يې يا غلام پښتانۀ يا ناپښتانۀ د پښتنو پرځای مقرر کړي دي .
ذګرانو دوستانو زه خپله ډير افسوس كوم چه پدي بي غيرتانو د پښتون نوم پروت دي او بله داچي په دوي خو بايد د پښتنو سهميه نواي پوره شوي د فاطمي نه خو ګيله نده پكار ګيله خو د فيضااله كاكړ څخه كيږي چه هفه ته د كابل د ۱۹۹۲ كال جنګونه او د پښتنو سره ظلم ښه معلوم او تري خبر دي خداي ج د ددوي ژبي ګونګي كړي