د نڅا او د موسيقي د يو مست محفل څخه را روان وم.کرۍ شپه مي د سرود او د آهنګ په غېږي کي تېره کړې
وه. .په ذهن کي مي اوس هم هغه تالونه راګرزېدل .قدمونه مي اوس هم د غزلو د نشې د اغېزي څخه کاږه کاږه کېدل .ګاهي به داسي ډوب سوم جي پر ژبه به مي د شپې نغمې راتلې او بې اختياره به مي په بې خودۍ کي په لوړږغ زمزمه کولې او ګاهي به په ټوپو کېدم . دا پراخه سړک ما ته او زما مستۍ ته ډير تنګ معلومېدی .
څومره ښه محفل و،او ډير خلک راغلي وه هر څوک راتلاي سوای د چا بر راتګ هيڅ رقم بنديز نه و.
هره څېره خوشحاله وه ،مسکا وه ،خندا وه.
مطرب په ّسرونو کي ډوب ، سندرغاړی دطرزونو کي ورک.
خلک د لاسونو په پړکا په دادونو کي ورک.
د هر چا د طبيعت سندري وې
څوک ورته په نڅا ، چا څوڼي ورته غورځولې نور بيا په کونج کي ناست پر فرش يې پښې ورته ټکولې .
اتنوڼه وه ، رقصونه وه خنداوي وې.
محفل تود ، ملګري ګرم.
دا شپه ځنګه تېره سوه ګردسره په پوه نه سوم، د خوشحالۍ عمر همېشه ولي داسي لنډ وي؟
لا د شپې تر سحر نه وم را وتلی جي اذان مي تر غوږ سو ، سهار سو!
خوله مي بنده کړل، ښونډانو مي نغمې جواب کړې، قدمونه مي سيده کړل، فکرونه مي د ذهن څخه را ويستل او ګامونه مي د کور پر لور چټک کړل.
اوس نو د څلورو خواوو څخه د اذان اوازونه راتله.
هر اواز تر بل تېره هر دعوت تر بل بې وزنه!
خپل د کور کوڅې ته را ورسېدم، زموږ د کوڅې په خوله کي هم مسجد دی او اذان يې زما د رسېدلو سره سم پای ته ورسېدی.
د مسجد و دروازې ته نيژدې ګورم يو سپين ږيری بابا ګوډګوډ پر لکړه د مسجد و خوا ته را روان دی.
ماته نه پوهيږم ددې بابا تيز رفتار څونه خوند را کړ چي عليعده ورته ودرېدم چي ويې وينم څوک دی او د اذان سره سم څنګه ژرژر راغی.د مسجد پر ديوال نسب ګروپ په رڼا کي مي دده نوراني څېره وليدل. سپينه ږيره ، سره ښونډان تر صاف کړي برېتو لاندي نمايان ،توري غټي غټي سترګي،په بل لاس کي يې سپين دسمال او سرې تسبيح، سپينه رخچينه پر سر او سپين کالي اغوستی داسي معلومېدی لکه خضر چي الله زما هدايت ته را لېږلی وي. ياغي ککرۍ ته مي پس له ډېره وخته د سجدې د نشې تلوسه راپورته سوه.
بابا دروازې ته راورسېدی، زه هم ور مخ ته سوم …
دروازه بنده وه!!!
ما بابا ته او بابا ماته وکتل.
؛څو بجې دي زويه؟؛ بابا راڅخه وپوښتل.
ما لاس را پورته کړ و ساعت ته د کتلو وروسته مي ورته وويل، ؛بابا پنځه بجې دي.؛
؛ددي مسجد اذان دا اوس و نه سو؟؛با با بله پوښتنه وکړه.
؛هو ! دا اوس خلاس سو؛ما جواب ورکړ.
بابا چوپ سو زما څخه يې مخ واړوی لږ مخ ته ولاړ د لکړي په تکيه ددروازې ومخ ته کښېنستی لکړه يې پر دروازه تکيه کړه.
سر يې کښته کړاو تسبيح باندي يې ذکر شروغ کړاو زه د با با تر څنګ ولاړبندي دروازې ته مي کتل .
فکر مي کاوه، د ځان څخه مي سوالونه کول.
د مسجد دروازې ولي بنديږی؟
الله هم د ډاکټر په څېر خلکو ته وخت ورکوي؟
ستا کورته فقط پنڅه وخته راتلای سو؟ بل وخت نه؟
ستا د کور دروازې هم د شته منو د کورو په څېر پر ژوند څپلو انسانانو بندي وي؟
دا خلکو چي دروازې بندي کړې دا څوک دي؟
دا دروازې بايد خلاسي وای…ستا د کوره خو به څوک غلا هم نه کوي؟
که يې وکړي څه به يوسي ؟ ستا کلام؟
دا غلا به څومره سپېڅلې غلا وي…
کور ستا دی… اجازه يې د بل په لاس کي ده؟
يا هم ستا کور دوی اجاره کړی دی؟
دا سړي چي اوس راوبللو عبادت ته خپله ځه سو؟
دوی څوک دي چي ستا رحمتو ته يې قولفونه وراچولي؟
دوی هم لکه موږ ستا کور ته ستا د رحمت په لټه وه راغلي خو نن يې دا کور د خان کړ!
ستا کور او بندي دروازې…
ددواړو محفلو په فکر کي وم…يو خوا هغه محفل چي هر څوک ورته راتله …بنده دروازه نه وه…او دلته يو سړی هغه ته هم بنده دروازه..
زه څم …
کله چي دخپل کور کوربه خپله سوې دروازه خلاسه که تر سهاره هره شپه ستا په عشق کي زه ستا سره تېروم …ستا و در ته زه راځم!!!