نزارقباني یودیپلومات او عربي شاعرد ی. په ۱۹۲۳ میلادي کال په دمشق(سوریا) کې یې دقباني په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې اوپه دمشق کې یې خپلې لومړنۍ زده کړې ترسره کړي ،په ۱۹۴۵ میلادې کال یې دسورېې پوهنتون د حقوقو له پوهنځې څخه د فارغت سند ترلاسه کړ.
نزارقبانې دخپلې زوکړې اوزدکړې په اړه وایې : په ۱۹۲۳ کال د مارچ میاشت کې په یو لوي کورکې وزیږدم ، ډیرګلونه اواوبه یې لرلې دا نود دمشق له زړوکورونونه وو، پلارمې توفیق القباني نومیږي، په خپل کلې کې سوداګروو، په وطنې خوځښت کې یې کارکاوو خپل مال اوژوند یې ورته وقف کړی ووپلارمې دیوځانګړې احساس څښتن ووشعراو هرډول ښکلایې خوښه وه هنرې حس یې له خپل تره ابی خلیل القبانې نه چې پياوړې شاعر اوممثل وو زده کړ.
زما ماشومتوب له نورونه په دې جلاووچې ما به همیشه شیان راسپړل او بیرته به مې دهغه ټولې برخې سره نښلولې، دلوبوښکلې شیان به مې ماتول ترڅویوښکلې مجهول ته ورسیږم دژوند په پیل کې مې رسامۍ ته لاس واچود پنځه کلنې نه تردولس کلنې پورې درنګونوپه سمندرکې ډوب ووم ،په ځمکه ، دیوال او هرڅه چې به مې لاس ته راتله په رنګونوبه مې رنګول چې نوې شکلونه راپیدا کړم له هغې وروسته مې موسیقۍ ته مخه کړه خو ثانوي زده کړومې د دغه هیلې مخه ونیوله .
نزارقبانې له پوهنتون نه وروسته په دبیلوماسۍ برخه کې په کارلاس پورې کړ چې په قاهرې، انقرې ، لندن ، مدرید ، پکینګ ، اولندن کې یې دندې ترسره کړې. نوموړې ۴۱ شعرې ټولګې لرې:
ماته غنمرنګې وویل،۱۹۴۴ز
-ته زما يې،۱۹۵۰.ز.
-شعرونه،۱۹۵۶.ز.
-زما مينې،۱۹۶۱.ز.
په توروانځورونه۱۹۶۶
-ديوې …ښځې يادداښتونه،۱۹۶۸.ژ.
-وحشي وزمه شعرونه،۱۹۷۰.ز.
-مينه،۱۹۷۰.ز.
-سل مينه ناك ليكونه،۱۹۷۰.ز.
-قانون ماتوونكي شعرونه،۱۹۷۲.ز.
-راته ګرانه،راته ګرانه،۱۹۷۸.ز.
-ښځينه بيروت له مينې سره،۱۹۷۸.ز.
-شهادت وايمه چې له تانه پرته بله ښځه نه شته،۱۹۷۹.ز.
-دښځو تاريخ دا ډول ګڼم،۱۹۸۱.ز.
– دمينانو قاموس،۱۹۸۱.ز.
-دبلقيس شعرونه،۱۹۸۲.ز.(بلقيس د شاعر مېرمنه وه)
_مجنون وزمه شعرونه،۱۹۸۳.ز.
-مينه د سره څراغ په وړاندې نه درېږي،۱۹۸۵.ز.
-مينه به همداسې زما سرلارې وي،۱۹۸۷.ز.
-محرمانه پاڼې…،۱۹۸۸.ز.
-زه يو نارينه او ته د ښځو يوه قبيله،۱۹۹۳.ز.
-پنځوس كاله دښځو په ستاينه كې،۱۹۹۴.ز.
او نور.
ديادونې وړ ده چې دغه د مينې شاعر، دشعر ترڅنګه نثر هم ليكلى دى:
-شعر زرغون څراغ دى.
-زما د شعر كيسه.
-شعر څه شى دى؟
-كلمات هم له تربګنۍ نه بې خبره نه دي.
-يو څه له نثره.
-زما له نا آشنا پاڼو نه.
لومړۍ شعرې ټولګه یې چې (ماته غنمرنګې وویل) ترسرلیک لاندې وه په ۱۹۴۴ میلادې له چا په راووته .
نذار قباني په لومړي سرکې د کلاسیک شعر په لیکولو پیل وکړ وروسته یې دعربی نوي شعر په وده او پرمختګ کې مهم رول ولوبوو،څلورلومړنۍ دیوانونه یې ټول رومانټیک نظمونه وو خو په ۱۹۵۶ میلادې کال یې ( دنزارقباني قصیدې) ترسرلیک لاندې دیوان د نوموړې په شعرکې دتحول لومړی ټکی وود شینلی خشخا ش او سپوږمۍ قصیدې یې دعربي ټولنې لخوا ترسختې نیوکې لاندې راغلې اودهغه پروړاندې یې سخت غبرګونونه راپورته کړل، ان تردې چې دینې خلکو یې له سورې څخه دشړولوغوښتنه وکړه هغه دیوقوي سیاسي نیوکې لاندې هغه مهال راغی چې په ۱۹۶۷ میلادې کال یې داسرایلوپه لاس دعربو ماته په خپلوشعرونوکې وغندله
دنزار یوې خور خپل ځان له دې امله ووژه چې خپلې مینې ته ونه رسیده دکورنۍ لخوا دهغه چاسره په واده مجبوره شوه چې ددې خوښ نه وو دنزار دخوردغه ځان وژنې دنزار په ژوند ډیرسخته ناوړه اغیزه وکړه او هوډیې وکړه چې دهغه ټولوشیانو پروړاندې به کلکه مبارزه وکړي چې دخور دوژنې لامل شوې یې وو له هغه نه چې کله پوښتنه وشوه چې ته یوانتقام اخستونکی یې نو وی ویل: په عربي ټولنه کې مینه بندۍ ده زه یې ازادوم ، غواړم په خپل شعرعربی بدن او حس ازاد کړم ، زمو ږ په ټولنه کې دسړي اومیرمن ترمنځ اړیکي ناسم دي.
نزاردوه ودونه وکړل لومړی واده یې د تره لور زهرا افیق سره وکړه او له هغې نه یې دوه اولادونه یوه لوراویوځوی پیدا شول او دوهمه میرمن یې عراقۍ بلقیس الروای نومیده، له هغې نه یې هم دوه اولادونه عمراوزینب پیداشول توفیق ځوی یې دزړه له ناروغۍ څخه په اولس کلنې کې مړشو چې مرګ یې دنزارلپاره سخته صدمه وه او په یوقصیده کې یې دخپل ځوی مرثیه هم ولیکله . په ۱۹۸۲ میلادې کال یې میرمن په بیروت کې په عراق سفارت باندې دیوچاودنې په ترڅ کې ووژل شوه دغه مړینې دشاعر په نفسیاتو ډیربد اغیزوکړ اوپه یوه مشهوره قصیده کې یې چې د بلقیس ترسرلیک لاندې وه خپلې اوښکې تویې کړې په نزاربلقیس ډیره ګرانه وه
نزاروایې : بلقیس یوه لویه خزانه وه نا څاپې مې ومونده ، کله چې مې په ۱۹۶۲ میلادې کال په بغداد کې یوه مشاعره کې ګډون وکړ زما دغه کیسه لکه دټولوعربي ښارونو دمینې دکیسې په څیر وه چې همیشه به پرې د(نا ) مهر لګیدلی وو.
زما دشعر پرتاریخ باندې یوپیاوړې اعتراض وو، زما غزلیزې شعرې ټولګې وثیقې وې چې مشهورې یې (دبلقیس کورنۍ زما پروړاندې ده) نومیدې .
عربي قبیلې لکه څنګه چې مالومه ده هغه شاعرته خپلې لوڼه نه ورکوي چې ددغې قبیلې کومه نجلۍ یې دخپل شعرناوې جوړه کړې وي ، کله چې زه دخپلې قضیې په اړه د قبیلې مشرته د قنا عت ورکولو نه ناهیلی شوم ..الوتکې ته وختم او اسپانیه ته ولاړم چیرته چې درې کاله مې دیپلوماسي وکړه ددغه درې اوږدو کلونو په موده کې به مې بلقیس ته لیکنې استولې او هغې به ماته .. دلیکنوځوابونه راستو ل سره له دې چې د قبیلې لخوا ډاګې څارل کیده .
نزار همداسې وو کله چې ۱۹۶۹ میلادې کال راورسیده نونزار وایې (( په دغه کال بغداد دمربد په مهرجان کې دګډون رسمې بلنه راکړل شوه … هلته مې ترټولو خوږه قصیده وړاندې کړله ددغې قصیدې اتله ( بلقیس الراوی ) وه
عراقه ستړی مه شي راغلمه
راغلم چې ووایم سندرې درته
ځینې سندرې مې ژړاوې دي اوساندې دي
دزړګي غوښې مې خفګان وخوړې
اوپاتې یې ښځویوې پربلې باندې وویشلې
له دغې قصیدې وروسته چې ټول بغدا د یې وخوځو، دولت او عراقي ولس پرې زړه وخوږیده اودبعث ګوند مشرانو دنزارلپاره دبلقیس په کورنۍ جرګه شول ، په دغه جرګه کې چې د بلقیس کورته (اعظمیه کلي ) ته لاړل دځوانانووزیراستاذ شفیق الکمالي او دبهرنیوچارووزیر استا ذشاذل طاقه وو .
نزارپه ۱۹۶۹ میلادې کال بغداد ته په داسې حال کې لاړچې یوشعرواوروي… خو له هغې خوایې له ځان سره یوه عراقي خرما راوړه دبلقیس سره نزاراحساس کړه چې دخپلې مورپه غیږه کې ژوند کوي ، بلقیس هم داحس کړه چې نزار لکه دډیرونورونارینوپه څیرداسې یوې میرمن ته اړتیا لري چې په لومړۍ درجه موراو له هغې وروسته میرمن وي بلقیس د نزارسره لکه دما شوم چلند کوو.
نزار خپلې بلقیس ته له لسو کلونو وروسته وایې
زه ګواهي ورکوم
چې دعشق لوبه کې
دتا غوندې ماهر ه ښځه بله نشته
داسې میرمن چې یې په سرباندې
زما ټول حماقت اخستی
زما نوکان یې لنډ کړل
او کتابچې یې راته جوړې کړلي
دماشومانو بڼ ته یوړلمه
هو مګر ته یې
ګرانې په جاریې وایم
بله مې داسې ښځه ونه مونده
چې دماشوم په دود یې
ما سره تعامل کړی وي
هو مګر ته یې ګرانې
یوځلې بیا وایمه
داسې ښځه نشته نشته
چې یې زما دا ماشومتوب
ان ترپنځوسو کلو وغزوو
هو مګر ته یې ګرانې
ددغې قصیدې دلیکلوپروخت د نزارعمر شبږپنځوس کاله وو نزارپه ډیره ارامۍ اودخوندیتوب په فضا کې لکه دماشوم ژوند کوو، چې په ۱۹۷۶ میلادي کال یې مورمړه شوه دنزار وجدان ولړزیده او همغه وه چې (( مورته مې پنځه لیکونه )) ترسرلیک لاندې یو قصیده ولیکله هغه به چې کله په خپل دیپلوماسي کارپسې له هیواده مسافرشو دهغې حال به یې مخ ته ودرید.
لامې تراوسه پورې
داسې ښځه ونه موند ه
چې زما دغه جړ ویښتان ګمنځ کړي
اوماته په خپله برڅکۍ کې
دخوږوناوي راوړي
او چې بربنډ شمه نو پټ مې کاندي
زما مورجانې زه هغه هلک یم
چې سمندروکې لامبووهي
اولا تراوسه یې په خوا خاطرکې
د خوږوناوي ګرځي
څنګه ……مورجانې …..څنګه
پلارشومه …پلار. خوولې لوي نه شومه
لږکلونه لانه وو تیرشوي چې په ۱۵/۱۲/۱۹۸۱ نزاریوه بله صدمه ولیده دویمه موراو میرمن یې بلقیس الراوي په بیروت کې د عراق په سفارت باندې دیوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شوه او د وخت با دونویې دغه وروستنۍ ګل هم لاسه ورژوو نزارقبانې دغه شیبې داسې یادوي( زه دسرې کوڅې ترڅنګ په خپل دفتر کې ناست ووم چې یوې زورورې چاودنې زما رګ رګ ولړزوو ، نه پوهیږم چې څه به مې ویلې وو: یا ساتریا رب… وروسته خبرراغی چې دعراق سفارت په نښه شوی وو.. نا څاپه مې له خولې ووتل بلقیس لاړه …… دکلیموبڅرکې مې لا په وجود کې دي…. احساس مې کړه چې بلقیس به د تل لپاره د ژوند سره خدای په اماني وکړي ، ما به په بیروت کې پریږدي او زما چاپیره به یې نښې نښانې هم پا تې وي ، بلقیس زما دژوند برخه وه توان مې وو، مینه مې وه او قلمونه مې وو.
نزارقبانې دخپلې میرمن بلقیس له مرګ څخه وروسته بیروت پریښود پاریس او جنیف ته لاړ هلته هم پاتې نه شو او له هغه ځای نه لندن ته وکوچید دژوند وروستنۍ پنځلس کلونه یې هم دلته تیرکړل له لندنه به یې شعرونه لیکل هغه دښځې شاعرپه نوم ونومول شو ځینولیکوالانو اوشاعرانو دکینې له مخې په هغه دزندیق تورولګوو
د ۱۹۹۸ کال داپریل په دیرشمه د ۷۵ کلونو په عمر له دې نړې نه سترګې پټې کړي
دنزارقباني دشعرځانګړنې
نزار قبانې په شعرونوکې روانښت ترهرڅه زیات لیدل کیږي که څوک دنزارقباني شعرونه په ټوله مانا ولولې دې پا یلې ته رسیږې چې هغه د کلمې پا چا وو هغه په لفظونواوکلیموداسې حکومت کاووچې ډیرې کره کتونکې یې ګوته په غاښ کړي وو دهغه په په ادبی قاموس کې نا مونسه کلیمه وجود نلرې هغه چې دشعر د لایتناهې سمندرپه تل کې په تیږو دخپل هنرلاس تیرکړی له هغې وروسته چا دافکر نه دی کړی چې دادې یو ه تیږه وي هغه لکه دشا تومچې له کوکناره اوزهر بوټې هم شا ت ویستلې دي هغه د عربي جزیرې په شا ړو میروپه خپل جادوې اومعجزنظر د خرما ځنګلونه راشنه کړي دي که یې غوښتلي وی چې دفرا ت سیند وچ کړي نو کولای شول هغه شعر دومره ساده او اسان کړچې نا لوستې یې هم دخپل هنر دجادولاندې راوستول او دغه قیمتې ملغلره یې د هر غریب اونادرکورته په ډیره اسانۍ ورسوله نوې استعارې نوې ترکیبونه ، نوې تشبیهات یې رامنځ ته کړل هغه کلیمې چې تراوسه چا د شعر جامۍ نه وې وراغوستې نزارلکه دناوې ښکلې کړي د هغه په ماناوکې دومر زور اوقوت پروت دی چې دهر تورې جامې به یې واغوسې کټ مټ به یې دځان په څیراړو.
نزاردکره کتونکو له نظره
استاذ جان وایې ( نزاریو استثنایی شاعردی په نوي ابجدې تورو یې شاعرې پیل کړه شعر یې له مندر نه کوڅوته راویست او په خلکویې لکه دګرمې ډوډې وویشه )
استاذ جان زیاتوي ( نزارپه کره کتونکو باورنلره او هغه یې پرادب متطفلین ګڼل
استاذ کسان دنزارپه اړه وایې ( هغه یومتفرد انسان وو متفرد شاعر وو عربي وطنپال او قومي شخص وو)
دکتورخلیل الموسی وایې ( نزاریواځینی شاعردی چې دشعر نه پرته له بلې لارې شهرت ته نه دی رسیدلی … هغه یوانځورګرشاعردی چې په شیانوځغلند نه تیریږي دغه انځورلټ په لټ اړوي چې قصیده ترې جوړه کړي) دکتورالموسی د نزارقباني شعرې معجم دښکلا په اړه وایې: نزار دژبې په کرونده او مفرداتو ازاد وو هغه یو کلاسیک شاعرنه دی چې مفردات او کلیمې یې له یوه پټې نه راټولې کړي وي هغه دسوریې له شعرې معجمونوڅخه په عامه توګه او د دمشق له شعري معجمونو څخه په ځانګړې توګه جلادي هغه ځینې داسې عامي کلیمې او ډیرمفردات په خپل شعرکې وکارول چې موږ اوریدلې هم نه وو اونه یې پیژنوو.
دښکلا او جوړښت له پلوه دکتورخلیل وایې : دنزارقصیدې یواځې موضوع نه ده هغه دژبې قصیده ده هغه داسې شاعردی چې په کلیمورسمونه کاږي او په په ژبه لوبې کوي دهغه دشعرې اهنګ په اړه وایې هغه په خپلو قصیدوکې تنو ع راوست او هغه اهنګونه یې پکې ځای کړل چې سندروته نیږدې وودبیا ن اووضوح له پلوه نزار قبانې د رمزونو ترشا نه پټیده هرڅه یې په مستقیمه توګه وړاندې کول د هغه شعر سهل ممتنع شعروو هغه دچا تقلید نه کاوو ترپایه دمشقي پاتې شو .
نوربيا