کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / طالبانو ته دیوه ماشوم خبره او د لوړ پوړي طالب چاراوکي غبرګون

طالبانو ته دیوه ماشوم خبره او د لوړ پوړي طالب چاراوکي غبرګون

طالبانو ته  دیوه ماشوم خبره 


دطالبانو دنظام دړنګېدو وروسته داسي هیلي وټوکېدلې چي په ترڅ کي به یې هر وګړي داهیله درلوده چي په څو کلونو کي به د دې جوګه وي چي  خپل تحصیل وکړي ، او دهمدې تحصیل لامله خپل ژوندانه ته ځلاندي شېبې ولټوي .


خو هرڅه بل ډول سول ، نه ښوونځی پاته سو، او نه هم هغه علاقه مندي چي انسان دي ودې ته تشویق کړي ترڅو خپل تحصیل په یوه سیمه کي که هغه ښوونځی وي ، او یا هم کوم بل دمعارف څانګه …
په دې اوه کلونو کي دپښتنو په اړوندسیمو کي ډېر ښوونځي ، ښوونکي او ښوونیز نظام له منځه وړل سوی او لا هم اخته دي چي داډېوې مړې کړي او خپل د ظلم ، دهشت ، او تاریکۍ نظام خپور کړي .
دیوې بحرنۍ ټلویزني شبکې خبریالي تېر کال د وردګو په ولایت کي دطالبانو دسیمه ایز مشر  (ابو طاحه ) او دهغه دجنګیالو سره اوږدې مرکې کړي وې ، چي په ترڅ کي یې ددوی ترتسلط لاندي سیمو کي هغه ښوونځي هم دکمرې پر مخ راوستي ، چي ښوونکي خپل زده کوونکو ته په درسونو بوخت وي ، دادطالبانو دنظام دوخت دنصاب سره هم ډېر توپیر درلود، داځکه چي په دې ښوونځیو کي انګریزي او نور ساینسي مضامین تدریسېدل .


نوموړي طالب مشر په ډېر ټینګار سره ویل ، چي موږ هیڅکله ښوونځي نه سوځوو، او نه هم دا زموږ سره ښايي .


خو هرکله چي کوم ښوونځی د اور ګوله سوی، ډېر ژر افغان دولت  ( دآمریکايانو په لاس جوړ دولت ) پړه یې دهیواد په دښمنانو اچولې، چي مقصد یې ترډېره طالب جنګیالي وي .
دوې ورځي وړاندي یو بل ښوونځی دلوی کندهار په مرکز کي داور ګوله سو، او ټول کتابونه او درسي مواد یې ایرې سوې .


دیادسوي ولایت معارف رئیس په ډاډه توګه وویل چي په دې کار کي د بحرنیو هیوادونه لاس دئ ، چي و ټولو ته څرګند دي ، او نوموړی دطالبانو لاس لرل په داسو پېښو کي ردوي .
عجبه خبره ده ، مرکزي دولت (کابل ) وايي دادطالبانو کار دئ ،  او دهغوی یو استازی بیا وايي، چي دادبحرنیوکړیو کار دئ .


خو په اصل کي خبره بیرته هم پورتنۍ کرښو ته رسي ، چي دطالبانو په کرښو کي داسي اشخاص به خورا لږ وي ، چي داغلط فکر په مغزو کي ولري ، او ددې وطن د بچیانو راتلونکي سره دومره لویه لوبه وکړي  او دتاریکۍ و کندي ته دي واچوي .
ددې کار ترشا پاکستان او ددې سره سم ددې وطن ډېر پخوانی دښمن ایران په دې کوشش کي دي ، چي ددې سیمي پښتانه له هر لحاظ نه ونړۍ ته ذلیل مالوم کړي ، دجنوبي سیمو پښتانه نه یوازي چي نړیوالو او ګاوندیو پري ظلمونه وکړل، بلکي دهمدې سیمي کي لوی سوي مشرانو لا دوګه ورسره کړې ، چي لویه بېلګه یې دتېري اونۍ وهل ټکول وه .


بلي نړۍ کي پوهي او دپوهي خاوندانو ته سرټیټیږي ،خپل ځان ته ځانګړی احترام ورته کوي ، خو په جنوبي افغانستان کي په ځانګړې توګه لوی کندهار کي بیا هرڅه بل ډول وي …


زه په خپله د هغه طالبانو څخه هیله لرم، چي نور ددې وطن ودښمنانو ته ددې زمینه نه برابروي ، چي یو مو وژني ، بل مو سرراپرې کوي ، او بل موږ ګوانتانامو او بګر ام اډو ته ستنوي .
اوس ددې سیمو دبچیانو برخلیک دهمدې ستاسو په لاسونو کي دئ ، تاسو یاست چي ددې ناوړه کار مخه نیولی سئ



که دالیکنه هر یو ښاغلی مجاهد او یوسف احمدي لولي ، هیله کوم چي ځواب یې راکړي . 
 


یارمل – یوسفزی




محترم یوسفزی یارمل صاحب



السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته



ورورجانه ددی په خاطرچی موضوع ښه درته روښانه شی نودادی زه دخپل درانه مشرمحترم ملا برادر اخندهغه مرکه چی په یوه برخه کې یې ستا پورته پوښتنی ته هم ځواب ویلې ستا په وړاندی ږدم هیله ده چی په لوستوبه یې ډاډه شی .



والسلام


وروردی قاری محمد یوسف احمدی
داسلامی امارت ویاند


 


داسلامي امارت له نائب محترم ملا برادر اخند سره د  څرک   ځانګړې مرکه :


 زمونږ دمسلمان ملت بې درېغه قربانيو مغرور يرغلګرد ډېرو ترخو حقايقومنلوته اړکړل


موږ که مکتب سوځولائ نو اوس به په هيواد کښي لس فيصده مکاتب هم نه وائ پاته


 


 


پوښتنه : تعليم اوتربيه چې هم ديني اصل دئ اوهم دُنيوي اوبشري اړتيا، په اسلامي امارت اعتراض دادئ چې چندانې توجه نه ورته لري ، دکابل اداره وايي چې ښونځي طالبان سوځوي، ايادغه تورونه ترڅومره سم دي ، اسلامي امارت په خپلواوسنيوتشکيلاتواوپاليسيوکښي دغې برخې ته ځاى  اوپاملرنه لري؟

ځواب : موږدخپل وس په اندازه داسلامی امارت دواکمنۍ په مهال هم تعلیم ته توجه کړی وه اواوس هم داسلامی امارت په تشکیلاتو کې دتعلیم اوتربیې دپاره ځانګړی کمیسیون لرواوکوښښ کووچی دخپل توان په اندازه په دی برخه کی خپل بی وزلی ملت ته خدمت وکړواودمکاتبودسوزلوپه باب باید ووایم چی دښمن په موږپسی خورازیات تبلیغات کوی خوملت اوس پوه دی اوزموږکړه وړه ورمعلوم دی نوریې په تبلیغاتونسی خطاایستلائ موږکه مکتب سوزولائ نواوس به په هیوادکی لس فیصده مکاتب هم نه وائ پاته دشمنان ډیرځله په اطرافوکی له ویری څخه دمکاتبو په پخوتعمیراتوکی امنیتی پوستی ،نظامی قرارګاوی اوحتی ولسوالۍ جوړی کړی چی بیا دغه پوستی یاولسوالۍ په جنګ کی فتحه یاتخریب شی نودوی بیااعلان وکړی چی طالبانو مکتب تخریب کړی داهغه حقیقت دی چی ولس یې په سترګووینی  .



ددې مرکې تفصيلي بڼه په الاماره ويبپاڼه کي لوستلائ سئ .

تبصره نسته

  1. زمونږ دمسلمان ملت بې درېغه قربانيو مغرور يرغلګرد ډېرو ترخو حقايقومنلوته
    اړکړل
    موږ که مکتب سوځولاى نو اوس به په هيواد کې لس فيصده مکاتب هم نه واى
    پاته

    ډیره د خنداه خبره ده یاره چی دوی داسی وایی چی که موږ مکتبونه سوځولای نو لس
    فیصده به هم نه و پاته !!!!!!!!!!!!!!!
    نو که چیری زه داسی پوښتنه ځنی وکړم چی
    ته(قاری صاحب) اوس هغه ځای را په ډاګه کړه چه ستاسو تر منګولو دی لاندی وی خو مګر
    مکتب پکښی ده
    زه د قیامت په ورځ د الله جل جلا له مخ کی دا شاهدی ورکوم چه زموږ
    په کلی کی هغه طالبان چی موږ ټول یی پیژنو او ددغه ځای اوسیدونکی دی هغوی امر وکړ
    چه نور به مکتب دلته نه وی او ګه هر څوک ورغلی (زده کوونکی /ښوونکی) نو هغه ددوی یو
    تکیه کلام دی چه وایی بیا حق د شکایت نه لری او هم بس دا و چی له هغی ورځی څخه زموږ
    د کلیو هلکان له زده کړی څخه پر مختګ وکړی او اوس په کلی کی ټوله ورځ مسخری کوی او
    یا هم ټوله ورځ ساعت تیری کوی او دا هم د دغه محترم قاری صاحب د ډلی خلک و
    (طالبان)دلاس برکت و. خدای دی دوی ژوندی لری چی همیشه یی زموږ خوار ولس ته داسی ور
    په برخه کړی دی او هم دا لړی روانه ده ………………………….
    نو اوس
    دا زما له کیسی چی هر څوک فکر وګړی نو دا به ورته په ډاګه شی چی قاری صاحب
    ؟؟؟؟؟
    ۱:- تاسی به له دوو حالاتو څخه خالی نه یاست یا به درواغ
    وایاست؟؟؟؟؟؟
    ۲:- یابه هم په تاسو کی ډیری ټولۍ یا فرقی وی نو هغه خو هم تاسو
    وایاست چی په افغانستان کی ټول طالبان د یوه مشر چه ملامحمدعمراخند دی تر امر لاندی
    کار کوی.
    نو خو هم دی درواغ وویل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اوحال دا چی طالبان خو درواغ نه
    وایی !!!!!

    قاری صاحب !!!!
    نور سوال او عاجزی موږ ټول افغانان په خاصه توګه پښتانه درته
    کوو چه د خدای په لحاظ دغه زموږ خوار او سپیره ماشومان( چه پر مخ یی سپیری خاوری
    پرتی وی او خیرنی جامی یی په غاړه وی او لاس او پښی یی د خیرو له لاسه تک تور
    وی
    او همدا بی ناموسان(خارجیان میلمانه او پر کوربه غوښتلی میلمانه)یی عکسونه
    نړی ته د ننداری دپاره وړاندی کوی)
    مه کوۍ !!!!!!!!!!!
    قاری صاحب نور خدای ته
    وګورۍ او لمن درته نیسو نور دنوموړو پښتنوماشومانو راتلونکی ته یو څه پام خو
    وکړۍ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    اخر دی پښتون څه ګناه کړی ده چه هره بدبختی دده په نصیب او قسمت
    کی لیکل شویده؟؟






    New Page 1

     طالب جانه خبره واوره

    دنړې پرمخ د اوسنې شته ملتونو په کتار کښې هغه ملتونو او قومونو د ژوند اعلې
    مقام حاصل کړې دې چې تارېخ ېې ځلانده اوله ملې قربانېو او سرښندنو ډک وې .
    له بده مرغه افغانان داسې حالت لرې چې تارېخ ېې که هرڅومره شانداره دې ولې اوسنې
    حالت ېې ډېر د فکر وړ او راتلونکې ېې نامعلوم دې .
    د نامردو او نامرادو ملتونو خاصېت داوې چې تل ېې د نورو تر چړې لاندې د ژوند ساه
    اخستې وې او دهغوې په ابجدو کښې دقربانې او سرښندنې لفظ ځاې نلرې ، تل ېې بل ته
    سترګې نېولې وې ، قامې وحدت ېې پاره پاره او هره برخه ېې ځانته بادار لرې .
    نن موږ تر هرڅه زېات پخپلو منځو کښې اتفاق ته زېاته اړتېا لرو .
    له موږ نه مقصد طالب او قام پرسته (وطن دوست قوتونه ) دې .
    افغانان نن که هرڅومره د وطن دوستې او قام پرستې له مېنې سرشاره دې ولې ددېن دشمنې
    او د شرېعت مخالفت ورته ېو نه منونکې کار برېښې .
    همدارنګه هېڅ کس دطالب او شرېعت دمخالفت تصور نشې کولاې ولې د هېواد دښمنې په قېمت
    داخبرې ورته د بل چا دسېسه ښکارې .
    زموږ اتفاق ددې دواړه اقدارو پر ساتنه او حفاظت ممکن دې . قام پرست له طالب سره
    مخالفت کولې شې ، له هغوې سره د بحث حق درلودلاې شې چې شرېعت داسې او داسې نه دې ،
    ولې دې ته قام پرستې نشې وېلاې چې د مخالفت پرځاې طالب دښمنې اختېار کړې او ېا د
    طالب له وېرې او ضده دې قام پرست دخپل تارېخې غلېم او دښمن پنجابې (پاکستانې ادارې)
    او ېا امپرېالېزم (امرېکې او ناټو) وغېږې ته ځان وغورځوې او دهغوې پناه واخلې .

    طالب زموږ سکنې ورور دې که ټول افغان او پښتون ندې ولې د طالبانو مشرتوب ټول د
    افغان او پښتون پلاس کښې دې .
    له هغه سره اختلاف کېداې شې ولې دشمنې ورسره کول هېڅ جواز نلرې اختلاف هم ېواځې
    زبانې او علمې پکار دې .
    همدا ډول طالب جان ته پکار دې چې د خپلې جګړې موخې او اهداف وټاکې ، باېد د امرېکې
    او پنجابې توپېر ونه کړې دواړه زموږ تارېخې دښمنان دې .
    دا هغه ځواکونه دې چې زموږ خاوره ېې اشغال کړې ده ازادې ېواځې دامرېکاېې قواوو وتلو
    ته نه واېې ازادې دې ته واېې چې احمدشاهې افغانستان د هرډول غلېم له تسلط خلاص کړل
    شې هغه که د امرېکې په شکل کښې وې او ېا که دپاکستان په شکل کښې .
    دوې باېد خپلو دې دعوو کښې صداقت راولې ، چې په افغانستان کښې طالب د امرېکې تر
    تسلط لاندې د شرېعت تصور ناممکن ګڼې ولې د لر افغانستان د سوات او وزېرستان طالب
    بېا ځان پاکستانې بولې ېواځې شرېعت غواړې هغه که د پاکستان جنډه دده په پټکې کې
    ټومبلې وې هم څه پروا نشته .

    دوې څرنګه کولاې شې چې دخپلې تارېخې افغانې خاورې د بشپړې ازادې پرته دې دشرېعت
    نفاذ ممکن وګڼې . طالب به پدې فکر کښې وې چې دېن او شرېعت د ټول انسانېت لپاره دې ،
    دا خبره درسته ده خو اول ېې سړې په ځان (وطن) کښې راولې بېا ېې پر نورو دنفاذ فکر
    کوې دبشپړشرېعت لپاره خپل ازاد وطن درلودل ېولازمې امر دې .
    که ددوې فکر داوې چې له پاکستان نه دخپلواکې د اخستلو غګ ځکه نه کوو چې بېا به د
    پاکستان د نورو برخو د ملګرو همدردې او کمک پاې ته ورسې او خلک به واېې چې دا
    دشرېعت جګړه نده نو درنو طالب ملګرو دا بروسه لومړې ته له خپل قومه (پښتون افغان)
    تر لاسه کولاې شې . چې خپل قام ستا ننګه ونه کړې او ټوله نړې دې کومک ته راشې نو ته
    نشې کامېابېدلې او همدارنګه چې کله ته دخپل اولس او افغان ملت همکارې ترلاسه کړې نو
    بېا ددنېا هېڅ قوت تاته ماته نشې درکولاې .
    د پنجابې او ېا بل پاکستانې د بدګمانې پروا مه کوه هغوې به اخر له شرېعت سره ستا
    خلوص ته تسلېمېږې ، ولې لومړې ته د شرېعت سره سره د خپل وطن له وحدت او ازادې سره
    خلوص ښکاره کړه .
    نن چې د مذهبې قوتونو او قوم پرستو د اتحاد څومره ضرورت دې داسې بل وخت کله هم نوو.
    هغه اتفاق هم ذهنې او هم عملې پکار دې کله چې دا کار وشې بېا ددنېا ېو قوت زموږ
    لورې ته کاږه نشې کتلاې .
    دا هسې دعوا نده بلکه عملا هم ممکن کېدلاې شې ، هغه داسې چې پرخپله تارېخې جغرافېه
    پروت افغان له واخانه تربولانه ، دسوې له مېدانو ته اټک او مېاوالې پورې ،پروت
    افغان ته دا دوه تارېخې ارمانونه په مېراث پاتې شوې دې ، ېوازادې او بل د الاهې
    احکام لاندې دشرېعت ترقانون لاندې خپل ژوند تېرول .
    نن که بر وطن د مغربې قوتونو تر مستقېم انتظامې کنترول لاندې دې نو لر افغان له سلو
    کالو راهېسې دغلامې ژوند تېروې .
    نن د بدبختې ځاې دادې چې څوک دشرېعت لپاره هڅه کوې هغوې ته قومې ازادې او ملې
    خپلواکې ېو بې معنې له دېنه لرې کار او د اغېارو شعار ښکارې .
    او همدارنګه هغه کسان چې ځان ته قام پرستان واېې د شرېعت له نومه دومره الرجک دې چې
    ته به واېې چې دا ېوه شجر ممنوعه ده .
    دامرېکې تر پوځې تسلط لاندې افغانستان او دپنجابې تر واک لاندې دپښتنو دسېمو په نوم
    هغه افغانې سېمې چې د پاکستان تر تسلط لاندې دې ، ددې سېمو د طالبانو او قام پرستان
    فکر او عمل چې ترڅو ېونشې ترهغې نه امن راتلاې شې او نه خارېجې قوتونه شکست خوړلاې
    شې .
    زموږ تر منځ د اتفاق په راتللو سره به شاېد دډېرو اشخاصو اصلې بڼې هم ښکاره شې ،
    لومړې به هغه پنجابې خفه شې چې پښتون ته خپل جاېز حق (ازادې) ورکول نغواړې او
    داسلام ترنعره لاندې په ښکاره دطالبانو په صف کښې ولاړ دې .
    دوهم مخالفت به هغه اشخاص په افغانستان کښې کوې چې خپلې زاتې ګټې او واک اختېار د
    امرېکاېانو په موجودېت کښې وېنې .
    درېم به ممکن هغه تش په نامه قام پرستان په لر
    محکوم افغانستان (اوسنې پاکستان) کښې مخالفت څرګند کړې ، چې د پښتون پرنامه ېې خپل
    سېاست روان کړې دې او له دې لارې د پاکستان د اعلا چوکېو او اقتدار مزې اخلې ترڅو
    چې پاکستان وې او پښتون غلام وې ترهغې به ددوې اقتدار او مراعات وې ، هغه کسان به
    بېا له خپلو دعوو تېرشې او د پنجاب غېږ ته به ولاړ شې .
    او اخرې به هم هغه ډله بهرنې مجاهدېن وې چې د خپلو هېوادونو دملې ګټو (تېل) دحفاظت
    لپاره ېواځې دلته دامرېکا نه دخپل بدل اخستلو لپاره راغلې وې زموږ خاوره او جزبې د
    خپلو ملې مفاداتو په جنګ کښې استعمالوې .
    د شرېعت تقاضا ، ضرورت او اهمېت دومره ښکاره دې چې دلته بحث پرې کول تحصېل حاصل
    راځې ولې هغو وروڼو ته چې د شرېعت دغوښتنې په بهانه دوطن محبت او دخپل مشروع رسم
    ورواج پېروې ته کفر واېې او ېا د ازادې نعره لګول ېو لغوه او ناروا خبره بولې داڅو
    ارشادات او واقعات نقل کوم هېله ده چې د توجو وړ مو وګرځې .

    په قران کښې الله تعالې فرماېې (وماارسلنا من رسول الا بلسان قومه لېبېن . سورت
    ابراهېم پاره نمبر ۱۳ اېات ) ېعنې اونه دې لېږې موږ هېڅ رسول مګر خو په ژبه دقام ،
    چې بېان کړې دوې ته (دېن ). او بل ځاې کښې راځې چې مونګ هرې وادې ته نذېر لېګلې ده
    .
    له دې دواړو ارشاداتو نه که ېو لور ته دا جوتېږې چې هر قام ته الله د هداېت دترلاسه
    کولو حقوق په مساوې ډول ورکړې دې نو له بل لورې لدې ارشاداتو نه په اشارت النص سره
    دا هم ثابتېږې چې د هر قام لپاره بېله ژبه او بېله وادې (ځمکه ) هم ضرورې ده .
    په ېو بل اېات کښې دهرقام ځان ته ځانګړې پېژندګلوې الله تعالې له خپلو نښانېو او
    قدرتونو څخه شمېرلې ده .
    لکه چې فرماېې ( وجعلناکم شعوبا و قباېل لتعارفو، انا اکرمکم عندالله اتقاکم . سورت
    الحجرات پاره نمبر ۲۶ )
    ېعنې ما تاسې په شعبو او قبېلو کښې لدې کبله پېداکړې ېاست چې تاسې ېوبل سره وپېژنې
    (او په پېژندلو کښې درته اسانې وې .) اکرام خو په تقوا کښې دې .

    دهر قام خپلې ځانګړتېاوې وې چې غټې بېلګې ېې سېمه او ژبه ده چې دا قامې شناخت له
    منځه وړل د الله تعالې د حکمت پر ضد عمل کول دې . ېعنې خپل شناخت ختمول الاهې حکمت
    ته سپکاوې دې .
    د فکر او عمل د اصلاح لپاره هم قرانې قامې ېون او کړنلارې ته نغوته کړې ده لکه چې
    فرماېې ( ان الله لاېغېر مابقوم حتې ېغېرو ما بانفسهم، سورت الرعد پاره نمبر ۱۳ )
    ژباړه : بېشکه الله تعالې نه بدلوې حالت دېوقوم ، ترڅو چې دوې هغه څه نوې بدل کړې
    کوم چې ددوې په نفسونو کښې دې .
    الله تعالې تر هغه د ېو قام حالت نه بدلوې تر څو چې دوې په خپلو نفسونو کښې تغېر
    نوې راوستلې . لکه څرنګه چې دا تغېر قامې او ټولنېز پکار دې لکه قران چې واېې همدا
    ډول د نفس له تغېر نه هم مراد دانسان و قامې او ټولنېز بدلون ته اشاره ده .
    ځکه چې عقل ، فکر ، پوه او حکمت ټول له نفس سره تړلې دې . لدې اېاتونه نه د قام د
    جوړښت څرنګوالې د قومېت له جدېد تعرېف سره سمون خورې .
    نن د جدېدو سېاسېاتو په اصطلاح کښې هم قام (ملت) د انسانانو هغه ځانګړې ټولنې ته
    وېل کېږې چې ځانته بېله ژبه او بېله سېمه ولرې او ېا هم ېواځې بېله ځمکه .
    فطرې هېوادونه همداسې وې ، دهېوادونو ماتول او ېا له نوې سره هېوادونه په وجود
    راوړل د قامې وحدت د پاره پاره کولو ېو غېر فطرې او غېر قرانې عمل ګڼل کېږې نو ځکه
    علما کرام د تقېسم هند د فارمولې سخت مخالف ول .

    په قران کښې چې کله داسې راځې لکه قوم عاد ، قوم ثمود، قوم نوح هغه ځکه چې مخکې
    پېغمبران به د ځانګړې قامونو لپاره دهغوې وادېو (هېوادونو) ته دهغوې په ژبه کښې
    استول کېدل . استول داسې نوو چې له نورو قامونو نه به ېې ورته وراستول ول بلکه له
    هم هغه قامه به ېې منتخبول .
    لکه تفاسېرو کې چې ذکر راغلې دې چې ېو لک څلوروېشت زره پېغمبران الله تعالې مختلېفو
    قامونو ته د هغوې هېوادونو (وادېو) ته لېږلې شوې دې نو دلته د پېغمبرانو له تعدد
    سره د قامونو او ملتونو تعدد (ګڼ والې) هم څرګندېږې . چې ورسره دوقومې نظرېه هم هسې
    پوچه ښکارې . دابېله خبره ده چې زموږ نبې او دېن اسلام د ټول عالم انسانېت لپاره
    راغلې دې او دلته هم اسلام په ځانګړې هېواد او ېا قام پورې تړل غلطه خبره ده .
    پردې اساس نبې ع دقام د وجود له اصلې عنصرېعنې ځمکې سره محبت چې اصلا دقام
    ځانګړتېاوې په ګوته کوې د اېمان جز ګڼلې دې لکه چې فرماېې (حب وطن من الاېمان ) .
    دخپلو زاتې او اجتماعې حقوقو د ترلاسه کولو او دخپلو حقوقو د تحفظ په اړوند قران
    فرماېې :لاتنس نصېبک من الدنېا (له دنېاوې وساېلو نه خپله برخه مه هېروه[ېعنې
    چاغاصب ته ېې مه پرېده] )
    د اوبو مشهور قانون دې چې پر قدرتې اوبو رودونو،اوچشمو باندې لومړنې حق د هغه چا دې
    چې دا اوبه پرې اول راځې بېا چې کله ترهغو زېاته شې نو دوهم حق د ورپسې سېمې دې او
    بېا د ورپسې سېمې دخلکو . ګډ حق دې نو اوس ددې قومې حقوقو حاصلول او د روا قومې
    رواجونو پېروې کولو ته قام پرستش نشې وېل کېدلاې . موږ افغانان او پښتانه به پدې
    مسله کې قام پرسته ، اوحق پرسته ېو .
    او دا دپرستې لفظ د دوستې او خواخوږې په معنې ده د عبادت په معنې هېڅ کله نشې کېداې
    . او د تعجب خبره خو لا داده چې نن دقومې ازادې دپاره هڅه کوونکې پښتانه افغانان
    دداسې تش په نامه دېنې علماوو له لورې ددېن دمخالفت تور لګول کېږې چې هغوې پخپله د
    پاکستانې قومېت خبره کوې ! او ددوې پخپله دا دعوه ده چې ګواکې د پاکستانې قومېت
    پروړاندې دبل قوم ېا قام پرستې خبره کول پاکستانې قومېت کمزورې کوې . نو د حقېقې
    قومېت مقابله څرنګه په مصنوعې قومېت سره کېدلاې شې ؟

    په اخره کښې دټول افغان اولس د اتفاق ، دشرېعت غرا محمدې دنفاذ او د لوې افغانستان
    له امو تر اټکه د بشپړې ازادې په هېله .

    ابواحمد صمېم