ايا خلک وژل زړه ورتوب ده؟
ښايسته ګل؛ زېړګل او تور د يوې لارې ملګري وه.
درېواړو به خلک لوټل.
شوکې به ېې کولې.
لارې به ېې نيولې.
او ډېر ځل به ېې د شوکو په وخت وژنې کولې.
ښايسته ګل خورا زړه ور وه .
دا چې دا وژنې به ښايسته ګل کولې نو لدې کبله به زېړګل او تور ورته لېوه ويل.
خو نوموړی هغه لېوه نه وه چې د شپون رمې وخوري هغه د انسانانو لېوه وه.
هغه هم پدې خورا ډېر وياړ کاوه.
ډېر ځل به ېې چې څوک په لاره کې ونيوه او پيسې به ورسره نه وې نو هغه ته به ېې ډېره غصه کوله؛ په چاقو سوری سوری کړ او وبه یی واژه.
نورو ملګرو به ېې ورته ويل چې ته دومره زړه ور ېې چې د انسان وژل درته د چرګ غوندې هم ندی.
دا ستاينه ددې لامل کېده چې هغه نوره هم پدې وياړ وکړي او دا لړۍ نوره هم چټکه کړي.
پدې لړ کې ېې لس ګونه انسانان د مرګ کندې ته غورځولي وه.
يوه شپه ېې يو ځوان په همدې لړ کې د مرګ کندې ته ولېږه او درېواړه د کور په لور رهي شول.
ډېر خفه وه.
پدې نه چې ولې ېې يو ځوان وواژه مګر پدې چې ولې د هغه سره څه نه وه چې دوی ترې لوټلي وای.
يو بل ته ېې ويل:
دا احمق پدې شپه کې په خالي جب ګرځې.
زمونږ ښکار ېې خراب کړ.
کېدای شي چې ښه کوم مالدار سړی په لاس راغلی وای او څه مو ترې لوټلي وای.
خو مونږ ېې هم ښه چاره وروکړه؛ داسې بغارې مو پرې ووېستې.
لېوه دې راته خدای لري.
دداسې خلکو په چاره ډېر ښه پوهېږي.
داسې ېې سوری سوری کړ چې مور به ېې پرې ښه وير وکړي.
زمونږ زړونه ېې پرې يخ کړل.
لېوه: زه خو لېوه يم زما زړه نده يخ.
وايم چې لس ځله بيا ژوندی شوای وای او لس ځله مې وژلی وای.
ښايي چې بيا مې هم پرې زړه نه وای يخ شوای.
زمونږ ښکار ېې خراب کړ.
ملګرو زما زړه والله که يخ شوای وي.
که بېرته لاړ شو او يوبل اجل نيولی را ګېر کړو ښه به نه وي؟
نه نه ………… احتياط په کار ده مسول چارواکو ته په لاس ورنشو.
ها ها هاها …………
دا څه داسې لويه ستونزه ده؟
چارواکي به څه وکه ……………. خو يو څو روپۍ به ورکړو.
او له نورو اجل نيولو نه به ېې پوره کړو.
خو زېړګله ته هسې په هسې ډېر وېرېږې.
شپه تېره شوه.
سبا مازديګر نوموړی لېوه په يوه لاره تېرېږي.
چې نا ببره ېې ډېرې سوې کړيکې تر غوږو شوې.
دا کړيکې ډېرې زورورې وې.
د زړه د تل کړيکې وې.
نېغ په نېغه د زړه تل ته ننوتې.
لېوه ډېر ناکراره شو.
او بې اختياره د کړيکو په لور په ځغاسته شو.
او په ځغاسته ځغاسته ېې کړيکو ته ځان ورساوه.
ګوري چې دا د يوې کونډې تور سرې کړيکې دي.
د ورورمړې خور کړيکې دي.
د يوې بورې مور کړيکې دي.
د څو يتيم شويو ماشومانو کړيکې دي.
چې بې اختياره ېې مړ شوي خاوند ته له خولې راوځي.
مړ ورور ته ېې له خولې راوځي.
مړ ځوی ته ېې له خولې راوځي.
مړ پلار ته ېې له خولې راوځي.
تور سرې هره يوه په سر خاورې بادوي.
چيغې وهي.
خپلو وېښتانو کې ګوتې اچوي او موټی موټی ېې راشکوي.
ماشومان کله د تور سرو کړيکو ته ورو ورو ګوري او کله خپلې چيغې د هغوی سره ملګرې کړي د جنازې سره روان ټول خلک په کړيکو دي.
هيڅوک نه په سترګو کېږي چې دلته ېې له سترګو نه اوښکې روانې نه وي.
لېوه چې په زړه کې هيڅ وېره نلري؛ ورو ورو د مړي کټ ته ورنژدې شو؛ کفن ېې د هغه له مخه لرې او مړی يي وليد.
څه ګوري چې دا هماغه ځوان ده چې هغوی بېګا شپه وژلی ده.
همدا کړيکې ددې لامل کېږي چې د هغه په زړه کې يو لوی بدلون راشي.
د لېوه نه بېرته انسان جوړ شي.
انسانی ضمير ېې را ويښ شي.
د ظلم او بې رحمۍ په ځای د انسان سره د مينې او ترحم جذبه ېې را ويښه شي.
په منډه منډه زېړګل او تور ته ځان رسوي.
او د رسېدو سره سم ېې ملګرو ته بې اختياره چيغه له خولې راوځي :
زېړګله …….. توره …….. زېړګله ………… توره.
راشۍ ………راشۍ………. په منډه منډه راشۍ………………………
خپلو دواړو ملګرو ته داسې واېې:
لېوه نور مړ شو.
ما نن د يوې کونډې کړيکې واورېدې.
د يوې ورورمړې خور کړيکې مې واورېدې.
د يوې بورې مور کړيکې مې واورېدې.
د کوچنيو يتيمانو کړيکې مې واورېدې.
نه ….. نه .
د خلکو وژل زړه ورتوب نه؛ هغوی سره مرسته کول زړه ورتوب ده.
د هغوی هيلې پوره کول زړه ورتوب ده.
د هغوی په درد خوړل زړه ورتوب ده.
مونږ به نورې دا وژنې نه کوو.
شوکې به نه کوو.
کار به کوو.
لاسونه به تڼاکې کوو.
حلاله ډوډۍ به خورو.
مونږ د يوه سړی په وژلو سره ډېر نور انسانان وژنو.
د هغه بوډۍ مور ورسره وژنو.
معصومه مېرمن ېې ورسره وژنو.
بېګناه خور ېې ورسره وژنو.
کوچني ماشومان ېې ورسره وژنو.
ځکه د هغوی په نشتوالي کې هغه لوږه وژني.
د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره خلک تري ډېرې ناوړه ګټې اخلي.
هوکې: دا ظلم مونږ کوو.
دې ټولو ناوړه چارو ته لاره مونږ هواروو.
نه …… نه دا وژنې به مونږ نورې نه کوو.
نه….. نه هېڅکله نه.
لېوه نوره مړ شو.
ښايسته ګل نوره د لېوه نه بېرته انسان شو.
لېوه نوره مړ شو؛ لېوه نوره مړ شو.