کور / کیسه / داختري كباب

داختري كباب

دلوي اختر اوله  ورځ سهار وو تورو تورو وريځو خوڅيدونكو جالونو دشينكي اسمان مخ تړلي وو،نرى نرى باران هم اوريدى، خداي خبر چي څه مي په زړه كي وه كه رښتياووايم ډير سترديغت مي ز ړه دردوى.


دا وخت فكركوم د۰۰:۷بجي وي ،داحمدظاهر سندره هم راته په هغه زاړه اوماسي پيوند ټايپ كي نرمه نرمه ږغيده (عاشق شده اي دل غمها ات مبارك باد) په خپله بړستن كي مي ځان راتاوكړى وو،دكوټي ددروازي كړپ سو ماهم مخ له بړستني نه راواستى ،وړوكى خوريى (ګلالى ) مي مخامخ زماپه وړاندي راروان دى ،راته په زړه سوه چي نن خواختر دى لكه چي داختر مباركي درسره كوي ،لاس يي راته مچ كړ  ماهم دهغه سر مچ كړ ،دده راتګ راته مورپه زړه كړه چي داختر مباركۍ ته   ورسم، له بستره مي هسي په يوډول ځان راپورته كړ،دمور دكوټي په لوري راروان سوم ،مورمي هم په نفل لمانځه ناسته وه زه هم دهغي ترڅنګ يوه شيبه تم سوم مور مي كله چي لمونځ خلاص كړ لاس يي په دوعاپورته كړه ،له ځان سره يي پټ يوڅه وويل ……..


ماته يي هم لاسونه رااوچت كړه (راسه زويه چي پردي مخ دي مچ كړم ،خداي دي دستاري اودباري كړه ، الله دي


ارمانونه وكاږه )ماهم ورسره داختر مباركي وكړه ،دمورسره مي ډيره لږه شيبه كښينستم، خداي سته ډير مي دزړه غمونه اودرد پورته سو،زماسره چي له سهاره ديغت يوځاي وو بيايي ډير ژر له اصلي حالت نه واستلم ،موركي مي راسره دكاليوخبري كولي چي ويلي دي نه دي اغوستي ؟!زماوړوكي خورته يي ږغ كړه (         ) چي ولي دي الياس ته جامي نه دي وركړي ،زويه خيردى ورور دي درته په بازاركي خوښي كړي دي پروانه لري ته يي واغونده ،مامي له زړه سره وويل (موري خبره په جاموكي نه ده ،زه يوه بل درد په مخه كړى يم خداي دي خيركړي!)



۲۰ تر۳۰ دقيقو وروسته بيرته خپلي كوټي ته ولاړم، بياهم داول ځل په څير  په هغه بړستن كي څمليدم دسندري له پاره مي دټايپ تڼي له سره كښكښل،څوشيبي وروسته مي له دي نړۍ نه ځان بيغمه كړى وو،خبر نه يم څه ډول ويده سوى وم اوڅومره ويده سوي وم؟ خوب مي ليدى چي له يوه ملګري سره مي په ملي موزيم كي ناست يم ،هلته هم همدادحمد ظاهر سندره راته چالانده وه ،دميزپه  سرمي تليفون ته زنګ راغى دخوب كار دى ماچي دتليفون د را اخستلوته هڅه وكړه ،چوكي مي لږه وښوريده داسي فكرمي وكړچي له چوكۍ نه شوه كيږم،له ويري نه راپاڅيدم چي ګورم په خپل كوټه كي ويده يم اوتليفون ته مي زنګ راغلى وو،تليفون مي راپورته كړ دوست مي وو (نانى) دهغه سره مي داختر مباركي وكړه تليفون مو دخداي په امانۍ سره بندكړ مالاتليفون نه و ايښي چي ګړۍ مي وكتل يولس بجي وي، سم له ځايه راپاڅيدم ماويل كوم دوست نه وي راغلي ،مخ دكور په لوري راروان سوم كله چي له خپلي كوټي نه راووتلم دسراي دلوۍ دروازي زنګ ووهل سو ،ماهم دكورپه لوري ناري كړې (دروازه ټكول كيږي رازمحمده ورسه!) دهغه لوري چاراته دڅه جواب رانكړ،زه پوه سوم چي دكوركسان دكوم دوست كورته تللي دي ،مورمي سهار كله چي ماورسره داختر مباركي كوله  ويله دبرات كورته به ورسو هغه هم دري ورځي كيږي نوى زمونږ همسايه سوي دى هغه په دي كلي كي نابلده دى مونږ به دهغه كورته ورسو چي بياورته زړه لږ نه سي.



زه هم ددروازي دزنګ په لوري ورغلم ،زمادرسيدومخكي دروازه په نوك ووهل سوه ماهم ورته ږغ كړه (درغلم يوشيبه )زماپه جواب كي ددروازي نه  يوږغ وسو( داختري كبا ب غواړم !) زمازړه هم درب وهل پرهغه ځاي ودريدم په دي ورځوكي  مونږ كه څه هم په دي كوركي دري كورنۍ اوسيدلو مګر دنارارۍ اومسكنت له خاطره مونږ يوې كورنۍ هم دقربانۍ وسه نه درلوده ،داچي په دروازي كي دولاړكس اواز ډير ښكلى وو ،زه نه سوم پري ورتللى،دخپل مات زړه سره مي يوجهان مرسته وكړه نولي قدمونه مي بيرته نه كړه ورغلم، ددروازې پله مي راخلاصه كړه اول ځل مي سورسالوپه سترګو سو ،يوه پيغله نجلۍ ده! زما سترګي يي په اول پرسترګو وليګيدلې پيغلوټي وشرميده سترګي يي په ځمكه ولويدي ،يوه شيبه نه ماڅه ويل اونه هم هغي ځواني پيغلي ؟!مجبوره سوم په داسي حال كي چي لاسونه مي مښول ورته مي وويل (كه رښتيادرته ووايم مونږ تراوسه پوري قرباني نه ده كړى! زمادغه خبري هغې ځواني پيغلي ته دخبرو وسه وركړه مخ يي بيرته راپورته كړې، ويي ويل (سمه ده نوزه هم ځم بل كورته ) مادستي ورته وويل ښه وايي تاسو خپله هم قرباني نه ده كړې؟ پيغلي وويل :نه مونږ ناوسه يو نن مودريمه ده چي دلته راغلي يوو كورمودلته نږدي دى، پلارمي په بمباردكي شهيد سو  دورور مي دواړي پښي ماتي دي اومورخواركي مي په سترګوڅه نه ويني ،سوړساه يي وكښت روانه سوه، له لاسه يي څه ولويدل هغه يي بيرته راپوته كړه ماته يي يوځل بياوكتل په زنه يي دوه شنه خالونه دومره ښكلي وه چي زړه مي غوښتل نورسم دم سپين سترګى سم اويوڅه ورته ووايم ،خوپښتنيت مي غرور وننګوى له خولي مي څه ورته ونه وتل ،پيغلي په هرقدم راته كتل اوپلو يي كله پورته نيولى اوكله يي هم په لا س راټول كړي وي ،هرڅه چي وه، خو وه !مګر يوې شيبي ليدلو يي زه دعمر له پاره په زړه داغ كړم .


نن دادى يوكا ل وروسته بيا دلوى اخترهغه  لمړۍ ورځ ده مونږهم قرباني كړې ده ،خوهغه پيغلوټي نجلۍ رانه غله.


12/22/2007