د هر هیواد آبادي، غوړيدنه، پرمختګ او ساتنه د هغه د اولسونو په ګډو هلو ځلو سره چې د مختلفو ټولنيزو – سياسي جوړښتونو په وجود کې صورت مومي سرته رسيږي . د تاريخ په اوږدو کې د ټولنو د اقتصادي ، ټولنيزې او سياسي ودې د کچې سره سم هم ټولنيزو – سياسي جوړښتونو متناسبه وده موندلې ، مختلفې بڼې او نومونه يې غوره کړيدي . يو له دغه ټولنيزو – سياسي جوړښتونو څخه هم سياسي ګوندونه دي . د دې دپاره چې موضوع اوږده او ښاغلي لوستونکي ستړي شوي نه وي زه د ګوند د تعريف، ډولونو په هکله په دې ليکنه کې څه شی نه ليکم بلکې په افغانستان کې د سياسي ګوندونو کړو وړو او راتلونکي په اړه په لنډه توګه د نظر يو څو ټکي وړاندې کوم :
سياسي واک :
دا درسته ده چې د هر سياسي ګوند اصلي موخه د سياسي واک تر لاسه کول دي، ښه او غوره دا ده چې دغه واک اصولاً د سوله ايزو لارو (ټولټاکنو) څخه لاسته راوړل شي او که د پوځي لارې څخه هم وي نو بايد چې په خپل مټ او قوت ئې لاسته راوړي، نه دا چې د پرديو په ملاتړ او زور سره . په افغانستان کې د ۱۳۵۸ کال د جدي را په ديخوا هر ګوند او يا تنظيم چې د سياسي واک په ګدۍ کښيناستلی نو يا خو مستقيماً د پرديو يرغلګرو په زور، او يا هم د بهرنيانو د توطيو، دسيسو او ملاتړ په نتيجه کې سياسي واک ته رسول شويدي .
غچ اخيستنه او کرکه :
که په افغانستان کې د ګوندونو تاريخ ته وګورو نو هر يوه ئې څه د ګوند اويا تنظيم دننه (په تيره بيا د خلق او پرچم په ډلو کې)، او څه هم د ګوند يا تنظيم بهر (په تيره بيا د مذهبي تنظيمونو تر منځ) دخپلو مخالفينو په وړاندې د جګړو، بندي کولو او وژلو څخه کار اخيستی دی او تر اوسه هم د کرکې او غچ اخيستنې خيالونه او روحيه ورسره لا ژوندۍ ده .
د پرديو ګټو ته وفاداري :
تقريباً ټول ګوندونه او تنظيمونه په شکل د شکلونو د بهرنيو ملکو او په تيره بيا د ګاونډيو هيوادونو تر اغيز لاندې ؤ او دي، او لوی شمير ئې د همدغو پرديو هيوادونو ګټو ته په يوه او بله کچه وفاداري لري . د ګوندونو او تنظيمونو دننه داسې کړۍ شته چې د مختلفو هيوادونو د څارګرو شبکو په لومو کې بندې دي او همدغه کړۍ په ډيره زيرکتيا او مهارت سره د ګوندونو او تنظيمونو د ژوند او عملي فعاليتونو په څرنګوالي بشپړ اغيز لري او د پرديو لاس وهنو ته شرایط برابروي .
ځينو ګوندو او تنظيمونو په مستقيمه توګه د بهرنيو يرغلګرو سره لاس يو کړی، هيواد ته ئې رابللي ، د اجيرانو په توګه د يرغلګرو دپاره جنګيدلي او د هغوئ په برکت واک ته رسول شوي وو ،اوشويدي . پرديو ته د چوپړ له لارې په ډير غير طبيعي شکل سره د دومره زور او زرو خاوندان شوي چې هر وخت د سولې او دموکراسۍ په وړاندې خنډونه او ګواښونه راپيدا کولی شي .
تبعيض او بې اتفاقي :
ځيني ګوندونه او تنظيمونه د سمت او توکم په بنسټ جوړ او فعاليت کوي، امتيازونه ئې تر لاسه کړي او کوي ئې . همدغه ډول سياسي ډلې دي چې تبعيض او بې اتفاقۍ ته لمن وهي، د وطن د خاورې د بشپړتيا ضد روحيه او د هيواد د ټوټې کولو غلط خيالونه هم په سر کې لري .
ذهنيګري او ړوند قضاوت :
که د ګوندونو او تنظيمونو سياسي فعاليتونو ته يوه کتنه وکړو، نو دوئ نه يواځې د ا چې خلکو ته خپلې ورکړې ژمنې نه دي پلي کړي بلکې په تبليغ او قضاوتونو کې ئې ذهنيګري کړيده او کوي ئې . په واقعيتونو سترګې پټوي، د خپل بام د سر واورې د بل په بام وراچوي او خپل ټټو او د بل آس سره برابروي . دغه ډول ناروا چلندونو د هيواد خلک د باور او اعتماد د بحران سره مخامخ کړیدی .
ډال او وسيله :
دا چې په افغانستان کې وروستۍ درې لسيزې د جګړو، وژنو، بندي کولو، د پرديو د تيريو او يرغلونو ډک کلونه دي . په دغه موده کې په ګوندونو او تنظيمونو پورې تړلو ځانګړو اشخاصو له خوا جنايتونه، په بشري حقونو باندې تيری او أن ملي خيانتونه سرته رسيدلي ، خو په دې توپير چې دغه ډول کسان په ځينو ګوندونو او تنظيمونو کې لږ او په ځينو کې بيا ډير دي .، همدغه جنايتکاران، د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کوونکي او ملی خائنان د ګوندونو تر شا ځانونه پټوي او د محاکمه کيدلوڅخه د خلاصون په غرض ورڅخه د ډال په توګه کار اخلي . څرګنده بيلګه ئې د بهرنيو هيوادونو په لارښوونه د ملي متحدې جبهې جوړول دي چې په ټولو سياسي ګوندونو پورې تړلي جنايتکاران او ملي خائنين په کې راټول شويدي .
د ائتلافونو ماتول :
سياسي ګوندونه او تنظيمونه پرته له دې چې ملي ګټو او ارزښتونو ته درناوي وکړي، د خپلو کړنو په پايلو غور وکړي ، د خپلو شخصي ګټو په پام کې نيولو سره دپرديو په لارښوونه او اشاره او په واقعيت کې په وروستۍ پايله کې د هغوئ د موخو او پلانو د پلي کيدو په غرض د يووالي او ائتلافونو جوړولو او بيرته د هغو له منځه وړلو په برخه کې د وطن دپاره د دردونو او آفتونو ډک کرغيړن تاريخ لري . البته دوئ د استدلال په توګه دا ټکی وائي چې ګواکي په سياست کې د تل دپاره دوست او دښمن ثابت نه وي، يو وخت دوست وي خو بل وخت همغه دوست دښمن وي ، په پرنسيپ کې دا خبره معقوله ده. خو معقوليت هغه وخت لري کله چې د يو ځای کيدو او ائتلافونو کولو په وخت کې د ډلواو يا شخص ګټو په ځای ملي ګټې او ارزښتونه لوړ او اساسي وګڼل شي .
سياسي پلوراليزم :
د دموکراسۍ د اصولو او غوښتنو څخه يو هم سياسي پلوراليزم دی . په ټولنه کې د مختلفو سياسي ګوندونو شتون هم طبعي او هم ګټور دی ځکه چې د هغوئ تر منځ د مثبتې او سالمې سيالۍ له لارې د هيواد د پرمختګ، خلکو ته د خدماتو او آسانتياوو د برابرولودپاره ښه او لازم شرایط منځته راځي . د واک د انحصارولو او د يکتاتورۍ مخه نيول کيدلې شي، خو په ټولنه کې د ګوندونو ډيروالی بايد علمي او منطقي وي . په افغانستان کې اوس څه د پاسه سل سياسي ګوندونه ثبت او موجود دي، چې په پرديو پورې د تړلتوب د کچې او نظرياتي پلوه يو د بل سره توپير لري . د کيڼ افراط څخه نيولې د ښي افراط پورې پراخ طيف موجود دی . د ګوندونو دغه ډول زيات شمير د خلکو څخه لار ورکوي چې په کوم يو باندې باور وکړي، کوم يو ئې ريښتينی او د خلکو په چوپړکې او کوم يو ئې د پرديو په چوپړکې دی، د چا ګټو ته وفادار دی . د ټولنې پرګنې هم همدغسې ټوټې او ويشي او د متحد اغیزمن عمل کولو په وړاندې ئې خنډونه جوړوي . د ګوندونو دغومره ډير لوی شمير غير طبعي حالت دی . او د غولونکي موکراسۍ او سياسي انارشۍ (ګډوډۍ) پرته بل څه نه دي .
بې تفاوتي :
په هر ډول شرايطو کې يعنې هم په عادي او نورمالو او هم په کړکيچنو حالاتو کې سياسي ګوندونه د وطن د آبادۍ او پرمختګ او دبهرنيو يرغلګرو څخه د هيواد د ژغورنې په لار کې د خلکو د پرګنو د مبارزو سمت ورکوونکی، بيدارونکی، الهام ورکوونکی او سرغندويه وي خو هغه څه چې په اوسنيو شرایطو کې په هيواد کې عملاً ليدل کيږي هغه دا دي چې سياسي ګوندونه په خپل ځان کې بوخت او د خپل ځان دپاره دي، د خلکو او ملي ګټو په وړاندې بې تفاوته او غير فعال حالت لري . د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په خاطر فعال دي . په داسې حال کې چې يو شمير ئې په دې ښه پوه هم دي چې په هيواد کې اوسنۍ ټولټاکنې د بهرنيانو له خوا د بې رحمانه تپل شو جګړو او د امريکائي نيواک د دوام د وسيلې (افزار) پرته بل څه نه دي، بيا هم د خپلو ګټو په خاطر ولس مشرۍ ته نوماندو (کانديدانو) پسې تودې منډې او رامنډې وهي، ژمنې ورکوي او تبليغاتي کمپاين ورته کوي (البته په پرنسيپ کې دا کوم بد کار نه دی او د دموکراسۍ د اصولو سره برابر کار دی)، خو اصلي خبره دا ده چې د دغې تر څنګ سياسي ګوندونه په هيواد کې د روان ناورين او کړکيچ د له منځه وړلو دپاره هيڅ ډول ګام نه پورته کوي . د امريکائي يرغلګرو ځواکونو د رنګارنګ جنايتونو او وحشيانه بمباريو په وړاندې چې په ترڅ کې ئې په کراتو سره په لسګونو او سلګونو بې ګناه ملکي وطنوالو ته مرګ ژوبله او د سر او مال زيانونه رسيدلي، آن انسانيت ته درناوي په خاطر هم هيڅکله د اعتراض غږ پورته نه کړ، په خولو يې مهرونه لګولي او قلمونه ئې مات شويدي . خپل ګوندي او ملي رسالت ته ئې شا کړيده .
پورتنيو څرګندونو او واقعيتونو ته په کتنې او ځير کيدلو سره او په هيواد کې د اداراي فساد، انارشۍ، بې باورۍ بحران، د قانون د حاکميت، امنيت او ثبات نشتوالي د يرغلګرو پوځونو شتون او استعماري چلند په پام کې نيولو سره زما په فکر سياسي ګوندونه او تنظيمونه د دغه ډول کړو وړو او خصوصياتو په لرلو سره په اوسنيو شرایطو کې د دغو ستونزو په اوارولو کې مثبت او اغيزمن رول نه دې لوبولی او لوبولی ئې هم نه شي . ځکه چې ځينې ګوندونه او تنظيمونه خو په شکل د شکلونو، څوک ئې په لږه اوڅوک ئې هم په لويه کچه دموجود بحران عاملين اود دغه بحران په دوام کې خپلې ګټې ويني . زيات شمير ئې په تيره بيا نسبتاً غښتلي سياسي ګوندونه او تنتظيمونه له يوې خوا په پرديو پورې تړلي او د هغوئ ګټو ته وفادار دي او د بلې خوا دوئ د بې حده امتيازونو څخه برخمن دي او هيڅکله د دغو امتيازونو د لاسه ورکولو ته غاړه نه ږدي .
زما په اند په ټوليزه کې دسياسي ګوندونو او هيواد حالاتو ته په کتو سره د سياسي ګوندونو د موجود غير اغيزمن لښکر څخه د دوو لارو د نسبتاً غښتلو او اغيزمنو سياسي ګوندونو د جوړيدلو امکان شته !
۱- د دوو يا دريو جبهو جوړول :
هره جبهه بايدپه هيواد کې د موجودو ستونزو په تيره بيا امنيت او ثبات راوستلو، د وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو، د بهرنيو پوځيانو د وتلو، اداري فساد له منځه وړلو او بيا رغاونې په برخه کې ښکاره، دقيق، عملي ميکانيزم او کړنلاره ولري، تر څو د دغو کړنلارو په پام کې نيولو سره خپلواک مستقل شخصيتونه، د مدني ټولنواو سياسي ګوندونو غړي په اړونده جبهه کې سره راټول شی او د هغوئ هاند او هڅې يواځې د همدغو کړنلارو د پلي کولو دپاره وي . دلته ډير مهم ټکی دا دی چې د دغو جبهو د مشرتابه ټول غړي بايد په واقعي معنی خپلواک او پرديو پورې تړلي کسان نه وي . د هغوئ د قوي ملي اسلامي روحيې ، لوړې سياسي پوهې او تجربې ، نوښتګرتوب ، د وطن او خلکو په وړاندې وفادارۍ، ريښتينتوب او زړورتوب باندې نه يواځې د جبهو غړي بلکې عام ولس هم ډاډ او باور ولري .
د وخت په تيريدو او په هيواد کې د حالاتو په بدلون او عادي کيدلو سره ممکنه ده چې دغه جبهې يا په خپله په دوو يا دريو لويو ګوندو بدلې شي او يا هم د هغو د وجود څخه نسبتاً غښتلي څو ګوندونه جوړ شي .
۲- ائتلافونه او ياا تحادونه جوړول :
په هيواد کې دسياسی ګوندونو دغومره لوی شمير د يوې خوا نا اغيزمن او بې ګټې دی او د بلې خوا غير طبعي او غير ضروري هم دی . د دغه سياسي انارشۍ، غير فعال او نمايشي حالت څخه د وتلو يوه منطقي لاره هم دا ده چې موجود سياسي ګوندونه د مفکورو، عقيدو،کړنلارو او دريځونو د ورته والي او د خپل ګډ تير سياسی تاريخ او تجربوپه پام کې نيولوسره په لومړي ګام کې اتحادونه يا ائتلافونه جوړاو په دوهم ګام واحد ګوندونه جوړ کړي .
د سياسي ګوندونو دپاره بايددخپلوهيوادوالو سوکالي ،نيکمرغي، أزادي،خپلواکي او د ملي ګټواو ارزښتونو ساتنه اصلي موخه، او سياسي واک دغه موخو ته د رسيدلو په لار کې مهمه اغيزمنه وسيله وي، نه دا چې بر عکس، سياسي واک په هره بيه که وي اصلي موخه او خلکو ته چوپړاو ملي ګټې تش غولونکي شعارونه وي .
په درنښت
قاضي سيد اختيار سباوون – دخلیلزاد په راتلو څومره مسئلې هوارېدلائ شي ؟
په دې وروستیو کښي دا اوازې تودې شوې چې ګواکې خلیلزاد دراتلونکی
ولسمشر داجرایوی معاون یا صدراعظم په توګه هېواد ته راځی او دا دامریکا او ولسمشر
کرزی ترمنځ هغه تر سره شوې معامله ده چې ورڅخه دخبرېدو سره سم جلالی صیب له کاندیدئ
مخ واړاوه او یو شمیر نور بیادخلیلزاد راتلو ته دسیاسی غالمغال اچولو په سترګه وینی
چې خلک دټاکنو تر رارسېدو بوخت وساتی اواوبامایان او کرزیان په روانو خړو اوبو کې
دخپلې خوښې ماهیانو پسې ګوتې ورکېباسی .
خلک چې درسنیو سوداګریزو خبریتاوو(!) په یو دوه کې حیران کړی دي
کله یو او کله بل ته مخ اړوی یوازی غوږ یی اېښی دی او دتحلیل او تفسیر زور یی په
زړونو کې نشته بس د لیونتون یا دارلمجانین داستوګنو په څیر هر چاته په چینګه خوله
مخ وراړوی او نور نو ورته داپته نشته چې دهېواد دسیاسی برخلیک څخه یی دموسی کلا
دښوونځي بیرغ جوړ شوی چې سر یی باد رپوی او بیخ یی اور اخېستی دی .
اوس رسنیو
بیا ډول غږولی او وایی چې خلیلزاد راځي دا چې خلیلزاد راځي او که نه خو دلته خلکو
خانکي له وخته مخکې په سر ایښي دي او دخلیلزاد ډول ته ګدیږی رسنیو هم موضوع ورکه
کړې ده بس دخلیلزاد دراتلو خبرې دی چې دا خوار او کړیدلی ساده باده ولس پرې تیرباسی
او دګوتو په شمیر څو ښویه سری یی پیدا کړی چې هره شپه په یو چینل کې خلیلزاد ردوی
او په بل کې یی تاییدوي .
اما داچې په هېواد کې دخپلسرو بمیاریو لړئ روانه ده او ورځ په ورځ
بیګناه افغانان دمرګی له کومی تیریږی دا هم دهمدغه ښاغلی خلیلزاد هوکړه وه او داچې
دولسمشر بش ادارې یوشمیر تېروتنې کړې وې او اوباما یی دوینځلو هوډ کړی نو دا هم
ورته دخلیلزاد سلا او مشورې وې نو اوباما او اداره یی په دې نه پوهیږی چې دخلیلزاد
مشورو ولسمشر بش دبوټانو ویشتلو ته جوړ کړنو اوباما به له څه ډول انجام سره مخامخ
کړی ؟
افغانانو په پیل کې خلیلزاد ته هېلې درلودې خو هغه دافغانانو په تول پوره
ونه خوت او یوازی په نامه افغان او نور نو امریکایی دی هغه دبیګنا افغانانو وژنه
دترهګرئ پرضد جګړه وبلله چې دا حالت تر اوسه ساری او طاری دی او دداسې کسانوپه
وړاندې ددې ټولنې نبض ټولو ته مالوم دی.
اوسمهال چې نوی پیل ګڼل کیږی نو
اوباما او اداره یی باید دی ته پام وکړی چې دخلیلزاد راتلو ته څومره اړتیا شته ده؟
ایا امریکا په افغانستان کې تر خلیلزاد پرته بل مخلص نشی پیدا کولای چې ګټې یی
خوندی کړی ؟
دغه سیاسی څېرې او ددوې دایمانونو ضعف ورته نه دی مالوم
؟
اوسمهال دهېواد دننه کوم کار دی چې افغان دولت یی دامریکا له سلا مشورې پرته
تر سره کوی ؟
او ایا رښتیا هم افغانان همدومره خپلواک دی چې باید دخلیلزاد حضور
یی ګواښ راکم کړی ؟
که دافغانستان دراتلونکې په اړه رښتیونی سمونکی او رغونی هوډ
شتون لری نو د افغانانو انټر پالوژی او جغرافیوی څرنګوالی دخلکو عنعنات اوکلتور ته
دي پام وکړی او ددغو ارونو په پام کې نیولو سره دې نوې پالیسی جوړه کړي چې
دافغانانو خود مختاریت پکې څرګند وی نو بیا ممکنه ده چې امریکا په سیمه کې خپلو
ستراتیژیکو موخو ته ورسیږی کنه نو خلیلزاد او یا دبل کوم امریکایی راتګ یوازی په
روان بل شوی اور پطرول شیندلو مانا لری نه داور سړیدو.
اوسمهال خو خلک دخپل دولت سره په دې هم ملاتړی دی چې کابینه او
چارواکی یی افغانان دی خو سبانئ اندېښنه دردونکې ده چې که دخلیلزاد په راتلو سره
افغانان پر خپل دولت او حکومت شکمن شی نو په ډېره چټکئ سره به دګانډيو هېوادونو
پاکستان او ایران په مغرضه مرسته د افغان دولت او دهغې دبهرنیو ملاتړو پروړاندې
مقاومت پیاوړی شی او داور او وینو ناتار به نوی رنګ واخلي .
که داسې وشی نو داوباما پرادارې او دهغې پر پالیسیو به ټوله نړئ
نیوکې وکړی او دداسې پایلو امکان نشی ردېدای چې مخنیوی به یی بیا په پالیسیو ممکن
نه وی .
داکتر نعمت رسا- برندهء قبل از انتخابات
افغانستان در شرايطي وارد دور جديد مبارزات انتخاباتی ریاست
جمهوري میگردد که مردم بطور فزاينده اي در آتش جنگ ميسوزند.
اين انتخابات در
حالي تدوير مييابد ، که ده ها سازمان استخباراتی خارجی بصورت اشکار و پنهان مصروف
فعالیت و پیشبرد اهداف شان در افغانستان بوده و قوای نظامي ده ها کشور با پيشبرد یک
جنگ سر در گم در افغانستان سبب تلفات درد اور و کشتنار بی رحمانه مردم بیدفاع
افغانستان ميگردند.
این انتخابات در شرایطي دایر میگردد که جنگسالاران قسما در
تباني با قواي خارجي به ظلم و ستم شان بر مردم ادامه داده و هکذا طالبان طی عملیات
نظامی و خاصتا حملات انتحاری خويش علیه قواي خارجی و دولتی باعث کشتار مردم ملکی می
گردند.
اين انتخابات زمانی تدویر می یابد، که یک گروه مافیای اداری، سیاسی و
تنظیمی ازین وضع به نفع خويش استفاده کرده، مصروف زر اندوزی و غارت دارائی های عامه
و مالکيت هاي شخصي مردم میباشد.
اين انتخابات در حالي برگزار ميگردد که تعداد
قابل ملاحظه ء از قرا و قصبات و عدهء از ولسوالي هاي کشور در کنترول نيروهاي طالبان
قرار داشته و حاکميت موجود از تامين امنيت مردم عاجز مياشد. قواي ناتو، مقدم بر همه
ايالات متحده امريکا با ازياد قواي نظامی خويش در افغانستان تلاش ميورزند، تا ظا
هرا زمينه مشارکت مردم را در انتخابات رياست جمهوري مساعد گردانند.
بنظر من
برگزاري اين انتخابات يک نمايش سياسي است ، که پيروزي بازيگر اصلي ان در حمايت و
کمک مستقيم اضلاع متحده امريکا از همين اکنون هويدا بوده و وي را ميتوان برنده ء
قبل از انتخابات ناميد.
“برندهء” مذکور در حقيقت در برابر تاريخ و مردم
افغانستان بازنده ء مجددي است، که به جز از ريختاندن اشک دروغين و هيا هوي فريبنده
و ميان تهي ديگر کاري را انجام داده نمي تواند. درين نمايش از کانديدان ديگر منحيث
افزار بخاطر گرم ساختن اين کارزار و تمثيل دموکراسي استفاده صورت ميگيرد. آنها
بخوبي ميدانند که فرد مورد اعتماد و حمايت اضلاع متحده امريکا برنده ء انتخابات
خواهد بود، اما براي کسب امتيازات سياسي و بدست آوردن منافع شخصي، نامهاي خويش را
در لست طويل کانديدان انتخابات رياست جمهوري افغانستان درج نموده اند.
کانديدان
انتخابات رياست جمهوري افغانستان بايد دانند، که از عواقب ناگوار اين مانور ناکام
سياسي به نوبه خويش مسؤل و جوابده خواهند بود.
بکمال تاسف بايد ياد آور شد، که
يکتعداد از احزاب سياسي افغاني بجاي آنکه براي حل پرابلم اصلي کشور يک طرح جامع
سياسي را که پاسخگوي نيازمندي هاي کنوني جامعه افغاني باشد، ارائه بدارند يا با
معرفي کانديد خويش در انتخابات ويا با اعلام حمايت عام و تام خويش از پروسه
انتخابات رياست جمهوري افغانستان ،انتخابات مذکور را مشروع ميدانند.
از ديد من،
براه انداختن انتخابات و هر اقدام سياسي ديگري که از حل سياسي مساله افغانستنان
يعني توافق ميان مقاومت مسلح افغاني و امريکائي ها طفره رود، نمي تواند درد اصلي
مردم ما را مدوا نماید و منجر به تامين صلح و امنيت در کشور گردد.
جوهر اين
توافق را بايد پذيرش واحترام به اصل خود اراديت مردم افغانستان مبني بر تعيين نظام
و زعامت سياسي شان ، خروج قواي نظامي خارجي از کشور و تضمين عدم بروز هر نوع خطر از
سرزمين افغانستان براي تمام کشور هاي جهان منجمله اضلاع متحده امريکا تشکيل
دهد.