کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دطالبانو په ددو ډلو د ویشلو هڅې او دلیکوالانو کنفیوژن

دطالبانو په ددو ډلو د ویشلو هڅې او دلیکوالانو کنفیوژن

د عدل ریګولېشن وروسته د طالبانو د لورې د وسلې د نه کیښودلو کړنې دې ډلې ته دومره زیان واړه وه چې نه یوازې په پاکستان ،بلکې په ټوله نړۍ کې هم ددې ټولګي په مخ هغه نوکارې راښکلې دکومو نوکارو په ذریعه اوس دغې څېرې ته په کتو سره د سړي غونی راځیګ کیږي ـ


طالبانو ته شاید دا یوه وړه خبره ښکاري (ځکه چې هغوي ددې نه غټو غټو کارونو سره عادي دي )خو دې کار هغو پوهانو،دانشورانو او لیکونکو ته غټه ضربه ورکړه چا چې تراوسه د طالبانو وکالت کولو ،دهغوي دپاره یې قانوني او منطقي لیارې ویستلې او ددې د جوتولو هڅې یې کولې چې څه طالبان کوي هغه امریکې ته د زیان د اړولو دپاره کوي ـ د بېلګې په توګه که دوي د یو پښتون سر پریکوی نو دا د مسلمان پښتون نه بلکې د یو” امریکايي جاسوس “سر پریکول دي ـ که دوي د پېښور په بازارونو او د شیعه ګانو په امام بارګاوو کې ځانمرګې حملې کوي نو هم په دې امریکا زوروي ـ که دوي د رحمان بابا مزار کې چاودنې کوي نو په دې هم امریکا ته غوسه وروستل غواړي ـ که دوي په هوټلونو حملې کوي نو دا ځکه چې دغو هوټلونو کې د امریکایانو غونډې کیږي ـ که مېرمنې وژني نو هغه هم د امریکا په انجوګانو کې کارونکی وژني ،خو که کومه پېغله یې په کوړو وهلی وي نو هغه هم یو ښه کار دی ـ ددې ټولو دپاره زمونږ د قبیلې دغه لیکوالان قسم ماقسم بهانې او تاویلونه تراشوي او تل خپلو لوستونکو ته دا ډاډ ورکوي چې نن د ی که سبا دی ،دا ملک د زرغون شا دی ـ بس دغه ده د امریکا اقتصاد ماتیدونکی دی او د افغانستان نه امریکا په تېښته ده ـ دوي په عراق کې د امریکا کامیابي هم په ناکامۍ بدلوي او ځان په دې مطمینوي چې ځه که خېر وي امریکا به ځي او بیا به من سلوی وي او زمونږ سر ـ


اوس دا چې ددوی دا ډول لیکنې او کړنې پخپله امریکا ته زیان څومره فایده رسوي دا ځانله موضوع ده ،خو دوي بې چاره ګان خپل “قلمي جهاد” سر ته رسوي ـ(ددوي په فکر قلمي جهاد هم دغه دی


د طالبانو دغه وکالت کونکي د تېرو څو اونیو راهسې ډېر زیات د ذهني کشمکش او کنفیوژن سره مخ دي ـ اوس ددوي سره د لیکولو دپاره څه نشته ـ هغه څه چې دوي د تېرو څو لسیزو راهسې ویل هغه ټول عبادت په یوه هوا برباد شو ـ کله کله خو بې چاره ګان د چا شاعر په کتاب لیکنه او تبصره ولیکي خو خبره په دې نه ختمیږي ـ یو خو دغه لیکوالان یو دوه نه دي دپاکستان د نیمايي نه زیات لیکوالان دي او بل دا چې د روزۍ مسله هم ده ـ که یې نه لیکي نغري کې یې درب راخیژي ، وایي کنه ملنګ وژنه مه ،کچکول ترې مات کړه ـ که د لیکوال نه دې قلم واخیسته حال به یې د ملنګ نه هم زیات وي ـ په دوی کې ځینو حوښیارانو خو ځان شپه په شپه بدل کړو یعنې قلمي سجده سهوې یې وکړه خو ځینې مالومه نه ده ولې دومره ضدیان شوي دي چې اوس زګ ته هم لاس اچوي ـ دې بې چاره ګانو تېرو څو ورځو راهسې یوه اصطلاح ایجاد کړی ده ـ چې ترمخه یې طالبان په څو برخو ویشل غواړي ـ یعنې مېډ ان بابر،میډ ان افغانستان،ایران ساخته،مېډ ان انډیا، میډ ان امریکا وغېره وغېره ـ اوس دا ایډیالوژي په تجربه ګاه کې پرته ده چې کومه تجربه او د کوم هیواد ساخت بریالی شو هغه به راوباسي او بیا پرې خبرې کوي ـ چې فلانکۍ ډله ښه ده او فلانکۍ نا ښه ـ دا تجربه افغان جهادي ګوندونو باندې یو ځل په بریالیتوب سره ازمایل شوې ده ـ


دا مالومه نه ده چې طالبان به ورسره دا مني کنه ـ ځکه چې طالبان ټول یو مسلمانان ورونه دي او د یو امیرالمومنین سره یې بېعت هم کړی دی ـ ددوۍ دښمن شریک دی ، که دوي د دنړۍ په هر ګوټ کې دي امریکا ته “زیان “اړول غواړي خو لکه ما چې مخکې وویل دا بېله خبره چې ددوي دا زیان امریکا ته زیان که فایده رسوي ـ دې لیکوالانو ته چې سړی زیر شي نو زړه یې پرې خوږ شي ،بې چاره ګان خپلو کې سره لاندې وتي دي ،طالبان یې تقسیم کړل که نه خو خپلو کې په ډلو ډلو ویشل شوـ چا ته لېبرل فاشسټ وايي ،چا ته میډیا ټریریسټ او چاته منځ لاري لیکولان وایي ـ دوي کې ځینې لیکوالان په دې شکمن دی چې که چېرې طالبان دوه وی نو اول به ې لکه د حکمتیار او ربانی صېب په خپلو کې سره مالومه کړی وایې ،دوي خو د یو بل خلاف اخباري بیان هم نه ورکوي ـ ددې کنفیوژن نه روسته دوي یو بل سوچ وکړي او وایې راشۍ د دوۍ مثبت اړخونه دنیا ته وښایو ـ خو چې دوربین هم راواخلي یو شی د بېلګې په توګه نړۍ ته نشي وړاندې کولې ،ځکه چې ددوۍ د موکلانو په عملنامه کې ددغي شي سخت کمی دی ـ دوي د خپلو موکلانو دپاره تاویلونو کتلو کې ډېر ماهره دی خو ځېنې وخت ددوي په پوره محنت ددوي موکلان اوبه واچوي او دوي خپلې شونډې چیچي او د ځانه سره وایې


که دشودو لختي پرې مات کړی


نېستۍ وهلی رنګ یې ځایې له نه راځینه


اوس ننداره دا پاتې ده چې دا لیکولان به خپلو لوستونکو ته دا قناعت ورکړي چې ددوي موکلانو کې چا خراب خلق هم ننه ایستي وو او اوس طالبان دوه ډوله دي ـ یعنې یو ډول ښه او بل ترهګرـــ


شاید ددوي لوستونکي د خپلو لیکوالانو سره دا خبره ونه مني خو بیا هم شاید د کوهي چنډیخان به دا خبره ومني ځکه چې د کوهي چنډیخان په زړونو مهرونه او غوږونو او سترګو پردې وي ـ هغوي کله هم د خپل عقل نه کار نه اخلي او تل د بل په اوږه پسې میاشت ګوري ـ دغه ډول خلق په کوم قام کې زیات دي ؟ په پنجابیانو کې؟په سندیانو کې؟ په مهاجرو کې؟ په بلوچو کې ؟ او که پښتنو کې ؟ددې پوښتنې ځواب به لوستونکي وکړي ـ

تبصره نسته

  1. کریمي صاحب سلام علیکم

    باور د وشه چې لیکنې د ډېر خوند وکړ ۰ خدای (ج) د په قلم برکت کړه ۰

    وسلام

  2. يره كريمي صيب دا خو دې وويل چې ناسم، ناسم دي، خو هغه چې سم دي دهغو ادرس دې هم په ګوته نه كړ او خبره دې همداسې درهم برهم پرېشوده.
    په ناسمو خو زموږ هم لږ تر لږه سر خلاصيدى هغه چې راڅخه ورك دي، سم دي، موږ په هيواد كم سم نه پېژنو چې هغه څوك دي.
    او ته څه وايي چې ستاله نظره د نجات فرشتې څوك دي، يو څو كاله به هغه ته به هم په تمه كښېنو كه يې راټينګه كړه.
    خو د ياده مه باسه چې سياست فرصت جوړولو او ګټه پورته كولو ته وايي، نه دا چې له نورو تمه وكړې چې فرصت درته برابر كړي او بيا تيارې مړۍ ته پلتۍ ووهې.
    وايي ګوله چې تر غاښو لاندې راغله نو خېټه مړه بويه او د مړې خېټې پارسي خو به محمدزيو درباريانو ويله.
    د شورويانو د لس كلن خدمت پايله داوه چې د خپل خدمت په لس كلن پېر كې د پښتنو د سرونو له پاره لس انچه ميخونه جوړ شول او د امريكايي اشغالګرو د اته كلن خدمت پايله هم اته ټنه يورانيمي او فاسفورسي بمونو ته رسېدلې چې هغه هم په كندهار، هلمند، زابل، فراه شينډنډ او نورو پښتنو مېشتو سيمو استعماليږي، كه خداى ناخواسته دا جګړه اته كاله نوره هم اوږده شي نو بيا به بمونه هم ورسره 16 ټنه يورانيمي شي، كه اوس د دې اته ټنه بمونو شمالونه او څپې د يو شمېر تيتانيك څڼو څڼې په كابل، پنجشېر او مزار نه ښوروي، نو سباته متوجه اوسه چې د 16 ټنه پلوټونيم څپې بيا تر ډېره ځي او ټيټانيك اوربلونه به بيا هم له ځانه سره وړي. نه پوهيږم چې هغه وخت به ته يې كه نه چې بياپښتنو ته د مقالو پر ځاى مرثيې وليكې.

  3. په ویب پاڼوکي عاجبه غریبي خاطري ترسترګوکیږي، چي په لوستویې کولای سو،پند واخلو
    وینوچي بعضي کسان (دلیکوال نوم نه سوورکولای)چي نه لیک دودپیژني اونه دقلم اوټولني عفت ورته څرکندوي ،بې دریغه داسي څه لیکي چي نه یې سرمعلوم وي نه پای اونه ورسره داسي سپېڅلي مفکوره وي ،چي په عملي کولویې زموږزورېدلی ولس وساکېدای سي، بس هسي دبل دخوشاله کېدولپاره هغه څه چي پرخوله ورځي لیکي . له لیکني نه یې موخه یوازي اویوازي دخپلي لاسپوڅۍ شایدي ورکول وي ، چي یوه ښکاره بیلګه یې ظفرکریمي دی .
    ظفرکریمي په ډېرافتخارسره داخبره کوي، چي هغه لیکوالان چي داسلامي غورځنګ پلوي کوي ،نوردخبرولپاره څه نه لري اونه ورته باني پاته دي . خوافسوس چي دومره خام زهن ورسره دی ،چي زه باوري یم، هیڅ کله به یې په دې هکله خپل ماغذه نه وي خوړلي، چي پداسي ټولنه کي چي لمرپه دووګتوپټیژي . امکان لري دهغو لیکوالانو چي دخپل زورېدلي ولس لپاره پرناخوالوبې پرې لیکني کوي اودټولني توري څېري په خلکوپیژني، ایاددې اجازه ورکول کیږي ،چي لیکنه یې په پښتوویب پاڼوکي خپره سي؟نه هیڅ کله نه .اونه نوموړي لیکوالان داوس لپاره داسي کوم څه په لاس کي لري، چي دویب پاڼوچلونکي ترګرېوان ونیسه اودا ورنه وپوښتي چي ولي هغه لیکني چي موږورباندي پر روان ناورین باندي بې پرې قضاوت کړی دی، تاسي نه خپروی؟ خوزه امیدلرم چي ډېرژربه دهري ویب پاڼي دچلونکي څخه داپوښتنه کیږي اوپاته سوه داچي کریمي بې ځای ادعاکوي چي نوموړولیکوالانوطالبان پردوډلووېشلي . داهم دکریمي ناپوهي په ډاګه کوي هیڅ کله طالبان دوې ډلي نه دي اونه دي خدای (ج) داسي وخت راولي . خوخبره دلته ده چي کریمي هغه څوک چي مزارونه اومکتبونه ورناوي یاپه مسجدواوپه داسي ځایوکي ځان مرګي بریدونه کوي چي ملکي کسان په کي زیان مومي دطالبانوله جملې څخه بولي چي داهم دکریمي یوه لویه اشتباده ځکه داخوهرچاته معلومه ده چي داډول برناحقه ویني تویول اوداسي جنایتونه کول چي نه بخښونکي وي دکفارواودهغودګوډاګیانوکاردی روان سازش دی چي ښکاره بېلګه یې دپاکستان سرکوزې اداره آی . ایس ،ای ده چي نه غوړاي دافغانستان زورېدلی ولس په کراره سي

    دافغانستان دځپلي ولس ددوښمنانو دبربادۍ په هیله